(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
زماکورافغانستان دی
ز ه د ژوند يوه ارمان يم اتله مې کړه پښتو ته
چې رڼاشمه تياروته بل ډيوه مې کړه پښتو ته
تورې شپۍ رڼا کومه د يوسولې په ارمان يم
دپښتون دغيرت چغه ا وناره مې کړه پښتوته
که د سر په بيه کيږي قربانې ته يم و لاړه
ازادي باندې ميئنه حما سه مې کړه پښتو ته
د غر يب دژ و ندډ يوه شم که د سولې قهرمانه
دوطن مينه پالمه خوږکيسه مې کړه پښتوته
حماسي را پارومه د ميوند خو ږ ه کيسه يم
دملالې په نوم وياړم پښتنه مې کړه پښتوته
زماوطن دميړنو دی تجاوزته سورانګار دي
زه بچې د يو افغان پروانه مې کړه پښتو ته
دحفيظ دژوندکتاب کې ازادي دغيرت نوم دی
زماژوندافغانستان دی نزرانه مې کړه پښتو ته
Zama Kor Afghanistan dai
Poet: Zarlasht Hafeez Basharyar
بېرته شاته |