(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
ځـــلانــد ســـتـورى
په پــــښــــتــو مـــــیــن رهـــبـر ؤ چـــــې پــنــاشــــو
هــــم روښـــانــــه ئـــــې نـــــظـــر ؤ چـــې پــنــا شـــو
چې پښتو ته ئې خـپل ژونـــد ؤ وربــخــښــلـــى
د پــښـــتـون زړه او ځـــــيـکر ؤ چـــې پـنــا شــو
د خــیــــــبـر پـه دره بــیـــا چـــغــى نـــارى شـــوی
هـــغــه ســــتـــورى د تـــــنـــــر ؤ چـــې پـنــا شـــو
چې ئـې ذهـين د پــښــتــون ؤ راويـــښ کــړى
د خوشحــال د قـــلــم ســـپــر ؤ چــې پـنــا شــو
چې پـښـــتـو او پــښــتـونـــوالـــى ئـــې نـــاره وه
د پښتون قام ســر لــښــکـــر ؤ چـــې پـنــا شـــو
چې راټـــول پـــه پـــښــتـــانـــه ؤ تـــر جـــرمــنــه
د پــــښـــتون مـــټ او وزر ؤ چـــې پـنــا شـــو
چـــې پـه اعــزم کــې مــیـروس او احــمـد شـــاه ؤ
د پښـتون قــو ی ســــنــګــــر ؤ چـــې پـنــا شـو
چــې ګلـــشـن د بـــاچــا خـــان پـدی سـمـسور ؤ
ځـــلانــد ســـتـورى ولاړ غـــر ؤ چـــې پــنــا شـــو
چــې جـــرګـــى د پـــښـــتـــنــو وى پـــــر خـــيـــرازه
هــغـه ســـتــوری لـکـــه لــمــر ؤ چـــې پـنــا شـــو
چــــې زمـــــا د نســـــيــم زړه پــــــه ؤ روښـــــانـــه
پښتون سـتـوری روڼ ســهار ؤ چـې پـنــا شــو
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
تنر : دارواښاد ستوری د کلى نوم دی
بېرته شاته |