(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
غزل
کوي
ښکاري چې بۀ فصل دَ خطر کوي*** سترګې دَ ښائيست پۀ زړۀ کښې کر کوي
ستونے دَ فائدې کار ته ئې مات وي تل *** کار چې بې فائدې وي څومره ئې زرکوي
ستا دَ لاسه عقل وئ کم عقل دے *** عقل مې دَ صبر سره شر کوي
زۀ پسې پۀ خپله در پۀ در يمه *** مانه دَ هغه تپوس دَ ور کوي
ستا دَ مخ رڼا خو دَ شپې ورځې وې *** کل رڼا ګاني د َ شپې نمر کوي
زۀ ډېره مننه درته وايمه *** داسې ښۀ کارونه معتبر کوي
ستا مبارکي دَ اختر راغله خو *** بې لتانه ياره څوک اختر کوي
داسې غلي غلي راته مۀ ګوره *** ياره ستا نظر پۀ ما اثر کوي
هېڅ څوک دَ افسوس دَ پاره نشته دے ***څۀ کۀ ډېر دردونه مې پرهر کوي
زړۀ مې غواړي ځان چې ترې قربان کړمه *** څوک هم چې خبرې مختصر کوي
زۀ چې ئې خيرونه د َ سر غواړمه *** هاغه مې مدام سودا دَ سر کوي
بيا هم دا زړګے مې ترې صبريږي نۀ *** ډېر کۀ ستمونه ستمګر کوي
ګورے مرضونه مانه څۀ غواړي *** رنګ پۀ رنګ حملې مې پۀ ځيګر کوي
مخکښې دي هم څو ځله رټلے خو *** بيا تواب ساد ه پۀ تا باور کوي
بېرته شاته |