ايــډ وکــیـټ عــلـی خـان مـحـسـود د ګوند مــشـر
پیاوړی لیکوال, محقیق او تاریخ پوه ایډوکیټ علي خان محسود په لسم د مئ ۱۹۴۹ ع کال کې په قطبي وزیرستان شاهور تنګی کې سترګې غړولې دي.
قاضی امیر شاه ورباندې علي خان نوم کېښود. ده خپل ابتدائي سبق د کلي پرائمري سکول کې او لسم جماعت ئې د ګورنمنټ هائي سکول ټانک نه پاس کړو.
B.A ئې دګورنمنټ کالج ډیره اسماعیل خان نه کړی او ګومل یونین جنرل سکرټری هم پاتې شوې دی.
د بی ای نه پس د پولیټکل سائنس ډیپارټمیټ پېښور پوهنتون کې داخل شو.
د ایم ای نه پس خیبر لاء کالج کې داخل شو او خیبر یونین صدارتی انتخابات ئې د پښتون سټوډنټس فیډرېشن په ټګټ او ګټل او دوئ پخپله هم ددې تنظیم یو اهمه مټه وه.
بیا د هغې وخت سیاسي حالاتو په وجه د بهټو د حکومت دلاسه په جولائي ۱۹۷۴ کې ګرفتار شو.
پېښور او هری پور جیلونو کې وساتلی شو او مئ ۱۹۷۵ کې رها شو.
ښاغلي علي خان مسید اېل اېل بې اخري امتحان د جېل نه ورکړې او پاس کړې وو.
د جېل د رهايئ نه پس د حیدر اباد سازش کیس کې حکومت وخت ته پکار وو. مګر دې ځل د حکومت په لاس ورنه رغی.
ستمبر ۱۹۷۵ کې د میرانشاه خوست د لارې اول لوګر لال بند قلعه ته بیا کابل ته لاړو.
اپریل ۱۹۷۶ ع کې د افغانستان نه د سابق سوویت یونین په لار جرمني ته لاړو. چې تر اوسه پورې جرمنی کې ژوند کوي.
جرمنی کې دوئ خپل سیاست تازه وساتلو اول ئې جون ۱۹۷۶ د پښتنو اوبلوڅو د ملي د ازادئ ټولنی بنیاد په فرانکفورت کې کېښود او بیا ۱۹۸۱ کې ورپسې د پښتون سوشل ډیمو کریټ ګوند ( PSDP ) بنسټ کېښود شو, چې ښاغلی علي خان محسود د PSDP ګوند مشر نائب صدر وټاکل شو.
د ګوند د مشر ډاکتر کبیر ستوري د ناڅاپي مړینې (۲۰۰۶ ع کال د اپریل څلورمه نېټه) وروسته دګوند سرپرست او د ۲۰۱۰ کال دجون په ۲۹ مه نیټه دګوند د مرکزي څانګی نوی ټاکنه وشوه , ښاغلی تاریخپوه علي خان محسود دPSDP مشر (صدر) توګه وټاکل شو.
په ګوند کې د لرې او برې پښتونخوا پښتانه را ټول شوی دی, د پښتنود یووالی سیاسی او کلتوری حقوقو د پاره هلی ځلی کوی.
۱ ) جرمنیان بیا یـو شول ۲ ) له پیر روښانه تر با چا خانه پوری ۳- داجمل خټک سیاسي هلې ځلې