ارواښاد ډاکتر شیر افضل ګردیوال د PSDP د مـشـر تابه د د فـتر پخوانی مشر
ارواښاد ډاکترشیرافضل ګردیوال په1949ع کال کې د ننګرهار ولایت د مومندرې ولسوالۍ په ګردی غوث کې نړۍ ته سترګې غړولي دي. لومړنۍ او منځنۍ زده کړې ئې د ایمل خان او په کابل کې د رحمان بابا په لیسه کې ترسره کړي دي. لوړې زده کړې ئې د کابل د طب په پوهنځي او په المان کې د طب او د صنعتي کیمیا په څانګوکې پاي ته رسولي دي. د المان په نوموتو روغتونونو کې يې د ډاکتر او د دوسلدورف په پوهنتون کی یې د استاد په توګه دندې تر سره کړي دی.
ارواښاد ډاکتر شیرافضل ګردیوال د پښتون سترملت دسرلوړۍ ، دپښتنو دقامي یووالي ،ابادۍ او سوکالۍ لپاره د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د مشرتابه سره یوځای نه ستړي کیدونکي هلې ځلې کړي دي، چې یاد به یې تل تازه ساتي.
ډاکتر شیرافضل ګردیوال د خپلی ورپیښی ناروغۍ له امله د المان د دوسولدورف ښار په روغتون کې په 24.11.2007 نېټه د خالی (شنبی) په ورځ دمازیګر په پینځه نیمو بجو لدې فانی نړۍ څخه د تل لپاره سترګي پټې کړې. د ارواښاد ګردیوال جنازه دننګرهار ولایت په ګردي غوث کې خاورو ته وسپارل شوه. روح دې ښاد وي