دپلوم ژورنالست ارواښاد احمد شاه باوری د PSDP د مشرانو د جرګی غړی
دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د مشرانو جرګې غړی ښاغلی احمدشاه باوری په کال ۱۹۳۷م د می په مياشت کي د ننګرهار ولایت په شاهي کوټ کي زیږیدلی وو. د ښوونځي له پای ته رسولو څخه وروسته، د کابل په پوهنتون کی د پښتو ژبي په ادبياتو کی تحصيل کړی، چې ډير کلونه یې په کابل راډیو کی د ژورناليست په توګه دنده ترسره کړې وه.
وروسته په کال ۱۹۶۸م کی د ژورناليزم په رشته کي د لوړو زده کړو له پاره المان ته راغی. ارواښاد احمد شاه باوري د ۷۷ کالو په عمر د خپلی ورپیښی شوی ناروغۍ له امله په پښتونخوا کې په 08.02.2014 نېټه د شنبی ( خالی ) په ورځ لدی فانی نړۍ څخه د تل لپاره سترګی پټې کړې او په همدې ورځ د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ په قلعه شاهي کي خپله پلرنۍ ادیره کي خاورو ته وسپارل شو.
Late Ahmad Shah Bawari, Diplom Journalist de Pakhtanu tolaniz walaswaliz gun de Mashrano Jargi gharrai