(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
شعر
هجر او وصل چې همدم ژاړي
لاره هم ژاړي هم قدم ژاړي
له بتخانې نه راوتلي خلك
دلته په خوا كې د حرم ژاړي
زما له وينو زرغون شوى ماښام
د يوه سپين سبا په غم ژاړي
صمده مه تړه زړګى ورپورې
دا ښكلي چېرته د چا غم ژاړي.
بېرته شاته |