واګپوهنه (سياسي علوم) د بې تاوه پاڅون په خدمت کې
Political Science in Service of Nonviolent Resistance ليکوال: ډاکټر رحمت ربي زيرکيار د بې تشدده پاڅون په اکله يو څه تاو تريخوالى: ددې ليکنې په بشپړولو کې ما د درې )3( لويديزو عالمانو په دوو)2( کتابونو ډېره اتکا کړې ده: د هغوى تحليلونو، نظريو، معلوماتو او مثالونو زما ددې ليکنې د ملا تير )شمزۍ( جوړه کړې ده. لومړى کتاب د جيني شارپ دى: Gene Sharp, From dictatorship to democracy: A conceptual framework for liberation. Boston, MA;Albert Einstein Institution, 1993. جيني شارپ د واګپوهنې )سياسي علومو( متقاعد پوهاند دى. ډاکټري يې له اکسفورډ پوهنتون نه په سياسي افکارو کې لاسته راوړې وه او ماسټري يې په ټولنپوهنه Sociology کې. پوهاند جيني شارپ چې په امريکه کې د آلبرت آينشتاين د مؤسسې )1983( Albert Einstein Institution مؤسس دى، په دغه موسسه کې د مشر څېړونکي Senior Scholar په څېر کار کوي. که ومنو چې ايټالوي سياسي مفکر نيکولو مکياويلي )1469 تر 1527( په خپل "شهزاده" نومي وتلي کتاب کې " د سياست فلسفه " خوندي کړې وه، نو وبه وايو چې درې سوه شل )320( کالونه وروسته جرمن مفکر جنرال کارل فون کلاوزيويتڅ Von Clousewithz )1780 تر 1831( په خپل وتلي کتاب "Von Kriege" کې د "جنګ فلسفه" انځور کړې ده )په دې اکله به وروسته د ستراتيجۍ په بحث کې وغږېږم(. يو ځاى بل ځاى وينم، چې څوک پوهاند جيني شپارپ ته "د عدم تشدد مکياويلي" وايي او څوک ورته "د بې تشدده جګړې کلاوزيويتڅ" وايي: " Machiavelli of nonviolence", or "clausewitz of nonviolent warfare." دوهم کتاب د پيټر آکرمن او کريستوفر کريوګلر دى: Peter Ackerman and Christopher Kruegler, stragegic nonviolent conflict: The Dymamic of people power In the twentieth century. With foreword by Gene Sharp and Thomas C.Schelling. Westport, CT, and London; Praeger, 1994. پيټر آکرمن په لندن کې "د ستراتجيک مطالعو په بين المللي انسټيټوټ" کې د زييز کال 1992 پورې مېلمه څېړونکى Visiting Scholor او اوس په تافتس Tufts پوهنتو نکې د فيتچر د حقوقو او دپلوماسۍ د پوهنځي مشر دى. کريستوفر کريوګلر په ټولنيزو علومو کې له سيراکوز پوهنتون نه ډاکټري لاسته راوړې ده او وروسته له پوهاند جيني شپارپ نه په 1991 کې د آلبرت آينشتاين د مؤسسې مشر وټاکل شو. کريوګلر په هارورډ پوهنتون کې "د بې تشدده مجازاتو په پروګرام" کې مصروف و او د ماسيچيو سيټ_کولمبيا په پوهنتون کې يې "د سولې د مطالعو پروګرام" اداره کاوه. متقاعد پوهاند ټامس سي شيلينګ يو وتلى امريکايي اقتصادپوه دى. هغه درې کاله وړاندې، په 2005 کې په اقتصادي علومو کې "د نوبل د يادونې جايزه" يو بل چا سره غبرګه وګټله: Nobe Memorial Prize in Economic Sciencess (2005) زه )زيرک يار( بايد دا ټکى په ډاګه کړم، چې د آلبرت آينشتاين په مؤسسه او په پوهاند جيني شارپ داسې نيوکې شوې دي، چې ګوندې دواړه به د امپرياليزم په خدمت کې لګيا وي. د دفاع او نيوکې لپاره ولولئ: 1 "Open letter in support of Gene Sharp and strategic nonviolent action", signed by scholars and activists, such as: Professor Noam Chomsky, Professor Stephen Zunes, Professor Howard Zinn, Professor James A.Joyce, Christine Schweitzer, Institute for peace work and nonviolent conflict transformation in Germany, and many more…… 2 Greg Guma, "Nonviolent action and the road to independence", July 2,2008, Maverick media….. 3-Professor Stephen Zunes, "Sharp attack unwarranted," Foreign olicy in Focuz, June 27, 2008 4- Georg Ciccariello-Maher and Eva Golinger, "Making excuses for Empire: A reply to the self-appointed defenders of the AIE [Albert Einstein Institution,] Media left, August 8, 2008…. (په نيوکه کې) 5_ Thierry Meyssan, "the Alber Einstein Institution: Nonviolence according to CIA", Voltaire Network, June 6,2007…… (په نيوکه کې) 6_ Michael Barker, "Sharp Reflection warranted: Nonviolence in The service of imperialism”, Swans Commentary, June 30, 2008 (په نيوکه کې) د متقاعد پوهاند جيني شارپ او آلبرت آينشتاين د مؤسسې په دفاع کې د څرګند ليک له لومړي مخ نه لانديني مطالب د موضوع د روښانولو لپاره معرفي کوي: ننتوځ: د هر ډول پرمختګ او بدلون د راوستلو لپاره پاڅون والان يانې د مسلط رژيم مخالفان د مقابل اړخ د کمزوريو او زخمي کېدلو پوهې ته هغومره کلکه اړتيا لري لکه د مقابل اړخ د ميسرو منابعو کره کتنې ته چې يې لري. په بې تشدده يا بې تاوه خوځښت کې د تاوجن خوځښت په شان بايد د يوه غښتلي او ماهر ستراتجيسټ مشرتابه اهميت ته کلک پام وشي. د بې تشدده يا بې تاوه مبارزې لپاره ستراتجيک پلان ډېر اهميت لري، ځکه چې ستراتجيک پلان د ټولنيزو او سياسي خوځښتونو په اغېزمنتوب کې غښتلى رول لوبوي. که په نوکې احتياط سره وغږېږم، ويلى شم چې ستراتجيک پلان د يوه خوځښت د هدفونو پوره کول په مطلق ډول نشي تضمينولى، خو د خوځښت د برياليتوب امکان غټولى شي. د شلمې پېړۍ په پاى کې او د يوويشتمې پېړۍ په پيل کې د متمدنې لويديزې نړۍ د ګټو د خوندي کولو لپاره غټې ځناورې وسلې راوتلې دي. هر څومره، چې ټکنالوجي يانې د علم استعمال په مخ درومي، هغومره د تاوده جنګ وسلې هم پرمختګ کوي. په دغسې مخ په زياتېدونکي خطرناک چاپېريال کې د بې تاوه يا بې تشدده پاڅون اهميت هم زياتېږي. پاڅون والان، چې د ظالم قدرت د خطرناکو وسلو سره مقابله نشي کولى، دوه لارې لري: يوه د ځان چاودنې لار ده او بله يې د عدم تشدد لار ده. په دواړو لارو د ظالم قدرت معنويات ژوبلېږي. موږ په دې هم پوهېږو، چې په جنګ کې وسلې او معنويات دواړه اهميت لري. په بله وينا، ځان چاودنه او بې تاوه مبارزه د غريب سړي وسلې دي او په مقابل کې يې خطرناکې او پرمختللې وسلې د ماړه سړي وسلې دي. زه دلته په بې تاوه يانې بې تشدده پاڅون ګړېږم، چې Nonviolent resistance يا gewalteoser Siderstand ورته ويل کېږي. که نوي ټکنالوجيک انقلاب غټې خطرناکې وسلې رامنځته کړې، نو په عين حال کې يې نوې ارتباطي يانې الکټرانيک وسيلې هم له ځان سره راوړې دي. ګرځنده ټليفونونه، په ګرځنده ټلفونونو کې ګړندئ کمرې، عکسي او متني مخابره او انټرڼېټ ټول هغه څه دي، چې هره رسوايي، ظلم او تېرى د سترګو په رپ کې له راکي غر نه سپين غر ته رسولى شي. د ارتباط نوي وساېل د جګړې له چاپېريال نه څپوڼى لرې کولى شي او دغه ظرفيت د پاڅون والو په ګټه دى. ډېرې نوې وسلې الکټرانيک ملاتړ Electronic Support يا کمپيوټري کنټرول ته اړتيا لري. الکټرانيک چارپوهان کولى شي، چې پرزې )جوړونکې برخې Components( ورنه وباسي، Software يې ککړ Contaminate کړي، پروګرام دروند کړي يا وپړسوي Overload program او الکټرونيکس تخريب کړي )Jam Electronics( هره غښتلې ستراتيجي په هغو هدفونو راچاپېره وي، چې د بې تاوه پاڅون د پوهو او صادقو شخصيتونو له خوا غوره شوي وي او دومره څرګنده وي، چې خلک پرې وپوهېږي. مثلاً په پولنډ کې په 1980 کلونو کې د ملاتړ يانې Solidarity په نوم پاڅون له خوا د خپلواکۍ په ځاى په خپلواکو کارګري اتحاديو ټينګار وشو. دغه هدف هم مشخص و او هم ورته پاڅون والان په لنډ وخت کې رسېدلى شول، هم يې د کميونېسټ ګوند له کومي نه مشروعيت راوېستلى شو او هم يې د ټولنې نورو ډلو ته لار پرانېستله چې ځانګړې خپلواکې صنفي اتحاديې رامنځته کړي. د شوروي اتحاد لاسونه په افغانستان کې تړل شوي ول او ددې وس يې نه لاره، چې په پولېنډ کې )د NATO په ګاونډ کې( هم د Solidarity له پاڅون سره لاس په ګرېوان شي. که چېرې مقابل اړخ عسکري نيواک ګران )اشغالګران( وي، نو بويه دا چې نهايي هدف د نيواک ګرو قواوو په وېستلو راتاو شي. که هدف خودمختاري )Autonomy( يا ملي خپلواکي )Independence( وي، بايد د پاڅون له خوا داسې مستقيم عمليات وشي، چې د هغوى بالعمل خپلواکي )De Facto independence( وښيي. د سياسي قدرت چينې؟ زورواکان يانې ډيکټاټوران له بل هر چانه زيات قدرت او د خلکو اطاعت ته اړتيا لري. د سياسي قدرت چينې په لانديني ډول دي: 1_ د مشروعيت او اطاعت منبع، يانې دا عقيده چې مسلط رژيم مشروعيت لري او له دې امله يې اطاعت يو اخلاقي مسووليت دى. 2_ بشري چينې، يانې کومې ډلې او ګروپونه د واکمن رژيم ملاتړ کوي؟ 3_ واکمن رژيم د څومره چارپوهانو او ماهرانو په ملاتړ چلېږي؟ 4_ واکمن رژيم د کومو روحي او ايډيالوجيک فکټورونو له لارې د ولس اطاعت خپلولى شي؟ 5_ مادي منابع، يانې واکمن رژيم په کومو ملکيتي، طبيعي، مالي، اقتصادي، ټرانسپورټي او ارتباطي وساېلو )کميونېکېشن( چلېږي؟ 6_ واکمن رژيم د بې اطاعتۍ او نافرمانۍ په مقابل کې څه ډول جزاګانې کاروي؟ د ولس له خوا عدم تعاون Non-Cooperation او مدني نافرماني د تجاوزګرانو او ډيکټاټورانو زور نرى کوي او د هغوى د واکمنۍ يانې د سياسي قدرت د منابعو په چمتووالي )ميسر کېدلو( کې سکته راولي. د مروج فکر ه خلاف، زورواکي يا استبدادي رژيمونه هم د خپلو ټولنو د ولسونو ملاتړ ته کلکه اړتيا لري. د امريکې يو نامتو واګپوه يانې پوليټيکل ساينټيسټ Political Seientist کارل ډبليو دوييچ Karl W. Deutsch پېنځه پنځوس کلونه وړاندې په زييز کال 1953 کې ويلي وو: "استبدادي قدرت يواځې هغه مهال غښتلى دى، چې قدرت ډېر ځلې ونه کاروي. که چېرې استبدادي قدرت حتماً هر وخت د ټول ولس په ضد وکارول شي، ډېر لږ احتمال لري چې د ډېر وخت لپاره غښتلى پاتې شي." "… it is unlikely to remain powerful for long." ځانله وګړى يانې هغه اشخاص، چې په کوم ګروپ يا کومې ډلې کې غړيتوب ونلري يا له خپل ولس سره منظمه راشه درشه ونلري، عموماً ددې وس نلري چې په خپله ټولنه باندې اغېز واچوي. يوه ډيموکراټيکه ټولنه په خپلواکو، غېر دولتي ډلو او مؤسسو چلېږي لکه: اقتصادي، سياسي، کلتوري، ټولنيزې، ديني، کارګري، بزګري، علمي، مشورتي، حقوقي، تربيوي، کليوال، هنري او د بشر د حقوقو سازمانونه. د بې تشدده پاڅون لپاره د ستراتجيک پلان اهميت: د ستراتيجۍ استعمال په عسکري کړکېچونو کې زيات اهميت لري. له اوږدو زمانو راهيسې، عسکري مسؤولان د خپلو عسکري کمپينونو لپاره په ستراتجيک پلان کې لګيا وو. مهمو مفکرانو لکه چينايي سنتزو Sun Tzu، جرمن کارل فون کلاوزيويتڅ Karl Von Clausizitz او برتانوي سر بېزيل ليندېل هارت Sir Basil Linddell Hart له نن نه څه دپاسه دوه نيم زره کاله وړاندې په شپږ سوه قبل الميلاد کې، چينايي مفکر سنتزو "د جنګ هنر" The art of War راووېست. له سنتزو نه واورئ: "په سلو جنګونو کې سل برياليتوبونه ستر مهارت نه دى، خو ستر تفوق يانې غټ مهارت دا دى، چې د غليم پاڅون بې له جنګه مات کړئ. که خپل غليم او خپل ځان وپېژنئ، بې له خطره به جګړه پرمخ بوځئ. په غليم هغه مهال بريد وکړئ، چې چمتو نه وي. هغه مهال څرګند شئ، چې ستاسې د څرګندېدلو توقع ونلري." يانې غليم بايد غافل وساتئ. کارل فون کلاوزيويتڅ هغه مفکر جنرال و، چې په برلين کې د حربي پوهنتون مشر هم و )1818_1830( د هغه مشهور اثر "د جنګ په اکله" په جرمني ژبه کې Von Krieg او په انګرېزي ژبه کې On War نومېږي. د کلاوزيويتڅ په اند، جنګ بايد: منطقي وي، يانې ګټه او لګښت يې بايد اټکل شوى وي، لوښيز وي، يانې د هدف د برياليتوب لپاره وسيله او اله وي او ملي وي. يانې په ملي ګټو ولاړ وي )Rational, instrumental, national(. کلاوزيويتڅ وايي: "هېڅوک بايد جنګ پيل نکړي، بې له دې چې وپوهېږي، چې ددغه جنګ په واسطه به کوم هدف ته رسېږي او څنګه به دغه پلى کوي." يو جرمن جنرال ياکوب مېکېل Jacob Meckel له لومړئ نړيوالې جګړې نه وړاندې ويلي وو: "هر څوک چې جنګ کوي يا يې تدريسوي، بايد په کلاوزيويتڅ اتکا وکړي." د ويتنام له جنګ نه وروسته، کلاوزيويتڅ د امريکې په عسکري پوهنتونونو کې او د ملي امنيت په کړيو کې مهم شو. برتانوي لينديل هارت )1895 تر 1970( په لومړۍ نړېواله جګړه کې ټپي شوى و. د نوموړي مشهور کتاب په دې سرليک و: "ستراتيجي: غېر مستقيم چلن" )Strategy: Indirect Approach(. په دغه کتاب کې د غېر مستقيم چلن يا برخورد غټه خبره دا ده، چې د غليم کمزوري دې وميندل شي، فوري دې پرې بريد وشي. ددې لپاره چې ګړندى غوڅ برى مو په برخه شي. “ it should be aim of grand strategy to discover and pirece the Achilles’s heel of the opposing government’s power to make war.” بې تشدده يا بې تاو تريخوالي مبارزه د کړکېچونو د لارښودنې او ادارې لپاره يو تخنيک دى. دغه تخنيک د مقاومت يانې پاڅون والو Resistance له خوا په ټولنيزو، اقتصادي، سياسي او سايکالوجيک طريقو چلېږي. څوک چې بې تشدده پرځنګ يانې بې تاو تريخوالي مبارزه نه پلانوي، په خپل لاس به غټې پريکړې هغه چانس يا تصادف ته پرېږدي، چې په خطرناکو عواقبو به ولاړ وي. روغ ستراتجيک پلان د موجوده وضعې واقعي اټکل ته کلکه اړتيا لري )د ستراتجيک واقعي اټکل نه مطلب دا دى، چې د دواړو خواوو يانې د خپل ځان او د مقابل اړخ کمزورۍ او قدرت دې وتلل شي.( په غټه ستراتيجۍ Grand stragegy کې بايد هدف څرګند وي او د منابعو سره )يانې د سياسي، مالي، مسلکي، تنظيمي، تخنيکي، ارتباطي او تبليغاتي چينو( سره اړخ ولګوي. د ستراتيجۍ مجددو عملياتو ته ټکټيک ويل کېږي. ټکټيک لنډ مهال وي او په يوه کوچنۍ )جغرافيوي، مؤسساتي( ساحه کې د لږو اشخاصو په واسطه پلى کېږيز ستراتجيستان )جګړاندان يا د جګړې پوهان( بايد لاندينيو اساسي پوښتنو ته ځواب ووايي: 1. آيا ګوريلايي جنګ به د استبداد او ظالمې واکمنۍ په مقابل کې روغه نتيجه ورکړي، که بې تشدده مبارزه؟ 2. هدف ته د رسېدلو په لار کې کوم غټ خنډونه موجود دي؟ 3. کوم فکټورونه هدف ته د رسېدلو په لار کې مرستندوى دي؟ 4. موجود ظالم نظام کومې غښتلتياوې لري؟ 5. موجود ظالم نظام کومې کمزروۍ لري؟ 6. د موجود ظالم نظام د قدرت منابع )لکه اقتصادي، سياسي، ټرانسپورټي، تخنيکي، مسلکي، ارتباطي، امنيتي( په کومه کچه زخمي کېدلى شي؟ 7. د موجود استبدادي نظام په ضد پاڅون والان او ولس کومې غښتلتياوې لري؟ 8. د ولس او پاڅون والانو کمزورۍ کومې دي او په څه ډول رفع کېدلى شي؟ 9. د موجود استبدادي نظام او د پاڅون والانو په اکله د درېم اړخ Third Pary يانې د بې طرفه يا نوساني اړخ دريځ څۀ دى؟ 10. د موجود استبدادي نظام د ړنګولو او بيارغونې لپاره ډېره اړتيا د پاڅون والانو داخلي رول ته ده که بهرني فشار ته )لکه ملګري ملتونه، اسلامي کانفرانس، په بهر کې ټولنيز سازمانونه، علمي مؤسسې، کارګرې اتحاديې، ديني سازمانونه، سياسي سازمانونه،... حقوقي سازمانونه؟( زما په اند، د پاڅون غټ زور بايد د هېواد په دننه کې وي! 11. آيا بهرنى ملاتړ د پاڅون والانو اتکا په خپل ځان پياوړې کوي که د هغوى اتکا په بهرني ملاتړ تقويه کوي؟ 12. فرض کړئ چې زوړ ظالم نظام د بې تشدده مبارزې له لارې رانسکور شو. آيا د نوي نظام په شکل به بې تشدده مبارزه کوم تاثير ولري؟ 13. آيا په ټولنه کې داسې مؤسسې شته، چې د ظالم حکومت په ضد د پاڅون والانو سره په مبارزه کې مرسته کولى شي؟ )په پولنډ کې د کميونيزم لاندې، د خپلواکو کارګري اتحاديو له مبآرزې سره ديني مؤسسو او د روڼ فکرانو ډلو ملاتړ کاوه.( 14. پاڅون والان کومې نوې مؤسسې رامنځته کولى شي، چې د واقعي ولسواکۍ لپاره زمينه برابره کړي.؟ 15. د بې تشدده پاڅون په حالت کې به سازماني قدرت څنګه ارت شي؟ 16. څه ډول سيمبوليزم به په دې کې مرستندوى شي، چې ولس په خوځښت راولي؟ يانې اغېزمن سيمبولېزم به کوم وي؟ 17. د پاڅون غړي او ګډون کوونکي به څنګه روزل کېږي او کوم منابع به ورته چمتو وي؟ 18. د پاڅون په اوږدو کې به ولس خپلې لازمې اړتياوې څنګه پوره کوي؟ 19. د پاڅون په اوږدو کې به ټولنيز نظم څنګه ساتل کېږي؟ 20. کوم ډول فشار به د پاڅون والانو سره مرسته وکړي، چې هدف ته ورسېږي؟ 21. د اوږدې مودې بې تشدده مبارزه به څنګه پيل کېږي او په ځان باندې به د ولس اعتماد څنګه قوي شي، چې د ظلم په ضد راوپاڅېږي؟ ستراتجيستان بايد په پيل کې يوه داسې موضوع مينده کړي، چې ارزښت يې له ورايه ځلېږي او خلک يې په اسانۍ سره نشي ردولى. يانې يوه کم خطره او اعتماد سازه Low-risk and confidence building مظاهره )د يوې موضع لپاره جامې په غېر عادي ډول اغوستل(، غېر سياسي موضوع )مثلاً د پاکو اوبو غوښتنه، تنظيفات، د عدم تشدد د مشاعرې جاېزه، د عدم تشدد د مبارزې تاريخ، په يو ځاى ګلونه ايښودل چې سمبوليک اهميت ولري.( د بېزوګانو واکمن: شعور راپارونکې کيسه: شپږ سوه )600( کلونه وړاندې په څوارلسمې زييزې پېړۍ کې په چين کې د "چو" په نوم يو ايالت کې يوه زوړ سړي بېزوګان د خپلې نوکرۍ لپاره ساتلي ول. ددغه ايالت خلکو به هغه زاړه سړي ته "د بيزوګانو واکمن" يانې Monkey Master وايه. هغه به هر سهار بيزوګان په خپل دربار کې راغونډول. بيا به يې يوه زاړه بيزو ته امر کاوه، چې نور بيزوګان دې غره ته د بيګار لپاره بوځي او هلته دې پرې له ونو او بوټو نه مېوه راټوله کړي. بيزوګان به چې له غره نه دربار ته راستانه شول، هر يو به مجبور و چې د خپلې راټولې کړې مېوې يوه لسمه برخه يانې لس سلنې )10%( د بيزوګانو واکمن ته ورکړي. کوم بيزو به چې دغسې نه کول، په ډانګونو به وهل کېده. ټول بيزوګان د زجر لاندې ول، خو يوه هم دې جرئت نشو کولى چې شکايت وکړي. يوه ورځ يوه تنکي بيزوګي په ځنګل کې له نورو مشرانو بيزوګانو نه پوښتنه وکړه، چې آيا په ځنګل کې د مېوې ټولې ونې او بوټي د بيزوګانو واکمن نال کړي دي؟ هغوى ځواب ورکړ چې "نه" هغه نه دي نال کړي، بلکې په طبيعي ډول رالوى شوي دي. تنکي بيزوګي بيا پوښتنه وکړه، چې آيا بيزوګان د هغه زاړه سړي له اجازې نه بغېر کولى شي، چې مېوه د ځان لپاره راټوله کړي؟ مشرانو بيزوګانو ورغبرګه کړه، چې "هو" ولې نه! له دېنه وروسته تنکي بيزوګي بيا وپوښتل چې که دغسې وي، نو "موږ ټول ولې د هغه زاړه سړي نوکري وکړو؟" د تنکي بيزوګي پوښتنو د ټولو بيزوګانو شعورراويښ کړ. په همغه ماښام، چې د واکمن دربار ته ورستانه شول، ددې په انتظار شول چې هغه به کله خوبيالى شي. هغه زوړ واکمن، چې ويده شو، ټولو بيزوګانو خپل شپول وران کړ او د زاړه واکمن ټوله مېوه يې له ځان سره ځنګل ته وېوړه او د بيزوګانو د واکمن دربار ته راستانه نشول. د بيزوګانو واکمن له لوږې مړ شو. دې کيسې تيتول د بې تاوه پاڅون )بې تشدده پاڅون( په پيل کولو کې اغېزمن او کم خطره رول لوبولى شي، ځکه چې د يوې ساده کيسې په شکل سياسي شعور تخنوي او راپاروي. په جرمني کې د باچا خان په سيمينار کې )28 نومبر 2008( چې ما دا کيسه واوروله، د اورېدونکيو زړونه يې ټکور کړل )غټې چک چکې ورته وشوې.( ډيکټاټوري ډېرې کمزورۍ لري: په لرغونو يوناني ادبياتو کې يوه مشهوره افسانه ده "د آکيليس پړکى" Achilles Heel يا په جرمني کې د Achillesferse په نوم. دغه افسانه چې د يو قوي چا په غټ ضعف راڅرخي، داسې ده: کله چې اکيليس ماشوم هلک و، مور يې په يو ساحرانه سيند کې غوپه کړ. ددې لپاره، چې د هر خطر په مقابل کې يې د زوى کلک حفاظت شوى وي. بس، په جنګيالي اکيليس د هېچا زور نه رسېده او هېڅ ډول تورې د هغه پوټکى نشو غوڅولى، خو سره له بشپړ حفاظته، اکيليس يوه پټه غټه کمزوري لرله، په دې ډول: هغه وخت چې مور يې خپل ماشوم اکيليس په ساحرانه سيند کې غوپه کړ، له پړکي نه يې نيولى و ددې لپاره چې په سيند کې يې د وړلو له خطر نه وساتي، يانې ساحرانه اوبو د ماشوم اکيليس پړکى نه و لوند کړى. دغه پړکى يواځينى ځاى و، چې د اکيليس د ژوند خطر پکې پټ شوى و. د تروى Troy په جګړه کې يو عسکر په خپل غشي د اکيليس ذکر شوى پړکى ووېشت او ويې واژه. نن د اکيليس د پړکي افسانه د يوه غټ مستبد، د يوه غټ پلان، د يوې قوې مؤسسې يا دسيسې، د يوه ځبرځواک په غټه کمزورۍ دلالت کوي. د استبدادي يا ظالم رژيم د اکيليس پړکى يانې د هغه غټې کمزورۍ په لاندينيو ټکو کې رالنډوم: 1. په ډيکټاتور رژيم کې داخلي سيالۍ او غليمۍ د مقامونو په بدلولو سره زياتېږي او د حکومتي مېچن د څانګو ترمنځ ټکرونه راولاړېږي. د هيټلر په نازي رژيم کې به هم کله ناکله د هغه امرونه د هغه د لاس لاندې خلکو له خوا نه پلي کېدل. 2. روڼ اندي )منورين( او محصلين کېداى شي چې د شراېطو د خرابېدلو له امله نارام شي او عکس العمل وښيي. 3. سيمه ييز، کلتوري، طبقاتي او قومي مخالفتونه کېداى شي چې جدي شي. 4. د بهرنيو قدرتونو له خوا د نازول شويو اشخاصو او ډلګيو په مقابل کې شايد د ولس نفرت مخ په زياتېدو شي او د ځان ساتنې لپاره دمسلط رژيم په مشرتابه کې بې اعتمادۍ او خپل منځي ټکرونه راپيدا کړي، يا په رژيم کې موجود ټکرونه لا پسې ارت کړي. 5. پوليس او عسکر کېداى شي چې په مسلط رژيم ډاډ له لاسه ورکړي او په کودتا لاس پورې کړي. 6. که واکمنه ډيکټاټوري نوې وي، د خپل تسلط لپاره د هر چا متازي کوي، دلته بې تشدده پاڅون والان کولى شي چې د خپل اغېز تنسته وغځوي. 7. په استبدادي ظالم رژيم کې د ګوتې په شمار اشخاصو په واسطه ډېرې پرېکړې کول، ددې امکان قوي کوي چې په قضاوت، پرېکړو او عملياتو کې درنې تېروتنې وشي او يو بل ته د ملامتۍ ګوتې ونيول شي. پاڅون والان کولى شي چې دلته د واکمنو کړيو په زخمونو مالګه ودوړوي. 8. ځينې ډيکټاټور رژيمونه د بهر له خوا تقويه کېږي. که په بهرنۍ همکارۍ کې سکته يا بدلون راشي، په مشتري رژيم يانې Client Regime کې سمدلاسه وېره راپورته کېږي. بې تشدده پاڅون والان له دغسې وضعې نه ګټه پورته کولى شي. په دغو ټولو حالتونو کې ملي پاڅون يا ملي تړون د يوې پخې ستراتيجۍ له مخې کولى شي، چې د استبدادي، لاسپوڅي، ولس دښمنه او بې عدالته رژيم په مهمو مؤسسو او اشخاصو کې د ناراضا اشخاصو له لارې خپل اغېز زيات کړي. هغه ملي پاڅون يا ملي تړون، چې په خپله ستراتيجۍ کې د مستبد او لاسپوڅي رژيم ضعفونو ته کلک پام کوي، ډېر چانس لري چې برياليتوب يې په برخه شي. د هغه ملي تړون په تناسب چې د مستبد او لاسپوڅي رژيم په قوي مورچجلونو وردانګي. د ملي تړون مشران بايد د مسلط رژيم د اکيليس پړکئ ولټوي، لکه: خوراکي مواد، يا که تېل او ګاس له بهر نه راځي، د ټرانسپورټ نظام ته دې کلک پام وکړي. د بې تشدده پاڅون د فعاليت طريقې: د بې تشدده پاڅون د فعاليت لپاره نږدې دوه سوه طريقې ښودل شوې دي، خو زه دلته په دوه دېرش )32( طريقو بسنه کوم: 1. د عدم تشدد د پاڅون لپاره علمي غونډې. 2. يوه آزاده مشاعره اعلانول )د خپلواکۍ، عدالت، مساواتو يا سولې په نوم(. 3. د قرآن مجيد ختم اعلانول )د خپلواکۍ لپاره د سولې لپاره، د عدالت لپاره، د مساواتو لپاره( 4. په يو مشهور عامه ځاى کې يوه ورځ روژه نيول )د خپلواکۍ، عدالت، او مساواتو يا سولې لپاره( 5. غېر قانوني يا پټ ښوونځي جوړول )لکه په پولېنډ کې د هيټلر په مهال(. 6. د يوه مهم شخصيت د مړينې يا يوې مهمې پېښې تلين نيول. 7. په يو مهم ځاى کې د يوې مهمې موضوع له امله ګلونه ايښودل، يا لس پېنځلس دقيقې سکوت کول. 8. پټ مطبوعات )ګرځنده ريډيو سټېشن، کتابونه، رسالې، مهاليزې، تيت پاڼې Leafliets( او انټرنېټ Internet کارول او د استخباراتو راټولول )په امريکه کې يوې اشپزې د استخباراتو لپاره اوږده موده کار کړى و. ګومان کوم چې په 2008 کې يې له نړۍ سترګې پټې کړې او ما يې څېره د امريکې په يو تلويزيونکي پروګرام کې وليدله.( 9. ګډ هيله ليک Petition استول. 10. ګډ لوڅ ليک لېږل. 11. اسمان ليکونه او زمکه ليکونه )Skywriting and earthwriting( 12. شعارونه، پوسټرونه، کاريکاتورونه. 13. سيمبوليک رنګونه او بېرغونه. 14. په کميس يا جاکټ باندې سيمبول رسمول يا شعار ليکل. 15. سيمبوليک شمعې لګول، په استوګن ځايونو کې په سيمبوليک ډول د يو ټاکلي وخت لپاره رڼا، يا برېښنا نه استعمالول )مثلاً هره جمعه د شپې له نهه بجو نه تر نهه نيم بجو پورې.( 16. د ټوکو جايزې ورکول. 17. د ټوکو انتخابات )ډرامې( کول. 18. کېناستل )Teach-ins ( 19. مظاهرې 20. اعتصابونه 21. مارشونه 22. وتل )Walk outs( 23. تحريمول )Boycotts( 24. رقعه پرېښودل )د کار په عادي جريان کې سکته راوستل(: د 1980 په فبرورۍ کې د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي استادانو خپل درس تحريم کړ. تر هغه چې د خلکو د ګوند د مرکزي کمېټې يو غړى دغه پوهنځي ته د بحث لپاره راشي. وروسته له دوه ورځو همدغسې وشول. 25. انګړ جوړول )Pecketing( 26. د دکانونو تړل 27. د يوې ځانګړې موضوع لپاره ملي اتڼ کول. 28. ګډې وډې )غېر معمول( جامې اغوستل او يو څه پرې رسمول يا ليکل. 29. تابوت جوړول يا رسمول او په هغه دوه مطالب ليکل )قومي بې عدالتي، او ژبنۍ بې عدالتي( او هغه د هرې مياشتې د وروستنۍ جمعې په يو ټاکلي وخت )مثلاً له 2 څخه تر 3 بجو پورې( په يو مهم عامه ځاى کې ښودل. 30. د مخالفت يا ملاتړ ليکونه او برېښنا ليکونه. 31. په يو مهم واټ کې د بې تشدده پاڅون ترانه ويل )د هرې مياشتې د لومړۍ جمعې د 2 او 3 بجو په منځ کې( 32. د ګټورو بهرنيو اشخاصو او سازمانونو سره تماس ساتل. سپارښتنې: په غټه ستراتيجۍ بايد ولس خبر شي، دا کار درې ګټې لري: لومړى دا چې ولس به په عمليه کې ګډون وړي. د عامه خبرتيا دويمه ګټه به دا وي، چې مستبد واکمن به د پټې دسيسې يا کومې کودتا له واهمې نه خلاص شي او ښايي چې د پاڅون په مقابل کې له ډېر تاوتريخوالي نه ډډه وکړي. د عامه خبرتيا درېمه ګټه دا ده چې ښايي د استبدادي رژيم له مورچل نه ځينې انډيوالان وتښتي، يا د پاڅون والو سره پټې اړيکې وپالي. د بې تشدده پاڅون خبري_اطلاعاتي ادعاګانې او راپورټونه بايد په واقعيت ولاړ وي، ځکه چې مبالغې او بې اساسه ادعاګانې د پاڅون اتبار له منځه وړي. بهرني منابع بايد داسې استعمال شي، چې د پاڅون رول په داخل کې غښتلى کړي، نه دا چې پاڅون په بهرتي اتکا معتاد کړي. بې تشدده پاڅون بايد د خپلو غړيو لپاره روزنيز پروګرامونه ولري. ددغو پروګرامونو له لارې د خوځښت مسير اداره کېدلى شي. په نظم کې بې نظمي راوستل اسان کار دى، خو بې نظمي په نظم اړول خورا ډېر مشکل کار دى. بې نظمي د ټولنې هرې ډلې ته تاوان اړوي. په ولس کې بايد د Monkey Master ) د بيزوګانو واکمن( کيسه تبليغ شي. د پاڅون مشرتابه ته په کار ده، چې خپل غړي، دوستان او خپل ولس په خپل پاڅون کې د امر په پاټکو Chain of Coomand خبر کړي. دا کار دوه ګټې لري: 1_ په اضطراري حالاتو کې يا د يو کمپين په اوږدو کې، د پاڅون د مشرانو د نيولو يا وژلو په حالت کې پخپله د سازمان پاتې کړۍ او ولس پوهېږي، چې د چا امرونه ومني او نظم له لاسه ورنکړي. 2_ د مشرانو د ناستنانو )جانشينانو( مقررات ددې مخه نيسي، چې د سياسي يا امنيتي پوليسو په واسطه د پاڅون په نوم د تقلبي او غلط لارښودنو Counterfeit Resistance Instructions مخه ونيسي. د پاڅون مشران بايد ددې لياقت ولري، چې د پاڅون د اعمالو په مقابل کې دظالم نظام په عهکس العمل اټکل کړي او خپل غړي او دوستان )او که لازمه وي خپل ولس هم( په دغه عکس العمل خبر کړي او په دې ډول د عمل برخه وال د عکس العمل په خطرونو وپوهوي. په ټکټيکونو کې سازښت Compromise روا دى، خو د غټې ستراتيجۍ په هدفونو کې سازښت روغ نه دى. دليل يې دا دى، چې په غټو هدفونو کې سازښت سازمان بې هدفه کوي او هغه فکري چورليز ماتوي، چې د پاڅون والانو ارمانونه پرې راتاوېږي. د ارمانونو شنډېدل پخپله بې هدفۍ او د پاڅون تجزيې ته لار پرانيزي. بې تشدده مبارزه بايد وروسته له برياليتوب نه هم ادامه ولري. د بېلګې په ډول د کلتوري، قومي، ديني او سيمه ييز عدالت او دبشر د حقوقو په ساحو کې. بې تشدده پاڅون بايد د پوځي او پوليسي قواو د ملاتړ موضوع ته په غټ اهميت قايل شي. د پاڅون مشران بايد په دې پوه وي، چې د استبداد يا ډيکتاټورۍ رانسکورول به ډېر مشکل کار وي، خو دا چې د موجود رژيم په پوليسي او وسله والو قواوو کې پاڅون والانو جاله جوړه کړې وي او له موجود رژيم نه ناراضي خلک خپل کړي. مثلاً د خلکيانو نفوذ په وسله والو قواوو کې. د مستبد رژيم د حملو په تودو شېبو کې بايد پاڅ،ن والان له متقابل تاوده عکس العمل نه دډه وکړي. دا کار دوه ګټې لري: يو دا چې د مستبد رژيم توده حمله به ولس ته د همدفه رژيم وارخطايي او وحشت په ډاګه کړي. دويم دا چې د پاڅون والو نرم سلوک )لکه بې تشدده مظاهره( به د خلکو زړه سواندي راوپاروي او په دې ډول به د مسلط رژيم ملاتړ په ولس کې کمزورى شي )د مير اکبر خيبر وژنه او ورپسې مظاهره(. بې تشدده پاڅون چې د موجود مستبد رژيم ماڼۍ سوکه سوکه په نړېدلو کې وويني، بايد د خپل "موازي حکومت" Parallel Government د جوړولو په لټه کې شي. د پاڅون مشران بايد لږ تر لږه هغسې سياسي الفاظ او اعمال څرګند کړي، چې د موازي حکومت يانې د Deracto Government پټ موجوديت تمثيلولى شي. د بې تشدده پاڅون مشران بايد خپل فعاليت په عمل راوڅرخوي، نه په عکس العمل. ابتکار وکړي، نه دا چې د مقابل اړخ ابتکار ته انتظار وباسي. لکه د ولسي چين د محصلينو مثال: پوليسانو به چې د محصلينو په ضد کوم اقدام نه کاوه، محصلين به په سړک کې اک پک ولاړ ول او نه به پوهېدل چې څه وکړي. د بې تشدده پاڅون مشران بايد خپل زور د مستبد رژيم کمزوريو ته متوجه کړي او ولس ته سوکه سوکه خپل برياليتوب وروښيي. بايد د بې تشدده پاڅون مشران په دې خپل سرونه خلاص کړي، چې هدف يواځې او يواځې د زورواکي يا مستبد نظام ړنګول نه دي، بلکې موخه دا ده چې د زورواکي نظام په ځاى يو څه ښه او د ولس لپاره ګټور نظام کلک شي. يوه ستراتېجي چې يواځې د موجود استبدادي نظام په ړنګولو راچاپېره وي، ډېر امکاني لري چې يو بل کفن غل نظام وزېږوي. ډېر پخوا يوناني فيلسوف ارستو Aristotole زموږ پام دې ټکي ته راګرځولى دى، چې "استبډاد کېداى شي چې په بل استبداد واوړي" وګورئ په فرانسه کې د انقلاب )1789( په نتيجه کې جاکوبينز Jacobins او ناپليون ته، په روسيه کې تزار او بلوشيک ته، په ايران کې اريامهر رضا شاه او خميني ته او په افغانستان کې شاهي نظآم، جمهوري نظام، پروليتاريات، ملاتاريات او اوس امريکايي ډالر تاريات ته، چې د پښتنو په غرونو، کورونو، ګورونو او ودونو د رحمت بمونه وروي. ډېر ځلي د بې تشدده يا بې تاوه پاڅون عمليات د عکس العمل په څېر وي، نه د ابتکار يانې عمل په څېر چې هدف او وسيلې پکې تلل شوي وي. په بله وينا: عمل بايد له پخې ستراتېجۍ نه الهام واخلي او له غټ هدف سره اړوند ولري او اړخ ورسره ولګوي. حتمي نه ده، چې د بې تشدده يا بې تاوه پاڅون په څوکه کې به د هند د مهاتما ګاندي، د پښتونخوا د باچا خان )فخر افغان(، د امريکې د ډاکټر مارتين لوترکينګ، د پولنډ د ليسوايسا، يا د فلپين د کورازون اکينو په شان جذاب شخصيتونه ولاړ وي. مهمه دا ده، چې د بې تاوه پاڅون مشران د غټو پرېکړو د کولو لياقت ولري، جرئت ولري، خلک تشويق کړاى شي او غټ هدف ته دوه سترګې څلور کړي )Clarity of purpose(. دغه شان د روغ مشرتابه لپاره مهمه ده، چې د ناستنانو )جانشينانو( په اکله مقررات پکې څرګند وي او د سازمان بېلابېل پاټکي د ستراتېجۍ په اکله معلومات ولري. د بې تاوه يا بې تشدده پاڅون غړي او ګډون کوونکي بايد يو تړون يا يوه ژمنه ومني، چې په بې تشدده دسپلين راڅرخي: په دغه ژمنه يانې Agreement on nonviolent discipline کې د عملياتو action په مهال لانديني ټکي غټ اهميت لري: 1_ وسلې او د الکهولو په شمول نشه يي مواد بايد رانه وړل شي. 2_ په مقابل اړخ پسې ملنډې ونه وهل شي. 3_ د سوک ځواب په سوک ورنه کړل شي )د تاوتريخوالي په مقابل کې دې تاوتريخوالى استعمال نشي(. 4_ د مقابل اړخ استازي )پوليس، پوځيان، منځګړي( دې تهديد نشي. 5_ په خپلو غړيو او دوستانو دې ټينګار وشي، چې که دسپلين )انضباط( نشي زغملى، له مظاهرې يا له نورو عملياتو نه دې ووځي. 6_ شخصي او عامه ملکيت ته دې تاوان وانه ړول شي. يو څو زده کړې: د ډيکټاټورۍ او اشغال په ړنګولو سره حتماً د ټولنې نور پرابلمونه خپل په خپله نه حل کېږي، لکه: غربت، مرزا قلمي )بيوراکراسي(، بډې اخيستل، جنايتونه، امنيت، غېر موثريت، د چاپېريال ړنګول، کلتوري ناانډولتوب او د بهرنيو هېوادونو لاسوهنې ددې لپاره چې د نوې نسبتاً خپلواکې ټولنې د پرمختيا بهير د خپلو ګټو مطابق کنټرول کړي. د مثال په ډول اوسنى اشغال شوى افغانستان د )6+2( په فورمول چلېږي. جلالت چپن حامد کرزى، چې د امريکې په زور په افغان ملت ورتپل شوى دى، ددې وس نلري چې ګيلم جم دوستم له کاره لرې کړي. تجربه ښيي چې په اغېزمن ډول د ظالم رژيم د رانسکورول لپاره يانې په لږو بشري تلفاتو او لږو مادي تاوانونو سره د ډيکټاټورۍ د ړنګولو لپاره څلور کارونو ته اړتيا ليدل کېږي: 1_ په مبلوم ولس کې بايد د خپل تکل Determination او په ځان دباور شعور غښتلى شي او د پاڅون مهارتونه پکې وروزل شي. 2_ مظلوم ولس ته بايد خپل ډول وډنګول شي، يانې د ولس خپلواکې ټولنيزې ډلګۍ او مؤسسې دې غښتلې شي. 3_ يو باورمن او قوي ملي تړون بآيد په پښو ودرول شي. 4_ سړى بايد نه يواځې يو غتټ ستراتېجيک پلان راوباسي، بلکې ددې وس هم ولري چې دغه ډول پلان په مهارت سره عملي کړاى شي. خپله وينا په لنډ ډول په څلور غټو خبرو يا پاېلو سره پاى ته رسوم: 1_ "ازادي وړيا نه ده" Freedom is not free 2_ له ظلم و ستم نه خپلواکي ګټل ممکن کار دى! 3_ د خپلواکۍ د ګټلو لپاره يو دقيق ستراتېجيک پلان ته کلکه اړتيا ده. 4_ مواظبت Vigilance )په الماني کې Wachsamkeit, Umsicht( سخت کار او مفضبط او منظم خوښځت Desciplined Movement د دقيق ستراتېجيک پلان د بري لپاره حتمي دي.! درنښت
written by: Dr. Rahmat Rabi Zirakyar