(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
دولسم نوامبر دپښتنو دیوالی ورځ
په1893 ع کال کې پيرنګيانو ددی هڅه وکړه چې د ډيورنډ د کرغيړنی کرښی پواسطه په مصنوعی توګه پښتانه په برخو وويشی خو پښتانه چې نه يوازی ګډ تاریخ ، ګډه ژبه ، او ګډ کلتور لری بلکی جغرافيائی وحدت هم جوړوی . دغه کرښه په عمل کې نده مراعت کړی او بې له پاسپورته يو د بل سره تګ راتګ لری . څنګه چې د هند د نيمی وچی څخه د پيرنګيانو په وتلو سره د ډيورنډ توافق لیک د ولسونو د حقوقو له مخی په اوتوماتيکه توګه د اعتباره لويدلی و ځکه چې په کومه موخه چې دغه توافق منځ ته راغلی وو هغه موخه له منځه تللی وه ، نو د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند په1993 ع کال د نوامبر په دولسمه نیټه دغه توافق لیک چې هډو د اعتبار موده پکې نده ليکل شوی په رسمی توګه په یوه غټه غونډه کی چی په جرمنی کی د انګلستان سفارت د بهرنیو اړیکو مسول هم ورته رابلل شوی ؤ، د تل لپاره لغوه اعلان کړ او د ردی کاغذونو ټوکرۍ ته ئې وغورځاوه اود نوامبر دولسمه نېټه ئې د پښتنو د يووالى د ورځى په نامه ونوموله،او هر کال د پښتنو د يووالى ورځ په مختلفو بڼو کې لمانځی .
پدی اړوند د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د هغه ټولو په قام او هیواد مینو قامي او ولسي مشرانو، سیاسی ګوندونو، ټولنو او خوزخښتونو او د پښتنو د خواخوږو چی د پښتنو قامی یووالی لپاره خپل اواز اوچتوی د زړه له کومی قدردانی کوو او دپوره ملاتړ او ډاد باور ورکوؤ
دولسم نومبر د ملي بشپړتيا ورځ
لیک: فایق خان یوسفزی
د اولسونو تاریخ د هغه هنداری په څير وی چې د نن د مخ د ښکلا يا د بد رنګي لاملونه ورته ورښايي. خالونه ورته هم په ډاګه کوي او ټپونه ورته هم ښکاره کوي. هغه خلک چې د خپل تاريخ او جغرافيې نه نا خبره وی او د خپل هيواد په سياست يا ستونزو ږغږي د هغه لامبوزن په څير دي چې د وچو شګو په خوړ کې د لامبو... وهلو هڅې کوي. دوي به يواځی خپل سر د شګو نه ډک کړي خو د خپل ځايه به يو قدم وړاندی لاړ نه شي. نو د يو هيواد تاريخ او جغرافيه د سياست په ډګر کې د پرمختګ لپاره ميدان جوړه وي.
لر او بر افغان، چې له نيکه مرغه اوس ورته پوهه پښتانه يو افغان يا ټول افغان وايي په يوه داسی کرښه ويشل شوی دی چې نه وجود لري او نه يې څوک منلو ته تيار دي. خو د دغه کرښۍ مثال د هغه تېری توری دی چې په لکونو پښتانه پری حلال شول، په لکونو بې کوره شول، په لکونو بې ناموسه شول او نن هم د ټول افغان خاوره د کربلا نه په لس چنده ډيره زورېدلی او دردېدلی ده او زوریږي. نو بايد مونږه د خپل هيواد په پرون يو نيونکی نظر وزغلوو. چې هغه هيواد نن ولی داسی بې وسه او بې هڅه دی چې سلطنت او سلطاني يې لرله او اوسنۍ هند او پاکستان يې د کشمير په شمول مستعمرې وی. پښتانه تاريخ لوستل نه خوښوي خو بې د دغه لوست نه نه شو کولی چې د نومبر د شپاړسمی نيټې د مهمتيا نه خبر شو.
پېښور د افغانستان د ژمی پلازمينه وه او لومړي فېرنګي استاذي الفنسټن خپل د سفارت کاغذونه د پېښور په بالاحصار کې افغان باچا ته وړاندی کړل. بيا د دسيسو، پېسو، مذهبي وطن خرڅو، ملت دښمنه خانانو، او نورو ډير ملي خاينانو د وطن خاوره د خپلو ذاتي، قبايلي، مسلکي، مذهبي او خانداني لالچونو په نتيجه کې د ګران او تاريخي افغانستان څخه په رابېلولو کې د فېرنګي مرسته وکړه او دغه ډول د ډيورنډ توره کرښه د پياوړي او آزادي خوښ افغان په زړه راښکل شوه.
د دښمن نه د دوستۍ طمعه لرل ليونتوب دی خو د ګران وطن په تاريخ که نظر واچوو نو په دی ټولو بد مرغو کې زمونږه د خپلو مشرانو او باچاهانو هم غټه ونډه ده. هغوي هم د ذاتي ګټو د پاره د ملي مبارزينو سترګې ایستلي دي، هغه خلک چې کله يې هم د دوطن ساتنه کړی ده ، وطن پلورونکو هغوي هډ هډ کړي دي، کورنۍ يې ورله وژلي دي او تر ډاکټر نجيب الله پوری په مړونی هم نه دی بخښلی شوی بلکه د ملت پالنی سخته سزا ورته ورکړی شوی ده. خو دلته دی هېره نه وي چې افغان وطن کې د هغه بچو شمېره هم لږه نه وه چې د وطن ساتنی او ملت پالنی يو بې ساری تاريخ لري. لکه د بېلګی په توګه، خوشال خان بابا، وزير اکبر خان، غازي اودوله خان اڅکزۍ، ايوب خان اڅکزۍ،ايمل خان، دريا خان، عجب خان افریدی، پالی خان، اومره خان ايسفزی د جندول دير،ګجو خان، د بهادرخيلو خوشال کاکا جي، صنوبر اوسين ممند، باچاخان او خان شهید اودل سمد خان اڅکزۍ او نور ډير مالوم او نامالوم غازيان او شهیدان.
د ډيورنډ د توره کرخی شکمنه لوظنامه د سلو کلونو لپاره تپلی شوی وه. او د نومبر په ۱۲ مه نيټه ۱۹۹۳ کال کې دغه کرښه په عقلي، سياسي، او مادي توګه له منځه تللی ده. دلته به مناسبه وي چې د جرمني د برلن د ديوال پرتله د دغه توری کرښی سره وکړو. کله چې د لويديځ او ختيځ جرمن تر منځ کرښه راښکلی شوه نو د دغه هيوادونو اولسونو دغه کرښه نه منله. نو ويشونکو د هغوي د مخ نيوي لپاره د ازغن تار شپول جوړ کړلو خو د دواړو جرمنو خلک يې له يو بل سره بيل نه کړل شول، بيا يې ديوال ووهلو خو ديوال هم زړونه بيل ونه ساتل شول په اخره کې يې داسی ديوال جوړ کړلو چې ماتول يې ممکن نه وو نو د دواړو غاړو خلکو به د هوا پوکڼۍ جوړولی او غم ښادي به يې پری کول. دغه ډول د دواړو جرمنو د سياسي ګوندونو د مرامنامو د سر ټکې ملي يو والی و او هغوي هغه ديوال لکه د شګو د دېوال ونړولو. خو د پښتون وطن ويشونکي دومره نيک مرغه دي چې نه يې ازغن تار ته اړتيا وه او نه ديوال ته. خو د ټولو نه غټ تاوان چې د پښتون يو والي ته ورسېدلو هغه د هند د ازادﺉ په مبارزه کې ورسېدلو.
د هند د ازادﺉ مبارزه کې د محکوم افغان وطن د سياسي مشرانو مخ د کابل په ځاﺉ ډهلي اړخ ته و. او د هند د نه ويشلو غوښتنه يې کوله. که د توری کرښې نه دی اړخ ته دا حال و نو بل اړخ ته هم تودوالی نه ليدل کېدلو. د ګران افغانستان په مکتبونو/ښونځيو، پوهنځيو او پوهنتنونو کې چې کوم تاريخ زدهکوونکو ته ښودل کېدلو په هغې کې هم د پېښور يا د کويټی ذکر نه و. دلته سياسي تحريک د ګاندهي جولی ته ولويدلو او هلته د تاريخ نه د پېښور او کويټی پاڼه ووتله. او دغه شان دښمن ته کار نور هم اسان شولو. د محکوم افغان وطن ( شمالي پښتونخوا، جنوبي پښتونخوا او مينځنۍ پښتونخوا ) د خلکو د بې ساری قربانيو په نتيجه کې هندوستان او پاکستان جوړ شول خو يو لاک پينځه ويشت زره مربع ميله افغان خاوره د پاکستان برخه وګرځېدله. دلته د پښتنو مشرانو د پاکستان په وړومبي پارليمان کې پاکستان ومنلو او هلته افغان حکومت په بيړه خپل سفير د پاکستان پلازمينې کراچۍ ته راولېږلو. د عجب خان افريدي، پالی خان او فقير ايپي د ازادﺉ مبارزی د پښتنو د سياسي مبارزی نه بيلی پاتی شوی او دغه د وطن اتلان په ډيری بې وزلی کې له دی نړﺉ ولاړل. د عجب خان خو قبر هم په خپل وطن کې نصيب نه شولو.
بيا د نومبر په دولسمه ۱۹۹۳نيټه م کال کې د ډيورنډ د توری کرښی شکمن دستاويزي حېثيت پاﺉ ته ورسېدلو خو د دښمن نيکمرغۍ ته ګوره نه د کرښی ديخوا او نه اخوا چا نوم واخيستلو.بايد چې په ۱۲نومبر ۱۹۹۳ م کال د دواړو غاړو افغانان د دغه توری کرښی په سر يو بل ته غاړه وتلی وی. او دغه شان به د ګران افغانستان د خاوری سالميت او ملي بشپړتيا رامنځ ته شوی وه. هغه پښتانه افغانان چې په يوه لېشت مځکه په کلونو کلونو دښمني کوي، د کاکا او ماما نازولی ځوﺉ ورباندی وژني د ملت په دوتر پټه خله او پټې سترګې ناست دي. زما په فکر ډير پښتانه به خبر هم نه وي چې ۱۶ نومبر د څه يادونه کوي؟.
د کابل او کندهار په جماتونو کې د فلسطين او بوسنيا د ازادئ دعاګانې غوښتلې شي خو د پېښور او کويټی سره د کابل او کندهار د يوځائ کیدو دعا د يو ملا په خوله نه راځي . دغه شان د پېښور او کويټی ملا د کشمير، فلسطين او بوسنيا د ازادئ دعاګانې غواړي او د لر اوبر افغانان په ډکه خوله په دغه پردو دعاګانو امين وايي.
لندن
******************
ډيورند لاين يوه خيالي کرښه ده
احمدشاه ابدالي جرګه
اعلاميه
د نوامبر د مياشتې پر ١٢ نيټه د "ډيورند لاين" د خيالي کرښې يو سل اولسم تلين دى.
د ګرد افغان ملت تر څنګ له هيواد څخه بهر مېشته افغان سياسي خوځښتونه اوټولنې، د مظاهرو اواعتراضونو په ترڅ کې،تصمميم لري له خپل وجود څخه د دې ظالمانه چړې د لري کولو لپاره مخامخ ګامونه پورته کاندي.
د دې اقدام لومړى ګام په امريکا کې د يو شمير مشرو افغانانو له خوا پيل شوى او له دوه اونيوڅخه زياته موده کېږي چې په دې اړه د مطبوعاتو اومخامخ ليدنوله لارې د بهر ميشتو افغان هيوادوالو پر راټولولو او پر مسايلو د ځان پوهولو لړۍ په خورا شدت سره روانه ده. لهه پرګرام سره سم به د راتلونکي ٢٠١١ کال د فبرورۍ په مياشت کې به له اروپا، امريکا او د نړۍ په ګوټ ګوټ ميشته افغانان په لندن کې راټوليږي او د مظاهرو اونورو سولييزو وسيلو څخه د ګټې اخستلو په ترڅ د افغان ملت د مشروع حقوق د غوښتنې لپاره مخام اقدام کوي.
واقعيت دا دى چې:
• "ډيورند لاين" يوه خيالي کرښه ده، نه فزيکي اونه مشروعي (ډيفکټو او ډيجور) موجوديت لري.
• "ډيورند لاين" د برتانوي هند او افغان سلطنت تر منځ د نفوذ د ساحې يو پوهاوى و.
• له هند څخه د وتلو پر موکه بايد د افغانانو خاوره افغان ملت ته سپارل شوې واى.
• د "ډيورند لاين" پوهاوي سل کلن اتبار په ١٩٩٣ کې سر ته رسيدلى دى.
احمد شاه ابدالي جرګه پر دې ګروهه ده چې ترڅو دې افغان ملت پر وجود اېښوول شوي دې ناسو زخم ته د پاى ټکى کېنښودل شي،تر هغه پورې به نه د افغانانو د وژلو بهير پاى ومومي او نه به په سيمه کې سوله منځته راشي. نو احمدشاه ابدالي جرګه به، پر لوى رب توکل، له خپلو ټولو امکاناتو سره د خپل ننګيالي ملت د ټولوحقه حقوقو د تر لاس ته راوړلو په لار کې د افغان مشرانو د وروستني نوښت تر څنګ ولاړه اوپه بشپړه توګه به د راتلونکو اعتراضونو اومظاهرو ملاتړ کوي.
ان شا الله تعالى
يا ربه توفيق
لر او بر دل او ځګردي
محمد امین بسمل
دلویدیځ او ختیځ المان په څېر زموږ لر اوبر هم حق لري چې کرغېړنه کرښه یې له مینځه لرې او سره وصل شي د همدې لوی ارمان لپاره نن بایرن مېشتو افغانانو د ۱۸۹۳ ز کال دنومبر د ۱۲ دولسمې نېټې تحمیلي او جعلي موافقتنامه چې پوره ۱۱۷ یو سل او اوولس کاله یې تېر شول داحتجاج لیکونو په طرځ کې وغندله .
نن دنومبر په ۱۲دولسمه نېټه دجرمني په مونشن ښارکې دبایرن مېشتو افغانانودکولتوري ټولنې په نوښت یو شمېر افغانانو د ډیورنډ منحوثه کرښه وغندله او په دې اړوند یې دجرمني په برلین ښار کې دبرتانیاسفارت او په مونشن ښار کې د برتانیا کونسلګري ته رسمي احتجاج لیکونه ورکړل .
موږ له برتیانیوي چارواکوڅخه په رسمي توګه دډیورنډ د تپلې او کرغېړنې کرښې له مینځه وړل وغوښتل .
مخکې له دې چې موږدمونشن په ښارکې دبرتانیاکونسګري ته ورشولمړی مو د برتانیا له سفارت سره چې په برلین کې دی تیلیفوني اړیکه ټینګه او په سړه سینه موخپلې مشروع غوښتنې مېرمن لات Lath ته وړاندې کړې هغې زموږ غوښتنې په لیکلي ډول وغوښتې موږ هم په لنډوجملوکې خپلې غوښتنې ورفاکس کړې له هغه څخه وروسته مېرمن لات Lath وعده وکړه چې ستاسو غوښتنې به موږ لندن ته ولېږو اوپه راتلونکوورځوکې به تاسو ته رسمي ځواب درکړو هغې له موږ څخه داهیله هم وکړه چې موږ خپلې غوښتنې په سولیز ډول سره د دوی کونسلکري ته چې په مونشن کې موقعیت لري ور ورسووالبته دا خو زموږ په پلان کې هم و چې د دوی کونسګري ته ور شو.
وروسته له تیلیفوني اړیکواواوږده بحث څخه موپه رسمي ډول سره خپلې غوښتنې ورفاکس کړې .
په مونشن کې دکونسلګري له مسؤل کس ښاغلي نیتڅیر Nitzer سره زما خبرو نږدې شل ۲۰ میلټه وخت ونیو هغه ظاهرأ زموږ له غوښتنو سره کوم مخالفت نه درلودکله مې چې د برلین د دېوال د نړېدو مثال ورکړ هغه له واره ووېل چې هو ولسونه بایدورورولي ته پرېښوول شي آن دشمالي اوجنوبي کوریا له خلګو سره یې هم خپل زړه سوی وښود خو نن سبا په چا باور وکړو؟
په هر صورت ښاغلي نیتڅیر Nitzer هم موږ ته ټینګه وعده راکړه چې ستاسوغوښتنې به په بیړه سره لندن ته ولېږو چې داڅنګه یې ځواب راشي تاسو ته به په رسمي ډول خبر درکړو .
Press Conference of PSDP
دپښتنو د یووالی ورځ -
بېرته شاته |