افغانستان له هالنډ څخه لوبه وګټله
[02.Sep.2009 - 22:07] د روان ۲۰۰۹ ع کال د سپټمبر د میاشتی په لومړی نیټه د افغانستان او د هالنډ د کرکټ د ملی لوبډلو تر منځ یو ورځنی سیالی وشوه. ددغی سیالئ دلیدلو او هرکلی لپاره له جرمنی او نورو اورپائی هیوادونو څخه ګڼ شمیر افغانان او د کرکټ مینه وال هالنډ ته راغلی و. لوبه د هالنډ له خوا پیل شوه چی د ۲۳۱ منډو په کولو سره ئی ۵۰ اوورونه پوره شول. دافغانستان د کرکټ ملی لوبډلی په ۴۶ اوورونو کی د ۲۳۲ منډو په پوره کولو سره د هالنډ ملی لوبډلی ته ماتی ورکړه او لوبه افغانستان وګتله . ددی سیالئ غوره لوبغاړی ښاغلی شیر زاد و نومول شو چی ۱۰۶ منډی یې ووهلی.![](images/news/Kreket.jpg)
![](images/news/Kreket1.jpg)
![](images/news/Krekit2.jpg)
![](images/news/Krekit5.jpg)
![](images/news/Krekit6.jpg)
![](images/news/kran1k1.gif)
![](images/news/Ktreket4.jpg)
![](images/news/Krekit9.jpg)
![](images/news/Krekit7.jpg)
![](images/back.gif)