د ملي ژبې ارزښت د ټولنې په اداري بهير کې
د ملي ژبې ارزښت د ټولنې په اداري بهير کې
لیک: ډاکتر لمر
درنو هېواوالو! تاسو ته ښه څرګنده ده، چې افغانستان د يوې سياسي بړبوکۍ په اړو دوړو کې سپېره دی او اغيار يې د تجزيې خوبونه ويني، خو افغاني پوهان، منور او ټولنيزې سټې په خپلو کې سره ورک دي. له بل پلوه د افغانانو د يووالي اساسي ستنې ملي ارزښتونه دي، چې ځمکنۍ بشپړتيا، د اسلام مقدس دين او د هېواد ملي ژبه يې اساسي بنسټ دی، نو دغه ارزښتونه د ټولنې په اداري بهير کې د واکمني شمزۍ جوړوي، خو په افغاني سياستوالو کې د افغانستان په اړه همغږي نشته، ځکه نو دغه لرغونی هېواد نن سبا په وينو کې لمبول کېږي. د ملي ارزښتونو او ټولپوهاوي او اداري يوه له غوره برخو نه د ملي ژبې پياوړتيا او په اداري چاروکې، ښوونځيواو پوهنتونونو کې د ملي ژبې خپرېدل او کارول، ټولنيزه اداره او پرمختګ پياوړی او ګړندی کوي. د پښتو ژبې موقف هم د افغانستان په شخړو کې خپل ځای لري، ځکه چې په افغانستان کې ټول سياسي ګوندونه، رسنۍ، سياسي او غير سياسي ټولنې يا خوځښتونه د ژبې او ټبر په اړوند سره فعاليت کوي، چې حتی د افغانستان د ولسي جرګې ټاکنو او په تېرو ولسواک ټاکنو کې هم قومي ريښې له ورايه ښکارېدلې، چې افغانستان د دغه تنګ نظري قرباني شوی دی، خو بايد ياده شي، چې دغه ډول فکري دريځ هم خپل علتونه لري.
پښتو د افغانستان د ډېرګړي ټبر ژبه ده او يو مهال د افغانستان يوازينۍ ملي ژبه هم يادېده، خو له بده مرغه، چې د افغاني ليکوالو په منځ کې د پښتو ليکدود په اړه سم دريځ نشته، هر سياستوال که افغانستان په وينو کې ولمباوه، نو هر ليکوال دپښتو ليکدود د خپل ليد په هېنداره کې لاهو کړ او پښتو د نورو ژبو تر سيوري لاندې داسې سپړي، چې پښتو يې د انارشي په لومه کې نښلولې ده، مګر يو شمېر افغانان بيا ټينګتې کوي، چې ګواکې که هر څوک د افغانستان د اوسني سياسي حالت په اړه او په تېره د پښتو په اړه بې مسؤليته څه وليکي، کېدای شي کومه سمه پايله ونلري او ټولنيز بېلتون رامنځ ته کړي. پښتو د نورو ژبو په رڼا کې داسې راسپړل کېږي، چې څوک يې له انګرېزي سره پرتله کوي او څوک يې بیا له روسي او ايراني سره، خو په کت کې خواره پښتو ورانه ده.
د پښتني ليکوالو ځينو ليکنو زه هم دې ته وهڅولم، چې د پښتو ليکدود په اړه يو څو کرښې تورې کړم، چې په وروستۍ څه مودې کې د پښتو ليکدود زما د بوختيا اساسي برخه جوړه شوه، چې ما هم هوډ وکړ، چې ځان پرې پوه کړم او خپل اندونه له نورو هېوادوالو سره شریک کړم. د پښتو يو شمېر ليکوال داسې څرګندونې کوي، چې پښتو بايد خپل لرغونتوب او سيمييز کرکتر له لاسه ورنکړي، خو يو شمېر بيا د پښتو ودې او له وخت او پرمختګ سره د پښتو بدلون ته په تمه دي، چې د نويو بدلونونو سره سم به پښتو هم پوهنيزه شي او هم به په معياري ژبنيزې ليکبڼه او ليکدود واوړي، خو ستونزه دا ده، چې زموږ يو شمېر ليکوال کټمېره شوي دي، نو په بېسواده هېواد کې په نسبي سواد سمبال دي نو زموږ يوشمېر لیکوال هم د ژبنيزې واکمني کېش پر سر اړولی او پښتو د نورو پرديو ژبو په ارکايزم کې لټوي او سيمييز رنګ ورکوي. په نړۍ کې ټولې ژبې وده کوي او بدلون مومي. د وخت په تېرېدو سره ژبې ته نوي ويي (لغتونه)، نوي ګړدودونه او نوې وراشې ورګډېږي او يا هم يوه ژبه له نورو ژبو يو شمېر نوي لغتونه راپوروي، خو په نړۍ کې يو شمېر ژبې د نورو ژبو او يا بېلابېلو ګړدودونو له اغېز سره په څانګو هم وېشل شوې دي او يو شمېر ژبې د نورو ژبو تر اغېز لاندې خپلې ځانګړتياوې له لاسه هم ورکړې او کېدای شي، چې يو شمېر ژبې بشپړ له منځه هم تللې وي او يو شمېر نورې له منځه هم لاړې شي، نو يو اسانه او کره ليکدود کېدای شي، چې ژبه له ورکېدو وژغوري، ژبنيزې خپلمنځي رښکۍ يې پياوړې کړي او ټولنه له پرديو کلتوري يرغلونو وساتي، لنډه دا چې تلپاتې او ټولمنلې شي.
په بشري ټولنه کې تر ټولو لرغونه ژبه آراميسي يا آراميک (Aramaic) يادېږي، چې سيميتيک (Semitic) ژبه ده او لږ تر لږه ۳۲۰۰ کاله مخکې له ميلاده یانې ۵۰۰۰ کاله مخکې له ننه په دغه ژبه خبرې کېدلې. اوسمهال داسې څرګندونې کېږي، چې په آراميسي ژبه باندې د حضرت نوح (ع) لمسيانو او د شعيب (ع) اولاده غږېدل، چې نن سبا دغه خلک د اسيريست يا اصيل سوريايان (Assyrians) په نامه نامتو دي او د سوريا په ملک کې ژوند کوي، خو ډېر يې له خپلو سيمو پردېسۍ ته اړ شوي، چې اوسمهال په امريکا او لوېديزه اروپا کې مېشت دي.
د هند د آشوکا په واکمني کې هم آرامېسي ژبه د يوناني تر څنګ کارول کېدله، ځکه چې د لوی سکندر په واکمني کې د يونان (Koinè) ژبه کارول کېدله او په هغه موده کې نړيواله (lingua franca) هم وه، خو اوس يې په نړۍ کې څرک نه لګېږي.
ما د روسي، انګرېزي او يو شمېر جرمانيکو ژبو زوړليکدود له نوي ليکدود سره پرتله کړی، چې غوره اړخ يې دا دی، چې د دغو ژبو موډرنه ژبنیزه ليکبڼه هم آسانه ده او هم لنډه ليکل کېږي او يو شمېر ژبنيز پښوييزې توګې لري، چې د ژبې په زده کړه کې خورا غوره اغېز لري او هم يې د ليکدود ګرامري برخه اسانه کړې ده. په نړۍ کې انګرېزي ژبه يوه له غوره نړيوالو ژبو څخه شمېرل کېږي، چې په ملګرو ملتونو کې له شپږو نړيوالو ژبو څخه اغېزناکه او په نړۍ کې خپره شوې ژبه ګڼل کېږي، چې (lingua franca) ورته ويل کېږي. انګرېزي اوسمهال په ډېرو ملکونو او سيمو کې د خلکو د مورنيو ژبو تر منځ د محاورې او پوهاوي ژبه ده او په يو شمېر ملکونو کې رسمي او د ادارې ژبه هم ده.
د (franca) ويی د لاتين ژبې څخه سرچينه اخلي او مانا يې آزاد يا بې پولې ده، ځکه نو انګرېزي په ډېرو پرديو ملکونو کې لکه دويمه او په ځينو کې د لومړۍ ژبې حيثيت لري، لکه په کمونوېلټ ملکونو کې، چې ښه بېلګه يې هندوستان، پاکستان او سهيله افریکا دي. د ژبې ستونزې يوازي په وروسته پاتې ملکونو لکه افغانستان غوندې يا نورو ګڼټبريزه ملکونو کې نه دي، بلکې پرمختللو ملکونو کې هم د ګڼشمېر ژبو او لهجو ستونزې شته دي، لکه بلژيک (بلجيم)، چې هڅه کوي انګرېزي ژبې ته په ټولنه کې وده ورکړي، ځکه چې د (Dutch/France/Germany) له ښکېلاکه ځان او خپل ملک وژغوري. په نړيواله کچه هم د ژبو ستونزه موجوده ده، چې انګرېزانو، هالنديانو، عربانو، روسانو، فرانسويانو، هسپانويانو او نورو هڅه کړې، چې د امپراتوريو په جوړولو خپله ژبه په نورو ورتحميل کړي، چې په چين کې د ماندريني ژبه او زموږ په سيمه کې اردو او فارسي ژبې خپلې هڅې کړې او کوي يې، چې خپلې ژبنيزې سېمې جوړې کړي. په نړۍ کې د محاورې لپاره د (Esperanto) په نامه هم يوه ژبه جوړه شوې ده، چې د انګرېزي او نورو ژبو د سيالي له کبله يې وده و نکړه، د وخت په تېرېدو سره په مړو ژبو کې ورنسکوره شوه. د (Esperanto) ژبه د ۱۸۸۷ ميلادي کال په ترڅ کې د (Lejzer Zamenhof) لخوا جوړه شوه او د (Dr. Esperanto) په مستعار نوم يې خپلې نظريې په رسنيو کې خپرولې، چې د (Esperanto) مانا «هيله مند» ښودل شوې ده. نن سبا دغه ژبه په ۱۱۵ ملکونو کې د ۲۰۰۰۰۰ شاوخوا ويونکي لري او هر کال په لوېديزه نړۍ کې په دغه ژبه سيمينارونه، کنفرانسونه، کانګرسونه او سيمپوزيمونه جوړېږي او د دغه ژبې ويونکي او پلويان له يو او بل سره مرسته کوي او د مسافرت په موده کې د ارزانه ټېکټ امکانات يو بل ته جوړوي.
د (Esperanto) ژبې غږونه له سلاوياني ژبو اخيستل شوي او وییونه (لغتونه) يې بيا له روماني ژبو (ايتالیوي، رومانيايي، لاتيني او هسپانوي) څخه تر ۶۰ ٪ پورې، له جرمانيک ژبو (آلماني، هالندي او سکاندينياوي) نه تر ۳۰ ٪، يوناني ۳ ٪، جاپاني ۲ ٪ او پاتې يې انګرېزي او نورې ژبې دي. د (Esperanto) ژبه نړيواله نشوه، خو انګرېزي ټوله نړۍ ونيوله، نو پوښتنه دا ده، چې ولې ټوله اروپا او بيا ټوله نړۍ په ښوونځيو او ادارو کې انګرېزي ژبه غواړي، چې خپره او دود شي؟ لومړی علت يې دا دی، چې په ۱۸ او ۱۹ پېړۍ کې د نړۍ ۳۶ ٪ خاوره د انګرېزانو تر ولکې لاندې راغله او انګرېزانو په ډېرو سيمو کې سيمييزې ژبې، دودونه او حتی د خلکو ديني ارزښتونه يې له منځه يوړل او پر ځای يې عیسويت او انګرېزي قوانين پياوړي او پلي کړل، چې له دغه کلتوري يرغل سره يې سم د انګرېزي ژبه هم په سيمو کې خپره او دود کړه. دویم دا چې انګرېزانو يو نوی نړيوال اقتصاد رامنځ ته کړ او په پوهنيز ډګر کې يې ډېر پر مختګ وکړ، چې نن سبا انګرېزي د نړۍ اقتصادي، ساينسي او روغتيايي ژبه ده، له بل پلوه په ۲۰ پېړۍ کې لومړۍ نړيوالې جګړې او په تېره بيا دويمې نړيوالې جګړې د انګرېزي په خپرېدو کې خپل اغېز درلود، خو د امريکا اقتصادي، سياسي او نظامي ځواک د انګرېزي ژبې په وده او خپرېدو کې خپل رول ولوباوه، چې اوسمهال د نړۍ له ۲۰۰ ملکونو څخه د ګوتو په شمار ملکونه دي، چې امريکايي وسلوال ځواک، استخبارتي موسسې او يا سياسي هستې نه وي پکې. د انګرېزي ژبې د خپرېدو او ودې يو له غوره علتونو څخه دا دی، چې انګرېزي د لوېديزو جرمانيک ژبو يوه څانګه ده او د انګرېزي بنسټ هالندي، فريزلندي او نورماني ژبې دي، چې دغو ژبو ته زړه انګرېزي (Old English) هم وايي، نو ځکه انګرېز، جرمن، هالندی او سکانديناويان ټول يو اروپايي ټبر ګڼل کېږي، چې يوه ټوليزه ژبنيزه ريښه لري، ځکه نو دغو ملکونو ته د انګرېزي ژبې منل لکه نړيواله ژبه يو منل شوی اصل دی، له دې کبله د اروپا پارلمان د ليکبڼې او محاورې ژبه هم انګرېزي ده. سربېره پر دې چې د اروپا په اتحاديه کې پرته له انګرېزانو نور ټول بېل بېل ټبرونه دي، خو بيا هم په اروپايي پارلمان کې انګرېزي د ادارې ژبه ده او د نورو ملکونو استازو ته لږ تر لږه په ۲۶ ژبو د غونډې او د پرېکړو سکالو مخامخ ژباړل کېږي. له بل پلوه د انګرېزانو واکمني په آستراليا، کاناډا، سهيلې افريکا، نيوزيلند او په کمونوېلت ملکونوکې د انګرېزي په وده کې اساسي رول لوبوي. بايد ياده شي، چې انګرېزي يوه مرکبه ژبه ده، چې له فرانسوي يې ۲۸،۳ ٪، له لاتيني يې ۲۸،۴ ٪، له جرمانيک ژبو (جرمني، هالندي او سکانديناويايي) يې ۲۵ ٪، له يوناني ژبې يې ۵،۳۲ ٪ او له نورو پرديو ژبو يې ۸ ٪ ويي او وراشې پور کړي دي. روسان، اوکراينوال، بېلاروسان، پولنديان، چکان، سلواکان، بلغارياوال او داسې نور د ختيځې اروپا ملکونه د سلاويک ژبې ريښې لري، خو پر مختللی ګډ اقتصادي او علمي بنسټ نلري، خو د شوروي اتحاد په واکمني کې ټول د مسکو چارواکو ته وفادار ول. د مسکو لخوا د دې هڅه هم کېدله، چې په ختيځه اروپا او منځنۍ آسيا کې روسي ژبه خپره کړي، چې سيمييزه او دوديزه ژبه يې وګرځوي، چې په ښوونځيو کې د روسي ژبې لوست جبري هم و، خو دغه نړيوال تړون اقتصادي بنسټ نه درلود، نو د پاړسي له «ګوشنه در کون تشنه درآمده بود!» له وراشې سره سم او د لوېديزې نړۍ خنډونه، چې دې هم په خپل وار سره په هر ډول د روسانو د سياسي پرمختګ مخنيوی وکړ او روسانو هم يو شوونيستي شعار درلود، چې د نورو کرکه يې راپاروله، چې ويل کېدل: روسي زده کړه، ځکه چې روسي ژبه د لېنن ژبه ده!، ځکه نو د پورته يادو شويو پېښو په اړوند سره د ختیځې اروپا او شوروي اتحاد ملکونه په ډلو او سيمو ووېشل شول، چې اوسمهال يې لوېديزه اروپا يو، يو په ګنډه منډي. په آسيا کې يو مهال فارسي ژبه د سيمې (Lingua Franca) وه، خو په سيمه کې د انګرېزانو او روسانو يرغلونو دغه ژبه تر ايرانه محدوده کړه او په سيمو کې خلکو خپلو ژبو ته وده ورکړه، چې پښتو هم يوه له دغو ژبو څخه ده. له بده مرغه بايد ياده شي، چې د پښتنو د بې تفاوتي، تربګني، سيمييز ژبنيز انارشيزم، په افغانستان او سيمه باندې تپل شوې جګړې او په سيمه کې د لوږې له کبله اوسمهال د دې هڅه کېږي، چې فارسي نورې ژبې لاندې کړي او د ايران مذهبي کړه وړه په سيمه کې خپاره کړي او امريکا هم د خپلو مصلحتونو د کشت او مات په توګه افغانستان د پاکستان، ايران او روسيې په اړو دوړو کې لکه د سترنج دانه هاخوا دېخوا کوي او خپلو سياسي او نظامي موخو لپاره يې کاروي، خو ايران او پاکستان هم لاس تر زنې نه دي ناست، چې هر يو يې د افغانستان د ځبېښلو خوبونه ويني، نو افغانانو ته دې خدای هدايت وکړي او د يووالي ولولې دې يې په زړونو کې پياوړې کړي. د فارسي او ايراني کلتور د ودې خنډ، يو خو په سيمه کې د خلکو دوديز او مذهبي احساسات دي، بل په سيمه کې تورک ژبي او اردو ژبي ملکونه د ګډ کلتور او ګډو ژبنيزو ارزښتونو هلې ځلې کوي، خو په سيمه کې د جيوپوليتيک اغېز او د امريکايي غوبل تآثيرات بايد له پامه ونه غورځول شي. په ديني او مذهبي ډګرکې، ايران يو شيعه مذهبه مملکت دی، چې د سوني پان عربيزم له ګواښ سره هم مخامخ دی، هماغه خبره ده، چې يو پلو ته يې پاڼ او بل پلو ته يې پړانګ دی، خو په کت کې افغانستان دربدر دی!. په نړۍ کې نورې ژبنيزې سيمې هم شته، چې د هندو-چين سيمه، هسپانوي په لاتينه امريکا کې او د هالندي ژبې سيمييزه وده په سوريناما، انتيل، کوراسو، سهيله افريکا اندونيزيا کې هم د اروپايي يرغلونو يوه پايله ده، خو زما د ليکنې موخه په افغانستان او سيمه کې د پښتو لکه د ملي ژبې يا سيمې (lingua franca) وده او خپرېدل دي، ځکه نو بيرته خپلې پښتو ته راګرځم او تاسو ته سپارښت کوم. چې د پښتو په اړه مه وايئ، چې ملنګ چا په کلي کې نه پرېښوده او ده ويل چې کوټی مې د ملک په شپول کې وتړئ!. مخکې له دې، چې د پښتو په اړه څه وليکم، غواړم د تاسو پام لاندني انځور ته راواړم. په دغه انځور کې، د پښتني ټبر د خټکو د څانګې سيمييز خوځښت ته نغوته کوي، چې د خلکو له خورېدو سره، هرو مرو د پښتو ژبه هم خپره شوه. په زړه پورې دا ده، چې خټک پښتانه د ايران له ختيځه يانې د افغانستان له لوېديزه خوځېږي او د افغانستان په خاوره کې خورېږي، چې د پښتو سيمه لا ۷۰۰ کاله مخکې له ميلاده له هراته نيولې بیا تر اباسينه خپره شوې ده.
وروسته د اسلام له خپرېدو سره په ډېرو سيمو کې عربي ليکبڼه دود شوه او عربي په سيمييزو ژبو کې ورننوتله، چې پښتو هم د عربي ليکبڼې تر سيوري لاندې خپله وده وکړه او په ليکبڼه کې يې توپير رامنځ ته شو، چې نن سباپښتو ليکبڼه په عربي ابېڅې (الفبا) تر سره کېږي. خو د پښتو يو شمېر توري ورزيات شوي دي.
ما په خپل وړانديزکې، چې هڅه وشي يوه کره پښتو په ليکنوکې وکارول شي، نو دغو ليکنو د ځينو وروڼو اندېښنې يې راپارولې دي، خو ما کومه نوې اختراع نه ده کړې، مګر د پښتو د معياري کولو لپاره مخکې هم کار شوی دی او ګڼشمېر پرېکړې هم د افغانستان او پښتونستان د ژبپوهانو لخوا تر سره شوې دي، چې پښتو د ۱۹۷۰ کلونو په اوږدو کې پوره معياري شوې هم ده، خو په وروستيو دېرشوکلونو کې د نړيوال تخنيکي او ساينسي پرمختګ سره نوي شيان، پېښې او وراشې رامنځ ته شوې دي، چې په پښتو کې د نويو وييونو د رامنځ ته کېدلو او ليکدود پښوييز بدلون امکانات يې پياوړي کړي دي. ولې ما د ځينو پښتني ليکوالو د نظرياتو په اړه غبرګون وښود، نو علت يې دا دی، چې يو شمېر ليکوال غواړي، چې پښتو په سيمييز ګړدود وليکل شي، چې دا ډول دريځ په ټوليزه توګه يو ټولنيز ژبنيز انارشيزم رامنځ ته کوي، چې بېلګه يې اوسمهال په ګڼشمېر برېښنا پاڼو کې ليدل کېږي. زما په ګمان يو مهال په يوشمېر برېښناپاڼو کې د پښتو په اړه د افغانستان د علومو اکاډمي او د پښتونستان د پښتو ټولنې د ګډو پريکړو پايله خپره شوې وه، چې افغانان کولی شي هلته دغه پرېکړې وګوري او يا هم سږ کال (د ۲۰۱۰ د اوکتوبر ۷ نېټه) په کابل کې د (آسانه پښتو) تر نامه لاندې د علمي سيمينار پرېکړو ته سر ورواړوي، چې د پښتو په وده او بدلون خبر شي، نه دا چې لکه ځينو غوندې له پښتو او پښتنو نه مرور شي او يا لکه زرکه سر په واروه کې ومنډي، چې ګواکې دغه ستونزه زه نه وينم، نو د نور به هم ورپام نه شي او يا به هم ټول پټه خوله پاتې شي!. د پښتو د لوېديزې څانګې ځينې ليکوال ټينګتې کوي، چې د پښتو د «سو او شو يا سته او شته» ليکبڼه کومه ستونزه نه ده او ځينې بيا د «موږ او مونږه» خبره کوي، خو په اصل کې د پښتو لهجې يا ګړدودونه خورا ډېر دي، موږ نه شو ويلی، چې پښتو يوازې لوېديزه، منځنۍ او ختیځه څانګې لري، مګر لسهاوو نورې لهجې (ګړدودونه) هم په پښتني سيمو کې شته دي، چې د سرې غميزې نه مخکې د لوېديزوالو په اقتصادي مرسته د پښتو ګړدودونو اطلس هم جوړ شوی و، چې اوسمهال به د کوم پښتني عالم په المارۍ کې پروت وي او دوړې به پرې پرتې وي او يا هم د غويانو د غوبل په سرو سکروټو يا شنو لمبو کې پوپنا شوی وي! څرنګه چې د لوېديزې څانګې ليکوال د «سو او شو يا سته او شته» خبره کوي، همدا ډول د ختیځې «پختو، پختون او پوختون» هم له معياره لرې دي او د منځنۍ پښتو «کاندي، مونږه او داسې نورهم» په معياري پښتو کې ځای نلري. بايد ياده شي، چې د پښتو ژبې په وده کې د پښتنو په پرتله بهرنيو پوهانو پرته له تعصبه کار کړی او د زړه له کومې يې پښتو ته وده ورکړې ده، چې د پښتو په برخه کې د دغو پوهانو لوړې څانګپوهنې ته ښودنه کوي. د پښتو لومړنی ګرامري لارښود د روسيې د سانکت پېترسبورګ (پخوانی لېننګراد) يو عالم (Professor B. Doren) ليکلی دی، چې په اروپا کې د پښتو ژبې د ګرامر يو مخکښ عالم ګڼل کېږي او په کال۱۸۷۳ميلادي کې د انګلستان يو عالم (E. Tromp) د پښتو خپل ګرامر وليک، نو هغه هم خپل کتاب د روسيې دغه عالم ته ورډالۍ کړ. په روسيه، آلمان، ناروې، سويدن، انګلستان، امريکا، هندوستان او يو شمېر عربي ملکونو کې د پښتو پېژندنې ځانګړي انستيتوتونه جوړ شوي دي او د پښتو څېړنې پکې کېږي، نن سبا يوافغان ليکوال په دې بوخت دی، چې په بهر کې د بهرنيو عالمانو پښتو ګرامرونه په آره توګه وژباړي او کېدای شي د ځينو پښتني ليکوالو په دريځ اغېز وکي او يا هم د يو شمېر پښتنو ذهنونه پرې روښانه شي، چې خپله پښتو په خپله له نورو ژبو سره يوه سياله ژبه کي، نه دا چې د دې هڅې وشي، چې د ځوان نسل ذهنونه مشکوک کي، یانې اوبه خړې کي او ځان ته کبان پکې ونيسي! د پښتو لمنه له سيمې وتلې ده، ډېره درنه او خپره ده او کېدای شي د افغانستان، پښتونستان، کشمير او هندوستان د يوې برخې اداري ژبه وګرځي، خو د دغه لوړ نيت لپاره ستر همت پکار دی. موږ بايد ژبه د سيمې په لومه کې بنده نکړو، بلکې راتلونکي نسل ته يوه کره او آسانه پښتو جوړه کړو.
د پښتو ژبې د وییو، ګرامر (پښويې)، ليکبڼې، وراشو او ليکدود په برخه کې همغږي نشته، ځکه چې زموږ د ژبې څلي نه غواړي له خپلو سيمييزو ګړدودنو (لهجو) تېر شي، برعکس د پښتو ژبې وېشلو او د پښتنو بېلتون ته لمنه وهي، خو له نېکه مرغه د پښتو ژبې بېلتون غوښتونکي د ګوتو په شمار دي، چې اوس يې ټول افغانستان او افغاني ليکوال پېژني او د دغو اشخاصو په اړه ځانګړې ليکنې هم شوې دي، نو اوس پوښتنه دا ده، چې پښتو د دغو څو تنو د غوښتنو قرباني کړو او که پښتانه بايد خپل تاريخي رسالت او مسؤليت د پښتو په برخه کې تر سره کړي او د يوې آسانه پښتو په جوړښت کې لېچې راونغاړي! څنګه چې ما مخکې هم ياده کړه، پښتو ژبه ګڼشمېر ګړدودونه لري، چې ځينې يې د وينګ په بڼه له يو نسله بل ته د کيسو او غږېدلو په بڼه لېږدول کېږي، ځکه چې په پښتني سيمو کې نه ښوونځي شته او نه هم اکاديميکې موسسې. تر پرونه د پښتونستان خلکو د سيمې لپاره د پښتونخوا نوم نشوای اخيستلی، نو څنګه به په يوه شېبه کې هلته پښتني ښوونځي له پښتني نصاب سره رامنځ ته شي. په افغانستان کې خو دا دي څو لسېزې کېږي، چې جګړه روانه ده او د ښوونځيو زوړ نصاب له منځه لاړ، سوسياليستي نصاب وآزمويل شو او نوی نصاب مو په جهادي ولولو تود دئ او د ډيموکراسي ببولالې راته وايي! خو له بده مرغه پښتو خو هسې د دغه جګړې قرباني شوې ده. لاندې به په ښوول شوي جدول کې ووينی، چې پښتو ګڼشمېر ګړدودونه يا لهجې لري، چې په بېلابېلو سيمو کې خپلې ځانګړتياوې لري، چې په سيمه کې د پښتو پراخې لمنې او سيمييز توپير ته ښودنه کوي او د نړيوالو ژبنيزو توګو سره سم د « The International Phonetic Alphabet (IPA)» په توګه سپړل شوي دي. د پښتو ژبې ګړدوديزه وېشنه د سيمييز غږيز ځانګړتياو سره له بل پلوه په پښتنو کې د کتاب لوستل، اخيستل او ليکل يوه ستره ستونزه ده، چې د ورستيو ۲۰ کلونو په بهير کې د څو سوو کتابونو د چاپ او خپرېدو امکانات جوړ شوي، چې د يوې ژبې د ۱۰۰ ميليونو وګړو او يا ويونکو لپاره لکه يو څاڅکی اوبه په ډنډ کې دي!. له نېکه مرغه چې په افغانستان کې د ۲۰۱۰ ميلادي کال د اکتوبر په ۷ نېټه په کابل کې يو پوهنيز سيمينار «يوه آسانه پښتو» تر نامه لاندې جوړ شوی و، خو په سيمينار کې ځېنې پوهانو په اشخاصو ونښتل او ځيني بيا د احتجاج په توګه له سيميناره ووتل، چې د هغوی د پخلاينې لپاره بيا د يو کميسيون د جوړېدو اړتيا رامنځ ته شوه، مګر لا د سيمينار پرېکړه نه وه شوې، چې يو شمېر ليکوالو له ورايه پسې راواخيسته او د اشخاصو په نومونو يې داسې ليکنې وکړې، چې د دغه سيمينار هلې ځلې په نطفه کې له منځه لاړې شي. له بده مرغه بايد ياده شي، چې د دغه سيمينار په اړه په افغاني رسنيو او په تېره بيا په پښتني برېښناپاڼو کې يو سر سري راپور تېر شو د پښتو ژبې ليکبڼه هم د پېړيو په اوږدو کې بدلون موندلی، چې د آراميسي يا آراميکي او يوناني ليکبڼې رانيولې، بيا د پاړسي او عربي په ليکبڼه کې رانغښتې، تر نننۍ پښتو پورې رارسېدلې ده، خو اوسمهال هم د پښتو په معياري ليکدود کې همغږي نشته. ځيني ليکوال وايي، چې د اشخاصو نظريات دې په پام کې ونيول شي او يا دې له ولسه مشوره واخيستل شي خو زما د دغه مفکورې په منطق سر خلاص نشو د نړۍ لويې ژبې لکه: عربي، انګرېزي، هسپانوي، روسي، اردو، ترکي او داسې نورې ژبې هم د وخت په تېرېدو سره بدلون موندلی او مومي يې، جوته خبره ده، چې په زړو کتابونو کې املايي او ګرامري تېروتنې تر سترګو کېږي. زه په خپله څانګپوهنه کې په ګڼشمېر ژبو کتابونه لولم. په دې کې هېڅ شک نشته، چې يو کتاب لس (۱۰) کلن شي، يانې ۱۰ کاله مخکې خپور شوی وي، نو د يو کتاب چې نوی خپور شوی وي، له هغه سره يې توپير شته، که نه نو ولې نوی کتاب جوړ اوخپور شي!. په پرمختللو ملکونو لکه: امريکا، کاناډا، انګلستان او داسې نورو کې د تېر کال کتاب سږ کال او د سږ کال کتاب کال ته څوک نه لولي او زوړ کتاب په نيمه بيه هم څوک نه اخلي، ځکه چې د تېر کال کتاب مواد د نوي کال په بهير کې زاړه برېښي، خو په دغو پرمختللو ملکونو کې په آرشيفونوکې زاړه کتابونه هم شته، چې په املايي او ګرامري برخه کې به له نوي کتاب سره توپير ولري، نو د ژبې او يا ساينس په څېړنه کې زاړه کتابونه آرشيفي، تاريخي او مالوماتي سرچينه ګڼل کېږي، نه دا چې هر څه بايد په زاړه شکل او دود وليکل شي، ځکه چې ۵۰ کاله مخکې تلویزيون ته د لروینون ویی نه و، د وېبسايت لپاره برېښناپاڼه او يا د ايمېل پتې لپاره برېښناپته، يا د ايمېل ليک لپاره برېښناليک هېچا هم نه کارول، ځکه چې دغه سهولتونه څو کاله مخکې نه ول. همدا ډول د ژبې په املا او ګرامرکې هم بايد قاعده وکارول شي او د آساني پړاو ته ورسول شي، نه دا چې د نورو ژبو په ژبنيز پلوراليزم کې خپله ژبه هم په نشت اقتصادي او د پوهانو د نشتوالي په امکاناتو کې ښکېل کړو. په اروپا او امريکا کې ډېرې نامتو روغتيايي او ساينسي مجلې په انګرېزي خپرېږي، چې يا په دنمارک، يا په جرمني او يا هم په نيدرلند او فرانسه کې خپرېږي، چې د کتنې ډله يې له بېلابېلو هېوادونو څخه دي، خو په ټولو مجلو کې يو منل شوی ليکدود کارول کېږي، نوهغه ليکوال ته چې د ژبې په برخه کې د انګرېزي لرغونتوب پر بنسټ د ځوان افغان نسل لاره تياره کوي، زما دوستانه سپارښت دا دی، چې د ځوانانو لپاره د سم ژبنيز دريځ لاره وښېي، نه دا چې نوی نسل هم د سيمو په لومو کې وتړي!. انګرېزي ژبه ډېر ژور (Orthographic) يا د (Spelling) ځانګړتياوې لري. دا ځکه، چې د انګرېزي په ليکبڼه او وينګ کې ډېر توپير شته دی، ځکه نو ۴۰ غږونه په ۱۱۲۰ بېلابېلو بڼو ليکل کېږي. د يو ايتالوي پوه (Erado Pauleus) له څېړنې سره سم نن سبا د (Dyslexia) تشخيص په انګرېزانو کې د ايتاليويانو په پرتله څو ځله ډېر دی، دا ځکه چې ايتاليويان ۲۵ غږونه په ۳۳ بڼو ليکي، نو د املايي تېروتنو ګواښ يې هم لږ دی. په انګلستان کې د معياري ليکبڼې تر څنګ په سم انګرېزي وينګ هم ټينګار کېږي، چې لوړ پوړي چارواکي، د پارلمان غړي او د دولت د کابېنې غړي مجبور دي، چې انګرېزي ژبه سمه تلفظ کړي، چې د دې لپاره د انګلستان په بېلابېلو سيمو کې د ژبې د زده کړې لپاره ځانګړي کورسونه دايرېږي او له آزموينې وروسته دغه خلک په کار ګمارل کېږي، چې د انګلستان له نورو سيمو لوړ پوړي چارواکي او يا ټولنيزې سټې لندن ته راشي، نو هرو مرو به دغه کورسونه تعقيبوي او يا به په ټولنيزو رسنيو کې له ملنډو سره مخامخ کېږي. په زړه پورې ده، چې په کاناډا کې د فرانسوي ژبو او انګرېزي ژبو اخو ډب روان دی، چې څو کاله مخکې د کاناډا يو لومړی وزير، چې په خټه فرانسوی و، نو په انګرېزي يې سمې خبرې نشوای کولی، خو دا بيا د کاناډا ستونزه ده، هلته د انګرېزي تر څنګ د فرانسوي اغېز ډېر دی، نو که څوک ناسمه انګرېزي هم ووايي، نو تأثيرات يې په ټوليزه توګه کم دي او يا هم د ټولنيز مصلحت لپاره سازش کېږي، خو په انګلستان کې ايرلنديان، سکاتلنديان او د ولس خلک د اينګلنديانو تر څنګ ژوند کوي، نو ځکه انګرېزان په اداري چارو کې د يوې معياري لهجې پياوړتيا او يو انګرېزي ليکدود ته اړ دي، ځکه نو په انګلستان او په تېره بيا په لندن کې چارواکي، د ټولنيزو موسسو مشران او حتی د سپورتي کلپونو مسؤلين اړ دي، چې انګرېزي سمه ووايي اوکره يې وليکي. پايله په افغانستان کې پښتانه ډېر دي، خو په سيمه کې د فارسي اغېز پياوړی دی، نو د پښتنو وېشل په ګړدودونو (لهجو)، کېدای شي په ټولنه کې پښتو نوره هم کاوړې کړي، خو يوه اسانه پښتو له يوه معياري ليکدود او ليکبڼې سره کېدای شي د پښتنو د ملت جوړېدنې په پروسه کې اغېزمنه شي او کېدای شي د افغانستان (Lingua Franca) وګرځي. راتلونکی نسل به موږ ونه بښي، که موږ هغوی ته د نننۍ پښتو ستونزې پرېږدو او د بل نسل ژوند هم لکه اوسمهال په ژبنيز انارشيزم کې ښکېل کړو او د هغوی د هوسا ژوند وروستی شانس لا اوس ورته وسوځو، نو د راتلونکي آسوده ژوند او پر مختللې پښتو شانس نن دی. اخځليکونه 1. H.G. Raverty. A Dictionary of Pashto or language of Afghans, London-Calcutte, 1868. 2. H.W. Bellew. A Dictionary of the Pukhto or Pushto language, Lahore, 1891. 3. Mirsa Said Muhammad. English-Pushtu Vocabulary, Rawelpindi, 1905. 4. زیور، پوهاند ډاکټر زیورالدین. د پښتو ادبیاتو تاریخ (لرغونې دوره)، پېښور، ۱۳۸۶ 5. میاخیل، پوهنوال محمدعمر روند. د پښتنو قبیلو شجرې او مېنې، کابل، ۱۳۸۳ 6. ارشاد، اورنګزیب. افغانستان پېژندنه، پېښور، ۱۳۸۴ ستاسو د بري په تمه په درنښت [email protected]