(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د بنګله دیش بې ستري

لیک: غلام محمد زرملوال
سريزه
په ١٩٧١ کال د بنګله دېش په نامه، چې د ´´اسلامي پاکستان´´ يو وزر و، خپل ځان ته خپلواک هيواد جوړ کړ. که څه هم له هماغه نېټې، يانې ١٩٤٧ کال کې د دوو ځانګړو کلتوري او جغرافيايي هويتونو ترمنځ د يوه هيواد د جوړونې امکان ناشونى ښکارېده، خو د برتانوي استعمار د ګټو غوښتنه وه چې د نړۍ او سيمې غولونې لپاره دا کار تر سره کاندي. پداسې حال کې چې د لويديځ او ختيځ پاکستان تر منځ يو زر ميله واټن و او هغه ته د ورتګ لپاره ئې بايد د هند په خاوره کې لار موندلې واى. د انګريزانو له خوا د هند د وېش لپاره مامور، محمد على جناح، تل د داسې ´´کاريډور´´ کوڅې غوښتنه کوله او تل هره ظاهري کيناسته او غونډه د همدې غوښتنې له کبله ناکامېدله. د انګرېزي لاردانو موخه کټ مټ همدا خبره وه. نو کله چې جناح د برتانوي پوځي اډې، ´´پويه خوړلي´´ پاکستان، په څوکۍ کينول شو، د بنګال مسلمان- مېشته يوه ټوټه يې هم ورسره وتړله. خو د پنجاب اسلامي نقاب ډير ژر څيرې شو. د ١٩٧١ کال دمارچ پر ٢٥ نېټه د برتانيا اجيرو پنجابي جرنيلانو پداسې حال کې چې ´´سکاچ ويسکي´´ (شراب) يې غوړپول، د اسلام تر نامه لاندې د بنګال د مسلمانانو په ډلوژنه لاس پورې کړ. هايم بريشيت؛ سټووارت هوډ؛ او ليتزا جانز د ´´هالوکاست´´ تر نامه لاندې کتاب کې، د پاکستان پوځ په توکموژنه تورنوي او د نازي المان او کمبوديا د خُميروژ له رژيم سره يې يوځاى د ´´جينوسايډ´´ په جرم د محاکمې وړ بولي. هغوى د ´´جينوسايډ´´ د پېژندنې په اړه د ملګرو ملتو د کنوانسيون يادونه کوي، د توکموژنې يو څو بېلګې يادوي، ليکي: ´´په ١٩٤٨ کې د ملګرو ملتو کنوانسيون د جينوسايډ جرم د داسې يوه ((عمل تر سره کولو ته وايي چې په ترڅ کې يې د يوه ملت، ايتنيکي ډلې، مذهبي او توکميزې ډلې د بشپړ يا يوې برخې پر نابودولو لاس پورې شي... په معاصره زمانه کې هم د توکموژنې ډېرې بېلګې لرو ... په ١٩٧١ کال کې د پاکستان پوځ په ډلييزه توګه د يو تر درۍ مليونه بنګاليان ووژل... په ١٩٧٥ تر ١٩٧٩ پورې په کمبوديا کې تر دوه مليون تنو پورې د خُميروژ پر لاس وژل شوي وو..´´
´The United Nations Convention of 1948 defines the crime of genocide as ´´acts committed to destroy in whole or in part a national, ethnical, racial or religious group as such.´´ … In modern times there have been numerous genocides… in 1971 between 1 and 3 million Bengalis massacred by the Pakistan army… 1975-1979 up to 2 million Cambodians murdered by the Khmer Rouge in Kampuchea…´, ´The Holocaust´, Haim Bresheeth, Stuart Hood and Litza Jansz, Icon Books, 1994, ISBN 1 874166 16 1, pp 4-5 خو جرنيلي پاکستان تر شا د ملګرو ملتو د امنيت په شورا کې برتانيه وه نو ځکه د دې سوال نه پيدا کېده چې هغه دې د نړيوال عدالت د محکمې مخې ته ودرول شي. په همدې اړه يوه پاکستاني ژورنالست، انتوني مسکرينهاس، د´´ RAPE OF BANGLADISH – د بنګله دېش بې ستري´´ په نوم يو کتاب وليکه. هغه کتاب، چې فکر کوم په کومه انګرېزي ورځپاڼه کې په سريال ډول خپور شو، ما (ليکوال) ترجمه او تلخيص او د هيواد په ورځپاڼه کې پرله پسې خپور شو. د هيواد د ورځپاڼې مدير خداى بښلى شفيق وجدان و. د هغه وياړلي افغان په مرسته هغه کتاب چاپ شو. خو له خپرېدو د مخه د مرحوم محمد داود او ذُالفقار على بوتهو تر منځ په ١٩٧٥ کال د اړيکو ټينګېدل د دې لامل شول چې دا کتاب مصادره شي. د هغه کتاب يوه کاپي يوه بل وطنپال ننګيالي، استاد توتا خيل، ساتلې وه او راورسېدله. (دا چې د استاد لاس ته څنګه ورغلې وه، ما ته څرګنده نه ده) پداسې حال کې چې له استاد توتاخيل له پيرزوينې څخه د زړه له کومي مننه کوم، غواړم د ´´بنګله ديش بې ستري´´ کتاب متن لکه څنګه چې دى له کومې زياتونې او يا کمونې پرته د افغان ويبپاڼو له لارې له لوستونکو سره شريک کړم تر څو وګوري چې پنجابي پوځ او بيروکراسۍ د برتانيا د ګټو ساتلو لپاره د اسلام د سپېڅلي دين تر نوم او ريايي شعار لاندې له اسلام او مسلمانانو سره څه خيانتونه کړي دي؛ او پکې د حق پر ليار د سرښندنې ښکلى سبق پروت دى. نو دا تاسو او دا هم د بنګله دېش بې ستري. ٧ اکتوبر ٢٠١٠ , غلام محمد زرملوال
لومړۍ برخه

د بنګله دېش بې ستري

انتوني مسکرينهاس ژباړه او تلخيص: انجنير غلام محمد ثور – ١٣٥٥ دا کتاب په ډېره مينه د خپلواک او آزاد ژوند مينانو ته وړاندې کېږي. ښاغلي لوستونکي به د کتاب د ننه غلطى په سمون کى ولولى – هيله کوم چې د دې غلطيو په هکله ما وبښي. ´´انجنير غلام محمد (۱) نادرشاه مينه – ١٣٥٥
د ويجاړو په لور
د مارچ د مياشتې د (٢٥) نېټې د پنجشنبې د ورځې د ماښام پنځه بجې وې. د اکاسي او کيلو ونو په هغه سړک چه د ډاکى ښار او هوايي ډګر سره مښلوي خپل اوږده سيوري غزولى وؤ. د پاکستان د ريزيډنټ تور ´´مرسدس´´ بنز چې د ګڼ شمير پوځي موټرونو له خوا په دبدبه او ډير شان سره بدرګه کيده په ډيره چټکتيا د هوايي ډګر مخصوص (وى، آى، پى) سالن مخې ته تم شو. شل يارده وړاندې د پاکستان د هوايي کرښې مخصوصې الوتکې د الوتلو تيارى نيو. شنې او سپين رنګې بوينګ الوتکې د سفر لپاره پوره تيل او د سونګ مواد اخيستي وؤ او په شپږ زره ميله اوږده الوتنه چې د هندوستان د پراخې وچې له باندې نه يې غوښتل د سيلون له لارې کراچى ته چې د لويديز پاکستان دروازه ده پيل کړي. د الوتکې څو تنه غوره کړل شوې عمله (کار کوونکى) چې ښکلې جامې يې اغوستې وې راپيدا شول. که څه هم د دوى لاره دا يوه خاصه کړى وه مگر خورا خواشيني څرګنديدل. همدا رنګه د هغو څو جرنيلانو بڼه چه د پاکستان د واکمن د مخه ښى لپاره هلته راغلى وؤ هم خړه پړه وه. هرى خوا ته د خواشينى او ويرې احساس موجود وؤ. دا احساس د فصل تودى هوا لا پسى زياتاوؤ. په هغه د مقدراتو نه ډکې ورځې کې د ډاکې هوايي ډگر داسې څرگنديده لکه چه د کوم بانديني هيواد پوځي هډه وى او د جګړې اور پکى لګيدلى وى. واقعاً داسې نښې نښانې پکى نه وې چې ګوندې د پنځه اويا مليونى بنګالى اولس ښار او پايتخت وي. د يوه تن بنګالى مخ هم هلته نه څرګنديده او کوم کسان چې هلته راغلي وؤ ټول پنجابى پوځيان او د يحيى د رژيم مريدان وؤ. په دې ورځ د معمول سره سم د عام او عادى اولس په ځاى د هوايي ډګر د ترمينل بامونه له وسلوالو پوځى تيارسى شويو افرادو څخه ډک وو. د هوايي ډر څلور غاړې د ريګونو په کڅوړو ډکې وې چې تر شا يې د پاکستان پوځيان د جګړې په يونيفورمونو کې له ماشين گړو سره په ځير ناست وو. د هغو شا ته د الوتکو ضد وسلې ځاى په ځاى کړى شوې وې. داسې څرګنديده چه ګوندى پاکستانى لښکر د هر څه لپاره چمتو وو. د هوايي ډگر خواشينى کوونکې فضا د ترمينل په د ننه کوټو کې هم اغيزه کړې وه. څه ناڅه دوه زره ښځې نارينه او کوچنيان سره راغونډ شوي وو، اکثره ئې هغه تجاران او د هغو ى کورنۍ وې چه غوښتل يې ډير ژر له دې ځاى نه ووزى او ځانونه له راغونډيدونکي طوفان څخه وژغورى. ځينو يې مخکې د مخه څو بيخوبه شپې د هوايي ډګر په ترمينل کې تېرې کړې وې او اوس نو د هوايى ډګر منظره د پيټو او کڅوړو د ډيروالى له کبله د ليدلو وړ نه وه. په رښتيا سره هم وضع ډيره ويروونکې وه. سربيره پر دې چې دا ويره گړۍ په گړۍ مخ په زياتيدو وه، خوراکي مواد او د څښلو اوبه هم چا ته نه رسيدلې. د پاکستان د پريزيډنت له راتلو نه څو شېبې مخکې د ترمينل سالونونه په داسې لوړو نارو او هياهوى چه غوږونه يې کڼول ډک وو. هرچا پيسې په موټو کې نيولې وې او د هوايي ډگر مامورينو ته يې د بډو ورکولو هڅه کوله ترڅو دوى ته په الوتکه کې څوکۍ ورکړي او پاکستان ته لاړ شي.شور او زوږ ناڅاپه غلى شو. مؤظفو مامورينو خپلې څوکۍ خوشې کړې او د کړکيو په لور د نندارې کولو لپاره له نورو سره يوځاى شول. هرچا غوښتل چې تلونکى پريزيډنټ يو نظير وګوري. هغه چا چې دغه صحنې او شيبې ليدلې دي داسې وايي چې د ژوند تر پايه به هغه هيرې نه کړى. له هرې خوا که وڅيړل شي، نو څرګنده به شي چه هغه ګړۍ د پاکستان په تاريخ کښې د بدلون او گرځيدو ټکى وو. لس ورځې پخوا د پاکستان پريزيډنټ په ډير شان او خوښى سره ډاکې ته تللى وو مگر نن خورا خواشينى و او داسې څرګنديده چه دې توربختي سارى بڼه غوره کړې ده. اغا محمد يحيى خان د پوځي منصبدارو وخت ډير ضايع نکړ. خداى پاماني يې لنډه پريکړه ځکه چه هغوى د حربى پلانونو په جوړولو موظف شوي وو. په خپله ده يواځې اته ساعته له هغوى سره د ختيزى قوماندى په مرکز کې تير کړي وو. له څو تنو سره يې په لاس خداى پامانى وکړه. دوو تنو غټانو ته يې څو پټ ټکى وويل – د غرور په لاس يې سلام وکړ د الوتکې په لور روان شو خپله څوکۍ يې ونيوه. د پاکستان هوايي کرښه تل د خپلې مېلمه پالنې لاپې باټې وهى. په هغه ورځ هم په ميلمه پالنه کې وروسته پاتې نه وه. د الوتکې دروازه لا پوره نه وه تړل شوې چې يوې ميلمه پالې ´´ستوردس´´ د سکاچ او سودا گيلاس بيله دې چې د پرواز فورموليټه يې په نظر کې نيولې وي خپل خاص ميلمه ته وړاندې کړ. بيله درنګه دويم گيلاس هم ډک شو. پريزيډنټ يحيى خان د څو راتلونکو گړيو لپاره تيارى نيوۀ نقشه تياره وه قيسر (د روبى کون) له ويالې نه تيريدل غوښتل. دوه کاله پخوا څه ناڅه په همدې ګړۍ يوه بله لويه ميله جوړه وه. د (١٩٩٦) کال د مارچ د مياشتې په پنځه ويشتمه نيټه د پاکستان د مقدراتو يوه بله لويه ورځ وه کومه چى يحيى خان د ټل او بشپړ قدرت لاس ته راوړلو په هکله نمانځله. فيلډ مار شال ايوب خان له لس کاله ځانګړى ديکتاتورشپ څخه شړل شوى ؤ. د پاکستان اوضاع ګډه وډه وه. مارشال ايوب خان د پاکستان پوځ ته چه د ده وروستۍ هيله وه مخ راواړاوه مګر هغوى هم څنګه چه ده تېرې شوې کارروايي ورڅرګندې وې او نور د عدم توازن او ناکاميو حوصله نه وه پاتې شوې. پوځ ته څرګنده شوې وه چې نوموړي د ټولو ګډوډيو مخنيوى نشواى کولاى، هغه و چه زوړ فيلډ مارشال وشړل شو او د پوځ لوى قوماندان جنرال يحيى خان مخ ته شو. دا يوه بله ورسته کړۍ وه چې د پاکستان په پوځي ځنځير کې زياته شوه. د نامى ادارى او ديکتاتورى دا فصل هم د پاکستانى اولس د بنسټى ويجاړو د لرى کولو او پرابلمونو د حل کولو لپاره سييخه لاره نه وه. مگر د يحيى خان پريکړه او تصميم وروستنى و. د کوتک په زور ئې وکولاى شول چې د پيښو او ويجاړو د ظاهري څپو بڼه څه ناڅه د اولس سترګو ته بدله وښي. خو تر پايه د دې لوبې نوم د قدرت سياست پاتې شو. پاکستانى اولس چه (٢٣) کاله يې په ظلم او جبر کې تير کړي وو او د زړه وينې يې خوړلې وې اوس يې يو وار بيا د ديموکراس زيري ته غوږونه وبوڅيدل. پوځ له دى سره سره چې د ديموکراسۍ نارې ې وهلې مگر رښتينى هدف يى دا نه ؤ او د دولس کلني قدرت د خوند له څکلو څخه وروسته دا زړه نه منله چه قدرت له لاسه ورکړي. هغه ؤ چې نورې ګډوډۍ په نورو نوو څيرو پرله پسې راپورته شوې. له دوه کاله سياسي تجربو او غولولو وروسته عرابه بېخي وگرځيده، د ديموکراسۍ هيلې شنډې شوې او د سياست اتش فشانونه بيا تاوده شول. مگر د دې ځل غلطي او خطاوې د منلو وړ نه وې. دا نو هغه ګړۍ وه چه د دغو حالتونو په بهير کې د دې پرځاى چې يحيى خان د قدرت د دويم تلين لمانځنه وکړي، ديرش زره فوټه پاس په هوا کې يې د ويسکي بوتلونه په سر اړول. له دې ټولو سره سره بيا هم ده چرت نه واهه او زړه يې ډاډه و ځکه چى څه ناڅه پنځه اونۍ يې په زرنګۍ سره د هغو سياستمدارانو په هکله داسې څه کړي وو چې د برياليتوب هيله ورته پاتې نه وه. هر څه په لښکري لاسونو کې وو او دلويې لوبى د تيارى نيولو په پريکړه او فيصله بوخت وو. د يوه لوى پوځي منصبدار له خبرى سره سم يحيى خان په دى ويره کې و چې الوتکه يې د هند د هوايي قواو له خوا په هند کى کښته کيدو ته مجبوره نه شي. ځکه دا ه يوه ورا خواشينې کوونکې پېښه واى. نو هغه وو چې د ختيځ بنګال هوايي قواو کراچۍ ته د پاکستان د پريزيډنټ د هوسا رسېدلو څارنه کوله. هغه شيبه چه د پريزيډنټ يحيى ان الوتکه په هوايي ډګر کې ښکته شوه د ملکي هوايي لوى مدير بيله درنګه ډاکې ته پيغام وليږه. پيغام سيخ د ختيزى قوماندې مرکز ته (ريلي) شو. ´´سبق يې ورکړئ´´! د چتگانګ او ډاکې ښارونه په ټانکونو او زرهدارو موټرونو ډک شول. توپونه و غړمبيدل او نسل کشى پيل شوه. (۱) - مرحوم محمد داود د افغانانو د ملي وحدت د ټينګولو په ارمان پر قومي نومونو بنديز لګولى و، نو ځکه .
دويمه برخه
د څه لپاره .... آيا تاسو نه شرميږى چه هر خقه حقوق چه ختيځ بنګال ´´بنګال عوام´´ يې له تتاسو څخه غوښتنه وکړي وچولى مو د دښمن په څير تريو وي او بيله ترخې جګړې او درنې بيې د هغه ورکولو ته غاړه نه ږدى... شيخ مجيب الرحمن ډاکه (١٩٦٦) فبرورى ...................... د شيخ مجيب الرحمن پورتنى له خواشيني نه ډکې خبرې څخه چې د نامتو شپږ فقريز پلان د اعلام په وخت کې يې وکړې د لويديز او ختيځ پاکستان تر منځ د استعماري مناسباتو د څلويشت کلن تاريخ نښه نښانه ده... په (١٩٤٨) کال کې هغه وخت چه د پاکستان د په نامه اسلامي دولت له جوړېدو نه وروسته يو کال تير شوى ؤ کټ مټ داسې پيښه لکه کومه چې د (١٩٧١) کال د مارچ په (٢٥) نيټه وشوه، منځ ته راغلې وه. لا هغه وخت کوم چې شيخ مجيب الرحمن يو کوچنى د ښوونځى زده کوونکى و، د ختيځ پاکستان د بيلتانه مهرونه وهل شوي ؤ. د هغې ټولې خواشينې قصې بيانول به څوڅو ټوکه کتابونه ډک کړي. زه د هغې قصې د بيانولو په هڅه کې نه يم بلکه غواړم د پاکستان د نږدى وختونو د هغه چال چلن راپور وړاندې کړم کوم چې نتيجه يې د بشري امحا او نسل کشى څخه عبارت وه. که چيرته د دې پاڼو په اوږدو کې نې پخوانيو پيښو ته ګوته ونيسم نو هغه به يواځې د هغو چا لپاره وي چې له هغه نه بى خبره او يا يې هيرې کړې وي. د ضرورت له کبله به زما دا قصه په څه ناڅه لنډ ډول وړاندې شي. لږ څه پخوا کله چې مې د پاکستان نوم اخستى دى نو عمده مې د دې پرځاى چې ايډيولوژيکي يا اسلامي دولت کوم چې د اسلام اباد حکومت غواړي ورباندى کيږدي، ما ورته د مسلمان دولت نوم ورکړى دى. دلته په اسلام ې کومه خبره نشته. زه د اسلام په نامه او د پاک قرآن په مبارکو آيتونو کوم چې په رياکاري سره په ورځاڼو کې ( د هغى ورځپاڼې په ګډون چه ما ورته کار کاوه) د هغو غولونو او فريبونو څرگندول غواړم کومه چې پنجاب د خپلو زيږېدو ل نيټې راپديخوا خپله وظيفه گرځولې ده. زه د خپلې درويشت کلنۍ تجربې په بنسټ هغه تراژيدي او خوږمنه قصه وړاندې کوم کومه چې د ختيځ بنګال (٦٥) مليونه مسلمانان د هغې په هکله له ما سره همنوا دي. پاکستان په رښتيا سره چې د اسلام په نظريه جوړ شوى دى خو له توره بخته د دې ايډيولوژى پړاو ته د رسيدو له لارې خورا منحرف دى. د هيواد په ختييځو برخو کې که له چا څخه پوښتنه وشي چى څوک يې نو په ځواب کې به داسې ووايي چى لومړى مسلمان يم او بيا پاکستانى يم. مگر له خبرو څخه يې په ډاګه داسى څرگنديږي چې د دوى دا خبره احساساتي جنبه لري. ايډيولوژي خوا يې له واقعيت څخه لرې ښکاري او داسې هڅه کوي چى هغه چاود (چاک) چې داسلاميت او پاکستانولى ترمنځ موجود دى له منځه يوړل شي. دې خبرې په پاکستاني اولس باندې دوې غوره اغيزې کړې دي: لمړى دا چه د اسلام په نوم غولولو او د دې پردې ترشا استعمارى سياست د پاکستان ترمنځ لا د ورورګلوى کړۍ او اقتصادي ارتباطونه شلولي ؤ. دويم دا چه د پاکستان هغه پنځلس مليونه اولس چه نورو مذهبونو ته منسوب وو او مهم يې د هندوانو ټولنه ده، له سيکيولوجيکي غندنې سره مخامخ کړى. د دې تعصبونو له منځه په ختيځ بنګال کې د چال چلند ښه مثال ته ځير کيدلى شو. د پاکستان جوړوونکى ´´قاید اعظم محمد على جناح´´ دى خبرې ته چى بايد د پاکستان د ولسولى کړۍ ټينګى کړل شي ښه متوجه و او ډيره هڅه يې کوله. ده د خپلو ويناګانو په ترڅ کى تل تر تله دا ټينګار کولو چه ټول مسلمانان، هندوان، عيسويان او فارسيان بايد خپل ځانونه يواځى پاکستانى وگڼي. د دې خبرې علت هم څرګند و ځکه چې څلويښت مليونه مسلمانان چې د پاکستان د ټول نفوس نيمايي ته رسېږي هلته په هندوستان کې مېشته وو. له بلې خوا په پاکستان کې هم پنځلس مليونه هندوانو استوگنه غوره کړې وه چه اکثرو يې په ختيځ بنګال کې ژوند کاوه. تر دې شرايطو لاندې له لويې خطرې څخه ډکه خبره وه، که چيرې هغو بلو لمبو ته د پاکستان د بيلتون په وخت کى لګيدلى وې او د وينو رودونه روان وو، لم وهل شوې واى. نو رښتيا هم چه تش د خوله په دې خبرى چه لمړى مسلمان يم او ورپسې پاکستانى يم د نورو اقليتونو د احساساتو راپارولو لپاره خورا اسانه خبره ده. مگر د جناح مفکوره تر ډيره وخته پورې ژوندى پاتې نه شوه. هغو چا چى د هغه ليارى او عقيده تعقيبوله هم د هغه معقوليت او هوښياري شاته واچوله او د دوى ورپسې پسې ټبرى مفکورو او سکتوريستي عقايدو چه د قدرت اخستلو لپاره يې لرلې، د اولسونو مغز او ککرۍ رنګينې کړې او پدې وضع د سکتوريستي او ټبرولي جګړو او شخړو د له منځه وړلو امکان خورا مشکل خبره وه. (۱) د پاکستان اولس له انرژۍ ډک او سرسخته غرنى بزگر دى چې تر سختو شرايطو لاندې ژوند کوي او له بنګالي اولس سره چې په خپل دلتا ډوله کوچنى او پاسته هيواد کې ژوند کوي يوه نړۍ توپير لري. زما د يوه پنجابي افسر تبصره ښه په زړه ده کومه چه هغه وخت چې ما په کوميلا کې له ده سره خبرې کولې ويې کړه. پداسې حال کې چې د خپل لاس مړوند يې د دې تورې ځمکې په افق اوږد کړ، ويې ويل: ´´اى خدايه! موږ په دې ځمکه کې څه نه شو کولاى؟´´ له يوې شيبې سوچ وهلو وروسته يې خپله خبره پسې اوږده کړه او ويې ويل: ´´ممکن موږ به هم د دې اولس په څير شوي واى´´ اسلام خو طبعاً يو غوره فکتور دى. د پاکستان تاريخ له دې سره سره چې د اسلام اسلام چيغې او نارې وهي، مگر د هغه تنفر په ريښه (ولو) باندې چې ډيرې ژورې غزيدلې دي لږ اغيزه لري. د اسلام په نوم په دروغو باندى نارې سورې وهل هلته خورا ښه څرگند شول چې پاکستان له هندوستان څخه جلا شو، يو زيات شمير مسلمانان په هندوستان کې پاتې شول او پاکستان په هغوى پسې هيڅ سر ونه ګرځاوه. کله چې پاکستان جوړ شو نو بيا د اسلامي ورورگلوى او يووالي خبره په ځاى پاتې شوه، هر څوک په مادي گټو پسې سر شول. پرمخ تگ او ځان ساتنه هغه پاخه او څرگند پياوړى دليلونه دى چې تجاوزکار پاکستانى استعمار د ختيځ (پاکستان) په استثمار پيل وکړ. مگر ختيځ بنگال د دې لپاره چې ژوندى پاته شي په مقاومت او مجادله لاس پورې کړ. دين د اقتصادي گټو په مقابل کې يوه هيره کړل شوې بڼه غوره کړه، شخړې او اړودوړ پيل شول. د دې لپاره چې د داسې شخړو مخنيوى وشي، نو پاکستانى واکمنانو بيا مذهب ته رجوع وکړه او د عامه اذهانو د اړولو لپاره يې د اسلام له نوم څخه په ناوړه استفاده کولو او هيفوکراسى (دوه مخى) پيل وکړ. هر کله به چې د سياسي او اقتصادي شخړو اور په لمبو شو نو هرو مرو به د اسلام او اسلاميت نوې څپې او ډولونه راپورته کيدل. د ازادى نه له پخوا د ښمنى د ملى تعصب او تبغيض په هديره کې خښ شول. څنگه چې پاکستان ځان ته د اسلام زانګو نوم ورکړو نو د دې لپاره چې په هندوستان کې د هندو اولس اکثريت شهرت ومومي خورا سخته خبره نه او ليار يې هواره شوه. د دې مقصد لپاره غوره وسله د کشمير مسئله وه چې د پاکستان له زيږيدو راپديخوا يې تل تر تله په هر ګوټ کې زوږ پروت و. موږ ته په څوڅو ځله دا خبره اولسي شوې وه چې ´´بهرنى پاليسي په کشمير کې د اوربند له کرښې څخه سرچينه اخلي.´´ دې خبرې په پنجابي غوږونو ښه اغيزه کوله ځکه چې هغوى له کشمير سره ژور کورنى ارتباط او اړېکي لري. مگر په بنگاليانو څه موثره نه وه. خو بيا هم د پاترياتيزم ´´وطن پالنې´´ د سببونو په روحيې سره يې د حکومتي منابعو له اوامرو څخه يې يو ګام هم د باندې نه کيښود. دا روحيه هم زړه شوه. دا چې اصلي علتونه به يې په پيل کې څه وي خو د کشمير د مسئلې اساس اوس د اولسونو د يووالي د وسلې کار روزگار و. ما له باوري منابعو څخه دا خبره په جار اوريدلې ده چه د امريکې پخواني جمهور رئيس يو ځل يو پاکستانى ديپلومات ته د خبرو په ترڅ کې ويل: (ښاغلى سفير! زه فکر کوم چې د ستا هيواد له کشمير سره دومره دلچسپي نه لري لکه چې يې د کشمير له شخړې سره لري.) کله چې پاکستان لومړى وزيږيد نو اسلام دومره کولاى شواى چې د دوى ترمنځ د باندني دښمن په وړاندى د يووالي کړۍ ټينګې کړي. مگر داسې نه وه چې په رښتا سره په خپلو منځو کې يو پر بل مين وي!! او يو له بل سره گډ ژوند وکړي. د بنگله ديش مشرانو په وار وار دا خبره کړې ده چه ´´د اقتصادي پرمخ تګونو په ضد د پاکستانى واکمنانو اجبارى چال چلند دومره پياوړى و چې نه شو کولاى هغه د اسلام په نوم او د ورورګلوي په دروغو شعارونو پټ کړاى شي. دا خبره به ډيره له عدالت څخه لرې واى چې د ختيځ بنګال له اولسونو څخه پاکستاني واکمنانو داسې توقع کړې واى چې د هغوى مذهبي کړۍ دې دومره ټينګې وي چه له خپل اقتصادي وروسته والي او استثمار څخه سترګې پټې کړي.´´ رحمن سبحان د شيخ مجيب الرحمن اقتصادي مشاور چه د ختيځ بنګال خورا غښتلى اقتصاد پوه دى، دې ټکي ته په څرګند ډول داسې ګوته نيولې ده: ´´له لويديځ پاکستان سره د بنګال سياسي انډيوالي په اسلامي ايډيولوژيکي نسټ ولاړه وه او دا کار هم د برطانوي هندوستان د مذهبى استثمار په ضد وشو. مګر هيچا هم داسې خيال نه کاوه چې ګوندې دا به د لويديځ پاکستان له خوا په اقتصادي استثمار بدله شي. د ختيځ بنګال مجادله د دې استثمار په ضد او هم د ختيځ بنګال د ژوندي پاتې کيدلو له کبله راپورته شوه. کله چې د پاکستان د ختيځ او لويديځ ترمنځ اړکي وشليدل نو د ايډيولوژيکي بڼه يې هم خړه پړه شوه. داسې يوه موقع راورسيده چې يوه پنجابي پياوړي سياست مدار (نواب مشتاق احمد گذمايى) د شکايت په ترڅ کې وويل چه: (وزرونه يې شته مگر د مارغه پته څرګنده نه ده.) په پاى کې وزرونه هم له خوځيدو ولويدل. ________________________________________ (۱) - د يادولو وړ ده چې د دې کتاب بريالى ليکوال له نن نه څلوېښت کاله د مخه د پېښو ناطبيعيوالي بوږنولى دى او څه ناڅه هرڅه ته د شک په سترګه ګوري. خو نوموړى پدې خبر نه دى چې د ټولې ډرامې شاته د پرنګي لاس دى او په هغې کې جناح او نور انډيوالان يې د انګرېز د ګټو ساتلو لپاره کار کوي.
۳ برخه
د شخړې تخم بنگاليان څلرويشت کاله وروسته په دې خبره وپوهيدل چې کله پاکستان په ١٩٤٧ عيسوي کال کې وزيږيد نو معنى يې دا نه وه چې ګوندې دوى هم ازاد شول. کبيرالدين احمد د بنگله ديش زيږيدنه: زما په نظر د بنګال اولس پوره حق په جانب و چې په هغه چال چلند چې روان و قانع نه وي. (پريزيډنټ يحيى خان) ........................................ د ١٩٦٩عيسوي کال د جولاى په ٢٨ ملت ته پيغام په کراچى کې زما پخوانيو ملگرو داسې عقيده څرگنده کړه چې د اوسنيو تراژيدي پېښو او چال چلند په رڼا کې چه د هيواد سوله او نظم يې ټوکر ټوکر کړى دوى دې نتيجې ته رسېدلي دي چې خورا خبره به واى که مسلم ليگ خپلې غوښتنې عملي کړې واى، يعنى د دوه جلا اسلامي هيوادونو په ډول چې ګډه پاليسى يې درلودلاى، د هند د نيمې وچې په دوو څنډو کې منل شوې واى. د ١٩٤٠ عيسوي کال د لاهور نامتو اعلاميه چى د يوه بنگالى ع. ک. فضل الحق چى په (شير بنگال) مشهور دى، (پر اند)، داسې وه چى په هغو ځايونو کې چې د مسلمانانو شمير زيات و لکه د هندوستان شمال لويديځ او ختيځ ايالتونه بايد بيل بيل هيوادونه چى پوره ځانګړې ازادي ولري، جوړ کړى شي. د نوموړي پورتنۍ مفکورې جغرافيايي پرابلمونه يواځنى غوره ځواب و. مگر دا مفکوره د فيوډالي طبقې او د ځمکو د څښتنانو په مفکوره برابره نه وه ځکه چې د هغوى د انفرادي او ځانګړو گټو په خلاف تلقي کيده. شپږ کاله وروسته يې د ځان ځاني هيوادونو مفکوره د يوه يونټ د جوړولو په خيال بدله شوه و په هغه ورځ د کورنيو شخړو تخم وکرل شو. د مسلم ليګ تاريخپوهانو به اوس د دوى د تاريخ هغه ساده او حساسې گړى احساس کړې وي. بايد وويل شي چې دا مفکوره په حقيقت کې تر پايه پورې موجوده وه او د ختيځ بنګال ځه ناڅه ټولو مسلمانانو د ١٩٧١ کال د مارچ تر ٢٥ نيټې پورې د ځانګړي هيواد هڅه کوله او د پاکستان د يووالي او اتحاد يواځنى لار په حقيقت کې د شيخ مجيب الرحمن شپږ فقريز پلان په دې بنست ولاړ و. مگر پاکستاني واکمنو يې منلو ته غاړه کينه ښوده. دغه راز بنگاليان هم د پاکستان د ترخو پيښو نه دومره په تنگ شوي وو چې هغوى هم ونه منله او پر ځاى يې غوښتل چې دوه اقتصادى او کلتوري بيل هويتونه چې يو زر ميله لرې سره پراته وو تر يوې ادارې او نظم لاندې راولى. د دې يووالي لپاره خورا غوره عنصر له مساوات او عدالت څخه عبارت وو. مگر تر پنجاب واکدارى لاندې د هغو کومه نښه نښانه نه وه او د پاکستان د مشرانو شئونيزم دا خبره هيڅ نه منله نو ځکه هر ډول هڅه دروغ او د يوې خوا په ګټه وه. د پاکستانى استعمار په ضد د بنگالى اولس د احساساتو راپارولو څلور غوره علتونه درلودل او هغه دا دي: ١ – بنگال ته د فيصلې او پرېکړې په کولو کې د برخې نه ورکول. ٢ – د ډيرو اوږدو کلونو لپاره بنگالى ژبې ته د اهميت نه قائيليدل. ٣ – د بنگال د مسلمانانو تعجيز او ترټنه. ٤ – اقتصادي نا اميدى چې په پاى کې خورا وروستى مرحلې ته رسېدلې وې. د وروستني علت کميت او کيفيت يواځې د هغو نورو دريو علتو له مجموعى سره برابر وو. دلته به اوس دا خبره غوره وي چې تر ټولو ړومبى لمړي درى علتونه تر څيړنې لاندې ونيول شي. ١ – نه برابري: پاکستان د دې لپاره چى خپل نوى اساسي قانون وليکي اته (٨) کاله ونيول او دا هڅه يې کوله چه د ختيځ بنگال اولس چه خورا گڼ شمير سياست مداران يې درلودل په ډول ډول فريبونو او دسيسو له منځه يوسي او په مرکزي تقنينيه قوه کې ځاى ورنکړي. په دى هکله بايد دا خبره ومنل شي چه د دې ناروا مقصد لپاره يې له ځينې بنگالى مشرانو لکه خواجه نظام الدين او محمد غلى بوگره څخه هم ناوړه ګټه اخستې ده. مگر د ١٩٥٠ عيسوي کلونو خواشينو پيښو داسى څرګده کړه چه دا توربخت او بدمرغه دوه تنه هم د پنجبى حکومت تر ظالمو منگولو او اقتدار لاندى وو او هرڅه ورباندې په زور منل شوي ؤ. لياقت على خان د پاکستان صدراعظم د مرکزى تقنينه قوى لپاره داسې فورمول وړاندې کړى و چې د هغه په اساس بايد بنگال او پاکستان په ملى اسامبله کې مساوي برخه اخستې واى. دې فورمول دواړو خواو هر يوه ته دوه سوه څوکۍ په اولسي جرگه کې او ٦٠ څوکۍ په مشانو جرگه کې منلې وې. او په دې حقيقت باندې چه د بنگال د اولس شمير په سلو کې ٥٦ ته رسيده سترګې پټې شوې وې. د دې خبرې واقعى سبب له هغه پنځلس مليونه هندو اولس څخه عبارت و کوم چه په ختيځ بنګال کې يې ژوند کاوه. داسې څرگنده وه چه که چيرې دا پنځلس مليونه ونه شميرل شي نو د مسلمانانو شمير به چه په پاکستان کې ژوند کوي، هرو مرو له هغو څخه زيات وي چې په بنگال کې ميشته وو. د لياقت على خان د فورمول په ضد د بنگال ولس سخته مبارزه وکړه تر څو په پاى کې له منځه ولاړ او په خپله لياقت على خان هم په راولپينډى کې په يوه قومى جلسه کې ووژل شو. د هغه مړينه لا تر اوسه د پنجابي داړهمارانو له خوا پټه وساتل شوه. قاتل معلوم نه شو او د دې پېښې د صحنى د واقع کيدو لپاره کوم منونکى دليل هم وړاندې شوى نه دى. په ١٩٥٢کال خواجه ناظم الدين چه هغه وخت صدراعظمي ته ورسيد هم هاغسې غوښتنه وکړه او د ختيځ له خوا په ضد عين عکس العمل وشو. کله چې دوه کاله وروسته هغه وخت چې پنجابى حکومت د ده موجوديت ته نور کوم ضرورت نه احساس کاوه نو گوښه يې کړ او د يو بل فورمول د موندلو په لټه کې شول چې د نوي صدراعظم محمد على بوگره له خوا وړاندى کړاى شو. په سطحى ډول داسې څرگنديده چې د بوگره غوښتنو او پيشنهاد ختيځ بنگال ته په ملى اسامبله کې مساوى برخه منلې وه، مگر په مشرانو جرگه کې د هغوى برخه په انتهايي ډول له نظره اچول شوې وه. په پاى کې پاکستانى داړه ماران دې ته مجبور شول چې محمد على بوگره له وظيفى څخه گوښه کړي. وروسته د داسې موافقې لومه جوړه شوه چه بايد ختيځ بنگال او پاکستان دې په شورى کې مساوي برخه واخلى. خو د غور وړ خبره دا ده چه په اجرائيوي څانګو کې هم بايد بنگال ته مساوي برخه ورګړل شي. مگر دا د خوب او خيال خبرې وې. که څه هم د ١٩٥٦ او ١٩٦٢ کلونو په پنجابى اساسى قانونونو کى دا فورمول د کاغذ په مخ داسې څه ليکل شوى و، خو د عمل جامه يې وانه غوستله. په نورو ادارى څوکيو کې د ختيځ بنگال برخه هيڅ کله په سلو کې له شپيتو څخه جگه نه شوه. حتى په ١٩٦٩ کال کې د يحيى خان د نولسو وزيرانو له منځه يواځې درۍ تنه د بنگال او نور شپاړس تنه يې پنجابيان وو. ه پاکستانى پوځ کې د بنگال برخه صفر ته نږدې وه. ړاسې چې په ١٩٧٠ کال کې د پاکستان په ټول پوځ کې يواځې يوه بنگالى بريد جنرال وظيفه اجرا کوله. هيڅ يو بنگالى په هوايي قوى يا بحرى قوى کې د بريد جنرال رتبى ته نه و رسيدلى. دا حقيقت دى چې دا چال چلن به دومره مضر او له فتنو څخه ډک او تريخ نه واى چى که چيرې د لياقت على خان له وژلو څخه وروسته د پاکستان واګې د پنجابى پمنې بيروکراسۍ په لاس کې نه واى لويدلې. معاصر تاريخ پوهان دې واقعيت ته ځير شوي نه دى او يا يى ورباندې سترګې پټې کړې دي. د ديموکراسۍ د پردې او نوم شا ته يو څو تن خونخوارانو او يوې کوچنۍ ډلې پنجابى دسيسه چيانو له دوه لسيزو څخه زياته موده د اولسونو ه مقدراتو ملنډې وهلې او منگولې يې په وينو لړلې ساتلى دى. محمد ايوب د نوي ډهلى د جواهر لال نهرو د پوهنتون پروفيسور د ´´کارل وان وريش´´ يوى احصايې ته اشاره کوي، ليکلي يې دي چى د ١٩٤٧ او ١٩٥٨ کلونو ترمنځ د پاکستان د ملى اسامبلى غړيو درۍ سوه اته ديرش ورځې جلسه کړى ده. په دې غونډو کى يو سل او شپيته قانونونه جوړ شوي مگر د ګورنر جنرال پريزيډنټ له خوا په خپله خوښه او خپل زړه درۍ سوه شپيته قانونونه پاس شوي دي. بايد وويل شي چه صدر يحيى خان په پاى کې هڅه وکړه تر څو چې څه ناڅه د بنگالي اولس د بري حق ته غاړه کېدي او په اداري څانگو کې د هغوى شمير زيات کړي. خو له يوې خوا په ملى سويه د پوځي استبداد او غارتگريو، او له بلې خوا د بنگالي اولس اقتصادى بحران او ماتې شوې ملا له کبله د نوموړي دى اقدام کومه مثبته اغيزه ونکړه
څلورمه برخه
٢- د ژبې پرابلم: پنجابي شئونستانو تل تر تله هڅه کړې ترڅو بنگالى ژبه له خاورو سره برابره کړي او مړه يې وساتي. بنگالي اولس د دې استعماري خصلت مزه د پاکستان له زيږيدنې يو کال وروسته وڅکله. قايد اعظم محمد على جناح د ١٩٤٨ کال د فبرورۍ په مياشت کې بنگال ته په خپل لومړني او يواځنى سفر کې داسې اعلان وکړ چى يواځې او يواځې اردو به د پاکستان رسمي ژبه وي. اردو ژبه په داسې حال کې تحميل شوه چى په سلو کى لسو تنو هم ورباندى خبرى نه شوى کولاى. په مليونونو بنگاليانو او نورو مليتونو ځان ته خپلې ژبې لرلې. د قايد اعظم دى اعلام په بنگالى ملت باندى چى د پاکستان د زيږيدو د برياليتوب سبب شوى و، سړې اوبه تويې کړې او د پرله پسې مبارزو لپاره يى ليار هواره کړه. د ژبى مسئله په پاى کې دومره وخيمه شوه چې له زده کوونکو او انقلابيانو څخه پنجابى جيلونه ډک شول. د هغوى له منځه يو هم شيخ مجيب الرحمن و چې هغه وخت يې د جيل لمړۍ مزه وڅښله. د ځينو نورو په وينو باندى د پوليسو ظلمونو او بى رحميو کوڅې او بازارونه رنگ کړل. دې کار پخپله بيا له خطر څخه ډک عواقب له ځان سره لرل. په مل اسامبله کى بنگالي نمايندگانو ته اجازه نه وه چې پخپله ژبه خبرى وکړي. کله چى هغوى پدې خبره اعتراض وکړ، لياقت على خان يې په ځواب کى وويل چې: ´´پاکستان يو اسلامى هيواد دى بايد ملت يې په اسلامى ژبه خبرى وکړي ... د يوه هيواد لپاره دا ډيره حتمي گڼل کيږي – چى په يوه ژبه خبرې وکړي او هغه ژبه به يواځى او يواځى اردو وي!´´ د ژبې مشکل په ١٩٥٢ کال کې خپلې وروستۍ مرحلې ته ورسيد او پن)اب مجبور و چې بنگالي ژبې ته حق ورکړي پدى شرط چې په ليک کې د اردو الفبا استعمال کړي. د دى په نتيجه کې په سلگونو تنه په هغو نښتو کى چى له پوليسو سره يى وکړې ژوبل او ووژل شول. وروسته پنجاب دى ته ورسيد چه بنگالي او اردو ژبو ته مساوي حق ورکړي او انګريزي د رسمي ژبى په توګه ومنل شوه. ٣- اسلام: لياقت على خان پدې خبره چې ´´اردو د مسلمان اولس ژبه ده´´ د اسلام مقدس دي ته خيانت او له مذهبي حقيقت څخه انحراف وکړ. د قرآن پاک ژبه خو په عربى ده نه اردو! د لياقت على خان دا خبره بلوچى، سندهي، پنجابى، پښتو او نورو ته متوجه نه وه بلکې يواځې بنگالي ژبه يې مخاطبه کړه او په ډاگه څرګنده شوه چې د نوموړي دا عمل يواځې د ړانده تعصب په بنسټ ولاړ و. د خندا وړ خبره خو دا ده چې لياقت على داسې وښودل چې د ده پورتنۍ پريکړه د هندوانو د ګڼ شمير اقليت په هکله چې په ختيځ بنگال کې استوګن شوې وه. مګر که داسې واى نو خورا ګڼ شمير هندوان او مسلمان په پن)ابى هم خبرې کوي او بايد د پنجابى ډلې له خوا ور سره همدا ډول کړنه شوې واى! مګر پدې عمل کې د تعصب کړکيچنه او کرکجنه څيره له ورايه څرګنده وه او تر پايه پورې پاتې شوه. د بنگالي اولس په ديندارۍ هم په ډول ډول ملنډې او مسخرې وهلې شوې او د پنجاب واکدارانو پدې هکله هم عجيبه حيرانوونکې اعلاميې کړې دي. ملک فيروزخان چې په ١٩٥٢ کال کې د ختيځ بنګال حکمران و په وار وار دا خبره کړې چې بنگاليان نيم مسلمان دي! د چرګانو په حلالولو پسې سر نه گرزوي! دې مسخرو او ملنډو دومره زوږ پورته کړ چې په پاى کې مولانا بهشاني د يوې مرکې په ترځ کې ورته اشاره وکړه او ويې ويل چې: ´´ايا خپلى لنگى ړنگې کړو څو ثابت کړى شو چه مسلمانان ياستو؟ ما پخپله هغه وخت چې په کوميلا کې د نهم ډيويژن په کتنه بخت وم وليدل او واوريدل چې پنجابى افسرانو بنگالى اولس د اسلام سره په بې وفايي تورنول، هغوى ته به يې په ډاګه د کفارو او هندوانو نسبت کاوه او يواځنى دليل يې دا و چې ولې بنګالي ناسيونالستانو د پنجابي داړه مار ټولي په ضد مبارزه کوله. دا عمل د رښتيا او حقيقت تکذيب دى ځکه چې ډاکه پخپله د يو زر ماجتونو (مسجدونو) د ښار په نامه شهرت لري. دا واقعيت حتى د توريستي کارتونو پر مخ ليدل کيداى شي. زما په خيال بنګالى مسلمان لکه نورې اسلامي ټولنې پاک او بې الايشه دي او رښتيا ده چې په اسلامي لارو او طريقو باندې له ډيرو پنجابيانو څخه ټينګ ولاړ او د عقيدې خاوندان دي. په بنګال کې له ډيرو نهياتو څخه ډډه شوې مگر پرعکس اسلام اباد د پاکستان پايتخت بى بندوبار او بى اجازې د شرابو له مغازو څخه ډک دى او د جمعرات په په ورځ چې د مسلمانې نړۍ مقدسه ورځ ده د حرامو بازار خورا تود وي. لوڅ فلمونه، تياترونه او اکټونه چې په کراچۍ او لاهور کې ښودل کېږي هيڅ کله يې په ډاکه يا چيتگانگ کې د ښودلو امکان نشته دى. د روژې د مبارکې مياشتې احترام په بنگال کې تر پاکستان څخه زيات ساتل کيږي. د ١٩٧٠ کال په انتخاباتو کې شيخ مجيب الرحمن له دې سره سره چې تر سختې شکنجې لاندې و، د روژې د مياشتې ټولې ورځې يې روژه نيولې وه او شرطونه يې په ځاى کړل. دا حقيقت ما ته پخپله څرگند دى کوم وخت چې د ډاکې په دومڼدى کې د نوموړي کورته ورغلى وم. برعکس کله چې په کراچى او راولپينډى کې د ځينو نورو سياسي ملګرو کورونو ته له هغه نه يوه اونۍ مخ کې ورغلم، بل ډول صحنه مې وليدله. داسې چې د يوه کره مې د غرمې ډوډۍ وخوړله او د بل په کور کې مې څښل وکړل. په دې ټولو بيا هم مجيب او د هغه اولس ته د کفر نسبت ورکول کيږي او يواځې پنجابي ګوډاګيان مسلمان دي. داسې درواغ او د حقايقو تکذيب بيا هم د ختيځ بنګال له خوا دومره جدى نه و تلقي شوى، خو بايد وويل شي چې د زيات شمير حساس بنگالي اولس په زړونو کې يې د پنجاب په هکله کلکه کرکه پيدا کړې وه. د۸،۷،۶،۵، برخی د لوستلو لپاره دلته ټک ورکړئ [email protected] - بېرته شاته