(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د بنګله دیش بې ستري5 ,9,8,7,6,مه برخه

لیک: غلام محمد زرملوال د۱،۲،۳،۴ برخی د لوستلو لپاره دلته ټک ورکړئ
پينځمه برخه
اقتصادى اړخ په يوه کورنۍ کې که يو تن ډوډۍ وخوري نورو ګېډې خو نشي ډکيدلاى. نو ايا کله چې موږ خپله برخه وغواړو څنګه او په کوم وجدان موږ ته خودغرض واياست؟ تاسو چې يواځې خپله برخه خو څه کوې خو د نورو وروڼو په برخه مو هم خيټې اچولې دي. (شيخ مجيب الرحمن) هر يو عادي انسان زما په شمول که چيرې د پنجاب او ختيځ بنګال اقتصادي توپيرونو او نااميديو ته په ځير شي او د هغو حقايقو، عددونو او احصائيو ته پاملرنه وکړي نو ژر به دا څرگنده شي چې هيڅ د زغم وړ نه دي. د دې لپاره پوره او مکمل دليلونه شته. پاکستان د اقتصادى مرستى په هکله تل تر تله د امريکا، يوروپ او جاپان لمن نيولې ده. اوس څرګنده معلوميږي چې دا هيوادونه د پاکستان له خوا د پورو د ادا کولو لپاره حيران او وارخطا پاتې دي چې ګوندې که اسلام اباد وکولى شي چه د هغوى پور ادا کړي. نو دا سبب دى چې په پاکستان کې يې په اقتصادي هکله د واقعيتونو لاس ته رراوړل اسان کړى دى. يوه ټولي اقتصاد پوهانو چې د بنگال له رحمن سبحان کبيرالدين احمد او د هارورد د پوهنتون له ايدوارد ميسن، رابرت دارفين او ستينن مارلن څخه عبارت دى، په شواهدو او اسنادو سره ثابته کړې چې څنګخ بنگال د پنجاب له خوا د مستعمرې په توګه ساتل شوى دى. د هغو اسنادو څخه څو نمونې دا دي: ١- په ١٩٦٩-١٩٧٠ کلونو کې د پاکستان د يوه تن عايد له بنګال څخه په سلو کې يوشپېته زيات و. دا عدد لس کاله پخوا له دوه چنده څخه هم اوښت. ٢- په ١٩٥٠-١٩٥٥ کلونو کې ختيځ بنگال ته په سلو کې شل او پاکستان ته په سلو کې اتيا انکشافي بودجه ورکړل شوې وه. په ١٩٦٥-١٩٧٠ کلونو کې د اسلام اباد د ټولو غوړو او خوږو وعدو په برسيره بيا هم ختيځ ته په سلو کې پنځه ديرش او پاکستان ته پنځه شپيته فيصده بودجه منظور شوې وه. په دې حقيقت بايد سترګې پټې نه شي چې د ختيځ بنگال نفوس په سلو کې څلور پنځوس گڼل شوى. ٣- په وروستيو کلونو کې په سلو کې له څلويښت څخه تر پنځوس پورې پاکستان خپل هغه مالونه چې په بل ځاى کې يې د ټيټ جنسيت او لوړې بيې له هکله بازار نه درلود او مارکيټ يې نه شو پيدا کولاى ختيځ بنگال ته صادر او لېږلي دي. ٤- د ختيځ بنګال د صادراتو هغه کوم اسعار به چې پنجاب ته په لاس راتلل د مرکزى حکومت له خوا د پاکستان په پسمانيو باندې لګيدل چې په نتيجه کې د ختيځ بنگال د طبعي منابعو له بهير څخه عبارت وو. د طبعي منابعو دا بهير په وروستيو شلو کلونو کې يعنې تر ١٩٦٨-١٩٦٩ کلونو پورې يو ديرش بيليونو کلدارو يا دوه زره او سل مليون ډالرو ته رسيده. ٥- اسلام اباد پدې هکله چې د ختيځ بنګال اقتصادي عايد ولې لږ و، داسې دليل وړاندې کاوه چې هلته د نفوس د زياتوالي کلنى شمير زيات و. مگر برعکس داسې نه وه. د ختيځ بنګال نفوس په ١٩٤٩-١٩٥٠ کلونو کې له يو څلويښت مليونو څخه په ١٩٥٩-١٩٦٠ کلونو کې درۍ پنځوس مليونو ته ورسيده چې په لومړيو لسو کلونو کې کلنى زياتوالى دوه عشاريه نهه فيصده او په وروستيو لسو کلونو کې په سلو کې درۍ ښئي. په پاکستان کې په ١٩٤٩-١٩٥٠ کلونو کې د نفوسو شمير له دوه ديرش مليونو څخه پنځه څلويښت مليونو ته او په ١٩٦٩-١٩٧٠ کلونو کې نهه پنځوس مليونو ته لوړ شوى. چې په لومړيو لسو کلونو کې کلنى زياتوالى په سلو کې څلور او په دوهمو لسو کلونو کې دا زياتوالى په سلو کې درۍ عشاريه يوه ته رسيږي. پورتني شواهد بيله شکه د عوامي ليگ ادعا د اقتصادي اختناق په هکله د پاکستاني استعمار نمونې کيدلاى شي. دا خبره بايد ومنله شي چې د يحيى د رژيم د مريدانو له منځه ځينى اقتصادپوهانو چې يو يې هم له م.م. احمد څخه عبارت و، داسې وکولاى شول چې د خلکو مخ ته ځينى داسې احصايې وړاندې کړي چې داسې وښيي چې ګوندې دوى د اقتصادي اختناق د ختمولو په هڅه کې وو. په هر حال اقتصادي احصايې يواځې د کاغذ د تورولو مقصد په ځاى کولاى شي، مگر واقعاً د بشر د تعذيب او بيچارګۍ څخه چا ته څه نه شي څرګندولاى او نه په بشري چوکاټ کې دردناک حقيقتونه ځايولاى شي – کوم هغه څه چې د ختيځ بنګال په ايماندار اولس تيريدل. حتى پخپله يو پاکستانى لدې سره سره چې پاکستان هم کومه د شيدو او شاتو ځمکه نه ده، کله چې به ختيځ بنګال ته لاړ نو د هغه اولس بيچارګي او بيوزلي ته به هک حيران پاتې شو. په کراچۍ کې زما د شلو کلونو هستوګنې په موده کې ختيځ بنګال ته تللى يم. ما د هغه هيواد په اوږدو کې د سهيلي خوا تر وروستيو برخو پورې په کاکس بازار کې تګ او راتګ کړى دى. په همدې وخت کې دولس ځله راولپينډۍ، لاهور، پيښور، کوټه، زيارت، حيدراباد او سکور ته هم د تفريح او وظيفې اجرا کولو لپاره تللى يم. ما (هترا؟)، گلگت او قراقروم ته سفرونه کړي دي. په دې سفرونو کې ما له الوتکې، گاډي، موټر، بس او په ختيځ بنگال کې له بيړۍ څخه ګټه اخستې ده او د چاندپور د مغنا له سيند څخه تر کولنې پورې په بيړۍ کې تللى يم. مگر څنگه چې د خپلو سفرونو پس منظر گورم د پاکستان يوه برخه هم د ختيځ بنگال په څير له توربختۍ سره لاس پر ګريوان نه وه او بيله کوم تردد څخه ويلى شم چې د ختيځ بنگال د بېوزلي سارى نه ليدل کيږي. په شمالي صوبه سرحد کې پيښور ته نږدې پښتانه هم په مغارو کې اوسيږي او ژوند يې څه ناڅه د ختيځ بنگال د ژوند سره نږدې دى. او داسې په سند کې لکه څنگه چې گورنر جنرال رحمن گل دې خبرې ته، چې څنگه يوه کورنۍ چې شمير يې له اته څخه تر لسو تنو پورې رسيږي کولاى شي له شپږو تر څوارلسو بوجيو (خريطو) د جواريو او غنمو په عايد باندې ژوند وکړي شرموونکې خبره ده او هر ډول ټولنه به د هغو په ليدلو سر ټيټ کړي. خو بيا هم شمير يې کم او د هغه څه په انډول نه و چې په بنگال کې تيريدل. د پاکستان په عکس په ختيځ بنگال کې غربت او فقر په ښارونو او کليو کې يو شان ته و. د ډاکې په ښار کې د لاسي ريکشا کشوونکى چې د شپې کور او د لماستې ځاى يې هم هغه کړپه کړوپه رکشا وه له ډيرو تنگسياو او تکليفونو څخه وچې شونډې – الوتې بڼۀ په شل کلنۍ کې داسې بريښيده لکه د څلويښتو کلونو چې وي. او ممکن داسې ستړى ستومانه و لکه په باريسال کې کب نيوونکى (ماهيگير)، په چتگانگ کې ماڼو، په کاميلا کې خوارکى بزګر، او په سلهت کې د سړک د غاړې اناناس (پاين اپل – (بلوت-مڼه)) پلورونکى. د خوراکي موادو نارسايي، توبرکلوز، سابندي او نس خوږو اندازه بېشماره وه. داسې څه او په هغې اندازه خو د پاکستان په هيڅ برخه کې نه ليدل کيدل. د نارينه و جامې له يوه لنگ او يوه واسکټ څخه عبارت وې، او د ښځو داسې څه په غاړه وو کوم ې يواځې ټټر او نور فرضونه يې پټ او په ستر کې ساتلي وو. مگر په پاکستان کې ډيرو بيوزلو ښځو دوه يا درۍ تنه جامې، کميس، ساړى يا نور څه درلودل. په ختيځ بنگال کې دښځو ´´زيورات´´ له شنو گلانو څخه عبارت وو او بل څه يې نه لرل. په ورځ کې يې يو ځل ډوډۍ خوړله او هغه ډوډۍ هم له يوه لوښي پنډو وريژو او پاخه شوي ´´کب´´ څخه عبارت وه. د غوښې خوړل يا سپين ټکى ´´شيدې، مستې او نور´´ له امکان څخه لرې خبرې وې. مگر په پنجاب کې که په هر کور کې غوښه نه واى، خو شيدې او شړومبى خو به ورته رسيده. د پاکستان اولس هم بيله شکه بيوزلى او فقير دى، مگر څه ناڅه ژوند کولاى شي. خو د ختيځ بنگال اولسونو ټولو تر روحي شکنجې لاندې شپې ورځې سبا کولې او داسې څرګنديدل چې د ژوندانه مشکلاتو يې ملاوې ماتې کړې وې. يوه روحي غوره خبره خو دا وه چې په پاکستان کې وگړي د راتلونکي ښه ژوند په اميد کې وو، مگر زما بنگالي وروڼه داسې څرگنديدل چې نور يې نو له ژوند کولو څخه لاسونه منځلي وي او د ربړونو او مشکلاتو په مخامخ د مبارزې او مجادلې توان يې له لاسه ورکړى وي. هغه ترخه ننداره چې چې دې ربړونو او تورتم څنگه ګڼ اولسونه له پښو څخه اچولي وو، تر څو مې ژوند وي هير به مې نه شي.! .د وظيفو او کارويش او موقع ورکول داسې نتيجې ته رسيدلي وو چى په سلګونو تنو د پوهنځيو فارغانو د چپړاسيانو وظيفى اجرا کولې او د ژوند تر پايه پورې به په هغه وظيفه کې پاتې کيدل. د ختيځ بنگال (دلته د کتاب له ٤٠ مخ تر ٤٩ مخ پورې نشته. هڅه به وکړم چې که وکولاى شم د کتاب انگريزي متن ومومم بيا به د ورکو شويو پاڼو متن پر ورزيات کړم. انشا الله تعالى. او که له چا سره د هغه انګريزي متن ´THE RAPE OF BANGLADISH´ وي او را يې کاندې، نو ستره مهرباني به يې وي. په درناوي) ..... وړاندې کيږي دا دي چې (په اولسونو کې يې داسې استعداد نشته!) د تودو او اولسونو څومره تعجيز ا ترټنه!! د دې تعجيز او ترټنې زغمل خو پريږده مگر پنجابي بيروکراسۍ د خپلو پروپاګندي چينلونو له لارې لا داسې هيله او غوښتنه کوي چې بايد د پاکستان پنځه اويا مليونه نفوس له دې خبرې خوند واخلي او هرکلى ورته ووايي! د بيروکراسى پرمختگ له تشريفاتي غوړه مالى او چاپلوسى سره مستقيم تناسب لري. زما په هغه صحنه کومه چې مې په ١٩٥١ کال کې د ډاکې په کلپ کې د لمړي لپاره وليده هيڅ له ياده ولاړه نه شي. داسې چې د تمبوله (Bingo) د بازۍ وخت پاى ته رسيدلى و چى يوه جوړه لوړ (ښځه ام ميړه) د کلپ له دروازې څخه راڅرگند شول. ټولې سترګې د هغوى په لور کږې شوې څو تنه تجاران په پښو ودريدل او د احترام کولو لپاره يې د هغوى په لور ودانگل. کله چې ما د دې احساساتو د علت پوښتنه وکړه، يوه بنگاي خبرنگار مې په ځواب کې وويل: ´´دا چيف سکرتر دى´´! کله چې ورته ځير شوم نو سکرتر صاحب داسې اک کاوه لکه توبه نعوذ باالله چه خداى (ج) د خداى د مخلوق دليدلو لپاره ځمکې ته راښکته شوى وي. يوه بله صحنه په کراچۍ کې وه چې دوو تنو مليونرانو دواړو د خپل زوى او لور د واده د مراسمو په هکله په خورا لوى هوټل کې لويه ميله جوړه کړې وه. د واده د کورنۍ غړو د دوه زره تنو ميلمنو په منځ کې خوراک څښاک کاوه چې د صنايعو د وزير د رارسيدو خبر ورته راورسيد. بيله درنګه چوپه چپتيا شوه. د بادنجانو اوبه يوې خوا او د چايو پيالې بلې خوا ته چپه شوې! کله چې دوى ور ووتل چې د هغوى احترامات په ځاى کړي، د چوپې چپتيا په منځ کې دډيرو په مخ مسکا شوه چې له شا څخه مو غږ واوريد چې: ´´آه بيا يې د کومې نوې فابريکې درخواست ورکړى دى.´´ د ايوب خان رستوران چې دملي اسامبلې موقتي مرکز و، هم خورا په زړه پورې د تماشا او نندارې ځاى و. په هر ګوټ کې به د خلکو ټولي څرگنديدل. مگر غوره دا وه چې دا ټول لوړ رتبه مامورين او پنجابي غټان وو او نه د درنى اسامبلى غړي. هغه ډول چې به دوى خپلې گوتې او لاسونه د نورې قهوې او کيک د غوښتلو لپاره ښورولې، ډېرې شرم اوره وې. د هغوى د دې سپين سترګۍ او بى شرمانه حرکت په نتيجه کې زما ملگرى منصورى پوزې ته رسيدلى و او دا ډول تبصره يې وکړه: ´´دا بې پتان د پيسو لپاره نه مړيدونکې اشتهاوې لري. کله چې درۍ کاله مخ کې دوى اسامبلې ته راغلل په رکشاو کې به سپريدل او جامې يې له خريو نه پورته کيدې. اوس په تيوتاو کى سپريږي او جامو ته يې وګوره.´´
These bloody fellows have insatiable appetite for money. When they first came to the assembly three years ago, they rode the rickshaws and their cloths were nit worth a domn. Now they drive Toyotas and look at those suits.
برخه6
کله چې جناح په ١٩٤٨ کال کې مړ شو، وروسته بيا هر څوک چې يې ځاى ته ورسيدل د هغه ديکتاتورۍ رويه يې غوره کړه. مگر د وروستيو يو غوره توپير د هغوى سره چې يى کوم و، يواځې د خودخواهۍ په بنسټ ولاړو. سياست وروسته شو توربختى او ويجاړې وروستنى مرحلې ته ورسيدلې. دا لاندې له پاکستان ټايمز څخه د طارق على خان د يوې مقالې څو ټکي اقتباس شوي دي: هر ځل چې پنجابى واکدا ټولى بريالى شي، ملى مقدرات له خاورو سره برابر کړي. نو هغه نارې سورې چې له مختلفو گوټونو څخه پورته شي د دې لپاره نه وي چې خلکو ته د ازادي ورکړل شي بلکې د ازادۍ د سلب کولو لپاره- د لويې ديموکراسي لپاره نه پورته کيږي بلکه د پياوړې ديکتاتوري په خاطر!´´ يوه بله پياوړې ديکتاتوري په کار وه چې د شخصي او صوبه يي گټو لپاره بايد منځ ته راشي او هغه گټې وساتي. د دې دکتاتورى غوره مرکبات دا وو چې: له يوې خوا د ځمکو او ښو حاصلاتو د لاس ته راوړلو لپاره فيوډالي سيستم وساتل شي او له بلې خوا له هغو څخه د گټې اخستلو حقوق انحصار او په څو تنو او يا څو کورو پورې وتړل شي. دې کار (له حرص څخه په ټولنه کې د ګټې اخستلو) د هغه يو شمير نيکمرغو لپاره بې شميره ثروتونه راغونډ کړل. پنجابيانو په دواړو خواو کې خورا غوره او غټې برخې لرلې. لوى او مقتدر زمينداران په عمومي ډول د همدې ځاى اوسيدونکي وو. پنجابيان چې اکثريت يې د دې زميندارانو اولاده و، په اجرائيوي، اداره او پوځي لوړو څوکيو کې د قدرت خاوندانهم و. د پنجابي ناروا او تجاوزکار ناسيوناليزم دلچسپي يواځې او يواځې د ځانگړو ګټو او واک اختيار ساتل دي. (( دوى بل څوک حتى سا کښلو ته نه پريږدي)) دا هغه خبره ده چې (سهروردي) کوم وخت چې له صدارت کولو څخه گوښه کړى شو او زه يې کور ته ورغلم، په ډيره نااميدي وکړ. که چيرې د دغو خواهشاتو په هکله کوم زوږاوکړکيچ راپورته شي نو په عمومي ډول هغه په څوتنوپورې اړه لري اوهيڅ کله داسې مرحلې ته نه رسيږي چې د پنجابيانوګټوته کوم خطر موجه شي.د ځمکو د ريفورم مسئله د ايوب خان له لاپو اوباټو سره سره تر اوسه لا په تيوري کې ده او هيڅ کله يې د عمل جامه وانه غوستله. په زراعتي محصولاتو باندې کومهماليه نه ده لگول شوې.دا رنگه ماليه حتى په ١٩٧١ کال کې کله چې يحيى خان عاجله بودجه،کله چې د هغه حکومت منتها نااميده شوى و او په ختيځ بنگال کې عمليات په شدت روان وو،هم عملي نه شوه. واسطې او ذريعې د پاکستان په قوانينو او اصولو کې دومره ژورې اوبدل شوې دي چې په هره گړۍ اوهر محل کې د عام سړي ورځنى ژوند متاثره کوي. دا هم د يادونې وړ خبره ده چې هغه په سلګونو تنه حکومتي رشوه خورانوته چې د مارشال ايوب اويحيى خان له خوا په گوته شويوو هيڅ سزا ورنکړاى شوه. پرېښودل شول تر څو په خپلو ناروا اوناجايزه گټو باندې عيش او عشرت وکړي. اوس اوس دوى پله پسې د سند او کراچۍ په کلبونوکې دموجوده رژيم د غړيو په شمول په عيش اوعشرت اخته دي. د نړۍ په هيڅ ټولنه کې به دا ډول برکتي خيانت نه وي ليدل شوى او چې سپور (سوارکار) بدل کړي، مگر (بيا هم) د اصلي تون (اواز) په بدلون پورې اړه نه لري. دا خورايومصئون ديموکراتيک تمرين دى. دحيرانتيا وړ خبره ده چې د پاکستان هر صدراعظم (د يوولسو کالو نامنهاد له پارلماني صدر اعظمانو څخه اووه تنه) په تهديد اوپوځي قدرت گوښه کړل شوي او شړل شوي دي. او يويې هم د انتخاباتو په نتيجه کې نه دى لرې شوى. لمړنى نواب زاده لياقت على خان په يوه اولسي جرگه کې ناڅاپه تر عجيبو شرايطولاندې ووژل شو. لکه څنگه چې پخوا مويادونه کړې تر اوسه پورې د هغه د قتل څرنګوالى په ډاگه نه شو. که څه هم دا مشهوره ده چې د نوموړي ماندينې بيگم لياقت على خان او دوه تنه صدراعظمانو په خپلو ډيرو هلو ځلو برسيره د هغه د وژلو د اسبابو پوښتنوته ځواب پيدا نکړى شو. خواجه نظام الدين چې له لياقت على خان څخه وروسته صدراعظم شو د پنجابي گورنر جنرال غلام محمد له خوا ورټل او وشړل شو. په دريم ځل محمد على بوگره ته وار ورسيد. نوموړى چې هغه وخت په واشنگټن کې سفير و په ډيره دبدبه راوبلل شو او په ډير شان د صدارت څوکۍ ور مبارکه شوه. نوموړي هم په ويره او ډار کې څو مياشتې وروسته واشنګټن ته کډه بار کړه. چودري محمد على پخوانى سکرتر جنرال چې اوس په سياستمدار او د ماليې په وزير بدل شوى و ټر نورو څخه لږ بريالى شو او د برياليتوب سبب يې هم يو سياسي فريب و. د مسلم ليگ اسامبلى پريکړه کړې وه چې نوموړى د هغه گوند مشر وټاکي اوشرط يې دا و چې دى به له سهراوردى سره چې د عوامي ليگ د مخالف گوند مشر و او ائتلافى حکومت جوړول يې غوښتل مفاهمه او خبرى وکړي. مگر کله چې سهراوردى داسې اقدام ته سترګې په ليار و چودرى محمدعلى په پټه د گورنر جنرال کور ته ولاړ اود سکندر ميرزا له خوا د صدراعظم په توگه تحليف اوللوړه ورکړه شوه. چودري محمد على د پاکستان د نوي اساسي قانون د جوړولو اقدام وکړ. دا وثيقه د سياسي سولې په بنسټ او د مساوات په فورمول چې د بنگال له خوا برابره کړل شوې وه، ولاړه وه. چې په نتيجه کې ختيځ بنگال څوارلس کاله د زړه وينې وخوړې اوپه پښيماني پښيمانه شول. چودرى محمد على که څه هم د پنجابى ځنځير يوه کړۍ وه مگر د خپلو ملگرو په منځکې يې پوره نوم وګاټه. او هغوى په دې ويره چې نوموړى به ستر قدرت ته ورسيږي، د خپلو مقامونو خطر احساس کړ. هغه و چې نوموړى هم له منځه ويستل شو او سهراوردى ته چې دا وخت يې له سکندر ميرزا اوپوځ سره ښه اړيکي لرل ډګر خالي شو. د سهراوردى د عوامى ليګ په اسامبله کې ډيرى لږ څوکۍ لرلې. څنګه چې نوموړى د سکندرميرزا يوه هوسي ټاکنه وه نوکه چيرې به لږ څه په پښو شو سمدلاسه به بيا د سر په ککرۍ لاندې پروت و. د چودرى محمدعلى له دور څخه وروسته بل په نامه صدراعظم چنديگر چې د بمبيي بارستر و صحنې ته راغى تر څو پدې ليونۍ نڅا کې ورګډ شي. خوله بده مرغه د هغه موده تر څلرويشتو ورځو اوږده نه شوه. اوس نو فيروزخان نون ته لياره جوړه شوه. دې پنجابي فيوډالي زميندار خو له توره بخته لا هلته چې د ختيځ بنگال ګورنر و او د ژبې په هکله يې اړې دوړې روانې کړې وې خپل شهرت بايلى و. په ١٩٥٧ کال کې کله چې واکدارې ډلې د نوموړي په بيا راتګ کې گټه ليدله تېرې هېرې شوې او نون صدر-اعظمى ته راوبلل شو. ميرمن ويکرونيا نون په دې هکله خورا شکمنه وه او د نون له لوړې کولو څخه يوه ګړۍ پخوا يې د خبرو په ترځ کې وويل: (زه تل تر تله د دې لويو څوکيو څخه په ويره کې يم. پاى يې تل خراپ او ويجاړ وي. خداى دې ونکړي چې دا ځل هم داسې شي.) ښادې مېررمنې رښتيا ويل. لوى تندر بيا راولوېد. دا ځلې يواځې د نون په سر نه، بلکه ټول اولس ته يې درد ورسېد. د ١٩٥٨ کال د اکتوبر د مياشتې په اوومه نېټه چې د لمړي ځل عمومي انتخاباتو ته شپږ مياشتې پاتې وې جنرال محمد ايوب خان ملى اسامبله او صدراعظم دواړه په لغته ووهل او د دکتاتورى تور جال خپور شو. د پوځي بيوکراسي هيولا راپورته شوه ا و اولس له رښتيني تعدى اوستم سره مخامخ شو. د راتلونکو لسو کلونو په اوږدو کې پاکستان په توره او توپ اداره کيده. دلته د هغې مشهورې خبرې چې (تام قدرت تام انحراف منځ ته راوړي) اثبات ډګر ته راوځي. د ايوب تر قدرت لاندې د پوځي بيروکراسى وحشيانه خوبونه رښتيا شول. تر هغه پورې چې (څوک به) د ايوب رژي ته وفادار وو د هغوى په اشتها او غوښتنو هيڅ کوم کنترول اوپوښتنه نه وه. غوړه مالي، چاپلوسي او انحراف د ژوندانه لياره شوه او بيله دې ليارې سياسي،مسلکي، تجارتي او بيروکراتيکي برياليتوب امکان نه درلود. دا د پاکستان رواجى (ديموکراسى!) ده.
اوومه برخه
نوى پيل ملګرو هيوادوالو! اجازه راکړئ چې په ډاګه څرګنده کړم چې زما يواځنۍ هيله دا ده چې د مشروطه اوديموکراتيک حکومت لپاره لياره هواره کړم ... ٢٦ مارچ ١٩٦٩ پريزيډنت يحيى خان د ١٩٦٩ کال د مارچ د شپږويشتمې نېټې په سهار پاکستان په يوه نوي پيل له خوبه راپاڅېد – دا چې هغه نوى پيل و که نه! مگر د هر يوه تن هيله خو دا وه. د فيلد مارشال محمد ايوب خان، هغه خودراى انسان چې په خپلو پرله پسې ليدنو کتنو يې د اولس ژوند اشباع کړى و، د يوه پياوړي توده يي قيام په پاى کې چې د هيواد په تاريخ کې يې سارى نه درلود له زوال سره مخامخ شو. د هغې پېښې تاريخ په خپله ځانته يو کتاب دى. هغه قصه به په نوروځايو کې ويل شوې وې او بيله شکه نور ډير ټوکونه به ورباندې ډک شي. مگر زه به په خپل وار هڅه وکړم تر څو د هغې نتيجه وړاندې کړاى شم او د دې مخ ظاهري ماته (ماتې؟) چې د دوه ويشتو کلونو لپاره د پنجابي پوځي بيروکراسى له خوا په ډول ډول بڼو د نړۍ اولسونو ته ورښوول شوې وه په ډاګه کړم. د هغې ټولې وارخطايي او کړکيچ په منځ کې که هر څو کوچنى هم څرگندېږي پاکستانى اولس چې د دې پېښې خوند يې په خوله کې و يوې نوې زړورې پاکستانى نړۍ ته سترګې په لياره کړى و. تر دې نېټې پورې دا د اولس خورا لوى برياليتوب و نو طبيعي خبره ده چې هر يوه تن يې د خوښۍ احساس کاوه. برعکس د بادارې طبقې لپاره داسې بېسارې خواشيني وه چې په خپل ژوند کې يې پخوا نه وه ليدلې. د وروسته تللو (عقب نشيني) په هڅه کې وو. د دوه خواو په منځ کې يواځنى څوک چې د پاکستان سترګې يې په لور کږې وې جنرال اغا محمد يحيى خان و. د کراچۍ د جمخانې او د سيند د کلوپ د ډوډۍ خوړلو خونې او سالونونه پدې بدمرغه ماسپښين له مليونرانو او د په سل کې لس کميشن کارو مامورينو څخه ډک وو او د دې شوک د ځغملو په تړون کې وو. د جنرال محمد يحيى خان د استعداد پههکله خبرې کيدلې داسې اوازه خپره وه چې په راولپينډۍ کې د نوموړي ځانګړې دسيې داسې ښودل چې د ده ذهني استعداد تر شړل شوي فيلډ مارشال څخه زياتى کاوه. کله چې د ده د عياشي په هکله خبره منځ ته راغله نو د لويو تجارانو تندي روڼه وغوړيدل ځکه چې هغوى کلونه کلونه تجربه کړې وه چې هر څوک يوه بيه لري! هغه بيه يې تل تر تله په ورين تندي پريکړې وه او په بدل کې يې خپلې ځتنګړې ګټې څو چنده کړې وې.دا خوى بدليدلاى نه شو او د بدلون لپاره يې کوم دليل هم نه و. دا د غره شغالانوته چې تر زمريانو يې ځان لوړ باله د پن)ابى امرانو گيډه او حرص ښه څرګند و نو د پاکستان د مقدراتو په دې نوې لحظه کې هغوى يواځې دا هڅه کوله تر څو پوځي مرکز ته چې د برياليتوب خورا زړوره ليار وه ژر تر ژره خپل د جادو لاسونه ور اوږده کړي. خوراک ځواک يې کاوه او لههر ګوټ څخه يې خبرې راټولولې. يوه چا وروسته تبصره وکړه چې (على بابا تللى دى مگر څلويښت تنه غله لا ځاى په ځاى دي!) کله چې دا خبره په ډاګه شوه چې د پريزيډنټ يحيى د تيلوپه يوه بين المللي شرکت کې يووچنى مامور و نو بيله درنګه يوه مغل د تليفون خپلو مريانوته داسې لارښوونه وکړه: ´´په هره بيه چې وي بايد لاس ته راشي.´´ مګر څنګه چې معلومه شوه چې يحيى خان لکه د ده د سلف (ايوب خان) په څير په ډيره اسانى په داسې لومه کې نه شوبنديدلاى،نو يحيى خان د دې لپاره چې هغه له لوى تجار څخه وساتي د ´´تعليم لپاره´´ په نوم يې باندني هيواد ته وليږه. دلته ځينې نورې ککرې هم د يادونې وړ دي.د هغوى له منځه يوه ډله هغه سياسي مشران چې د ايوب د جنبش په ضد وو په ډيره برجستګۍ راپورته شول. د تيرو شپږ مياشتو هغې کړکيچنې اوضاع چى نه د پوليسو ستم او نه د پوځ توپونو هغه توپان چې د ايوب په ضد راپورته شوى و ټيټولى شو، دا خبره لاپسې د غور او کتنې وړ ګرځولې وه چې بايد اولس په حکومتي چارو کې لويه برخه ولري. اوس ټول اولس ته دا خبره پوره څرګندهوه چې د ١٩٥٨ پيښه يوه لويه غلطي وه او دوىخپلې دې غلطۍ له خپلو رښتينو ستم گارانو سره مخامخ کړي وو.نو د هر چا خيال دا و چې بايد د دې تشکيلاتو بيخ بنسټ له منځه څخه وکښل شي او په ځاى يې ´´پارلماني ديموکراسى´´ خلکو ته د هغوى له هيلو سره سم وړاندې شي. تر دې شرطونو لاندې هر چا داسى خيال درلود چى د عمومي انتخاباتو لپاره بايد ډير ژر لياره هواره شي. څو ګړۍ وروسته پريزډنټ يحيى خان د يوه برودکاست په ترځ کې اولس ته دا لاندې نوټ وړاندې کړ: ´´د مارشلا د لوى قوماندان په توګه ځما لمړى وظيفه دا ده چې سوله او سلامتيا بيرته راوگرځي او حکومتي اداره په نورمال ډول د خلکو له غوښتنو سره د خپلو وظيفو په سرته رسولو باندې پيل وکړي. موږ د اداري بې نظمى په هکله ډير څه وليدل – هڅه به وکړم تر څو دا کار په هيڅ ډول اوهيڅ څيره بيا تکرار نشي. هيله ده چې هر يواداري غړى د دې اخطار يو ياداشت له ځان سره واخلى. ملګرو هيوادوالو! اجازه غواړم په ډاګه څرګنده کړم چې زما يواځنى هيله دا ده چى د مشروطه حکومت لپاره لياره هواره کړم. زه باور لرم چې يواځې پاکه او سپيڅلې دولتي اداره کولاى شي چى د روغ او اصلاحي ژوند لپاره زمينه برابره کړي او د اولسونو نمايندګانو ته چې د هغوى په خوښه په ازاد ډول او ځانګړو رايو ټاکل شوي وي وروسپاري. بيا نو د اولس د نمايندګانو وظيفه ده چې د هيواد لپاره مناسب اساسي قانون جوړ کړي او د ټولو هغو سياسي،اقتصادي او اجتماعى ټولنيزو پرابلمونو لپاره چې د هيواد د تشويش وړ ګرځيدلي دي د حل ليارې چار پيدا کړي.´´ د پريزډنت يحيى خان دې برودکاسټ څنګه چى غوښتل کيده په اولس کې يې هغسى انعکاس وکړ. ورځپاڼو چې په عمرونو يې دا ډول تمرين کړى و په جلى کرښو ´´نوى خلاصوونکى پوځ´´ – ´´وطن پال پوځ´´ او´´د تودو برياليتوب´´ شعارونو په چاپولو پيل وکړ. هغوى ټولې هغه مقالې چې له هر ګوټ خخه خصوصاً د ايوب خان د سياسي ملګرو تجارانو – کارګراي مشرانو – ´´زده کوونکو´´ او نورو څخه د سيل په شان رارسېدې په مساوي ډول نشر کړې. ټول په دې هڅه کې وو چې د لويدلي مشر په څيرونکې ډله کې برخه واخلي. دا تماشا دومره شرم اوره وه چې د پنجاب نوى امرانو هم سر ښکته اچولى و. که څه همد خلکو ملاتړ ته يې ضرورت درلود. هغه و چې د اطلاعاتو وزارت له خوا د ورځپاڼوادارو ته لارښوونه وشوه چى: اصلاحى مقالې او د مشهورو خلکو خبرې د نشر وړ دي. د خلکو له نومونو اخستلو او د مارشل ايوب خان له تعجيز اوترټنې څخه بايد لاس واخستل شي. له هغه نه وروسته که څه هم د ورځپاڼو رواجي غږ بدل شو، مگر ډير څه يې موندلاى شول چې شخوند پرې ووهي. لږ تر لږه نوى پريزيډنټ د خلکوغوښتنو ته خوږ ځواب ويللاى و. د ايوب د ډلې په جمهوري قانون چې د غير مستقيم نمايندګي پر بنسټ ولاړ وى بايد د بطلان کرښه وکښل شي او قدرت د اولس نمايندګانو ته چې د خللکو له خوا ټاکل شوي وي وسپارل شي! اومتنفره بيروکراسي پاى ته ورسيږي. د يحيى خان په برودکاست کې هر څه شامل وو، خو يو څه په کې نه وو: هغه څه د زړه-کومي رښتينې هيله وه او د دې تريخ حقيقت د څرګندولو لپاره څو مياشتې په کار وې. اوس اوس هر څوک د اولس خوښى اوخوښحالي پټه خوله کړي وو او د زړه له کومي او رښتيا د ازمايلولپاره لا ډير وخت و
اتمه برخه
نوي رژيم ته بايد لږ څه وخت ورکړ شوى واى. د خوشبيني په توګه د اولس سترګې داسې پټې وې چې نه پوهيدل د ديموکراسي لپاره د مبارزى له بشپړولو څخه لا خورا لري وو.رښتيا خبره وه چې هغوى په (يوه) نښته کې بريالي شوي وو، د ايوب خان اود هغه د دارو دستې کډى يې وربار کړې وې، مگر لويه جګړه راتلونکې وه. قدرت لا اوس هم د مستبد پوځ اود هغوىد ملکي مشاورينوپه لاس کې و. بايد ومنل شي چې زاړهدروازه وانان تللي وو او نوې ډله مجبوره وه چې اولس ته سم او سيخ ځواب وړاندې کړي. مګر په حقيقت کې د يوه لاس ګوتې وو. په عملي ډول دا د هغو ډلو له منځه يوه بله ډله وه چې د پاکستان سياست ته يې له ١٩٤٨ کال څخه وروسته کرکټر او بڼه ورکړې وه. دا صحنه د هغو چا لپاره چى د پېښې واقعي اړخونه يې ليدلاى شول ډيره خواشينې کوونکې وه. زيات شمير اولسونه د يوه ګڼ شمير سياست پوهانو په ګډون ډير زيات د دې برياليتوب په نشه مست وو. دا خبره د دوى لپاره کافي وه چې ايوب خان له صحنې وتلى و او يحيى خان د نوي پيل ژبه ورسه کړې وه. دوى د دې حقيقت د پوهيدلو په هکله ړانده کاڼه شوي وو چى دا ډول خبرې او وعدې د پنجابي دکتاتورانو رواج او هيڅ کله يې ورباندې وفا نه ده کړې. دا لمړى ځل نه و چې د پاکستان اولس ځانونه غولولي وو. ايا د يحيى خان د ١٩٩٦ کال د مارچ د شپږويشتمې نيټې وعدى رښتيا او د زړه له کومي ووې؟ د پورتنۍ پوښتنې ځواب د پاکستان سياست دوه نيم کاله کړکېچن کړى و اود شيخ مجيب الرحمن د زوال د علتونوله منځه يو غوره علت همدا و. هغه څوک (د باندني هيوادو د ژورنالستانو، برتانوي پارلماني غړو، ديپلوماتانو او د نړۍ د ليډرانو په ګډون) به په دې هکله له ما سرهم عقيده وي. هغوى ته دا خبره چې هغه څومره منحرف انسان و د منلو وړ نه ښکاري. که چيرې په هيواد کې ويجاړې او وران کارۍ ډيرې شي نو هر څوک به دا ووايي چې: نه! يحيى خان خو داسې نه دى دا يې ټول څلور خواوې خلک دي چې د ده له باور او اعتماد څخه يې ناروا ګټه اخستې ده. په دې خبره کې به څه ناڅه رښتيا هم وي، (خو) په پوځي کل اختياري باندې يې سترګې پټې شوې دي. که څه هم خلکو فکر کاوه چى يحيى خان له دې نه چې عياش انسان و نو ټولې پريکړې يې د حکومت د غړو په لاس کې وې، مگر دا خبره صحيح نده او حقيقت داسې و چې ټول واک او اختيار د ده خپل و. اوپخپله يواځې ده ټولې فيصلې کولې. مشاورينو به يې څه مشوره ورکوله مګر د پريکړو او فيصلو په هکله يې کوم واک نه درلود. نوموړى پخپله د پوځونو د ستر قوماندان، د مارشلا اداره چي او پريزيډنت وظيفې اجرا کولې. اوس به بيرته د زړه کومي (اخلاص) پوښتنې ته راوگرځو. پريزيډنت يحيى خان د ١٩٦٩ کال د مارچ په شپږويشتمې نيټې د دريو شيانو وعده کړې وه: الف – عمومي ازاد انتخابات. ب – د منحرف او بى کفايته اداري ارګان له منځه وړل. ج – د خلکو ټاکل شوو نمايندګانو ته د قدرت سپارل. زما په خپل اټکل لمړنۍ دوه وعدې رښتينې وې او سهو او غلطيو ډير څه ور زده کړي وو. مگر د وروستنۍ وعدې (د قدرت سپارل) په هکله رښتينى نه و اودا خبره يې په زړه نه لګيده. د اداري فساد د پاکولو لپاره يې د سياسي ريفورم د مقدمې په توګه څه ګامونه واخستل. نظامي او ملکي پلټونکو ادارو بيله درنګه د ناپاکيو په رالوڅولو او لرې کولو پيل وکړ. زما په زړه دي چې يوه د بحر پوځي افسر د خپلې مرکې پهترڅ کې وويل: ´´هره ډبره چې اړوي ترې لاندې يې هرو مرو يو ناپاک موږک راپورته کيږي!´´ او په بل ځاى کې يې د يوه لوى افسر په هکله داسې تبصره وکړه: ´´د دې افسر دسيه دومره غټه شوې ده چې د کوټې تر چته پورې رسېږي اولا پسې لويېدونکې ده!´´ مګر کله چې يحيى خان ته څرګنده شوه چې د ايوب خان د رژيم انحراف داسې حد ته رسيدلى و چې بايد له کوچني څخه تر لويه پورې ټول اداري چوکاټ له منځه تللى واى نوو ټولې هڅې يې بې اغيزې پاتې شوې او ځاى يې ونه نيوو. نو داسې پريکړه وشوه چې يواځې هغوچا ته چې د ډيرو لويو خيانتونو مرتکب شوي دي متوجه شي. د پوځي جرنيلانو په جرمونو سترګې پټې شوې او د دې خبرې مانا دا وه چې د ساري ناروغي زړي بيا لکه د ايوب خان د رژيم په شان ته پاتى شول. د لمړى وعدى په هکله دومره څه وشول. د عمومي انتخاباتو په هکله د يحيى خان ډلې ته د تيرو شوو مياشتو نتيجې پوره څرګندې وې او داسې ضرورت ليدل کيده چې بايد د حکومت بڼۀ بدله شي. لکه څنګه چې مو پخوا وليدل د ١٩٥٨ پيښه يوه ډيره لويه او عمده غلطي وه. نو نوي رژيم ته دا پوره څرګنده وه چې هرو مرو بايد يو څه ډول حکومت چې اولس يې د ورځ په ورځ احوال څخه خبر وي منځ ته راشي. څنګه چې درويشت کاله په پاکستان کې د عمومي انتخاباتو په هکله کومه نښه نښانه نه وه ليدل شوې نو په ناڅاپه د دې کار کول هم بې وخته او هم د منلو وړ نه ښکاره کيدل. د حکومت لپاره دا کار خورا لوى اوله ربړو څخه ډک و. يحيى خان د انتخاباتو کولواعلان وکړ. زما په خيال د انتخاباتو په هکله هم د نوموړي هڅې جدي او په رښتيا وې، مگر دا چې قدرت د اولس نمايندګانو ته وسپاري ځانګړې اوجلا مسئله وه. او دا وعده يې لکه څنګه چې په ژبه کړې وه په زړه کې يې داسې نه وه. يحيى خان له نورو څخه زيات په دې باور درلود چې قدرت د پوځ په لاس کې و او وي به. نو ده هم داسې هڅه کوله چې خپل دريځ ټينګ وساتي. دى د قدرت په ويشلو او وړاندې کولو کى هغو چا ته چې هيله يې لرله خورا سخي طبيعته و مګر تر هغه پورې چې د خپل ځان او دريځ خطر ورته پيدا نه شي. ما په دې حقيقت باندې ټول خپل ملګري خبر کړل. د پيښو له بهير څخه داسې څرګنديده چې خلکو ته د قدرت سپارلو مانا دا نه وه چې د هغو له خوا ټاکل شوو نمايندګانو ته دې ورکړ شي مگر مفهوم يې دا و چې ځينې په ګوته شوي کسان په مخکې کړي او پخپله به شا ته د پوځ په ملاتړحکومت کوي. د دې ستراتيژي په هکله زه يوه پوځي افسر چې ملګرى مې و پوه کړم او وېويل: ´´يحيى خان دومره کم عقل نه دى په ځاى د دې چې د کراچۍ په کشولو ځان ستړى کړي ولې په ارامي په شا کې نه کېني او د کشولو لپاره يې نور خره پيدا کړي! وبه ګورې چې گڼ شمير ګازرې مخ ته کړي چى هغوىورته ټوپونه ووهي. دا خبره د ١٩٦٩ کال د جولاى په مياشت کې وه او هغه وخت د اولسونو د ازادۍ نشه مخ په الوتو وه. ځينو ته دا خبره په ډاگه شوې وه چى صوبې او ايالتونه به خپل حکومتونه ولري مګر رښتينى قدرت به بيا هم د يحيى خان او نظامي ډلې په لاس کې وي. او هيڅ يو اساسي قانون چې دا شرايط نه شي پوره کولاى، د دوى لپاره به د منلو وړ نه وي. د باوري منابعو له خبر سره سم دا پاليسي لا پخوا د راولپنډى په پوځي مرکز کې منل شوې وه مګر په سطحي ډول د (ملي مصالحو) شعار په ژبه روان و.
(نهمه برخه)
پريزيډنت يحيى خان هم مجبور و هغه څه چې د ده له اسلافو څخه ورپاتې وو هغه وپالي. پوره دوه ويشت کاله د خلکو په ککره کې دا خبره ور د ننه شوې وه چى ګوندى سياست مداران خاينان وو او يواځې هغه څوک چې د هيواد د ساتنې او ارامى وظيفه يې په غاړه وه ، پوځ و. تور تور وي مگر سپين بيا دومره تور نه دي! يحيى خان چې د هغې ټولنې و نو څنګه کيداى شول چى له فکري انحراف څخه خالي واى. نو دا چې نوموړي د قدرت د سپارنې ژبه کړې وه، منظور يې هغه چا ته د قدرت سپارل وو چى مخکې له مخه په نښه شوي وو. او په دې هکله له ده سره هيڅ ډول شک اوترديد نه و. خو غلط فهمي بل ځاى وه داسې چې ټول عهدونه او ژبې له مجبوري نه شوې وې او که نه د رژيم پايښت به له امکان څخه لرې خبره واى. او د دې لپاره چې رښتيا کوم څه وو، نود هغه لپاره پوره وخت په لاس کې و. په دې ډول نوى پيل په زړه بڼۀ بدل شو اوورپسې راتلونکى لوى خيانت يو گام لرې و. (٥) تر انتخاباتوڅخه دمخه لاس وهنه . د هيڅ يوه ځانګړي ګوند د منځ ته راتلو امکان که د لويديز وي او که د ختيز پاکستان،نه ليدل کيږي. ... دا سوال چې ختيز پاکستان يو ګوند د لويديز پاکستان په ضد جوړ کړى نه پيدا کېږي .که چيرې داسې پوښتنه پيدا شي نو مانا به يې د پاکستان ختميدل وي. پروفيسور ع. و. چودرى د يحيى خان د اساسي قانونو غير رسمي مشاور ١٠ سپتامبر ١٩٧٠ پدې کې هيڅ شک نشته چې له لمړۍ ورځې يحيى خان داسې تصميم نه درلود چې له ځانګړي قدرت څخه لاس واخلي او يا قدرت خلکو ته وسپاري. مگر د ١٩٦٩ کال اپريل د مياشتې مهم سوال دا و چې دا کار څنګه وکولاى شي چې د خلکوله سترګوڅخه داسې تصميم پټ وساتي. د ايوب خان له روله څخه يې ګټور درسونه اخستي وو. دکتاتوري نه هضميدله، عمومي انتخابات په هر ډول چې وو بايد ومنل شي، خلک تر دې وروسته په دروغ ويلو نه غوليږي او لکه د تير شوو انتخاباتو په ډول هغسې عجيب او غريب تمرينونو هم نور دمنلو د منلووړ نه وو. نو د دې ټولو حقايقو په رڼا کې لازمى ګڼل کيده چې خلکو ته دې څه نوې څيره وښيي. پريزيډنت يحيى خان پدې باور درلود چې دا ځل کوم څه چې خلکو ته وړاندې شي بايد ډيموکراتيکي بڼه ولري. دا تخنيک به د اولسونو د اجتماع په مخامخ ډال شي اود رژيم په ګټه به وي. نو هغه وچې قدرت ته له رسيدو څخه څو هفتې وروسته يې خپل مقصد ته د رسيدو لپاره د خلکود نظرياتو په ټولولو پيل وکړ. بايد د نوموړي سياسي پوهه ومنل شي ځکه چې د داسې پلان په جوړيدلو يې پيل کړى چې له يوې خوا د خلکو د منلو وړ وي اولۀ بلې خوا د ده د ځانګړي قدرت د ساتنې تضمين وکړي. دا عجيب يو ساده فورمول و او ورڅخه داسې څرګنديده چې د اولسي انعکاس په هکله يې هڅه کوله چې په انتخاباتوکې له مخامخ لاسوهنې څخه ځان وژغوري او مخکې له مخه داسې لارې چارې ولټوي چې د هغو په رڼا کې د داسې نوي اساسي قانون چوکاټ جوړ کړي چې د ده له موقعيت سره ټکر ونه خوري- يانې قرباني به له اختر څخه وروسته شي! د دې پلان هڅه دا وه چې د اولس د غولولو لپاره اساسي ليارې چارې ولټوي. خورا غوره کوشش يې دا و چې د سياست مدارانو په منځ کې د نفاق او شخړې تخريبوونکې ساري ناروغي پيدا کړي. يحيى خان پدې پوره باور درلود چې راى ورکوونکي ته که چيرې پوره وخت ورکړ شي نو د دې امکان به پيدا شي چې په يوه ځانګړي ګوند پسې لاړشي او دا کار به د هغوى په منحرفولو او د خپل مقصد په لور روانولو کې ډير اغيزناک وي. په پاى کې به وکولاى شي چې د اسمبلې له بي اتفاقي د ګټې اخستلو په ترځ کې هغه څه چې غواړي هماغسې سياسي قانون جوړ کړي. که چيرې دى وکولاى شي په دې پلانونو بريالى شي، نور به نو خلاصې تڼۍ مخ پر وړاندې ځي. يحيى خان پوره دلايل درلودل چى د خپل برياليتوب په هکله مطمئين وي. که څه هم سياست مداران د ايوب خان د له منځه وړلو په هکله سره په يولاس وو، خو له هغه څخه وروسته پدې اړه چې راتلونکى حکومت دې څه ډول وي،سره نه جوړيدل. دا حقيقت د دې لپاره چې ولې نوموړي د ايوب خان موزې په پښو کړېې ښه دليل کيداى شي. د هيواد د نارامۍ دليلونو ته مو پخوا اشاره وکړه چې د پنجابى ډلې د لويېدونکې خودخواهي او خود پرستي نتايج و. هغوى اولس د سياسي رنګه اړخونو د ښودلو په انتظار کې سترګې په لار ساتلي وو مگر سياست مداران هم له ملامتى څخه خلاص نه وو. که چيرې هغوى د دې چال چلن په هکله خپله کلکه نارضايي ښودلې واى او يا يې ځانونه ګوښه کړي واى، نو د پنجابي بيروکراسي په لومه کې به داسې کلکنه واى بند شوي. خو له بده مرغه هغوى د خپلو حرصونو لومو په دې لوموکې نښلولي وو. په پاى کې داسې مرحله راورسيده چې ګوندونه بيله بند و باره جوړيدل او ړنګيدل. د دې ګوندونو په منځ کې حتى داسې وليدل شول چې يواځې درۍ غړي يې درلودل: جوړوونکى د ګوند مشر، د دفتر چپراسي يې د سکرتر او کاکا يې د خزانه دار وظيفه اجرا کوله! يوه بله د يادونې وړ پيښه دا وه چې يوه اماتور ګوندمشر، وروسته له هغه چې ګوند جوړ شو، پخپله ده ته د شمول اجازه ورنکړى شوه، نوموړى مجبور شو مخ يې بل لور ته واړاوه او سمدستي يې څو مياشتې وروسته بل داسې ګوند جوړ کړ! په ١٩٦٩ کال کې شپږديرش پارټۍ او ګوندونه تيار او د انتخاباتو د وخت رارسيدوته سترګې په لار وو. نو طبعي خبره ده چې جنرال يحيى خان له داسې طلايي موقع څخه د ګټې اخستلو لپاره په دستبازى (لاسوهنه) پيل وکړ. کله چې نوموړي دا ماجراجويي غوره کړه، يو ټکى يې له سترګو الونيا پاتې شوى و چې هغه د ختيځ بنګال له استعماري استثمار څخه عبارت و اوله دوه لسيزو څخه يې توپان راغونډيدلو. دې خبرې داسې امکان پيدا کړى و چې هغه دسيسه چې جنرال يحيى خان جوړه کړې وه ناکامه او شنډه کړي دا خبره به له پيښې وروسته ورمعلومه شي او په نتيجه کې به د نوموړي خورا سخته او ژورهخودخواهي له خورا لويې غلطۍ سره مخامخ کړي. فعلاً خو هرڅه له پروګرام سره برابر پرمخ تګ کاوه – يحيى خان د خپلو سياسي تجربو په رڼا کې پر مخ روان و د شطرنج لوبه په ډيره ګرمى او حرارت جاري وه. [email protected] - بېرته شاته