(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
اې لندنه ته ويجاړ شي
اې لندنه ته ويجاړ شي. ناويجاړ كړه ډير كورونه
لیک: محمد نعيم كاكړ
په دى كښې شك نشته چې د وخت واكدارانو ددې څخه د مخه زبرځواكو هغه فرنګسيان وو يا كه مغل وو هغونه يواځى دپښتو ژبى د پرمختيا درولي وه بلكې ددې ژبى د مينځ څخه دوړولو هڅي هم كړى دى بلكې داهڅي ې كړىدى چې زموږ ژبه پښتو په خپل غالب كښې واچوى زما په اند داخبره به هم بيځايه نه وى چې پخپله افغان پښتنو حكمرانانو دخپلې ژبى سره دومره ښه نه دى كړى چې موږ دوى وستايو پښتو خو د دوى مورنى ژبه وه دوى خبرى په كولى خو دفترى ژبه ې نه د ګرځولى د افغانستان حكمرانانو ودي ته ورته كار كړى دى بلكې د افغانستان زياتره پاچاهانو مورني ژبه د پښتو په ځائې درې پارسى وه او نن چې و پښتو ته كومه ورپيښه ده ددې علت به موږ په تاريخ كښي پلټو د پيښو څخه زما دا مطلب نه دى چې پښتو پرمختيا نه د كړي الحمدالله د دهغه ټولو ناخوالو سره سره پښتو هسكه غاړه د نړۍ د لويو ژبو په ليكه او قطار كښې روانه ده خو پښتو هغه ځائى او مقام نه دى ترلاسه كړى كوم چې برخه او حق جوړيږى د دې پړه به په چا اچوو هغه هم ښكاره دي ولي چې يوه ژبه په دولت كښې خپل ځائي وموندي هغه ژبه څوني پرمختيا كوى او كومه ژبه چې داسې ځائى ته نه وى رسيدلى هغه بل ډول وى د حكمرانانو د پام نه كولو د كبله نن ډېرو پښتنو خپله مورنى ژبه ايره كړي او ددي نورى ژبى خپلې كړى دى كه هغه په افغانستان كښي دى يا كه په هند كښې ياكه په سند كښي يا په نورو سيموكښې دى ته موږ ښه كار نه شو ويلې ولې هغه پښتانه چې د پيړيو څخه بى پښتو شوى دى خو ځان ته اوس هم پښتانه وائي هغه اوس هم دا ارمان كوي چى كاشكي چى پښتو ي زده وى ما پخپله په هند او سند كښې داسي ډېر څوك ليدلي دي.
تېره ورځ په كلي كښي زموږ د يوه عزيز يو د سنده دراني چې د شكارپور سره اړه لرله راغلي وو په خبرو خبرو كښې د ماته وويل چې زه غواړم چى پښتو زده كړم نوموړى خپله ټوله شجره راوښووله چې دوى د كندهار څخه وو او څنګه په شكارپور كښې ميشته شول ما ورته وويل چې په پښتو زده كړه كښې زه څنګه ستا سره مرسته كوي شم ته الته ې زه دلته يم خو بيا هم زما هڅه به وى چې وتاته به ځلاند ورځپاڼه دراستوم او د پښتو ځانګړى ټكى دي هغه به بيل كاغذ كښې د پيژندني دپاره بيل تر استوم داخبره ددي دپاره وكړه چى څنګه د هغه پښتانه اوس هم د پښتو سره مينه لري ولي به مينه لري..؟ ځكه چى پښتو يوه پخواني ژبه ده ډېره مړه(RICH)ژبه ده بشپړه ژبه ده چى د نړۍ د هرى ژبى سره سيالى كوله شى پخپله پښتون څه نه لري ډېر پخوانى قام دى ډېره پراخه سيمه او مځكه لرى چي لوئى څښتن(ج) هر څه پكښې زيرمه كړى دى ډېر لرغونى تاريخ لري چى دباتورانو او ننګيالو څخه ډك دي خپلواكي آزادى او مړانه ې پيژندګلونه د جرګي او مركى وارو دودلري چې په نړۍ كښې د هغه دود يو ځائى نه ليدل كيږى پښتون د هري لاري بشپړه قام دي چى و ځان ته د لوبو په ګډون د غم او ښادي دودي ځانګړتيا لرى وفاداره دي ټينګ په خپل دين او مذهب ولاړدي ددوست دوست دي او د دښمن دښمن دي او كله د چا سره بى وفائى نه دكړى خو دده سره ډېرى بى وفائى شوى دى په ځان باندى دومره مغره او باوري دي چى د ځان څخه بل پورته نه ځغمي نه د ځان څخه څوك پاته ګڼي ځكه چى د دهغه وياړونو د كبله نن د هر چاپه سترګو كښې اغزي دى او نن د كړكيچنو حالاتو سره مخ دي خو داهيله كيږى چى د دهغه مشكل څخه به هم ووځى په هغه صورت چى پخپله په يوه ټغر سره راټول شى.
خبره د پښتو روانه وه خو بيا سياست لاره ورته جوړه كړه لكه څومره چې پښتو پخواني ده هومره ې ويونكي پښتانه پخوانى دي كله چې موږ دپټى خزاني د كتاب د لاري د پښتو لومړى شعر چى د وخت ننګيالي امير امير كروړو شعر ته وګورونو داخبره جوته كيږى چې پښتو هغه وخت هم دومره سوچه وه لكه نن چى ده د دهغه لومړى شعر په رڼا كښې يا دارتقائى عمل په رڼا كښې ورته وګورونو دااټكل كولي شو چى پښتو ژبه د زراو زراو كلو دارتقائى عمل څخه تيره شوي او دي ځائى ته را رسيدلي ده چې يواځي نن موږ ته دامير كروړ شعر په ګوتو راغلى دى اوس پوښتنه دا شوه چې دامير كروړ د مخه چى د پښتو كومه پنګه وه هغه څه شوه نو بيا داخبره اړخ نه لګوي چې كله پښتنو اسلام خپل دين او مذهب وګرځوي دوى خپله ټوله ليكلى پنګه داور په لمبو كښې وسوځله يا ې په سندونو كښې وبيوله ځكه د دوى په اند كه دا كارونه كړي د اسلام سره به جغاوى كه نن زموږ په لاس كښې هغه پنګه وي نن به ځينو ګاونډيانو موږ په ښي اسرائيل او اريانسلو پوري نه تړلى دا خو زموږ د بابا ادمانو كارنامي وي اوس نزدي شل كاله د مخه د طالبانو په نامه د بدهامجسمي په مائينونو والوځول شوي نه د دهغه وران كارو څخه چا دا پوښتنه وكړه نه دوى دا سوچ وكړي چې د ستر پيغمبر او اخرالزمان حضرت محمد(ص) په وختو كښې يا دهغه وروسته د دوي د څلورويارانو په وخت كښې چې ټوله سيمه د اسلام تر بيرغ لاندي راغلي وه هغو د دهغه بتانو د ړنګولو حكم ورنه كړى د هغه نوي مسلمانانو د هغه دنده تر سره كړه بلا تشبپه د اسلام په نامه يوواربيا داهر څه چى پښتنو ترلاسه كړى دى هغه په دهغه نامه د مينځ څخه وړل غواړي او موږ وينو چې د ۳۲ كلو څخه زموږ په خاوره او ولسى د هغه اوربل دي خو په ډېره پوهنه دا كار تر سره كوي په تېرو درې لسيځو كښې په ځانګړى ډول په دا څو نزدې كلو كښې په لر او بر كښې څومره وراني وشو څومره مشران پوهان ديني سكالران سياست مداران ديني علماء ووژل شو چې دا دنړۍ والو طوطيه او سازش دي چي پوهنه ې ضرورى ده.
د بده مرغه اوس خو زموږ جماتونه جنازى حجرى جرګي ښووڼحي روغتونو ته بلكي يو ځائى خوندى نه دى او دا هر څه د طالب او اسلام په سپيڅلي نامه كيږى خو موږ خپل طالب هم پيژنو او خپل دين او مذهب هم كومو نيكه ګانو د هغه وخت ملايانو او علماء چي موږ ته كوم اسلام راښوولي دي هغه زموږ دپاره بس دي هم د هغه اسلام دي چي موږ د هغه وخت څخه خپل كړى دى ځكه چي په موږ كښې فرقي او مذهبى ډلى نه دي جوړي شوي او نن هم پښتانه په نړۍ كښې تر هر چا ښه مسلمانان ګڼل كيږى په كاردي چى موږ ټوله سره كښينو او يو بل په خبرى سره پوه كړو د بل خبره مخ ته يو نه شو بلكي خپل ځان وپيژنو نه دا چى يو د بل مخ ته ودريږو.
پښتانه د منځني آسيا په يوه پراخه سيمه د زراو زراو كلو څخه ميشته چي د دوى خاوره نه يواځي ونړۍ ته د پله كار وركوي بلكي ددي سيمي يو لوئي ځواك هم دي چى لوئى څښتن(ج) هر څه وركړي دي خو د مالك نه لرولو د كبله ددي خدائى(ج) وركړو څخه ګټه ترلاسه نه شوه نن ولس ته ددي ګټي ور ورسيدي ځكه چي په تيرو څو لسيځو كښې په زراو زراو افغان ودي ته اړكړل شول چي دوى و خپلو كورونيو ته ددوه وخت ډوډى د ګټلو دپاره ونورو ملكو ته په تلو باندى اړشول چې د هغه ملكو د كار اوروزګار د وركول دپاره د دوى څخه ناوړه ګټه واخسته چې د افغانستان په تاوان ګارشوه او ګاريږى كه د وخت حكمرانانو و خپلو خلګو ته د روزګار برابر كړى وى او يو ملي اقتصادي لرلي وي نن به ددي ناخوالو سره مخامخ نه وي لكه نن چى ورسره مخامخ دي د ثور د بدلون وروسته د اسلام په نامه په لكاو افغانان ودي ته اړكړل شول چي دوي و ګاونډي ملكوته كډه كړي او بيا ې په خپله ګټه ګار كړي دا د يوي ټاكل شوي تګ لاري وشول افغانان په دي وياړ كوي چى ګاونډيانو و دوي ته دوياړ په سترګه وكتل خو دوى دا پوښتنه ولي د ځان څخه نه كوي چي اوس ولي د هغه ګاونډ د دهغه كډوالو سره ښه نه كوي يواځي هغه څوك نازوي چى د دوي ګټي ورخوندي كوى د ثور د بدلون د مخه چى افغانان و ګاونډيانو ته اوښتي وو و هغو ته ډېر څه وركول او د ځائى خلګو په پرتله ې هم د هغه راوښتو ته زياته ارزښت وركول كيدي او وركول كيږى دا ولي..؟
پښتانه داخبره كوي چي هر سړى په خپل نامه ږغ كوى دانه شې كيدى چى يو سړي دى د بل سړي په نامه ږغ وكړي خو د پښتانه سره د تيري يوي نيمي پيړي څخه دا لوبه روانه ده چى دوى د بل په نامه ږغ وكړى د خواښني خبره دا ده چې پخپله ځان ته افغانان ويونكي په دى بهير كښې تر ټولو په مخ كښې دى چې نن ددې پايلي ډيري بدى ليدل كيږى او په خپل هيواد كښې پخپله خاوره باندي او د افغانستان په نامه د دوي سره څه كيږي ددي څخه يو پښتون افغان سترګى نه شې پټولي او ددي ټولو پيښو مسئول افغان پخواني حكمرانان او اوسني حكمرانان دي چې اوسنې ولسمشر حامد كرزئى ته هم ګوتى نيول كيدي شې ددي د څنګه چې دا وخت په خپل هيواد ې نړۍ واله جګړه جوړه كړى ده هغه هم ځان نه شى خلاصولي كله چى و مخ ته چى څه كيدونكي دي كه په هغه غورو كړو دا خواښني نوره زياته شې او كله كله دوكي ليكس هغه راپورو سترګو ته دوري دوري كيږي چى د ولسمشر حامد كرزئى په اړه ې وړاندي كړى دى.
پښتنو افغانانو بدمرغي داده چي دوي د تاريخ زده كړي نه دي كړي ځكه چي تاريخ په دوي باندي په وارو وارو راغبرګيږي كه يواځي د ثور د پيښي وروسته موږ د تاريخ څخه زده كړه كړي وي نن به د دهغه ناورين سره مخامخ نه وي او بيا كه د اوسنيو څو كلو څخه موږ څه زده نه كړو نو به ودي ته غاړه ايږدو چي زموږ پوه پناه كيدو چاري نيول شوي دي تر دي به نوري كومي سختي په بشپړه پښتون افغان باندي راځي د كومو سره چي نن موږ مخامخ يو په افغانستان د هره اړخه څه روان دي او بيا د ډيورنډدنه ځغملو كرښي ودي خواته څه روان دى هغه كومي ناخوالي دي چي زموږ سره نه كيږي هغه كومه نيكمرغه ورځ به وي چي زموږ په لساو وګړي به نه وي پكښې وژل شوى مشران ې پكښې راووژل جماتو نه ې په خپلو وينو راسره كړو جنازو كښې چاودني وكړى د مشرانو جرګي ې په ځان وژونكو رابمبار كړي ښوونځي روغتونو نه ې راونړول څړكونه پلونه وداني بازارونه او تاريخي ځايونه ې راروان كړل تاريخي پاتي ې رالوټ كړي ورورې دورورو مخ ته دورلي دي د ژبى او د دود او كلتور د مينځ څخه دوړلو هڅې ې راباندي پيل كړي دي د نړۍ وال تهره ګرو په نامه ې په نړۍ كښې و نومول اود هيروئينو غټ كاروباريان ې وشميرل په لكاو كسان ې د تهره ګرو دويري په نامه وكډه كولو ته اړكړو هغه كوم جبردي چي په دي ځانګړي خاوره او ولس باندي نه كيږى او بيا هم داخبره كوو چى هر څه سم روان دي خو څنګه...؟ د دادومره ناخوالو او ناورنيو سره سره موږ و خپل قام ته دانه د ښوولي چي د هغه بدبختي ولي زموږ په برخه ده..؟ دا چا د موږ سره وكړو او ولي وكړو..؟ دا يوه نړۍ واله طوطيه ده كه سيمه ييزه..؟ آيا موږ به ټول عمر هم د هغه بدبختيو او بدمرغيو سره مخامخ يو..؟ په دهغه بدبختيو راوستلو كښې زموږ څومره خپل لاس دي..؟ زموږ دښمن څوك دي او ولي د موږ سره داسې كوي..؟ آيا داسې څوك شته چې پښتانه د دهغه ناورين څخه راوباسي..؟ داسې څوك په پښتانه ومومي چي پښتانه د دهغه ناورين څخه وځغوري..؟ په دي بدو حالاتو كښې ولې پښتون افغان مشران په پټه خوله ناست دى..؟ داسي نوري ډيري پوښتنى دى چې لر او بر پښتون افغان د هغو جواب غواړي چي څرګنده ده چى سياسي مشران به ددي جواب وركوى..(نوربيا)
..........................................................
په افغانستان کې د پوه- ټولنې په وړاندې پرتې ننګونې
لیکوال: حنان حبیبزی
د انګلستان، کاونټري پوهنتون
نړیوال ژورنالیزم او رسنیز اړیکي
خلک هیڅ کوم دلیل نه ویني چې له مخې یې په یو بهرني اقدام کې ځان ښکیل کړي ،په مرګونو او تیریو کې. نو تاسو دیته اړتیا لری چې هغوی وخوځوی .ددې لپاره چې هغوی وخوځوی، نو تاسو باید هغوی وویروی(چومسکي ۱۹۹۷) .
د چومسکي وینا د جګړو پر وخت تل عملي ده، که تاسې د افغانستان څه له پاسه دیرش کلن ناورین ته نظر وکړی نو دا به درته ژر څرګنده شي چې د هغه هیواد دولتي مشرانو حکومتي امکانات په څومره بۍ رحمۍ سره د خپل ولس په ضد کارولی دی.
ماډرن سوسایټي،نوې ټولنه په هر هیواد کې له سیمه ییز سیاسي، اقتصادي ،کولتوري او ټولنیز حالت سره سم تعریف لري چې د ټولنې غړو ته د هغوی د راتلونکي په اړه د پریکړو ځواک ورکوي. دا اقتصاد دی چې تل یوې پوه-ټولنې ته د پرمختګ لارې برابروي.
خو ډورخېم د یوې ټولنې پر عمومي تیورۍ ټینګار کوي چې خلکو ته ټولنپوهنه معرفي کړي ،نه اقتصاد، په ترتیب برابر ټیکاوو ورته تشریح کړي (ډوډ۱۹۹۹)
د نایجل ډوډ ټینګار دمځکې په یوه کړکیچنه برخه کې د یو داسې هیواد چې ټولنه یې د ژوند دنور و بنسټونو په څیر پاشل شوې ،له درزونه ډکه وي ،ماته مناسبه ښکاره شوه.
موږ که د افغانستان د ټولنې په اړه غږیږو نو هلته د ټولنې وګړي نه پوهیږي چې په راتلونکي کې به څه ډول یوه ټولنه ولري. د جګړو او روانو پوځي چارو پرمساله که یې سترګې پټې کړو او داسې وګڼو چې هلته جګړه پایته رسیدلې ،نو د ټولنې وګړي یوې داسې تشریح ته اړتیا لري چې وپوهیږي ټولنه یې چیرته او کومې خوا روانه ده.
د بیلګې په توګه په کابل او نورو لویو ښارونو کې ډیری ځوانان دلویدیځ له جامو او کولتور څخه اغیزمن شوي دي او ملي جامې یو فیشن نه ګڼل کیږي، ان یوشمیر خلک دننه په حکومت او له حکومته بهر خپلو ملي ارزښتونو ته په سپکه سترګه ګوري.
له کندهار او پکتیا څخه ډیرو ځوانانو شکایت وکړ چې کله کابل ته لاړ شي نو په ملي جامو کې په اسانۍ سره نشي کولی چې دولتي ادارو ته ننوځي خو که لویدیځ ډوله جامې یې په غاړه وي نو امنیتي ساتونکي یې ډیر نه پلټي.
ددې باور همغاړي د هیواد په کلیو او بانډوکې زښت ډیر دي او دوی اندیښنه لري چې د یوې منظمې خو نیمه رسمي تګلارې له مخې یې د ملي ارزښتونوسیستماټیک سپکاوی کیږي.
دې ستونزې ته ښايی د ډورخېم مفکوره د رسیدو یوه ښه لار وي،خو دا په حقیقت کې هغه مهال شونې کیږي چې په هغه هیواد کې دجګړې ځای سوله ونیسي .
په دې مقاله کې د نړیوال ملکیتوب د تیورۍ له مخې هڅه کوم چې په افغانستان کې د یوې وړ او باثباته پوه- ټولنې ،انفارمیشن سوسایټي دجوړښت یا سمون په اړه د هارورډ په بڼه علمي شننه وړاندې کړم.
ټولنپوهنه او له عادي خلکو سره اړیکي :
د نړیوالتوب مفکوره چې د یوې هر اړخیزې ملکي ټولنې سپارښتنه کوي په افغانستان کې ظاهرا د ټولنپوهنې دهڅو د نشتوالي له کبله د ګټې پر ځای د تاوانونو د رسولو لامل ګرځیدلې ده.خو په پوځي او سیاسي ډګر کې یې ګټې یوازې هغو څیرو ته رسیدلي چې ادعا کوي د افغانستان لپاره جنګیږي.
یوازې عادي افغانان نه دي چې د ټولنپوهنې له ستونزو سره مخامخ دي ،بلکې د هیواد په علمي او دولتي کچه ،ډیری خلک تر اوسه په دې نه دي بریالي شوي چې په افغانستان کې د یوې منظمې ټولنې د جوړولو ستراتیژي وړاندي کړي.
ددولت دوم درجه چارواکي د یوې ملي او پوه- ټولنې پر ځای هڅه کوي چې دافغانستان خلک په بیلابیلو ډلو سره وویشي او د خپلوسیاسي موخو لپاره کړکیچ ته لار برابره کړي.
دوی له ولس سره همغږي او خبرې اترې نلري او له کبله یې دولتي خدماتو ته د ټولنې لاسرسی ډیر لږ شوی دی.د بیلګې په توګه خلک غواړي چې قانون پر ټولو یو ډول عملي شي خو دولتي چارواکي نشي کولی چې د احمد ضیا مسعود په څیر یو سړی چې ۵۲ میلیونه ډالر یې له افغانستان څخه بهر ته تښتولي دي قانون ته وسپاري. د لوړې کچې دغو غلو ته پیرمحمد کاروان پولادي مږکان وايي: پولادي مږکان ګرځي،ځځیرلې یې چمبې دي،وژل شوی د ډول غږ دی ،د شپنو شپیلۍ کڼې دي(کاروان ۲۰۰۲).
یا خلک ګوري چې یو قاتل په ښار کې هسکه غاړه ، ددولت تر سیوري لاندې ، ددولت په جامو کې ، ددولت پر امکاناتو سمبال ګرځي اود عادي وګړو ژوند ګواښوي.دا داسې مانا ورکوي چې په افغانستان کې د ټولنې د ویرولو لپاره قاتلین او جنایتکاران د حکومت تر چتر لاندې فعالیت کوي چې پرانساني چارو ناقانونه کنټرول وساتي.
په ۱۹۳۰ کلونو کې هټلر خلک د یهودانو او جټانو په وړاندې راپورته کړل.تاسې باید دخپلې دفاع لپاره هغوی مات کړی . موږ هم خپله طریقه لرو. په تیرو لسو کلونو کې په هر یوه یا دوه کلونو کې یوه بده بلا ددې لپاره جوړه کړی شوې ده چې موږ یې په وړاندې دخپل ځان دفاع وکړو. هلته باید یو وي چې هر وخت شته دی ( چومسکي ۱۹۹۷ ).
دغه ډول خلک برعکس د هیواد د بربادۍ لامل ګرځي. دوی نه یوازې دخپلو خلکو په ضد فعالیت کوي بلکې ددولتي چارو د سمبالونکو په توګه د نړیوالو پر ژبه هم نه پوهیږي. د بیلګې په توګه د متحدو ایالاتو ولسمشر یو هر اړخیزنړیوال علمي انسټیټوشن دی. کله چې هغه وینا کوي نو علمي ژبه کاروي. نوپه دې ژبه به کریم خلیلي څه پوه شي.
د نړۍ په نورو هیوادونو کې حکومتونه باید له علمي خلکو څخه جوړ شي چې له متحدو ایالاتو سره د نننۍ نړۍ د ستر اقتصادي، سیاسي او پوځي ځواک په توګه پوهاوی ولري. څرنګه چې پوهاوی دننه په هیواد کې پخپله دټولنې عادي غړو ، د ټولنې او د حکومت ترمنځ مهم دی ، له بهرنیو هیوادونو سره هم اړین دی.
که تاسې پخپل کور کې د کورنۍ له نورو غړو سره پوهاوی او تفاهم ونلری ،ګډ ژوند نشی کولی. هیواد او ټولنه هم د یوې لويې کورنۍ په څیر ده، باید ګډه او سوله ییزه وي.
په نننی نړۍ کې د مالوماتو کچه دومره پرمخ تللې ده چې ان د متحدو ایالاتو په څیر یو لوی هیواد نشي کولی چې خپل پټ رازونه خوندي کړي. د ویکي لیکس په عصر کې هر سړی سترګې په لار دی چې دغه مالومات وویني، وایې وري، او یايي ولولي. خو که یو سړی له لوږې سره لاس او ګریوان وي ،نو هغه به یوازې د یوې مړۍ ډوډۍ په فکر کې وي چې ژوندی پاتې شي ، په دغسې حالت کې د ټولنې غړي نشي کولی چې هر اړخیز مالومات تر لاسه کړي ،یایې لږ ترلږه ولري.
دغه ډول ټولنه بیا ژر تیروځي او د نورو د لاس اله ګرځي،یا د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره په هرډول ویجاړونکي اقدام لاس پورې کوي. دا ډیره مهمه ده چې په دغسې یوه ټولنه کې له ولس سره تفاهم او دمالوماتو د شریکولو لارې چارې په ګوته شي ، له یوې خوا به ددغې ټولنې د پوهې کچه لوړه شي او له بلې خوا به خلک باور پیدا کړي.
هسې هم ،د انفارمیشن ټیکنالوجۍ په دې پېر کې د ویکي لیکس په راڅرګندیدو سره د رسنیو د کار بڼه بدله شوه. پخوا به یو خبریال د یو لوړپوړي چارواکي کارونه څارل چې کورنیو او نړیوالو اوریدونکو ته مالومات ورکړي.
خو نن د رسنیزې ټیکنالوجۍ د پرمختګ په برکت خپله د متحدو ایالاتو له خولې خبریږو چې په ځانګړو هیوادونو کې لوی چارواکي څه ډول له قدرت څخه ناوړه ګټه اخلي خو دوی یې د ځینې ناڅرګندو لاملونو له مخې ، نه محاکمه کوي یا یې نشي محاکمه کولی . د ژورنالیزم د کار په بڼه کې بدلون راغی .
اوس هغه خبریالان چې دولتي فساد به یې پلټه دخپلو اوریدونکو یا لوستونکو ترڅنګ د ویکي لیکس نوو خپرونو ته سترګې په لار دي، خوددې لپاره چې ویکي لیکس ددغو خپرونو دوام خوندي کړي د نړۍ له پوځي قدرتونو سره مخامخ ده. ددې سره سره چې ویکي لیکس کوم پوځي ځواک یا فزیکي قدرت نلري خو دا وړتیا لري چې د امریکا په څیر د یولوی هیواد نړیواله دیپلوماسي وننګوي.
دېته نرم زبرځواک یا سافټ پاور وايي. دا د یو سافټ ویر یا اینټرنیټ پاڼې له لارې دنړۍ دسیاستونو رازونه چې لسیزې لسیزې باید پټ پاتې شي افشا کوي او دا یو جادويي نوښت دی.
د امازون کمپنۍ چې ددې نوي زبرځواک کوربه وه ، ظاهرا د نړۍ د لویو هیوادونو د فشار له کبله یې ددغې پاڼې سرور په داسې حال کې پریښود چې جولیان اسینج په برتانیا کې ونیول شو.
که څه هم ښاغلی اسینج په ضمانت پریښودل شو خو دمتحدو ایالاتو په څیر هیوادونه اوس هڅه کوي چې داسې کمپیوټري سافټ ویر رامنځته کړي چې دپټو استخباراتي مالوماتو ساتنه وکړي او د ویکي لیکس په څیر ویبپاڼې ویجاړې کړي.
پوهـ ټولنه یا انفارمیشن سوسایټي :
د ګلوبل سیوالیزیشن تیورۍ له مخې انفارمیشن سوسایټي یانې وار له مخه خبره ټولنه. انفارمیشن سوسایټي د یو هیواد د ټولو غړو مجموعه ده چې دخپل هیواد د سیاسي ، کولتوري، اقتصادي او ټولنیز حالت سره سم د ژوند د بیلا بیلو اړخونو په اړه مالومات لري.
دبیلګې په توګه ،په کومه موخه چې یو علمي کتاب لولې یا په یو علمي سیمینار کې ګډون کوې نو هلته چې ستا لپاره کوم نوي مالومات ورکول کیږي،په بیړه ستا له پخوانۍ پوهې سره یوځای کیږي.
د ټولنیزو رسنیو تیوري ټینګار کوي چې انفارمیشن له پوهې ( علم ) هاخوا شی دی او دا، انفارمیشن (مالومات) دی چې خلک ترې پوهه ترلاسه کوي.
د نړیوال پوهاوي د تیورۍ له مخې انفارمیشن، د یو ځانګړي سوال ځواب دی چې د ځواب ورکونکي د پوهې ښکارندوی وي.
په پوه-ټولنې ،یا انفارمیشن سوسایټۍ کې یو کروندګر باید دومره پوهه ولري چې هره پوښتنه ترې وشي نو له مالوماتو ډک ځواب ورکړي.
د بیلګې په توګه ، که یو ځوان ښونځي ته نه ځي هغه نه پوهیږي چې احمد شاه بابا څوک وو،یانې پوهې ته دنورو مالوماتوورګډول چې د یوچا د پوهنې د ډیریدو لامل ګرځي .
دافغانانو د سیاسي پوهې کچه ډیره لوړه ده ،دوی د خپل هیواد پر حالاتو ښه پوهیږي(غني۲۰۰۹)
سیاسي پوه شته او ځینې نورلاملونه هم شته چې ددغې پوهې د سم استعمال مخه نیسي.
نړیوالتوب او د ټولنې پر غړو یې اغیزې :
ددې سره سره چې دافغانستان ټولنه له نړیوالو معیارونو سره برابره نه ده او بیرته پاتې ، ځپل شوې او بې خبره ټولنه ده، خو بیا یې هم له نړیوالتوب سره، په یو ډول نه یو ډول اړیکي پاللي دي.
له پوځي اړخه که ورته وګورو نو د ۱۹۷۸ـ ۱۹۷۹ راهیسې دغه هیواد د بهرنیو لاسوهنو او پوځي خوزښتونو ډګر دی.
له بهرنیو هیوادونو څخه د وسلو او لوژیستکي توکو لیږد رالیږد او داسې نور چې د نړیوالتوب عناصر بلل کیږي ،تل په افغانستان کې لیدل کیږي. خو د ګټې پر ځای یې ډیرځلې بشري ناورینونه او ناخوالې له ځان سره راوړي دي چې په ټولنه کې یې د ژوند هیلې هم د له منځه وړلو له ګواښ سره مخامخ کړي دي. دا حالت زموږ پر بیوزله ټولنه د نړیوالتوب د ناوړه اغیزو د ودې لار هم برابروي.
اسحاق ننګیال ددغه ډول اړیکو پایلې پخپل یو شعر کې داسې انځوروي: دا ترڅو مې بې پتي د سرو غوټیو؟، دا ترڅو دستا اغزي زما باغونه ؟ دا ترڅو په دې پردي پردي ټوپکو ،قتلوې دازما خویندې زما وروڼه ؟ (ننګیال۱۹۹۸ : ۲۶۴) تر اوسه یوه پابریکه چیرته په دې هیواد کې لیدل شوې نه ده چې وسلې تولید کړي نو له دې په څرګنده توګه جوتیږي چې دا لیږد رالیږد د وسلو د یوې بهرنۍ سوداګرۍ په ترڅ کې ترسره کیږي او افغانستان ته لیږدول کیږي.
د هویت مساله د یو قوم لپاره ډیره حیاتي ده. هویت دوه ډوله دی ،یو هغه چې د یوې ټولنې ملي او بهرنۍ پیژندګلوي پرې کیږي لکه افغان چې د افغانستان د اوسیدونکي لپاره کاریږي ،د هویت دومه بڼه داده چې د ټولنې غړي ځانونه خپلو ملي ګټو او ملي ارزښتونو ته وفادار احساس کړي چې له بده مرغه په افغانستان کې دا دومه بڼه په جدي ډول له خطر سره مخامخ ده.
یوازې دا نه چې دریځونه مختلف دي، بلکې ددوی لاسرسی یو شان نه دی.ما ټینګار وکړ چې هیوادونه په کورني توګه سره ویشلي دي ، موږ باید دې بهیر ته یوازې د هیوادونو ترمنځ ونه ګورو بلکې په هیوادونو کې یې د ښارونو ترمنځ وګورو ( رنتانن ۲۰۰۷).
په دې کې شک نشته چې د نړیوالتوب ګټې ډیرې دي او له نورې نړۍ سره د نښلیدو لامل کیږي. خو د افغانستان په اوسني حالت کې یې تاوان همدادی چې خلک بیلارۍ ته هڅوي ،هغه ولس چې د یوې باثباته پوه- ټولنې تعریف نلري ،د نورو ټولنو کولتور راخپلوي او وروسته بیا داسې یوې ټولنې ته غاړه نه ږدي چې یوازې په دودپاله اسلامي هیواد کې د منلو وړ ده. دجنجالونو د زیږیدو لامل ګرځي. یوه دودپاله ټولنه باید رو رو پرمختګ وکړي چې یوه باثباته پوه-ټولنه ترې جوړه شي.
بیړنی او ناڅاپي بدلون ډيرې ناوړه پایلې له ځان سره لري. ښه بیلګه یې دکابل په سینماوو او د کابل په تلویزونونو کې د بهرنیو فیلمونو او نندارمو ښودل دي چې تنکي ځوانان یوې څرګندې سرغړونې او له پردي کولتورسره توافق ته چمتو کوي. دپردي بهار وږمې دي، راچلیږي په وطن مې ، د غلیم د فکر دوړې ، راخوریږي په وطن مې (توپاني ۲۰۰۲ ).
د بیلګې په توګه بالیوډ ،هر وخت کولتوري ټاکټیک پاتې شوی دی، پخپله رانښلونه کې په بیساري ډول نیشتلزم او هندي کړه وړه وړاندې کوي او په بهرنۍ توګه د نړیوالو اندیښنو د لړۍ شننې ته ډیر فصیح دی . برتانوي استعمار، پان اسیایزم، د جنوبي اسیا سیمه یزم ،امریکاييتوب او کولتوري امپریالیزم او همداسې نور. دا ټول دبالیوډ د هر کړون په عناصرو کې لیدل کیږي. له نڅا نیولې ، د جامو د بڼې، د شخصي چلند په بیلګو او استازولۍ کې (کاووري۲۰۰۷ )
د نړیوالتوب بل مهم توکی قانوني سوداګري ده چې د عادي وګړو اړتیاوې پوره کوي. ددغې سوداګرۍ سرچینه یا په نیویارک،برلین ،بیجنګ او یا لندن کې ده خو د کوچنیو استازو ( اجنټانو ) له لارې خپل تولیدات د افغانستان او سیمې بازارونو ته رسوي.
افغانستان چې پخپله تولیدات نلري او ډیری خوراکي توکي له بهره رالیږدوي ،خلک یې مجبور دي چې لګښت ولري او شیان راونیسي. دغه پېر او پلور له نړیوالتوب سره د عادي افغانانو تړاوو جوړوي. دوی په دې پوهیږي ،که نه پوهیږي خو دا یو تړاوو دی چې افغانان خپلې پیسې لګوي او د بهرنیو هیوادونو تولیدات رانیسي خو ګټه یې هغه چاته رسیږي چې له هیواده بهر ناست دی.
د بیلګې په توګه ، که د لوی ملا صاحب محمد عمر مجاهد طبیعت هم خرابیږي نو اړ دی چې درمل واخلي ،کله چې دی پر درملو پیسې ورکوي، نو دغه پیسې د درملو د پابریکې د مالک جیب ته ورځي او دا ان له نړیوالتوب سره د طالبانو تړاوو ښيي.
نن ،که تاسو وغواړی که ونه غواړی ،نړۍ په پرمختګ او نژديوالي کې ده. دبیلګې په توګه کرکټ ، نن په افغانستان کې پر ملي لوبه بدلیږي او مینه وال لري.
دغسې فټ بال د نړیوالتوب پر یو لوی عنصر بدل شوی دی. کله چې انګلستان په دې وروسته کې د راتلونکو نړیوالو سیالیو کوربه توب وبایله ، په ملیارډونو ډالره زیان ور ورسیده ،ځکه چې د انګلستان د فټ بال په سلګونو زره مینه وال به اوس د انګلستان پر ځای په روسیه کې لګښت کوي او برعکس په انګلستان کې به کارونه په ټپه دریږي او خلک به خپلې دندې پریږدي او روسیې ته به سفر کوي چې هلته د فټ بال سیالۍ وګوري.
مذهبونه د نړیوالتوب یو بل رغنده عنصر دی ، د بیلګې په توګه اسلام په چټکۍ سره په اروپا او امریکاکې په خپریدو دی .دبیلګې په توګه یو سړی په کابل کې ناست دی خو د فیس بوک یا ټوایټر له لارې په نیویارک له یو بل چا سره اړیکي لري او له هغه سره د مذهب په اړه بحث کوي او هغه دېته هڅوي چې اسلام خپل کړي. نن تاسو دېته اړتیا نلری چې د اسلام د خپراوي لپاره له خپل کوره بهر ووځی.
هندي قمار- تونونه په اروپا او امریکا کې پر لویو کاروبارونو بدل شوي دي او ددې کنټرول په نړیواله توګه له ډیلي څخه کیږي. نو تاسو په یونه یو ډول له یوبل چا سره چې د نړۍ په بل سر کې پروت دی ،یوتړاوو او اړیکي لری . ډیجیټل ټیکنالوجۍ دغه لاره اسانه کړې ده. دغې ټیکنالوجۍ دا هم اسانه کړې ده چې څنګه یو غورځنګ ،یا سیاسي ډله د تبیلیغاتو له لارې په اسانۍ سره دخپلې ټولنې په زړونو او مغزونو کې ځای پیدا کوي.
رسنۍ څه ډول کار کوي:
دافغانستان طالبانو له بیا راڅرګندیدو وروسته په پرله پسې ډول د رسنیزو اړیکو ماشینري جوړه کړه چې د هیواد په ګوټ ګوټ کې یې د ملکي افغانانو باور راخپل کړ. دوی په پراخ ډول نوې میډیا کاروي او په بري سره هغه موخې ترلاسه کوي چې دوی ورته سترګې په لار دي.
د طالبانو دغه رسنیز کمپاین پر افغان نیشنلزم ولاړ دی او دوی دکابل د حکومت او نړیوالو د ناکامه تګلارو له پایلو څخه پوره پوره ګټه اخلي. په نتیجه کې د بهرنیانو ملاتړ مخ په کمیدو دی او طالبان لګیا دي ،دخلکو زړونه او ذهنونه ګټي. هغه ژبه چې طالبان پخپلو ویناوو او رسنیزو خبرتیاوو کې کاروي پر هیوادپالنه ولاړه ده چې په اسانۍ سره خلک د بهرنیو پوځونو په وړاندې لمسولی شي.
په داسې حال کې چې نړیوالې او کورنۍ رسنۍ د طالبانو په ضد نړیوال پوځي کمپاین سره جوختې روانې دي او د اسلامي جنګیالیو فعالیتونه ترهګر عمل بلل کیږي، خو په تیرو نهه کلونو کې په دې بریالۍ نشوې چې ناټو ته د افغانانو زړونه او ذهنونه ورمات کړي. خو طالبانو د خپلو ترانو، وینا وو ، پوځي عملیاتو ، او د بهرنیو سرتیرو د کړنو د ډي وي ډي ګانو په خپرولو سره په تبیلغاتي جګړه کې له اټکل ډیره بریا ترلاسه کړه.
موږ پوهیږو چې ټولنیز اړیکي په ډیریدونکي ډول دبیلا بیلو سیمو د اوسیدونکو ترمنځ ،او د خلکو او دولت ترمنځ د اړیکو، پوهاوي او خبرو اترو د ټینګښت لامل ګرځي ( رنتانن ۲۰۰۸ )که د رنتانن مفکوره لږ تفصیل سره تر بحث لاندې ونیسو نو جوتیږي چې هر هغه څوک ډیر بریالی دی چې له عادي خلکو سره اړیکي او پوهاوی ،تفاهم ولري.
ددې لپاره چې ډیری طالبان پښتانه دي ،دوي خپل تبلیغات پر پښتو ژبه کوي او خلک په اسانۍ سره د هغوی سیاسي او پوځي تفکر خپلوي ،خو هغه چې په پښتو خبرې کولی نشي ، په دې بریالي شوي نه دي چې د خلکو ترمنځ خپل ځای وټاکي. له واکه لیرې شوی مذهبي غورځنګ چې د افغانستان د واک د ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي د تبیلغاتي جګړې پلان یې له حد ډیر بریالی او غښتلی راڅرګند شو.
ان په ۲۰۰۷ کال کې د برتانیا د هوايی ځواکونو قومندان سر جک سټیروپ په دې پوه شوی وو، او پخپله یوه شننه کې یې د طالبانو تبلیغاتي جګړه په راتلونکو څو کلونو کې د ناټو د هغې په پرتله برلاسې وګڼله .
د رسنیو ډیر اغیزمن او روښانه کارول،د اېنټرنیټ له ډیر اغیزمن استعمال سره جوخت پوځي عمل همغاړی کوي او داسې پیغام انځوروي چې نړیواله ټولنه تر اغیز لاندې راولي.په ښه څومره والي کې دویډیوي تولیداتو چمتو کول اوپر پراخو مسالو تمرکز. دپیغامونو ښه برابرول او پیښو ته سم غبرګون ښودل(سټیرپ ۲۰۰۸ ).
ددغه برتانوي پوځي څیړونکي د شننې له مخې د سیمه ییزې ژبې کارونه او د خلکو پر ستونزو تمرکز کول ددې لامل وګرځیدل چې د طالبانو جنګیالي د عادي افغانانو خواخوږي یو ځل بیا راخپله کړي.
د کړکیچ نړیوالې ډلې په ۲۰۰۸ کال کې یو ورته راپور خپور کړ او د طالبانو لفظي جګړه یې خورا بریالۍ وبلله. د طالبانو بیلګه باید عادي ونه ګڼل شي. دوی د ژبې او ټیکنالوجۍ د سمې کارونې له لارې وکولی شول چې د عادي افغانانو او دحامد کرزي د حکومت ترمنځ واټن پراخ کړي.
دوی هغه ژبه وکاروله چې خلک ترې پوره پوره پیغام اخیستلی شي اوبرعکس دولت هغو رسنیو ته پراختیا ورکړه چې اغیز یې یا نشته او یا ډیر لږ دی. هغه بهرنۍ رسنۍ چې په پښتو ژبه د افغانستان لپاره خپرونې کوي ،هغسې ځان نشي ښودلی لکه څرنګه یې چې خلک تمه کوي.
د بیلګې په توګه د امریکا غږ رادیو تل هغو خلکو ته چې د طالبانو د ملاتړ په تور نیول کیږي د ترهګر ټکی کاروي،هغه چې بهرني اوافغان ځواکونه یې په دودیز ډول دداسې چا لپاره کاروي چې د طالبانو په ملاتړ یې تورن کړي. مخکې له دې چې یوه محاکمه پریکړه وکړي ،موږ د رسنیو په توګه پریکړه کوو چې پلانکی ترهګر دی او پلانکی سم سړی دی. وروسته بیا لیدل کیږي چې هماغه سړی پرته له کوم تور څخه خوشي کیږي ،یا د ستاسې د خبر له کبله دتل لپاره په زندان کې پاتې کیږي.
په دولتي اډانه کې د پراخیدونکي فساد او درغلیو په غبرګون کې د طالبانو د ملاتړ ډیریدل څه مانا لري؟ ایا موږ د چا لپاره خپرونې کوو؟ ایا زموږ اوریدونکي څوک دي؟ ایا زموږ اوریدونکي همدا دولتي فاسد مامورین دي ،که د ټولنې هغه غړي چې له حکومت څخه ورځ تر بلې فاصله پیدا کوي؟ ایا د طالبانو جنګیالي زموږ اوریدونکي دي ،کنه؟ ایا تر اوسه چا په دې فکر کړی دی؟
دا هغه پوښتنې نه دي چې پوره پوره پاملرنې ته اړتیا لري. ګډوډ ایډیټوریل پلانونه ستونزې ولاړوي. که د کابل شخصي او دولتي ټلویزونونو ته وګورﺉ نو دوی سیکولرزم ، مذهب ، موسیقي او نڅا سره یوځای کړې ده. پرته له دې چې کولتوري امپریالیزم ته وده ورکړي بله کومه ځانګړې بریا یې نه ده لرلې. د بې پرې ژورنالیزم لارښود اصلي اوریدونکي د ټولنې هغه پوړ بولي چې په یو هیواد کې حکومتونه نړوي او جوړوي.
ان د بي بي سي ایډیټوریل ګایډ لاین ټینګار کوي چې عادي خلک باید تربل هرڅه مخته وي. ددې سره سره چې د برتانیا حکومت د طالبانو په ضد کمپاین کې ونډه درلوده خو بي بي سي هغو بندیانو ته چې د طالبانو د ملاتړ په تور نیول کیدل کله هم مخامخ ترهګر ونه ویل،بلکې د مشکوک ټکی یې ورسره وکاراوو.
خو ددې سره سره چې د بي بي سي، سي این این ،واشنګټن پوسټ ، ګارډین ،ټایمز او نورو په څیر د نړۍ معتبرې رسنيو د القاعدې او طالبانو په ضد د نړیوال پوځي ایتلاف فعالیتونه په پراخ ډول خپاره کړل او د طالبانو لپاره یې په خپرونو کې ځای نه درلود، خوبیاهم طالبانو وکولی شول چې د تشو ډي وي ډي ګانو له لارې خپله تبیلیغاتي جګړه د بري په لور بوځي. ددې یو لامل داوو چې ددوی اوریدونکي څرګند وو، او د منظم تبلیغاتي پلان له مخې یې فعالیت وکړ.
پایله :
نو تاسو باید هغه څه وکړﺉ چې ولس یې غواړي ،دوی دا غواړي چې په هیواد کې یې قانون پر ټولو یو ډول عملي وي. حکومتي چارواکي یې د ستونزو زیږونکي نه بلکې د ستونزو اوارونکي او مرستندوی وي چې خلک درباندې باور وکړي.
خلک په اسانۍ سره هغه څه خپلوي چې پرې پوهیږي ،که موخه دا وي چې په هیواد کې یوه باثباته ټولنه جوړه شي نوتاسو باید پوهه شی چې ولس څه غواړي.
له خلکو سره باید ددوی پخپله ژبه خبرې وشي چې ستاسې پیغام احساس کړی شي. هغه دولتي چارواکي چې د بیت المال پر لوټولو تورن پيژندل کیږي باید له څوکیو لیرې او محاکمه شي. په ټولنه کې اقتصادي حرکت رامنځته کړی ،خلک په مثبت ډول بوخت وساتی چې دستاسې په ضد کیدونکو فعالیتونو لپاره چمتو نشي. دا ټول د پوه-ټولنې ،انفارمیشن سوسایټۍ په پرمختیا کې مرسته کوي.
خو زموږ په هیواد کې برعکس، دوی نوې بلاوې جوړوی ، لکه نړیوال ترهګر ،د نشي توکو سوداګر،لیوني عربان او صدام حسین،نوی هټلر، لګیا دی نړۍ نیسي. دوی اړ دي چې یوهغه، له بل وروسته وساتي.تاسو خلک وویرول ، ویره مو ور واچوله ،بې زړه مو کړل،نو دوی په بشپړه ویره کې سفر کوي او د ویرې له کبله د یخ وهلي په څیر لړزیږي ( چومسکي ۱۹۹۷: ۴۴ )
اوس که د چومسکي وینا ته وګورو نو څرګندیږي چې دافغانستان په څیر حالاتو کې حکومتونه تل هڅه کوي چې خلک د ظلم ، ویرې او تیري لاندې وساتي او اصلي مالومات پټ کړي. خلک بې خبره پاتې شي او دوی پرې خپلې شخصي موخې وتپي.
دغه ډول حکومتونه په لویدیځه نړۍ کې له فساده ډک ، دناقانونۍ ملاتړيي ، د زور او تاوتریخوالي کارونکي او د بشري حقونو ماتونکي بلل کیږي. زموږ په پېر کې دا هغه وخت بیخي رښتیا شوه چې ویکی لیکس راښکاره شو او هر هیواد ته یې د هغوی د نوي تاریخ په اړه مالومات ورکړل.
کله چې په یو هیواد کې حکومت د بشري حقونو د ماتونکو په لاس کې وي او حکومتي امکانات د خلکو په ضد کاریږي، د بیت المال چور او چپاول روان وي ، ډیره سخته ده چې هلته په اسانۍ یوه باثباته پوه-ټولنه یا انفارمیشن سوسایټي رامنځته، یا وده وکړي. -
بېرته شاته |