(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د بنګله ديش بې ستری۱۴،۱۵،او۱۶مه برخه

لیکوال: غلام محمد زرملوال

د نوامبر د مياشتې د لومړۍ هفتې سېل او سايکلون چې په رښتيا هم د پېړۍ خورا خواشينې کوونکې پيښه وه پنجاب ته دانتتخاباتو د ځنډولو پياوړې بهانه شوه. مالومداره خبره ده چې د واکمنې کړۍ له خوا د دې کار د عملي کولو په هکله څه غوندې کلک پروګرامتر کتنې لاندې و کوم چې په اصل کې د اسامبلې کلنۍ غونډه وځنډوله. که څه هم دا هغه لومړى ګام و چې د پاکستان د تجزيې په لور واخستل شو، خو په اصل کې توره ورځ څلور مياشتې پخوا کله چې د دسامبر د اوومې نيټې د انتخاباتو جدول [مهالوېش] او نيټه په ډاګه شول راچټکه او نږدې شوې وه. د انتخاباتو دنتايجوتيوري دا وه: ټولې څوکۍ ٣٠٠ څوکۍ عوامي ليګ ١٦٠ څوکۍ د بوټو (پاکستان پيپلز پارټى) ٨١ څوکۍ ازاد ګوندونه ١٦ څوکۍ مسلم ليګ (قيوم ګروپ) ٩ څوکۍ مسلم ليګ (دولتانه ګروپ) ٧ څوکۍ جماعت الاسلام ٧ څوکۍ هزاروي ګروپ ٧ څوکۍ نشنل عوامي ګوند ٦ څوکۍ جماعت اسلامي ٤ څوکۍ مسلم ليګ(چودري ګروپ) ٢ څوکۍ د پاکستان ديموکراتيک ګوند ١ څوکۍ ديارلس څوکۍ چې د ښځو لپاره په نظر کې نيول شوې وې د ورپسې انتخاباتو په نتيجه کې اووه عوامي ليګ وګټلې چې پدې ډولد يوسل او نهه شپيته څوکيو له منځه چې د نفوسو د شمير له کبله په درۍ سوه ديارلس څوکيو کې د ختيځ بنگال لپاره تخصيص شوې وې يو سل او شپيته يې پوره کړې. دې نتيجود مختلفو وګړو لپاره مختلفې ماناوې لرلې. بنګالي اولس د عوامي ليګ تر پرچم لاندې ډير په احساساتو راغلى و. او د دې احساس په نتيجه کې بريالى شو چې د استعمار غړۍ ماته او د دوه لسيزو اوږد استعمار ختم کړي. بوټو هم هغه احساسات چې د کراچۍ او سند ناڅاپه برياليتوب په هکله ور په برخه شول، نه شوۀ مړه کولاى. مذهبي ګوندونو لکه جماعت اسلام د خپلو ناکاميو په هکله خواشيني وو. جماعت اسلام د ټولو له منځه په انتخاباتو کې د حکومت د تشبث غندنه په ډاګه وکړه. د هيواد اولسونه ټول دې خبرې ته هک پکپاتې شول چې څنګه ټولو وګړو په يو ځل اويوه تصميم خپل افکار چې پوره نتيجه ورځينې اخستل کيده څرګند کړل. په پنجاب باندې د انتخاباتو دا نتيجې تر هغو فزيکي پيښو او رنځ سختې او دردناکې وې کومې چې يوه مياشت مخکې په ختيځ بنگال کې د سيلاو او سايکلون په توګه پېښې شوې وې. پدې هکله د يحيى خان خپل ځانګړى انعکاس [غبرګون] هم د يادولو وړ دى. نوموړي له دې پېښې يوه ورځ وروسته پيکينګ ته له يوه رسمي مسافرت څخه راستون شوى و. د ده د راستنيدو لومړى دريځ [تمځاى] ډاکه و. کله چې يې د پېښې خبر واوريد نو په ډاکه کې څلويښت ساعته پاتې شو. که څه هم په هغه وخت کې د سايکلون په هکله رسېدلى تاوان څرګند نه و،مګر په واقعيت کې سياسي بڼه ورکړشوې وه. په ښار کې هر ډولافواهات خپاره وو. ځينو ويل چې انتخابات د نامالومې مودې لپاره وځنډول شول. ځينو نورو ويل چې د يحيى خان چارچاپيره کسانو واک په لاس کې اخستى و او پخپله دى هم په مساوي برخې لرلو کې لومړى ګڼل کيده. اوضاع دومره خړه پړه وه چې يوه خارجي ژورنالست له يحيى خان څخه کله چې د راولپنډۍ خوا ته روانيده په هوايي ډگر کې خورا مستقيمه پوښتنه وکړه. د پريزيډنټ ځواب هم ډير چټک او سيخ و. پدې خبره ټينګ شو چې پخپله دى امر و - ! او تر هغه پورې به لا پاتې شي چې د پوځ لويه قومانداني يې پر غاړه وي او له وظيفې څخه به ګوښه نه شي. څوهفتې د مخه د داسې پوښتنې کولو امکان ډير لرې ښکاره کېده او که چيرې شوى واى نويحيى خان به يې له ځواب کولو څخه ډډه کړې واى. دا حقيقت چې نوموړي د افواه د تکذيبولو لپاره داسې ځواب ووايه د اطلاعاتو وزارت د لاښوونې له مخه و. د دې حقايقو په رڼا کې يحيى خان ته د راي ګيري څرنګوالى او د ده د پلانونود شنډتيا خطرونه پوره څرګند شوي وو. مگر پر دې ټولو برسيره بيا هم ده باور درلود چې د ځان لپاره به هر ډول چې وي لار پيدا کړي. پخپله يې هم تر وسه وسه هڅه وکړه چې ددې طوفان مخه ونيسي مگر د انتخاباتو طبيعي تگلاره يې ونه تړلى شوه. په ختيځ بنګال کې د جنرال يحيى خان کړووړو کومه اغيزه نه وه کړې. هغوى د پوځي بيروکراسۍ وينوته چې کلونه کلونه يې وينې پکې وچې کړې وې تږي وو. هيڅ چا هغوى له خپل هدف څخه نه شول اړولى. يواځې د انتخاباتو په ورځ يحيى خان ته څرګنده شوه چې داسې پېښه ور شوې وه چې د منلو وړ نه وه!

(پينځلسمه برخه)

(٦)

له انتخاباتووروسته کميډي

نن پاکستان له تورې سياسي (بلا) سره مخامخ دى.

پريزيډنټ يحيى خان

مارچ ١ ١٩٧١

لکه څنګه چې يحيى خان وويل د پاکستان لپاره د ١٩٧١ کال د مارچ لمړۍ نيټه توره سياسي ورځ وه. له يوې خوا دا چې د غامضو او ګمناموګوندونو غوټيدنې داسې وښودل چې ګوندې د پاکستان نوى نسل که څه هم د دوى له پلرونو اونيکونو څخه د سواد اوعلمي سويې په هکله دومره مخکې نه و، مګر د پاکستاني شارلتانانو په توګه چې تل تر تله يې د اولسونو له خوښباورۍ او عقيدو څخه خرابه ګټه اخستې وه غوليدلى نه شي. له بلې خوا يې د هغې پوځي بيروکراسۍ کلکه غندنه کړې وه کومه چې په ١٩٦٨ او ١٩٦٩ کلونو د اړودوړ په اوږدوکې د فيلډ مارشال ايوب خان له خوا نامزده شوې وه. د دواړو پورتنيو علتونو په هکله بايد ووچې پوره تغير پيشبيني شوى واى.

د ژورې کتنې وړ خبره دا ده چې که جيرې پنجابي ټيکه داران په خپلو زړونو کې مخلص واى نو دې رويدادونو او داسې نتايجو به په دوى څه بده اغيزه نه واى کړې. برسيره پر دې دوى خو داسې وعده کړې وه چې د يحيى خان د رژيم د انتخاباتو په هکله يې کومه دلچسپي نه درلودله او په دې هڅه کې وو چې "ديموکراتيکي موسسات منځ ته راووړي او د خلکو نمايندګانو ته قدرت وسپاري.

بله دا چې له پنجابي سياسي ليډرانو په ځينو  ځانګړو جلسو اوخبرو کې د ګوند انشعاب او د هغوى ترمنځ د موافقې نه کولو ته يې د تخريبي فکتورونو ګوته نيولې وه. نو د انتخاباتو نتيجه چې بيله شک او شبهې څخه څرګنده وه بايد د  رژيم له خوا ښه هرکلى شوې واى. ځکه چې دې نتيجو يواځې نه چې د ديموکراتيکي اساساتو څرګندونه يې وکړه، بلکې د دې تضمين يې هم کړى و چې قدرت به په ډيره اسانۍ او بې سرخوږي اولس ته وروسپارلى شي. که نور څه نه وى خو په ظاهر کې به داسې څرګنده شوې واى چې ګوندې د يحيى خان دعا قبوله شوې وه.!

مګر پريزيډنټ دا ټول څڅه په بله بڼه کې وليدل اوده ته د انتخاباتو نتيجه يوه شخصي ماتې او توره بلا وه. هغه لومه  يې چې د "حقوقى چوکاټ" په پرده کې په ډير احتياط د دې لپاره چې د اسامبلې له فلجيدو يې زړه بيغمه وي ايښوولې وه، بالکل بېځايه او ناکامه شوه. اوس نوڅرګنده وه چې د اسامبلې په هغه تالار کې چې د شيخ مجيب الرحمن له ملګرو څخه ډک وي کله کولى شي چې شخصي تشبث او لاسوهنه وکړي. په دې ټکي کې د موکلينومحاسبه خورا څرګنده وه. په اسامبله کې له درۍ سوه او ديارلس څوکيو څخه د عوامي ليګ يوسل او اووه  شپيته بېسارى اکثريت و. حتى که د ولى خان ملي عوامي ګوند  يې هم ملاتړ نه واى کړى، په اسامبله کې به د کومې لاسوهنې امکان نه واى پاتې شوى.

پريزيډنټ خو به هرو مرو پدې خبره چې ولې د "مشابهت فورمول"  د نفوسوپه انډول په مساوي رايو ورکولو باندې بدل کړ.  پدې هکله په ختيځ بنگال کې سهل انګاري او اغماض د سياسي تقسيماتو يوه خورا لويه خطا او غلطه محاسبه وه. د مشابهت په صورت کې به شيخ مجيب الرحمن د اسامبلې د ټولو څوکيو نيمايي ګټلې واى او له هغې کرسې به نه شواى تيريدلاى. مګر اوس د عوامي ليګ دومره اکثريت ګټلى و چې هر څه يې چې غوښتى، کولاى يې شول. د جنرال يحيى خان ويره هلته لا پسې زياته شوه کله چې شيخ مجيب الرحمن د  دسامبر په نهمه نيټه په ډاګه وويل چې نوى اساسي قانون به د ده د شپږ فقريز پلان په چوکاټ کې  جوړ شي.  اودا خبره يې هم څرګنده کړه چې د داسې کار کول هم د ده په قدرت کې و.  د پورتنيو حقايقو په رڼا کې اوس هغه خنډونه چې د اسامبلې د رايو ورکولو په ترڅ کې د رابرسيره کيدو هيله کيدله له منځه ولاړ. د عوامى ليگ د رايو پهنتيجه کې چې پوره اکثريت وو اساسي قانون به په ډيره اسانۍ تصويب شوى واى نو د شپږ فقرييز پلان د ملي کولو اقدام به يې کړى واى.  که چيرې دا وخت پريزيډنټ يحيى خان د داسې اساسي قانون له منلوڅخه غاړه غړولې وى نو نتيجه به يې خورا ويجاړه او خطرناکه واى. او دا خطر به له هغه څخه ډير لوى واى کوم چې د ايوب خان د زوال سبب شو. که چيرې يحيى خان دا لاغر غوره کړې واى نو د ده دکتاتوري روحيه به روڼه څرګنده او د ټولې نړۍ سترګو به ليدلې واى چې په نتيجه کې به يې بيا نو له پاکستان سره د اقتصادي او پوځي مرستو د نه کولومانا درلودلى.

پريزيډنټ او مشاورين يې له ډېرې له خطر څخه ډکې اوحساسې مسئلې سره مخامخ وو. د دې مسئلې د حل لپاره دوې ليارې وې: لومړى دا چې هرو مرو خپلې ناکامۍ ومني او په پرده کې انتخابات له ديموکراتيکي اصولو سره سم مخ په وړاندې بوځي او په پاى کې د خلکو نمايندګانوته قدرت وسپاري. دوهمه ليار دا وه چې د اولسونوله غوښتنو څخه غاړه وغړوي. درېيمه کومه بله ليار پاتې نه وه. يحيى خان درېيمه لياره غوره کړه. د ده لپاره لومړنۍ ليار د منلو او غور کولو وړ نه وه ځکه چې په هغې کې يې خپلې ځانګړې ګټې او د پوځي بيروکراسۍ هوسونه له خطر سره مخامخ وو.  هغه اساسي قانون اوتشکيلات که چيرې دعوامي ليګ د شپږ فقرييز پلان په اساس جوړ شوي واى نو يواځې دا نه چې د  مرکزي حکومت قدرت  به چې د يحيى خان ځانګړى قدرت و له منځه وړى واى، بلکې د پوځي ادارو ملا به هم ماته شوې واى ځکه چې په مالي او بودجوي هکله پريکړو به په ختيځ بنګال پورې اړه لرلى او دوى به هغوى ته اړ شويواى. غوره دا چې شيخ مجيب الرحمن په څوځله دا خبره څرګنده کړې وه چې پوځ به داسې زوال کړي چې بيا په خپل عمر کې ونه کولاى شي چې په سياست کې مداخله وکړي.

هغه وچې جنرال يحيى خان فيصله وکړه چې د اسامبلې د پاره د غونډې کولواجازه ورنکړي مگر په دې شرط چې عوامي ليګ د اساسي قانون هغه نمونه ومني چې مخکې له مخه ده له ځان سره جوړه کړې وه. دا محض قياس نه و او حقيقت يې د پريزيډنټ په پرله پسې چال چلن کې وروسته روڼ وځليد.  که چيرې يحيى خان بله ليار غوره کړې واى اود خلکوغوښتنې يې منلې واى نونن به د پاکستان بڼه بدله واى. پدې کې هيڅ شک نشته چې لږ تر لږه به هغه سياسي چې د پاکستان د تجزيې سبب شو، پېښ شوى نه واى. هيواد به يې دوه ټوټې نه واى شوى او د ختيځ بنګال څه ناڅه يو مليون اولسونه به ژوندي پاتې واى. که چيرې يې د اولسونو غوښتنې منلې واى، اسامبلې به د ١٩٧١ کال د جنورۍ په مياشت کې په خپلو غونډو اوجلسو پيل کړى واى. په پاى کې دا چې که چيرې د خلکونماينده حکومت د ١٩٧١ کال د دوبي په مياشتو کې واګې په لاس کې نيولى واى نوپاکستان به مخ په وړاندې تګ پيل کړى واى.

دا هغه يواځنى حقيقت دى چې د پاکستان اولس د دسامبر د مياشتې له انتخاباتوڅخه هيله من و. دا هر چا ته څرګنده خبره وه چې ممکن شيخ مجيب الرحمن به د ټولو د اجتماعي او اقتصادي پرابلمونو په حل کولونه وى بريالى شوى،مګر اوس يې د خلکو د اعتماد اکثريت ګټلى و، بايد چانس ورکړى شوى واى او دا يې سپيڅلى څرګند حق و.

(شپاړسمه برخه)

يحيى خان دا ډولتصميم نه درلود. داسې پريکړه يې کړې وه چې اوبه خړې کړي اوماهيان پکې ونيسي. پههر ډول چې کېږي د شيخمجيب الرحمن په ليار کې خنډونه راپيدا کړي. ددې ډول خنډونود پيدا کولو لپاره يواځې لياره په اسامبله کې د ننه د نفاق اور لګول وو. د دې اورلګونې په  نتيجه کې به له دې چې اسامبله غونډه وکړي، د پاکستان اوختيځ بنګال تر منځ به تضاد او شخړه پورته شي. او پريزيډنټ يحيى خان د دې مقصد دتر سره کولو لپاره خورا ښې اومناسبې وسيلې درلودې.

لومړۍ په زړه پورې وسيله يې بوټهو صاحب يانې هغه څوک چې تل تر تله يې په قدرت او امريت پسې سترګې ړندې اود وينو ډنډ وې، را ډګر ته کړ. دويمه وسيله يې همد اسامبلې د ننه ګډوډي وه. عوامي ليګ په انتخاباتوکې هڅه کړې وه چې د پاکستان په ځينو سيموکې لکه راولپينډۍ، کراچى او سند کې څوکۍ وګټي مګر پدې بريالى نه شو. يوسل او اووه شپيته څوکۍ يې ټولې د ختيځ بنګال څخه وې. په همدې ډول د پاکستان پيپلز ګوند هم خپلې يواتيا څوکۍ په پاکستان کې وګټلې او په ختيځ بنګالکې يې څه په لاس ورنرغلل.

د اسامبلې دې عجيبې ګډوډې بڼې د يحيى خان د رژيم لپاره د ناجايزې لاسوهنې موقع په لاس ورکړه او د ختيځ بنگال په ضد د پاکستان د پارونې لپاره ښه فرصت و. بله ښه پلمه يې دا وه چې د مولانا بهشاني د ١٩٧٠ کال د دسامبر د مياشتې خبرو او ويناو ته چې په مصنوعي ډول يې د ازادى نارې وهلې ګوته ونيوله. د بهشاني نارې سورې هم ددې لپاره وې ترڅو شيخ مجيب الرحمن مخکې له مخه د پاکستان په تجزيه کولو تورن کړي. داسې حالاتو او چال چلن اسلام اباد ته د خپل شوم مقصد لپاره پوره پياوړې بهانه پيدا کړې وه. داسې پروپاګندونه خپاره شول چې د هيواد يووالى په خطر کې و. هيڅ چا بهشاني ته د هغو څه په هکله چې يې ويل، څه ونه ويل بلکې په ځاى يې د نوموړي ويناوې د شيخ مجيب الرحمن او عوامي ليګ غوښتنو د تورې تياره کولو لپاره په کار واچول شوې. له بلې خوا اولسي ورځپاڼو په داسې خبرونو او پروپاګند پيل وکړ چې ګوندې انتخابات د دوه ګوندونو [عوامي ليګ او پاکستان پيپلز پارتى] تر منځ نه وو، مګر د دوه پاکستانونوتر منځ! نو که حکومت غواړي چې د پاکستان ګټې يې ساتلې وي بايد چې د اسامبلې له غونډې څخه د مخه د شيخ مجيب الرحمن او بوټهو له يوه بل سره وګوري او يوې "فيصلې!" ته ورسيږي. پنجابي ورځپاڼو په داسې ډول حقايقو سترګې پټولې او په دوه ګوتويې د لمر پټول غوښتل.

لومړى دا چې د مستر بوټهو ستورى که هر څومره روڼ هم ځليدلى واى، مګر په پاکستان خو څه حتى د پنجاب او سند په وکالت يې هم خبرې نه شواى کولاى. له څلورو صوبو څخه بوټهو يواځې د دوه صوبو (سند او پنجاب) په لږ برخه کې لاس درلود. په پښتونستان او بلوچستان کې يې د کيناستو ځاى هم نه و، د پښتنو او بلوڅو  پياوړو مشرانود شيخ مجيب الرحمن ملاتړ کاوه.  په سيند او پنجاب کې هم د بوټهو ځنې مخالف ګوندونه په مجيب پسې روان وو. نو د دې حقيقت په رڼا کې شيخ مجيب الرحمن رښتيا ويل چې هغه اساسي قانون چې د نوموړي د شپږ فقريز پلان په اساس ولاړ وي نو د ختيځ بنګال او پاکستان د ولسونو له هيلوسره برابر اود داسې اکثريت په لرلو سره به اصلاً هغه دې ته اړ نه وي چې له بوټهو سره خبرې وکړي. نو  د مجيب او بوټهوکتنه او د اسامبلې له غونډې څخه د مخه د (فيصلې!) ته رسيدلو خبره د بحث وړ نه وه. يا دا و چې د اقليت مخالف ګوند په توګه په اسامبله کې خپل چانس واخلي. په هغه وخت کې د دې لپاره چې د هيواد يووالى به په خطر کې وي کومشواهد نه ليدل کيده. بهشاني او ټولي يې کوم چې د ازادي غوښتلو اواز يې پورته کړى و په حقيقت کې نه داسې هيله لرله او نه يې په سر کې و. مگر لکه څنګهچې مې پخوا وويل دا کار يې يواځې د شيخ مجيب الرحمن د بدنامۍ لپاره کاوه. له انتخاباتو ورسته څرګنده شوه چې بيله خپل ځان څخه يې د بل چا نمايندګي نه کوله.

عوامي ليګ چې د ختيځ بنګال د ګرد اولس باور يې تر لاسه کړى و او د مساوي حق غوښتنه يې کوله، مگر نه د ازادۍ غوښتلو! دا خورا د يادونې وړ خبره ده چې شيخ مجيب الرحمن هيڅکله له انتخاباتو څخه د مخه او يا ووسته په خپلو ويناوو کې د ازادۍ غوښتل په ژبه نه راوړل. د حکومت سپين کتاب پخپله د دې حقيقت مننه کوي. ددې کتاب په څلورم مخکې وايي چې: "د عوامي ليګ شپږ فقريزپلان چې اولس ته وړاندې شوى دى په هيڅ ځاى کې د پاکستان د اوسني کرکټر د بدلون ه هکله څه نه لري. په لومړۍ ماده کې ويل شوي چې د حکومت ډول به "فدرالي اوپارلماني" وي. د انتخاباتو په اوږدو کې شيخ مجيب الرحمن دا خبره په څو ځله تکرار کړې ده. د ده هدف دا نه دى چې د پاکستان اتحاد ته دې تاوانورسيږي او يا دې يې اسلامي کرکټر بدل شي. مگر دا چې هر څوک خپله مساوي برخه واخلي. د ١٩٧٠ کال د سپتامبر پپه يوويشتمه نيټه يې په نيرنګنج کې د ويينا کولوپه ترڅ کې خلکو ته وويل چې "شپږ فقريز پلان به عملي شي او وبه ګورئ چې د پاکستان  يووالى او اسلامى کرکټر به هم ساتلى وي." د ١٩٧٠کال د سپتامبر د مياشتې په څلورويشتمه نيټه يې په ډاکه کې وويل چې: "انتخابات د صوبه ايزو مساواتو له ريفرينډم څخه عبارت دي. په يوه بله جلسه کې يې بيا چې په سلهت کې د ١٩٧٠ کال د نومبر په شپږمه وشوه دا  خبره په ډاګه کړه چې د عوامي ليګ شپږ فقريز پلان يواځې او يواځې د دې لپاره دى چې په اساسي قاانونکې د ختيځ بنګال د حقوقو ساتنه د صوبه ايزومساواتو په اساس وکولاى شي." د عوامي ليګ د نورو مشرانوخبرې هم همدا ډول وې.

له پورتنيو شواهدو څخه پوره څرګنده ده چې پنجابي حکمرانانو چې د سياسي پرمختګ ژوره څارنه يې کوله په دې باور درلود چې د عوامي ليګ پاليسي ګانې هيڅ کله د پاکستان د تجزيې هيله نه لري. او د دې خبرې لپاره چې ختيځ بنګال به د پاکستان حقوق تر پښو لاندې کړي هم هيڅ يو د منلو وړاوعلمي دليل نه و. مګر له توره بخته دا دواړه خاينانه خبرې د توطئې کولو لپاره پهخوله او دولتي مطبوعاتو له خوا را پورته  شوې وې. د حکومت له خوا پخپله يحيى خان د ١٩٧١ کال د جنورۍ د مياشتې په نيمايي کې کله چې يې له شيخ مجيب الرحمن سره له انتخاباتو وروسته ليدنه وکړه، له هغه څخه يې وغوښتل چې له بوټهو سره "مصالحه وکړي."

څرګنده خبره وه چې پنجاب په انتخاباتو باندې د سترګو پټول غوښتل او د ختيځ-لويديځ ترمنځ يې د شخړې راپورته کولو لپاره تيارى نيو. څنګه چې مې پخوا وويل، پدې ډول يحيى خان غوښتل چې سياسي تورتم جوړکړي څو د ده لپاره د لاسوهنې زمينه برابره وي او د خپل ځانګړي قدرت اوپوځي بادارۍ د دوام په هکله خپلو هيلوته ورسيږي.د ختيځ بنګال او پاکستان تر منځ د شخړوراپورته کولو لپاره بله کومه بهانه او په زړه پورې پلمه نه ليدل کيده.  وروسته به څرګنده شي چې له دې سره-سره چې د هيواد په اتحاد باندې يې څرګنده اغيزه درلوده،دا شخړې ځکه ميدان ته راغلې او څنګه يې پرمختګ وکړ.

پروفيسور چودري د پريزيډنت غير رسمي مشاور په لندن کې داسې څه ممکن نه واى ويلي لکه کومچې يې بيان کړل.  اود هغه له بيان څخه داسې څرګنديږي چې په غيب ګويي کې يې پوره قدرت درلود!! د ختيځ بنګال او پاکستان ترمنځ شخړه راپورته شوه اونتيجه يې هم د پاکستان په تجزيه باندې پاى ته ورسيده. د پاکستان د تجزيې سبب يحيى خان اوبوټهوشول، نه عوامي ليګ.

له انتخاباتو څخه وروسته پريزيډنټ په ډيره هوښياري له سترګو ځان الونيا کړ او د پردې شا ته لاړ. په اولس کې يې په ډاګه هيڅ نه کول. يوخورا غوره کار چې ټول اولسونه ورته سترګې په لار وو هغه د اسامبلې د غونډې کولو د نيټې ټاکل وو. مګر ده لږ تر لږه دا نيټه هم ونه ټاکله.

- بېرته شاته