(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ژبـــــــــــــه:له باباادمــه تردې دمــه

لیکـوال: ډاکـټـررحـمـت ربی زیرک یار، خپلواک څېـړونکی

Language: From Adam to Present

By: Dr. Rahmat Rabi Zirakyar, Independent  Scholar, U.S.A.

December 11, 2010

۲۰ لینده (قوس)، ۱۳۸۹ لمریز

زرڅېړۍ (تَوزنداُکس)، کلیفورنیا، امریکا

ډالــــۍ

یوناني فیلسوف اپلاتون د غوره ټولنې (کمال مطلوب ټولنې)لپاره په فیلسوف واکمنانو را چاپیر و: په دې ډول چې یا دې پاچاهان فیلسوفان شي یا دې فیلسوفان پاچاهان شي. اپلاتون په خپل ژوند کې فیلسوف واکـمن یا واکمن فیلــسوف مینــده نکړ. خو ما خپل فیلسوف واکمن مینده کړ: زما په زړه کې جناب ډاکــټر صاحـب عبدالصمد حامد هم پوه مشر دی او هم مشر پوه (سینیر سکالر) دی. زه دا کــتاب خپل پوه مشر او مشر پوه منلي  ډاکټر عبد الصمد حــامد ته ډالــۍ کوم ځــکه چې خپله پوهه، خپله عقیده او خپل هیواد یې په هیچا نه دي پلورلي، په علمي موضوع ګانو کې يې زما سره نیغ بحث کړی دی اوپه خپلو  سازونکو نیوکو او پوښتـنو یې زما څیـړنې غښـتلې کړی دي. د بیـلګې په ډول، زما په دې کـتاب ګـوټي کې د ده د وه  پوښــتنو زه لا زیاتې څیـړنې ته وهـڅولم:  لومړی، په دولتونو کې د رسمی ژبې او ملي ژبې د توپـیر مثالونه به کوم وي؟(د دې کتاب اووم فصل). دوهم، په نولسمه پیړۍ کې په فرانسه کې د ژبپوهنې ټولنې ولې د ژبــې د منـشا بحث مــنع کړ؟ ( د دې کتاب دوهم فصل). دغه شان د پوه مشر او مشر پوه ډاکټرعبد الصمد حامد مفکورو زما په یوه بله انګــریزي لیکنه کې هم ګټور رول لوبولـی و، په دې سرلیک

Zirakyar, Relocate United Nations to Jerusalem to Harmonize Civilizations, 2008. Electronic Version

منلی او سپین سپیڅلی سړی ډاکټر عبدالصمد حامد یو پوهنتون دی چې سړی  پکې  د دین او دنیا منځګړتیا زده کولی شي. افغانستان داسې چاته کلکه اړتیا لري چې د دین او دنیا په منځ کې منځګړی( واسطه) شي.  ډاکټر رحمت ربی زیرکیار

۵/دسمبر/۲۰۱۰= ۱۴/لیندۍ(قوس)/۱۳۸۹لمریز

منـنـــــــــــــــــــــــه

ښاغلي ورور ابراهیم نعیمي دېته ملا تړلې ده چې د ژبې د اهمیت په اکله زما خورې ورې پرتې لیکنې د کتاب په بڼه  ټایپ او خپرې کړي. له دې امله چې د پښتو ټایپ مې نه و زده کړی، د ژبې د اهمیت په اکله زما د لیکنو ستره برخه ناچاپه په ډیرۍ (دوسیه، فایل) کې غلې شوې وه (یواځې دوه لیکنې مې په دې سرلیکونو    خپرې شوې وې:« د احمد شاه بابا بې کماله لمسیان په ارګ کې»،  او «پښتو په ارګ،جومات او اساسي قانون کې»). پاتي شپـږ فصلونه، ننتوځ او پایله نوي او ناچاپه دي. زه د زړه له کومي د محترم ورور ابراهیم نعیمي د تخنیکي، کلتوري او پوهنیزو هڅو منندوی یم او د ملي احساس او علمي خدمت ستاینه يې کوم.  توده دې وي د دې ښاغلي او مبتکر ورور خپلواکه کلتوري دېره!                                  

 ډاکټر رحمت ربی زیرکیار

۵/ دسمبر/۲۰۱۰=۱۴/لیندۍ(قوس)/۱۳۸۹لمریز

زرڅېړۍ (تَوزند اُکس)،کلیفورنیا، امریکا

لـــړلیـــــــــــــــک

ډالۍ...................................................

مننه...................................................

ننتوځ ................................................

۱—ژبه له کومه راغله؟ ..........................

۲—د ځواب کاریکاتور:د ژبې د منشابحث ولې تم شو؟ .....

۳—د احمدشاه بابا بې کماله لمسیان............................

۴—ژبه په ټولنه کې، وینه په لابراتوار کې...................

۵— پښتو په ارګ،جومات او اساسي قانون کې..............

۶—پښتو په ګوانتانامو کې او فارسي په ارګ کې...........

۷—ژب سیاست او ژب پلان............................

۸—دژبې سیاسي اقتصاد:«په اردو یې ګټم او په پښتو یې څټم».....

پــــــــا یلــــــــــه.........................................................

دوه ملــونـــــــــه............................................................

  الف-هغه هېوادونه چی اساسي قوانین یی د ژبې په اکله مقررات لري

ب-هغه هیوادونه چی اساسي قوانین یې د ژبې په اکله مقررات نه لري     

نــــنـــــــــــتــوځ

نن د پوهاوي راپوهاوي د لوښي (وسیلې) په  ډول  د ژبې وظیفه  اسانه شوې ده، خو خبره د ژبې په هویتي-احساسي وظیفه کې ده او په یوه مشخصه سیاسي ټولنه(دولت) کې د ژبې د سیاسي اقتصاد په ساحه کې ده .

دا کــتاب د ژبـې بـــېلا بــېلې دیــني،ازلــي(ذاتي)،تاریـخي-پرمختیایي،،هویتي، ارتباطي (مراوده وي)،سیاسي-ملي او اقــتصادي څـڼـډې څیـړي،په بــشري ټــولنــو کې د ژبــې اهمیت را سپـړي، او هغې مشکلې پوښتنې ته د ځواب په میندلو رڼا اچوي چې ژبه له کـــومــه راغــله. بله غـټه پوښتنه داده چې که د ژبــې تکاملي پرمخــتیا (اٍیولیوشنري ډیولپمینټ) واقعــیت وي، دغــه عـمــلیه به نوره په کومه خــوا روانــه وي او پـخپله زموږ انسانانو تکاملــي پرمخـتیا به کــوم پـړاو ته ورسیـږي؟! دې پوښتنې ته ځواب به د راتلونکو پوهانو په مغزو کې خاپوړې وکړي.

ژبه نږدې یوه «معجزه» ده چې په وینا کې نه ځایـیـږي، تو پیر نه لري چې له کومې څـڼډې ورته وګورو. که ژبه نه وای، دینونه به ناشونی وای، انسانان به یو بل ته پردیان وای، ...بې له ژبې به استعـدادونه پټ وای او فکرونه به شړ وای.  کمپیوټرنیټ (کمپیوټري جال) نن یوه اریانوونکې پرمختیا ده، خو د پخواني بې جسمه واقعیت(ژبې) سیوری دی. په دې کتاب کی به لوستونکي د ژبې د بحث  د ژورتیا خوند وڅکي، د ژبې د مرموزو څڼـډ و ننداره به وکړي،او د امریکایي کمیاګر او ژبپوه بن جمین لي وورف د فرضیې(هیپاتیزیس) سره به  اشــنا شــي.

په دې کتاب کی سربیره په ډالۍ،مننې ، ننتوځ ، پایلې (نتیجې) او دوه ملونو اته پړکي (فصلونه) خوندي شوی دي. لومړی پـړکی د ژبې په منشا راڅرخي. دوهم پړکی دې پوښتنې ته ځواب لټوي چی په نولسمه پیړۍ کې په فرانسه کی د ژبپوهنې ټولنې ولې د ژبې د منشا په اکله بحث منع کړی و. دریم څپرکی زما په خوب لیدلو (۱۸-۸-۱۳۷۵ لمریز=۹ نومبر۱۹۹۶ زییز) را چاپیر دی چی په صحنه کی یی احمد شاه بابا،پښتو بابا محمد ګل مومند، ویداند  (علامه) سید جمال الدین افغان،رام چند، او محمد څرګند لوبغاړي دي. په څلورم پړکي کی د افغانستان د یوه کړکیچ په هغه توپیر ګړیـږم چی د سیاسي هېوادوال(سیاسي تبعه) اوکلتوري هیوادوال ترمنځ عملا په دولتي رسمي اداروکې لیدل کیـږي . په پنځم پړکي کی په ارګ(دولتي مرکز)، جومات، او اساسي قانون کی د پـښتو په چلن رڼا اچول شوی ده. په دی پړکي کې ارواښاد وزیر محمدګل مومـند په شلمه پیړۍ کې د  لومړي او هغه جدي مفکر په څیر معــرفي شوی دی چی د ژبــې په سیاسي اقــتصــاد پوهـــیده. په شپــږم پــړکي کې دوه هیواد دوست پښتون ساپوهان( پوهاند سید بهاالدین مجروح او ډاکټر کبیر ستوری)معرفي شوی دي او په څنګ کی یې د طنـز په ډول په ګوانتانمو کې د پښتو رسمي  کېدنې ته او د جلالت چـپن حامد کرزي په ارګ کې د پخوا په شان د فارسي رسمي کیدنې ته ګوته نیول شوې ده. اووم پړکی د ژبې او عقل په اکله په یوه مهمه عـربي مقوله پیل کیـږي چی د ژبپوهنې ډاکټر نیکولس اُستلر پرې د خپل پڼـډ کتاب سریزه پیل کړې ده. په دې تر ټــولو اوږده پړکي کې  د رسمي او ملي ژبو پولې  ښودل شوې دي، د ژبني ټکرونو لاملونه  ښودل  شــوي دي، او د ژب سیاست (د ژبې د معیاري کولو) او د ژب پلان اساسات او بېلګې پــه کې انځور شــوي. په اتم پــړکي کې په  بــرتانوي پاکستان کې چې د افغــانستان په خــاوره یې خېټه اچولې ده او د پښـتونـخوا سـره استعــماري چلن کـوي، د  پښتو ژبې ســیاسي اقتصـاد راسپـړل شوی دی. استعـماري اسلامي پاکستان  د دې مخه نیولې ده  چې په پښتونخوا  يانې افغانیه کې دې پښتو ژبه د پښــتنو په هویت سازۍ کې اغیزمن رول ولوبوي. په هند کې د مغلو د واکمنۍ له برکته اردوژبه چې په برتانوي پاکستان کې د اووه عشاریه درې سلنو (۷،۳٪) وګړو(مهاجرو) ژبه ده په دغه هېواد کې ملي  او اسلامي ژبې ته جګه شوې ده.خو په برتانوي پاکستان کـې پښتو ژبې د دې وس و نه میــنده چې د قدرت په قــلمرو کې د برخـې خـاونده شــي. په پایله کی مې د بحث تـنسته رالڼـډه کړې ده او په ښکېل شوي افــغــانستان کې د ژبــې د کــړکېچ د حـل لپاره مې خــپلې ماتــې ګــوډې سپـا رښتــنې وړاندې کړې دي.

ګوندې زما دا کتاب ګوټی په افغانستان کی د ژبې د احساسي مسلې منطقي بحث ته لارپرانیزي او په دې ډول د علمي بحث په رڼاکې د حل لار ولټوله شي.  وروري به کوو، حساب تر منځ. «له کور او کلي ووځه،خو له نرخه مه وځه !» افغانان باید د نورو ملي ټولنو له واقــعــیتونــو نه نــوکې زده کړه وکړي. نږدې لس کلونه وړاندې د ۲۰۰۰زییـز کال په پسرلي کې د اسلامي ایران ولسمشر مــحمد خاتمي د ایران په شمال کې د ګورګیانو غوڼـډې ته په وینــا کې  په دې ټکي ټیــنګار وکړ چې:« دریـــن دنیــــا نـــمی تـــوان از کــــثرت  صـــرف نــظـر کــــرد.» ولـــولئ: رحـمت ربی  زیرکیار، ملي ستم، ملیت او خـــراســان.  خــپروونکی: د پښــتني کلتــور د ودې ټولــنه-جرمني،د خــپرونــو لړۍ ۱۲. چـــــاپځــي:  ملت پريــس، لاهــــور. د چـــاپ کــال: ۱۳۸۰لمریز/۲۰۰۰ زیـــیز، ۱۱۹ مــخــونه، دلـــته  ۲مـــخ 

دسمبر /۱۲ /۲۰۱۰= ۲۰ لیندۍ(قوس)/۱۳۸۹        زرڅـېـړۍ،کلیفورنیا، امریکا

ډاکټر زیرکیار

۱ــژبه له کومه راغله؟

له فرعونه تردی دمه«په علم کی خوراکلک مشکل» دی پوښتنی ته دځواب میندل دی چی ژبه دکومه راغله؟
تر اوسه انسانان یواځینی ژوی دی چی دویناپیرزوینه پری شوی ده. که له یوی خواژبه لوښی«وسیله» ده دپوهاوی راپوهاوی(افهام وتفهیم) لپاره، نوله بلی خواژبه تړون اوغوټه ده دپیژاند(هویت) لپاره. دوسیلی په ډول د ژبی وظیفه اسانه شوی ده. نن ناشونی نه ده چی دامریکی له راکی غرنه یوامریکایی په انګریزی ژبه د سپین غر دیوپښتون سره په پښتوژبه دهمزمان الکټرونیک ژباړی په برکت مفاهمه وکړی بی له دی چی دواړو د یو بل ژبی زده کړی وی.
خوخبره د ژبی په هویتی – احساسی وظیفه کی ده ، اوپه یوه مشخصه سیمه کی د ژبی دسیاسی اقتصادپه ساحه[1]
کی ده. هغه ولس چی خپل دولت یی نه وی جوړکړی، رسمی ژبه نلری خوملی ژبه لری ـ عموماً ملی ژبه دولتونه زیږوی، اوبیادولتونه رسمی ژبه ټاکی.
«قوة الانسان فی عقله ولسانه.» دډاکټراولستر[2]دپنډکتاب سریزه په دغه عربی مقوله پیل شوی ده.
( اوستلر، دلفظ امپراتوری: دژبی یوتاریخ، نیویارک اولندن: هارپر۲۰۰۶)

یوسل ودوه څلویښت(۱۴۲) کلونه وړاندی په (۱۸۸۶ز) کال کی، په پاریس کی د ژبپوهنی ټولنی دژبی دمنشأ په اکله بحثونه منع کړل. له دی نه شپږکلونه وروسته په(۱۸۷۲ز) کال، په لندن کی دلغت پوهنی ټولنی(فیلولوجیکل سوسایټی) عینی لار غوره کړه. د یوی پیړی لپاره د ژبی دپرمختیا په اکله بحثونوته پاټک اچول شوی و. په (۱۹۷۰ز) کلونوکی، دژبی دمنشأ (پیل) اوپرمختیا به اکله غلی شان بحثونه پیل شول، اوډیرځلی به ورسره یوه بښنه هم مل شوی وه. پایله داشوه چی دغه غلی بحثونه غلی پاتی نشول، بلکه دیوه درانه اواوږده ورښت په شان یی په تیرو(۳۰) کـــلونوکی دمضمونو، کتابونواوغونډوخوړونه راوویستل. اوسني په بحثونو ډک اومنډلي حالت څه ناڅه انارشی (ګډوډی اوخپل سری) رامنځته کړی ده چی په پایله کی یی ښایی ځینی خلک دپخوانی حالت خوبونه ووینی، اود ژبی

د منشأاو پرمختیاپه اکله دبحثونوبندیزغوره وګڼی؟!
دچــارپوهانوډیره کــیان په دی انـد دی چی ژبــه اساساًیوځانګړی بشری استـعداد دی. خوپه وراثت پوهنه[3]
، لرغون پوهنه(ارکیالوجی)، عصبی تن پوهنه (نویروفیزیالوجی) اوپه کمپیوټری ماډلونوکی پرمختګونوغټواوکله ناکله کړکیچنو علامواولارښودنوته لارپرانیستلی ده. کریستن کینیلی[4] په خـپل وتلــی کتاب کی د ژبی د منشأ په اکله اوسنی بحثونه راغونډکړی دی.
لیکواله دعلوموتجربه کاره ژورنالسته ده اوله کمبریج پوهنتون نه یی په ژبپوهنه[5] کی ډاکتری ترلاسه کړی ده. ددې کفایتونوپه مټ لیکواله ددی لایقه ده چی خپل کتاب (نن په علم کی دخوراکلک مشکل) په حل راوڅرخوی:[6]
ژبهنژدی یو«غیری قابل بیان معجزه» ده،توپیرنلری چی له کومی څنډی نه  ورته وکسو. ژبه هغه لوښی(وسیله) ده چی انسانان یی له سپیره ډاګ نه راوویستل تاریخ یی هسک کړ، اوموږته یی ددی وس راکړچی فکروکړو، دغه ډول څیزونه په تصورکی انځورکړواوخپل مجرد[7] فکرونه په خورالیری واټنونوکی د یـوبل په پوهاوی راپوهاوی(افهام اوتفهیم) کی وکـاروو. خوکــوټلی پوښتنه داده چی پخــپله ژبه له کومه راغله؟!! په دی اکله دوه نظریی شته.
لومړی نظریه هغه یوه ده چی دامریکی دوتلی ژبپوه نوام چامسکی[8] له خواراوتلی ده اولــه کلونوراهیسی برلاسی ده. په ســاده ویـنــا، د پوهاند چامســکی په انــــد:
۱ ـ ژبه یوځانګړی بشری استعداددی.
۲ ـ ژبی دانسانانوپه پیدایښت[9] کی کلک سیمونه غځولی دی.[10]

۳ ـ ژبه دخپلواجرأتولپاره مخکی له مخکی ټاکل شوی(ازلی) ګرامری قواعدلری. په بله وینا، ماشومان دګرامری جوړښت په اکله ذاتی یااذلی پوهه لری، اودغه ګرامری قواعدپه ټولوبشری ژبوکی خوندی شوی دی. دغی ذاتی یافطری[11] پوهی ته جهانی ګرامر[12]وایی. دنړی دژبوتوپیرونه دانسانانوپه مغزوکی دنصب شوو مشخصاتو [13] په څیرپراته دی. دپوهاندچامسکی په اند، دانسانانوماغزه د شعوری اوادراکی فکرچینه ده. دلته ادراکی عملیی[14] روانی دی چی په فکر[15] (تعبیر، احساس)، تفسیراوتحلیل، حافظه.... اوتصورراڅرخی. خوکیدای شی چی انسانان ورته متوجه نه وی. دپوهاندچامسکی له دغه ډول نطره سړی داسی پوهیږی چی دژبی تکاملی مفکوره لږترلږه دشک لاندی ده. دلیل یی دادی چی دژبی دتکاملی پرمختیالپاره لاتراوسه داسی کلکی نښی نښانی[16] نه دی میندل شوی چی دډیروزمانوپه اوږدوکی دژبی منشأوښیی. په بله وینا، مشکل دادی چی پخوانئ وینا(لومړی لفظونه یا لومړئ وینا) جسمي نښې نښانې (فوسیلونه) نلري.

د ژبې په اکله دوهم نظر د ژبې په تکاملي پر مختیا (ایولوشنري ډیولپمنټ)راڅرخي.

د ژبې د منشا د میندلو لپاره دادراک پوهانو، ژوندپوهانو، وراثت پوهانو،او ژوپوهانو[17]څیړنې دسړی هیله غښتلی کوی چی دژبی تکاملی پرمختیابه یووخت راجوته(برسیره) شی. په دی اړوندکی دکریستین کینیلی کتاب[18] (لومړی ټکی: دژبی دمنشأګانولپاره څیړنه، نیویارک ۲۰۰۷) ګټورمعلومات وړاندی کوی. په دی کتاب کی لیکوالې کلکه هڅه کړی ده چی دژبی دتکاملی پرمختیاتنسته راوسپړی، اوپه دی رڼاواچوی چی څنګه د دغی پټینې  (قشری) عملیی په اوږدوکی یوغږیدونکی ژوی[19] راوتلی دی. بیلابیلی تجربی(لکه داشاروپواسطه دبیزوګانووینا، دتوتیانوادراک، په بیزوګانوکی دشمیرنی اوګرامراستعداد، اوپه دولفین[20] کی ځان پیژندنه)[21] موږدیته رابلی چی دژبی درامنځته کیدلوپه اکله په خپل نظرکی بدلون ته چمتوشو. داسی معلومیږی چی ژبه زموږپه جینونو[22]کی دناڅاپی، اریانونکی اوښتون له لاری نه ده زیږیدلی بلکی دیوی تدریجی عملیی په اوږدوکی رامنځته شوی ده چی جسمی، عصبی او کلتوری نوښتونه پکی شامل دی.
اوس انسانان کولای شی چی دکمپیوترونونړیوال جال ته ورننوځی، اودیوڅوتڼیو په ټومبلوسره دمعلوماتوپه نړی کی وګرځی، اودنااشناخلکوسره په یوه داسی کچه راشه درشه(مراوده) کی اخته شی چی یوڅه وړاندی یی چاتصورنشوکولای. دبریښناییزجال(کمپیوترنیټ)راویستل په تخنیکی پرمختیاکی یومحیرالعقول ټوپ و.
خوپه عینی حال کی دغه اریانوونکی پرمختیادیوغټ اوپخوانی څه سیوری وـ د هغه څه سیوری چی موږورته ژبه وایو. په واقیعیت کی ژبه ترهرڅه دمخه اوستره معلوماتی شاهراه[23] ده یانی ژبه (نږدی لومړی واقعی نړی)[24] ده. ژبه واقعی جهانشمول جال[25] دی چی هرڅوک ورته لارلری (مخ ۳).
لیکل یوډول فوسیل(نښه، علامه) ده. لیک موږته دهغوژبوپه اکله یوڅه ویلی شی چی پخپله لیک کی ثبت شوی وی. پخپله لیکل شپږزره(۶۰۰۰) کلنه مخنیه(سابقه) لری(مخ ۵). ژبه غیری جسمی، معنوی موجوددی، له دی امله الفاظ ډبرین، کلک موجودیت نشی لرلی.خودانسانانوپه وجودکی دژبی سره اړوندجسمی غړی دژبی په تکاملی عملیه رڼااچولی شی.ماغزه،ژبه،مری،سږی،پزه اووړه ژبه (الکی ژبه) ټول«دقیقاً دغږپه تولیدکی شامل دی» : [26]

دانسان په وجودکی پاسته نسجونه[27] زرله منځه درومی.وروسته له اوږدی زمانی، انسان په دی بریالی شوی دی چی دژبی سره داړوندوفوسیلونوچاپونه(اثرونه)[28] پیدا کړی ـ هغه چاپونه چی دلری پخوانیانوهډوکوپریښی دی. خودانسان دککری کچه(اندازه) یا د ورون هډوکی دژبی دپرمختیاپه اکله زموږپوهه همدومره غښتلی کولی شی. دانسان دلری پخوانیانودهډوکودفوسیلونودچاپونو(اثرونو) اندازه موږته نشی ویلای چی لومړی غږ[29] کله ویستل شوی و. دغه چاپونه یااثرونه موږته نشی ویلای چی لومړی ټکی یونوم و(لکه څرمن، زمری، تیږه)، یوصفت و(لکه ګلالی، غوریالی، توریالی)، یوفعل و(لکه څښل، خوړل، وهل، څملاستل، ځغاستل).... اوکه یوامرو(لکه ودانګه، وڅښه، وخوره). زموږدپخوانیانوهډوکی موږته نشی ویلای چی لومړی غږچاویستلی ویاچااوریدلی و. ایاژبه دځان سره په غږیدلو[30] پیل شوه، اوکه دژبی اساسی فطرت دادی چی اړیکمنه[31] یانی ارتباطی وی؟ خبری(محاوره، صحبت) لږترلږه دوه انسانانوته اړتیالری. سړی څنګه یوداسی ژبه خلق کولای اوراویستلی شی چی په عینی وخت کی یې بل سړی په مطلب پوه شی؟ په بله وینا، که یوسړي ژبه(لومړی وینا) راوویستله، هغه دخپلی ویناپه مطلب پوهیده. هغه دوهم سړی چی لومړی اوریدونکی و، دلومړی وینا کوونکی په مطلب څنګه پوه شو؟ په ساده ژبه: ویناخودشفر(رمز) په شان وه.    (هغه رمزوچی پخپله ویونکی یی کیلی لرله اوپری پوهیده)، هغه اوریدونکی د شفرکیلی څنګه مینده کړه ـ هغه کیلی چی دویناډکون(متن، مطلب) راوسپړی[32] ؟  فوسیلونه[33] دغه پوښتنی ته ځواب نشی ویلای. کوم آینشتاین[34] به هم پیدانشی چی دژبی تکاملی پرمختیا ته یواځنی ارت اوبرلاسی نظرواچوی. دلغتونواوجملوډیری پخوانی منشأګانی رابرسیره کول دیته اړتیالری چی یوشمیربیلابیل علوم، په سلګونوژمنوال(متعهد) اوزیرک چارپوهان، اویوشمیرسترګوراواوږدفکره وګړی  [35] ګډکارته ملاوتړی.اوګډمعلومات راوباسی. په دی پوهیدل چی ژبه څنګه پیل شوه، هغی ټکنالوجی ته اړتیالری چی «تیره اونی راوتلی وی، اوهغوتجربوته اړتیالری چی پرون اجرأشوی وی.»[36]

دلته وینوچی دشفرکیلی ژباړی  ته ورته ده. که ښه زیرشو، دیته به موپام را وګرځی چی ښایی بیله ژبی به انسانان یووبل ته پردیان وای: بی له ژبی به انسانان دیوبل په احساس نه پوهیدلای، بیله ژبی به دیوبل په ګټه نه پوهیدلای، بی له ژبی به یی استعدادونه پټ وای، بی له ژبی به یی فکرونه شړوای، بی له ژبی به انسانان بی برکته وای، بی له ژبی به دینونه ناشونی وای، بی له ژبی به تاریخونه ورک وای!
یوه غټه پوښتنه داده چی که دژبی تکاملی پرمختیاواقعیت وی، دغه عملیه به نوره په کومه خواروانه وی، اوپخپله زموږانسانانوتکاملی پرمختیابه کوم پړاوته ورسیږی؟[37]

دډاکټرکریستین کینیلی«لومړی وینا»[38] په نوم کتاب وروستنی وینا نه ده. په دغه سرلیک هغه چارپوهان بی برخی پاتی شوی دی چی په علامت ژبه[39] کی یی نوم ویستلی دی  [40].  داسی بریښی چی د«لومړی وینا» په نوم کتاب کی، ژبی ته یواځی دویناژبی[41] په سترګه کتل شوی دی. پخپله دکتاب لیکواله ډاکترکریستین کینیلی کاږی چی وینادژبی لپاره«حیاتی» یانی زښته ډیره مهمه[42] ده. سره له دی هم، ژبه دلاسونوپه خوځولواودمخ په څیره کولو[43] کی هغه شان غځیدلی ده لکه په غږونو[44]کی چی خوندی شوی ده . ښایی ژبه به  په لومړی پړاوکی دعلامت ژبی په څیررامنځته شوی وی  ، اوورپسی به یی دغږژبی اوویناژبی په څیرپرمختیاکړی وی. اوس هم وینوچی لاسی حرکتونه زموږپه ویناکی اوبدل شوی دی. دزیاتومعلوماتولپاره ولولی دامریکی په اوکلند پوهنتون کی دساه پوهنی دپوهاند کتاب:[45]

دمغزواوژبی اړیکی په هغوانسانانوکی هم لیدل کیږی چی حمله(سکته) پری راغلی وی، یانی(سټروک ویکټمز)[46] وی. سکته وهلی انسانان دویناقدرت له لاسه ورکوی چی افوزیا[47] ورته ویل کیږی. په دغسی حالت کی هغوی نه یواځی داچی په راشه درشه   ( مراوده، کمونیکیشن) کی مشکلات لری، بلکه داهم ورته ډیره سخته وی چی معلومات رده بندی[48] کړی، په یادکی یی وساتی اوتنظیم یی کړی. دډاکټرې کریستی کینیلی په کتاب(لومړی وینا) کی یوپام وړپوښتنه خوندی شوی ده: څه به پیښ شی چی که یوبیزوچی علامت ژبه[49] یی زده کړی وی لومړی ځل یو بل بیزو وویني چی په عین اندازه یې علامت ژبه زده کړې وي؟ ددغه مخامخي پایله داشوه چی په علامت ژبه کی ددواړوهمسویه بیزوګانوترمنځ راشه درشه(مراوده) ونشوه، بلکه پرځای یی د دواړوترمنځ د«علامت چغوجګړه» راپورته شوه:[50]
داتجربه یوځل بیا په سړی کی دافکرغښتلی کوی چی ژبه یوه انسانی ځانګړتیاده.
یونانی تاریخ پوه هیرودت[51] لومړی انسان بریښی چی نژدی دوه نیم زره کلونه وړاندی به یی دژبپوهنی[52] یوغټ ټکی ته ګوته نیولی وی. دغه شان مصری واکمن، فرعون سمیتیکاس[53] (۶۶۴ تر۶۱۰ قبل المیلاد) لومړی سړی بریښی چی څه دپاسه دوه نیم زره کلونه وړاندی به یی دژبپوهنی ډیره ترخه تجربه بشپړه کړی وی. هیرودوت(۴۸۵ تر۴۲۵ قبل المیلاد) په مصرکی دخپل سفرپه اوږدو کی په یوه اریانونکی تجربه خبرشوـ په هغه تجربه چی دفرعون سمیتیکاس په امربشپړه شوی وه. هیرودوت کاږی چی دغه فرعون په دوه(۲) ماشوم هلکانو په یوه لرې اوپټ ځاي کی دیوالونه راتاوکړل اوپه دی ډول یی له بهرنی تماس نه ګوښی اوبیل کړل. فرعون سمیتیکاس په دی اند وه چی هرڅه د دغوهلکانو له خولی را ووځی دانسان دژبی پیل(منشأ) به وی اودنوروژبولپاره به کیلی وی. دتاریخپوه هیرودوت په ویناپه انزواکی ساتل شووهلکانوپه فریګیان[54] ژبه کی دډوډی لپاره لفظ (بیکس)[55] راوویست .

فریګیاداوسنی ترکیی په منځ کی یوه پاچهی وه. مسیدونیا(مکدونیا) دجنوب ختیز یوروپ هغه سیمه وه چی دیونان، بلغاریااویوګوسلاویا ځینی برخی پکی شاملی وی. مکدونیادیونان په شمال کی دیوی لرغونی پاچهی نوم هم و. فریګیانو[56] په لرغونووختونوکی په مکدونیاکی ژوندکاوه. هغوی په پیل کی دبروګیس[57] یا بریګیس[58] په نومونویادیدل. ورپسی دفروګیس[59] اوبیا د فریګیس[60] په نومونویاد شول. داهغه مهال وچی په لرغونی یونان کی یونانی ژبه ملی(هیوادنی) مقام ته نوه رسیدلی. دتروی[61] دښاری دولت په مهال ځینی فریګیان دتروجانوپه ټلګرتیا[62] اوحمایت سره اناتولیا(اوسنی ترکیی) ته لاړل. تروی[63] په شمال لویدیزه کوچنی اسیاکی د داردانیلس په شاوخواکی لرغونی ښارواود تروجن جګړی[64] سیمه وه. پخپله تروجن ژبی  دمړینې خوند وڅاکه . له دې امله سخته ده چې په ډاډ سره د  تروجن ژبې اوفریګی ژبی اړیکی راوسپړل شی. لا تراوسه داهم نه ده جوته شوی چی فریګیان به کله په ترکیه کی هتیت امپراتوری[65] ته ورغلی وی اوددغی واکمنی سره به یی څه ډول اړیکی ساتلی وی. معمولاً داسی اټکل کیږی چی هتیت واکمنی به له نن نه دری زره دوه سوه(۳۲۰۰) کلونه وړاندی ددولس سوه(۱۲۰۰) قبل المیلادپه شاوخواکی خوبیالی شوی اومرګونی شوی. هو، په ډاډ سره ویل کیږی چی فریګیا[66] دهتیت په خاوره کی رامنځته شوی وه، اودفریګیا دولت په اتمه(۸) قبل المیلادپیړی کی راجګ شوی و. فریګی ژبه دشپږمی زیږی پیړی پوری یانی نږدی ددیارلس سوه(۱۳۰۰) کلونولپاره ژوندی پاتی شوی وه. په بالکان کی  فریګیان په یونانی مکدونیاکی مدغم شوی وو. دیونان لرغونی حماسی شاعر هومر[67] (اتمه یااووه مه قبل المیلادپیړی) په خپل ایلیاد[68] نومی اثرکی تروجن جګړی ته ګوته نیولی ده. تاریخپوهان وایی چی هومرشاعرو، نه مورخ. له دی امله دنوموړی له خواوړاندی شوی تاریخی معلومات بایدپه احتیاط سره وکارول شی، که څه هم ځینی تفصیلات یی دلرغون پوهانو(ارکیالوجستانو) له خوامنل شوی دی.                                                            فریګیانویوه اینډوـ اروپایی[69] ژبه ویله،اوهغه پټی(الفبا) یی منلی وه چی اصلاً فونیشیانو[70]راویستلی وه. پخپله فونیشی پټی دوه ویشت(۲۲) توری لرل چی له کنعانی وزمه یاسینایی وزمه ژبی[71] نه راوتلی وه. د کنعانی وزمه ژبی پټی لومړنئ غلی(صامت، بی غږه) الفباوه. کنعان یاسیناپه اتلسمه(۱۸) یااووه لسمه    (۱۷) قبل المیلادپیړی کی دمصریانولخوانیول شوی وه. که دکنعانی وزمه یانی مخکنی کنعانی ژبی پټی ته یوځغلنده نظرواچوو، وبه وینوچی په اصل کی له مصری تصویرلیک  [72] نه راوتلی ده. په لنډه وینا: دمصری اغیزپه مخکنئ کنعانی ژبه[73] پریوتلی و، مخکنی کنعانی ژبی په فونیشی ژبی اغیزاچولی واو فونیشی ژبی په خپل وارسره فریګی ژبه[74] تراغیزلاندی نیولی وه.
دفرعون سمیتیکاس ربړونکی اوغونی زیګوونکی تجربی وښودله چی که څه هم ماشومان ځانله(منزوی) پریښودل شی، هغوی کولی شی چی په خپل منځ کی ژبه راوباسی. یونانی تاریخپوه هیرودوت له دغی تجربی نه دی پایلی ته ورسید چی انسانان دخبروداستعدادسره زیږیدلی دی. دفرعون سمیتیکاس له تجربی راهیسی، فیلسوفان دژبی دمنشأپه لټه کی لګیاه شول اوپه دی ارمان ووچی که دفرعون سمیتیکاس تجربه تکرارکړای شی. خواخلاقی معیارونود دې اجازه نه ورکوله چی ماشومان په یوه لری اوځانله جزیره کی په خپل منځ کی پریږدی اووګوری چی دکومی اصلی ژبی په راویستلوبه بریالی شی؟ بله پوښتنه داوه چی که په انزواکی ساتل شوی ماشومان اصلی(لومړنئ) ژبه راوباسی، موجودوژبوته به څومره ورته وی؟ له نن نه نژدی پنځه ویشت کلونه(۲۵) وړاندی په نولس سوه اتیا(۱۹۸۰) کلونوکی، ژبپوهانویوه وړه خزانه ومیندله:
دفرعون سمیتیکاس تجربه بیله کوم پلان نه په مصرکی نه، بلکی داځل دلاتین امریکی په نیکاراګواکی تکرارشوه. اته ویشت(۲۸) کلونه وړاندی په(۱۹۷۹ز) کال کی په نیکاراګواکی انقلاب رامنځته شو:
نوی رامنځته شوی واکمنی په خپل هیوادکی دلومړی ځل لپاره دکڼو[75]ماشومانود روزلوپروژه پرانیستله. په سلونوماشومان په ماناګوا کی په ښوونځیوکی ومنل شول. کاڼه زده کوونکی دنړی له څه دپاسه دوه سوه علامت ژبو[76] نه بی برخی پاتی شوی وو. هغوی په خپلوکورونوکی دخوراک اوڅښاک لپاره بیلا بیلی او ډیرې  ماتی ګوډی ژب وزمه څیری پیښی[77] زده کړی وې، خوخپل منځه پوهاوی ناشونی و. کله چی کاڼه ماشومان په ښوونځی کی راټول شول، دیوبل په محدودو اشارواوڅیروپیښویی ژبنی ودانی پیل کړه اوپه خپل منځ کی یی ګډه علامت ژبه رامنځته کړه.
په دغه نوی علامت ژبه کی چی دنیکاراګوایی علامت ژبی په نوم مشهوره شوه، بهرنیوژبپوهانوهغه څه ولیدل چی دامریکی نامتوژبپوه پوهاند نوام چامسکی[78] ورته نړیوال ګرامر [79] ویلی و. په دی ډول ژبپوهانوولیدل چی ژبه پخپله د دماشومانوله  خوارامنځته شوه، نه دلویانوپه واسطه. د کڼوزده کوونکونوې ژبی دمروجی هسپانوی ژبی سره یعنی دښوونکوله ژبی سره توپير لاره. ښوونکی وایی چی په ښوونځی کی د دوی موجودیت دکڼوزده کوونکو په نوې ژبه باندی اغیزنه لاره. د ساندینیستاس[80] تعلیمی مامورین په پیل کی د شوروی اتحاد د چار پوهانودمشوری پواسطه تیروتل. شوروی چارپوهانوورته ویلی ووچی«ګوت املا»(فینګر سپیلینګ)[81] دې دکڼوماشو په ښوونځی کی وکاروله شی. ګوت املا د ویناژبې پټی  یانی الفبادساده اشاروپواسطه انځوروی. ګوت املاپه واقعیت کی لاس پټۍ ده چی دلاس دګوتوداشاروله لاری دټکی(لفظ) توری(حرفونه) ښيي. دبیلګی په ډول:
 توری تمثیلوی، خورلاس(دلاس تلی اوټولی ګوتیAدلاس موټی یاسوک د

  توری ښیی، داشاری ګوته اومنځنی ګوته چیBولاړی اودیوبل په څنګ کی) د

 توری معرفی کوی، بی له غټی اوکوچنیV ولاړی اوله یو بل نه لری وی د

 توری په نښه کوی.[82]Wګوتی نه دری نوری ګوتی ولاړی اوله یوبل نه لری د

دپخوانی شوروی اتحاد د چارپوهانوسپارښتنه چی دنیکاراګوادکڼوماشومانوپه ښوونځی کی دی ګوټ املا وکاروله شی، ګټوره نشوه. دلیل یی داوچی کڼو ماشومانوچی دالفاظوفکرنه لاره[83]، څنګه به په پټی(الفبا) پوه شوی وای. دتدریس ناکامی ستراتیجی کاڼه ماشومان دی ته اړکړل چی پخپله لاروباسی اودخپلی ژبی ابادی[84] په خپلولاسونواومخونوهسکه کړی. دماناګوا ښوونکی په دی پوه شول چی کڼوماشومانوخپله ګډه ژبنی راشه درشه راوویستله – هغسی راشه درشه(مراوده) چی پخپله ښوونکی پری نه پوهیدل. دانوڅه وو؟!
له نن نه دوه ویشت(۲۲) کلونه وړاندی د(۱۹۸۶ز) کال په نیمایی کی، دنیکاراګوا  دپوهنی وزارت دامریکایی پوهاندی جودی کیګل[85] سره تماس ونیوچی په شمال ختیزپوهنتون کی دژبپوهنی چارپوهه وه اوپه نیکاراګواکی رامنځته شوی انقلاب  (۱۹۷۹ز) ورته څه ناڅه خوندورکاوه. هغی ته بلنه ورکړل شوه چی دنیکاراګوا په مرکزمناګواکی دکڼوماشومانودښوونځی معما راوسپړی. پوهانده جودی کیګل هلته لاړه اووروسته له نږدی دری اونیویی د لس کلنواوتنکوماشومانودعلامت ژبی دشفرکیلی ومیندله. هغی سوکه سوکه دنوی علامت ژبی ګرامری نظام هم را وسپړه اوپه دی ډول یی دامریکی دنامتوژبپوه پوهاند نوام چامسکی نظریه لاپسی راجوته(څرګنده) کړه چی«د ګرامربیالوجی» [86]ورته ویل کیږی اوپه مغزو کی پرته ده. دامریکی په رودایلیندکی په براون پوهنتون کی د فلسفی پوهاندې فیلیشا اکرمن[87] دژبپوهنی په پوهاندی جودی کیګل باندی نیوکه کوی اوپه دغه اړوندکی دامریکایی لیکوال لاورینس اسبورن[88] مضمون ته ګوته نیسی (اسبورن خپل مضمون د ۱۹۹۹زییز کال داکتوبرپه میاشت په نیویارک ټایمزکی خپورکړی و، او په هغه کی یی د نیکاراګوادکڼوماشومانوپه علامت ژبه رڼااچولی وه). لاورینس اسبورن کاږی چی دژبی داصالت لپاره په ماشومانوباندی دفرعون سمیتیکاس[89]

 بوګونکی تجربه ، نن سبایوازی هغه څوک زغملای شی چی « دجوزیف مینګیلی ضمیر» ولری:[90]

” Yet only someone with the conscience of a Josef Mengele would carry out such an experiment.” ( Lawrence Osborne, ”A Linguistic Big Bang”, New York Times, October 24, 1999, Sunday, Late Edition. Electronic version ( May 5, 2008),
http//www.indiana.edu/~langacq/E/05/Nicaragua.htm

ډاکټرجوزیف مینګیلی(۱۹۱۱ – ۱۹۷۹) په جرمنی کی د ادولف هیټلرپه مهال داوشویتڅ په اجبارتون کی[91]

په بندیانو، په ځانګړی توګه په غبرګونو[92]طبی تجربی کولی. پوهانده فیلیشا اکرمن په لیکوال لاورینس اسبورن هم ټونګه وهی چی متأسفانه دپوهاندی جودی کیګل په ضمیریی نیوکه نه ده کړی.
دفلسفی پوهانده فیلیشااکرمن لیکی چی که دژبپوهنی پوهاندی جودی کیګل[93] په نیکاراګواکی دخپل تجربوی ښوونځی کڼوماشومانواوتنکوځوانانوته دامریکی علامت ژبه[94] ورښودلی وای، هغوی به دنوروکڼوسره د راشی درشی یانی مراودی وسیله درلودلای. په دی ډول ـ د پوهاندی فیلیشااکرمن په وینا ـ ژبپوهاندی جودی کیګل لکه چی «ښکاری»د ذکرشووکڼو«دبریالیتوب امکانونه شنډکړل». [95]

ژبپوهاندې جودی کیګل[96] نه غوښتل چی دنیکاراګواپه تجربوی ښوونځی[97] کی
« اصلی بومی ژبه شنډه » کړی .[98]

دامریکی نامتوژبپوهاند نوام چامسکی[99] هم دنیکاراګواتجربه یوه اثتثنایی«طبیعی» تجربه وګڼله .[100]

دپوهاندی جودی کیګل په ویناکی(چی د«اصلی بومی ژبې» وژل یی نه غوښتل) موږاټکلووچی د راشی د راشی په کچه ژبه په پیژاند(هویت) کی هم غټ اهمیت لری؟!     ۳۱ می ۲۰۰۸ زکال زیرکیار     د زر څیړیو ښار،کلیفورنیا،امری

۲ــ د ځواب کاریکاتور: د ژبې د منشا بحث ولې تم شو

 ما (زیرکیار)   یوه میاشت وړاندې (۳۱می ۲۰۰۸زییز) د خپلې یوې  لیکنې («ژبه له کومه راغله ؟») لاسي نسخه بشپړه کړه او په همغه شپه مې جناب ډاکترعبدالصمد حامد ته ورفکس کړه. په دغه لیکنه کی می لیکلی ووچی له نن نه یوسل دوه څلویښت (۱۴۲) کلونه وړاندی په(۱۸۶۶زکال) کی، په پاریس کی

دژبپوهنی ټولنی دژبی دمنشأپه اکله بحثونه منع کړل. مشرپوه ډاکټرحامد رانه دجون په لومړئ نیټه پوښتنه وکړه چی ذکرشوی ټولنی ولې دژبی دمشأ په اکله دبحثونودړه وتړله؟ دغی پوښتنی ته ځواب دهمدی لیکنی چورلیز(محور) جوړکړی دی.
یوامریکایی ټولنپوه لیکلی ووچی څیړونکی(محقق، ریسرچر) اوجنایی پولیس د خپلوپلټنولپاره لږوډیریوشان ګامونه پورته کوی. مادځواب د میندلولپاره داسی لار غوره کړه چی دنولسمی(۱۹) پـیړۍ په ګاونډیوپـیړیوکی دژبی دمنشأ په اکله بحثونو ته غوږونیسم اوبیا پخپله په نولسمه پـیړی کی فکری اوښتنوته راوګرځم.
«ډیرپخواانسانانو، ژوواوپیریانو[101]
ټولوبه یوشان راشه دارشه کوله. بیایوڅه پیښ شول. وروسته له دی انسانان مجبورشول چی دیوبل سره په بیلابیلوژبووغږیږی. خوهغوی هغه«پخوانی ژبه» په خوبونوکی اودپیریانواوژووسره په راشه دارشه کی وساتله. »[102]

داهغه افسانه ده چی د چایینی[103] په نوم امریکایی سورپوټکوله یوی قبیلی نه راپاتی ده، اولوستونکوته ددی مجال ورکوی چی د  ژبی دبحث دژورتیا خوند وڅکی اود ژبی دمرموزوڅنډوپه کټاروکی پاپی واخلی. چایینی سورپوټکی    ا صلا د امریکې په هغو سیمو کې استوګن وو استوګن ووچی اوس ورته کالرادو او ویامینګ ویل کیږی. و روسته له دی چی هغوی له خپل اصلی ټاټوبی نه په نولسمه(۱۹) پیړی کی وشړل شول، په مونتانااو اوکلاهوما ایالتونوکی یی واړول. لیکوال الفورد[104]په خپله پورتنی لیکنه کی کاږی چی دغه افسانه یی له جی ینګ بلډ هیندرسن[105] نه اوریدلی وه چی په برکلی کی دکلفورنیاپه پوهنتون( یو.سي.بي)  کی د بومی امریکایی مطالعاتوپوهندوی و. پخپله  الفورد چی په    پورتنی پوهنتون کی  په ژبپوهنه کې نږدې ډاکټر پوهیدونکی[106] و، د ډاکټری څه     د پاسه درې کلن  تیزس یې  په شعور کی د وینا او  واټن پوهنې[107] (ذهنی ارتباط، دوراګاهی) په ژورواړیکیوراڅرخیده. واټن پوهنی یاذهنی ارتباط ته دماناجریان[108] ویلی شوچی بی له ویناچلیږی. یانی واټن پوهنه هغه مفاهمه ده یاهغه ذهنی اړیکتیاده چی واټن(فاصله) اووینا[109]پکی نه دی شامل.

دسورپوټکوپه قبیلوی پوهه کی دهغه واقعیت تصورغلی شوی دی چی لوستونکي د بن جمین لی وورف[110] ګننی(فرضیی، هیپاتیزس) ته بدرګه کولی شی اوهغوی ته له«عد ن باغ» نه دلومړی انسان(ادم بابا) دویستلواو«دبابل برج» دناکامیدلوانجیلی کیسی ورپه زړه کولای شی؟! بن جمین لی وورف(۱۸۹۷ ـ ۱۹۴۱زکال)[111] دشلمی پـیړی په لومړی نیمایی کی هغه وتلی امریکایی ژبپوه وچی ګنڼی(فرضیی) یی په شلمه پیړی کی د ژبپوهنی دبحثونودیره توده ساتلی وه. دبن جمین وورف په اند، هغه ډول چی انسانان غږیږی دهغه په فکراغیزی اچوی، یعنی دژبی جوړښت[112] دانسان پوهه(اد راک)[113] داغیزی لاندی نیسی.

په بله ویناپه یوه کلتورکی دژبی جوړښت ټاکی چی همهغه کلتوردی نړی څنګه ووینی. په ساده وینا، دانسان نړی لید[114] دهغه دژبی په جوړښت کی غلی شوی دی. د بن جمین وورف مهم اثردهغه له مړینی(۱۹۴۱زکال) نه وروسته په (۱۹۵۶ز کال)کی په دی سرلیک خپورشو: ژبه، فکراوواقعیت(۱۹۵۶ اوبیا ۱۹۶۴زکال) :


[1]- political economy of language

[2]. Dr.Nicholas Ostler, Empires of the word: A language History. New York and London: Harper perennial, 2006,xix

[3]- genetics

[4]- Dr.Christine Kenneally, the First word: The Search for the origins of language. New York: Viking/Penguin Group, 2007, x+357 pages

[5]- Linguistics

[6]- The hardest problem in science today.

[7]- abstract

[8]- Noam Chomsky

[9]- genes

[10]- Hardwired into our genes

[11]- innate