Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
نــدی
ژونــــــد د بـــــې غــېــرتــــو څــه ژونــــــدون نــــــدی
نـــنــګ چــې پــه پــښــتــو نـکــړي پـښــتــون نــــدی
اوښـــــکـــي جــــنــــازي کــــــه ډیـــــري وبــــــاســــــي
دې څــــيـــري ګـــــــریــــــــوان لـــره ســکـــون نــــدی
بـــاغ د ځـــان ځــانـــۍ کــې کـــه ســپــرلـــی وي هـــــم
دا هــــم بـــغــــاوت څـــــه لــــه بـــیـــلــــتــون نـــــدی
ســـاه چــــې د وجــــود د ســـــــاه نــېــمــګــړي وي
عـــــقـــل ئـــــې د وېــــــښ ســـــبـــا زرغـــــــون نــــدی
وخـــــــت چـــــې زولـــــنـــې راوړي ژونــــــدون لـــــره
بــــخـــــــــت د ازادۍ کـــــــــې لا ســـــمــــون نـــــدی
ســـوچ چــــــې ئــــې نـېمـګـــــړی داســــــي پــاتـــي وي
ګـــــــوره نــسـیــم ســـتــــوریـــه دا بـــــدلــــون نـــــدی