(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د بنګله ديش بې ستري20,19,18,17 مه برخه

(اولسمه برخه)     
لیک: غلام محمد زرملوال 
د دسامبر د مياشتېپه اوږدوکې اود ١٩٧١ کال په لومړنيو ورځوکې يحيى خان ټول خپل وخت د (هيليو اوزرکوپه ښکار) تير کړ. دې ته خلک هک حيران پاتې وو.  د دې ښکار کولو لپاره نوموړى کراچۍ، لاهور، حيدراباد، بهاولپور او لاړکانې ته چې د مسټر بوتهوکور دى لاړ اوهلته د دې سندهي زميندار (بوټهو) له خوا ورته تود هرکلى او ميلمستياوې وشوې. که څه همورځپانې او کلوپونه له ډول ډول افواهاتو څخه ډک وو، مګر خلکوته دا څرګنده نه وه چې پريزيډنټ يحيى خان د لويې لوبې په تکل کې و. ترکاڼانو، برقيانو، موبل سازانو د اکتوبر اونوامبر د مياشتې په اوږدوکې په ډيره چټکتيا په اسلام اباد کې د نوي سټيټ بانک په اډيتوريم کې کار کړى و اوهغه يې د ملي اسامبلې د غونډې کولولپاره څه موده مخ کې تکميل اوچمتوکړى و. دا اديتوريم په مُدرن ډول د خبرو،ويناګانو اوپه درۍ ژبو بنګالي،اردو او انګريزي د ژباړنې ترتيب جوړ شوى و. يواځنى کومشى چې اوس پاتې و، هغه د پريزيډنټ له خوا د اسامبلې د غونډې اجازه وه. مگر دا اجازه څنګه چې وروسته به په تفصيل سره وليدل شي، د فبرورۍ د مياشتې تر ديارلسمې نيټې پورې يانې د شيخ مجيب الرحمن له وروسستي اخطار څخه دوه ورځې پخوا ورنکړى شوه.
د دې مودې په اوږدوکې د يحيى خان يواځنى مقصد دا و چې اوضاع خړه پړه کړي او مسټر بوتهو د شيخ مجيب الرحمن په مقابل کې د بيشرمانه وسلې په توګه استعمال کړي. بوټهو صاحب هم پخپل وار د دې نظريې ښه هرکلى وکړ.
 
زه بوټهو ښه پيژنم او له ډير نږدې مې د هغه سياسي اړخونه او په سياسي ژوند کې بدلونونه ليدلي دي. نوموړى خورا اشکپ (Astute) سياستمدار دى. له بلې خوا ډير جاه طلب او بې واره انسان دى چې دې حقيقت د ده د ژوند سياسي انعکاسات په اپورتونيزم باندې بنا کړي او د ابن الوقتۍ په ناروغي اخته دى. بوټهو د مارشال ايوب خان د پوځي بيروکراسۍ د لمنې په ورټولولو کې فعاله برخه  درلوده، مگر برعکس وروسته بيا خلکو اواولسونو ته د خيانت په لار کې استعمال کړى شو او دا ټول د ده د جاه طلبۍ او اپورچونيستي نتايج وو.
د انتخاباتو شمير که څه هم د پنجاب برياليتوب ده ته غرور پيدا کړى و، مگر د عوامي ليګ د برياليتوب په هکله يې غړي تښتيدلي وو اوهک حيران پاتې و. په دې خبره ښه پوهيده چې ممکن سند او پنجاب ترلاسه کړاى شي، مگر په ملي اسامبله کې به ورته کومه هيله پاتې نه وي او کومه لويه برخه يې که په نصيب شي نو د مقابل لوري د ليډر په توګه به ومنل شي چې په حکومت کې به ډيره لږ اغيزه ولري. دا د ده په نفس نه هواريده. ځکه چې تل تر تله يې ځان په بين المللي سويه د جمال ناصر په جاموکې ليدلو او د پاکستان د لومړۍ څوکۍ خوبونه يې ليدل.
که چيرې بوټهو د يموکراتيکي عمل ته چې په اولسي پلټفورمونوکې يې زوږ پورته کړى و، وفادار پاتې شوى واى نو د وخت له تيريدو سره به يې ممکن ټول خوبونه رښتيا شوي واى. مجيب الرحمن هم د صدر اعظم په توګه د پاکستان د پرابلمونو ټولې خل ليارې نه درلودلې، ممکن له څه وخته وروسته به ده ته وار رسيدلى واى چې بيا يې کولاى شول خپل آس وځغلوي او ټول هوسي اقتصادي پروګرامونه په کار واچوي. مګر بوټهو صاحب کله دومره حوصله درلوده چې انتظار يې کړى واى.
مستر بوټهو په ډيره زرنګۍ دا خبره درک کړې وه چې د ده ځانګړې ګټې د پوځۍ بيروکراسۍ له ګټوسره په توافق کې وې او چرت يې وهلى و چې که چېرې د دې قطعه بازى په لوبه کې لږ څه ځير شي  نود پاکستان لمړى څوکۍ به ې په برخه شي!
پدې باور لرم چې نوموړى د يحيى خان په اساسي پلان ښه خبر و، مګر داسې فکر يې کاوه چې ګوندې په نتيجه کې به څپه په بله خوا واوړي او هرڅه به يې په خپله ګټه تمام شي. دلته غوره دا ده چې بوټهوصاحب خو غرور او خپل ځان ته د افراطي لويوالي احساس دې ته نه پريښود چې لږ څه فکر وکړي چې شيخ مجيب الرحمن به هم د يوه ټاکل شوي ليډر په توګه پوره عکس العمل وروښيي او پدې حقيقت ړوند کوڼ شوچې که چيرې پريزيډنټ يحيى خان خپل هدف ته ورسيږي، بيا به نوده ته کوم ضرورت نه لري. هره خبره چې وي،وي به خو مسټر بوټهو له انتخاباتو څخه دومره په غوره او کبر کې و چې سارى يې نه درلود. او د شيخ مجيب الرحمن په ککره کې لدې سره چې د ول ملت له خوا منل شوى ليډر و داسې هوا نه ليدل کيدله. دا وخت و چې د عوامي ليګ مشر له بوټهو صاحب څخه لومړنۍ غوښتنه وکړه.
 د  دې پېښې په هکله مالومات  ما ته هغه چا راکړ کوم چې د شيخ مجيب الرحمن پيغام يې بوټهوته وړى و. دا پيغام وړونکى په لندن کې د بنګالي زده کوونکو ليډر و چې هغه وخت په رخصتي ډاکې ته راغلى و. نوموړي له دواړوخواو سره ښې اړيکې لرلى. دلته د هغه نوم ځکه نه اخلم چې هغه په خپله داسې غوښتنه کړې ده.  دې زده کوونکي کله چې له انتخاباتوڅخه دوې هفتې وروسته شيخ مجيب الرحمن ته وويل چې غواړي د بوټهو ليدلو ته ورشي نوموړي ورته وويل چې (بوټهو صاحب ته ووايه چې که "دى زما څوکۍ غواړي، حاضر يم وريې کړم خو شرط به يې دا وي چې زما شپږ فقريزې غوښتنې ومني.")
دا  پيغام کراچۍ ته يوړل شو.مسټر بوټهو نوى له لاړکانې څخه بيرته راګرځيدلى و او په عادي ډول يې په کور کې له ملګرو او پالندويانو سره دربار کاوه. زده کوونکي په يوه شا کوټه کې دا پيغام ورته ووايه. بوټهو ناڅاپه دومره جذباتي شو چې نږدې يې سترګې له کسو وتلې وې! "رښتيا داسې ييې ووويل !!؟" کله چې يې وليدل چې خبره کره ده نودستي يې بابو ته غږ وکړ چې: "هله زما تليفون راوړه اوله شيخ مجيب الرحمن سره مې رخ کړه!" مګر له بده مرغه د عوامي ګوند مشر نه په کور کې و اونه د ګوند په دفتر کې. په پاى کې يې زده کوونکي ته وويل چې زما پيغام هم شيخ مجيب الرحمن ته ورسوه او ورته ووايه چې (زه لږ څه بوخت يم او سمدلاسه يې نه شم ليدلى، مګر مصطفى قاهر به وروليږم چې لهده سره ليدل وکړي.) دا پيغام په تليفون کې د عوامي ليګ مشر ته وويل شو اويوه ورځ وروسته مصطفى قاهر د بوتهو خاص نماينده د ده احترامات ډاکې ته يووړل.
که څه هم دې کار خوپخپله کومه نتيجه ورنکړه مګر د هغه پهرڼا کې د پاکستان د سياست اړخونه ښه څرګنديدلاى شي. له يوې خواغ دا حقيقت په ډاګه کېږي چې مسټر بوټهو د عوامي ليګ د مشر يانې هغه چا غوښتنې چې د اسامبلې ټول څه يې په واک کې وو، څومره اغوا کړى و.  دويمه
دا چې بيا وروسته کله چې ورڅرګنده شوه چې يحيى خان نه غوښتل چې شيخ مجيب الرحمن مخه يوسي، نو سمدلاسه دهغه په خوا مات شو. اوس غوره دا ده چې ووينو چې ايا شيخ مجيب الرحمن جدي و؟ او يا دا چې نوموړي هم يواځې دانه اچوله اولومه يې شا ته ايښودلې وه!
اتلسمه برخه
د شيخ مجيب الرحمن په هکله زما د اوږدې مودې څيړنې او ليدنه داسې ښيي چې نوموړى تل تر تله په خپلو خبرو او عمل کې رښتينى او مخلص انسان دى. يوه د يادولو وړ خبره دا ده چې د ايالتي مساواتو په هکله عوامي ليګ تصميم او کړنلارې د صدراعظم واک اوقدرت ډير ټيټ کړى و. لکه څنګه چې شيخ مجيب په خپله يوه بيانيه کې ويلي وو چې دى پدې وظيفه باندې دومره مين نه دى، هڅه به وکړي تر څو د خپل  ايالت د ژوندانه د ښه کيدو لپاره خپله ټوله انرژي په کار واچوي.
له بلې خوا نوموړى پدې تريخ حقيقت ښه پوهيده چې د ده د شپږ فقريز پلان پر اساس د اساسي قانون جوړول اسان کار نه و او ممکن ډير څه خنډونه يې په ضد راپورته شوي واى.
د عوامي ليګ مشر لهدې سره-سره چې په ختيځ بنګال کې يې خپل قدرت ورته څررګند و او په اسامبله کې پوره بريالى و مگر په خبره پوره پوهيده چې د پاکستان اوبنګال ترمنځ شخړه اوتضاد به څنګهد ده په ضرر تمام کړى  شي. که چيرې له بوټهوسره لاس و کړي نود يحيى خان دړه به پورې شي. خو که چيرې د پوځي بيروکراسۍ له خوا لاسوهنه پيل نه شي نو نتيجه به يې د اولس او خلکو ترمنځ اخ وډب وي چې وروستى نتيجه به يې هغسې وي لکه کومه چې له مارشال ايوب خان سره وشوه.
د پورتنيو حقايقو په نظر کې نيولو سره د بوټهو د وظيفې د ورسپارلو پيشنهاد ښه تحليل شوى مفهوم و. دا پيشنهاد بريالى ځکه نه شو چې لهيوې خوا جنرال يحيى خان په انتخاباتو کې مستقيماً لاسوهنه کړې وه، او له بلې خوا بوټهوصاحب پدې غره و چې د پوځ په ملاتړ د ده موقعيت لوړ او پياوړى و.
د جنورۍ د مياشتې په ديارلسمه نيټه يانې له انتخاباتو څخه پږ اونۍ وروسته يحيى خان له ښکار کولوڅخه فارغ شو او  د عوامي ليګ له مشر سره يې د خبرو کولو هوس وکړ. ده خو لا ډير پخوا له بوټهوسره په لاړکانه کې پدې هکله اوږدې خبرې کړې وې. که څه هم پدې خبرو باندې په هغه ځاى کې د تبادل نظر نوم ايښودل شوى و. پروا نه لري چې څنګه او کوم نوم ورباندې کيښوول شي، مگر ټول جريان دعوامي ليګ له خوا څار او خيړل کيده.
مجيب الرحمن  په ډيره تلوسه او نارامۍ د ملي اسامبلې د غونډې غوښتنه کوله او همدا يې ويل چې د اساسي قانون په جوړولو او کار پيل وکړي. د دې لپاره چې شيخ مجيب الرحمن خپل موقعيت ټينګ کړى وي دعوامي ليګ له نمايندګانو څخه يې غوښتنه وکړه چې د خلکو نظر د ګوند د شپږ فقريز مانيفست ته واړوي اوهغوى ورباندې ټينګوساتي. دې خبرې له بده مرغه په پنجابيانو کې بده اغيزه کړې وه.
د دې لپاره چې لا نوره پسې خړه  پړه کړ ځينو ورځپاڼو په داسې ليکنو لاس پورې کړى و چېګوندې مجيب الرحمن نه غوښتل چې له يحيى خان سره وګوري مګر غواړي چې داسې غونډه د ده په کور کې وشي. دا افواهات چې طبعاً د پنجاب د شوم پلان يو بل فکتور و دومره پياوړي شول او زوږيې پورته شو چې مجيب الرحمن مجبور شو د تکذيب لپاره يې په ډاګه اولس ته اعلام وکړي. د عوامي ليګ مشر پخپله بيانه کې په  پوره ډول څرګنده کړه چې د پريزيډنټ په وياړ به چې ډاکې ته راشي هر ډول تود هرکلى وشي. او پخپله هم حاضر دى چې د هغه ليدلو ته ولاړشي. له دې افواهاتو سره-سره د مجيب الرحمن او جنرال يحيى خان تر منځ غونډه په يوه سالمه فضا کې پاى شوه. د اساسي قانون په هکله د تفصيل پر برسيره شيخ مجيب الرحمن له يحيى خان سره د پوځ په چال چلن اوږدې خبرې وکړې اوسهوې يې ور په ګوته کړې.  په پاى کې يې اطمنان ورکړ چې تر دوه کاله پورې به په پوځي بودجه کې تغير را نه شي او ځاى پپرځاى به پاتې شي.
تاج الدين احمد د مجيب الرحمن نږدي او باوري مشاور و چې اوس د بنګله دېش صدراعظم دى، د ١٩٧١ کال  د اپريل د مياشتې په اولسمه نيټه په يوه مطبوعاتي کانفرنس کې د دې غونډې په هکله وويل چې: "جنرال يحيى خان دغونډې تر پايه پورې د عوامي ليګ د پروګرام په اړه پوره زړه سوى ښکاره کړ، او د هغه د عملي کولو په هکله يې خپل اطمينان راوست. مګر برعکس د اساسي قانوند جوړښت په هکله يې خپل نظر ښکاره نه کړ.  جنرال يحيى خان داسې وښودل چې ګوندې د شپږ فقريز پلان په هکله يې هيڅ کوم تشويش او اعتراض نه درلود، خو ټينګار يې وکړ چې د پاکستان له پيپلز پارټۍ سره له نږدې تفاهم وکړي."!
د بنګالي اولس لپاره خورا خوښوونکى زيرى و کله چې يحيى خاند خپل تګ په وخت کې د ډاکې په هوايي ډګر کې له راپورترانوسره د خبروپه ترځ کې شيخ مجيب الرحمن ته (د هيواد راتلونکى صدر اعظم) خطاب وکړ.
ايا يحيى خان رښتينى و؟ ډيره شکمنه خبره ده. ځکه کهنوموړى رښتينى واى نود شيخ مجيب پرله پسې غوښتنو ته چې د فبروري د مياشتې له پينځه لسمې نيټې څخه يې د اسامبلې د کولو لپاره کولې، غوږ نيولى واى. برعکس پدې هکله چې د اسامبلې د غونډې کولو د نيټې د ټاکلو او يادونې خخه يې ډډه وکړه – پدې خبره يې ټينګار کاوه چې مخکې له هر څه څخه د مخه د عوامي ليګ د پاکستان د بوټهو له پيپلز پارتۍ سره مفاهمه وکړي. دا مخکې له مخې څخه د بوټهو د جګولو په هکله ټينګار د بنګال او پاکستان تر منځ د فساد اودسيسې د پورته کولو لپاره بله لومه وه. دا حقيقت د بوټهو وروستنيو کاروايو پوره څرګند کړ.
کله چې بوتهو د ١٩٧١ کال د جنورۍ په اوه ويشتمه نيټه ډاکې ته له خپلې ډلې او مشاورينو سره ورسيدلو دا فکر يې د هغه وخت په انډول کومچې د دسامبر په مياشت کې د مجيب پيغام ور رسيدلى و، خورا بدل شان ته و. که څه هم بوټهو  له مجيب سره اته ګړۍ اوږدې او خصوصي خبرې وکړې، مگر د يوه لاسيي او اتحاد موضوع ډېره لرې وه. نوموړي مکرراً د عوامي ليګ له مشر خخه غوښتنه کوله چې د شپږ فقريز لان پر محتوياتو باندې رڼا واچول شي. شيخ مجيب الرحمن د ده دې رويې او چال چلن ته حيران پاتې و. د تاج الدين احمد تعبير چې د دې غونډې شاهد و په لاندې ډول دى

(نولسمه برخه)

(لکه د  يحيى خان په شانته بوټهو هم د راتلونکي اساسي قانون په هکله کوم نظر او مفکورهنه درلوده. ده او ملګرو يې يواځې پر دې ټينګار کاوه چې د شپږ فقريز پلان د ملي کيدو په هکله خبرې وشي. څنګه چې د دوى سوالونو  ټولو منفي اړخونه لرل او له ځان سره يې کوم پرېکړى تصميم نه درلود نوداسې يو څه چې د دوه ګوندونو ترمنځ خاليګاه ډکه کړي پيدا نشول څرګنده خبره وه چې بوټهوداسې دريځ نه درلود چې له هغه خخه خبرې او مذاکرې پيل شي.)

زه د تاج الدين له دې مفکورې سره موافق يم ځکه چې بوټهو دومره احمق نه دى چې کومه پريکړهاو نظر به يې نه لرل. مګر رښتيا دا ده چې د (يحيى-بوټهو) دسيسه داسې جوړه شوې وه چې شيخ مجيب ته څګى (کوهى) وکيني. دوى نه غوښتل چې خپل شوم او ژور څيړل شوى پلان په اسانۍ سره له عوامي ليګ خخه د غوښتنو په ترځ کې لوڅ کړي. د دې لپاره لا پوره وخت و. له دې چال چلن څخه د دوى مقصد دا و چې د خبرو  اترو په ترځ کې عوامي ليګ او خلک دواړه تر يوه وخته پورې وغولوي ترڅود راتلونکو توطئو لپاره ليار هواره شي.

پدې بي شرمانه لاسوهنه کې لمړى ګام د پريزيډنټ يحيى خان او مجيب ترمنځ خبرې وې او په دويم ګام کې دوه اونۍ وروسته په ډاکه کې د بوټهو اومجيب تر منځ کتنه وه. د نورو دامونوتسلسل خورا څرګند او په لاندې ډول دى:

د جنورۍ ٢٩: بوټهو مخکې له دې چې له شيخ مجيب الرحمن سره خپلې خبرې پاى کړي له ډاکې خخه ولاړ. له ده سره داسې مفکوره پيدا شوې وه چې دروازه ورته وازه وه يا دا چې وروسته به بيا ډاکې ته د خبروکولو لپاره لاړ شي او يا دا چې د ملي اسامبلې په جرګه ګيو کې به د ځان لپاره د ليارې پيدا کولو په هکله خبرې اترې پيل کړي.

د فبروري ١١: په ملتان کې د ګوند نمايندګانو سره له دوه ورځو خبرو کولو وروسته بوټهو مطبوعاتو ته وويل چې د پاکستان د پيپلزپارټى له خوا د اساسي قانون جوړښت وروستۍ مرحلې ته رسيدلى دى.

د فبروري ١٢: بوټهوراولپينډۍ ته د جنرال يحيى خان ليدلو ته ځي. له هغه سره د خبرو په پاى کې يې د اساسي قانوند جوړښت په هکله له پورتنۍ خبرې څخه غړه غړوي او  مفکوره يې بدليږي.

د فبروري ١٣: يحيى خان اعلان کوي چې ملي اسامبله به د مارچ په درېيمه نيټه په ډاکه کې غونډه وکړي. بوټهو پيښور ته ځي او په هغه ميلمستيا کې ګډون کوي چې د پوهنتون ښارګوټي (يونيورسيټي ټاون) په يوه بنګله کې جوړه شوې وه.  پدې ميلمستيا کې د وينا کولو په ترځ په بوټهويي غولوونکې ژبه وايي چې ("بوټهو يوځل بيا په زين کې دى! دا د واکدارانو پريکړه ده! مجيب وتلى دى. زه به صدراعظم يم!")

د فبروري ١٤: بوټهو د نشنل عوامي ګوند له مشر ولى خان سره اوږدې خبرې کوي او له هغه څخه غواړي چې د شيخ مجيب الرحمن په ضد له ده سره لاس يو کړيز مګر کله چې ولي خان دا خبره نه مني نو بوټهو صاحب په پاى کې ورته وايي (زما د خپل ګوند غړي همدې خبر نه دي مګر زه به په ډاکه کې د ملي اسامبلې په غونډه کې ګډونونه کړم.)

د فبروري ١٥: بوټهو په پيښور کې په مطبوعاتي کانفرنس کې وايي چې مخکې له دې نه چې له عوامي ليګ سره د اساسي قانون د جوړولو په هکله موافقې ته نه وي رسيدلى او په دې ونه پوهيږي چې دا قانون به د پاکستاند ګټو په خلاف نه وي په ملي اسامبله کې به له ګډون کولو څخه غاړه وغړوي. د مرکې په ترځ کې زياتوي چې: (د لويديځ پاکستان له غړو څخه که څوک په دې غونډه کې برخه واخلي پښې به يې ماتې کړم) ...[1]

د فبروري ٢١: يحيى خان ملکي کابينه ختموي، پر ځاى يې مارشلا اعلام اوپه راولپينډۍ کې د هغې رياست په غاړه اخلي. که څه هم کومرسمي اعلاننه دى شوى، مگر ښار له افواهاتو څخه ډک دى ځنې داسې فکر کوي چې په نږدې وخت کې لوى بدلون راتلونکى دى او  له ځينو داسې اوريدل کيږي چې ګوندې يحيى خان د (سياسي ګډوډى) په هکله ډير په قهر اوخواشينى دى غواړي چې ژر تر ژره د دولت واګې نماينده حکومت ته وسپاري.

د فبرورۍ ٢٤-٢٨: لږ تر لږه شپږ ديرش کسه د پاکستان نمايندګان د بوټهوله تهديد سره-سره ډاکې ته په افتتاحيه غونډه کې د ګډون لپاره د تلو  تيارى نيسي.

د فبرورۍ ٢٨: مسټر بوټهو په ډاکه کې د اسامبلى د غونډې کولو د ځنډولو غوښتنه کوي.

د مارچ ١: يحيى خان بيله دې چې  د  عوامي ليګ له مشر سره مشوره وکړي د اسامبلې د غونډې کولو پرانيزل تر نامالومه وخته پورې ځنډوي.

بهانه: د ختيځ لويديځ [پاکستان] تر منځ شخړه او په اسامبله کې د پيپلزپارټۍ نه ګډون کول.

دليل: د پاکستان لپاره لويه توربخته سياسي کړۍ! دا پورته سياسي پرمختګ يې ځکه په ډاګه لوڅ کړى دى چې له هغه څخه په خورا اسانى د غلط تصميم نښې نښانې او له انتخاباتوڅخه د مخه لاسوهنه څرګنديدلى شي. لمړى دا چې د ختيځ بنګال اوپاکستان تر منځ د شخړې او اړودوړ راپورته کيدلو پلان د رژيم له خوا په لاس جوړ شوى او بوټهوصاحب يې محرکه قوه وو. په دويم ګام کې بيا ګورو چې دا اړودوړ د اسامبلې د غونډې کولو د ځنډولو لپاره په ښه بهانه بدل شوى، او د دې مقصد لپاره منځ ته راغلى و. هرڅه د منتها انحراف اود رښتياو د بيشرمانه تکذيب په بنسټ ولاړ و.

پوښتنه دلته پيدا کيږي چې بوټهوصاحب څنګه پوه شو او له چا څخه يې دا الهام واخيست چې کله چه اسامبله غونډه وکړي اوهغه څه چې د عوامي ليګ له خوا په اساسي قانون کې ليکل شوي وي هغه به بيله درنګه لاسليک کړي. مسټر بوټهو خود عوامي ليګ له خوا ليکل شوى اساسي قانون نه و ليدلى او  يا خو يې څه ناڅه د هغه په هکله خپل نظريات او پوښتنې نه وو وړاندې کړي! نو څنګه يې په اسامبله کې د نه ګډون کولو اعلان وکړ؟!

کله چې اوولس ورځې پخوا له ډاکې څخه روان شو نو هغه وخت خو يې له شيخ مجيب الرحمن سره د خبرو د ناکاميدو هيڅ غوندې اشاره ونکړه، بلکې وويل چې د خبرو کولو لپاره به بيا ډاکې ته لاړ شي. مگر بيا خو ده له شيخ مجيب الرحمن سره ونه کتل نو څنګه دا شخړه راپيدا شوه؟ له بلې خوا شيخ مجيب چې د خبرو او مذاکرې لپاره يې دروازې پرانيزې وې او تل تر تله يې په دې خبره ټينګار کاوه چې بايد اساسي قانون په ازادو رايو او علني ډول په ملي اسامبله کې تصويب يا ترديد کړل شي. او دا ديموکراتيکه مفکوره وه.ده نه غوښتل چې د اساسي قانون په هکله د تړلو ديوالونو شا ته ځانګړې پريکړه وشي. شيخ مجيب هيڅ کله داسې څه  ونه ښودل چې ګوندې عوامي ليګ هر څه چې کوي هغه دې وشي او ملي اسامبله دې د ربړين مُهر په ډول  استعمال کړل شي. نوموړي دا څه نه غوښتل چې هغه څه چې عوامي ليګ ليکلي يو انچ دې دا خوا هاخوا نه شي.

نو بوټهوصاحب ته سړى هک حيران پاتې شي چې ده نو خپل خوب له ومه ليدلى و، يا دا چې مسټر بوټهو ممکن داسې خارق العاده بل حس ولري چې کولى شي هغه څه چې د ليدلو وړنه وي دى يې وليدلى شي. که داسې نه وي نو ضرور به د کمپيوټر شان ته پروګرام شوى وي او داسې څه به کوي چې ورته ويل کيږي. که هر څومره هوښيار هم شي حتى بوټهو صاحب، بيا هم څوک نه شي کولاى چې دومره لرې مسافه د چا له فکر او ککرۍ څخه ځان خبر کړي. نو له دې کبله پدې هکله چې دى څنګه پروګرام شوى د هر چا توجه ځان ته اړوي او دا د پيښود پرله پسې پيښيدو او تسلسل څخه هم په څرګند ډول مالومېږي.

د شيخ مجيب تهديد چې ګوندې د فبرورۍ په نيمايي کې به په جدي اقدام لاس پورې کړي، پريزيډنټ يحيى خان دې ته وتاړه چې د فبرورۍ په ديارلسمه نيټه د اسامبلې د غونډې نيټه وټاکي. نودا هم د يادونې وړ خبره ده چې دا اعلام هم هغه وخت وشو کله چې يې له بوټهو سره يوه ورځ په مخ کې په راولپينډۍ کې وليدل.


[1](Bhutto also threatens to “break the legs” of any member from West Pakistan who tries to attend the Assembly Session…):

(شلمه برخه)

دا هم يواځې تصادفنه دى چې پداسې حساس وخت کې د دوه اويا ساعتو څخه وروسته بوټهو صاحب په ډاګه خپله مفکوره بدله کړى. د فبروري په يوولسمه نيټه يې په ملتان کې د اساسي قانون په هکله خبرې کولې. په دولسمه يې په راولپينډۍ کې له يحيى خان سره کتنه وکړهاو په څوارلسمه نيټه يې په پيښور کې ولى خان ته په اسامبله کې د ګډون نه کولو تصميم څرګند کړ.

د فبرورى د ديارلسمې نيټې وينا چې (لوى قدرت پريکړه کړې) هم د يادونې وړ ده! د ډيرو [ښکارنده شواهدو په رڼا کې پدې هکله] د سرخوږونو او فکر کولو ځاى نه پاتې کيږي چې څوک د چا له خوا پروګراميدل او د څه لپاره!؟ شيخ مجيب په دې موده کې څه کول؟

باوري خبره دا ده چې هغه په داسې تخريب باندې لکه کوم چې بوټهو صاحب لاس پورې کړى و فکر نه کاوه.  د عوامي ليګ مشر لکه څنګه چې خارجي خبريالانو ليکل له جنورى څخه په هغه خوا يې خورا جدى کړنلاره غوره کړې وه. او دا جديت د اسامبلې د غونډې کولو د ځنډولو په هکله و. نور نو کوم  بل څه حتى د مسټر بوټهو اعلام هم چې د اسامبلې په غونډه کې به ګډون ونه کړي په ده باندې کومه اغيزه نه درلوده.

د يحيى خان دلايل چې د اسامبلې د ځنډولو لپاره يې وړاندې کړل د يادونې وړ دي. د ١٩٧١ کال د مارچ د مياشتې په لمړۍ نيټه يې په خپل برودکاست کې وويل:

"په تيرو شويو څو هفتو کې يقيناً چې زموږ د سياسي مشرانو تر منځ ليدنې کتنې شوې دي. مگر په ډيره خواشينى سره بايد څرګنده کړم چې د دې پرځاى چې کومې موافقې ته ورسيږي، زموږ ځينو مشرانو سخته ليار نيولې ده. دا ډير د افسوس وړ ده اودې حقيقت په ملت باندې د توربختى سيورى اچولى دى. په لنډ دول وايم چې د  پاکستان نوى ګوند (پاکستان پيپلز پارټى) او ځينو نورو ګوندونو ! پريکړه کړې چې د مارچ په دريمه نيټه د ملى اسامبلې په افتتاحيه غونډه کې ګډون ونه کړي. په دې برسيره د هندوستان له خوا چى ځينى ګډوډى يې راپيدا کړې دي په دې چال چلن پوره بده اغيزه لري او وضعيت لا پسې خړ پړ کوي. نو په دې  هکله مې پريکړه وکړه چى د اسامبلې غونډه تر يوې بلې راتلونکې نيټى پورې وځنډوم."

د دې لپاره چې خپل دليل پياوړى کاندي، يحيى خان خپله وينا داسې اوږده کړه: "ما ته پوره څرګنديدله چې د پاکستان ګڼ شمير نمايندګانو په اسامبله کې ګډون نه وى کړى او که ما غونډه افتتاح کړې واى نود نمايندګانو تر منځ به ماتې راغلې وى او ټولې هغه هڅې به مو چې اولس ته د قدرت د سپارلو ! لپاره کړې وې، په خاورو بدلې شوې وى."

دا وينا چې د پاکستان په تاريخ کې د ګرځيدو ټکى دى، خورا د غور وړ ده. دا وينا له عجيبه تصرف اوله هغه څخه ډيره عجيبه او د ډيرو حيرانوونکو او غولوونکو دليلونو اود حقايقو له مستقيم تکذيب څخه ډکه ده.

لمړى دا چې نوموړى د ختيځ-لويديځ له شخړې څخه خبرې کوي، مگر د بوټهو صاحب اعصابوته چې د ټولودسيسواو توطيو بنسټ دى هيڅ ګوته نه نيسي.

دويمه دا چې يحيى خان بايد داسې خيال نه درلودلى چې که چيرې بوټهو صاحب اعتصاب وکړي نو اسمان به ځمکې ته راکوز شي ! او په اسامبله کې به ماتې راشي.

د مارچ په لومړۍ نيټه د اسامبلې د غړو له دريو څخه دوې برخې او له پاکستان څخه شپږديرش تنه په ډاکه کې حاضر وو. يوه ګڼ شمېر نورويې هم د  غونډې د پرانيزلو په ورځ يانې د مارچ په دريمه نيټه ډاکې ته د تګ تصميم نيولى و. په ډاکه کې د ټولو صوبو نمايندګانو د سند او پنجاب په شمول چې بوټهو يې د کنترول ادعا کوله حاضر وو. يواځې ناسوب به ممکن هغه څوک وو چې د پاکستان پيپلز پارټى او د قيوم د ګروپ غړي وو. حتى د دې دوه ګروپو ځينو غړيو هم د ده خبره نه منله، ممکن چې په وروستۍ ګړۍ کې هغوى هم ځان ډاکې ته رسولى واى.

دريم خبره دا چې که چيرې رښتيا هم جنرال يحيى خان په نيت کې پاک واى نو د مارشلا زور به يې هغو چاته سبق، چې سوله يې خرابوله او په ملي اسامبله کې يې له ګډون کولو څخه غاړه غړوله، ورکړى واى.

بوټهو صاحب چې کله د  خلکو (پښې ماتولې) نو په خپله خو دومره پياوړى بهادُر نه و مګر د مارشلا په زور يې داسې خبرې کولې. "لنه چرګ په پرديو غوړو مست و".

د يحيى خان(حقوقى چوکاټ) چې اسامبلې به د هغه ه رڼا کې غونډه کوله د داسې اعتصاب لپاره پوره علاج درلود.د دې چوکاټ په يوولسمه ماده کې څرګنده شوې وه چې: که چيرې يو غړى د اسامبلې د مشر له اجازې څخه پرته پنځلس پرله پسې ورځې ناسوب وي څوکۍ به خوشې کوي او د اسامبلې غړيتوب نه لري. دولسمه ماده وايي چې که چيرې يو غړى د اسامبلې له لومړۍ غونډې څخه تر اووه ورځو پورې د وفادارى لوړه ونکړي څوکۍ به يې خالي پاتې کيږي.

کله چې بوټهو صاحب اعتصاب وکړ نو اولس هيله من و چې تر اووه ورځو پورې به يا مجبور وي چې اسامبلې ته حاضر شي او يا دا چې د اسامبلې څوکۍ به خوشې کړي. مگر له بوټهو سره داسې ويره نه وه. ده ټول خبريالان او نور په دې خبره چې (انتظار وباسئ او وګورئ) سره رخصتول. د ده سره له اسامبلې خخه د شړلو ډار ځکه نه و چې مخکې له مخه يې د مارشلا له آمر سره پخپله دا ټول لان جوړ کړى و.  دا اعتصاب د دهد غوښتنې په اساس شوى و چې د اسامبلې د ځنډولو لپاره پياوړې بهانه شي.

باوري خبر دى چې بوټهو  ته د فبرورى په څلورويشتمه نيټه ځينو سياستوالو د دې ځنډون خبر ورکړى و چې دا دسيسه رښتيا ده اوکه نه خو د يحيى خان د ګوتو په ټک په لياره سيخ شوى وى. کله يې په ملي اسامبله کې خپله څوکۍ له خطر سره مخامخ کوله.

څلورم دا اعتصاب د يحيى خان لپاره کومه د حيرانتيا خبره نه وه ځکه چې ده پخپله د کراچۍ، پيښور او لاهور د ځيني ښي-لاس سياست مدارانو څخه غوښتي وو چې په اسامبله کې ګډون ونکړي.  دا خبره ما ته په خپله مالومه ده او يوه سياستوال چې له هغوى سره يې پيژندګلوي درلوده د دې خبرې د رښتينولۍ په هکله لوړه وکړه. نور شواهد د دې لپاره د تاج الدين احمد هغه وينا ده چې د اپريل په اولسمه نيټه يې په مطبوعاتي کانفرنس کې وکړه: "داسې شواهد شته چې ليفټيننټ جنرل عمر، د نشنل سيکيوريټي مشر، اود يحيى خان نږدې ملګري د پاکستان په ځينو سياستمدارانو زور اچولى و چې په اسامبله کې ګډون ونکړي..."

د يحيى خان دا خبره چې "هندوستان اوضاع خړه-پړه کړې"، د اسامبلې د ځنډولو بل پوخ دليل و،  لږ څه تفصيل غواړي. په دې خبره کې هغې پيښې ته اشاره شوې وه کومه چې د جنورۍ په نهه ويشتمه نيټه د هند د هوايي کرښې يوه الوتکه چې د جمو او کشمير ترمنځ وتښتول شوه او په لاهور کې تخريب شوه، شوې ده. که چيرې الوتکې ته اجازه ورکړ شوې واى چې بيرته هغه هيواد ته ورکړل شي نو د اوضاع د خړپړ کولو لپاره به کوم ضرورت نه وى پاتې شوى اوپه پاى کې به يې د اسامبلې د ځنډولو علت منځ ته نه وىراوړى. نو څنګه چې څرګنده ده ټولې پيښې له اول څخه په کږه پيل شوې وې.

Ghulam Mohammad  Zarmalwal
 
- بېرته شاته