لیونی بابا
دمخکښ شاعر اونومیالي لیکوال او داستان لیکونکي ښاغلي عنایت الله پویان دادبي آثارو یوه بیلګه
ګرانو وطنوالواوادب دوستانو، دښاغلي عنایت الله پویان دریم داستان چې ډیرښکلې او په زړه پورې دی تاسو ته وړاندې کوم. هیله مندیم چې دتاسو ادبي تنده پرې ماته شي.
په ادبي مینه: انجنیر عبدالقادرمسعود
لیــونــی بـــا بـــا
او زمونږ کور او کلی د ظالم اباد د شار به څیرمه د یوې هسکې غونډۍ د پاسه پروت ؤ او د بهادرانو د کلي په نامه یادیده - د کلي ختیزې خواته تاو را تاو سین کال دولس میاشتې د بهیدو په حال کې ؤ او د کلي لویدیز لور ته پراخې کروندې پرتې وې او له کروندو څخه آ خوا د غره په لمنو کې هلته چې کوچیانو د پسرلي په شپو او ورځو کې خپلې کيږدۍ ګانې پلنې کړې وې، په ناڅاپه ټوګه نا پیژاندل شوی زیارت را بر سیره شوی ؤ او د زیارت د مجاورانو دنده یوه لیوني ملنګ چې یو زوړ ښځینه کمیس یې له ځان سره ګرځاوه او خلکو د اخلاص له موخې د بابا په نامه دروند یاداوه سرته رسوله- لیوني خپله توره ږیره په همدې زیارت کې سپینه کړې وه خو په دا دومره اوږد عمرکې هغه له چا سره خبرې کړې نه وې او د هغه د قام او قبیلې او خپلو خپلوانو نومونه چاته مالوم نه ؤ ـ دکلي خلکو د هغه په هکله رنګ رنګ خبرې کولې ـ چا به ویل:بابا په زلمیتوب کې د دیني مدرسو طالب العلم ؤ،قصیدې یې پخې کړې وې، پیریان یې تابع کول، پیریان پرې ناست دي او هغه زوړښځینه کمیس چې بابا یې له ځان سره ګرځوي د پیریانو دشهزادګۍ کمیس دی او چا به ویل: بابا د لوړې پوهې او قلم خاوند دی ، فلسفې کتابونه یې لوستل اودستورو اوآسمانونو دجوړښت او پیدایښت په هکله یې څیړنې کولې،دغو سختو څیړنو هغه د لیونتوب او جنون سرحد ته رسولای دی او چا به ویل: هغه د خدای د مینې مجذوب لیونی ملنګ دی ، بد یې چا ته نه رسيړي ، له خدای تعالی سره راز او نیاز لري، دعا ګانې او ښیرا ګانې یې ټک او پطره لګیږي – دا چې بابا څوک ؤ او هغه زوړ شلیدلی ښځینه کمیس دچا کمیس ؤ د حیرانتیاخبرې او د تعجب پوښتنې وې
د بابا به کله ناکله مجاز جوړ ؤ او له ځان سره به یې پرله پسې کټ کټ خندل او د ډیرو خنداګانو له لاسه به تک شین واوښت او کله ناکله به یې مجاز وران ؤ او له ځان سره به یې ژړل او د ډیرو ژړاګانو له لاسه سترګې به یې د وینو دجامونو په څیر تکې سرې واوښتې ـ د خنداګانو او ژړاګانو په لامل يې د چا سر نه خلاصیده
زه به هر مازدیګر کله چې به دلمر وړانګې ژیړې او زرغونې کیدې زیارت ته ورتلم او د زیارت له ګلالیو کوترو سره مې سات تیراوه او د لیوني بابا تماشې به مې کولې او مور به مې بیابیا راته ویل(زوی جانه!قربانکه دې شم زیارت ته چې ورځې پام کوه د پیریانو کمیسه ته ور نژدې نه شې، پیریان به دې د غرونو له ګړنګونو را ؤ غورځوي او زه به د لیوي بابا په څیر در پسې لیونۍ شم)او ما به خپلې سودایي مور ته ډآډګیرنه ورکوله او ویل به مې(بې غمه اوسه، د پیریانو له کمیسه سره کار نه لرم) اوساده وزمه مورکۍ به مې زما په دروغو خبرو غولیده او زه به یې د زیارت له تګ څخه نه منع کولم نه پوهيږم دا ولې دومره له حد او اندازې زیاد د لیوني بابا د پټو رازونو د را برسره کیدو لپاره لیوال ؤم، خدای بښلي نیکه مې په فارسي کې راته متل کاوه او راته به یې ویل: ګنج در ویرانه است، که څوک دغه د پیریانو له معجزو او اسرارو ډک
کمیس له ځان سره ؤ لري پیریان یې د خپلې پاچاهۍ او لښکرو لپاره د امیر په توګه مني او د پیریانو د بې حسابو ګنجونو واکمن پاچا ترې جوړیږي ـ شایي زه د خپل تجربه کار، په خبرو پوه نیکه د متلونو او خبرو تر اغیز لاندې ؤم او غوښتل مې دافسانوي کمیس د لاسته راتګ له لارې د پیریانو پټې پاچاهۍ ته لار پرا نیزم او د پیریانو د بې حسابو ګنجونو خاوند شم، دا چې شاعر وایي :( چې غوټې پسې وهې په لاس به در شي+ چا ویل چې په دریاب کې ګوهر نشته)- د حق او حقیقت خبرې دي،په تیر آخرعمر کې کله چې د بابا عمر د پای ټکي ته نژدې شوی ؤ، زما د ستومانو منډو را منډو له برکته د پیریانو د شهزادګۍ د کمیسه په هکله واړه کیسې ډاګیزې شوې او دغه کیسې داسې پیل شوې: د دوبي شپې او ورځې پای ته رسیدلې وې، هوا د سړیدو په لور روانه وه،د کلي بزګرانو د زیارت د شاه او خوا په للمو ځمکو کې مالې او قولبې ګرځولې او د مني د غنمو تخمونه یې شندل او هوایي مرغانو او چوغکو د قولبو شاه ته د غنمو د تخمونو دانې را ټولولې اوماشومانو دچوغکو د الوزولو لپاره د (های،هوي)غږونه اوچت کړي وو دهرې بلې ورځې په څیر څادر مې په اوږو واچاوه او د څپلیو بندونه مې ؤتړل او د زیارت په لور ؤ خوځیدم،د لارې په اوږدو کې مې له ځان سره چرتونه وهل او له ځان سره مې ويل(د څه لپاره بابا دغه زوړ شلیدلی ښځینه کمیس له ځان سره ګرځوي؟) د خدای بښلي نیکه خبرې مې را په یادې شوې: (که څوک خطرې په ځان ؤ مني او دغه له معجزو او اسرارو ډک کمیس تر لاسه کړي، پیریان یې د خپلو لښکریانو لپاره د امیر په توګه مني او د پیریانو د بې حسابو ګنجونو خاوند ترې جوړیړي) د پیریانو د بې حسابو ګنجونو په فکر او سودا کې زیارت ته ورسیدم، لیونی بابا د هرې بلې ورځې په څیر له خپلې کوچنوټې جونګړې را وتلای ؤ او د زیارت مقبرې ته مخامخ په چرت او فکر کې ناست ؤ ، له ځان سره غږیده او نامالومو خلکو ته یې سپکې، سپورې ویلې ـ د هغه ماته شاه وه، هغه زه نه لیدمه او ما دهغه دلیونتوب واړه کارونه،ژړاګانې اوخندا ګانې لیدلې او اوریدلې- څادرمې له اوږو ؤ غورځاوه او څپلۍ مې د یوې غټې تیږې شاه ته پریښودې او د باد او بریښنا په څیر د لیوني په لور ور والوتم او د هغه له وچو، بربنډو، ډنګرو اوږو څخه مې د پیریانو کمیس را والوزاوه او هغه ته نژدې چوپه خوله ودریدم د بابا له ستوني څخه هیبتناکه کریږه پورته شوله او د یوه مست مایه اوښ په څیرغربړې یې ؤکړې او ځګونه یې له خولې باد شول او په چیغو، چیغو کې یې راته ویل(ولې له خدایتعالی څخه نه ډاریږې؟ د څه لپاره د زیارت ملنګان اوبې آزاره لیونیان ځوروې؟زه د ظالمو انسانانو د ظلمونو له لاسه دغې وچې بیدیا ته راغلم او له انسانانو
څخه مې لرې په غه چول کې واړول خود شراو پسات ملګري (ظالم اانسانان) مې همدلته هم په قرار نه پریږدي او دلته هم را پسې دي، ته له ما څه غواړې او په دغه ښځینه شلیدلي کمیس چې څوک یې په ګرم بازارکې په دو پنځه ګیزو پیسو ناخلي څه کوې ؟ له خدای تعالی څخه ؤ ډآر شه ، د زیارت ملنګان مه ځوروه او کمیسس بیرته را کړه) د لیوني هیبتناکو چیغو او کوکارود تیښتې لار راڅخه ورکه کړې وه ،د پښو اولاسونو غړي مې په بیساري توګه لړزیدل، ډار په سر آخیستای وم ، دخپلې مورتل پاتې خبرې مې را په یادې شوې(زوی جانه! زیارت ته چې ورځې، پام کوه د پیریانو کمیسه ته ورنږدې نه شې ، پیریان به دې د غرونو له ګړنګونو را ؤ غورځوي او زه به د لیوني بابا په څیر در پسې لیونۍ شم) د مور د خبرو پسې مې سر ؤ نه ګرځاوه، د بابا ږیره مې ؤ نیوله او په ننواتو او زاریو کې مې و هغه ته ؤ ویل(بابا جانه! د مور ایکي یوازې یو زوی یم پام کوه راته ښیرا ؤنکړې ، که ستا ښیرا را پسې شي او زه مړ شم مور مې هم را پسې مري- زه کمیس نه غواړم، زه غواړم د دغه کمیس په هکله له بابا څخه د ریښتیا خبرې واورم او تر څو چې بابا راته د کمیس په هکله خبرې کړې نه وي زه چاته کمیس نه ورکوم) دبابا چیغې او کوکارې غلې شولې او د قار او غضب پیریان يې له ماغزو والوتل، له مانا ډکه موسکا یې د سپیرو شونډو د پاسه خوره شوه او په موسکا کې یې راته ؤ ویل(زوی جانه! زما خبره واوره،غوټه چې په لاس خلاصیږي په غاښو يې مه خلاصوه، د جهان خبرې او کشالې په نیک سلوک حل کیدای شي ، تشدد او زور کارول د وحشي ځناورانو کار دی او د بنیادم لپاره مناسب او د منلو وړ نه بریښي) ( زه به د کمیسه کیسه تاته ډاګیزه کړم خو شرط یې دادی چې کمیس بیرته راکړې، که دغه کمیس را سره نه وي زه مرم او د کمیسه کیسه له ما سره د هدیرو په سپیرو خاورو کې نا لوستې او پټه پاته کیږي) هغه ته مې ؤ ویل(پلارجانه! زه د زور او تشدد سړی نه یم او دا دی کمیس در واخله او پخوا له دې چې ستا حق لیدونکې سترګې له دغې کرغیړنې دنیا ګۍ څخه پټې شي راته کیسه واوروه) بابا خپل د وچو هډوکو په څیر وچ ډنګر لاسونه را ؤ غځول او کمیس يې تر لاسه کړ او ډاډه شو او بیا يې د ډیرې ستومانۍ او ستړلیا له لاسه خپل ببر سر پخپلو وچو زنګنونو ولګاوه او د ژورو فکرونو او ژوروخیالونو په توفانونو کې ډوب شو ، سترګې يې پټې شولې او د خوب په څیر د غفلت لیونۍ څپه پرې را پریوته او ویده غوندې شو ـ شیبې د باد په څیر تللې، را تللې، د اوږدو شیبو لپاره بابا خپل ببر سر پخپلو زنګنو ایښی ؤ او د ژوروفکرونو په ټال کې زنګیده او ما د کیسو د اوریدو لپاره د انتظار سختې شیبې شمیرلې، د ډیرو شیبو له تیریدو څخه وروسته هغه خپل ببر سر له خپلو وچو زنګنو څخه را ؤچت کړ او دا خوا هغه خوایې سترګې ؤ غړولې او راته یې ؤ ویل(زوی جانه! د کمیسه کیسه کوم پړاو ته رسیدلې وه) هغه ته مې ؤ ویل(پلار جانه!کیسه لا پیل شوې نه ده، کیسه د پیل کیدو په حال کې وه خو له بده مرغه ستا حق بینې سترګې پټې شوې او کیسه نا لوستې پاته شوه) بابا خپلې سرې سترګې را واړولي او راته یې ؤ ویل( مه وارخطا کیږه، د کیسې سر ټکي ما لیکلي دي، پایلې به یې ته ؤ لیکې او پام کوه څوک دې د دغو کیسو د لوستلو او لیکلو په ګناه او جرمانې کې ؤ نه نیسي) هغه ته مې ؤ ويل(ډآډه ؤسه، کیسه به د ظالمانو له نظر لرې لولم او لرئ لیکم) بابا د وچو هډوکو په څیر خپل ډنګر لاسونه پخپلې خورجینې کې ؤ منډل او د غمجنوکیسو یو څیرې ویرې کتاب یې را برسیره کړ او را ته یې ؤ ویل ( زوی جانه!ما دغه کیسې د خپل ځوریدلي زړه په سرو وینو لیکلې دي ، پام کوه ته یې د لوستلو به وخت کې د خپلو اوښکو په بارانونو ؤ نه مینځې) ما څه ؤ نه ویل او بابا پرته له دې چې راسره خدای پاماني ؤکړي خپلې اوږدې لکړې دخپلو تخرګونو لاندې ولګولې او د لکړو په زور ودرید او بیا ګوډ ګوډ د خپلې جونګړې په لور لاړ او پخپلې جونګړې ننوت او له سترګو پنا شو او ما د شلیدلي څیرې ویرې کتاب پاڼې پخپل څادر کې را ټولې کړې ، د څپلیو بندونه مې ؤتړل، څادر مې په اوږو واړاوه او د خپل کور او کلي پّه لور را ؤ خوځیدم ـ د لارې په اوږدو کې مې له ځان سره چرتونه وهل او له ځان سره مې ویل ( د څه لپاره بابا را ته ؤ ویل:پام کوه څوک دې د دغه کتاب د لوستلو په تور او ګناه کې ؤ نه نیسي) د کتاب د لوستلو لپاره مې تنده وار په وار زیاتیدله او د خپل کور او خپل کلي په لور مې چټک چټک ګامونه پورته کول ،شپه د راتګ په حال کې وه، کروندګروخپل ورځني کارونه بس کړي ؤ، پوندو او مالدارانو خپل مالونه او خپلې رمې د کلي په لور ځغلولې، د آسمان مخ د مازدیګري لمر په ژیړو او زرغونو وړانګو کې د ناوکیو د لاسونو په څیر تک سور ځلیده او هوایي مرغانو او چوغکو د شپې د تیرولو لپاره د ګڼو ځنګلونو په لور هسکې او ټیټې الوتنې کولې او شودورو لنګو غواګانو د خپلو غوسیانو لپاره د پادو په سر کې د کلې په لور منډې او رمباړې وهلې ـ لا د کلي په تاو را تاو کوڅو کې د ماښام خړچکه تیاره خوره شوې نه وه کاله ته ورسیدم ـ پلار مې د ماښام د لمانځه لپاره جومات ته تللای ؤ او خورګانو مې د ریشقو او شوتلو پنډونه په سر ایښې وو او غواګانو ته یې ریشقې او شوتلې را ځغلولې او مور مې د تناره د اور لمبو ته نژدې ناسته وه ، ډوډۍ یې پخوله ، د هغې سترګې په ما ولګیدې، راته یې ؤ ویل(زوی جانه! چيرته تللی وې)هغې ته مې ؤویل (زیارت ته، لیوني بابا ته ،دعاې مې ترې واخیستله) مور مې خپله پخوانۍ خبره تکراره کړه (زوی جانه ! قربانکه دې شم ، زیارت ته چې ورځې پام کوه د پیریانو کمیسه ته ګوتې ور نه وړې پیریان به دې له ګړنګو را ؤ غورځوي او زه به د لیوني بابا په څیر در پسې لیونۍ شم ) او ما څه ؤ نه ویل او د خپلوکتابونو په کوټې ننوتم او د ماښام د ډوډۍ له خوړلو څخه وروسته د بابا په قلم لیکل شوی کتاب مې پرانیست ، کیسه داسې پیل شوې وه : د هغه پاک خدای په نامه چې مینه او محبت یې د انسان لپاره او انسان يې د مینې او محبت لپاره پیدا کړی دی د یوه داسې مظلوم بنیادم د مظلومتیا په هکله کیسه لیکم ،هغه چې خلک یې لیونی بولي او د یوه داسې ښځینه کمیسه په باب خبرې کوم، هغه چې د بهادرانو په کلي کې د پیریانو د کمیسه په نامه مشهور شوی دی او د کیسې په سر ټکو کې دغه پورې غر یادوم ـ دغه پورې غر چې د ژمي په ورځو او شپو کې د واورو سپینه بړستن آغوندي او د پسرلي په خوندورې هوا کې د ګلانو او شنیلیو په رنګینو جامو کې پټيږي ـ دغه غر چې دنګې څوکې یې د هر بهادر زلمي لپاره د ثبات، استقامت، ریښتیا او صداقت، پښتواوپښتونولي،سولې او ورور ګلوی او میړانې اوغیرت درس ورکوي- دغه غر چې په هر ګړنګ کې یې د تیرو زمانو د غیرتمنو ولسونو د میړانې مورچې او سنګرونه براته دي او زاړه تاریخونه را ژوندي کوي ـ دغه غر چې رنګارنګ ګلان به کې غوړیږي او د زرکانو زرکوړي په کې منډې وهي او پړانګان او زمریان په کې بچي زیږوي ـ د همدغه غره شاه ته یو ښار ګوټی ؤ دغه ښار ګوټی د یو ظالم پاچا د ظلم په دوران کې جوړ شوی ؤـ ظالم پاچا به له ناغې پرته هره ورځ د جګړو اسیران او بیګناه بندیان د سلطنتي قصرونو او ماڼۍ ګانو د جوړولو لپاره د بیګار کارونو ته ګمارل او چا چې به د شاهي او سلطنتی قصرونو دجوړولو په بیګار
کې سرغړونه او ناغیړي او ټګي او برګي کوله پاچا به هغه ته د مرګ سزا ورکوله ـ د دغه خونړي ښار د نړیدلو زړوؤ زړو ودانیو د دیوالونو لاندې لا تراوسه پورې د وژل شوو بنیادمانو د ککرواو پښو او لاسونو خوسا شوي هډوکي پراته دي ، پاچا د خپل عمر ټوله برخه په شخړو او جګړو کې تیره کړې وه اوله شخړواو جګړو پرته په هیڅ کار نه پوهیده نو ځکه د هغه له مړینې څخه وروسته دهغه د زوی( شهزاده فخر زمان) د ظلم په دوران کې دغه ښار د ظالم آباد د ښار په نامه ؤ نومول شو خوکله چې دغه خبر(شهزاده ولي عهد فخرزمان) ته ورسیده هغه د ښار ډندوره چیانو ته بلنه ور کړه او هغوی ته یې ؤ ویل (د یوه مست هاټي په شاه سواره شئئ او نغارې ؤ کړنګوئ او اعلان ؤ کړئ دغه مبارک ښار چې د یوه عادل، مسلمان او مجاهد پاچا د عدل او انصاف اوجهاد په دوران کې جوړشوی دی عادل آباد نومیږي که څوک یې د ظالم آباد په نامه ؤ بولي د مرګ په سزا به محکوم شي)جارچیانود(ولیعهد فخرزمان) فرمان سر ته ورساوه او دغه ښار په خلکو کې د( عادل آباد) په نامه ؤ نومول شو خو د ولی عهد فخرزمان له مړینې څخه وروسته د نورو پاچایانواوامیرانو د ظلمونو په دوران کې خلکو دغه ښار د پخوا په څیر د (ظالم آباد) په نامه یاداوه او دعادل آباد نوم له خلکوهیر ؤ ـ زه په همدغه ښارګوټي کې کله چې واکمنو پاچایانو او امیرانو د شر او پسات د ورکولو په بهانو او د شریعت او عدالت د خوندي کولو په پلمو د پوهې او قلم خاوندان د یاغیانو او باغیانو په نامه په جیلونو کې ساتل او خلک له قحطي اولوږې سره لاس او ګریوان ؤ یتیم ؤ زیږیدم - زمونږ کورد خوارو بې وزلو بزګرانو د کورونو په منځ کې هلته چې واکمنو امیرانو د خپلو قچرو او جنګي اسونو د ساتلو لپاره غوجلې او تویلې جوړي کړې وې او د غوجلو او تویلو له لوري به کال دولس میاشتې زمونږ د کورونو په لور د تویلو خوسا بویونه لګیدل پروت ؤ او زمونږ د کور دروازې ته په څیرمه زما د مورد ترور د زوی (میرزا اسلم ماما) کور ولاړ ؤـ د
ماما اسلم د کور خړ، خړ دیوالونه او د مڼو او شوتالو ګانو شنې او زرغونې ونې زمونږ د کور له بامونو څخه له ورایه مالومیدې ـ د ماما لورګانې او زامن نه وو،په تیر آخر عمرکې پاک خدای هغه ته کوچنوټې شین سترګې لورچې ګل څانګه نومیده اود کوڅې ماشومانو هغه د (ګلۍ) په نامه یادوله ور بښلې وه- مور به مې هره ورځ د شهزادګانو او شتمنو خلکو کورونو ته ورتله او د شهزادګانو او شتمنو خلکو جامې به یې مینځلې او ماته به يې د شتمنو خلکو له کورونو څخه پاته شونکي خواړه او وچې ډوډۍ ګانې را ځغلولې او زما وږی نس به یې پرې مړاوه او ما به له ګلۍ سره د هغوی د کور د مڼو او توتانو په باغچو کې منډې را منډې وهلې ـ زمونږ د لوبو او منډو را منډو او خنداګانو کړسهار غږونه به آن تر لرې کورونو او لرې واټنونو پورې رسیدل- یوسات به مې له ګل څانګې سره شخړه پیدا شوه او د هغې غوږونه به مې پخپلو تیرو نوکارو تک سره واړول او بل سات به سره پخلا ؤ او شخړې به موهیرې وې- د ماشومانو نړۍ څومره له بغض او کینو پاکه،خوندوره خوږه نړۍ ده، خو افسوس د باد په څیر را شي او د باد په څیر لاړه شي- نه يې څوک په تګ پوهیږي، نه بې په را تګ - لوړ مازدیګراو قضا ماسښین کله چې به مې د مور د راتګ وخت را نژدې شو مونږ دواړو به نورې لوبې بس کړې او د هغې د راتګ سره به مو جوخت خپل په خاورو ککړ لاسونه او ککړ مخونه ؤ منځل او له خپلو سپارو سره به د سبقونو د لوستلو لپاره د جومات په لور ؤخوځیدو- د جومات د ملا ببره تکه سپینه ږیره او په رانجوغټې تورې سترګې او
سپینې جامې مې داسې یادیږي چې ته به وایې ملا صیب همدا اوس زما مخې ته ولاړ دی او ماشومانو ته نصیحت کوي اوهغوی وایي(د سیدجان پلار او دګلۍ مور په حق رسیدلي دي ، دخدای تعالی قار او غضب به را نازل شي ، پام کوئ ، له هغوي سره شخړې ؤ نه کړئ او خپړې ؤ نه لګوئ) د دې لپاره چې د خدای قار او غضب را نازل نه شي نو ماشومانو به له مونږ سره شخړې نه کولې او ما او ګلۍ به لا په ماشومانو زور زیاتی کاوه اوبیا کله چې نهو کلونو ته ورسیدم که څه هم ګلۍ د لږ عمر ماشومه جلکۍ وه خو میرزا اسلم ماما هغه په کاله کې سطره کښینوله او ما له خپلې مور سره په کار لاس پورې کړ ـ مور به مې کرۍ شپه د تناره د اور لمبو ته نژدې ناسته وه او د سابو پیرکي به یې پخول او ما به د ظالم آباد د ښار په تاو را تاو ګردجنو کوڅو کې د پیرکيو ټکرۍ په سر ګرځوله او نارې به مې وهلې (هلئ پیرکي واخلئ ـ غوړ پیرکي ـ ګرم پیرکي ـ تازه پیرکي ـ مزې لري، ګندنې لري ـ مسالې لري)او خلکو به را باندې غږ کاوه(هلکه! پیرکي خو به دې پروني او شو مانده نه وي) او ما به د پیرکیو ټکرۍ له سر څخه ښکته کوله او خلکو ته مې ویلې(قران شریف مې دې ؤ وهي چې همدا اوس له تناره څخه نوي را وتلي دي او تازه دي او که بیا هم زما په قسمونوستاسو باور نه کیږي نو راشئ،لاسونه پرې کیږدئ، تودوښه یې لا لرې شوې نه ده
چا به پیرکي را څخه آخیستل او چا به هسې خوشې سات را باندې تیراوه او چا به ټوکې ټکالې را باندې جوړولېـ د ظالم آباد د ښار سپاهیانو به را څخه په زوره پیرکي خوړل او پیسې به یې نه را کولې او ما به ژړل او سپاهیانو به په څپیړو وهلم او راته به یې ویل (چوپ شه د ټیزنې زویه !مه ژاړه، د دو پیسو پیرکي څه مانا لري چې مرداره شواړه خوله دې د خره د کوټي په څیر خلاصه نیولې ده اوهونګارې وهې او نه شرمیږې) ما به د خپل څیرې ویرې کمیسه په لمنې خپلې اوښکې پاکولې اوله ظالمو سپاهیانوڅخه به مې له یوې کوڅې څخه بلې کوڅې ته منډې وهلې- تیر ماښام کله چې به د ښار د ویجاړو وراستو دیوالونو د شڼیدلو اوږو د پاسه د ماښام د تیارو خړچکه پرده را پریوته ستړی او ستومان به خپلې درګاه ته را ستون شوم، موربه مې د ګردجنو کوڅو په تیارو کې راته سترګې په لار ولاړه وه او د هغې سترګې به په ما ولګیدې او راته به یې ویل (زوی جانه! پیرکي دې ټول خرڅ شوي دي ، که لا پاتې دي) او ما به د خپلې ځوریدلې مورکۍ د پوښتنې په ځواب کې ویل( د مازدیګر سودا مې ښه وه ، د خدای احسان ټول خرڅ شول ، پاته نه دي) هغې به بله پوښتنه هم راڅخه کوله او راته به یې ویل ( زوی جانه ! پیسې به خو در څخه ورکې شوې نه وي) ما به خپلې سودایی مور ته د پیرکو او بیسو حساب ورکاوه او مور به مې راته ویل(آفرین زوی جانه! ته مې ګټیالی او زړور زوی یې او پیسې نه ورکوې) د ماښام ډوډۍ به مې د ستورو په رڼا کې له خپلې مور سره دخپلو کوټو په بامونو کې ؤخوړه او بیا به د زړې تلتکې د پاسه پریوتم او شلیدلی زوړ څادر به مې په ځان را کاږه او ویده به شوم – کرۍ شپه به مي د پیرکو جنجالونه په خوب کې لیدل ـ کله به مې په خوب کې لیدل چې د ظالم آباد سپاهیان را څخه په زوره پیرکي خوري او پیسې نه راکوي او زه له سپاهیانو سره د پیرکو په پیسو شخړې کوم او سپاهیان مې دامیرالملک دربار ته ورولي اوامیرالملک مې د خپلې پاچاهۍ په قصرکې په سولۍ خیژوي، کله به مې په خوب کې لیدل چې پلارمې را ژوندی شوی وي او راته وايې(سید جانه زویه!د پیرکو په پیسو د امیر صاحب له وحشي سپاهیانو سره شخړې مه کوه، سپاهیان به دې د خپلو ټوپکو په ګولیو سوری، سوری کړي او ته به هم زما په شان مړ شې او کونډه مور به دې بوره پاته شي)کله به مې په خوب کې لیدل چې دظالم آباد دښار وږي تږي، لوڅ لپړ ماشومان را څخه د پیرکیو ټکرۍ تښتوي او زه د هغوی پسې مڼډې وهم او هغوی ته د مور او خور پوچې شکنځلې کوم(ستاسو مور او خور په ډګې را واړوم) او ماشومان هم راته د مور او خور ښکنځلې کوي ـ ما به په خوب کې له ماشومانو سره شخړه کوله او چغې به مې وهلې او مور به مې را باندې غږ کاوه او راته به یې ویل(سید جانه زویه! په اړخ را واوړه ، خپکۍ لاندې کړی یې، کلیمه ؤ وایه) زه به د خپلې مورله ناروسره جوخت را ویښ شوم او د(لااله الا الله محمد الرسول الله) کلیمه به مې د خپلې وچې ژبې د پاسه جاري شوه او بیا به مې له خپلې مور څخه د خپلو خوبونو د تعبیرونو په هکله پوښتنې کولې او مور به مې را ته ویل (ماشوم يې ، کرۍ ورځ دې د میرات مړو پیرکو په پیسو له سپاهیانو سره شوراو جنجال وي نو ځکه پریشان خوبونه وینې) هغه به یوه شیبه غلې شوه او بیا به له ځان سره د شونډو لاندې ؤغوریده او له ځان سره به یې ویل ( په ظالمو سپاهیانو دې اور ولګیږي چې حیا او شرم نه لري او د خوارو یتیمانو پیرکي خوري او پیسې نه ور کوي) د زمانې د تګ په بهیر کې هر څه بدل شو ـ د شونډو د پاسه مې تور تور بریت را بر سیره شو او د ماما اسلم په کروندو کي مې په کرهنیزو کارونو لاس پورې کړاو ګلۍ هم د پیغلتوب معراج ته ورسیده، په نرۍ ملا یې ول، ول زلفې راماتې شوې د بازانو د سترګوپه څیر شنې سترګې یې د زړونو د ښکار لپاره لا اغیز ناکې شولې ، او د پښتنو په دود او دستور سمباله حیاناکه پیغله ترې جوړه شوله او زه به هره ورځ له ماما څخه پټ په ډول، ډول بهانو د هغې د ښکلي مخ د لیدو لپاره د هغوی کاله ورتلم، دهغې اورینې لیونۍ مینې را څخه لیونی جوړ کړی ؤ او مور به مې راته شامدام ویل(پاکه مینه د خدای هم خوښیږي،پام کوئ چې مینه مو په حرامو کارونو وانه وړي) او ما به خپلې سودایي مور ته ډاډ ګیرنه ورکوله او ویل به مې ( بې غمه اوسه، له ګلۍ سره مې مینه د لیلې او مجنون او آدم خان او درخانۍ پاکه مینه ده او هیڅ کله به د ماما دروند نوم ته تاوان ؤ نه رسیږي) د زمانې د تګ په بهیر کې د عمر د پوخوالي له کبله په میرزا اسلم ماما رنګ رنګ ناروغتیا یې ولګیدې- د کوڅې خلکو د هغه د ناروغتیاوو په هکله رنګ، رنګ خبرې کولې ، چا به ویل: میرزا کاکا ماشي چیچلی دی، سړه لره تبه یې کیږي،د شمکیو، ځوځانو، ترخو او ولو د ریښو جوشاندې دې وڅکي او چا به ویل : په میرزا اسلم د د ډیرانه پیریان ناست دي ، ملایان دې وهغه ته د پیریانو
تاویزونه ؤ لیکي او چا به ویل (په مرزاکاکا د ژیړې تبې مرض لګیدلی دی ، د هغه په غاړې کې دې د سپینو پیازو غوټې ؤ ځړولې شي او چا به ویل : په مرزا اسلم د هغه رقیبانو او بدخواوو خلکو کوډې کړي ، د چرسو د چلم په مردارو اوبو کې دې ؤلمبیږي او چا به یو څه او چا به بل څه ویل او د کم عمر بې تجربه نادانې جلکۍ څخه لوری ورک ؤ- هغه نه پوهیدله چې څه ؤکړي او له چا څخه مرسته ؤغواړي او د چا ؤ مني، د ګلۍ په فرمایش او خوښه دغه واړه چاري مي سر ته ورسولې- کوډ ګرو ملایانو ته ورغلم او هغه ته مې د پیریانو او کوډو ضد تاویزونه راوړل خو د هغه روغتیایي حال هسې چې وران ؤ لا پسې وران شو – میرزا اسلم ماما به بشپړه شپه په چیغو او کوکارو کې سبا کوله او د ګاونډیانو راحت اوخوب ته به یې تاوان رساوه داچې ماما دکوڅې معززاومخورسړی ؤ نوکاونډیانوبه دهغه د مزاحمتونو په وړاندې څه نه ویل او غلي به وو- د پسرلي شپې او ورځې پای ته ورسیدې، تاوده بادونه ؤلګیدل، کرۍ ورځ مي د ماما په کروندو کی په ګرمې هوا کې تیره کړې وه، د لمر وړانګو ژوبل کړی وم، د خپلو ویجاړو کوټو په بامونوکې د شلیدلې کټ د پاسه ستونی ستاغ پروت وم،سترګې مې شخې اسمان ته نیولې وې ، خوب را څخه تښتیدلی ؤ او د لکۍ لرونکو ستورو تماښې مې کولې او د ماما اسلم د ناروغتیا په هکله مې چرتونه وهل ـ مور می کټ ته راته نژدې ناسته وه او د طاعون د مرض د کلونو په هکله یې را ته کیسې کولې او راته یې ویل(خدای مې دې غاړې نه بندوي زه په هغو کلونو کې د شپږو او یا وو کلونو ماشومه جلکۍ وم ـ د طاعون د مخ نیوي لپاره ملایانو خلکو ته دعاګانې او تاوبزونه لیکل خو د ملایانو د هڅوسره سره د طاعون مرض د یوه خونړي سیلاو په څیر مخ په وړاندې روان ؤ او نه دریده- خلکو د طاعون د خپریدو پړه په ملایانو اچوله او ویل یې: چې ګنې د پاکو نفسونو او پخو عقیدو پاخه ملایان چې خلکو ته به یې پاخه تاویزونه او پخې دعا ګانې لیکلې د جګړو په مصیبتونو کې په حق رسیدلې دي او د سرکاري مدرسو ځوان ملایان تش په نامه ملایان دي، د هغوی تاویزونه او دعا ګانې دطاعون د مرض مخه نیولای نشي) خو ځوانو ملایانو د طاعون د مصیبتونو پړه په عامو خلکو اچوله او ویل ېې: چې ګنې عام خلک د خدای (ج) په قار ګګړ خلک دي، د امر بالمعروف او نهیې عن المنکر قوانین یې هیر کړي دي،هلکان د جنکو رنګینې جامې اغوندي او جنوکۍ د هلکانو په جامو کې ګرځي او د سر پریټونه کوې، او شهزادګان او امیران د کمسیالو ټیټو خلکو له انجونو سره ودونه کوي، او د معززو سیالوخلکو انجونې کمسیالو خلکوته ناستې دي، د سیالواو کمسیالو خلکو ټوپیر نه کیږي، عربۍ ژبه چې د جنت اوپیغامبرانو ژبه ده له خلکو هیره ده او د خدای په قار ککړ زلمیان نن سبا د کافرو او بې دینو هیوادونو ژبې کاروي، له بهر څخه راستانه شوي طبیبان خلکو ته په شرابو ککړ داروګان ورکوي، نو ځکه د دغو سترو ګناهونو له لاسه د طاعون د مرض په څیر د خدای (ج) قار او غضب په خلکورا نازل شوی دی، خلک دې توبې ؤباسي، له بهر څخه را ستانه شوي طبیبان دې په سولۍ ؤ خیژول شي ، نو بیا به د طاعون د مرض مخه نیوله کیږي) مور مې راته غږيدله او غږيدله او زما د سترګو په باڼو د خوب دروند بار پریوت او د طاعون د مرض په چرت او خیال کې ویده شوم،لا مې یوه سترګه خوب کړی نه ؤ زمونږ د کور د دروازګۍ زنځیرونه ؤشرنګیدل او مور مې راباندې غږ ؤ کړ:(سیدجانه، څوک دروازه ټکوي) خوب را باندي غلبه کړې وه، څادر مې له غوږو را تاو کړاوخپلې مورته مې ؤ ویل(مورجانې سر ولګوه او ویده شه، د ګاونډيانو د کورونو دروازې ټکیږي) مور مې یوه شیبه چوپه شوله او له دروازې څخه بیا غږونه اوچت شو او مور مې د بام تر څنډو پورې لاړه او بیا را ستنه شوه او راته یې ؤ ویل( ولې د دروازې غږ ناورې، پاڅیږه او ؤ ګوره دا څوک دي چې دروازه ټکوي) د مور د نارو سره جوخت خوب مې پریښود،څپلۍ مې چې د کټ لاندې پرتې وې په پښو کړې، څادر مي له ځان سره را واخیست او د ویجاړو کندو کپرو زینو له لارو حویلۍ ته ور کوز شوم، مور مې ډیوه ولګوله او له بلي ډیوې سره په منډو،منډو راپسې راغله او زما تر څنګه د کور دروازې ته مخامخ ودریده او غږ یې ؤ کړ(څوک یې چې دروازې ټکوې او غږ نه کوې)د کوڅې له لوری ښځینه غږ پورته شو چې ویل یې(عمه جانې، مه وارخطا کیږه، ګل څانګه یم)د سترګو په رپ کې مې د دروازې تنبې واړولې او دروازه مې خلاصه کړه، د تازه غوړیدلي ګلاب د سمسوربوټي په څیر ښکلې ګلڅانګه د دروازې شاته ولاړه وه، شنې سترګې یې له اوښکو ډکې وي، نرۍ، نرۍ سلګۍ یې وهلې، د شین پاچ پوړنی یې په سر پروت ؤ او په سلګو کې یې زما مور ته ؤ ویل(د دادا مې روغتیایي حال سم نه بریښي،په هغه باندې د زلکدن علامې څرګندې شوې دي
راشئ را سره مرسته ؤکړئ) . مور مې ؤ ویل( داڅه آورم) ګل څانګې ؤویل(ریښتیا درته وایم ، د سینې هډوکي یې الوزي، د سترګو توریې تښتیدلي دي،له ځان بې خبر ګنګس پروت دی او خبرې نه کوي) د ماما د کور په لور مې تیزه مڼډه واخیستله، مور مې هم د کور په دروازې قلپونه ولګول او له ګلۍ سره جوړه په منډو، منډو را پسې راغله، ماما خپل کټ د خپلو فیشني کوټو موخې ته نژدې په خلاصې هوا کې ایښی ؤ او د یوې سپینې تلتکې د پاسه له ځان اوجهان بې خبرستونی ستاغ بې حاله پروت ؤ، سترګې یې پټې وې او کوچنوټې ډیوه یې سرته نژدې بلیدله- د لاسونو ارغوي مي د هغه په وچویلي ولګول او په لوړآوازکې مې هغه ته ویل(ماماجانه!سترګې ؤغوړوه او خبرې وکړه) هغه خبرې نه کولې،د لنډو شیبو له تیریدو څخه وروسته هغه خپلې کوچنوټې سترګې نیمکشې خلاصې کړلې او بیا یې له زګیروي سره راته ؤ ویل(څوک یې چې ماما،ماما نارې وهې آواز دې راته آشنا بریښي خو پيژاندلای دې نشم) ګلۍ خپله خوله دخپل پلارغوږونو ته ور نژدې کړه او بیا یې هغه ته ؤ ویل(سیدجان دی، پوښتنې ته دې راغلی دی، سترګې ؤ غوړوه، ورسره خبرې ؤ کړه)ماما یو زلي بیا خپلې کوچنوټې سترګې نیمکشې خلاصې کړې بیا یې له زګیروي سره راته ویل (زوی جانه!یوازې یې که سید بی بی خور هم د رسره ملګرې ده) مور مې چې زما تر څنګه د ماما سرته نژدې ناسته وه د هغه د پوښتنې په ځواب کې ؤ وویل(اسلم جانه وروره! زه هم ستا په خذمت کې تاته نژدې ناسته یم) میرزا اسلم ماما یوه شیبه دمه جوړه کړله او چوپ پاته شو او بیا يې په لړزیدلي غږ کې راته ؤ ویل(زوی جانه!سید بی بی خور ته ؤ وایه: راته نژدې کښیني اوخبرې مي واوري) مورمې ورغبرګه کړله(ورورجانه!درته نژدې ناسته یم او خبرې دې اورم) د ماما سترګې له اوښکو ډکې شولې او په ژړا کې یې زما مور ته ؤ ویل( زه او ته سره ترورزیان او د یوې نیا لمسیان یو، زما خوښی ستا خوښی ده اوستاسو خوښي زما خوښي ده. زه په دغه نالتي ښار کې چې خلک یې ظالم آباد بولي او بنیادمان یې سړي خواړه دي له تاسو پرته نور څوک نه لرم چې د زړه غوټه ورته خلاصه کړم او د زړه حال ورته ؤ وایم- زه د څو ساتونو او یا څوشپو لپاره ستاسو میلمه یم او د خپل ابدي کور په لور روان یم، مرګ حق دی، له مرګ څخه نه ډاريږم، د ګلۍ بې کسي او تنهايي مې ژړوي، که زما ګناهکارې سترګې له دغې کرغیړنې دنیا ګۍ څخه پټې شي څوک به دغه د لږ عمر جلکۍ د ظالم آباد د وحشیانو له منګولو وژغوري) مور مې هغه ته ډاډ ګیرنه ور کړه او هغه ته یې ؤ ويل( اسلم جانه! د هرچا ساتندوي پاک خدای دی،ځان مه ځوروه اوغم مه کوه ، خدای مهربان پاچا دی)ماما په چرت او فکر کئ کښیوت او له ځان سره یې ؤ ویل(بې له شکه پاک خدای مهربان پاچا دی خو بې له واسطې دجهان هیڅ کار نه ترسره کیږي) هغه بیا هم اوږدې شیبې په چرت او فکر کې کښیوت او بیا یې په لړزیدلي غږ کي زما مورته ؤ ویل(خیردې وي، ما له ګلۍ سره مشوره کړې ده، د هغې خوښه ده او شایې د سید جان او ستا هم خوښه وي،که دغه بی وروره او بې موره او بیکسه مظلومه جلکۍ د سید جان لپاره د خپلې انږور په توګه ؤمنې او زما د مړینې څخه وروسته د هغې لپاره د سر سیوری شې ، پاک خدای به ستا دغه نیکې د محسناتو په تلې کې ؤتلي او زما د خیر دعا به تر حشر ورځې پورې ستا په حق کې وي) مور مې په ژورو فکرونو کې کښیوته او بیا یې ؤ ویل(څرنګه چې د جلکۍ او د هلک د دواړو خوښه ده ، د خیر په کار کې زه څه نه وایم او زما هم رضا ده) ماما خپل ډنګر لاسونه د خپل بالښت لاندې ننویستل او یو رنګين ښکلي دستمال یې چې خوږې ګوړې او خوږې شکرپارې او پتاسې په کې برتې وې را بر سیره کړ او بیا يې ؤ ویل(چې ستاسو خوښه ده نو دادی د خپلونیکونو په دود او دستور برابر زه ستاسو لپاره د ګلۍ او سیدجان د کوژدې دستمال درکوم او د کوژدې مبا رکي درته وایم ،که ژوند باقی ؤ سبابه د کوڅې د جومات ملاته بلنه ورکړم اوشرعي نکاح به ؤتړم)مور مې لاس ؤ غځاوه او رومال یې ترلاسه کړ او سترګې یې زما په لور را واړولې او په موسکا کې یې را ته ؤ ویل(زوی جانه! کوژده دې مبارک) او ما هغې ته ؤ ویل( په تا دې هم مبارکه وي)ګلي زمونږ شاه ته چوپه خوله ناسته وه او زمونږ خبرې او مرکې یې اوریدې، او د سرې مڼې په څیر تکه سره اوښتې وه، ځمکې ته یې کتل،شرمیدله او سترګې یې نه را پورته کولې ، ځان یې د اورلګیدو له کړکو او تیلیو سره مشغول کړی ؤ او د اورلګیدو د تیلیو سوې څوکې یې پر ځمکې موښلې،هغه اوږدې شیبې هلته ناسته وه او بیا منډه یې واخیستله او په کوټې ننوته، مور مې د ماما سر ته نژدې ناسته وه او د ماما په پښو او لاسونو یې د سړو اوبو څاڅکي شندل او د هغه رنځور پالنه یې کوله – د اوږدو شیبو له تیریدو څخه وروسته په ماما سره تبه راغله، د لاسونو ارغوي یې سره شول ، د سترګو په باڼو یې خړ ګردونه را پریوتل او د مخ پټوکی یې د تورې تبۍ په څیر تک تور واوښت او مور مې راته ؤ ويل ( سیددجانه! د اسلم جان مور مړی تبه سات په سات زیادیږي،که د کوم طبیب پسې سر ؤګرځوې او درملنه یې وکړې خدای به یې اجرونه در کړي او ٍثواب به ؤګټې) او ما هغې ته ؤ ویل(مور جانې! دظالمو ټوپکیانو، داړه مارانو، زورواکو د تشدد او ظلمونو له لاسه په دغه ویجاړ ښار کې نه طبیبان پاته دي چې خلکو ته دې داروګان ورکړي او نه د پخو عقیدو ملایان پاته دي چې پاخه تاویزونه او پخې دعا ګانې دې ؤ لیکي) مور مې را باندې په غصه شوه او په قار او غضب کې یې راته یې ؤ ویل( ته شامدام زما د خبرو په وړاندې بهانې جوړوې، بهانې مه جوړوه،که دې څوک پیدا نه کړل بیرته به راشې) د مور خبره مې ؤمنله،د څپلیو بندونه مې ؤ تړل،څادر مې له ځان سره را واخیست اود نامالوم طبیب د کور په لور ؤخوځیدم،ګلۍ له کوټې را ؤ وتله او مخې ته راغله، شونډې یې په دنداسو سرې کړې وې، د څورلسمې سپوږمۍ په پلوشو کې د کوه قاف د ښاپیریانو به څیر ځلیده او راته یې ویل(سیدجانه!خیریت خو به وي ، په کوم لوري روان یې) هغې ته مې ؤویل(د ماما لپاره طبیب را ولم) اوهغې راته ؤ ویل(د ورځې له پلوه به لاړ شې) هغې ته مې ؤ ویل(د ورځې له پلوه خو ګرم بادونه لګیږي او د دلمر شغلې د بنیادم له هډوکو تیریږي)هغې راته ؤ ویل(چې داسې ده نو په دې خبرې کې زه څه نه وایم) ما څه ؤ نه ویل او هغه د کور د دروازې د تړلو په پلمو د کوڅې په لور را سره راغله اود زردالوګانو او مڼو د نیالګیو د ګڼه ګوڼو په منځ کې ودریده ـ د هغې په لور مې قدمونه پورته کړل او خپلې مټې مې د هِغې له نرۍ ملا را تاوې کړې، د صحرانیو غرڅنو په څیر زما په غيږ کې لړزیدله، له سپینې خولې او سپینو غاښو څخه یې خوندوره وږمه پورته کیدله او راته یې ویلې(سیدجانه!مه کوه شرم دی، څوک به راښي)هغې ته مې ؤ ویل(زما اوستا د کوژدي خبرې خلاٌصې دي او د شرم لپاره نور څه پاته نه دي) د وروستي زل لپاره مې هغه ېه غیږ کې ټینګه کړه اوبیا مې پريښودله او ارمانجن زړه د هغوی له کور څخه را ؤ وتلم او د نامالوم طبیب د کور د مندلو لپاره مې هڅې پیل کړې- دظالم آباد ښار د یوه مست شرابي سړي په څیر په نشو او سکر کې چوپه خوله پروت ؤ، د ښار په ګردجنو کوڅو کې د چا غږ نه لګیده ، کله نا کله به د خوارو، بې وزلو خلکو له ویجاړو کورونو څخه د رنځورو وږو تږو ماشومانو د ژړا ګانو او چیغو غږونه پورته شول او بیا به غلي شول، ماشومانو به له خپلو نیستمنو میندو څخه ډوډۍ او خوراکي توکي غوښتلې او د بې وزلو مورګانو په واک کې به څه نه ؤ چې خپل ماشومان پرې ماړه کړي او خپل ماشومان به یې په وهلو ، ټکولو غلي کول او خپلو ماشومانو ته به یې ویل(بسۍ شیشکې را شه او دغه هلک چې ډوډۍ غواړي ؤخوره) څورلسمې سپوږمۍ خپله خړچکه رڼا د ظالم آباد د ښار د ویجاړو وراستو کورونو د شڼییدلو دیوالونو د اوږو د پاسه شندله او صحرايې رنځورو کوڅه ګردو سپو او رنځورو پیشوګانو به د خوراکي شیانو د لاسته راوړلو لپاره دا خوا او هغه خوا منډې را منډې وهلې، څپلیو مې راته پښې تڼاکې کړې وې او څپلۍ مې په لاسونو کې ګرځولې او د کوڅې پستې، پستې خاورې مې د ژوبلو پښو په تلو سړې، سړې را لګیدلې او خوند يې را کاوه، د نامالوم طبیب د کور د مندلو لپاره مې اوږدې لارې ستړې کړلې، له یوې تنګې کوڅې څخه ارتې او سورورې
کوڅې ته ورسیدم، سترګې مې د یوه ښکلي فیشني کور په شنو دروازو ولګیدې، دکور د دروازو د پاسه لیکل شوي ؤ( د ډاکتر رنځورمل کور) د ډاکتر د کور په لور مې تیز تیز ګامونه اوچت کړل او دهغه د کور دروازه مې ؤ ټکوله،له کور څخه د چا غږ پورته نه شو- یو زلي بیا مې د ښاغلي ډاکټر د کور زنځیرونه ؤ شرنګول ، بیا هم چا راته د هغه د کور دروازه خلاصه نه کړه ، د وروستي زل لپاره مې د کور زنځيرونه په زوره په زوره ؤ شرنګول ـ د ډاکتر د کور په ګاونډ کې د پاخه عمر وسلوال کس له خپلې وسلې سره د خپل کور له بامونو څخه سر را اوچت کړ او راته یې ؤ ویل(څوک یې شپه دې په سر آخیستې ده او تش کورونه ډبوې اوخلک خوب ته نه پریږدې)هغه ته مې ؤ ویل(ماماجانه!د درویشانو د کوڅې نا بلد سړی یم، ډاکتر مې په کار دی) هغه په قار او غضب کې راته ؤ ویل(ډاکټر دې ستا سر ؤخوري،لاسونه دې اوچت نیسه او تماچې دې غورځوه) هغه ته مې ؤویل (ماماجانه! دا تماچې نه دي، د ا زما میرات مړې څپلۍ دي، پښې یې راته ږوبلې کړي دي، په لاسونو کې یې ګرځوم) هغه راته ؤ ویل(ځان را باندې مه وژنه او لاسونه دې اوچت نیسه او تماچې دې ؤغورځوه) لاسونه مې اوچت ؤ نیول او میرات مړې څپلۍ مې له لاسونو ؤ غورځولې د پاخه عمر وسلوال کس له خپلې وسلې سره کوڅې ته را کوز شو او راته یې ؤ ویل(تماچې دې چیرته غورځولې دي) هغه ته مې ؤ ویل(هاغه دی، هلته په کندې کې پرتې دي، تماچې نه دي څپلۍ دي) د پاخه عمر وسلوال کس کندې ته ورکوز شو او څپلۍ یې له نظر تیرې کړې او بیا یی زما مخې ته را ؤ غورځولی او راته یی ؤ ویل(ما پخپلو ګناهګارو سترګو ستا په لاسونو کې تماچې ؤ لیدې خو ته دومره بې حیا غل یې چې زما په سترکو کې را ننوزې او راته وایې:هغه څپلۍ وې، ګواکې زه په سپینه ږیره دروغ وایم او ته ریښتیا وایې) او ما هغه ته ؤ ویل(ماما جانه! زه د دیواله سوري ته ولاړ وم او د دیواله د سیوري په تیارو کې ستا په سترګو کې څپلۍ تماچې ښکاره شوې) هغه زما خبرې نه منلې، په څپیړو یې وهلم او تماچې یې را څخه غوښتې او له ما سره هیڅ هم نه وو- د پیربابا نوم مې ورته واخیست او قران شریف مې ورته له جیبه را برسیره کړ خو د هغه زما په قسمونو باور ته کیده او په پای کې هغه زما د سر پکړۍ را خلاسه کړه او زه یې د یوې وچې ونې په ډډ کې ؤتړلم او پخپل کور ننوت د ښآیسته ډير وخت له تیریدو څخه وروسته په داسې حال کې چې د یوې ډنګرې قچرې