لیونی بابا(ورپسی برخه(
د لومړئ برخی د لوستلو لپاره دلته ټک ورکړئ pashtoonkhwa&id=1068
قیضه او جلوه یې په لاس کې وه له خپل کور را ؤ وت او زه یې د ډ نګرې قچرې په کتې کښینولم او خپله ماشینداره یې په اوږو واړوله او پلی را پسې ؤ خوځید- شپه پخه شوې وه ، د ښار په کوڅو کې د چا غږ نه لګیده، له لرې لرې ګلیو څخه خال خال د ټوپکو ډزي غوږ ته رسیدې، ببرسري وسلوال کس د قربانۍ د پسونو په څیر د حلالولو لپاره د نامالومو سیمو په لور بولم او د نا مالوم برخه لیک سره مخ وم، د ډیرو ساتونو له تیریدو څخه وروسته قچره د یوې هسکې غونډۍ د پاسه ؤختله او د یوې برجورې تاڼې مخې ته نژدې ودریده او ورسره جوخت د برجورې تاڼې له مورچو څخه غږ وچټ شو(څوک یې چې د تاڼې په لور را روان یې او غږ نه کوې) د قچرې خاوند (وسلوال سړي) غږ اوچت کړ(زه یم، غل مې نیولی دي، دروازه خلاسه کړئ) د تاڼې یوبل پیره دار چې کوچنۍ ډیوه یې مخې ته نژدې بلیده اوپه یوې کوچنۍ مورچې کې ناست ؤ په لوړ آواز کې ؤویل(د اربابانو د کوڅې د بازار چوکي دار کندل ماما دی، دروازه ورته خلاسه کړئ) دتاڼې د وسپنیزې دروازې څځه د(قراو قور) غږونه اوچت شو او دروازه خلاسه شوه او قچره د تاڼې په سورورې دروازې ور ننوته او د سپاهیانو بارکونو ته نژدې ودریده. ګڼ شمیر سپاهیان له بلو ډیوو سره زما د تماشې لپاره هلته را غونډ شوي ؤ او یو بل ته یې ویل( له خړو سترکو څخه یې مالومیږي چې ګنې کندل ماما خطرناک غل نیولی دی) هغوی د بوسو د ترنګڼې په څیر د قچرې له شاه څخه ځمکې ته را ؤ غورځولم،سر مې د یوې پخې خښتې په تیرو ولګید او سرې وینې ترې جاري شوې. د سپاهیانو په اخ او ډب او شور ماشور کې د تاڼې مشر چې توره انګریزي کرتۍ یې په تن کې وه را نژدې شو او په غوږ کې یې راته ؤ ویل(ځان را باندې مه وژنه او راته ؤ وایه ، تماچې دې چیرته غورځولې دي) هغه ته مې ؤویل(حوالدارجانه! هغه تماچې نه وې، هغه زما میراتې څپلۍ وې، پښې یې راته ژوبلې کړې وې او د کندل خان ماما په سترګو کې څپلۍ تماچې شکاره شوې) یو بل بوچ پزي سپاهي کلکه څپیړه په مخ راکړه او راته یې ؤ ویل(ولې د مقام د خاوند منصبدار او د ساده سپاهي حوالدار توپیر نه کوې، حوالدار د منصبدار او منصبدار د حوالدار په نامه سپک یادوې) مخ مې د تاڼې د مشر په لور واړاوه او په زاریو کې هغه ته مې ؤ ويل(منصبدار جانه! راته عفوې تقصیرات ؤکړه، پوه نه شوم، تاته مې د حوالدار خطاب ؤکړ او اجازه راکړه چې خپل رنځور ماما ته ډاکتر ورولم)هغه زما خبرې نه آوریدلې، په څپیړو یې وهلم او تماچې یې را څخه غوښتې او له ما سره هیڅ هم نه وو. په پای کې هغه له موزو سره را باندې ؤخوت او زه یې د تاڼې د تور زندان په تور سلول کې کوټه قلفي کښینولم او د سلول دروازه يې را پسې ؤتړله. د سلول د شڼیدلو دیوالونو له سورکو او چاودو درزونو څخه د خطرناکو لړمانو، چرمښکیو، غوباړو د (وز، وز) رنګ رنګ غږونه پورته کیدل ، شاه مې د سلول د سپیره دیوال په سپیرو خاورو ولګوله او د بویناک سلول په ترږمو کې چوپه خوله کښیناستم- شیبې د باد په څیر په بیړه راغلې او په بیړه لاړې، دپیشلمي چرګانو آزانونه پیل کړل، شپه پای ته ورسیده، د سلول د وسپنیزو کړکۍ ګانو او وسپنیزو پنجرو له لارې د سباوون خړه رڼا سلول ته را ننوته . د سلول دغولي د خاورو په ګردونو کې ستر ګې مې د یوه وحشي ځناور په وحشتناکې څیرې ولګیدې، د کیشپ په څیر ساه یې کاږله، له خولې او سپومو یې د حیوان په څیر د (فش، فش) غږونه پورته کیدل، ډار په سر واخیستم او د سلول د دروازې په لور مې تیزه منډه واخیسته، له بده مرغه په دروازې باندې قلپونه لګیدلي ؤ او د تیښتې لار تړل شوې وه، مخ مې د سلول په لور را واړاوه ، خوځیدونکی حیوان د تورې بلا په څیر زما مخې ته نژدې نیغ ودریده او په خاورو ککړ لاسونه یې زما په اوږو ولګول او راته یې ؤ ویل( مه ډاریږه ، زه هم ستا په څیر بنیادم یم، خو د ظالم آباد د وحشت استازو دغه حالت ته رسولی یم) د هغه څیرې ته ځیر شوم، په ریښتیا هم هغه بنیادم ؤ، د لاسونو او پښو نوکان يې د پړانګانو او لیوانو په څیر اوږده شوي وو ، د ببرې خیرنې ږیرې او د شونډو ویښتانو یې ورته خوله پټه کړې وه او په شلیدلو جامو يې د خیرو وار نه کیده. هغه را ته ځیر،ځیر ؤکتل او بیا یې را څخه پوښتنه وکړه(غل يې که د سیاسي جرمونو تور در باندې لګیدلای دی) هغه ته مې ؤ ویل(غل نه یم او په سیاسي خبرو مې سر نه خلاصیږي، د ګاونډي له لور سره نوی کوژدن شوی وم ، دجلکۍ پلار نا روغ دی، د طبیب پسې ګرځیدم، په بلا واوښتم) هغه ته مې د تیرې شپې ټوله کیسه تیره کړله او هغه راته ډاډګیرنه را کړه او راته یې ؤ ویل ( غم مه کوه، د ظلم کاسه نسکوره ده او د ولس لپاره هغه ورځ لرې نه ده چې یو لاسي شي او د ظالم آباد نوم په واقعي توګه په عادل آباد بدل کړي او د وسلو او حرامو پیسو په زور جوړې شوې د ظلم او ستم پاچاهي ګانې ړنګې شي )هغه ته مې ؤ ویل( په تا کوم تور لګیدلی دی) هغه را ته ؤ ويل(خبرې اوږدې دي، لنډه به يې درته وایم، زه د امیرالملک سالا ر اعظم د رنځورې مور معالج طبیب یم ، په ما تور لګیدلی دی چې ګنې ما د امیر صاحب پر ضد لیکنې کړي او د وسلو او حرامو پیسو په زورجوړې شوې پاچاهی ګانې مې غندلې دي) هغه ډیرې خبرې ؤکړې خو زما سر د هغه په خبرو نه خلاصیده) لا زما او د ډاکتر خبرې خلاصې نه وې د سلول د وسپنیزو دروازو زنځیرونه ؤ شرنګیدل او ورسره جوخت د زندان څو تنه سپاهیان سلول ته را ننوتل او زه او ډاکټر یې یو داسې زندان ته ور حواله کړو چې ما یې په ځینو کتابونو کې دکوه قاف د زندان په نامه کیسې لوستلې وې – دغه زندان د ظالم آباد ښار په څیرمه د خلکو له کورونو څخه لرې په هسکې سیمې کې پروت ؤ، د ورځې له پلوه به د زندان ساتونکو سپاهیانو به له نورو بندیانو سره د سالار اعظم د قصرونو د اعمار لپاره بیکار کارونو ته بولم او د شپې له پلوه به مې په زندان کې له ډاکتر سره شپې تیرولې او ډاکټر به د زندان د کړاونو په وړاندې زغم او صبر او سختي ګاللو لپاره هڅولم او راته به یې د هغو نومیالیو او اتلانو د مبارزو او کارنامو په هکله کیسې کولې کوم چې د عدالت او ولس واکۍ د خوندي کیدو په لار کې د ظالمو پاچایانو له خوا شهیدان شوي وو او د زندان کړاونه یې ګاللي وو- په دغه زندان کې د ډاکتر تر څنګه په ما کالونه تیر شو. له هغه څخه مې ډیر کتابونه ولوستل او د لوړې پوهي او لوړ سواد خاوند شوم – ډیره هڅه مې ؤکړه چې د ګل څانګې او د هغې د سپين ږیري رنځور پلار اوخپلې مور له حال او احوال ځان خبر کړم خو له بده مرغه هغوی خپل د هستوګنې ځای بدل کړی ؤ، پته يې راته نه لګیده او زما لیکونه هغوی ته نه رسیدل
د دوبي شپې او ورځې پای ته ورسیدې ، هوا د سړو په لور ؤخوځیده، ساړه بادونه ولګيدل، دهرې بلې ورځې په څیر ډاکټر د ننه په کوټې کې خپل کتابونه غوړولي وو اومطالعه یې کوله او زه د نورو ورځو په څیر له کوټې څخه بهر د کوچنۍ برنډې لاندې ناست وم او د واورو د اورښټ تماشه مې کوله او د خپل وران شامیت په هکله مې چرتونه وهل - په لرې واټن کې سترګې مې په هغه هزاره ګي سپاهي ولګیدې کوم چې له ما سره یې اڼډیوالي وه او له ډآکټر څخه یې د خواجه حافظ او سعدي کتابونه لوستل او علی حسین نومیده، خوله یې له خندا ډکه وه او زما په لور یې مڼډې را وهلې، هغه په منډو منډوماته نژدې ځان را ورساوه او راته یې ؤ ویل( سیدجان لالا!یو په زړه پورې زیری درته لرم، د خلاصون کاغذونه دې را رسیدلې دي)- هغه ته مې ؤ ویل(توکې او مسخرې را سره مه کوه، د ټوکو حوصله نه لرم) هغه راته ؤ ویل( زه له مشرانو سره ټوکې نه کوم ، ریښتیا درته وایم) ډاکټر د علی حسین سپاهي خبرې واوریدې، شړۍ یې له ځان را تاوه کړې وه ا و له کوټې را ؤ وت او راته یې ؤ ویل(علی حسین د دروغو هلک نه دی او له مشرانو سره ټوکې نه کوي، ماته هم ستا د خلاصون خبره را رسیدلې وه ، خو یقین مې نه کیده او باور مې نه کاوه، اوس خبره یقیني شوه- خوښ یم چې خپل کور ته ورځې او د ګاونډی له لور سره واده کوې او خپه یم چې له تا بیلیږم) لا زما او د هغه مرکې خلاصې نه وې د زندان جګپوړی منصبدار زمونږ د حجرې مخې ته نژدې ودرید او راته یې ؤ ویل (هلکه سیدجانه!خپل او خپلوان دې شته چې راشي او ضامن دې شي، چې بیا له ځان سره تماچې ؤ نه ګرځوې او خلاص شې) هغه ته مې ؤویل(پلار مې په حق رسیدلی دی، اکا او ورور نه لرم یوازې د پاخه عمر سپین سرې مور لرم ، سید بی بی نومیږی- که دهغې ضمانت منل کیږي سپاهي را سره ملګری کړه چې لاړ شم او هغه راولم چې ضامنه مې شي) د زندان مشر( سرقوماندان) کټ کټ په خندا شو او په خندا کې یې راته ؤ ويل( نه شرمبږې او د نامحرمو خلکو په حضور کې د سیاسرو نومونه یادوې او ځان ته پښتون او میړه هم وایې، د ښځو ضمانت چا منلی چې زه یې ؤمنم)ډاکتر ؤ ویل(ښځې او نارینه دواړه د خدای یو شان بنده ګان دي او فرق یې نه کیږې، خیر دې وې که د ښځو ضمانت نه منل کیږي زه به یې ضامن شم)د زندان د مشر مجاز واوښت،سترګې یې برګې برګې شوې او په قار او غضب کې یې ډاکتر ته ؤ ویل(ستا د ناوړو او بدو اعمالو او جنایتونو ضامن به څوک شي چې ته لګیا یې او د سړي وژونکو قاتلانو ضمانتونه کوې) ډآکتر غوښتل څه ؤ وایې خو علی حسین سپاهي هغه ته سترګه ؤ وهله او هغه یې پوه کړ چې له جاهل سړي سره خبرې لنډې کړې او ډا کتر چوپ باته شو او د زندان مشر راته د زندان دروازه خلاصه کړه او راته یې ؤویل(سیخ او مستقیم به خپل کور ته ځې او د عادل آباد د عادل او مسلمان او مجاهد پاچا د عمر د اوږدوالي او د سلطنت د بقا لپاره به دعاکانې کوې او له ځان سره به تماچې نه ګرځوې) غوښتل مې د خپل کوټې له ملګري ډاکتر او له علي حسین سره مخه ښه ؤکړم خو د زندان وحشي سپاهیانو خبرو ته پری نه ښودم او د زندان له دروازې څخه يې د یوې مړې پيشوګۍ په څیر لوڅ لپړ بهر ؤ غورځولم- د اوږدو کلونو په بهیر کې د زندان نمجنو حجرو د پښو غړي راته سست کړي وو، تګ راته ګران کار ؤ او په شلیدلو خیرنو جامو کې خلکو د لیوني ګومان را باندې کاوه، د زندان د شاه او خوا دکورونو ماشومانو د واورو په غوڼډسو ویشتلم او لوبې یې را باندې جوړې کړې وې، دا خوا او هغه خوا مې کتل ګوندې څوک را پیدا شي ، لاس مې ؤنیسي، مرسته را سره ؤکړي او هوارې سیمې ته مې ورسوي – له نیکه مرغه چا لکړه لاس کې را کړه د لکړې په زور هوارې ځمکې ته ورکوز شوم، په هډوکو کې مې ساړه را ننوتې ؤ اوسړو لړزولم ،جامې مې شلیدلې وې او دشلیدلي پرتاګه له سورکو څخه مي (شرم ځای) ښکاره کیده، د شاه له لوري چا زړه شړۍ راباندې ؤغورځوله او( شرم ځای) مې پټ شو- شاه ته مې ؤکتل د خیراتي شړۍ خاوند مي ؤنه لیدـ په زړه کې مې ورته دعا ؤکړه - په نژدې واټن کې سترګې مې د یوه سپین جومات په سپینو منارو ولګیدې او د جومات په لور مې ورو ورو قدمونه اوچت کړل او د جومات دروازې ته مخامخ ودریدم – خلکو د ماښام لمونځونه کړي وو او له جومات څخه د را وتلو په حال کې وو- د جومات ملا چې د لاندي د پسه په څیر غوښن چاق سړی ؤ لاسونه مینځل او د ماښام د ډوډۍ د خوړلو لپاره یې تیاري نیوله ـ د هغه سترګې په ما ولګیدې او راته یې ؤ ویل(ملنګ ماما!په کوم لوري داسې ګنګس او ګیچ روان یې او پوښتنه نه کوې،له چاسره دې کار دی) هغه ته مې ؤ ويل(ملا صایب!مساپریم، ساړه مې کیږي،ډوډۍ نه غواړم،په جومات کې شپه تیروم) خیټورملا بد بد راته ؤکتل او بیا يې راته ؤ ویل(ډوډي ؤخوره خو ځناور مه را خوشې کوه) هغه ته مې ؤ ويل(ملا صایب! د خبرو په مطلب دې پوه نه شوم) او ملا صایب راته ؤ ویل( ته باید په دې پوه شې چې جومات د عبادت ځای دی خو ستا په څیر چرسیان او لیونیان یې له سپګو او خزندو ډکوي، ته لاړ شه او بل ځای واړوه او شپه تیره کړه) هغه ته مې ؤ ویل(ملا صایب!که په دې سره ژمې کې کوم پردیس مساپر د هندوانو درمسال ته ورشي ، هندوان یې د خدای په جات ساتي- خو ته ځان ته ملا هم وایي او د قران ترجمې هم کوې او بیا یو مسکین مساپر له جومات شړې- زه په دغه سره ژمي کې چیرته لاړ شم او په کوم ګور ننوزم) ملا صایب راته ؤ ویل( هغه ستا خپله خوښه ده ، په هر ګور چې ننوزي ننوزه) د دې لپاره چې یو زل بیا د زندان له تورو تمبو سره مخامخ نه شم له خیټور ملا سره مې خبرې بس کړې او د کوڅې په لور را تاو شوم- د شلیدلو څپليو په سورکو کې مې د واورو بڅرکي را ننوتي وو- د ژوبلو پښو له نوکانو مې وینې بهیدلې، د لکړې په زور مې اوږدې لارې لنډې کړې، سترګې مې د یوه لوغړن حمام په دودکشو ولګیدې- له دود کشو څخه تور لوګي او د اور د لمبو سرې سپرغګې بادیدلې- ځان مې د حمام د اور بلولو ګوټې ته نژدې ورساوه ـ ګل خني ماما د تورو ایرو د پاسه ناست ؤ او د اور لمبو ته یې وچ بوټي ور وړاندې کول ،هغه زما د قدمونو آواز واوریده او راته یې ؤ ويل( څوک یې چې شپه دې په سر آخیستې ده، د ګل خن په لور را روان یې او غږ نه کوې)هغه ته مې ؤویل(مساپر یم، ساړه مې کیږې که لږ سات مې د ګل خن د اور لمبو ته نژدې در پریږدې، ثواب به ؤ ګټې او خدای به دې د دوژخ د اور له عذابه ؤساتي) هغه راته ؤ ویل(د کومې کوڅې هستوګن يې) هغه ته مې ؤ ویل( د درویشانو د کوڅې) هغه راته ؤ ویل( هلته خو د امیر صایب د پوزیانو هډې او بارکونه پراته د ي، پوزي یې او یا سرکاري آسونه او قچرې ساتې)هغه ته مې ؤویل(پخوا مې پیرکي خرڅول او اوس د ماما په کروندو کې کار کوم) هغه راته ؤویل ( د درویشانو کوڅې ته خو لږه لار پاته ده، ولې خپل کور ته نه ځې)هغه ته مې ؤ ویل( سړو ژوبل کړی یم ، د تګ توان نه لرم)هغه را ته ؤ ويل( چې داسې ده نو راشه د اور لمبو ته نژدې کښینه شپه به له ما سره په حمام کې تاوده تیره کړې او که خیر وي سبا به د ورځې په رڼا کې دخپل کور په لور ؤ خوځیږې) د ګل خني ماما په خوښه د اور لمبو ته نژدې کښیناستم، لاسونه مې د اور لمبو ته نژدې ؤ نیول، په خټو ککړې او په واورو لمدې څپلۍ مې د اور په لمبو کې وچې کړلې، ماما پورته شو او د خپلې کرتۍ له شواړو جیبونو څخه یې د تورې ګوړې په ایرو ککړه چکۍ را بر سیره کړه او په ماتو او خیرنو پیالو کې یې راته د شین چای مزه دارې پیالې کیښودلې- د چای تودې تودې پیالې مې په سر واړولې، ډوډۍ مې ؤخوړله،نس مې موړ شو، په مخ مې تودې خولې را ماتې شولې، دمه مې جوړه شوله- شاه مې د ګل خن د لوغړن دیواله په سپیرو خاورو ولګوله او د اور لمبو ته نژدې کله ویښ کله ویده کښیناستم – ماما کرۍ شپه ناست ؤ او د ګل خن د اور لمبوته یې د سوند بوټي ور وړاندې کول او د خپل ورک شوي زوی کیسې یې راته کولې او ما د خپل وران شامیت او بد قسمت په هکله چرتونه وهل او د ماما غمجنو کیسو ته مې پام نه کیده. شیبې په بیړه راغلې او لاړې د پیشلمي خړچکه رڼا ګل خن ته را ولویده،د سباوون چرګانو غاړې وکړې او ماما په پارسۍ کې راته ویل(روزمحشرکه جان ګداز بود*اول پرسشش از نماز بود)(پاڅیږه د خدای فرایض سرته ورسوه او دعا ؤکړه چې خدای دې د عادل آباد له ښار څخه د شر او پسات لمن ټوله کړي)د ماما د غږ سره جوخت پاڅیدم او د حمام په سرو اوبو کې مې اودس تازه کړ، د خدای فرایض مې سرته ورسول او له هغه سره مې د چای تودې، تودې پیالې په سر واړولې، ډوډۍ مې ؤ خوړه او له ماما څخه مې د تګ اجازه ؤغوښته. ماما خپل په ایرو ککړ لاسونه د قبلې په لور اوچت کړل او د تګ دعا یې راکړه، د څپلیو بندونه مې ؤتړل، شړۍ مې له ځان را تاوه کړله او د خپل کور په لور ؤ خوځیدم - لا د لمر څرک لګیدلي نه ؤ د درویشانو د کوڅې کورونو ته ورسیدم له ورایه سترګې مې د خپل کور په دروازې ولګیدې، غټ غټ قلپونه پرې لګیدلي ووـ دماما دکورپه لور مې ګامونه اوچت کړل د هغه د کور د دروازې شاه ته خاورې اړم شوې وې د سرکاري قچرو د تویلو په لور را تاو شوم، له ورایه سترګې مې په ګل اندامې ترور ولګیدې، له ژرندې څخه را ستنه شوې وه او د وړو کوچنۍ کڅوړه یې په شاه اړولې وه او د خپل کور په لور کړوپه، کړوپه روانه وه، د شاه له لوري په هغې مې غږ ؤ کړ(ترور جانې! ودریږه کار در سره لرم) دهغې غوږونه کاڼه شوې وو شاه ته یې نه را کتل ، په منډو، منډو مې ځان هغې ته نژدې ورساوه اوهغې ته مې ؤ ویل ( ترور جانې!خبرې واوره، مخ را واړوه ) هغې مخ را واړاوه او حیران ، حیران یې راته ؤ کتل او بیا یې راته ؤویل(ملنګه وروره! له چا سره دې کار دی) هغې ته مې ؤ ویل(ملنګ نه یم، د سید بی بی زوی، سیدجان یم ،د ګلۍ او د هغې د رنځورپلار او خپلې مور پوښتنه در څخه کوم) هغې د خپلو چړخنو سترګو اوښکې د خپل زاړه پوړنی په پیسکې پاکې کړلې او ځیر، ځیر یې راته ؤګتل او زه يې له سترګو ؤ پیژاندم او راته یې ؤ ویل(زوی جانه !د خدای احسان چې ژوندی دې وینم،د مړینې ډنډوره دې خپره شوې وه،چیرته ورک وې) هغې ته مې ؤ ویل(خبرې اوږدې دي، دا راته وایه ګل څانګه او دهغې رنځورپلار له چا سره ژوند کوي اومور مې په څه حال کې ده) هغې راته ؤ وی( شکر ټول روغ جوړ دي، کاله ته به لاړ شو او په خبرو به سره پوه شو) هغه د مخه شوه او زه ور پسې شوم د لارې په اوږدو کې سترګې مې د هغې په ګنجي لمسي (داد محمد) ولګیدې د خپل پلار شواړه کرتۍ یې په تن کې وه ، سر یې د پخوا په څیر پک ؤ، د لمر په پیتاوي کې ناست ؤ او له خپلو همځولو هلکانو سره یې د بیډیو لوبې کولې. د هغه سترګې په ما ولګیدې او په منډو منډو زما خواته راغی اوغیږ په غیږ یې راسره جوړتازه ؤکړه او بیا یې راته ؤویل(لالاجانه! چیرته ورک وې او څه درباندې تیر شوي دي)هغه ته مې و ویل(کیسې اوږدې دي، دا راته وایه ماما اسلم په څه حال کې دی او د هغه لور(ګلۍ) او مور مې له چا سره اوسیږي) دادو ګي خپله ککړه پوزه د خپلې شواړې کرتۍ په نستوړو پاکه کړله او راته یې ؤ ویل(ماما اسلم دې خدای ؤ بښي په حق رسیدلې دی اوسید بی بی ترور تا پسې کوڅه پّه کوڅه او ښار په ښار ګرځی او پته یې نه لګیږي او د ګلۍ ساتنه د ملک شیرین په کور کې کیږي)هغه ته مې ؤ ویل(ملک شیرین څوک دی) داد محمد راته ؤ ویل( هغه د عادل آباد د ښار دویم پاچا دی، د بې سرپرستو انجونو او کونډو ښځو ساتنه کوي او ما یې کور لیدلای دی)ګل اندامې ترور مخ را واړاوه او راته یې ؤ ویل(غوږونه مې کاڼه دي،په غوږو کې مې پیریان باجې غږوي، خبرې سمې ناورم، دادوګی څه در ته وایي) دادوګي خپله خوله د خپلې کڼې نیا غوږو ته ور وړاندې کړه او بیا یې هغې ته ؤ ویل (سیدجان لالا د ملک شیرین د کور پوښتنه کوي) او ګل اندامي ترور و یل(داد محمد د ملک شیرین کورپه نښه کړی دی، که ستړی نه یې او له واکه دې پوره وي، داد محمد به همدا اوس در سره دلارې ملګري شي او په خره باربه دې د ملک شیرین کور ته ورسوي او مظلومه جلکۍ به خپل کور ته را ولې او د ژوندانه چارې به دې سمې شي) هغې ته مې ؤ ویل ( نه ستړي نه یم) او کله چې د ګل اندامې د کور دروازې ته ورسیدو دادوګي ټوپ وهل او خپل د سورلۍ خر يې راته نژدې ودراوه او ګل اندامې ترور راته ؤ ویل (پام کوه له ملک شیرین سره به شخړې نه کوې، که پيسې یې در څخه غوښتې ورته ؤ وایه: مهلت راکړه ، په مناسب وخت کې به یې در ورسوم) پښه مې د زنګي خره په شاه واړوله زه د مخه شوم او دادمحمد را پسې شو- زنګي خره د ظالم آباد د ښار په کوڅو کې د مللک شیرین د کور په لور ورو، ورو قدمونه پور ته کول او دادوګي د خره شاه ته را پسې پلي را روان ؤ د سوزسندرې یې ویلې
سترګې دې سرې سرې مالومیږي* تاته د کور کاپرو څه ویلي دینه
سلام دې راغی ته را نه غلې* زه به دې څه کړم بې دیدنه سلامونه
سلام په سر و شونډو مزه کا * د مساپرو سلام ځي په کاغذونه
څومره ظالمه زمانه ده * یو ورته خاندي بل پرې لښتې واروینه
آخرنۍ ټپه دې دا وي * سید جان لالا د ګل پیکۍ سلام ته ځینه
يوه دې بله ور پسې وي*خدای دې مین کړه چې دې ژیړ رنګ ؤ وینم
لا د ماسښین د لمانځه لپاره وخت پاته ؤ دادوګي خپل ګنجی پک سر ؤ ګراوه اوخپله ککړه پوزه یې د خپلې شواړې کرتۍ په نستوړو پاکه کړه او را ته یې ؤ ویل (سید جان لالا! د هغې هسکې غونډۍ د پاسه هغه برجوره کلا وینې، هغه د ملک شیرین کلا ده ، پاک خدای ملک ته ډیره دنیا ور کړې ده، د رمو،ګلو، ژرندو، پایکو ګانو، سرایونو، مریانو او مینځو خاوند دی. شل تنه ښځې لري او هره ښځه یې د کوه قاف د غرونو د ښاپیریانو په څیرځلیږي. مساپرخانې یې له مساپرانو ډکې دي، هر کال حج ته ځي او له ځان سره ګڼ شمیر خپل او خپلوان حج ته بیایې او ګلۍ خور د هغه د کشرۍ ښخې چې یاقوته نومیږې او د ملک آدم خان لور ده مینځتوب کوي) دادو یوه شیبه چوپ شو او بیا یې خبرې اوږدې کړې او راته یې ؤ ویل(ځنې خلک وايې په پخوا زمانو کې ملک شیرین داړې ساتلې او د افیونو او چرسو قاچاقونه یې کول، مالومه نه ده چې دا خبرې به څومره دروغ او څومره ریښتیا وي. د ښار دروازه خو تړل کیږي خو د خلکو خولې نه تړل کیږي ، ظاهر یې په شریعت سم مالومیږي په باطن یې خدای پوه شه کار یې پوه شه) لا د دادمحمد خبرې خلاصې نه وې د ملک شیرین د بزګرانو کورونو ته نژدې ورسیدو ستر ګې مې له ورایه د بزګرانو د جنکو په ټولګیو ولګیدې د ګنډ کمیسونه یې اغوستي ؤ او له خپلو منګوټو سره د سین د ګودر په لور ډلې ډلې را روانې وي – دادو ګي راته ؤ ویل(سیدجان لالا زه به خپل خر د دغو کلا ګانو د ګورونو د دیوالونو په پیتاوي کې ودروم اوته به لاړ شې که ګلۍ خور له هغو جنګو سره ملګرې وه هغه به له ځان سره راولې) د داد محمد خبر مې ؤ منله ـ هغه خپل خر د یوه شڼیدلي دیواله په پیتاوي کې ودراوه او زه د ګودر په لور ؤ خوځیدم ـ له ورایه سترګې مې په ګل څانګې ولګیدې خوارې جامې یې په تن کې وې او شین غاړی منګی یې په اوږو را اړولی ؤ او دجنکو په آخر قطار کې د سین دګودر په لور روانه وه- په منډو منډو مې ځان هغې ته نژدې ورساوه – په شلیدلو جنډو جامو کې هغې د لیوني ګومان را باندې کاوه او را څخه د تیښتې په حال کې وه ـ هغې ته مې ؤ ویل(ګلۍ جانې! د تورو سترګو لیونی ملنګ دې یم، مخ را څخه مه پټوه، را ته ؤګوره) هغې له غږ ؤپیژاندم اومنګی يې د ګودر په غاړې کیښود او منډه يې را واخیستله او زه یې د جنکو پحضور کې په غيږ کې کلک ؤنیولم، هم یې خندل او هم يې ژړل ـ ستونی یې له غصې او غم ډک ؤ او راته یې ویل(سیدجانه! باور مې نه کیږي چې ته دې راته ژوندی یې او دعا مې قبوله شوې وي) هغې ته مې ؤویل(مرګ او ژوند د خدای يه لاس کې دی، څه چې پاک خدای کوي بله نه کیږي)د جنکو ډلې ټپرې مونږ ته نژدې ولاړې وې او یو بل ته یې ویل(د پآکې مینې پاک مینان دي،خدای دې مرادونو ته ورسوي) جنکو خپل منګوټي په اوږو واړول او د خپلو کورونو په لور لاړې او زه له ګل څانګې سره د رود په غاړه کې کښیناستم او هغې ته مې د هغو پیښو او جنجالونو په هکله کسې ؤکړې کومې چې په ما تیرې شوې وې او بیا مې د هغې د رنځورپلار په هکله پوښتنې ؤکړې د هغې ګلالۍ غټې شنې سترګې لهّ اوښکو ډکې شولې او راته یې ؤ ویل( د هغې کرغیړنې شپې په سباوون کې چې ته د طبیب پسې له کاله ؤ وتې ، دادا مې په حق ورسیده د کوڅې خلکو د هغه د مړي جنازه آن تر ماښام پورې ستا د را تګ لپاره ځندولې وه خو ستا پته ؤ نه لګیده اوخلکو دهغه د مړي جنازه د ماښام په تیارو کې خاورو ته وسپارله - ورځې په میاشتو واوښتې او مور دې له ډیره غمه در پسې لیونۍ شوه، لوڅې پښې او ببر سر به د ښار په کوڅو کې ګرځیدله او چیغې او بغارې به یې وهلې او له پیریانو سره به یې په ویجاړو کڼوالو کې شپې تیرولې او زه به شامدام ور پسې ؤم او هغه به مې په ننواتو او زاریو کور ته را وستله خو د هغې زوی ورک ؤ ، کوریې نه خوښیده په پای کې د شپې په تیارو کې له ما څخه پټه هغه له کاله ؤ وته او بیا را ستنه نه شوه او زه په میرات مړي کور کې یوازې پاته شوم ـ د کوڅې هلکانو به راته ویل(سیدجان مړ دی ، له مونږ سره واده ؤکړه) او ما به هغوی ته ویل (که سیدجان مړ وی زه به یې د زیارت ملنګه شم او که ژوندی وي د ژوندیو لارې سورۍ دي را به شي) د کوڅې مشر صوبه دار ته دې خدای خیر ورکړي زه یې د ملک شیرین د کشرۍ ښځې لپاره چې یاقوته نومیږی او د ملک آدم خان لور ده او زما همځولې ده مزدوره کښینولم) ګل څانګې ډیرې خبرې ؤکړې او بیا یې راته ؤ ویل( شپه د راتګ په حال کې ده او لارې له خطرو ډګې دي، ناوخته شوې ده- ښه به دا وي د شپې د تیرولو لپاره دملک شیرین مساپرخانو ته ورشې، زه به د ملک له کشرۍ ښځې سره خدای پاماني وکړم او د ملک دعا به واخلم، سبا وختي به د خپل کور په لور ؤخوځیږو) هغې ته مې ؤ ویل ( زه یوازې نه یم ، له ما سره د ګل اندامې ترور لمسی( داد محمد) د لارې ملګری دی
د هغه لپاره به مناسبه خبر نه وي چي په مساپرخانو کې شپه تیره کړي) هغې راته و ویل (چې داسې ده نو ته به لاړ شې او دادوګی به روغ رمټ د هغه د کورنیو په غړو وسپارې، شپه به پخپل کور کې تیره کړې او له ما سره به یاقوته مرسته ؤکړي او سبا وختي به کوم سپین ږیری دیندار سړی را سره د لارې ملګری شې، زه به د سپین ږیري سړي په ملګرتیا په قچرې بار کور ته در ورسیږم) د ګلۍ خبرې راته د منلو وړ ښکاره شوې، او دهغې خبر مې ؤ منله او ګلۍ خپل منګی په اوږو واړاوه او د برجورې کلا په لور و خوځیده او زه تر هغه سات هلته ودریدم تر څوچې هغه له سترګو پنا شوه ـ داد محمد زما د ځنډیدو له کبله پریشان شوی ؤ اوخپل زنګي خر یې د ګدر په لور را روان کړی ؤ د هغه سترګې په ما ولګیدې او د ګلۍ د نه راتګ په هکله یې را څخه پوښتنه وکړه، هغه ته مې ؤ ویل(دښځو لپاره د شپې له پلوه تک مناسب نه بریښي ، هغه به سهر سبا د ورځې به رڼا کې په خیر راشي او یا به يي څوک را ولي) د ادو څه ؤ نه ویل پښه مې د زنګي خره په شاه واړوله زه د مخه شوم او داد محمد سندرې پیل کړې
سپوږمۍ دخدای روی ته ؤګوره* په دو مینو پسې مه وړه مشالونه
زما سلام په هغو وایه * چې د ماښام په ډوډۍ اوښکې تویوینه
ستا به په یاد یم که به هیر یم* زه چې قدم په قدم ږدم تا یادومه
وړه جلکۍ په یاري پوه شوه * لکه لړمه په دیوال خوله لګوینه
څتګه نرۍ یې لکه لښته * مور دې ړنده شه چې په تا اوبه راوړینه
د نیمو شپو راتګ دي جارشم* خوب مې پوره ده په مزه خوله در کومه
د مازدیکر ژیړیه لمره * په روغو وایه د رنځورو سلامونه
لا د ماسختن له لمانځه څخه خلک خپلو کورونو ته ستانه شوي نه وو د خپل کور مخې ته نژدې ورسیدم او داد محمد راته ؤ ویل( سیدجان لالا! کاله ته به لاړ شو شپه به له مونږ سره تاوده تیره کړې، دمه به دې جوړه شي) هغه ته مې ؤویل(په ایمان دې برکت شه، تاسو ته نور زحمت نه درګوم) داد محمد د خپل کور په لور لاړ او ما هم د خپل کور د دروازې له شاه څخه تیږې لرې کړې او پخپل کور ننوتم. د کور کړکۍ ګانې او دروازې غلا شوې وې او په کور کې یوازې زړې تلتکې او زاړه بالښتونه او د ډوډۍ د پخولو د کوتې دروازه پاته وه او بس ـ د ډوډۍ د پخولو په تناره کې مي اور ولګاوه او دخپلې ورکې مور په چرت او فکر کې د اور لمبو ته نژدې کښیناستم ، لا مې د پښو او لاسونو غړي تاوده شوي نه وو د دروازې له لوري دچا د قدمونو غږ اوچت شو ، شاه ته مې ؤکتل د دادوګي د قدمونو غږ ؤ د کورتو او غوړیو کاسه يې په لاس کې وه او راته یې ویل(لالا جانه!کورت او غوړي دې خوښیږې که نه) هغه ته مې ؤ ویل( د خدای ټول نعمتونه مې خوښ دي) داد محمد د کورتو کاسه زما مخې ته تژدې کیښودله او له کوټې ووت اوما خپل لاسونه د څاه په اوبو کې ؤ مینځل او کورت او غوړي مې ؤخوړل او زړه تلتکه مې د تناره د اور لمبو ته نژدې ؤ غوړوله او ویده شوم ـ کرۍ شپه مې خوبونه لیدل ـ کله مې په خوب کې لیدل چې ګنې یو پلن سری تور ښامار زمونږ دکور په لور را روان وي او ګلۍ په پلن سري تور شامار باندې ډ ډبرو ګذارونه کوي ـ کله به مې په خوب کې لیدل چې ګنې ګلۍ د یوه لیوني سپي په خولې کې پرته وي او د کوڅې خلک د لیوني سپي پسې منډې وهي- د ستړو او پریشانو خوبونو په چرت او فکر کې را ویښ شوم اود(لااله اله الله محمد الررسول الله) کلیمه مې د وچې ژبې د پاسه جاري شوه - خوب مې پریښود حویلۍ ته را ؤ وتم – شپه پای ته رسیدلې وه ـ د جوماتونو له منارو څخه د الله اکبر غږونه پورته کیدل ـ د څاه په اوبو کي مي اودس تازه کړ ، کوټې ته را ننوتم او د خدای فرایض مې سر ته ورسول- شیبې د باد په څیر راغلې او لاړې د ختیز له لوري د طلایي لمر ژیړې او زرغونې
وړانګې ؤ ځلیدې، په کوڅې کې د خلکو تګ او را تګ پيل شو، اوهټۍ والو خپلې هټۍ ګانې پرانسټې ، خو د ګلۍ د راتګ درک مالوم نه شو، بام ته ؤختم او د هغې د راتګ لارې مې ؤ څارلې له بده مرغه د هغې د راتګ خبرې ځنډیدلې وې ـ له بام څخه حویلۍ ته را کوز شوم ـ د خپل کور دروازه مې خلاسه کړه او د کوڅو لارې مې ؤڅارلې ـ د هغې درک مالوم نه ؤ، په زړه کې مې رنګ رنګ خبرې تیریدې، له ځان سره مې ویل(شایي هغه په واورو کې بنده پاته وي، شایي هغه د ملک خدای ناترسو زامنو د ځان لپاره نکاح کړې وي، شایی هغه د ظالم آباد وحشي سپاهیانو تښتولې وي ، شایي هغه ناروغه شوې وي، شایي هغه ملک شیرین د فاتح الملک سالار اعظم لپاره د قیمتې سوغات په توګه د مینڅې په توګه ور بښلې وي ـ د ډیرو فکرونو او چرتونو له لاسه په کیډې او کلمو مې درد پریوت، ماغزه مې ؤایشیدل، کور مې فی سبیل الله پریښود او د ملک شیرین د کورپه لور مې تیزه مڼډه واخیسته، د لارې په اوږدو کې کله به د واورو په پاغوندو کې را ګذار شوم، کله به را اوچت شوم په خیرنو جنډو جامو کې خلکو د لیوني شک او ګومان را باندې کاوه او ماشومان را څخه ډاریدل او را څخه د تیښتې په حال کې وو ـ د ستړیا له لاسه ساه مې بنده بنده کیده ـ په ډیرو خواریو مې د ملک شیرین برجورې کلا ته ځان ورساوه او د هغه د کور دروازه مې ؤشرنګوله ـ له کلا څخه سپین سرې مور چې خوارې جامې یې په تن کې وې سر را ښکاره کړ او راته یې ؤ ویل(ملنګ ماما! له چا سره دې کار دی) هغې ته مې ؤ ويل( د ګلۍ خپلوان یم ، غواړم هغه له خپل ځان سره خپل کور ته بوزم)هغې زما په خټو ککړې جامې له نظر تیرې کړې او بیا یې راته ؤ ويل(ګلۍ خو سهار وختي له کلا ؤ وته ، سترګې یې له اوښکو ډکې وې، ژړل یې، پوه نه شوم په کومه لاړه)هغې ته مې ؤ ویل(مورجانې، ریښتیا راته وایه هغې ته چا څه ویلي ؤ) زړې ابۍ ؤ ویل(دروغ دایمان زوال دی، ریښتیا درته وایم، ژړل یې) په منډومنډو د غونډۍ څخه د بزګرانو کورونو ته ور کوز شوم او د هغې د مندلو لپاره مې هڅې پیل کړې او د خلکو کورونه مې ؤ ټکول ـ چا راته سمه او ریښتیا خبر نه کوله ـ دکوڅې ماشومانو را باندې ریشخند واهه او ویل یې(له لیوني څخه ښځه ورکه ده) د ماشومانو په شور بګت کې چا راته د غره د لمنو پته راکړه ـ خیراتي شړۍ مې له ځان ؤغورځوله او د غرونو د لمنو په لور مې تیزه منډه واخیسته ـ په لرې واټن کې سترګې مې په هغې ولګیدې ـ د غرونو د څوکو په لور لکه د باد او بریښنا په څیر الوتله او شاه ته یې نه را کتل ـ په لوړ آواز مې د هغې پسې چیغې کړلې(ګلۍ جانې! منډې مه وهه ،شاته ؤ ګوره) له بده مرغه په لرې واټن کې زما چیغې هغې ته نه رسیدې او شاه ته یې نه راکتل ـ د ډیرو منډو او چیغو له لاسه ساه مې سوې وه او د نورو منډو لپاره مې توانه درلود، د یو وچ بوټي تر څنګه ودریدم او په ژړا شوم او له ځان سره مې ؤ ويل(اې پاکه ربه! هغې ته چا څه ویلي دي چې منډې وهې او شاه ته نه راګوري) د یوې غټې ډبرې د پاسه ؤختم او خوله مې د غرونو په لور خلاسه کړله او چیغې مې کړې(ګل څانګې!زه سید جان یم، غږ مې واوره او شاه ته ؤګوره، ودریږه) د غږ انګازې مې د تاو را تاو غرونو په ګړنګونو ولګیدې او له یوه غږ څخه څو نور غږونه اوچپ شو ـ هغه یوه شیبه ودریده او دمه يې جوړه کړه او بیا یې منډې پیل کړې او په پای کې هغې ځان د یوه هسک غره څوکو ته ورساوه او د یوې شنې سارانۍ کوترې په څیر د تور ګړنګ د پاسه ودریده، دا خوا هغه خوا یې ؤ کتل او د سترګو په رپ کې یې ځان د غره شاه ته ؤغورځاوه ، په سترګو مې توره شپه شوه ، د خدای توبې مې د وچې ژبې د پاسه جاري شوې، په ډیرو خواریو مې ځان د پیچومي له لارې د غره شاه ته ورساوه او له ورایه سترګې مې په هغې ولګیدې ـ د واورو په پاغوندو کې د تور ګړنګ لاندې پړمخې پرته وه ، د لاسونو او پښو هډوکي یې مات ؤ او کوچنۍ خوله یې له وینو ډ که وه ، نری، نری زګیروی یې کاوه، سترګې یې پټې وې ، هغه مې په غیږ کې را پورته کړه او د هغې سرمې پخپلو زنګنو کښیښود او بیا مې په هغې غږ ؤکړ(ګلۍ جانې! سترګې ؤغوړوه او راته ؤ وایه: ولې دې ځان په سرو وینو کې ؤلمباوه) هغې خبرې نه کولې ـ د ډیرو شیبو له تیریدو څخه وروسته هغې خپلې له وینو ډکې سرې سترګې نیم کشې خلاسې کړې او راته یې ؤ ویل(سید جانه! ته یې) هغې ته مې ؤ ویل( هو زه یم، راته د پیښې حال وایه، ولې دې ځان په سرو وینو ؤ لاړه) هغې يو زلي بیا خپلې په وینو سرې سترګې نیم کشې خلاسې کړې او راته یې ؤ ویل(سید جانه! ته مه خپه کیږه، څه چې پاک خدای کوي بله نه کیږې ، زه به د جنت په شنو باغچو کې له تاسره واده ؤکړم) هغې ته مې ؤ ويل( د جنت خبرې پریږده، راته د پیښې حال تیرکه) د هغې شونډې مرۍ مرۍ شوې، په ژړا شوه او په ژړا کې یې راته ؤ ویل(تیره شپه د ملک شیرین کمکۍ ښځه چې یاقوته نومیږی د خپلي مور کره په میلمستیا تللې وه او زه د هغې په کور کې یوازې وم،شپه پخه شوې وه ، ملک شیرین زما د خوب په کوټې را ننوت......هغې نورې خبرې بس کړې او چوپه شوله ـ په هغې مې غږ وکړ(ګلۍ جانې! مه غلې کیږه او راته ؤ وایه: له تا سره غدار څه ؤکړل) هغه بیا هم په ژړا شوه او په ژړا ګې یې راته ؤ ویل(هغه زما هیلې له خاورو سره خاورې کړلې ، هغه زما پښې او لاسونه ؤ تړل،هغه په څپیړو ؤ وهلم،هغه زما په شرف او ناموس باندې تیری ؤکړ او هغه څه چې ما ستا لپاره د کلونو کلونو په اوږدو کې امانت ساتلی ؤ هغه را څخه واخیست، ما نه غوښتل چې د شرم او خجالت شپې له تا سره تیرې کړم، زما لپاره له ځان وژلو پرته بله لار پاته نه وّه) ګلۍ بیا هم سترګې پټې کړلې او غلې شوه د ډيرو شیبو له تیریدوڅخه وروسته هغې یوزلي بیا خپلې له وینو ډکې سترګې نیم کشې خلاسې کړې او په ژړا کی یې راته ؤ ویل(سید جانه! زه د ظالم آباد وحشي ملکانو اوچارواکوڅخه کرکه لرم ، زما د مړي جنازه به د دغو تاو را تاو غرونو په لمونو کې د ظالم آباد له ښار څخه لری د بهادرانو کلي ته يه څیرمه خاورو ته سپارې او زما د هدیری د پاسه به د ځوانیمرګو شهیدو پیغلو سرې زرغونې جنډې دروې) د هغې د مخ پټوکی تک ژیړ واوښت او کوچنوټې خولګۍ یې څو زلي خلاسه کړه او بیا یې د تل لپاره له دغي کرغیړتې دنیاګۍ څخه سترګې پټې شولې دګل څانګې د شهادت خبرې د بهادرانو د کلي بهادرو او میړنو خلکو ته ورسیدې او د دغه کلي د میړنو خلکو په مرستې مې دهغې له وینو ډکه جنازه د دغو تاو را تاو غرونو په لمنو کې خاورو ته وسپارله او د هغې له وینو ډک کمیس مې چې خلک یې د پیریانو کمیس بولي د یوې غمجنې خاطرې په توکه له ځان سره ؤساته او د هغې د زیارت ملنګ شوم ـ د دغې پیښې څخه وروسته ددغه ښار دظالمودهشتګرو ډلو د ګناهونوله لاسه دطاعون د مرض په څیر د خدای تعالی قار او غضب په ښار را نازل شوـ نه امیرالملک پاته شو او نه سالار اعظم او نه د ملک شیرین او نه د ملک وسلوالې ډلې ټپلې او نه د وسلو او حرامو بیسو په زور جوړي شوې د ظلم او ستم ناولې پاچاهي ګانې او د لوط پیغامبر غمیزه یو زلي بیا د تاریخ په بهیر کې را څرګنده شوه ـ د خدای ښه دې وي ـ د امستردام ښار پویان