(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دعلی خان په شعرونو کې طنزی توکي

پوهنمل محمود نظری
 
علی خان د پښتو ژبې یو تکړه شاعر دی چې په هشنغر کې اوسیده هغه اټکلاً په (۱۱۵۰ه-ق )کال کې زوکړی او په (۱۱۹۵ه-ق ) کال کې مړ شوی دی.  هغه ځان خټك  بولي او وايي:
بې دښكليو له ديدنه په دنيا كې
د كامګار خټك په زړه كې ارمان نشته
د هغه یو دیوان پاته دی چې دوه زره بیته لري  د هغه کلام روان ،له نزاکتهډک او خورا پوخ دی
د هغه د یو ښکلې غزل څو بیته داسي دي.
اې دزړه سلطانه ته دزړه سلطان دچایې
ستا رنځوران ډیر دي یاره ته درمان دچایې
اور داننګو دې څوک پاخه کړه څوک دی وسوه
اې په مخ اتشه سوددچا نقصان دچایې
 د هغه یو طنز داسې دی :
د كامګار سره يار هسې غولول كا
لكه خلك يې د سراى د خير اباد كا
 علی خان  دخير اباد (سراى ته نيږدې د لنډي او اباسين پر غاړو يو پروت كلى دی ) خلكو ته لباسي او غولوونكي وايي ،  او په طنز د یار غولول د خیرآباد د خلکو د غولوسره تشبه کوي
 
 هغه غریبی او د هغه باندینی اغیزې داسې بیانوي
غريبي مې و دلبرو ته پيغور شوه
راته نه ګوري له کبره نه دماغه
دا نصيب ورله اذله زما خوار کج
نه چې ما کړ اوس په خپله په رښتيا کج
علي خان د چا د سپي د جواب نه دی
بد يې برخې هسې خوار او بېچاره کړه
هغه په طنز وايي کبرجنې ښکلې کله  زما په  غریبي سر کښته کوي  همدې غریبي له سره زمانصیب خراب کړی دی چې اوس ان  دچا د سپي د ځواب نه یم
 
هغه د خلکو په بې پروايي اونه اخلاص نیوکه کوي او وايي
بې اخلاصه اقربا واړه پردي دي
چې دی پلاروې چې دښمن شی مه یې وینه
وايي چې ان  په خپل هیواد کې دي  کرامت خوندي نه وي  له هغه هیواده تیر شه
چې بې آبه بې حرمته په کې اوسی
هغه ځای دی که وطن شی مه یې وینه
هغه وايي  هر چا چې زما په بخت نیوکه وکړه زه پوهیږم هغه په رب نیوکه کوی او وايي نصیب ازلی دی ته اصلا پر ما نیوکه  نه کوی پر خدای نیوکه کوې
هرچې په طالع زما سپیره کا اعتراض
وپوهیدم دادرب په کړه کا اعتراض
پړه اوواړه دی ګوری منصفانو له بایده دی
نه چې دبدرنګو په کړه،وړه کا اعتراض
نن،خو علی خان غریب په مړوکې حساب دی
کله انصاف داروڅوک په مړه کا اعتراض
 
هغه بیا بیا له فلکه شکایت کوي او په طنز وايي:
پریوتم دبخت له آسه
ویش دی دساقی دلاسه
نوریې څښي کاسه په کاسه
دبخت جام زما نسکور دی
بیا له فلکه شکایت کوی
چې په دوریې په ماشندې هسې وشوې
آه فریاد ددې فلک له ناترسۍ
 
علی خان د سیاسی مخالفت  د لاسه او د هغه وخت د ملایانو او کازیانو د فتواوو  د لاسه خپل وطن پریښودو ته اړ کیږي
هغه وايي زه  شعر غوږونه خلاصوي
 
هسې در كامګارخټك نه دي پيېلي
چې غوري خشي به غوږ ځنې ډك نه كا
 
دعلی خانپه شعرونو کې طنزی توکي
۲
 
 مګر دا سپین کالي هغه کله په توبه پریږدي نو هغه   اړ کیږی دهغو بې دردو  د لاسه دا وطن پریږدی . علی خان په طنزوايي په دې  خونی سیند کې  په هغه ورانه  جاله کې چې يې څلور  مشکه  ( خیګ )یې  سره جوړ نه دی څنګه  جوړ پاته شم
عاشقی په قام کې نه شی علی خانه !
راشه اوس له کور او کلی پسی ووځه
ورک به علی خان شی د بی دردو له کبله
نور یی پاتی استوگنه گرانه وطن شو
سیند خوني،څلورخیګونه بیا هر یو سره جوړ نه دی
څه به جوړ علی خان ناست وی په دغی ورانه جا له کې
هغه کور کلی پریږدی او ځي مګر په غربت کې  ځان ډیر خوار ، ستړی او پردی ننګیری  
ځان ملامتوی   او وايي:
 
زه یو لوغړن یم خوار خسته جلا وطن یم
هسی ارزومن یم سر ګڼم سپک تر ګیا
زه که پوهیدی چې دی په مانه شی وطنه
نه به وم په تا پسی وتلی له وطنه
 
هغه ځان خپله ډاډه او خوشاله وی چې دا به دخدای اراده وي
قضیې راباندې ډیری دی راغلی
سیاله ده معدومه دفراق ولې
دڅښتن فضل ته ګوره سختی هیڅ دي
ګوندې پیښ راته هرګوره لوی خطردی
علی خان به څه له غمه شکایت کا
اراده وه دقادر بیچون هسی
 
هغه هغه خانان  چې د وطن دګټې پسې نه ګرځي زورور بولی  نه خانان
 
چې دقام بهبود ته نه ګوری بی سوده
زوروردی په خانانو حساب نه دی
ځان ته وایي یاره په دې کام کې عاشقی ختمه شوې ده  راځه دا کلی پریږده
عاشقي به قام کې نشی علی خانه
راشه اوس له کورو کلی پسې او ځه
هغه معشوق ته وایي ته پوهیږي چې ټوله درته جان جان وایي خو دا ټوله لباسي دي
ټول دي په زارو او په قربان او په جان بولی
جان خو زما جان یې وایه ځانه ځان دچا یې
نور که درله جان جان وایې لباسی دي
خود به پری پوهیږی،په رښتیا چې جان دچا یې
 دهغه ذ بې ټکو شعرونه یوه بیلګه دا ده :
 
.داِم دم که ِم همدم که د لا رام اړم
هم مې ساه ده له ما لاړ هم می ارام لاړ
داامر دمرور لاړ له ماله در وه
که داحور وو دمحمود دار اسلام لاړ
عالم وران کړو ددلدارو لول کا کلوً
داګوارګوار مهم له داسلام لاړ
هسب طمه دمراد ورکه شوه له دهره
لکه دادمهر له هرا ولولار حام لاړ
دښاغلی تقویم الحق کاکاخیل په خیال ((دحورو په مناسبت یې د تیمورشاه  د زوی محمود شاه دفوځونو مرکز ته داراسلام ویلی دی ـ داولو الار حام نه دذولارم په معنی  دفقهی اصطلاح مطابق خوریې مراددی اودمهم له داسلام څخه جنګ ،نوکیدی شی دادمحمود شاه بن تیمور شاه جنګونو ته نغوته وي )).

 

- بېرته شاته