غني خان بابا یاد (۱۵ مارچ ۱۹۹۶)
15.03.2011
غني خان چې په ادبي دنيا کښې ورته ((لېونے فلسفي)) وئيلے شي په کال ١٩١٤ کښې په اتمانزو کښې د محمدزي قوم په خوازي خېلو قبيله کښې د ملي قائد فخر افغان خان عبدالغفار خان په کور کښې زېږېدلے دے. د ابتدائي تعليم دپاره د پېښور په نېشنل هائي سکول کښې داخل شو بيا د اتمانزو د آزاد هائي سکول نه ئې لسم پاس کړو. د وړاندې تعليم په غرض جامعه اسلاميه دهلي ته ولېږلے شو. په کال ١٩٢٧ کښې چې د سرحد پښتنو د انګرېزانو د ظلم زور نه افغانستان ته د هجرت کولو تابيا وکړه نو غني خان هم د دهلي نه افغانستان ته د هجرت کولو په اراده راغے ولې کله چې هجرت ناکاميابه شو نو په کال ١٩٢٨ کښې د انډيا آفس په ذريعه انګلېنډ ته لاړلو او هلته ئې د آرټس تربيت حاصل کړو. دغه وخت کښې ئې د پادري ((وکم)) سره د يو پرائيوېټ طالب علم په حېثيت لندن کښې څۀ موده واړوله خو زړۀ ئې ونۀ لګېدۀ او په کال ١٩٣١ کښې امريکې ته د کيميکل انجينئرنګ د تعليم دپاره د لوېزيانه سټيټ يونيورسټۍ ته لاړو. بيا په کال ١٩٣٣ کښې لندن ته واپس شو. په کال ١٩٣٤ کښې ئې د سروائزر په حېثيت د هندوستان شوګرملز کښې ملازمت ته ملا وتړله او هم دغلته چيف کېمسټ تر عهدې پورې ورسېدۀ. بيا په کال ١٩٤٠ کښې د ټيکنيکل مينېجر په حېثيت تخت بهائي شوګر ملز ته راغے خو په کال ١٩٤٣ کښې ئې د دغه ملازمت نه هم استعفٰي ورکړه او د سياست په مېدان کښې ئې په عملي ډول قدم کېښود.
غني خان د پاکستان د قيام نه وړاندې د ((زلمي پښتون)) نومې تحريک سپه سالار مقرر شوے وۀ او د ملکي سياست په لړ کښې د مسلم ليګ په دور حکومت کښې د کال ١٩٤٧ نه تر کال ١٩٥٤ پورې په مختلفو جېلخانو کښې شپږ کاله بندي پاتې شو. هم په دغه وخت کښې ئې د شعر د دنيا يو شاهکار ((د پنجرې چغار)) وليکلو چې چاپ دے. په کال ١٩٥٤ کښې د جېلخانې نه د ازادېدو نه را په دېخوا ئې د ګوشه نشينۍ ژوند غوره کړے دے. شعرونه ليکل، تصويرونه او مجسمې سازول او ښائسته ښائسته بوټي کرل ئې مشغله ده. د دۀ د شعروشاعرۍ په حقله يو نقاد ليکي:
((کېف او بېخودي، سرور او مجاز، شوخي او رندي، حسن او عشق، رنګ و خيال، د جذباتو او واقعاتو صحيح تصوير کشي د غني د کلام روح دے. د هغۀ رنګين او حسين تخيل کښې درد هم شته او رومان هم، شرنګ هم شته او ترنګ هم، جهان هم شته او جام هم، جلال هم شته او جمال هم)).
د غني خان په شاعرۍ کښې د حسن و عشق يو ډېر لوئے مقام دے خو د هغۀ عشق د دړدونو او غمونو عشق نۀ دے. د هغۀ د ژوند په کتاب کښې د سره د وير او انګولا ذکر نشته دے. هغه د دې څيزونو نه بې نيازه دے. هغه د عشق په يو داسې بې پايانه درياب کښې ډوب دے چې سېوا د قيمتي ملغلرو نه نور هيڅ نۀ راوباسي. د حسن و عشق دولت هغه د دنيا د غمونو نه هم بې نيازه کړے دے او د دوزخ د غمونو نه هم.
لنډه دا چې د غني خان شاعري بېخي فطري ده. په ادبي نړۍ کښې ئې د شاعرۍ اډاڼې په طنزومزاح ولاړې دي او هم له دې کبله په پښتو شاعرۍ کښې يو داسې لوړ مقام ته رسېدلے دے چې ثاني نۀ لري.
شعري مجموعې ئې د پنجرې چغار، پلوشې او فانوس مطبوعه شاهکارونه دي. د دې نه علاوه انګرېزۍ کښې ئې د پښتنو د ژوند خاکه ((دي پټهانز)) چاپ شوے کتاب دے. د اعلٰي خدماتو په توګه ئې ((صدارتي اېوارډ)) اخستے دے.
د کلام نمونه ئې دا ده:
چې د ورځې ماځيګر او ماښام هم شته
لکه زرکه د سپرلي وم په چړچقو
خبر نۀ وم د ښکاري سره دام هم شته
د نيازبينې ښاپېرۍ په بستر پروت وم
خبر نۀ وم چې رقيب مې په بام هم شته
د ساقي په سخاوت باندې مدهوش وم
خبر نۀ وم تشېدۀ مې د جام هم شته
سپينه شمع د محفل په خندا وائي
د رڼا سره د سولو سمام هم شته
دا وئيل لېونے ډک درياب له لاړۀ
اورو بل چرته يو ښکلے مقام هم شته
ځو ورځو چې د ملا دروغ معلوم کړو
دے وائي هلته د مستۍ انتظام هم شته
د ځلانده ستوري کتاب څخه