(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
بهرنیو چارو وزیر می نزدی خپلوان دی
د نړۍ پر سر چې څومره انسانان ژوند کوي، ټول يې خامخا په خپل ژوند کې خوږو او ترخو خاطرو لرونکي وي، او هر کله چې يو څوک د خوږو خاطرو په اړه د نورو دوستانو سره یادونه کوي، د خبرو تر څنګ یې خوله هم له خنداء ډګه وي، د خوشحالۍ لیکې يې پر مخ له ورایه ښکاري، مګر کله کله، چې د خپلو ترخو خاطرو یادونه کوي د سوړ اسويلو تر څنګ يې پر مخ د قهر او غصې اثرات ښکاري،آفسوس کوي او وايي چې کاش داسې صحنه مې نه وای لیدلای، خاطرې په هېڅ شکل د یاده نه وځي، زه هم د هغو له جملې څخه يمه، چې د خوږو خاطرو تر څنګ ډېرې ترخې خاطرې هم لرمه، زما د ترخو خاطرو څخه يوه هم هغه ده چې ما په هندوستان کې ولېده او غواړم يې چې له تاسو سره یې شرېکه کړم.
زه تېره میاشت هندوستان هېواد ته په سفر لاړمه، د هندوستان هواء پاکه، ځنګلونه یې ډېر زړه راښوونکي، شنه او ښایسته وه، ځنې مارکېټونه يې دومره ښایسته او پاک وه، چې پر هره خواء به دې نظر اچوه خپله څيره به درته ښکارېده، د امنيت له نګاه څخه هم نسبتاً ارام هېواد دی، مګر په هغه آرام او نسبتاً پرمختللي هېواد کې، چې زموږ هېوادوال څومره مشکلاتو او ستونزو سره مخ دی، دا هغه چا ته معلومېږي، چې یا يې خو هندوستان ليدلای وي او یا يې خپل، خپلوان په څه مشکلاتو کې راګير وی، نه غواړم چې خپله کيسه اوږده کړم، راځم او هغه مشکلات تاسو سره شرېکول غواړم چې ما په هندوستان کې په خپلو سترګو وليدل.
کله چې هندوستان ته ورسېدم، د ځينو افغانانو د ليدلو څخه بعد په هندوستان کې د افغانستان د لوی سفارت د محترم سفيرصاحب سره مې ملاقات وه، ماته ځينو محصلينو او پانګوالو شکایتونه کول، او د همدې شکاياتو د حقيقت معلومولو په خاطر هندوستان هېواد ته ولاړم، زه په هندوستان کې يوه مياشت پاتې وم، په ياده مياشت کې چې ما د سفير صاحب په وجود کې کومې ستونزې ليدلې هغه په لاندې درېيو برخو کې تاسو ته وړاندې کوم.