(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
سیاسی حاکمیت او د ملت تر مخ پرتې ستونځې
کابل- افغانستان
د۱۳۸۹ کال د مرغومی د میاشتې ۲۰ مه او د ۲۰۱۱ ز کال د جنوری د میاشتې ۱۰ مه نېټه
لیک: نورمحمد غفوری
په اوسنیوتاریخی شیبو کې افغان غیرتی ملت او په تیره بیازموږ دګران هیواد افغانستان وطنپال، ملی او ولسواک ځواکونه په سختو او برخلیک ټاکونکو شرایطو کې دی. په ټول هیوادکې بی امنی ورځ تر بلې زور اخلی. په داسې حال کې چې یوه کوچنۍ ډله دملت د عامه، د وګړو د شخصی شتمنیو او د نړیوالو مرستو په برملا او رسوا لوټ لګیاده او د هيواد د اقتصاد انحصار یې په لاس کې نیولی، د ولس ژوند هره ورځ تر تیرې ورځې زیات له سختیو او کړاوونو سره مخامخ کیږی. د سونګ د موادو، خوراکی توکو او د ژوند دنورو ضروری کالیو او خدمتونو بیه هره روځ لوړیږی. په ټولنه کې يو ډیر عادی او معمولی او ان حتمی کار هم له رشوت او فساد سره تړلی دی. اوسنی تش په نامه دولت چې ځان يې د خارجي نظامی ځواکونو او نړیوالې فاسدې کړۍ تر وزرو لاندي پټ کړی دی، پخپل منځ کې له ستونځو سره مخامخ دی او له خپلوخارجی مرستندویانو سره هم ګډه ژبه نشی موندلای. د ولس په منځ کې دا اوسنی دولت ځان ته مشروعیت نشی ګټلای. دادی نږدی یوکال کیږی چې حکومت خپله کابينه نشی بشپړولای. د فساد په ضد هره جوړه شوی اداره د فساد د کموالی سبب نه، بلکې دهغه د لازیاتوالی باعث ګرځي. دجمهوری ریاست د انتخاباتو د جنجال انګازه لا د خلکو له غوږو نه وه لری شوی، چې د ولسی جرګې دټاکنود درغلیو ډولونه ووهل شول. د بیلا بیلو، ژبنیو، قومی، مذهبی او نوروټولنیزو ډلو ترمنځ تضادونه په پړسیدلو عقدو اوړی. دولتی او حکومتی ارګانونه ددې پرځای چې د وطن په جوړولو او د ملت په خدمت بوخت وی، د خپلو جیبونو او بانکی حسابونو په ډکولو او پخپل منځ کې د ملت د شتمنیو پر ویش په سیالیو اوناندریو اخته دی. دا دولت ددې توان نه لری چې پخپله پوهه او ابتکار هغه پرمختیایی بودجه چې په واک کې يې لری، په ټولګټو پروژو کې په کارواچوی، خو بیا هم د نورو نړیوالو مرستو د جلبلولو مکرره ادعا هم کوی.