زموږکلي اوبانډې
څلورمه برخه
دسمیع الدین افغاني لیکلنه
په کلیو کې ودونه او دودنه :
په کلیو کې د ودونو رواجونه ډیر ستونزمن وه، د واده مراسموته د ډیر پخوا څخه تیاری نیول کیده ،ځینې کورنیو به په ځوم ډیر باج او تاوانونه را وستل ، هغه یې مجبوروه چې دناوې لپاره ډول ډول جامې ،ګاڼې، زیور او ډیر نورمجللو تحایفوبرسیره دناوې نژدې خپلوانوته نقدي او جنسي تحایف برابر کړي او همدارنګه په واده کې دسیمې خلکو ته میلمستیا جوړه اودهـغوی دخوشحالي لپاره سازیان راوبولي،چې دې او نورملا ماتونکو مصرفونو ډیرکله ځوم دژوند تر پایه پوروړی ساته۰
دکلي هلکان به د سازیانو په راتګ خوښی څرګندوله ، یو بل به یې د واده دځای او د سازیانود ډلې نه خبر ول او ویل به یې چې نن شپه په بریاکوزکلي کې واده دی او دګلکي استا دیا ماجتي ، غلام ،پاینده اویا کومه بله هنري ډله ېې واده ته رابللې ده ۰
سازیانواومیلمنوته په کلي اویا هم د کلي ومخې ته مناسب ځای جوړوه چې ټغرونه او کټونه به پکې پرا ته اود ګیسونــوپه ذریعه به روښانهکیده ، سندرغاړو به په وار سره ارمونیه ترغاړې کـړه او خوږې سندرې او نغمې بـه یې میلمنو ته اورولې، موظف کسانـوبه چای،چلــم او اوبه ګرځولې ، دسیل سیمه به دچلمونو او سګرټو په دودونو لړلې وه۰
په لغمان کې محلي سازیان ډیر وه چې دهغوی د جملې څخه یو هم استاد ګل محمد وه چې په ګلکي مشهوروه ،هغه به په سندرو کې د مستو بګتیو ،غزلو، مصرو ، اوڅلوریزو تر څنګ ډیر په زړه پورې داستانونه او دیني قصې کولې،ښه کمپوز ، خوږې نغمې او سرودونه به یې غږول، کله کله به یې د خپل ځوی پاینده محمد سره چې په پاینده مشهور وه په سندروکې فلبدیهه شعرونه په خوږ ونغموکې اورول اوشعري مقابله به یې کوله،همداوجه وه چې د عوامو خلکو ډیر خوښیده۰
پاینده هم خوږ اواز درلود او ښه هارمونیه یې غږوله چې ورسته بیا په یو ترافیکی پیښه کې ومړ او ګل محمد استاد تر ډیره وخته دخپل ځوی په غم کې غمجن پاته شو۰
په لغمان کې د مشهورو محــلي هنر مندانو له جمــــلې څخه د استاد ګل محمد او پاینده ترڅنګ ډیر نورخوږ ژبي سندرغاړی لکه منګل استاد، ماجتي استاد، غلام محمد چې په غلامي مشهور وه، ملا ، ملنګ باغبان ،عاشق ملا شاګل ، زیړګل او ډیر نور وه چې په محفلونوکې د ملنګ جان، بهایي جان، او د لغــــمان د شــــاعرانو لکه علینګاری استا د ، محمد نور، د ګلکاریو بسملا ، اشکار ،حنـان ، شهید ارمان، عمرزی وال ، ګوجوال ، فقیر سید بها الدین جان او نورو شاعرانو شعرونه په خوږونغموکې کمپوزاوپه خـــپلوخوږواوازونو کې خلکو ته اورول۰
په همدې ډول ساز به تر سبا مازیګر دوام درلود،مازیګر به ځوانانو ډولۍبه په اوږه کړه ،ځوم یا شاه به د ډولۍ ومخې ته او نورمیلمانه او دکلي خلک به د سازیانو دساز په بدرګه د ډولۍ تر شا ه د ناوې د راوستلو په مقصد روان شول۰
کله چې به د ناوې کلي یا کورته ورسیدل هلته به د نکاح لپاره د کلو مشران ، سپین ګیري ، ملکانو ، دینی علما ، دجومات امام او نور با نفوذه اشخاص په یوه خاص اومناسب ځا ی یا حجره کې سره راټول اوشرعي نکاح به دجومات دملاصاحب له خوا وتړله شوه چـې پس له حجاب اوقبول څخه ځوم اودځوم خپلوانو ته د نکاح مبارکي ویل کیده او د نکاح خواږه به په خلکو تقسیم کړل شول۰
تر نکاح ورو سته به سازیانو بیا یوه پنـجه مست ساز وکړ اوبیا به ځوم د خسر په کور کې د نور بوج او رواجونو سره پنجه نرموله، هغه داسې چې دکلي نایي ، ترکاڼ ، زرګر ، پښ، ګلکار ،اشپز او نورو به په وار سره دځوم ومخې ته کیناستل اوخپله حقداري به یې ځینې غوښتله او ځوم مجبوره وه چې داسیالۍ ترسره کړي او دهر یو سره حقداري او څه نقدې پیسې ورته ورکړي۰
ورو سته له هغه به ځوم د ناوې خونې ته بیول کیده ، دناوې خونه چې دناوې دخورلڼو ،ښځو او ماشومانو څخه ډکه وه مخکې لدې څخه چې ځوم دناوې خونې ته ننوځي د نجونو لــخوا به د ناوې دخونې ورپورې ساتل کیده چې ورسته دڅوشیبوڅخه ځوم نجنوته دشیرني یانقدوپیسوپه ورکولو سره د ناوې دخونې ور پرا نیسته او ځوم ته به د راتګ اجازه ورکړل شوه ، د ځوم په راتګ سره به په هغه باندې چاکلیټ ، نقل ،پتاسې او تورې پیسې له هرې خوا شیندل کیدې چې په خونه کې به سمدم غوغا جوړه شوه اوهرچا هڅه کوله چې ځانله په دې چور کې څه تر لاسه کړي او ځوم ته به پس له ډیرې ګډوډۍ دا موقعه پیدا شوه چې دناوې تر څنګ ځان ورسوي او دهغې سره یوځای ودریږي۰
بیا به دکلي نجونواوښځوله چمبې یاداریا سره اوازونه پورته کړل او په مستو سندرو او نڅا ګانو به یې محفل ته خوشحاله بڼه ورکوله چې په همدې ډول پس له ډیرو ټوټکو اورواجونو به په خوشحالي سره ناوې ډولۍ ته بدرګه کیده او د ټوپکو او تفنګچو په ډزو سره په ډیرخوشحالي دځوم کورته راوستله ۰
دځوم په کور کې مخکې له دې چې ناوې د ډولۍ څخه کوزه کړی د ډولۍ و مخې ته به یې پسه اویا چرګ حلالوه او دناوې پښه به یې په وینو سره کوله چې وروسته له هغې به ناوې د ډولۍ څخه د کوزیدواجازه ترلاسه کړ ه۰
د ناوې په کوزیدلو سره به د واده لمړۍ اواساسي مراسم ختم او ځوم کولی شول چې وروسته له ډیرو جنجالونو او کړاونویو څه ارام وکړي،خو سره لدې هم دناوې دریمه ، تخت جمعي او په اومه کې دپلار کورته تګ بیا دومره دجنجال او تشویش خبره نه و ه۰
پينځمه برخه
د نوي کال یاد نوروزمیله
د نوروز میله په لغمان کې لکه زموږ دهیواددنورو ولایاتوپه شان په ډیرو شاندارو مراسموسره لما نځل کیدله ، د کلي هلکانو به هم په دی ورځ کې ځانګړي پروګرامونه درلودل، هغه داسې چې ټول به دکلي ومخې ته د ونودتازه ښاخونوسره چې د نويکالپه موسم کې نوی غوټۍ او پاڼی کړې وې راوتل او دکلي دهر کور دور مخې ته دا ترانه په لوړاواز اوروله :
ګــــل ګـــــــل د نــــــــــو روز
خدای دې درکي شتمن روز
دشتمــــن روز برخه راوړی
ددې ترانې په اوریدلو سره به دکور خاوند دکوره څخه څه خوراکي ټوکي لکه وریجې ،غوړي، پیاز اونورهغه مواد چې د پخلي لپاره پکاریدل هلکانو ته نذرانه کول ، چې په همدی ډول هلکان به دکلي ټولو کورونو ومخې ته ورتلل او په کافي اندازه دضرورت وړ مواد به یې تر لاسه کړل۰
کــله چې به یې مواد را ټول کړل بیا به هلکانو بشـــقابونه ، دیګ ، کاسې ، کفګیر ،غوړي ،مالګه او مسالې دخپلوکورونو څخه راوړل او په مناسب ځای کې به یې دپخلی تدابیر نیوه ۰
ورو سته له هغه بههرڅوک یو کار ته وګمار ل شو، چابه نغری جوړاوه چا به دسون لرګي برابرول ، څوک بـه په اشپزی بوخت شو، چابه دناستی ځای برابراوه، او یوې ډلې به د تیګې اچولو مسابقه کوله او څوک به بیا دخپلې دتبعې ملګروسره په ګپ،شپ لګیاوه ۰
څوشیبې ورو سته به ډوډ ۍ تیاره شوه ،دسترخوان به هموار شواو هلکانو به په خوشحالي او خوندسر ه دنوی کال ډوډ ۍ یوځای نوشجان کوله ۰
دنوي کال یادپسرلي په موسم کې هوا معتدله او د تفــــــریح لپاره مناسبه وي ،دښتې او غر ونه ، باغ او باغچې شنې او سرسبزه ، دغرونو په لمنوکې غاټول او ډول ډول خود رویه ګلان شنه کیږ ي چې داموسم او طبیعت لغمان ته ځانګړې ښکلا او رنګ ور بښي ۰
دمهترلمک علمړنۍ ښوونځی :
محترمو لوستونکو!
کله چې مونږ دحیدر خـانیو د کلیوالي ښوونځی څخه فارغ شوو، ورسته دمهترلمک په لمړنۍ ښوونځی کېچې دده زیارت دکلي په جومات کېیېموقعت درلودشامل شوو،دا ښوونځی زموږ
د کليڅخه تقریبالس کیلومتره لرېپرته وه چې موږ به هره ورځ دې ښوونځی ته پلېورتلو چې دا و ا ټن په اوله کې ستړی کیدونکی وه خو بله چاره نه وه ، دکورنۍغو ښتنه داوه په هرډولچې ويموږ بایدد درس او تعلیم نه بې بهرېپاته نه شو۰
څه موده وروسته د مهتر لمک لمړنۍ ښونځی د ده زیارت د جومات څــخه خپل اصلی ځای ته چې نوی یېدجوړیدوچارېبشپړېشوېوې او دزیارت دکليپه جنوب شرق او یو کیلو متری کېموقعت درلود انتقال شو ه ۰
دمهترلمک په لمړنۍ ښوونځیکې زموږ تمام همصنفیان په څلورم ټولګي کې شامل شول، داښوونځیدعمرزیو،چاردهي دسیمو او دلغمان د ولایت په مرکز یت کېموقعتدرلود چېپوه او مجرب استادان یې در لودل، دهغو د جملو څخه ښاغلی استاد علینګاری چېډیر با احساسه شاعر هم وه، ښاغلی استاد عظیم خان چېد ریاضی استاد وه،ښاغلی مولوی صاحب فضل الرحمان خان، ښاغلی حسین خان چې په بزرګ مشهوروه،ښاغلی خواجه محمدخان ، ښاغلی ستارخان ښاغلی سـر معلم صاحب حبیبالله خان ،ښاغلی محمد اجان، ښاغلی سرمعلم صـــاحب غفورخان ښاغلی محی الـدین خـان او ډیر نورښاغلي او د قدر وړ استادان وه چېد هغوی له برکته ډیر شاګردان د پوهې او تعلیم لوړو مدارجو ته ورسیدل، او د وطن پرستي او پوهې په لباس سمبال ټولنې ته وړاندې کړل شول۰
لکه څنګه چېمخکې مو د ښاغلي علینګاري صاحب او د هغه د شاعرۍ په اړه یادونه وکړه لازمه ګنم چېدهغه دشاعرۍ په اړه څو کرښې اضافه کړم ۰ د استاد الینګار ي اکثر اشعار د خوږ ژبی هنر مند پاینده او نوروسندر غاړوله خواکمپوز شوی دی، برسیره پردې علینګاري صاحب زموږ دښوونځی دهنراوکلتورپه برخه کې پوره همکاري درلوده، په ښوونځی کې د قلمی دیوا لي
جریدې او همدارنګه په ښونځی کېدترانېد ټیم فعالول او نور علمي او فرهنګي پرګرامونو په مخ بیولوکېخاصه ونډه درلوده، دښوونځی دترانېټیم هر سهار په شاګردانو تمرین کیده چې د ښوونځی په مراسمو او دولایت په رسمي محافلواوتجلیلونوکېزموږ دترانېټیم خاص ځای درلود اوډیر ښه وطني ، با احساسه اشعار یې د ترانې تیم ته برابرول اوشعرونه به یې په خپله لیکلچې دهغه له جملې څخه یوه ترانه چېڅو بیته یې همدا اوس هم په ذهن کې راسره دي لیکم :
انسان په پوهه کامل انسان شي
عقل یې سالم شي روح د جهان شي
شرف حاصل شي علم او ادب نه
نه چـــــېد مال اوملکو نصب نه
علینګاری به ســـــتاپه فرمان شي
عقل یې سالم شي روح د جهان شي
زموږ دښوونځی دترانې ټـــیم ددې ترانې په اورولو سره په هغه محفل کېچې دروښان په لیسه کې جوړ شوی وه لمړی مقام تر لاسه کړ۰
زموږ لپاره د مهتر لمک لمړنۍ ښوونځی په زړه پورې په دې وه چېدلته دحیدر خانیو ددهاتي ښوونځی په پرتله هر څه مرتب او منظم وه، درسي صنفونه ، منــــظم تقسیم اوقات ، دهر مضمون لپاره مشخص استاد، د ښونځی ادا ره اونور هر څه نوي وه۰د ښونځی سیمه به هره ورځ د ښوونځی د ملازمينو په واسطه پاکه او اب پاشي کیدله ، شاګردان مجبور وه چــې په ټاکلي وخت درس ته راشي او د ښوونځی نظم او مقرررات مراعت کړي،که څوک به بې موجبه ناوخته ښونځی ته راغی او یا کومه بله بې دسپلــینی به یې وکړه ، هغه ته به د ادارې له خوا جزا ور کول کیده۰