(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د بنګله دیش بی ستري

(٢٨برخه)

لیک: غلام محمد زرملوال

شيخ مجيب ډير زيات پهغضب و: "موږ بايد ازاد شو"، ويې ويل، "موږ بايد خپل سمندري او هوايي قوا ولرو.زه به دا هڅه وکړم." څو ساعته وروسته کله چې بيرته ډاکې ته روان و، ايوب خان قدرت ونيو او مجيب بيا دجيل د پنجرو شا ته واستول شو.

په ١٩٧١ کال کې شيخ مجيب دومره په سياست کې د ننه ورک شوى و چې دا حقيقت څرګند کړي چې نه يې شوه کولاى وپوهيږي چې له څومره چاوديدونکو تضادونو سره مخامخ و. پدې هکله به يواځې د محمد ايوب خان په يوه تبصره باندې اکتفا وکړو: "شيخ مجيب د ليډرشيپ په هکله ناکامنه و، مگر ناکامي يې دا وه چې ده د دې حقيقت درک چې د چا پر ضد مبارزه کوي، نه و کړى ... دا ګناه د سيات ده چې دى يې دومره بوخت کړى و چې د دې لپاره چې د ده جنبش په ټولنه کې څه اغيزه درلوده پوره وخت نه درلود چې قضاوت وکړى شي."[1]

که چيرې د مارچ اوومې نيټې ته ژور وکتل شي نو څرګنده به شي چې پدې نيټه په سټاډيوم کې پلان کړل شوې غونډې د بنګال د مبارزې بڼه په ډراماتيکي ډول بدله کړه. مګر دا غونډه هغه څه نه وه چې اولس يې هيله کوله! د شيخ مجيب الرحمن پروګرام داسې جوړ شوى و چې د "حق خوداراديت" غوښتنه يې کوله، مګر د ازادۍ لپاره تږى بنګالي اولس چې دې غونډې ته راغونډ شوى و او شمير يې يو مليون ته رسيده، بل څه اوريدل غوښتل: "د ازادۍ اعلان!" ختيځ بنګال يوه اونۍ په خواشينو خاورو وينو کې سترګې پر ليار و ترڅو داسې واوري! په ډاکه او نورو سيموکې له جلسواو خبرونو څخه په ډاګه څرګنده وه چې دا په ازادۍ مين اولس داسې مرحلې ته رسيدلى و چې په شاته تګ يې امکان نه درلود. د محصلينو مشران چې د حالاتو نسبتاً ښه درکورسره و، د ازادۍ لپاره راوتلي وو او  په ډاګه يې دا نارې وهلې. په حقيقت کې عوامي ليګ ته اخطار ورکړى و چې ټينګ ودريږي او له نورو سره ځان وګڼي.  دا صحنه وهچې ټولاوس سره راغونډ شوي وو اوسترګې پرليار وو چې د  مجيب خبرې واوري. د دې لپاره چې خپل نه ماتيدونکى عزم په ډاګه وښيي، له ځانونو سره يې ډول-ډول وسلې: توپک،تورې، په کور کې جوړې شوې نېزې، د لاټۍ لرګي او د اوسپنې سيخونه راوړي وو. پدې وخت او دې ځاى کې يو تن پوليس او عسکر هم په سترګو  نه ليدل کيده. د پوځد موجوديت يواځنۍ نښه نښانهله يوې شنې اونصواري رنګې هيليکوپتر الوتکې څخه و چې د ونو شاته کته پورته په هوا کې ګرځيدله. که چيرې د پوځ دې تهديدوونکې مانورې په زړه کې هم ويرولي وى، مگر په خوله باندې چا څه نه ويل. ممکن په هغه ورځ باندې د هغې الوتکې پرسونل له ټولو څخه زيات په ويره او ډار کې و. هغه پروتست چې دوى يې له پاسه ننداره کوله د ډيرې وارخطايي او ويرې وړ و.  که چيرې دا ګڼ اولس په پوځ باندې ورمخه کړي نوبيا ټانکونه، توپ او توپک ددوى مخخه کله نيولى شي. جنرال ټيکه خان د دې خبرې درک کړى و او د هيليکوپترو د ګرځيدو دليل همدا و.

کوزپر ځمکه ټولې  سترګې هغې خوا ته اوښتې وې کوم چې هره شيبه د شيخ مجيب الرحمن د رارسيدو هيله کيدله. مگر د بنګال پلار! چې په ډيره مينه ورته خلکوخطاب کاوه، ځنډنى شو. شيخ مجيب د اجرائيوې جرګې سره په بله عاجله غونډه بوخت و. دا غونډه د تېرې ورځې په ماښام د ده کور ته راغوښتل شوې وه تر څو پريزيډنت يحيى خان د نوې نيټې په هکله چې د انتخاباتو لپاره يې ټاکلې وه غور او کتنه وکړي. عوامي ليګيان همپدې فکرکې تللي وو چې د ازادۍ د اعلان په هکله چې د اولسونو هيله وه څه پريکړه وکړي. دا پريکړه اسان کار نه و. له يوې خوا زده کوونکو او د هغوى مشرانو په عوامي ليګ زور اچولى و چې ژر تر ژره دې له پاکستان سره د ماتې اعلام وکړي. د کليو او کوڅوګڼ اولس هم د زده کوونکيو ملاتړ و. له بلې خوا دا احتمال و چې د ازادۍ په اعلام سره به د پاکستاني پوځ د کسات (انتقام) اور چې اوس د بيرحم جنرال ټيکه خان تر ادارې لاندې و، لا پسې په لمبو شي. بيګناه خلک به پکې وسوځي او ممکن چې د ډاکې او چتکانګ ډېر ځايونه له خاورو سره برابر شي. شيخ مجيب وينې تويول نه غوښتل. له بلې خوا  يې نوې ژبې ته چې د مارچ پينځه ويشتمه نيټه يې د اسامبلې د غونډې لپاره ټاکلې وه، دى شکمن کړى و. دوى ته داسې څرګنديده چې يحيى خان هغه پړاو ته رسيدلى و کوم چې دوه کاله پخوا مارشال ايوب خان تير کړ. پريزيډنت يحيى خان دا حقيقت درک کړى و چې داسې چالچلن په هغه چا باندې چې طبعاً سوله غوښتونکي وو اوغوښتل يې چې په انتخاباتو کې د برياليتوب ميوه وڅکي، پوره اغيز ولري.


[1]  "بنګله ديش – د اولسولي لپاره مبارزه – ٦٢ مخ

(٢٩برخه)

کوزپر ځمکه ټولې  سترګې هغې خوا ته اوښتې وې کوم چې هره شيبه د شيخ مجيب الرحمن د رارسيدو هيله کيدله. مگر د بنګال پلار! چې په ډيره مينه ورته خلکوخطاب کاوه، ځنډنى شو. شيخ مجيب د اجرائيوې جرګې سره په بله عاجله غونډه بوخت و. دا غونډه د تېرې ورځې په ماښام د ده کور ته راغوښتل شوې وه تر څو پريزيډنت يحيى خان د نوې نيټې په هکله چې د انتخاباتو لپاره يې ټاکلې وه غور او کتنه وکړي. عوامي ليګيان همپدې فکرکې تللي وو چې د ازادۍ د اعلان په هکله چې د اولسونو هيله وه څه پريکړه وکړي. دا پريکړه اسان کار نه و. له يوې خوا زده کوونکو او د هغوى مشرانو په عوامي ليګ زور اچولى و چې ژر تر ژره دې له پاکستان سره د ماتې اعلام وکړي. د کليو او کوڅوګڼ اولس هم د زده کوونکيو ملاتړ و. له بلې خوا دا احتمال و چې د ازادۍ په اعلام سره به د پاکستاني پوځ د کسات (انتقام) اور چې اوس د بيرحم جنرال ټيکه خان تر ادارې لاندې و، لا پسې په لمبو شي. بيګناه خلک به پکې وسوځي او ممکن چې د ډاکې او چتکانګ ډېر ځايونه له خاورو سره برابر شي. شيخ مجيب وينې تويول نه غوښتل. له بلې خوا  يې نوې ژبې ته چې د مارچ پينځه ويشتمه نيټه يې د اسامبلې د غونډې لپاره ټاکلې وه، دى شکمن کړى و. دوى ته داسې څرګنديده چې يحيى خان هغه پړاو ته رسيدلى و کوم چې دوه کاله پخوا مارشال ايوب خان تير کړ. پريزيډنت يحيى خان دا حقيقت درک کړى و چې داسې چالچلن په هغه چا باندې چې طبعاً سوله غوښتونکي وو اوغوښتل يې چې په انتخاباتو کې د برياليتوب ميوه وڅکي، پوره اغيز ولري.

د دوى غونډې ټولهشپه اود راتلونکې ورځې لويه برخه ونيوه.مگر عوامي ليګ لا کومې پريکړې ته نه ورسيدلى. عمومي نظر خو يې طبعاً دا و چې پدې هکله تلوار ونکړي ځکه چې يو غلط ګام به ډيرې خطرناکې نتيجې منځ ته راوړي. مجيب الرحمن په پاى کې فيصله وکړه چې له يحيى خان څخه به څلور غوښتنې وکړي او د دې لپاره چې د بنګالي اولس عزم وښيي نو عمومي اعتصاب به اوږد او د دې غوښتنو ملاتړ به وکاندي.

څلور غوښتنې په دا لاندې ډول وې:

١:- د مارشلا سمدلاسه لرې کول.

٢:- د پوځي پرسونل سمدلاسه خپلودريځونو ته ګرځول.

٣:- د مړينې او ژوبلې په هکله تحقيق اوپوښتنه.

٤:- د مارچ له پينځه ويشتمې نيټې يانې د اسامبلې له ټاکلې نيټې څخه د مخه ټاکل شويو اولسي نمايندګانو ته د قدرت سپارل.

دې غوښتنو سولييزه بڼه درلوده. اصلي غوښتنې: يانې قدرت خلکو ته سپارل او د پوځ لرې کول،او نور ټکي هلته پکې دي. مگر ميتود يې عدم تشدد (د زور څخه کار نه اخستل) وو.

پر اولسونو باندې باور او د عمومي اعتصاب د برياليتوب په اړه د شيخ  مجيب له عقيدې څخه داسې څرګندېږي چې نوموړي د اولسونو قدرت ښه درک کړى و او دويم ورته څرګنده وه چې دا پياوړې وسله د ده په لاس کې ده. مگر د ده يواځنۍ غلطي دا وه چې د پريزيډنټ د اصلي مقصد غلطه محاسبه يې کړې وه او نه يې وکولاى شول چې د دې پياوړې وسلې څخه ګټه واخلي. د عوامي ليګ اجرائيوي کميټې هم بيله درنګه د مجيب الرحمن پلان لاسليک کړ. رښتيا خبره دا ده چې هغوى پدې هکله چې يوه منځنۍ لار يې موندلې وه، خوښ وو. مگر د محصلينو مشران چې د باندې يې انتظار يوست د دې خبرې په اوريدو سره خواشيني وو. مخکې له دې چې شيخ مجيب ساډيوم ته لاړ شي، هڅه يې وکړه چې هغوى دلاسا کاندي، مگر دا دلاساينه بې اغېزې وه.

شيخ مجيب الرحمن پياوړى نطاق و.[1]  کله چې يې هغه ورځ په ستاډيوم کې خبرې کولې نو هر څه چې يې په وس کې وو تمام يې کړل. سيخې خبرې يې وکړې. له ټوکو-ټکالو څخه يې هم ګټه واخستله، او د تندر او تالندې په شان هم بدل شو. مگر هغه څه چې خلکو يې د اوريدو هيله رله، ونه ويل.  که څه هم په اول وار به يې لاسونه پړکول او څه ناڅه خوښي يې څرګندوله، مګر  حقيقت خو دا و چې د خلکو زړونو ته يې لار ونه موندله. داسې ځواب او هرکلى د وخت له تقاضا سره برابر نه و.  کله چې يې تياره کړې بيانيه پاى ته ورسوله، يوه شيبه پټه خوله ودريد، هرې خوا ته يې نظر واچاوه او د اولس په څيرو کې نااميدي او خواشيني په څرګنده احساس کړه. ناڅاپه د "بنګال پلار"  اوچت شو. موټي (سوکونه) يې جګ کړل او څومره چې يې مريو (ستوني) کار کاوه، نارې يې کړې: "دا ځل زموږ مبارزه د ازادۍ مبارزه ده!!"  ژوندى دې وي بنګال!! (Joi BANGLA!!) . د ستاديوم فضا په جنون بدله شوه. اولسونو دا غوښتل. شيخ مجيب د ازادۍ او استقلال ناره پورته کړه. پدې روحيه ټول هر لور ته خپاره شول ترڅو د عوامي ليګ د اعتصاب پروګرام نمونه ښکاره کاندي.

(٣٠برخه)

په دا بله ورځ بيله پوځي کمپونو څخه د ختيځ بنګال مرکزي حکومت له کار کولو اوفعاليت څخه ولوېد. خلکو مخکې له مخه په مرکزي او محلي بانکونوکې د محصول، ماليې او نورو له ورکولو څخه ډډۀ کړې وه. د شيخ مجيب د مارچ د دريمې نېټې له لارښوونې سره سم ولس يواځې له دوه بنګالي بانکونو سره معامله کوله. اوس د مرکزي ادارې لپاره خورا مشکله خبره وه چې په مرکز او ايالاتوکې د ولس د دې چالچلن مخه ونيسي. بنګالي ولس پدې ليار کې د پوره دسپلين لاندې راغلى و.د هر ځوان زاړه ښځې او ميړه لپاره دا پتمنه اود احترام وړخبره وه چې هغه څه چې د "بنګال پلار" وايي، عملي يې کړي. د دې ډول اعتصاب سارى تر اوسه پورې نه و ليدل شوى.اودا خبره بې دليله نه ده چې ولى خان چې د ژوندانه په اوږدو کې په عدم تشدد په فلسفه ولاړ اوعقيده لري وويل: ... "حتى ګاندي به ورته هک حيران پاتې شوى واى!"

د شيخ مجيب لس فقريزلارښود چې د مارچ په اوومه نيټه يې په ستاديومکې خلکو ته وړاندې کړ په لاندې ډول دى چې ورڅخه د اعتصاب تفصيل پوره څرګنديدلاى شي:

١ –د محصول اومالياتو په ورکړه بنديز.

٢ –د بنګال په اوږدوکې وزارتونه، حکومتي  او نيمه حکومتي دفترونه، لومړنۍ او لوړې محکمې به ټول په اعتصاب لاس پورې کوي. استثناوې له وخته سره سم اعلان شي.

٣ –د ګاډي لارې او بندرونه به پرانستي وي.که چيرې داسې څرګنده شي چې دا لارې دوسلو او پوځي مهماتو د وړلو راوړلو لپاره چې د خلکود ژوبلې په موخه ګټه ترې اخستل کيږي، استعمال شي نو کارګر به له کار کولو څخه ډډه کوي.

٤ –راډيو تلويزيون او ورځپاڼې به زموږټولې بيانيې او ويناوې خپروي. ورځپاڼې به د خلکو د جنبش د خبرونو له انحراف څخه ډډه کوي اوکه نه پدې موسساتوکې ټول بنګالي کاارګر به له کار څخه لاس اخلي.

٥ –يواځې په داخلي او ايالتي سويه به د تليفون شبکې فعاليت کوي.

٦ –د پوهنې ټولې موسسې  به تړلې وساتل شي.

٧ –له پاکستاني بانکونو سره به راکړه ورکړه تړلې وي.

٨ –په ټولو ودانيو به هره ورځ تور بيرغونه پورته وي.

٩ –په نوروکړيو (محيطونو) کې به اعتصاب نه وي. که چيرې ضروري وګڼل شي نو له وخته سره سم به د داسې کار د عملي کولو اعلان وشي.

١٠ –يو انقلابي کونسل (شورا) به د محلي عوامي ليګ د مشرانو تر ادارې لاندې په ټولو سسويو جوړ کړل شي.

کله چې د مارچ په اتمه نيټه پورتنۍ لارښونې پر ځاى او عملي شوې وې، نو د پنجاب غړي لاپسې وتښتيدل.

په کراچۍ کې د لويو تجارانوبڼې کوم چې په بنګال کې يې تجارت درلود ژيړې شولې. د بنګال د ې فيصلې په ډاکه، خولنه او چتکانګ کې د کارخانو اوفابريکو څښتنان حيران پاتې کړي وو چې ايا خپل ژوند په خطر کې واچوي او بنګال ته د کار و بار د لارښوونې لپاره لاړ شي او که په کراچۍ کې تم شي ، انتظار وباسي. يواځې يو يا دوه تنه زړور او په زړه باندې يې بنګال ته لاړل نور يې په کراچۍ کې پاتې شول او په  دعا کولو يې لاس پورې کړ. هغوى د لاهورپينډۍ په حکومت باندې زور واچاوه "تر څو پدې هکله ژر اقداموکړي."  يوه غټ يې خپل يوه کارکوونکي ته پيشنهاد وکړ چې معاش به يې څلور چنده کړي که بنګال ته لاړ شي او د ده لپاره وظيفه اجرا کړي! مگر د نوموړي له خوا دا پيشنهاد په ډيره درناويرد کړل شو. زما په يوه بل ملګري خپل دوه زامن "پهتاريخ کې د دې لوى تحريک" د ليدلو لپاره ډاکې ته واستول.د مارچ په اتمه نيټۀ اوضاع داسې شان ته وه.

لس فقرييزه لارښوونې د حکومت دفترونه او بانکونه له ډيرو ربړونو سره مخامخ کړل. د خوراکي شيانو او لومړيوموادو او اړتياو خورا قلت وموند. صادرات (د ليږلو مواد) چې د بنګال په اقتصاد کې خورا اهميت لري بند شول. هغه وو چې دد مارچ په اتمې نيټې د عوامي ليګ جنرل سکرتري (د ازاد بنګله ديش لومړي وزير) د دې لپاره چې خلک له ربړونو اود بنګال اقتصاد له ماتې څخه وژغوري يو څواستثناوې اعلان کړې. پدې اعلاميه کې د بانکونو د کار کولو ساعتونه،د ليارو او اوبود ترانسپورت (ليږدونې) فعاليت، د اوبو، غاز او بريښنا کار،د وريژو اوخوراکي شيانو ويش او بنګالي ولس ته د تادياتوپه هکله د خزانو د فترونو فعاليتونه څرګند شوي وو.  د پوست او تلګراف دفترونو ته لارښودنه وشوه چې يواځې د ننه په بنګال کې فعاليت وکړي. يواځنۍ استثنا د خارجي مطبوعاتو لپاره منل شوې وه چې له باندينۍ نړۍ سره ارتباط ولري. حتى د پوستې او تلګراف د څانګوليکونو هم په خپل قلم باندې هغه څه چې د شيخ مجيب او يا د بنګالي تحريک غندنه يې کوله، سانسور کول. د تاج الدين اعلاميې او استثنااتو ته د قدر په سترګه کتل کيدل. د دې چالچلن ټوله اغيزه دا وه چې په ختيځ بنګال کې ځانګړى بنګالي حکومت فعاليت وکړى شي. پاکستان له هغه نه پخوا داسې څه نه وو ليدلي.

د بنګالي اولس له خوا د پياوړي عزمدې چالچلن د هغو پاکستاني اتباعو په زړونو کې چې په بنګال کې اوسيدل، ويره پيدا کړې وه. اوضاع هلته لا پسې ويجاړه شوه کله چې کراچۍ ته د بيړيو تګ راتګ ناڅاپه وتړل شو. همدا دليل و چې د ډاکې هوايي ډګر لکه د دارالمجانين غوندې و او هر چا هڅه کوله چې په هر ډول چې وي د الوتکو ټکټ واخلي. د پاکستان نړيوالې الوتنې بندې شوې وې او يواځې د پاکستان او ختيځ بنګال تر منځ د پاکستاني پوځ او مامورينو  د وړلو-راوړلو لپاره کرايه شوې وې. الوتکې څلويشت ساعته په هوا کې وې او پاکستانى پوځ يې چې په ملکي جامو کې بنګال ته لېږدول اوبيا د بيرته راتګ په وخت کې به يې پاکستاني اتباع چې په تيښته کې وو، پاکستان ته وړل.

دا ټوله وارختايي بې اساسه نه وه ځکه چې د شيخ مجيب په ټولولارښوونو برسيره په ډاکه، خولنا او چتکانګ کې له پاکستاني اتباعو سره ځينې تصادمونه ليدل کيده. خارجي اتباع د ځينو افواهاتو په هکله چې خداى پوهيږي چا خواره کړي وو، بيحده په ويره کې وو. افواهات دا وو چې ګوندې: په لږوخت کې به د دوى قصابي کول پيل شي. د کرکې او ويرې په دې فضا (چاپيريال) کې هر کوچني تصادم ته ډيره غټه اود لويې بېرحمۍ بڼه ورکول کيده. ځينو وګړيو د دې لپاره چې د خپلې ايندې په هکله په ويره کې وي پاخه دليلونه درلودل. څنګه چې هغوى هم د استثمارګرې ډلې غړي وو. په ډيره بېرحمي يې د بنګال اولس وينې څښلې وې اوپه ديره ټيټه سترګه يې ورته کتل. هغوى په بنګالي ژبې له خبرو څخه کرکه کوله او يواځې به يې په اردو يا انګريزي باندې خبرې کولې. زما يوه ژورنالست ملګري چې بنګال ته په سفر تللى و د خپل پنجابي ميلمه پال په هکله له خواشينۍ ډک و، ماته وويل چې دې پنجابي کورنۍ په پاتې شوې ډوډۍ د دې په ځاى چې خپلو منتها بيوزلو بنګالي مزدورانو ته ورکړي، د باندې غورځوله.نو داسې خلک چې په هره ټولنه کې وي بايد د خپلو عملونو له انعکاس څخه له ويرې ولړزيږي!


[1] - تيره شوې زمانه ځکه دلته استعمال شوې چې د دې مطلب د ژباړنې په وخت کې د خداى بښلي مجيب الرحمن د مړينې دويمه ورځ وه. ژباړونکى

(٣١برخه)

عمومي اعتصاب د مارچپه پينځلسمه نيټه لا پسې پياوړى شو او داسې مرحلې ته ورسيد چې اوس يواځې دا نه چې ماليات او محصول د عوامي ليګ په نوم راغونډيدل، بلکې مرکزي ايالتي حکومت د شيخ مجيب تر ادارې لاندې فعاليت کاوه. د پاکستان خلک د بنګال د حالاتوپه هکله د مرکزي حکومت پټې خولې ته حيران پاتې وو. داسې خبرې اوريدل کيدې چې يحيى خان ناکام شوى و او لکه  د ايوب خان په شان به مجبور شي چې کوم بل چا ته ځاى خوشى کړي. مګر دا چې په يحيى خان پسې به څوک راځي د قياس او تخمين وړ نه وو. پوځې ډلې راز ډير پټ ساتلى و!! يواځې لوړ رتبه افسران پدې پوهيدل چې څه عزم يې درلود. مګر هغو نورو چا چې د پنجابي پوځ چالچلن يې ليدلو په شک او ترديد کې ډوب وو او دا  ترديد هيڅ په ډاګه نه شو.

له بلې خوا په ختيځ بنګال کې د پاکستان پوځ تر خورا سختو شرايطو او ترټنې لاندې ژوند کاوه. هغوى ته بنګالي ولس د خوراکي شيانو او نورو ضروري اړتياو له ورکولو څخه ډډه کوله. کله به چې د خوراکي شيانو او نورو د پيرودلو لپاره بازار ته لاړل نو ډير زيات به تعجيزيدل. هيڅ يوه دکاندار ورباندې څه نه پلورل. ژر تر ژره يې خبره دالو او چپاټي ته ورسيده. حتى دا به هم د هوا له لارې له کراچۍ څخه وروړل کيدل.

په ياد مې دي چې يوه تن عسکر چې د ختيځ بنګال په پوځ کې يې خدمت کاوه خپله قيصه ما ته وکړه چې يو ځل د يوې ډلې زده کوونکو له خوا موږ څو تنه ونيول شوو او "ټولې جامې او پرتګونه يې راباندې ويستل او مجبور يې کړو چې په کوڅه کې لوڅ وګرځو. دا ښه وه چې سلتراجونه مو په پښو کې وو که نه له شرمه به مو سترګې نه وى پورته کړې."

دې عسکرو او ملګرويې په خپل وار د مارچ له پينځه ويشتمې نيټې وروسته بيا ښه زړه سوړ کړ!! زه لا اوس هم لا هغه څه نه شم تصور کولاى چې هغوى هغه څه چې په بنګال کې وکړل را په ياد شي.

دا رښتيا د تعجب خبره ده چې څنګه پنجابي افسرانو وکولاى شول چې پينځه ويشت ورځې ټول پوځ پټهخوله وساتي. له يوه پنجابي افسر څخه مې يو ځل پوښتنه وکړه چې څنګه يې دا کار وکولاى شو، په ځواب کې يې وويل: " موږ به ټولو ته ويل چې صبر وکړئ او په خپلو امرانو عقيده ولرئ. زه په خپله نه پوهيدم چې څه پيښه وه، مګر دومره فکر موکولاى شو چې په دې ځاى کې زموږ د اوسيدو لپاره پوځ ضرورت و. نو له دې کبله مو په پټه خوله انتظار يوست. اوس هغه لوى خاينان پر هغه څه چې يې وکړل پښيمانه دي."

رښتيا خو دا ده چې د بنګال کلکه کرکه او غندنه جنرال ټيکه خان ته متوجه وه. جنرال ټيکه خان  څو ورځې وروسته چې هغه وخت بنګالي ولس په عدم همکارۍ ااو په عمومي اعتصاب لاس پورې کړى و ډاکې ته راغى تر څو د ګورنر او مارشلا د اداره چي دواړه وظيفې په غاړه واخلي. ګورنر احسن چې ناڅاپه د جنرال يحيى خان په امر ګوښه کړل شو، په ځاى يې ټيکه خان که څه هم ټاکل شوى و، مګر د وفادارۍ لوړه يې نه وه کړې، ډاکې ته لاړ. له دې حقيقت څخه داسې څرګنديږي چې پنجابي ډله په پوځي سمبالولو کې دومره دومره ډوبه وه چې دې خبرې ته يې چې په اړاري پروتوکل او تعامل پسې وګرځي، ور فکر نه شو. وروسته د مارچ په نهمه نيټه د ټيکه خان ناڅاپه فکر شو او پريکړه يې وکړه چې بايد د وفادارۍ لوړه وکړي. د دې کار لپاره يې د ختيځ بنګال يو قاضي راوغوښت چې دا کار عملي کاندي. مګر قاضي صديق په ډيره درناوي د داسې کار له کولو څخه معذرت وغوښت. په همدې ډول په ډاکه کې نورو قاضيانو هم د دې کار کولو څخه ډډه وکړه. د شيخ مجيب اوامرو پاس هم د عمل جامه اغوستې وه!! که څههم ټيکهخان له غصې څخه تور شين اوښتى و، مګر هيڅ څه يې نه شوه کولاى. د حکومت ټول څرخونه د عوامي ليګ په لاس کې وو او ټولې چارې د دومندۍ له دوه ديرشم لمبر دوه پوړيز کور څخه چې د شيخ مجيب استوګنځى و اداره کيدې. بلې خوا ته خو نو هرو مرو پوځي غاړه وه. د هغوى اداره د ټيکه خان په لاس کې وه چې د مارشلا د امر جنرال يحيى خان په امر هلته ځاى په ځاى شوى و. ټيکه خان خپلې پوځى خولۍ ته ډير په غوره کې و. دا غوره تر هغه پورې وه کله چې د مارچ په ٢٧ نيټه خپل شوم پلان پر مخ يووړ. بيا هيڅ ورپاتې نه شول. د مارچ پر ١٥ نيټه کله چې اعتصاب ډيرې لوړې مرحلې او ډير شدت ته رسيدلى و، يحيى خان بيا ډاکې ته لاړ. د نوموړي دا ځل تګ بيا خلکو داسې ښکاره (وړاندې) کړل شو چې ګوندې د سياسي سولې او ارامي د لاس راوړلو لپاره و. مګر داسې نه وو. حقيقت دا و چې نوموړي پدې حساسه ګړۍ کې چې حتى مجيب الرحمن د خلکو د ازادۍ د غوښتلو پخ اور اوبه ن شوې تويولې، لږ څه نور وخت هم وګټلى شي. اوس د يحيى خان لپاره بيا داسې وخت رارسېدلى و چې بل فريب وړاندې کړي. که  چيرې رژيم رښتيا د سولې غوښتونکى وى نه هاغسې څه به يې نه و کړي، لکه چې يې وکړل. د مارچ په ١٤ نيټه يانې ډاکې ته د يحيى خان له تګ څخه يوه ورځ مخکې جنرال ټيکه خان د مارشلا اعلان وکړ او له حکومتي مامورينو او هغو چا څخه يې چې له پوځي بودجې څخه معاش ورکول کيده وغوښتل چې په څلور ساعته کې د پوځ ستونځي ته حاضر شي. په دې امر کې تصريح شوې وه چې که څوک په څلرويشت ساعته کې ځان ونه رشوي، يواځې دا نه چې له وظيفې څخه به ګوښه کړل شي بلکې د اختصاصي محکمې له خوا به محاکمه شي. د دې التيماتوم د ختميدونيټه د پريزيډنټ يحيى خان له رارسيدو سره مصادفه وه مګر هيڅ چا ورباندې عمل ونه کړ او سترګې ورباندې پټې شوې. دوې ورځې وروسته دا امر يو ځل بيا تکرار شو. دا وارې دوې ورځې وخت وټاکل شو. د دې لپاره چې که د دوى د راتګ په لار کې د "ياغيانو" له خوا کوم خنډ واچول شي، نو کافي وخت به ولري چې په دوه ورځو کې راورسيږي. که رژيم رښتيا سوله غوښتلى نو هرو مرو به يې د داسې پاروونکو ټکو له يادولو څخه ډډۀ کړې واى.  

(٣٣ برخه)
 
لا پخوا باندې د فبرورۍد مياشتې په ٢٤ نيټه شيخ مجيب الرحمن خپل ولس ته اخطار ورکړى و چې   "په مصنوعي ډول جوړ کړې شوې ګډوډيراپورته شوې تر څود اساسي قانون د جوړيدلو په مخکې خنډونه واچوي ... دسيسه بازو قدرتونو د توطيو په جوړولو لاس پورې کړى او د ولس د ځبلو تيارى نيسي."
د مارچ په ٣ نيټه کله چې د اسامبلې غونډه ځنډول شوې وه او د بنګالي ولس له خوا د عدم همکارۍ پريکړه وشوه، شيخ مجيب وويل: "د خواشينۍ وړ خبره ده چې هغه الوتکې د دې په ځاى چې د ولس نمايندګان راوړي،د پوځ او پوځي وسلو ليږدولو ته ګمارل شوې دي."
پدې ټولونښو نښانو برسيره عوامي ليګ بيا همله پنجابي دسيسه بازانوسره بې پايه او بې نتيجې خبرو ته ادامه ورکړه اود هيڅ ډول تياري نيولوپه لټه کې نه شول. دا خبره بايد ومنو چې د مارچ په ١٦ نيټه يې له بنګالي ولس څخه غوښتنه وکړه چې "په ختيځ بنګال کې هر کور بايد په جنګي کلا بدل شي." همدا ډول د مارچ په اوومه نيټه به د هيواد په اوږدوکې انقلابي کميټې جوړې کړي. اټکل صحيح و مګر تطبيق يې له تيوري څخه عمل ته ښه نه و پلان کړل شوى. د بنګالي ولس لپاره د مارچ په ٢٣ نيټه په پلټنوميدان کې د درۍ رنګي بيرغ جګول خورا زړه وړونکى و. د دې کار خوند اواغيزه به لا هغه وخت پسې زيات واى چې که چيرې دوى همداسې تيارى نيولى وى لکه کومچې پينځه ميله لرې پنجابي پوځ نيولى و. داسې تياري نيولو به حتى په وروستيو ګړيو کې د بنګله ديش د يصې بڼه بدله کړې واى.
د ژورې کتنې وړ خبره دا ده چې د بنګالي ولس څنګه چې د ملي قيام پياوړتوب و برياليتوب يې په نصيب شو، مګر د زيات فشار او لږ تياري بيه ډيره لوړه وه. يواځې د ختيځ بنګال عسکرو اوافسرانو چې شمير يې څو تنو ته رسيده وکولاى شول ترڅود پنجابي خونخوار پوځ مخه څه ناڅه ونيسي.هغوى ووچې يوه ورځ يې وستله. په هر ګوټ کې زړور اوشجاع خلک به د دوى درناوى کوي.
(٩)
عام قتل
------
موږبه سبق ورکړو.      ميجر بشير –کاميلا
----------------------------
 
د ١٩٧١ کال د مارچ د مياشتې په ٢٥ نيټه د شپې په اته بجو يوه نااشنا [ناپيژنده] سايکل ريکشا په ډير تلوار د دومندۍ ٣٢ لمبر کور چې په داکه کې د شيخ مجيب استوګنحى و تم شوه.    څنګه چې د ريکشا کشوونکي سا درېدلې وه اوټوخيده،ويې ويل چې دى له ډيره لرې ځايه راغلى او غواړي چې بنګله-بابو (د بنګال پلار) سره څه پټه خبره وکړي. د نوموړي پيغام په بنګالي ژبه په يوهټوټهکوچني کاغذ چې لاسليکيې نه درلود په دې ډول و: "ډير امکان لري چې ستا په کور نن شپه يرغل راشي." يوه تن چې هلته حاضر و ما ته وويل چې د پاکستاني پوځ له خوا دا لومړن شوک اوسخت خبر وچې دوى ته ورسېد.
د يحيى خان د هغې ورځې وختي او بېخبره ناڅاپه پاکستان ته بيرته ستنېدلو هم د عوامي ليګ په زړونوکې انديښنه پيدا کړې وه. کله چې د نوموړي له تګ څخه وروسته د پوځ خوځيدنه او تيارى نيول هم چټک شول، نو شيخ مجيب خپلو ملګرو ته لارښوونه وکړه چې ځانونه پټ کړي. د بنګال پلار له ځان پټولو څخه غاړه وغړوله ويې ويل چې پخپله به دى کور پاتې شي. "زما په خپل کور کې!"
حينو ملګرو هره شيبه د ده کور ته پرله پسې تليفون کاوه چې د احوال پوښتنه يې وکړي.ځواب مثبت و. خو د شپې په يوه نيمه بجه کله يانې دوه نيمې ګړۍ وروسته کله چې فضا د ګوليو په باران ډکه شوې وه اود شپې اسمان د اور په لمبوځلانده و، د شيخ مجيب تليفون پريکړل شو. په ډيره وارختايي او خواشينۍ دا خبره خپره شوه چې د بنګال پلار د پوځ لاس ته ورغلى و. درۍ اونۍ وروسته هلته لاړم اود شيخ مجيب د کر ديوالونه مې وليدل چې څنګه د ماشينګڼو ګوليو غلبيل کړي وو. يوهتن ګاونډي يې راته وويل چې د عوامي ليګ مشر څنګه په سړه سينه د خپلې ګرفتارۍ لپاره په انتظار ناست و.
نوموړي وويل چې په يوه بجه دوه پوځي جيپونه چې يوه لارۍ پسې وروسته وه د دوه-ديرشم لمبر کور مخې ته ودريدل. په څو شيبو کې بڼ له سپاهيانو څخه ډک شو. د کور بام او دويم پوړ په لور ځينې ډزې وشوې.که څه هم د دې ډزو موخه ژوبله او مړينه نه وه، بلکې يواځې ويرول او تهديدول وو.  هغه و چې د شيخ مجيب غږ له پاسه واوريدل شو چې ويل يې: "ولې مو په داسې بربريت لاس پورې کړى دى؟ که ما ته موراغږ کړي واى په خپله به په ارامۍ راښکته شوى وم."
مجيب چې د خوب د جامو په برسيره يې ژړبخوند نارنجي کوټ اغوستى و له زينو څخه راښکته شو او د يوه افسر پر خوا چې د لاندې ولاړ و روان شو. افسر يو مؤدب او دروند سړى و وويل تاسو به مهرباني وکړئ او له ما سره به لاړ شئ.  په پاى کې ټول لاړل او له سترګو الونيا شول.
څو شيبې وروسته کله چې د مجيب ميرمن او کوچنيان د ګاونډي کور ته ورغلي وو بل پوځي موټر راورسيد. دا ځل پوځيان مؤدب او زړه-سواندي نه وو. د کور د کړکيوشيشې، اثاثيه، د کتابونو المارۍ او هرڅه يې ټوکر-ټوکر کړل. څېرې او چوکاټونه چې د کور په ديوالونو ځړول شوي وو د لاندې پر ځمکه راولويدل او خواره-واره شول. يوه څيره هم د چييرمن ماؤ وه چې د سپينو زرو په نري چوکاټ کې نيول شوې او د نوموړي له خوا لاسليک شوې وه. نه پوهيږو چې شيخ مجيب به هغه له کومه موندلې وه.
دې پوځي ډلې واځې پلټنه نه کوله، بلکې داسې وضع يې غوره کړې وه لکه ژوبل شوى څيروونکى حيوان چې په دښمن باندې حمله کوي. ما داسې نښې نښانې ټولې هغه وخت په سترګووليدلې کله چې د اپريل د مياشتې په نيمايي کې هلته ولاړم. د ژوند يواځنۍ نښې له يوې غټې پيشو څخه چې هلته ګرځيده او موږ ته يې په ځير-ځير کتل، درۍ چرګې چې په خاورو کې کُړتيدې او  څو کوترې چې د کور شا ته په قفس کې وې. د بنګال پلار کور خالي و. غږ او زوږنه و. داسې مې څوڅو ځله د بنګال په ډيرو سيمو کې وليدل. کورونه کنډوالې شوي وو.ډيرو يې مخکې له دې چې نښته وکړي د پاکستان شين او سپين رنګي بيرغونه پورته کړي وو. دا د دې لپاره چې که وکړاى شي "د دې جنګ د خداى!!" په زړه کې رحم پيدا کړي. مګر بې کټې وو. اوس هم بيرغونه د لمر په شغلو کې ځليدل. ميله جوړه وه، مګر د انسانانو پته نه وه.
(٣٤برخه)
 
هغه څوک چې نيکمرغه وو، هندوستان ته يې ځانونه ورسولى شول. که څه هم بيله نيمګړې سا بل څه يې نه درلودل. نور يې د شيخ مجيب په شان ته راغونډ کړل شوي وو او بيله دې چې پته يې څرګنده وي له سترګو الونيا شول. يوه بله ډله يې هغه وو چې تنې يې د ماشينګړو په ګوليو غلبيل، غړۍ يې ټوکر-ټوکر په ويالو، پولو او پټيو کې پراته وو اونرى شمال پرې لګېده. د اپريل په مياشت کې د هيواد بڼۀ خورا ښکلې وه.شولې تر زنګون پورې وې. ټوله ځمکه شين کُړم او په منځ کې يې کوچني کوچني کورونه چې د افق لور ته غځيدلي وو، پراته وو. څنګه چې د ونو خاښونه له ګلانو ډک وو نو د سړک دواړه غاړې يې ښايسته کړې وې. د منګو [آم] او نورې ميوه لرونکې ونې هم ډکې وې. فضا په خوشبويي دکه وه. طبعيت خورا خوږ او ښکلى و، مګر يواځې ددې هيواد توربخن انسانان وو چې په وينو او خاورو کې لوغړيدل.
د مارچ د مياشتې د هغې له مقدراتو په ډکه شپه د شيخ مجيب پټه خوله له هغې خونړۍ زورګيري سره چې د بنګل په پايتخت کې رروانه وه عجيبه شان ته ښکارېده. پوځ کله چې کراچۍ ته د پريزيډنټ د هوسا رسيدلو خبر د شپې په يوولس نيموبجو راورسيد، په دولس بجو پوځ پوره تيار ى نيولى و. زړه يې ډاډه شو او بېدرنګه يې د خپل شوم پلان پهعملي کولو پيل وکړ.
په پيلخانه کې د ختيځ پاکستان د پوځ په قرارګاه د ټانکونو [شوبلو]، بيزوکا او اتوماتيکو ماشينګړو حمله وشوه. د راجرباغ پوليسو په سټيشن باندې هم داسې حال ججوړ شو. په دواړو سيمو کې بنګاليانو چې مخکې له مخه يې تيارى درلود او شمير يې پينځه زره تنو ته رسيده پوره مقاومت وکړ. دا چې نتيجه بهڅه وي، اوس هيڅ شک پکې نه و پاتې. د پنجابي پوځ شمير، پياوړتيا او د باسقين حمله د دوى په ګته وو. مګر مخکې له دې چې بنګالي پوځيان ځانونه قربان کړي د پاکستان پوځ ته يې دوزخوروښود.
د ښار په  نورو برخو کې د پوځ لړونو له بزوکا رڼا غورځوونکو بمونو، ماشينګړو او اتوماتيکي ټوپکو د ټانکونو په مرسته حملې کولې. د پوځ يو يونټ د عوامي ليګد ژورنال "خلک" د دفتر خوا ته لاړ. پداسې حال کې چې وحشت وهلي خارجي خبريالان د انټرکاننينټال هوټل مخې ته په زينو ولاړ وو، پوځ په لوڅه د دفتر د ودانۍ خوا ته په ډزو پيل وکړ. د دفتر کارکوونکي چې له هغه څخه په منډه راووتل، يو تن هم له مرګه خلاص نه شو. وروسته يې دفتر ته اور واچاوه اولمبې يې پورته شوې. د پوځ "يو دښمن" داسې له منځه يوړل شو!  د ښار په اوږدو کې د يوې بلې بنګالي ورځپاڼې "اتفاق" سره همداسې کړنه وشوه. لکه چې څرګنده شوه دا کار په "غلطۍ" شوى و. نو پوځ سمدلاسه د هغې ودانۍ په جوړولو لاس پورې کړ. زاړه د چاپ ماشينونه يې له بل ځايه راوړل او دې وځپاڼې بيرته په خپريدوپيل وکړ. مګر د سلګونو محصلينو او ښوونکو په هکله چې د پوهنتون د خوب په کوټوکې وژل شوي وو او يا په زرګونو هندوان چې په شنګرا پاټي بازار او د سټاديوم په شاوخوا کې قتل عام شوي وو هيڅ چا ونه ژړل. يواځې په شنګراپاټي کې اته زره تنه سړي، ښځې او ماشومان وژل شوي وو. پوځ د کوڅې دواړه خواوې نيولې وې او کور په کور يې بيله زړه سوي ټول ښکار کړل.  نوي مارکيټ ته نږدې يوه ډله پوځ د لفټينينټ قوماندان معظم حسين کور ته چې د عوامي ليګ غړى و او د اکارتلې په توطيه کې هم له شيخ مجيب سره متهم و، ورغى. دا نيمه خوا جنرال يې له کور څخه په څکولو باندې بهر ته راويوست او پهډيره بېرحمي او وحشيانه ډول يې د نوموړي د ميرمنې تر مخ وواژه. په پاى کې د هغه د کور په حينو برخو باندې يې ډزې وکړې او وران يې کړ. د ختيځ بنګال له نوروسيمو څخه هم رپوټونه راتلل چې د زده کوونکو، ښوونکيو او عوامي ليګيانو سرنوشت په همدې ډول و. د پوځ خاص هدفونه اقبآل حآل، د مسلمانانو زده کوونکيو ليليې او د جګناټ هال وو. پوځ دواړې ودانۍ محاصره کړې. له څو دقيقوهوايي ډزو څخه وروسته د بزوکا ماشينګړو په توګه د محصلينو سيستماتيکي عام قتل پيل کړ. د هندوانو محصلين يې په هغه ژوره ويالې کې چې د ليليې د باندې يې کيندلې وه خښول. د مسلمانانو محصلين کالبوتونه يې له اقبال هال څخه د باندې غورځول او د بامونو پر سر پريښودل شول چې وراسته شي. هغه بنګاليان چې د باندې د نورو په مرسته تښتيدلي وو وايي چې څنګه په سلګونو ډاکتران او پروفيسوران او ښوونکي چې د هيواد منوره طبقه وه په ژوند ژوندي هغه وخت چې د پوځ مرکزته د "تحقيقاتو!" لپاره بيول شوي وو، ورک شول. دا ډول د بنګال ځوانان چې د ژوندانه ګلونو يې غوټۍ کړې وې د پنجابي ظالم پوځ له لاسه جارو اوورژيدې. د ډاکې په ښار کې اته څلويښت ساعته د وينو ويالې روانې وې. د مارچ د ٢٦ نيټې په رڼا ماښام کې څو سوه بېګناه بنګاليان "د شپې له خوا په ګرځيدو بنديز" څخه د مخالفت په تور وژل شوي وو. که څه هم مخکې له مخه دا بنديز نه واعلام شوى. کله چې د ورځې په لسو بجو په ګرځيدو د بنديز اعلام خپور شو نو دا پنجابي داړه مارانو ته عجيبه لومه په لاس ورغله چې د هغو چا لپاره يې چې مخکې له مخه يې هدف ټاکلي وو، واچوي –ځکه چې هغوى ټول اوس په خپلو کورونو کې بندي وو. 
(٣٥برخه)
 
اوس وخت رارسېدلى و چې پوځ غاښونه پر بل لور سپين کړي. بوټو صاحب چې له شيخ مجيب سره د خبرو کولو لپاره ! ډاکې ته راغلى و، هلته و. د تعجب وړ  خبره ده چې د سياسي مشرانو له منځه يواځې مستر بوټهو و چې د مارچ د ٢٥ نيټې د پلان په هکله خبر نه و!! دې مکار انسان په ٢٥ ماښام له مجيب سره د ليدنې ژمنه کړې وه! ناڅاپه يې شيخ مجيب ته د ماښام په شپږو بجو تليفون وکړ چې دا ليدنه به اتلونکې ورځې ته وځنډوي ځکه چې غوښتل يې له پريزيډنټ يحيى خان سره  وګوري! هرومرو بوټهو صاحب خو د بيل پلان په جوؤولو کې ډوب و!! شيخ مجيب يې په جواب کې وويل چې پدې هکله کوم اعتراض نه لري.
فريب ته ګوره! يحيى خان خو مخکې له مخه کراچۍ ته ستون شوى و، نو بوټهو صاحب څنګه د هغه د ليدلو هيله کوله. په سهار باندې مخکې له دې چې پوځي بدرګهنوموړى کراچۍ ته د تګ په لار کې هوايي ډګر ته ورسوي،د ښار مختلفې سيمې يې هغه ځايونه چې پوځي عملياتو پکې جريان درلود وروښودلې. ککه څه هم يوه تن بل سياستوال وويل چې بوتهو ته د دې صحنې ښودلو منظور دا و چې پوځ وروښيي چې هر څوک د هغوى له مقصدونو سره مخالفت وکړي سزا به يې دا وي. دا پروا نه لري چې د پوځ منظور څه و مګر بوټهو صاحب خو په سترګو ړوند نه و چې هغه څه چې پوځ کړي وو ونه ويني، مګر کله چې کراچۍ ته راورسېد ويې ويل چې: "پاکستان وژغورل شو"!
ممکن د ده دا خبره د شلمې پېړۍ کاذبترينه جمله وي!
د مړينې ژوبلې نمونه ورو ورو رابرسيره کيدله. دهشت وهلى بيګناه بنګالى ولس پدې پوه شو چې د پاکستان پوځ يې د نطفې ختمول غواړي. عام قتل پيل و. د هيواد په اوږدو کې د عام قتل دا چالچلن کټ مټ په قاموس کې د (GENOCIDE)جينوسايډ له تعريف سره برابر دى. دا خبره وروسته ما ته هغه وخت چې په کاميلا کې څوارلسم ډيويژن ته لاړم راڅرګنده شوه چې څنګه دا حيواني پلان ژور جوړ کړل شوى و او څنګه په بربريت عملي شو. د عام قتل د هدفونو "تارګيت" په هکله هيڅ شک نشته اوهغه دا وو چې:
١-  د بنګال پوځ، پوليس، مبارزين او مجاهدين
٢-  هندي اتباع. "موږ يواځې نارينه وژنو، په ښځو او ماشومانو غرض نه لرو. موږ سپاهيان يو داسې بې غيرته نه يو چې هغوى ووژنو..." دا هغه څه وو چې په کوميلا کې اورېدل کيدل.
٣ -  عوامي ليګيان. د دفتر کارکوونکي او د دې ګوند په ځنځير کې تر وروستۍ کړۍ پورې هر خوک چې وي.
٤ -  زده کوونکي، د کاليجونو او پوهنتونونو هلکان او ځينې انقلابي نجونې.
٥ -  بنګاي منورين لکه پروفيسوران، ښوونکي او نور هغه څوک چې د پوځ خوښه وي.
کله چې پوځ په ډاکه او د ختيځ بنګال په نورو سيموکې خپل شوم عمليات پيل کول نو مخکې له مخه به د دې بدمرغه هدفونو ليست ورسره و. دا ليستونه د مارچ د مياشتې له ٢٥ تورې ورځې څخه مخکې تيار شوي وو او په خورا ډيره بيرحمي يې عملي کول.
په هندوانو باندې داسې وضع ځکه  پيرزو بلى کيده چې د پنجابي ډلې له خوا د هندي اجنټانو تور ورباندې لګول شوى و او داسې خيال يې کاوه چې ګوندې بنګالي مسلمان هم هغوى راپورته کړي دي! د بنګالي ولس پوځيان او پوليس ځکه په دې توربختۍ ککړ شول چې هغوى يواځې هغه روزل شوي څوک وو چې د پاکستان پوځ په ضد يې قيام کولى شو. د نورو تقدير په دې هکله و چې اسلام اباد فکر کاوه چې د هغوى سياسي بيدارۍ او غوښتنې "د پاکستان د خاورې تماميت" لپاره خطر وو. .................................... له نسل وژنې "جينوسايډ" د پاکستان منظور د سياسي پرابلم د حل لياره وه. کله چې دې هدف ته رسيدلي واى نو بل ګام به د ختيځ بنګال د استعمارولو مستبدانه عمل واى. "موږ ټينګ عزم کړى چې ختيځ بنګال پاک کړو تر څو په زړونو کې مو د جلا کيدو  خطر ورک شي. حتى که د دې کار په کولو سره دوه مليونه مړه شي او ختيځ بنګال د راتلونکو ديرشو راتلونکو کلونو لپاره د مستعمرې په شان ته اداره کړو." دا هغه خبره ده چې په څو واره مې په کوميلا کې د شپاړسم ډيويژن په مرکز کې غوږونو ته راورسيدله. د بنګال د پرابلم لپاره د پنجابي جاګيردارانو وروستنۍ پريکړه وه. له هتلر څخه بيا وروسته تر نن ورځې پورې داسې څه نه وو پيښ شوي.
په کوميلا کې زما د ليدنې پر موکه کوم څه چې ما لومړى وليدل هغه د وحشت نارې سورې وې کله چې د پوځ هدفونه کور په  کور او کوڅه په کوڅه د "وسوځئ او ووژنئ" ميسيون [وظيفه دارو] له خوا ښکار کيدل. ما په خپلو سترګو وليدل چې د يوه پله د تخريب لپاره بشپړه يوه قريه تر اور لاندې وه. ما په خپلو سترګووليدل چې څنګه د يوې ټوټې پر مخ او د پنسل په څوکو د محلي مارشلا اداره چي له خوا د يوه تن د مرګ حکم صادر شو او بل تن په تبعيد محکوم شو. د شپې له خوا  د پوځي غټانو په منځ کې يواځنۍ خندا او ټوکې ټکالې دا وې چې: "د ورځې مو څومره ووژل او څومره مو ژوبل کړل. ما د دې چالچلن رپوټ د ١٩٧١ کال د جون د مياشتې د ١٣نيټې ګڼې ته ورکړ. له هغه وروسته د عام قتل قصه لږ څه په تفصيل سره وړاندې شوه

(٣٦برخه)

نړۍ پدې ښه پوهيږيچې ولې لس مليونه بنګالي نارينه، ښځې او ماشومان هندوستان ته پناه وړې وه. ولې لږ تر لږه درۍ مليونه وژل شوي دي او ولې بېشماره نور يې د لوږې اوناروغۍ په توګه له مرګ سره مخامخ وو. دا خبره د نړۍ په هر ګوټ کې هرچا ته څرګنده ده چې د  ١٩٧٠ کال د مارچ پر ٢٥ نيټه د پاکستان پوځ د ختيځ بنګال په بيګناه نارينه و، ښځو او کوچنيانو باندې څومره نارواوې او ظلمونه روا کړل. دا وحشتناک عملونه، وژل، بې ستره کول او د ښځو او کوچنيانو کالبوتونه ټوکر ټوکر کول د اوسني بنګله ديش لپاره هره ګړۍ تر سترګو سترګو کيږي او له زړونو نه وتل امکان يې بيخي نشته دى. دا ټولو پيښو د هغه ولس د ژوند يوه لويه برخه ډکه کړې ده او سترګې ورباندې پټيدلاى نه شي.

که چيرې داسې چالچلن په ناڅاپي ډول د يوه ولس له خوا چې له لوږې تندې او توربختۍ سره مخامخ و سر وهلى واى نو دومره به د حيانتيا وړ نه واى، مګر دا چې د داسې حکومت له خوا چې پنجابي خولې ورته متمدن وايي د داسې شوم او بېرحمه پلان  عملي کول لويه ګناه او د متمدنې بشري نړۍ لپاره نه منونکى عمل دى.

دا به له امکان څخه لرې خبره وي چې د هر يوه وژلي په هکله د دې کتاب په پاڼو کې څيړنه وشي. مګر ما ته ضروري ښکاريږي چې د يوې داسې پيښې په هکله چې زما د ژوندانه لاره يې وګرزوله، څه ووايم:

دا پيښه د اپريل د مياشتې په درېيمه اونۍ په کوميلا کې وشوه. زه د سرکت هاوز د ميلمستون په پاسني پوړ کې په يوه کوټه کې اوسيدم. هلته د دې سيمې د مارشلا د اداره چي دفتر هم و. د اپريل د مياشتې د ١٩ نيټې سهار و. کله چې نوموړي درۍ تنه هندوان او يو تن عيسوي مذهبه "غل!" چې د کوميلا په جيل کې وو په اعدام محکوم کړل. وروسته څرګنده شوه چې  دې "غله" يو څه لوښي او جامې د يوه هندو له کور څخه يستلې اوخپل څښتن ته يې چې د ښار په هغه بله څنډه کې بندي ووروړلې. په  ده باندې د هغه غله نوم کيښودل شو چې بالفعل نيول شوى و. پداسې حال کې چې موږ د کوکونټ شيدې څښلې، پنسل څلور ټکي وليکل او د عدام حکم صادر شو.

له شپږو بجو لږ څه مخکې مې وليدل چې هغه يو تن له درۍ تنه نورو ملګرو سره په رسۍ باندې تړلي وو د سرکت هاوز يوې برخې ته مارش کړل شول. څو دقيقې وروسته يې نارې چيغې واورېدې او د هډوکو او غوښو بېرحمه وهلو غږ مې غوږونوته راورسيد. بيا ناڅاپه نارې ودرېدې، چوپه چوپتيا شوه مګر زما په غوږونو کې به هغه سوې نارې په مليون ځله راپورته شوې وي او تر اوسه يې ځوږ لا زما په ککره کې دى.

لکه څنګه چې حکومتي خبريالان او د ورځپاڼو چلوونکي هڅه کوي چې په بنګالي ملي قيام د بغاوت نوم کيږدي اود دې لپاره چې "پاکستان خراپ نه شي!" خپلواعمالو ته حق په جانب او د پوځ بربريت ته سرښندنه ووايي. مګر داسې نه ده او له دې چاچلند څخه څلور واقعييتونه راڅرګند شول: لومړى دا چې د پوځ وحشت په بنګال کې د خارجي اتباعو له قتل عام څخه وروسته نه، بلکې له هغه څخه د  مخه پيل شو. دويم دا چې ځنې کسانو هڅه کوله تر څو د ولس غوږونو ته داسې ورسوي چې پوځ د مارچ له ٢٦ نيټې څخه مخکې ځکه د بنګال په پوځ او سرتيرو عام قتل جوړ کړ چې هغوى غوښتل د مارچ په ٢٦ نيټه له پلان سره سم عمومي بغاوت پيل کاندي.  هغوى له موږ څخه غوښتل پدې باور وکړو.دريمه دا چې پاکستاني ډلې چې په نازي ډوله بېرحميو او ظلم يې لاس پورې کړى و، يواځنى دليل يې د يحيى-بوټهو شخصي سياسي خودخواهي او د سياسي پرابلم حل يې، چې د دوى له خوا پخپله پيدا کړل شوى و،  د توپ او ټانک په توګه غوښت. څلورم دا د بنګله ديش د بې سترۍ حقايق دي او د نړۍ ټول پروپاګند هم هغه نه شي پټولى.

(١٠)

گويبلس بيا راغلى و

د لويديز پاکستان خلک په پټه خوله د عام قتل ننداره کوي....

(تاج الدين احمد)

١٧ اپريل ١٩٧١

------------------------------------------------------------

د پاکستان هر وګړى که له کوم بنګالي هيوادوال او يا کوم بل خارجي سره چې د پيښو مالومات ورسره وي مخامخ شي نو هرو مرو به يې دا شکايت لکه چې د بنګله ديش صدراعظم تاج الدين احمد وکړ تر غوږو او داسې پوښتنه به ورڅخه وشي: "ايا تاسو په دې شومو پيښو او بېساري استبداد خبر نه وئ؟ دا خبره د اپريل د مياشتې له نيمايي څخه مخکې زما خپله تجربه وه او باور لرم چې د پاکستان هر يوه تن په خاص ډول هغو غټو سياستمدارانو چې د ١٩٧١ کال د مارچ له ٢٥ نيټې څخه د مخه يې د باندې سفرونه کړي وو په ډاګه څرګنده وه. د داسې پوښتنې ځواب هم هو! ده او هم نه! رښتيا خبره دا ده چې دا ځکه معما شوه چې په پاکستان کې هيڅوک په واقعيت او د  واقعياتو په رښتينې بڼه خبر نه وو.  پدې هکله د اسلام اباد د اطلاعاتو د وزارت (چې سيخ نوم يې بايد د پروپاګند ديپارتمنټ وي) په تخيلي، تصنعي او اختراعي کوششونو کولو باندې افرين وويل شي.

او سيخ ځواب به نه وي ځکه چې لږ تر لږه د ١٩٧١ کال د جولاى تر مياشتې د ختيځ بنګال په پيښو باندې په پاکستان کې څوک خبر نه وو. پوځي بيروکراسۍ د مارچ پر ٢٥ نيټه په  هر څه باندې کلک سانسور ولګاوه. له هغې شپې څخه د جولاى د مياشتې تر پايه پورې کله چې سانسور په رسمي ډول پاى ته ورسيد هييڅ يوې پاکستاني ورځپاڼې او يا هغو ورځپاڼو چې په ختيځ کې خپرېدې د دې خونړيو پيښو په هکله يو  ځانګړى خبر هم چې رښتياو ته نږدې وي خپور نکړ. دا د پنجاب لارښوونه وه. د لومړيو دوو مياشتو په بهير کې د ميې مياشتې تر پايه پورې ډاکه او د ختيځ بنګال په نورو سيمو کې مطبوعاتي رپوټونه په ډير احتياط څيړل کيدل او د پوځ له خبري منابعو څخه نشر ته سپارل کيدل. ټولو ورځپاڼو د ارامي بيرته راتګ، د شيخ مجيب د بغاوت کمپاين او د پاکستاني پوځ د فداکارۍ! تاکيد کاوه. د پوځ د سرښندنې لاپې باټې وهل پدې هکله وو چې ګوندي هغوى (د هندي خراپکارانو) په ضد جګړه کوله. که هر څومره هم چا ډير فکر او ژورې څيړنې کړې واى بيا هم وروستيو دوو ټکيو د حقايقو بڼه دومره ګډه وډه کړې وه چې د رښتيا ليدلو امکان خورا لږ و.په ډاکه او چتکانګ کې د  پوځ د وحشيانه رويې په هکله چې پنځوس زره تنه يې وژلي وو هيڅ کوم خبر نه و. دې واقعيت ته هم د چا پام نه و چې له هغه نه وروسته چې پنجابي ليوانو د پنځوس زره تنو په وينو منګولې سرې کړې،ويې کولاى شول چې ډاکه او چتکانګ تر ولکې لاندې راولي. مګر د ختيځ بنګال په نورو سمو کې د بنګال ولس له سخت مقاومت سره مخامخ وو. پاکستانى ولس پدې خبر نه و چې څنګه پاکستاني هوايي قواو د بنګال په ولسونو بمونه اورول. پدې هم خبر نه و چې د ختيځ بنګال پوځ، پوليسو، انصارو او مجاهدينو په ډيره زړورتيا د پنجابي زورګيرانو مقابله کوله. هغه پنجابيان چې په ختيځ بنګال کې اوسييدل له ځان سره د "بنګالى استبداد" خبرې راوړې. مګر دا خبره چې پاکستاني پوځ څنګه په عام قتل بوخت و هغوى له ويرې نه شوه کولاى. موږ ته د حکومتي غټو افسرانو له خوا د "ځينو پيښو" په هکله مالومات راکول کيدل مګر دا چې د واقعيتونو اندازه پيدا کړى شو له امکان څخه لرې خبره وه.

(٣٧برخه)
 
په ورځپاڼو سربيرهچې په ډيره زرنګۍ سره سانسور او خلکو ته وړاندې کيدې، بل هم د حکومتي راډيو-تلويزيون برودکاستونه وو. د تلويزيون نامتو سټيشنونو عادي پروګرامونه لکه هيڅ څه چې نه وي شوي خپرول او د خبرونو په چنل کې يې د ختيځ بنګال په ښارونو کې د "نورمالى اوضاع" تاکيد کاوه. طبعاً نورو ستيشنونو په خاص ډول آل انډيا راديو او راديو استراليا بل ډول خبرونه خپرول. دغو بروډکاسټونو ته خلکو غوږ نيو او په ډيره دلچسپى يې اوريدل. مګر د تعجب وړ دا ده چې په هغو باندې د "پروپيګنډې" نوم ايښوول کيده او خلکو ته يې داسې ورښودل چې ګوندې دا ټول پروپاګند هندوستان کاوه. حکومتي چپړاسيانو په کراچۍ اولاورپينډۍ کې هڅه کوله تر څو د باندنيو هيوادو خبرونه تکذيب او تحريف کاندي. په نتيجه کې ټولې ورځپاڼې له رسمي تضادونو څخه ډکې وې.
پاکستانى ولس ډير وطنپال دى مګر پدې هکله چې حکومت څومره په دروغو د دوى سترګې پټې ساتلې وې ځانته خبره ده.د حکومت لپاره دا سخت کار نه و. له يوې خوا تل تر تله د هندوستان په مقابل کې بربنډ تعصب موجود و. پاکستان له دې کبله وزيږول شو چې په هند کې اوسيدونکو مسلمانانو ځانګړى سلامي هيواد غوښت. د خلکو په ککروکې دا مفکوره لله هغې ورځې راهيسې پرته وه او دا تعصب هغه وخت لا پسې زيات شو کله چې کله چې د ١٩٦٥ کال د سپتمبر په مياشت کې د هند او پاکستان تر منځ جګړه وشوه. له بلې خوا په ختيځ بنګال کې د پيښو رپوټ چې آل انډيا راډيو په تفصيل وړاندې کاوه خلک لا پسې شکمن او متردد کړل. د هند په مقابل کې د خلکو د داسې روحيې څخه د ګټې اخستلو په ترڅ کې د پاکستان د اطلاعاتو وزارت ته خورا اسانه وه چې ولسونو ته داسې مفکوره ورکړي چې ګوندې هندوستان يو ځل بيا د دوى په ضد په تجاوز لاس پورې کړى و.
پنجاب ته يوه بله خبره ډيره په ګټه تمامه شوه هغه دا چې د هند د ستراتيژيکي څيړنو انستيټوت له خوا داسې خبره شوې وه چې "هندوستان ته پس له يوې پيړۍ بيا داسې چانس په لاس ورغلى دى چې د نيمې وچې بيلتون به له منځه يوړل شي". د دې خبرې په هکله رپوټونو هره ورځ د ورځپاڼو مخونه ډک کړي وو او په څوڅو ځله له راډيو څخه خپور شو. پدې ډول د حکومت له خوا د خلکو په مغزو کې دې خبرې ځاى نيولى و چې يواځې دا نه چې د شيخ مجيب په "بغاوت" کې هندوستان لاس درلود، بلکې د دې امکان نږدې شوى و چې هندوستان به په خپله په پاکستان راوليږدي. دا د هغې بيانيې نتيجه وه چې د ستراتيژيکي څيړنو د ادارې له خوا بيله دې چې کومه ګټه او مفهوم ولري خپره شوه. او دا خبره د پنجابي پروپاګندچيانو لپاره اسماني تحفه وه. د حکومت له لارښوونې سره سم د دې خبرې راپرو په راډيو تلويزيون او ورځپاڼو کې څوڅو ځله تکرار خپور کړ شو. ورپسې پدې هکله د ځينو مشرانو انعکاسات او د ورځپاڼو چلوونکوتبصرې خپرې شوې.
دا خبره څه ناڅه دوې اونۍ اوږده شوه. په پاى کې ممکن دير لږ شمير پاکستانيان به وو چې باور يې نه درلود چې هند په تجاوز لاس پورې کړى دى او يا دا چې پدې عقيده نه وو چې پدې اړودوړ کې له حکومت سره مرسته بايد وکړي.
دا بايد هيره نه شي چې په هغه وخت کې د پاکستان ولس له باندينۍ نړۍ څخه بيخي پريکړل شوى و. سانسور باندينۍ مجلې او ورځپاڼې له تضادو خبرو او مالوماتو سره د ننه هيواد ته نه پريښودلې. که دې مجلو او ورځپاڼو د ختيځ بنګال د حالاتو په هکله حتى کوچنۍ اشاره هم کړې وه نو هغه به ونيول شول او په اور کې به سوځيدل.  پنجابى حکومت پدې هکله دومره ټينګ و کله چې به مسافرين پاکستان ته راتلل که پاکستانى به و که خارجي هغوى به له سره تر پښو تالاشي کيدل دا د دې لپاره چې هغوى د ورځپاڼو کټنګونه چې د پوځ کارروايي وښيي له ځان سره را نه وړي. کله چې حکومت پدې بريالى شو چې د اولس سترګې او غوږونه له باندينۍ نړۍ څخه وساتي نو خپل پروپاګند ته يې زور ورکړ.  د ختيځ بنګال پيښو ته يې هيڅ ګوته نه نيوله. او د دې لپاره چې د رښتياو په انحراف عامه ذهنيتونه وغولوي د هند له خوا خطر يې خورا غوره ګاڼه او ټول يې هغې خوا ته متوجه کړي وو. ګويبلس به هم تر دې بهتر څه نه واى کړي!
کله چې زه له نورو ځينو ژورنالستانو سره د اپريل د مياشتې په نيمايي کې ختيځ بنګال ته بوتلل شوم نو د حکومت له خوا راته لارښوونه وشوه چې "بايد د پوځ ستاينه" وکړو او ټوله اوضاع ارامه وښيو. موږ ته دا هم وويل شول چې دا موکه به هم راکړل شي چې د هند "تجاوزکارۍ" ووينو. دا وخت د ډاکې ښار د پوځ په لاس کې و. مګر پوځ خو ټولې کوڅې نه شوې پټولى او د خپلوکړو  وړو نښې نښانې يې نه شوې ورکولاى.
پدې برسيره د بنګالي ولس خولې يې چې موږ ورسره ليدنه کتنه کوله نه شوې تړلى. لدې کبله د ډاکې کتنې زموږ د ټولو سترګې لوڅې کړې. ښه مې په زړه دي چې زما يوه ملګري چې دوې ورځې مخکې ډاکې ته رسيدلى و، په ټيټ غږ راته وويل: "ټول هندوان او بنګاي منورين يې عام قتل کړي دي". مګر دې خبريال چې د يوې پياوړې ورځپاڼې خورا نامتو غړى دى، کراچۍ ته د خپلو ليدنو مطلق چپه رپوټ ليږلى و. په همدې ډول د راديو او تلويزيون کار کوونکيو داسې رپوټونه ليږل. يوه ملګري چې خورا "وطنپال!" و، ځوان و او د تلويزيون لپاره يې عکاسي کوله له ما سره کوميلا ته لاړ.  نوموړي د دې لپاره چې "تور سپين او سپين تور" ثبوت کړي،له پوځ څخه هم تيره کړې وه. د ده وظيفه دا وه چې وښيي چې ګواکې وضع نورماله او ارامه ارامي وه. دا دا کار کټ مټ داسې وکړ. يوځل کله چې موږلکشام ته چې د پوځ له خوا يوه ورځ د مخه "ازاد" شوى و، ولاړو، د ښار له سر څخه تر پښو پورې څوک نه ليدل کيده او  لکه د نورو سيمو په شان کوڅې او لارې خالي وې. مګر څنګه چې لکشام د ريلوې خورا غوره تمځاى بلل کيده، نو بايد ښودل شوى واى چې هلته هرڅه په عادي ډول فعاليت کاوه. هغه ووچې زما ملګري د پوځ په مرسته يو دوه کوټييز ګاډى کش کړ او د تلويزيون لپاره يې "نورمال" حالت عکاسي کړ. په بل ځاى کې يوه لويه مظاهره د "محلي سولې کميټې!" له خوا په لياره شوه. هلته زموږد رسيدو تر وخته داسې څه لکه د "سولې کميټه" موجوده نه وه اونه يې چا نوم اوريدلى و. مګر د پوځ ميجر چې د هغې سيمې د "عام قتل" اداره چي و، پياوړى جادو وکړ. يوه زاړه سړي ته يې چې لوړه يې کوله چې "دى زوړ او وفادار مسلم ليګى" و، وظيفه ورکړه ترڅو يوځو تنه سره راغونډ کړي.  سړي چې له خداى څخه د خپلو ژوندي پاتې کيدو په هکله او د دې ځلاند ستوري لپاره چې پوځ ته د خدمت کولو توان ورسره و، شکريه ادا کوله د ميجر صاحب څخه يې وغوښتل له ميجر صاحب څخه وغوښتل چې ده ته باييد له درۍ تر څلورو ساعتو پورې وخت ورکړي چې وکولاى شي "سل دوه سوه تنه" سره راغونډ کړي. مګر ميجر نيم ساعت مهلت ورکړ او يو"جوان" يې ورسره وليږه چې پدې کار بريالى شي. له ټاکلي وخت څخه پينځه دقيقې وروسته مو غوږونو ته له ډيره لرې غږونه راورسيدل. څو شيبې وروسته د  کوچنيانو او "فاني شيخانو" يوه ډله چې پاکستاني بيرغونه ورسره وو او د زړه په زور يې څومره چې په وس کې وو د پاترياتيزم (وطنپالنې) شعارونه يې ورکول، را نږدې شول. دې پروا نه لرله چې د کوچنيانو په ګډون د دې ډلې ګڼخ پنځوسو تنو ته نه رسيدله، مګر د کامرې کارکوونکى پوخ کسبګر و، د بوډاګانو ليکه يې د پوليسو د دفتر مخې ته ليکه ودرول او "لويه غونډه!" يې ورڅخه جوړه کړه. وروسته بيا په يوه تنګه کوڅه کې چې هلته يې موندلاى شوه، ښکته پورته مارش کړل او د "ولس د مظاهراتو" د کره کتنې فلم يې جوړ کړ. څلور ورځې وروسته د کراچۍ په تلويزيون کې خلکو ته په لکشام کې د "عادي وضع" د راګرځيدو فلم ښوول کيده!
(٣٨برخه)
 
په چاندپور، اګارتله،چتکانګ څخه پرته نور ټول ښارونه خالي او لوڅ وو. اوسيدونکي يې د هيواد نورو سيمو ته تښتيدلي و او له هغو ځايو څخه هندوستان ته پناه وړې وه. د پوځي بربريت په بهير کې پاکستاني خبريالان هغه څوک چې د حکومت له خوا په ګوتو ټول کړل شوي وو په اوضاع باندې د "رپوټ!" لپاره ختيځ بنګال ته استول کيدل. بنګالي ژورنالستانو ګډون نه شو کولاى ځکه چې هغوى "د باور وړ!" نه وو. حتى هغه بنګاليان چې په پاکستان کې د ورځپاڼو لوى مديران وو هم د اعتماد وړ نه وو او اجازه يې نه درلودله چې فعاليت وکړي. د هغوى په هکله ما ته وويل شول چې ګوندې عوامي ليګ بنګاليان دومره تر اغيزې لاندې راوستلي چې د  حکومت لپاره ګټور نه دي! "زموږ په کار نشي راتلاى!"  ما هيڅکله نه دي اوريدلي چې يو ولس بهدومره تعجيز شوى وي.
دا چې مطبوعات د دولت له خوا اداره کيدل په پاکستان کې نوى کار نه دى. له ١٩٥٨ کال څخه را پديخوا کله چې مارشال ايوب خان قدرت ته ورسيد مطبوعات د اطلاعاتو وزارت په لاس کې وو. په پاکستان کې يواځې ازاده انګريزي ورځپاڼه (پاکستان ټايمز) د حکومت له خوا وتړل شوه. نورې ورځپاڼې کوم پرابلم نه و ځکه چې د هغوى د چلوونکو ډيېرو لپاره دا ګټوره وه چې له حکومت سره غاړه يوسي تر څو پدې تجارت! او نورو تجارتونو کې بريالي وي. د ايډيترانو هم دا لاره وه. که چيرې به په ځينو کارروائيو باندې ډير کوچنى انتقاد هم وشو نو پنجابي ډلې به غاښونه چيچل. په پاى کې داسې مرحله رارسيدلې وه چې د دې ورځپاڼو چلوونکي په پروپيګنډ کې د اطلاعاتو له وزارت څخه ډير په مخ کې وو!
ښه مې په زړه دي چې د يوې لويې ورځپاڼې د مشر دفتر ته يوه راجستر شووې کاپي راورسيده. د دې کاپي په يوه څنډه کې د "حکومت ملاتړ کوونکى" رپوټونه ليکل شوى و چې د مخالفو ګوندونو د مشرانو غندنه يې کوله. بوټهو د ورځپاڼې په دويمه کې و او زما د ملګري له خوا پوره ډير ځاى د هغه د غندنې په قيصو تور شوى و. دا راجستر شوې کاپي د مياشتني رپوټ په ډول د مطابعو رئيس ته "د مالوماتو لپاره" وليږل شوه. نوموړي هم په خپل وار د "حکومت ملاتړ کونکي" قيصې هلته دله وليږلې. دا ښاغلى چې اوس په حکومتي تلويزيون کې پياوړي سياسي مبصر دى، کله  چې بوټهو په انتخاباتو کې پياوړى موقعيت وموند نو د خپل راجستر او "مياشتني راپور" په هکله يې ځان په لړزيدو شو او سړې خولې ورباندې روانې وې.
عوامي ليګ هم په خپل وار د پنجابي روپيګنډې په پياوړي کيدو کې برخه درلوده او موکه يې ورکړه چې رښتيني بڼه بدله کړي. له يوې خوا شيخ مجيب له انتخاباتو وروسته دا خبره نه منله چې پاکستان ته لاړ شي. نو پاکستاني ژبې لا پسې اوږدې شوې او په مجيب باندې يې کله د "ضد پاکستانى" او کله يې د "تجزيه غوښتونکي" نوم کيښود. که چيرې نوموړى پاکستان ته تللى واى نو د خلکو له خوا به يې ضرور تود هرکلى شوى واى او د پنجابي پروپيګنډې ژبې به يې لنډې کړې واى. دويم دا چې عوامي ليګ د ختيځ بنګال د ملي قيام په موده کې مخابراتي چنلونه وتړل او له نورې نړۍ څخه بيل پاتې شول چې دې خبرې د "تجزيه غوښتلو" نوم په بنګال باندې د تور لګولو په ترځ کې اغيزناک کړ.
د پوځ د عملياتو په ړومبنيو څو مياشتو کې د حکومت پروپيګنډ دومره پياوړى او واقعيتونه يې دومره خړپړ کړي وو چې کله چې رښتيا بڼه هم خلکو ته څرګنده شوه باور يې نه شو کولاى او په همدې مفکوره وو چې له هغو چا څخه چې د هيواد تجزيه يې غوښتله په همدې ډول کسات اخستل پرځاى وو. دوى ټولو په دې باور درلود چې هرڅه شوي وو د وطنپالنې په اساس او د هيواد د اتحاد او ښيګڼې لپاره وو. هر څه چې شوي وو د "هندي اجنټانو" او "خراپ کارانو" په ضد وو. د مثال په ډول به زه دلته د يوې پنجابي ميرمنې انعکاس چې زموږ د کورنۍ ملګرې ده ووايم. کله چې ما په ختيځ بنګال کې د پوځ د کاروائيو په هکله قيصه کوله دا ډيره په غصه شوه:"ډير ښه وشول! که ازادي غواړي نو بايد دې ته هم چمتو وي چې مړه شي"! زما ځينو نورو ډيرو ګرانو ملګرو هم زه په کلکه غندلى يم او د "هندي اجنټ" نوم يې راکړى دى.
کله چې ما د جينوسايد (نطفه وژنې –تُکموژنې) قيصه په سنډې ټايمزکې وليکله نو وروستني ليکونه يې ما ته راوليږل او خپله کلکه کرکه يې ښودلې وه. دوى پدې هکله چې په څه يې باور درلود مخلص وو. مګر انعکاس يې ډير ويروونکى و. څنګه زه د ختيځ بنګال په عام قتل (ډلوژنه) سترګې پټولى شم.ايا زه له نورو پاکستانيانو څخه د کوم ښه شي هيله کولى شم؟ ګويبلس به هم، غواړم چې تکرار کړم، له هغه څه څخه چې د پنجابي حکومت پروپاګنډچيانو وکړل، زيات څه نه واى کړي... حتى که په پاکستان کې داسې څوک هم وي چې له بنګالي ولس سره زړه سوى ولري زه باور لرم چې داسې خلک شته، مګر نه شي کولاى چې رښتيا وويلاى شي. ځکه د پنجاب د ډلې په هکله که هغوى ډير کوچنى انتقاد هم وکړي بيله درنګه به اسماني تندر ورباندې ولويږي. نو په داسې شرايطو کې بايد پاکستانى ولس په پټه خوله ننداره وکړي. که څه هم زه خو پخپله د هغوى دا پټه خوله ګناه بولم، مګر په سبب يې هم پوره پوهيږم.
- بېرته شاته