زموږکلي اوبانډې
د روښان لیسه
دسمیع الدین افغاني لیکلنه
درنو لوستونکو !
موږ دمهترلمک په ښوونځی کې ترشپږم ټولګي پورې درس اوتعلیم وکړ، کله چې دشپږم ټولګي څخه فارغ او شهادت نامې موتر لاسه کړې نو د زده کړې د ادامې په مقصد زموږ ټول اسناد او سوابق دمهترلمک د لمړنۍښوونځی د ادارې له خوا روښان لیسې ته ولیږدول شول او هلته په اوم ټولګي کې شامل او د نورو نویو استادانو او همصنفیانو سره اشنا شولو۰
د روښان لیسه چې په هغه وخت کې په لغمان کې یوا ځینۍ لیسه وه د مهترلام د ښار په مرکز کې یې موقعت درلود چې دډیرولرې ځایونوڅخه لکه دالیشنګ اوالینګاردولسوالیو، شمنګل
،عمرزایي ،چهاردهي، دقرغیو ولسوالۍ، مندروړ اونورو ولسوالیو، علاقه داریودکلیو اوبانډو څخه ورته زده کوونکې د درس او تعلیم لپاره راتلل، چې ورسته بیا د زده کوونکو دمشکلاتو په نظرکې نیولوسره په سنګره، قرغیو ،او مندروړ کې نورې لیسې جوړې شوې چې ددې لیسو په جوړیدلو سره د شاګردانو ستونزې نسبي کمی او هرچا کولی شوچې په خپلو نژدې سیموکې خپل زده کړې اوتعلیم ته ادامه ورکړي۰اکثرا شاګردان ښوونځی ته پلی یاپهبایسکلراتلل،د ترانسپورت امکانات ډیر لږو خلکوته میسر وه ۰
دروښان لیسه ډیره پخوانۍ لیسه ده چې تعلیمی سویه یې دمجربواستادانو په لرلو سره ډیره لوړه وه اوډیر فارغان یې لوړ دولتي او علمي مدارجو او منصبونو ته رسیدلي دي۰
پدې ليسه کې ډير زده کوونکي پهتعلیم بوخت وه ، هرې دوره یې درې یاڅلور ټولګي درلودل د مثال په توګه د اوم ټولګي به داوم الف، بې ،جیم او یا اوم دال په نامه یادید ل ۰
د روښان لیسه د حیدر خانیو دکليوالي او دمهترلمک دلمړني ښونځیوپه پرتله ډیر توپیر درلود، صنفونه نسبی مجهز وه ، په هر صنف کې دټغرونو په ځای میز اوچوکی وې، زده کوونکي به په منظم وخت په دریشۍکې ښوونځی ته راتلل،په ښوونځی کې ملي او نړیوالې ورځې لکه د د ښوونکی ، آزاد ی ، د مـور او نورو تاریخی ورځو لما نځنه کیده ،ښکلې ډرامې به جوړیدلې چې شاګر دانو او استادانو به پکې فعاله ونډه درلوده ۰دروښان لیسې استادان هریو ښاغلی عظیم خان ، ښاغلی مولوی صاحب طاهر خان چې په خطیب مولوی مشهور وه، ښاغلی ستار خان ، ښاغلی متین خان ، ښاغلی خانګل خان ، ښاغلی ضیاو الحق خان ښاغلی عبدالررزاق خان او ډیر نوردقدروړ استادان وه چې همیشه یې دشاګردانو سره په درسي مشکلا توکې مرسته او همکاري لرله۰
سیاسي کړۍ اوګوندي فعالیتونه :
درنو لوستونکو !
کله چې موږ به د ښوونځی څخه رخصت شو، نوزده کوونکي به ډلې ډلې د کور په لور روان شول او په لاره کې به دیني، علمي، سیاسياواجتماعيبحثونه کیدل۰
دشـاګردانو یوې ډلې به د درسونو پـه برخه کېیو دبل سره مرسته کوله ، په ځانګړ ېتوګه دلـوړو تولګیو زده کوونکو د اوم او اتم تولګیو د زده کوونکو سره۰
بلېډلېبه علمي او فلسفي بحثونه کول اویوشمیر نورو به بیا سیاسي بحثونه کول چې دمشخصې
موضوعګیرۍیا ایډیالوژۍلپاره یېکار کاوه، هغو به دکلو،بانډو ،ولایاتو ،مملکت او په سیمه کې دخلکو حکومتونو اوسیا ستونو په اړه خپل نظر څر ګنداوه ، چې اکثر ا دا بحثونه په هیواد او نړۍپه کچه د فقر،بدبختۍ او بیعدالتۍ په مدارڅرخیدل ۰
یو ېډلېبه دیــوېسیاسي ایډولوژي څخه او بلېبه بیا د بل سیاسي دریز او موضوعګیرۍڅخه دفاع کوله۰ددېحا لت څخه داسېمعلومیده چې مختلفو پا رټیواوګوندونو دځوانانو په مینځ کېدخپلو صفوفودتـــقویېپه مقصد کار شروع کړی وه۰
دا بحثونه په زړ ه پورېپه دېوه چې هر ډلې به په هیواد کې د بدبختیو عوامل په مختلفو نظرونو تحلیلونو او د یدګاهو کې څیړل او ځوانان یېپه هیواد کېدیوېعادلانه ټولنېد مینځ ته راتګ په مقصدمبارزېته را بلل او په همدې ډولبه یې دخپلوعلاقېوړ پارټۍ او تنظیمونوکېتنظیمول۰
ځینو بیا داسلام مقدس دین ته د خدمت په منظور او په وطن کېد اسلامی اصولودتدبیق په مقصدخلک جهاد ته را بلل او ددېټولو بد بختیواصلي لامل یـــېاسلامي اصولودنه مراعت کیدو دلیل باله اوخلک یېددېمقدس هدف دعملي کولوپه مقصدپه اسلامي لیکوکېتنظیمول او کفرسره یېدجهاد نارېپــورته کړېوې۰
ځینو نورو بیا د مارکس او انګلز د ایډولوژۍ طرفداران وه چې هغوی ددې بدبختیو اصلي لاملونه په وطن کې د طبقاتيژوند موجودیت باله او داسې یې تحلیل کاوه چې موږ باید زیربنا یا اساس ته تغیر ورکړو، اوپه وطن کې دعادلا نه اوانسانيټولنې د راوستلو لپاره کار وکړو او دهمدې هدف لپاره یې خلک طبقاتيمبارزې ته دصلح امیزه لارې رابلل۰
ځینو نورو بیا د مارکسیستيسیاست په تایدولو سره د قهر امیز سیاست ترفدار و چې د مایوستانوپه نامـه یادیدل، بلې ډلې بیا ددې ټولو بدبختیو عامل د افغانانو په عدم اتحاد کې څرګنداوه او د ټول افغان ملت یووالی اودیو موټيافــــــغانستان د جوړولو ادعا یې کوله او خلک یې اتحاد او اتفاق ته رابلل۰
پــــــه همدې ډول هرسبا او ماسپښین د ښوونځی په لاره کې موږ دداسې بحثونو سره سر او کار درلودچې کله کله به دا بحثونو دومره مصروف ساتلو چې دا لس ، یولس کیلو متره منزل به را ته ډیر ذغرده شو او ستړیا به مو لږه احساسوله۰
په همدېډول په لغمان اودهیوادپه نوروولایاتوکېدخلکو د پاکو اوسپیڅلو ،ملي ،وطني ،اسلامي اوانساني احساساتوپه ګټه اخستلو سره د سیاسـي پارټیو صفوف ورځ په ورځ تقویه او په هیواد کېد ډلو ، ټپلو ، تنظیمـونو اوګوندونو لپاره تهداب ایښودل کیده چې دیو واحد وطن ، دیــــن او ایین خلک یېپه مختلفو ګروپونو پارټیو او تنظیمونو تقـسیم او دنفاق اوبــــــدبختي کندې ته ګذار کړل، چې ورسته بیا ددېفعالیــــتونو نتیجه زموږ هیواد والو په خپل سر سترګو ولیده او احساس یېکړه۰
خوږ ژبی سندر غاړی مرحوم ماجتي
غواړم په دېبرخه کېدخوږ ژبي محلي سندرغاړي مرحوم ماجتي چې دلغمــــان دچاردهي په سیمه کېیېهستوګنه درلوده ، دهغه د شخصي ژوند په هکله ستاسو توجه راوګرځوم :
ماجتي چې همیشه یې پاکې جامې په تن اود پالاوۍ لنګۍ شمله به یې نیغه دروله دموسیقي دډیر الاتو لکه هارمونیه ، اکاردیون، ماندولین ،ګیتار،وایلون ،شپیلۍ یا فلوت ،تنبور او نورسره پوره اشنایي او مهارت درلوده چې همیشه به ددغو الاتو دجملې څخه یو ورسره لیدل کیده۰
ماجتي همیشه د خوښیو په محفلونو کې خوږې سندرې کولې چې اکثره سندرې یې دمینې او محبت سندرې وې چې په ډېر سوز او ګداز به یې ویلې ۰
له سندرو څخه یېداسېمعلومیده چې هغه به چیرې زړه بایللی وي، او د چاپه پټه مینه کېسوزیږياو همدېمینېدی شاعريته هڅولی دی، چې په حقیقت کېهمداسېهم وه۰ هغه به د خپلې پټېمینېاظهار په سندرو کېداسېکوه :
مین چې شومه په ګل ببو
ستي یې کړمه په سرو لمبو
په رښتیا سره د ګل ببو مینې ماجتي ډیر زوراوه، د هغه دا سندره ډیره مشهوره شوه ، چې ور سته بیا په کابل رادیو کې چې په هیواد کې یواځینۍ رادیو وه ثبته شوې وه او همیشه به د رادیو له لارې اوریدل کیده۰ماجتي ورسته ددې کړاونوپه نتیجه کې په نا علاجه رنځ اخته شو چې دا نا علاجه مریضی د نری رنځ مریضې وه چې هغه یې د مرګ او نابودۍ لوري ته بیوه۰داسې رنځ چې د علاج چاره یې نه وه ، هسې چې ورته لازمه وه دمعا لجې او تداو ي امکان یې نه وه برابر ، ماجتي هم دخپل را تلونکي په هکله ښه پوهیده ،هغه په یوه بله سندره کې چې شعریې خپل وه داسې ویل :
افسوس افسوس ځماپه حال چې مې ارمان پاته شو
لکه دګل پــه شان نازک مـــخ د جـــانان پـــــاته شو
د ځنــــــکدن اخرسلګۍ دي ترماراشه اشنا
دا دواړه سترګې مې نیولي ستا دیدن لپاره
د رقیــــــبانوپـــــه لمسون شولې له ماکناره
په اخرت کې زما لاس ستاپه ګریبان پاته شو
لکه د ګل په شان نازک مخ د جانان پاته شو
زنې مــــې وتــړه په لاس دازمــادی وصیت
رابــاندې وایه څــــوکرتــه کلـــمه دشهادت
روح مې دا ستا په انتظاردی رانه غواړي رخصت
زماپـــه زړه کې دا داغونه د هجران پاته شو
لکه دګل په شان نازک مـخ دجانان پاته شو
دجنازی کټ ته مــې چیغه کړه چې لاړی اشنا
سبا دوخــــته پــــه مزارکې راته وکړه دوعا
زماپه شناختېباندې وکـــړه دزړګي تسلا
زمادقــــبرخــــاورې تاته یو نشــــان پاته شو
لکه د ګل په شان نازک مـخ دجانان پاته شو
داستا دسترګوپه ګولۍ زړګی زماشوقلم
ترسترګو اوښکی تویومه سات په سات دم په دم
که راتــــه راکړې دوایــــي دسرولبانوملهم
د ماجتــــي ځینې اخر دغه جــهــــان پاته شو
لکه دګل په شان نازک مخ دجانان پاته شو
دا سندره زموږ په کلیو او بانډو کېډیره مشهوره شوېوه او ورسته ماجتي دا سندره هم په کابل رادیو کېثبته کړه چې اکثرا د رادیو له لارېاوریدل کیده۰
ماجتي د نری رنځ په نتیجه کېپه ځوانه ځوانی کې ورو ورو خپله روغتیا او صحي حالت له لاسه ورکاوه، د هغه څخه په یومحفل کېچـــا پوښتنه وکړه چې استاذه! صحت مو څنګه دی ؟ هغه په ځواب کې ورته وویل :چې نه مړ یم نه ژوندی ،خو بیا هم کوشش کوم ستاســـــودخوښۍلپاره څو سندرې درته ووایم او د خـــــپل د زړه خواله تاسو سره په سندرو کې وکړم۰
په رښتیا سره ماجتي خوږ اودمینې ډک اوازدرلودچې دبده مرغه د ژوندکړاونوهغه ته نورموقع ور نه کړه چې دهنرپه هکله څونور ګامونه پورته کړي،اودخپلې مینـې اوارمانوغوټۍیې خلاصې شي۰
ماجتي د نري رنځ په نتیجه کې ومړ،د هغه مینه وال د هغه جنازې تــه ډیر راغلي وه دهغه جنازه یې د چهاردهې د شاه ګذر بابا په جګې غونډۍکې خاورو تـه ورسپارله ، نوکله چې خلک د جنازه څخه راوګرځيدل،کلي تــه درسیدوسر ه سم د هغه دا سندره چې:
افسوس افسوس ځما په حال چې مې ارمان پاته شو
لکه دګل په ښان نازک مخ د جــــــانان پـــــاته شو
په هماغه شیبه د رادیوله لارې خپره شوه، خلکو له لرې څخه ددې سندرې په اورید لو نور هــم غمجن شول او دحسرت او تا ثر اوښکې یې تر سترګو تویې شوې، او مرحوم ماجتي یې دخپلو هیلو او ارمانونو سره یوځای خاورو ته سپارلی وه، خدای دې وبښی او روح دې ښاد او آرام وي۰
په لغمان کې اوسیدونکي قامونه او پرګنې
درنو لوستونکو!
دکتور محمد سعید«سعید افغاني » په خپل کتاب کېچې (زما ژوند) په نامه يادیږي او په کال ( 1365 ) هجري کېخپور شوی په لغمان کېاوسیدونکي قامونه او پرګنېپه لاندېډول شرحه او معرفي کړي دي :
اول : « ساپي »
په افغانستان کېد صافیو قوم یو لوی او مشهور قوم دی چې وایي ددوئاول نیکه د قندهار دغوړی مرغی څخه راغلي دي او ددوئنسبي سلسله د پښتنو په قامونو کېپه درانیو باندېګډیږي، وایي صافي په غلجیو نه ګډیږي بلکه د غلجیو سره د درانیو په وسیله ورورګلوي لري ۰
دصافیو د قامونو غټېریښېپه لاندېډول دي ۰
الف – ودیر
ب - ګربز
ج – مسود
د « ساپیو » د قوم پرګنېپه ټول افغانستان کېخپرېدي خودافغانستان په شمالي برخه کې، کوه « ساپي » محمود راقي ، کو هستان ، او تګاب ددوئاصلي او مهم مرکزونه دي. ا و په مشرقي کېد کنړ « ساپیان » شهرت لري او هغه ځای دڅوکۍ په لسوالۍ ، با ډ یل،مز ار ، دپیچ په دره ، د سر حد څخه اخوا په سره کمر او د کنر په نورو سیمو کېاوسیري . ساپي به کامه کېلویه سیمه لري ، ساپي په لغمان کېدعمرزیو ، سالاب ، ګړګړ ،باړیڅی ، صبر اباد ، په سیمو کېهستوګنه لري ، په الینګار کېنازي هم « سا پیان » دی ۰
وایي : چې په کوزه پښتونخوا کېوزیر هم په اصل کېد ودیر صافیو یوه ریښه او مسود یېبله ریښه ده ۰
دلغمان په عمرزیو کېصافیان په درېپلرونو تقسیم شویدي ۰
۱-د خیر محمد بابا اولاده ده چېد خیر اباد کلی یېمرکز دی او لاندېریشېلري۰
پایه خیل ، یاسین خیل ، تورخیل ، ایاز ۰
٢- د عبدالمحمد بابا اولاده چېپه ادو خیلو مشهور دي ۰
٣- دابراهیم باباچې په ابرهیم خیلویادیږياوس په عمرزیي کېدخیر محمد بابا اولاده دیره ده خلک عاجز او په اقتصادي فشار مواجه دي، ولی دغه خلک ډیرزړه ور او په میړ انېشهرت لري.
دویم : د ساک ، سهاک :
دساک قوم د لغمان ولایت په مرکزي سیمو کېاوسیږي او ددوئریښېموسی خیل او شمشیر خیل دي اود افغانستان په نورو سیمو کېهم هستوګنه لري ۰
دریم - تره خیل :
دوئد لغمان ولایت د تندیو په کلي کېاوسیږي او زیاتره یېدکابل شمال شرق خواته د ترخیلو په قریه کېهستوګنه لري چې ددوئیو څو با اعتباره خلک د وخت ددربار قابچي باشیان وه او د پور اعتبار خاوندان کڼل کیدل ۰
څلورم : رستم خيل:
ددوئڅه میشته کورونه د لغمان د ارمل به قریه کېاوسیږي او څه نور یېکوچیان دي چېداوړي په موسم کېیخو سیموته ځي اوپه ژمي کېبیرته لغمان ته راځي،مالداري اوسودا ګري ددوئکسب دی ۰
پنځم – خروټي :
دوئ دلغمان د عمرزیو د علاقېپه جنوبي برخه او د افغانستان په نورو برخو کېاوسیږي او ډیر مشهور قام دی ۰
شبږم : عبدالرحیم زي :
دلغمان ولایت د مندروړ په سیمه کېاوسیږي او په کابل کېهم کورونه لري په دوئکېښه با همته خلک تیرشوي دي ۰
اوم -هودخیل:
دوئپه ودخیلو شهرت لري او د لغمان د قرغیو د ولسوالۍ په برخه کېلویه سیمه لري او پــــه کابل کېد کابل شرقي خوا ته اوسیږي.
اتم - جبار خیل:
دوئدلغمان د قرغیو د ولسوالۍ په سیمه کېمعزز کورنۍدي . په دوئکېد قامي ملي مشران اوتاریخي خلک تیر شویدي ۰
نهم - تره کي:
دوئدلغمان دولایت په ځینو سیمو کېمیشته او کوچي کورونه لري او اوښانو او څارویو په روزنه مصروف دي او د افغانستا په غزني او قندهار کېشتون لري.
لسم - پشه ئي:
دوئدلغمان ولایت تر څنګ یوه کلی لري چېد پشه ئي کلي په نامه یادیږي ، دوئځانته خاصه ژبه لري چېهغه هم په پشه ئي یادیږي . دغه ولس د الیشنک د درېپه لوړو برخو لکه دولت شاه او فراجغان کېهم او سیږي او په پشه ئي ژبه خبرېکوي ۰
يولسم - هزار میښ:
دوئدلغمان ولایت د تیرګړو په علاقه کېپراته دي او غریبکاره خلک دي ۰
دولسم - میچن خیل:
دوئدلغمان د عمرزیو د علاقېشمال ته یو لوی کلی لري دوئهرېخوا ګر ځي او د نظرانېپه ټولولو کېمصروف او دښه مهارت خاوندان دي ۰
دیارلسم - ناصر:
دوئدلغمان ولایت د مندروړ د سیمېپه جنوبي برخو کې، او همداغسېد کابل شکردره او د افغانستان په نورو سیمو کېاوسیږي دا خلک زړور او جنګیالی دي ۰
څوارلسم – اکاخیل :
دوئهم دلغمان د عمرزیو دمنطقېپه شمالي برخه کېمیشته او کورونه لري د اوښانو او رمو روزنه کوي او د غره څخه لرګي راوړي او خر څوي یې۰
پنځلسم – دیګان ( دهکان(:
دوئپه دري خبرېکوي او کورونه یېد افغانستان په نورو سیمو کېهم شته ۰
شپاړسم – محمد زي :
دوئځای ځای کورونه لري او د محمد زیو پا د شاهي کورنۍ په وجه دوئهر چیرېښېآبادېځمکېتر لاسه کړي دي ۰
اولسم - ریکا ګان:
دوئدلغمان ولایت د چاردهي په علاقه کېمحدود کورونه لري او دکابل ریکا خانه ددوئاصلېمرکز دی.
اتلسم - عمرخیل:
دوئدلغمان د چاردهي ( شاه ګذربابا او قلعه اخوند کلي تر څنګ ) کېزمینداره کورنۍد ي او د کابل په میدان کېهم زیاتېځمکېلر ي ۰
نولسم - وریا خیل:
دوئد لغمان د ولایت د عمرزیو د علاقېپه لر او بر کېهستوګنه لري او خلک یېکاریګر او دهقان کاره دي دوئد کابل په پغمان او دبغلان دولایت په مر کز کېهم ځمکېاو کورونه لري.
شلم – وردګ :
دوئدلغمان ولایت د عمرزیو دعلاقــېپه جنوبي برخو کېاوسیږي او په کابل کېد وردګو په علاقه کې مشهور قوم دی ، په دوئکېښه د کار او میړانېخلک تیر شویدي او د انګلیسانو داستعمار په مقابل کېد غازي محمدجان خان مبارزه د هیریدو نه ده دا قام تل په سیاسي جریاناتو کېلاس او برخه لري ۰
یویشتم - تاجک :
دوئپه لغمان او د افغانستان په نورو ولایاتو کېاوسیږي ژبه یېدري ده۰چېدفارسي ژبېسره لږ تو پير لري.وایي دري د دربار څخه اخستل شوی او دا ژبه یو وخت د درباریانو ژبه وه ۰
دوه ويشتم– میرعلي خيل :دوئدلغمان د باد پښ په علاقه او نورو سیمو کې اوسیږي ۰
درويشتم - نیازي:
دوئدلغمان د ولایت داعلينګار په سیمه کې پراته دي ددوئکورونه د کابل جنوبي خواته هم شته ، وایي دوئد صافیو یوه ریښه ده۰څوک وائي : چې دوئمستانه کورنۍده.
نيازي په کندوز اوخان آباد کې هم ځمکې اوکورونه لري ،چې غټ کلي ئې ملرغی نوميږي نيازي د پاکستان د پنجاب په سيمه کې هم ډير شمير او سيږي . نيازي د تخار ولايات د تالقان دمرکز او مربوطاتو کې لکه دقو لبرس په سيمه هم او سيږي ، خصوصآ په قو لبرس کې ډيرې ځمکې او کورونه لري.
څلورويشتم -اړوکي:
دوئد لغمان د الینګار په منطقه کې اوسیږي او ددوئتر څنګ خاڼی او اختیار خیلو په نامه نور پښتانه قامونه هم پراته دي ۰
پنځه ويشتم _ الکوزي (الکوځي (:
دوئپه لغمان کې لږې کورنۍ پیدا کیږی مګر د افغانستان په نورو ولایاتو کې هم شته او مشهور قام دی۰
شپږويشتم : سادات :
دوئدحضرت محمد صلی الله علیه وسلم اولاده ده په لغمان کې ځای په ځای کورونه لري ، دوئته میران او پاچایان هم وایي په لغمان کې خواجه ګـــان د ابوبکر صــــدیق ( رض ) «حضرات » او د حضرت عمر فاروق اولاده هم شته ۰
اوه ویشتم - لطف الله خیل:دوئدلغمان ولایت د تیر ګړو خانان او هلته د سنګ توودې ( سنگ تودو) د قریه اوسیدونکي دي۰
اته ويشتم – بابکر خيل :دوئد لغمان ولایت د الینګار د سیمې مشهور خانان دی او په کابل کې هم کورونه لري ، او درباري خلک ؤ.
نه ويشتم – نورستاني :
په لغمان کې ددوئکورونه شته خو د لغمان شمال ته د نور ستان سیمه یوه لوی ولایت دی چې اکثره یې په ځانګړې ژبه غږیږي (سانسکريت ) ، دوئد امیرعبدالرحمن په زمانه کې تابع او مسلمان شویدي د امیر حبیب الله خان په دوره کې ددوئډيرې ښځې او نجونې دوينځو په توګه دهغه دربار کې خدمتونه کول . چې د امیر امان الله خان په دوره کې آازادې کړل شوي۰
د نورستان دخلکوبچیان د امیر عبدالرحمن خان په دوره کې دربار ته لاره پیدا کړه چې په دې اثر ډیر پاخه او پوره خلک پکې وروزل شول چې بیا ورسته د افغانستان په اجتماعي ، ساختماني سیاست او ازادي په ساحه کې لوی رول درلود ، امیر حبيب الله په لغمان کې د قلع السراج تعمیر او باغ اباد کړ ، دا ځای په ژمي کې د امير حبيب الله ژمني پلازمينه وه چې د بچې سقاو په وخت کې دا دملت په پیسو اباد شوی تعمیر وران او ویجاړ کړ شو ، امیر حبیب الله خان به د لغمان په کله گوش کې هم میلې چړچې او شکار کا وه چې اخر هم هلته د شپې له خوا په خیمه کې د یو نامعلوم شخص له خوا وویشتل شو دده د مرګ څخه وروسته دده ځوی امیر امان الله خان باچا شو ۰
ديرشم – درگي:دوئدلغمان ولایت په شمال شرق د شمنګل په قریه او د درګو د اوبو له پاسه کلو کې اوسیږې او کوچیان هم لري ۰
يو ديرشم – على خيل:
دوئد لغمان ولايت په شمال شرق دشمنگل او صابره ډوپۍکلي کې اوسیږي او څه کورونه یې په کابل کې هم شته ۰
دوديرشم – ابراهيم خيل :دوئد لغمان د ولایت د مندروړ په علاقه کې شاو خوا میشته دي ۰
دري ديرشم – محمد خيل :دوی د لغمان په ولایت کې هستوګنه لري ۰
څلور ديرشم – خيرو خيل :دوئلغمان د ولایت د مندروړ په جنوبي ساحو کې پراته دي ۰
پنځه ديرشم – قولان :
دوئلکه د کوچیانو په شان کابل او مشرقي او په خاصه توګه کابل ، لغمان ته تګ راتګ کوي او د تجارت کسب یې درلود مګر اوس یې په کابل کې ډیر کورونه او تجارتونه پیدا کړي دي ۰
شپږ ديرشم – اهل هنود :
دوئهم دلغمان ولایت د تیر ګړو په کلي کې ساکن دي او هلته ځانله درمسال لري چې خپل دیني مناسک هلته اجرا کوي دوئهم تجارت پیشه دي او د تیرکړوپه پخواني بازار او اوس دلغمان په ولایت کې دوکانونه لري۰
درنو لوستونکو!
د لغمان په ولایت کې اکثر خلک په پښتوژبه خبرې کوي او په دوهمه درجه کې دري ژبه ډیرویونکي لري اونورې ژبې یې لکه پشه ئي او نورستاني او شاړي دي چې په اقلیت کې حسابیږي۰دلغمان ولایت د قامونو او ولسونو په ریښو کې زیاتې مطالعې او څیړنې ته ضرورت دی او په اقتصادي ، جغرافیوي او تاریخي مسایلو کې یې بحث پوره ریسرچ غواړي ۰
په عمومي لحاظ د لغمان په ولایت کې د قومونو مختلفې پرګنې پیداکیږي او داسې معلومیږي چې دتاریخ په اوږ دو کې په لغمان باندې ډیر مختلف انقلابونه ، تحو ولونه او تطورات راغلي دي ، خو ددې ټولو سره سره باید ووایو چې اوس هم دلغمان ولایت اکثره کورونه د خټو ، پخې یا خامو خښتو کورونه بې نقشې ابادې او په بې نظمه توګه عمومي ژو ند د مشکلاتو او لانجو سره مخامخ دی همدارنګه اوس هم هلته اکثرا د لمړۍپیړۍ ددورې دودونه ،رواجونه روان دي ۰
د لغمان خلک د زیات طبعي ذکاوت لرونکي دي او خاوره یې د زراعتي او تخنیکي ښه بدلون لپاره اماده ده ۰په ډیر تاسف سره بایدوویل شي چې په لغمان کې دقامونواو پرګنو د نفوسو تراکم ، بې کاري او بې غوري زړه سوزونکی ده چې د قدرت خاوندان باید ورته جدي او خاصه پاملرنه وکړي .