(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

یا به یو کیږو ګنی ورکیږو

یادونه: دا لیکنه په ۷/۵/۲۰۱۱ نیټه په فرانکفورت کی دقامي مبارزینو یادغونډه کی واورول شوه
د لوی او بخښونکي خدای په نامه
دقامي مبارزینو او د پښتونخوا د کلیزی د جشن ددی ستري غونډی درنو ګډونوالواو برخه والو خویندو او ورونو! ستړی مه شئ ، هرکله راشئ !
د پښتنو د سترسیاسی مشر، د عدم تشددد قامي ازادی بښخونکی  غورځنګ بنسټ ایښودونکی او د هند د نیمی وچی دازادئ دلاری نه ستړیکیدونکی مبارز فخر افغان  باچا خان بابا ستر پښتون مبارز ځوی ارواښاد خان بابا عبدالولی خان دسړیتوب (شخصیت) ډیر اړخونه دی چی ددی لپاره ورځي، میاشتي او کلونه پکاریږی د وخت د کمښت له امله ددومره ستر قوم سترسیاسي مبارز اولیکوال په هکله  په یوه وړه لیکنه کی څه  راټولول ډیر ګران کار دی.
 
درنو حاضرینو!
 پښتون   د منځنۍ اسیا یوزړور،پیاوړی ،لرغونیاو امن خوښی  قام دی،د پښتنو تاریخ ،ژبه ، کولتور، میړانه او   پښتونولی د نړئ په ولسونو کی هرچا ته ښکاره او روښانه دي ، د پښتنو ټاټوبی په منځنئ اسیا کی د خپل جغرافیوی سټراټيجيک ارزښت له امله په بیلابیلو وختونو کی د ښکیلاکی ، زبیښاکی  او یرغلګرو ځواکونو  د جګړو ډګر ګرځیدلی ،پښتانه  د عمرونو عمرونو راهیسی د انقلابونو او جنګونو سره لاس په ګریوان دی.  د پښتنو میړنیو  قامي، ولسی او سیاسی مشرانو د تاریخ په اوږدو کی په خپل خپل وخت کی د تیری کوونکوپه کلکه مقابله کړی ده چی په دی لړ کی  دخان باباعبدالولی خان  نوم د شلمی پیړئ د سیاسی قامی مبارزینو په سر کی ځای لری.
 
ارواښاد خان بابا عبدالولی خان د ۱۹۱۷ ع کال د جنورئ د میاشتي په ۱۱ مه نیټه نړئ ته سترګي وغړولي، خان باباله ورکوټیوالی راهیسی د خپلي خاوري، ژبی  او قوم سره مینه لرله،چی په همدی بنسټ ئی خپل  سياسي ژوندددیارلس کلنئ په عمرکی د خپل پلار باچا خان  باباتر مشرئ لاندی چی موخه (هدف) ئی د هند دنیشنل  کانګرس ګوند په ملګرتيادهندوستانله نيمې وچې څخه د انګريزیښکېلاک له مېنځه وړل وو پیل کړ،او د باچاخان بابا په پل ئی پل کیښود.  
خان بابا  نه یوازی د پښتنو ستر لارښود او رهبر ؤ بلکه د منطقی او نړۍ په کچهیو منل شوی پښتون سیاست والاو لوی عالم  ؤ
 
کله چی باچاخان بابا په ۱۹۳۰ ع کال کی د انګریزانو له خوا ونیول شونو،خان بابا عبدالولی خان  د پښتنو د يو پیاوړی لارښود په بڼه   د انګريزیښکېلاک پر ضد  په عملي  مبارزه  لاس پوری کړاوپه  خپل پلرني ټاټوبي چارسده کی  به ئی وړو وړو غونډواو جلسو ته ويناوې  کولی مقصدئی  دا ؤ چی یو خوا ټول هندوستان او په ځانګړی توګه دا خپل  در په در تس ونس پښتون، ازاد، اباد،د خپل اختیار مالک او د خوارئ بدبختئ نه خلاص کړی او لکه د یو بابا اولاد ئی یو موټی او یو وجود جوړ کړی.او پدی موښه ئی خپله مبارزه  ډیره په مړانه مخ په وړاندی  بوتله ، پدی لاره کی ئی ډیري قربانئ ورکړی  ډیری ستونزی ئی وګاللی  او جیلونه ئی تیرکړل.
خان باباداصولو کلک پابند،پر پښتو او پښتونولئ مین ،جمهوریت غوښتونکیاوخپلو سياسي موخوته وفادار پښتون سياستوالؤ،پاکستانيواکمنو لکه سکندر مرزا، ايوب خان او جنرال ضياء الحق   په وار وار ورته ددولتي (سرکاري) لوړوچوکيو وړانديزونه  کړى وو خو هغه دا وړاندېزونه رد کړی دی. او د کرسئ په بدل کی ئی خپل اصول ندی مات کړی.
 
خان بابا یو ښه لیکوال  ، نقاد او تاریخ پوهـ  ؤ پخپله د علم او پوهی یو خزانه وه، ګڼ شمیر لیکني ئی کړی « ریښتیا ریښتیا دی» او« باچاخان او خدائی خدمتګاری» په څلورو ټوکوکی  پنډ پنډ ارزښتناک کتابونه چی د حقیقت او د عدم تشدد زیرمه ده پښتون قام په وړاندی دی.  که پښتانه دغه کتابونه ولولي نو د هغه سازشونو او توطیو نه به خبر شی کوم چی د پښتون ملت پر خلاف   پښتون دشمنه قوتونو  د عدم تشدددقامي ازادی بخښونکی غورځنګ پر  ضد وخت په وخت کړی دی .
 بابايو ډېر ښه او مدلل وينا وال وو چې خپلې خبرې به يې په پښتو متلونو او طنز و مزاح کې رانغښتې.
 
خان بابا دجیل څخه  خپلوانو او ملګرو ته خپل   ټول خطونه  په اسانه پښتو ژبه  لیکلی دی  چی په حقیقت کی سیاسی او تاریخی ارزښت  لری. ارواښادډاکتر شیر زمان طائزی د« سوغات» په سریزه کی  وائی چی  بابا د پښتنو تاریخ شعر او ادب  سره ډیره مینه لرله او عجیبه خو داده چی خپله ځان شاعر او ادیب نه ګڼی خو چی کوم ځای تنقید کوی په ډاډه زړه ئی کوی  او په ډیره ښه انداز کی ئی ډیری پیچلی مسئلی د بحث لاندی نیولی او خپلی ستومانی ئی پری ایستلی دی
پدی لړ کی خان بابا پروفیسر جهانزیب نیاز ته په یو لیک کی لیکلی دی: « د ادریس پاچا صیب« ګیلې وسوسې» می اووی، اصل کی ډیر وخت وشو چی ما د شاعرئ څه کتاب وغیره نه دی لوستلی، یو خو داده چی اول به راله خلیق صیب ټول نوی کتابونه رالیږل خو اوس هغه هم راته شا کړی  شان ده، او نه خط او نه کتابت رالیږی. او بله دا چی زه هم په فلسفه او نورو مضمونونو او په نورو معاشی او معاشرتی مطالعو کی بوخت ؤم. او چی څومره به می ددغه اړخه دی خپلو شاعرانو ته کتل نو څه رو رو می هم هغه نظریه جوړیده کومه چی قران د شاعرانو په هکله  بیان کړی ده. د دوئ دې اخلاقی او عملی جمود څه مایوسه کړی شان وم، او که چا څه سر ړقو نو هغه خو لا د لیلا د زلفو په ځنګل کی ښکیل پراته ؤ، نو د باچا صیب «ګیلي وسوسي» هم داسی وخت کی راغلی چی کوم می درته بیان کړل، یو خو زما ورسره شوق نه ؤ او بل هډود شعر هغه خوند می د خولی نه وتي ؤ، او دا می ډیر په ویره ویره شروع کړو،ما وی واپسی ځواب به ضرور غواړی او ددی نه می زړه چوی، بدقسمتي داده چی زمونږ ملک کی څوک چاته ریښتیا ویلی نه شی.  ادب او فن خو داسی یو شی دی چی  دا په نکته چینئ  (تنقید)  خړوب کیږی او هغه اصلی جوهر ئی پری راڅرګندیږی. خو ما یوځل داشان د سید رسول رسا دکتاب  «د بیدیا ګلونه» لوستلو نه پس خلیق صیب ته ولیکل چی دی ته د «بیدیا ګلونه» ویل خو ناروا دی  ما ویل چی د نیمو نه زیات پکی پردی قلمونه او را پټي کړی سترګي دی  او هغه هم په داسی بده رنګه چی هر څوک پری پوهیږی او پیژنی ئی چی د کوم باغ نه ئی راغلا کړی دی. خیر خبر شوم چی سید رسول  رسا په دغه ډیر زیات خفه شو او په ځای ددی چی زما هغه تنقید او ښودنی په هغه کی داسی څه جذبه پیداکړی وائی چی هغه د خپل کمال د جوهر دغه دانی ددغی بوسو ګونډی مال نه وباسی ، هغه اپوټه ماڼیجن شو. سید رسول رسا ما په یو نظم پیژندلی ؤ چی کوم هغه د خوشال بابا په قبر لیکلی ؤاود هغه داسی یو څو نور نظمونه  دی چی په ملغلرو به ئی بدل نکړی مګر په دغه کتاب کی ئی داسی څه راټول کړی دی چی لمدو سره ئې وچ هم سیزلی دی.
خان بابا باندې  څلور وژونکې حملېچی دوه پری په ملاکنډ، دریمه پری په ګوجرانوله او ځلورمه پری د پینډئ په لیاقت باغ  کی شوی دی  خود نیکه مرغه  په کې ژوندى پاتې شوى وو.
خان بابا په خپل سياسي ژوند کې دويم نړېوال جنګ، دهند له نيمې وچې څخه د انگريزانو وتل، د هند او پاکستان د خپلواکه هېوادو په توګه را مېنځ ته کېدل، د پاکستان ماتېدل، سړه جګړه، د افغانستان اوږده جګړه، افغانستان څخه د شوروي پوځونو وتل، د شوروي اتحاد ماتېدل نه يوازې په خپلو سترګو ليدلی ؤ،بلکه په ډېرو پېښو کې خپله هم يو مهم کردار ادا کړی دی ،ځکه خو نوموړي څو کاله وړاندې يوۀ خبريال ته په يوه مرکه کې وويل " څه به درته ووايم دې سترګو څه څه نه دي ليدلي؟
 
خان بابا  په خپل سياسي ژوند کې د " لر او بر يوپښتون یوافغان"« یا به یو کیږو ګنی ورکیږو»
او اوبه په ډانګ نه بیلیږی  خبره کوله. کله چی  په لر پښتون  څه تکلیف راغلی دی نو هغوئ بر وطن ته کډه کړی ده که په بر پښتون څه تکلیف راغلی نو هغوی لر وطن ته کډه کړی ده
خان بابا به  ویل چی ډیورنډ هغه کرښه ده چی کاپر او سامراج پیرنګی د پښتنو په وجود راښکلی ده ، قام ئی د قام نه، قبیله ئی د قبیلي نه ،خاندان ئی د خاندان نه، اوورور ئی د ورور نه جدا کړی دی اوددی قبائیلي علاقو دا تقسیم او ویش د پیرنګیانو او د افغانستان د حکومت تر منځه شوی دی او یوه معاهده دواړو حکومتونو لاسلیک کړیده چی هغه د ګندومک د معاهدی په نامه یادیږی او د همدغه معاهدي په بنا دا د ډیورنډ کرښه راښکلی شوی ده چی نن د افغانستان او پاکستان تر منځه هم په هغه شکل او صورت کی موجوده ده، لکه څنګه چی پیرنګی په ۱۸۹۳ کال کی راښکلی وه. اګر چی د افغانستان مختلفو حکومتونو په هغی په خپل خپل وخت کی اعتراض (نیوکی)کړی دی  چی دا معاهده پیرنګی د سردار یعقوب خان سره په داسی وخت کی دستخط کړیده چی د هغه پلار امیر شیر علی خان کابل نه وتلي ؤ ،او سردار یعقوب خان چی پلار قید کړی ؤ، پیرنګیانو راوویست او دی ئې د کابل په تخت کښینولو، نو دا معاهده ئی ورسره لاسلیک کړه نو په بین الاقوامی  (بین المللی)قانون کی دی ته  تریټی اڼدر ډوریس وائی او ددی څه  (قانونی) حیثیت څوک نه تسلیموی. او دا ځنځیر خو پیرنګی لګولی دی  او هغه قوت خو تللی دی  او که دا لر اوبر پښتانه سره یو شی  نو دی کی څه بدیت دی .
دغه راز د ولس غږ سره په یوه مرکه کی  ئی ویلی:٬٬ چی مونږ تر خپلی وسی پوری قامی او ملی مبارزه کړی ده او کؤو ئی، خو د سیمه ایز سیاسی جوړښت له کبله نیمګړی ده، د تورخم زنځیر به هغه وخت شلول کیږی چی د دواړو خواوو پری زور راوړل شی نو په منځ به دوه شی او دیوی خوا نه نه کیږی٬٬. خو له بده مرغه د بري  پښتونخوا (افغانستان) واکدارانو نه غوښتل چی  دا تس ونس پښتانه سره یو ځل بیا یو ځای شی  او د خپل واک او اختیار خاوندان شی  چی دا د خان بابا له  خبرو  څخه چی د روان فرهادی سره ئی کړی ده  په ډاکه څرکندیږی:
 خان بابا له انګلستان څخه کابل ته راځی او ښاغلی روان فرهادی ورڅخه هیله کوی چی د هغه سره خبری اتري وکړی، خان بابا وائی: د کابل په ښار کی دپښتونستان د جشن دستوره وه زه هم ددغه ټنګ ټکور او اتڼونو تماشي له تللی وم ، روان فرهادی چی د وزارت خارجه یو بل غړی کرزی هم ورسره ؤ ما ته وویل  ښه دی چی کابل ته راغلی ئی زما خو تاسره  یوڅوډیری ضروروی خبري دی : ښاغلی  فرهادی خان بابا ته وائی،چی ولی خانه تا خو اوس د پښتنو او پښتونستان سیاست پریښود او ټول پاکستان  سیاست ته دی مخه کړه(د روان فرهادی صیب اشاره دی ته وه چی دغه وخت خان بابا د ټول پاکستان د نیشنل عوامي پارټئ صدر ټاکل شوی ؤ)، نو خان بابا د ښاغلی روان فرهادی څخه پوښتنه کوی چی تاسی دا پښتونستان څه شی ته وائې، خان بابا دا پوښتنه د افغانستان له باچا څخه هم کړیوه او هغه ورته ویلی ؤ چی د صدراعظم  هاشم خان  میوندوال سره خبره  وکړه خو هغه هم څه پوره خبره ورته  نه وه کړی.
 روان فرهادی خان بابا ته ویل و چی د ا نعره خو د ښکته نه ستاسو له اړخه  راغلی ده او ځواب  خو به ئی ته ورکوی .خان بابا ځواب ورکوی او وائی چی فرهادی صیب د ښکته نه خو دوه قسمه پښتونستان راغلی دی  یو د ریفرنډوم د وخت ازاد او خودمختاره مملکت پښتونستان او بل صرف د نوم د بدلولو مطالبه، چی زمونږ د صوبي نوم بدل شی چی د نوم نه پته لګی چی دلته هم پښتانه اوسیږی
خان باباد روان فرهادی صیب نه  تپوس کوی چی دا تاسو چی دا څوکاله په مخه دپښونستان اواز پورته کړی دی  او دادی نن هم په ټول افغانستان کی د پښتونستان جشن نمانځلي شی  نو دا تاسو د کوم پښتونستان ذکر کوئ د ازاد خودمختاره پښتونستان او که د پاکستان  دننه د نامی پښتونستان .
 تاسو لا تر اوسه دا فیصله نده کړی؟ او نه مو دا خبره سپنه کړی ده چی تاسو څه غواړئ؟ او د څه په وجه مو پاکستان سره تعلقات  خراب کړی دی؟. هندوستان او روس  چی ستاسو ددی موقف تائید کوی نو هغوئ ته تاسو ددی خبری وضاحت ندی کړی؟     نو بیا  خان بابا ورته وائی  چی  د حل لاري ئی دري دی
لومړی: افغانستان دی راپاڅی  او پاکستان ته دی ووائی چی  زما نه خو داسیمی پیرنګی  په زور  نیولی وی چی هغه نشته نو زه دا خپلی سیمی په سوله غواړم او که نه نو زور  استعمالوم
تاسو به د هغی مخی شئ او مونږ به ددی مخی شو او د ډیورنډ دا پلیته کرښه به ورانه کړو،
 نو فرهادی صیب ویلی چی د موجوده بین المللی او ملی حالاتو په رڼا کی دا امکان نه لری
دوهم:  د چتراله  نه تر وزیرستانه پوری  دی افغانستان  حکومت دقبائیلی علاقي پښتنوسره  په پټه مرسته وکړی او هلته به مونږ پورته شو.  فرهادی صیب وائی چی دا امکان نه لری
درییم : بیا چی زه قبائیلي ورونو ته مخه کړم چی ګوره مونږ او تاسي د ازادئ د نعمت نه محروم یو راځئ چی سره یو لاس شو او خپل حق لاس ته راوړو و نو قبائیلو به فیصله کړی وی يا نه خو بیابه هم فرهادی صیب د خیبر نه سر راپورته کړی چی ولی خانه دا امکان نه لری نو  مطلب دا چی نه را سره مرسته کوی  نه قبائیل پریږدی  او بیا چی د کور دننه ملګری پیدا کوم په هغی هم نا راضه ئی  نو داسی  مالومیږی چی تاسو هم زمونږپه غلامئ  خوشاله ئی. نو دا به ډیره د منافقت خبره ښکاریده چی د افغانستان حکومت به  په راډیو کی  د بابړی د شهیدانو  په روح مشاعري کولی او دی خوا به ئی د بابړی د شهیدانو قاتل قیوم خان سره مرسته کوله. چی ایلکشن وګټی او خدائی خدمتګار ناکام کړی.
لدی څخه دا په  ډاګه څرګندیږی چی د افغانستان  د وخت واکدارانو د پښتونستان لفظ نه یوازی د پښتنو د ویش د ټینګولو او د پښتنو د قامي وحدت په ضد ؤ ، بلکه په قام پرسته پښتنو او ولسي مشرانو به  تورونه لګول کیدل چی دا د پاکستان سره لاس لری او پاکستانی دی او پدی نامه به ځورورل کیده.  د پښتنو د قامی وحدت د بشپړتیا او د باچا خان باباد عدم تشدد د قامی ازادی بخښونکی غورځنګ تر ټولو غټ پټ (مخفی) دښمن د افغانستان  شاهی نظام ؤ او دا ځکه چی دغه واکدارانو د پښتنو په قامی وحدت کی خپل زوال لیده..
لکه څنګه چې ستر باچا خان بابا د پښتون قوم د ابادۍ او سوکالۍ لپاره 37 کاله جیل تیر کړو همداشان خان بابا عبدالولی خان هم د خپل ژوند ۱۶کاله عمر د پښتون قام د سوکالۍ او پر مختګ لپاره په  بیلابیلو جیلونو کې تیر کړی دی
خان بابا په لومړی ځل   په ١٩٤٢ کال کې  د کانګرس ګوند د " انګرېزانو هند څخه ووځئ " تر شعار لاندې  په مبارزهبوخت ووچید انګريزانو له خوا بندي شو.  اود پاکستان د جوړويدو سره سم  ئی خپله قامی مبارزه نوره هم ګړندئ کړه او په زرګونو سیاسي مبارزین ئی وروزل
خان بابا د پاکستان تر جوړېدو يو کال وروسته بندي شو او په ١٩٥٤ کال کې خوشي شو او له دې
وروسته يې د بلوڅیانو، سنديانو او د هغه وخت ختيځ پاکستان چې اوس بنګله دېش دى له کېڼ اړخو سياستوالانو سره په ګډه نېشنل عوامي ګوند جوړ کړ چې سياسي مرام يې په پاکستان کې د پوځي حکومت له مېنځه وړل، نوي ټاکنی، بې پرې بهرنۍ تګلاره او سیکولردولت را مېنځته کول وو. نوموړي په ١٩٧٠ کال کې د پاکستان په لومړۍ ټولټاکنو کې د قامي او صوبايي اسمبلۍ غړى وټاکل شو او په قامي اسمبلۍ کې د ذوالفقار علي بوټو د حکومت پر ضد د اپوزیشن  يو پياوړى مشر وو.
 
په ١٩٧٥ کال کې د ده په ګوند(نیشنل عوامی پارټئ)ذوالفقار على بوټو د دولت ضد فعاليتونو  له امله بنديز ولګاوه.اود حېدر اباد سازش کېس په پلمه   دخپلو ملګرو سره  یو ځای د حيدراباد جیلته واچول شو.  خو په ١٩٧٧ کال کې د بوټو د حکومت پر ضد د جنرال ضياءالحق پوځي کودتا وروسته دى د حېدر اباد سازش کېس څخه خوشې کړل شو.
خان بابا  د پاکستان جوړېدل د انګرېزانو کار باله چې ،راتلونکى کې  ئی د شوروي اتحاد پر ضد وکاروي همدا وجه وه چې د سړې جګړې په مهال نوموړي د افغانستان په اړه د پاکستان د بهرنۍ تګلارې سخت مخالفت کاوۀ  نو ځګه  به پاکستاني واکمنو د هند، روسىې او افغانستان د جاسوس تورونه ورباندې لګولاود مذهبي ګوندونو له خوا د کفر له فتواو سره مخامخ وو. ده د افغانستان جګړه د لويو ځواکونو شوروى اتحاد او امريکا او غرب جګړه بلله چې قرباني يې افغانان ورکوي. هم د دې سياسي فکر له امله د ده سياسي مخالفينوبه ده ته د پاکستان غدار ويل خو د ده دريځ دا وو چې دى د خپلې قامپرستئ  او مسلمانۍ اسناد له هېچا نه غواړي.
خانباباپه ١٩٩٠ کال کې هغه وخت د عوامي نیشنل ګوند صدارت پریښود،کله چې يې د قامي اسمبلۍ چوکۍ په خپل مخالف مولانا حسن جان باندې وبايلله او په دې دليل لهپارلمانيسياست څخه ګوښه  شو چې ولس په ما باندې باور و نه کړ او زه نور ځان د دوى استازى نه شم بللى.
خان بابايو لر ليد سياسيتوالؤ دراتلونکي په اړه زياتره وړاند وينې يې سمې ثابتېدې چې مور بی بی مېرمن نسيم ولي خان په   بره پښتونخوا (افغانستان)کې د ظاهر شاه پر ضد په   ١٩٧٣کال کی  د داؤد
خان کودتاه د يوې بېلګې په توګه يادوي:
 اووايي چې د کودتا سمدستى وروسته خان باباخپل پلار باچا خانباباته وويل چې داود خان نن د افغانستان د خاتمى ګام واخېست ده دليل ورکړ چې افغان يوه قبايلي ټولنه ده او قبيلوي جګړه به په يو داسې بدلون واوړيچې حل به يې په افغانستان کې د يو بهرني ځواک مداخله وياو باچا خانبابا   تهئیوويل چې دغه بهرنى ځواک له شوروى اتحاد پرته بل نه شي کېداى. هلته به دومره تشدد وشي چې د افغانستان لوېشت لوېشت مځکه به د وطن د بچيانو په وينو خړوبه شي. دمور بی بی  په وينا نن هغه څه وشول چې خانبابايې په ١٩٧٣ کې وړاند وينه کړې وه.
خان بابا به ویل چی مونږ د بارودو په ډیرئ ناست یو  او چی کله هم دا بارودی ډیرئ وچاوده نوټول نقصان به زمونږه وی.
خان بابا به داخبره کوله چی افغانستان ته د جهاد لپاره کوم عرب، ازبک، تاجک، او نور و ملکونو مجاهدین چی دلته راغلی دی  نو د روسیانو د وتلو سره به دوئ بی روزګاره شی، ځکه ددوئ خو د جنګ ټریننګ شوی دی  نو چی جنګ بس شی خپلو ملکونو ته خو هم واپس نه شی تللی ، نو دوئ به یقیننا دلته ځان ته مصروفیات ګوری  او دا جهاد به دوئ دلته شروع کوی  چی د خان بابا دا وړاندوینه صحیح  ثابته شوه. او نن ټول  نقصان د پښتنو کیږی . د هری خوا نه په بیلابیلو نومونودپښتنو عام  وژنه روانه ده.
دا نن چی په پښتنواو د پښتنو په خاوره څه روان دی  خان بابا کلونه کلونه وړاندی وخت پر وخت خپل قوم ددی خطرونو نه خبر کړی ؤ  او دپښتنو د ستر لار ښود  خان بابا عبدالولی خا ن دا تایخی  ناره  چی یا به یو کیږو ګني ورکیږو یو تاریخی ضروروت دی  پښتانه باید دا ناره چی « اوس به یو کیږو ګني ورکیږو» په عمل کی پلی کړی.  چی نور  لدی بدبختیو د پښتون دا لوی ملت وژغورل شی.
ارواښاد خان بابا عبدالولى خان په پېښور کې  د۲۰۰۶ ع کالد جنوريپه ٢٧ نیټه  د پنجشنبې په ورځ د ۸۹ کالو په عمر لدی فاني نړئ څخه د تل لپاره سترګی پټي کړی او جنازه ئید چارسدې په ولي باغ کې خاورو ته وسپارل شوه .
د خان بابا دمړينې نه وروسته ټولو په سياست کې دخان بابا ونډه منلې ده او قدر يې کړی دی، که هغه نه پُخلا کېدونکې سياسي رقيبان او يا هم  د خان بابا سیاسی   دُښمنان دي.  خان بابا عبدالولی خان په جسمانی ډول له مونږ نه جداشوی دی  خو د هغه لار ښونی زمونږ د لاری مشال دی  او خان بابا زمونږ په ذهنونو کی تل ژوندی دی 
په درناوی
نصیر ستوری
اخستونځی:      
  ۱ ـ  باچا خان او خدائی خدمتګاري ۲ او ۳ ټوک
  ۲ ـ  ولس غږ مجله    
۳ ـ  پښتون مجله      
۴ ـ ویکیپیډیا   
۵ ـ   ژبساپوهنه
۶ ـ د خان عبدالولی خان خطونه د جهانزیب نیاز د ژوند سوغات
07.05.2011      Frankfurt  -  Germany
 
سیاسيواکمن که پښتانه شي،پښتو کاندې دسرکارژبـه
هــــم د ښــــوونــځـــې  ، هم ددفــــتر، هـم د خـپل کار   ژبـه

 
بـــیا بـه پــوهــان او امـــیان حس کړی ضرورت د پــښـتـــــو
پـښتو به  شې  بـیا د پـوهـنې، تـجارت او د روزګار ژبـــــه
- بېرته شاته