اجمل خټک ياد
یادونه: دا لیکنه په ۷/۵/۲۰۱۱ نیټه په فرانکفورت کی دقامي مبارزینو یادغونډه کی واورول شوه
يه پښتنو ، يه ليونو پښتنو !
يه تس نس ، شوو پرګنو پښتنو !
راځي په کور کې مرکه شوه سره !
د سيالي وخت دي چې جرګه شوه سره !
دنيا بدليږي ، ورته ځان بدل کړو !
دغه د ظلم زوړ جهان بدل کړو !
د لوي او بخونکې خداي په نامه
درنو او قدرمنو مشرانو ، خويندو او وروڼو ، د لري او نژدي ځايونو څخه راغلو درنو ميلمنو ، ځوانانو ، او کشرانو سلام او ستړي مشي !
ارواښاد اجمل خټک پيښور ته نژدي په ۱۵ د سپټمبر کال ۱۹۲۵ ميلادي کې په اکوړه خټک کې دنيا ته راغلي دي ، خپله لمړنۍ زدکړه يې تر اتم ټولګي پوري په خپل کلي کې تر سره کړي او د زياتي زدکړي د حاصلو لو د پاره بيا د پيښور عالي ښوونځي ته راغي خو دا چې د خپلو عالي زدکړو په جريان کې يې د انګريزانو په ضد زياتي سیاسي هلي ځلي کولي ، د ښوونځي څخه وه ويستل شوه !
څرنګه چې اجمل خټک د زدکړي سره زياته مينه درلوده ، نو ارام نه کښيناستلو او په شخصي توګه يې زدکړي ته دوام ورکړو ، عربي ، فارسي ، پښتو ، او انګريزي ژبي يې زدکړي او پو هنتون ته يې د ازمايني امتحان ورکړ ، څرنګه چې دي يوه پيژندل شوي سیاسی څيره وه ، نو د ازماينو څخه يې راوه ويست ، او زندان ته يې وليږه
! په زندان کې هم اجمل خټک ارام نه کښينا ستو او خپًلو زدکړو ته يې ادامه ورکړه ، او د زندان څخه به خپلو ازماينو ته حاضريده ، مانا داچې د امتحان په ورځ به ورته د زندان څخه د بهر وتلو اجازه وه،اوبس !
اجمل خټک وايې ،
که ظالم مي ژبه غوڅه کړه تيره شوه !
توره څومره چې تيره شوه لا خوږه شوه !
اوس که نروي نو غوږونه دي خپل پري کړي !
چې زما نغمه سړه نشوه لا سره شوه !
د زندان څخه وروسته په کال ۱۹۶۰ ميلادي کې اجمل خټک د پيښور پوهنتون ته بريالي شوه ، خو حالات داسي وه چې اجمل يې بيا وه نيوه ، او زندان ته يې واچوه ! بيا يې هم په زندان کې خپلو زدکړو ته دوام ورکړ او د همدغه ځايه يې د فلسفي او اروا پوهني ازمايني تر سره کړي !
د کال ۱۹۴۲ نه تر ۱۹۴۴ ميالادي کلونو تر مينځ په خورا سياسي سرګرمو کې بوخت وه ، خو په همدغه وخت کې د خورا ستونزو او مشکلاتو سره هم لاس او ګريوان وه ! اجمل خټک د ستونزو او مشکلاتو با وجود د پيښور پوهنتون نه په فارسي کې ماسټري تر لاسه کړه . اجمل خټک دکال ۱۹۷۳ ميلادي څخه تر ۱۹۸۹ ميلادي پوري په افغانستان کې د پاکستان د زور زياتي له کبله د مهاجرت شپي او ورځي تيري کړي ، د عوامي نيشنل پارټي فعاله غړي پاتي شوي ، او هم د پاکستان د اولسي جرګي غړي پاتي شوي دي . اجمل خټک د پاچا خان د شخصيت نه ډير متاثره وه ، چې د همدي کبله يې په ۱۷ کلنۍ کې په فعاله توګه د هند د پريښودلو د غورځنګ غړيتوب هم تر لاسه کړ ، اجمل خټک د پښتنو د ملي مبارزي د غورځنګ يوه ځلانده او روښانه څيره ده ، دي وايې
د پنجه ور شهباز په جاله باندي !
نور د تنزرو غوبل نشم ليدي !
د بت شکن غيرت په خاوره باندي !
نور د بت ګرو غوبل نشم ليدي !
دده هلي ځلي د پښتنو د ملي يو والي او سوکالي په هکله يو روښانه څپرکي دي ،
په کار ده چې راتلونکې نسلونه هم د داسي مشرانو د لارو په لټه او هڅه کې شي ، که هر څوک او هر پښتون د خپل ژوند په موده کې د خپل قامي او ملي خدمت په چوکاټ کې لږ هم د اجمل په لاره لاړ شي او د يوي انساني ذمه واري او اولس او قوم ته د خدمت د جوګه کيدو يو قدم هم اوچت کړي ، نو د خپل اولس او قوم د حق د ادا کيدو دنده او ذمه واري به يې پر ځاي کړي وي ، دلته زما د ځوانانو څخه دا هيله او پوښتنه ده چې ، د مشرانو د خدمت او هڅو په نظر کې نيولو سره به زمونږ د ځوان نسل دندي او ذمه واري څه وي ؟ ايا زمونږ دنده او وظيفه ځانله او ځانله همدا ده چې کله ناکله به د خپلو مړو مشرانو يادونه کوه ! او که څنګه ! پدي باندي مونږ او تاسو ټولو له زيات فکر او سوچ په کار دي ! اصلي موخه او هد ف دادي چې ، مونږ د تيرو مشرانو د قومي او اولسي هڅو او د دوي د ملي مبارزي د غورځنګ څخه پند واخلو او پدي فکر کې شوه چې مونږه څنګه او په کومو طريقو سره د نوو بنسټونو او نوښتونو په لټه کې شوه چې د خپل درديدلي او زوريدلي قوم د زخمونو پټي شوه ! اجمل خټک د خپلو خلکو او اولس سره بي کچه مينه درلوده ، په خلکو ګران وه ، او په خپله ټولنه کې يې د خپلو هڅو او هلو ځلو په تړاو يو ځانګړي ځاي او مقام درلوده ! د پښتو ژبي ، ادب او کلتور پوره خدمت يې کړي دي ، اجمل خټک د خوارانو او عاجزانو پلوي او د دوي د طبقاتي غوښتنو او حقه حقوقو کلک ملاتړ وه ، ځکه اجمل وايې :
د لويو لويو قدرتونو ربه
يوه تمنا ده اوريدي شي که نه
ستا د سکڼي سکڼي ماښام نه لوږي
د چا د زړه لوګي ليدي شي که نه ،
اجمل خټک زمونږ او ستاسي په مينځ کې اوس نشته ، په اوم د فبروري کال ۲۰۱۰ ميلادي کې د دي فاني دنيا څخه سترګي پتي کړي خو مونږ او تاسي ته يې د ملت پالني يو ستر څپرکي ، او يو ځوان ملت پال قوم په ميراث پريښودي دي ، چې پالنه او ذمه واري يې اوس زمونږ او ستاسي دنده ده ! څښتن تعالي دي جنتونه په برخه لري .
داوريدو او حوصلي څخه مو يوه دنيا مننه .
محمد شيرين ګرديوال
written by Mohammad Scherien Gerdeawal