(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دعبدالروف بينواپه اثاروکښې طنزیه توکي

­­­پوهنمل محمود نظری
 
ارواښاد عبدالروف بينوا په ( ۱۲۹۲ لمريزکال) په يوه منوره او علم پروره کورنۍ کښې دکندهار د سيد حسن خان په کوڅه کښې  دنياته سترگې روڼي کړې  دی ، هغه د مفتي عبدالله چې په کندهار کښې د ( مفتي عبده )په نوم شهرت لري زوی او دمولوي عبدالحق اخندزاده چې په کندهار کښې يې استاد کُل باله لمسئ دی .
استاد عبد الروف بینوا زموږ د معاصر تاریخ د ادبیاتو په آسمان کښې  یود هغو ګوتو په شمیرادبي ستورو له جملې څخه دی چې افغاني ادب  او ژبي ته يې څه له پاسه(  ۷۰)علمي  او ادبي کتابونه په ميراث  پرېښي دي.
 د استاد مهمي رسمي دندې:
  د کابل د ادبي انجمن غړی   ،    دکابل  مجلې مدير ، د پښتو ټولنې عمومي مدير  ، دکابل راډيو رئيس ، د اطلاعاتو او کلتور وزير      او په ليبيا  کې د افغانستان سفير  دندې تر سره کړي دي . 
د استاد عبدالروف بېنوا اثاردا دي :
د مينې مينه ( د شعرونو ټولګه)، پښتنې مېرمنې(( درسی کتاب )،ـ پښتو کيلې
پښتني مېرمنو تذکره)، ادبي فنون، د چين سفرنامه ، د افغانستان نوميالي
د هسک پېغله ( دشعرونو ټولګه )، د پښتو متلونو غوړچاڼ، خوږه ژبه(لنډې ادبي طرحې او شعري ټوټې)، عربي پښتو قاموس ، کچکول(د شعرو ټولګه)، د افغانستان تاريخي پېښې
(ارواښاد استاد بېنوا وروستى اثر دي، چې څو برخې يې چاپ سوې دي)
 دپير محمد کاکړ ددیوان تدوين او تصحيح ، پردېس( دعلامه اقبال د "مسافر " نومي منظوم کتاب منظومه ژباړه ده)،  دکاظم خان شيدا د دېوان تدوين او تصحيح ، پريشانه افکار( شعرونه )،پښتو د شاهانو په دربار کښې رساله:، د غنمو وږي رساله، نظرى به پښتونستان رساله:، ليډران امروزى پښتونستان رساله ،باغونه ( دټاګور د نثري اشعارو د ټولګې ژباړه)، د ګيتانجلي ژباړه ، لنډۍ( په انګریزی) او داسې نور لیکلي دي.
 استاد ددې کتابونو اورسالو پرته  د خلکو د ویښولو او هغو ته   د خپل اند ، پیغام ، عاطفی  او تخیل د بیان د رسولو لپاره  د ډرامو او نندارمو لیکنې لاره غوره کوي 
 استاد دطوق لعنت، صداى وطن، زوړ ګناهکار، کار بر اصل( يوه پارسی ټولنيزه او تنقيدي نندارمه ده)  ، اشتباه(يوه ټولنيزه نندارمه  ده )، اشيانه عقاب، زرنګ ،حکومت  بيدار  است  او داسی نور  چې ټوله  دراماتیکی کمیدی  ټولنیزی ډرامې او نندارمې  دي.
استاد ځینې ټولنیزمسایل د طنز په  ژبه چې هضم يې اسانه سی ویلی دی
لکه څرنګه چې  طنزویونکو د بیان ډول له یوبل سره توپير لری  ځينې خپلی قربانی  ته    نظر ورکوي؛ ځینې بیا  هغو  سره خواخوږي ښیي  ځینې   دهغه  څخه کرکه او نفرت ښيي . خو استا دخپل طنز   لوبغاړي غندي او ملنډي پر وهي 
   .  
پېړۍ واوښتې، خو خلک لا ويــــــــــده دي
ويښـول يې ډېر کـــــــــــلونه زحمت غواړي
په ړندو سترګو دې اور پر خوا وردرومي
دا کم بخــــــــــــــــــــته لانشه د جنت غواړي
 
هغه خپل له پیړیو پیړیو  ویده  خلک چې ویښول يې ډیر کلونه غواړي مني او په دویم بیت کښې په خپل لوبغاړی ملنډي  وهي   او وايي دا کمبخته   په رنډو سترګو( بې علمی )د دوږخ خواته د جنت په نشه روان دی
هو! رښتيا هم زموږ خلک له پېړيو- پېړيو راهيسې په درانه خوب ويده دي او بويه کله به له دغه درانه خوبه راويښېږي ، خو استاد بېنوا ډېره هڅه کوله چې په خپلو بوږنوونکو طنزی شعرونو او نثرونو خلک له خوبه راويښ کاندي او ﻻره وروښيي
استاد دا وطن له هدیرې سره تشبیه کوي وايي د وطن لکه هدیره ویجاړه اوتوره تیاره  دی ، ټول خلک یې لکه مړې ویده دي یو هم لکه مړې  په چیغو نه راویښیږي!
.
سر تر پایه سره لمبه سوم
روغ زړګی مي سوی سکور سو
نه ايرې نه مي دود ښکاري
بل را باندي څنګه اور سو
نه لمبه مي سوه خاموشه
نه رڼا دا تياره کور سو
په نارو مي ګل ويښ نه سو
څه عبث مي د خولې شور سو
آه سپېره لو هديره ده
ټوله مړه دي – ټول مړه دي
که زاړه دي که واړه دي

            ۲

بینوا صاحب وايي ما شیدا بلبل   غوښتل د سهار په نغمو کښې ګل  دمني  له شواخونه   خبر کړم  ،خو تیرو صیاد    زما وزرونه رامات کړه او زه يې په قفس کښې بندی کړم  زه باید  د هغه له ظلمه غاو وکړم ،خو سر ښوروي او په طنز وايي مګر چا ته ؟ دلته  خو ټوله واره او زاړه مړه دي.
دلباخته شيدا بلبل وم
کړه پر ګل مي اوازونه
سحري نغمو کښې ګل ته
راوړه ما پټ الهامونه
ما وې زه به ګل خبر کړم
د خزان له شواخونه
ګل ويده غماز راپاڅېد
زما يې  مات کړل  وزرونه
له صياده چاته زار کړم
چي بندي يې د قفس کړم
ټوله مړه دي – ټوله مړه دي
که زاړه دي که واړه دي
 
هغه په افسوس  وايي  څه سوه هغه زما نور یاران  ، زما وزرونه مات سوی په هوا الوتلی نسم
 ژبه تیره لرم خو رښتیا ویلی نسم  او په طنز وايي زه یوازې یم  دلته ټوله  مړه دي که زاړه دي که واړه دي
 
پرون ګل سره همراز وم
نن يې بوی موندلای نه سم
چا له سېله را جلا کړم
خپل همزولي موندای نه سم
وزرونه يې را مات کړي
په هوا الوتای نه سم
ژبه تېزه لرم خوله کي
خو ازاد ږغېدای نه سم
غمشريک ياران مي ولاړل
زه تنها پاتېدای نه سم
ټوله مړه دي – ټوله مړه دي
که زاړه دي که واړه دي
 
 بینوا صاحب وايي اوس بڼ خالي سوی دی   دبلبلانو  اوازونه  نسته هغه چې تللی  د هغو احوال نه راځي نه دلته کوم یو پاته دی چې د زړه راز سره ووایو ځکه دلته  پاته ټوله مړه دي که زاړه دي که واړه دي.
بڼ خالي له زوږ او شور سو
اواز نسته د بلبلو
خالي وراني پاڼي ژړي
سرخي والوته د ګلو
نه به بيا د ګل لمن وي
چي يې نيسم په منګلو
نه غيبي قاصد به راسي
چي احوال راوړي د تللو
نه ملګري سوه راپاته
د خپل زړه د راز ويلو
ټوله مړه دي – ټوله مړه دي
که زاړه دي که واړه دي
بینوا صاحب په طنز وايي ښه سو چې دا ګلان  تالا سول نور اړتیا نسته چې د منی څه ورته ووایم ،پرما خپله منی راغلی چې بندي یم د صیاد له ظلمه څه فریاد وکړم دا مې له خپله بد نصیبه  ده ،چې څوک نه لرم او بینوا یم، ټوله دلته مړه دي که زاړه دي که واړه دي.
ښه دی ښه چي ګل تالاسو
له خزانه به څه وايم
جوړ بهار پرما خزان دی
چي قفس کي مبتلا یم
آه صياده له سخته دله
لا به څو په واويلا يم
له ازله بد نصيب يم
داسي نه چي ن پيدا يم
څوک مي نسته چي مي یاد کړي
بېنوا يم – بېنوا يم
ټوله مړه دي – ټوله مړه دي
که زاړه دي که واړه دي
بینوا صاحب ولسونو ته وايي پام دښکاری چلونه بدل سوی دی
 هغه ښکاری دی هغه دام دی خو دانه بدله سوې ده ، د زورواکو پخوانی ډول  ښکیلاک  بدل سوی  .اوس د خوارو هیوادونه ښکیلاک په نورونومونو لکه ، انقلاب ، دیموکراسی، نظامی اډو، ستراتیژیک ملګرتیا او داسی نورو دانوتر سره کیږي
  
غلی شانته انقلاب دی
 بدلوي د زمانې رنګ
دړي وړي زوړ رباب دی
 زوړ مطرب خانه خراب  دی
  زوړ آهنګ د روح عذاب دی
نوی ساز نوی اواز دی
 هم سو نوی د نغمې رنګ
  غلی شانته انقلاب دی
 بدلوي د زمانې رنګ
نوی دام نوی صیاد دی
نوی چل نوی بيداد دی
  هوښيار صيد لره يې بويه
 بدل سوی ددانې رنګ
غلی شانته انقلاب دی
بدلوي د زمانې رنګ

۲
بینوا صاحب وايي ما شیدا بلبل   غوښتل د سهار په نغمو کښې ګل  دمني  له شواخونه   خبر کړم  ،خو تیرو صیاد    زما وزرونه رامات کړه او زه يې په قفس کښې بندی کړم  زه باید  د هغه له ظلمه غاو وکړم ،خو سر ښوروي او په طنز وايي مګر چا ته ؟ دلته  خو ټوله واره او زاړه مړه دي.
دلباخته شيدا بلبل وم
کړه پر ګل مي اوازونه
سحري نغمو کښې ګل ته
راوړه ما پټ الهامونه
ما وې زه به ګل خبر کړم
د خزان له شواخونه
ګل ويده غماز راپاڅېد
زما يې  مات کړل  وزرونه
له صياده چاته زار کړم
چي بندي يې د قفس کړم
ټوله مړه دي – ټوله مړه دي
که زاړه دي که واړه دي
 
هغه په افسوس  وايي  څه سوه هغه زما نور یاران  ، زما وزرونه مات سوی په هوا الوتلی نسم
 ژبه تیره لرم خو رښتیا ویلی نسم  او په طنز وايي زه یوازې یم  دلته ټوله  مړه دي که زاړه دي که واړه دي
 
پرون ګل سره همراز وم
نن يې بوی موندلای نه سم
چا له سېله را جلا کړم
خپل همزولي موندای نه سم
وزرونه يې را مات کړي
په هوا الوتای نه سم
ژبه تېزه لرم خوله کي
خو ازاد ږغېدای نه سم
غمشريک ياران مي ولاړل
زه تنها پاتېدای نه سم
ټوله مړه دي – ټوله مړه دي
که زاړه دي که واړه دي
 
 بینوا صاحب وايي اوس بڼ خالي سوی دی   دبلبلانو  اوازونه  نسته هغه چې تللی  د هغو احوال نه راځي نه دلته کوم یو پاته دی چې د زړه راز سره ووایو ځکه دلته  پاته ټوله مړه دي که زاړه دي که واړه دي.
بڼ خالي له زوږ او شور سو
اواز نسته د بلبلو
خالي وراني پاڼي ژړي
سرخي والوته د ګلو
نه به بيا د ګل لمن وي
چي يې نيسم په منګلو
نه غيبي قاصد به راسي
چي احوال راوړي د تللو
نه ملګري سوه راپاته
د خپل زړه د راز ويلو
ټوله مړه دي – ټوله مړه دي
که زاړه دي که واړه دي
بینوا صاحب په طنز وايي ښه سو چې دا ګلان  تالا سول نور اړتیا نسته چې د منی څه ورته ووایم ،پرما خپله منی راغلی چې بندي یم د صیاد له ظلمه څه فریاد وکړم دا مې له خپله بد نصیبه  ده ،چې څوک نه لرم او بینوا یم، ټوله دلته مړه دي که زاړه دي که واړه دي.
ښه دی ښه چي ګل تالاسو
له خزانه به څه وايم
جوړ بهار پرما خزان دی
چي قفس کي مبتلا یم
آه صياده له سخته دله
لا به څو په واويلا يم
له ازله بد نصيب يم
داسي نه چي ن پيدا يم
څوک مي نسته چي مي یاد کړي
بېنوا يم – بېنوا يم
ټوله مړه دي – ټوله مړه دي
که زاړه دي که واړه دي
بینوا صاحب ولسونو ته وايي پام دښکاری چلونه بدل سوی دی
 هغه ښکاری دی هغه دام دی خو دانه بدله سوې ده ، د زورواکو پخوانی ډول  ښکیلاک  بدل سوی  .اوس د خوارو هیوادونه ښکیلاک په نورونومونو لکه ، انقلاب ، دیموکراسی، نظامی اډو، ستراتیژیک ملګرتیا او داسی نورو دانوتر سره کیږي
 
غلی شانته انقلاب دی
 بدلوي د زمانې رنګ
دړي وړي زوړ رباب دی
 زوړ مطرب خانه خراب  دی
  زوړ آهنګ د روح عذاب دی
نوی ساز نوی اواز دی
 هم سو نوی د نغمې رنګ
  غلی شانته انقلاب دی
 بدلوي د زمانې رنګ
نوی دام نوی صیاد دی
نوی چل نوی بيداد دی
  هوښيار صيد لره يې بويه
 بدل سوی ددانې رنګ
غلی شانته انقلاب دی
بدلوي د زمانې رنګ

۳
بینوا دایشیا  ازادوهیوادو ته   وايي سره یو سئ  که نه دا ښکاري  تاسو په نوی نومونو له پښو نیسي:
 
دا یشیا مستقل غرونو
ولی نه سر ه ګډیږیئ
محوه کیږی استقلالمو
ددښمن په لاس ورانیږیئ
 بینوا په طنز  د ختیځو هیوادونو ولسونو ته وايي  ستا سو دا لاس نه خوړلو خزانو ته دفلک د ښکاري سترګې سرې دي ،  سره یو سئ. سرې سترګې ، خونخوارې سترګې. له خروښه ایشیدل او د زړه تاو کنايې یې شعرونو ته  دروند والی ورکوي.
دفلک خونخواری سترګی
بیا دشرق وخواته سرې دی
ولی نه ایشئ له خروښه
دمشرق لویوسندونو
یادزړه دتاوه وچ سئ
بیا مشرق پاک کئ له غمونو
یا دسر وینو ډک راشئ
دښمن غرق کئ په مو جونو
لږ همت درته پکار دی
هر طرف ډکی شېلې دی
دفلک خونخواری سترګی
نن دشرق وخوا ته سرې دی
 بینوا صیب په طنز وايي هغه پخواني  وختونه تیر سوی دی چې کوچنی زندانونو کې یې خلک بندیانول اوس هیوادونه بندیان کیږي  اوسني انسانان د دې بندیخانو په زجرونه نه پوهیږي  ځکه هغه پخوانی زولانې بدلي سوي دي.
لري لوی لوی محبسونه
 نه يو سرای نه يوه خونه
حبسوي لوی هيوادونه 
چي بندي نه پرې پوهيږي
 داسي سو د زولانې رنګ
غلی شانته انقلاب دی
 بدلوي د زمانې رنګ
 بینوا صاحب  وايي : اوس  شراب  دسرو زرو په جام کې  دوره وهی، نو  نوشول يې څه پام غواړي، ځکه  دپخوانیو  میخانو رنګونه بدل سوی دی دا  بدلون کرار کرار را روان دی  زمانه بدله سوې ده،
  طلايې جام کي د دور
 شراب زهر دي په دور
نوشول يې غواړي غور
 ای سرمست زلميه پام کړه
 بل راز سو د ميخانې رنګ
غلی شانته انقلاب دی
 بدلوي د زمانې رنګ
 بینوا صاحب وايي اوس  کامونه  هم بدل سو ی دی  هغه چې ویښ وه په ژوند پوه سوه او هغه چې ویده  وه د هغوکورونه  ویجاړ سول، په طنز وايي څه وخت به دا ویده پښتانه  را ویښ سي.
 سره واوښتل قومونه
 ويښ خبر سول له ژوندونه
د ويدو سول وران کورونه
  ګوره کله به سي نوی
 د پښتو د کاشانې رنګ
 
بینوا صاحب ددی زمانی د خلکو په هکله په طنز وايي
زه تراوسه د انسان او حیوان په توپير پوه نسوم ، هغه چې ځان انسان بولي  بدخویی يې سل کوټې تر حیوان بدتره ده،  کله ځان خدای بولي ، کله بیا د حیواناتو عبادت کوی، ځینې يي لمر ته او ځینې يې بت ته سجده کوي او داسې نور. هر یو ځان حق بولي.
ما انسان حيوان بېل نه کړ
که څه تېر شوله کلونه
انسان وايي و ځان ته
تر حيوان يې بد خويونه
کله خدای له ځانه جوړ کړي
بندګان يې په زرګونه
کله پست شي چې کوي به
د غوايي عبادتونه
په دې راز هېڅ نه پوهېږم
دا ټول وينمه تېرېږم
ځينې بت و ته سجده کړي
ځينې لمر و ته نسکور وي
څوک اوبو ته معبود وايي
څوک بنده غلام د اور وي
څوک منکر بيخي له خدايه
د چا فکر درې څلور وي
هر انسان خپل مسلک ستايي
مذهبونه لور په لور وي
په کارو يې زه شرمېږم
دا ټول وينمه تېرېږم
 رډ  رډ به ګوري خو د حقیقت ړانده وي،  د بد و کړو پيښو  او تقلید ته تیار دي ، چې درواغ ورورسیږی رښتیا وايي نه ،دومره  ساده ګان دی چې شیطان يې لا ختا باسي
 خو که یو  رښتینی بینا په کښې پیدا سی هغه به   ددې خلکو په لیدو ډیر وځوریږي
 
په ظاهره سترګه ور وي
حقيقت کې هېڅ نه ويني
د تقليد سکه زامن دي
په درواغو لري مينې
غولېدو کې هسې پاس دی
د شيطان پرې کوي سپينې
که بينا پکې پيدا سي
تل به خوري د زړګي وينې
له انسانه وېزارېږم
دا ټول وينمه تېرېږم
دې بې عقلو لکه لیوانو خولې خلاصي نیولي  او د یو بل غوښو ته وږی دی؛ نه يې دوستی مالومه ده نه يې دښمنی، بې وزلي ځوروي، د خوارو په ژړا  خاندي او د وینو په تویولو مست دی
يو د بل غوښو ته وږي
خولې يې وازې سخت لېوان دي
نه په مرګ د چا ويشتلی
نه د چا سره خپلوان دي
يتيم، کونډه ژړوي تل
هم پر دې ژړا خندان دي
د خوارانو وينې وڅښي
مست په دې شراب روان دي
پاس پر سر باندې څرکېږم
دا ټول وينمه تېرېږم
بینوا صاحب په حیرت وايي د اسلام په لومړنیو پيړیو کې ختیځ د علم ځای او زانګو وه چې لویدیځوالو له هغو زده کړه کوله  او ګټه یې ترې اخیستله ، مګر نن  چې ګورم ختیځوال  د لویدیځوالو مرییان سوی دی، نور يي هغه شان او شوکت نسته، بل ته اړ دی او په طنز وايي د یوې ستنی لپاره کافر ته په سلام ولاړ وي
 
کله وينم چې شرق لوړ وي
د مغرب ترې اقتباس وي
تمدن خپور له آسيا نه
پر يورپ يې انعکاس وي
د اسلام بيرغ دنيا کې
له دا نورو پورته پاس وي
د جهان قومونه واړه
په احتياج د دوی د لاس وي
حريت باندې نازېږم
دا ټول وينمه تېرېږم
 
خو دا بله ورځ چې وينم
بيا د بل د لاس غلام وي
نه يې شان نه يې شوکت وي
ځينې پاته ننګ و نام وي
د يوې ستنې د پاره
سور کافر ته په سلام وي
 بینوا صاحب په طنز وايي د هغو  خلکو ژوند  چې له مرګه پيل کیږی د هغو پای به څه وي .
ژوند يې پيل نه وي له مرګه
د دې قوم به څه انجام وي
په غمو کې يې نولېږم
دا ټول وينمه تېرېږم
استاد  (۱۳۶۳لمريز کال)  د جدي پر (۲۱)نېټه  پهامریکا کښې له  دېفاني دنياڅخهدتل لپاره مخه ښه وکړه.
Pohanmal Mahmood Nazari
- بېرته شاته