(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دافغانانوتاریخ،ددولتونوسیاست او..

 

دافغانانوتاریخ،ددولتونوسیاست اودپښتني ټولني ارزښتونه 

لیکوال  : سراج الحق ببرک زۍ ځدراڼ                                                                                                      

نیته  :  ۲۰۱۱۰۶۰۸    

سریزه   :

افغانستان د خپل ستراتجیک موقعیت له امله تل د نړیوال سیاست د لیوالتیا مرکز ګرځیدلي دی .

په اسیا کې دافغانستان جیو ستراتجیک موقعیت د فارس اوعربوخلیج،مرکزي اسیا، چین او د هند نیمې وچې ترمنځ  دسیمه یزواو نړیوال  زبرځواکونو لپاره  ځښت  ډیر مهم لامل دی  چې  دوی  په خپلو  کولونیالستي، امپریالستي یرغلګر و تورو پلانو کې  په بیلا بیلو نومونو د نړۍ ډیره ارزښتناکه  سیمه   افغانستان ته  ځای ورکوي . نړیوال یرغلګر  زبرځواکونه افغانستان  ته  داسیا دنیواک ،زبیښاک او ښکیلاک  دکلی  په څیر ګوري .

 په نولسمه پیړۍ کې انګرېزان،په شلمه پیړۍ کې شوروي اتحاد یواځیني زبرځواکونه نه وو،چې دوی په افغانستان  کې خونړي  ټپونه  درلودل  او دوی مجبور کړل  شول خپل  تور پلانونه مخکې تر هغي  چې افغانستان کولوني کړي یا کمونیستي ایدیالوجۍ په کې خپره کړي  ټول کړل  . د افغانستان ورستي حکومتونه د یرغلګرو زبرځواکواوسیمه یزوځواکونو له خوا راوستل شوي دي،بیا دغه حکومتونه  دښکیلاکګرو،زبیښاکګرو،یرغلګرو  او دګاوندیو هیوادو د شومو پلانو په ګټه او دخپل ولس دملي ګټو په وړاندې سمبال شوي دي .  لاسپوڅې ګوډاګې حکومتونه د افغان  ولس غوښتنې،ملي تاریخ ،ملي اراده ،ملي ویارونه او اتلولي،بشري بنسټیزه حقوق، ملي ارزښتونه ،ملي دودونه،کولتوري ملي میراث،ملي هویت، مذهبي هویت  ته دافغانستان ملي خپلواکې عالي احساس ته هېڅ درناوي  او پام  نه دی کړي . دیرغلګرو په لاس جوړ شوي حکومتونو د افغانستان په خونړي تاریخ کې برخلیک ټاکوونکې اونه بښوونکې تاریخي،سیاسي  تیروتني کړي دي .

تجروبو ښودلي چې دسیاست په ډګر کې د یوې ملکې ټولني د بری  راز  په انقلابونو کې نه،بلکې په ریفورمونو او  په  پرلپسي ډول ټولیزو بدلونو کې نغښتې  دی .                                                                                   افغانان  دوه ډوله  ملکې ټولني  پېژني،یوه مډرنه ملکې ټولنه چې فعالیت نن ډیر محدود دی ،افغاني ملکي  مدني ټولنه په ورستیو دیرشو کلونوکې بلکل لمنځه تللي ده .بله دودیزه ټولنه چې ډیر اوږد تاریخ ، خورا شتمن کولتور او ژوري ریښې  په افغان ولس کې  لري  . دغه دوهمه  ټولنه  د افغاني ټولني د تاریخ په اوږدوکې یو شمیر بشري  اصول اوځانګړي  انساني ،ټولنیز نورمونه او ارزښتونوته وده  ورکړي، دغه  ټولیز نورمونه او ارزښتونه  نن د افغانستان په کلیوالي او ښاري ټولنه  کې  شتون لري . پښتونوالي یا افغانیت  دافغاني ټولني  ولسواکې، دوینا خپلواکي،د ولسیز ځواک ګرانټي  او دافغانانو ملي وحدت سمبول  ګرځیدلي ده .  

دافغانستان دوه پر دریو برخې خلک قبایلي  دودیزه ژوند لري ،له همدې امله  افغانستان یوه قبایلي  دودیزه ټولنه ده .  قبایلو د افغانستان په دولتونو کې یوه قبایلي دودیزه ټولنه  رامنځ ته کړي ده .دا حتمي نه ده چې دغه دوه برخې خلک  د هوسا ټولنیز ژوند او ټولنیز پرمختګ  او مډرنیزم سره  مخالفت لري  .

 په دغه لیکنه کې په لاندې ټکو باندې لږ څه رڼا اچولکیږي . دافغانانولرغوني تاریخ ،ددولتونوسیا ست او  په څه ډول په ورستیو څولسیزوکې دحکومتونو اوافغان ولس ترمنځ  بسنټیز ه واټن رامنځته شوي . ولي د کابل څخه دسیاسي  دولتي اداري نظام  یا دسیاسي سیستم ریفورمونه ټول افغانستان ته اوپه  خاصه توګه  تر قبایلي ټولني  پوري نه رسیږي .ولي افغان  حکومتونه قبایلي  افغاستان  ته قبایلي ارزښتونو ته په یوه مدني دوډیزه ټولنه کې سم  فکر نه کوي . ولي  افغان دولتونه  افغانان یې  په قبیلویت کې له پامه غورځولي . ولي قبایلي ډودیزه ټولنه  ډیر لږ باور  پر افغان  دولتونو باندې  لري اودافغان قبایلو غبرګون  دولتونو  پروړاند ي  په څه ډول دی .

 

۱ .  دافغانانوتاریخ  یواځې د نړۍ دیرغلګرو امپراتورېو دماتولوتاریخ  نه دی

افغانانو نه یواځی خپله  په سیمه کې ځواکمنې باثباته امپراتورې رامنځته کړي ،بلکې دوی هم د نړۍ سیاسي،اقتصادي ،پوځې جګړیزو تجربو،تاریخي پیښو اود نړۍ د برسیرنو تاریخ   ډیر څپرکې لیکلي دي .غرني افغانستان د نړۍ  دلرغوني تاریخي یو ستر سر خلاصي په زړه پوړي  تاریخي موزیم دی، لکه  اراخوزیا ( کندهار او کویټه ) بلخ،باختر،هري واه،غور،غزني،پکتسیا،بامیان ، زابلستان ، سیستان ،هیرمند،ټکسیله، بګرام  او دکابل،ننګرهار، پیښور  دګندهارا  لرغوني کولتوري څانګې .

لرغونپوهانو دافغانستان  په سمنګان کې دهزار سم  په سمڅو کې تر تاریخ دمخه دمدنیت آ ثار موندلي . د  ۲۰۰۰۰  څخه تر  ۵۰۰۰۰  کلونو پوري دمسیحیت څخه مخکې  په افغاستان کې د ډبرو پیر ټکنالوجۍ وسایل  را برسیره شوي  دي . د هندوکش په غرنو کې د واښو او بټو داسي ټوټې  یا نمونې موندل شوي دي  چې دا ثابتوي  افغانستان په نړۍ کې لومړنۍ  سیمه د څارویو او شنه واښو لپاره  وه .

د ۲۰۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ کالونودمسیحیت څخه  مخکې  په لومړۍ ځل مس یا ژړ فلز په افغانستان  کې وموندل شول .

د افغانستان  لومړني پلازمېنه د ننني لوی کندهار ښار ته نږدې د مونډیګک  په سیمه کې د نړۍ لومړنې  ښارګوټې بنسټ کېښودل شو . دمونډیګک ښار اقتصادي بنسټ پر کرهنه،غنمو،اوربشو،میږو او اوزو باندې ولاړ وو . دمندیګګ  ښار د اریایي ولسونو د یو ولایت  پلازمېنه وو .افغانستان له هغه مهاله  دنړۍ د کلتورنو ترمنځ  د کولتورنو په  څلور لاره کې پروت  هیواد دی .

د افغانستان ښارونه  د لرغونو زمانوڅخه د وریښمینو لارو د سوداګريو مرکزونه وو . همال په دغه ښارونو کې اقتصادي ، ټولنیزو اود نويو شیانو تمایلات  مخ پر وده  وو. افغانستان ته بهرني  اقتصادي او کلتوري  توکې په مسلسل ډول راتلل . افغاني کلیوالي سیمي له بهرنیو اغیزو سره  بیا ترنننه خپل زوړځواکمن پښتني احساس، ټولنیز قبایلي ارزښتونه اوټولنیز نظم اوسیستم ساتلي دی .                               د ۱۵۰۰ څخه تر ۲۰۰۰ کالونو د مسیحیت څخه مخکې  په افغانستان  کې اریایې کوچې  قومو او ولسونو شتون درلود . دوی د خپل هیواد نوم اریانا کیښود .

د ۴۸۶ څخه تر ۵۲۲  کالونو کې په لومړۍ ځل  د ایران  ستر داریوش  د افغانستان ډیرې برخې ، لکه هرات، بلخ، د ګندهارا  ستر او ځلانده کلتوري  سیمې کابل، ننګرهار او پېښور، غزنې،سیستان، ګویټه او کندهار دخپلی امپراتوري  تر اغیزې لاندې  راوستي  . په دغو سیموکې په مسلسل ډول د داریوش په وړاندې ولسې پاڅونونه  او ډیرې سختي خونړې جګړې پیل شوي  او بلاخره افغانانو دپارس  د داریوش ستري امپراتورۍ  ته د کندهار او کویټې په منځکې سخته ماته ورکړه .

له ۳۲۶څخه  تر ۳۲۹ کالونو د مسیحیت څخه مخکې  کله چې افغانستان پر پارس  امپراتورۍ باندې برۍ وموند،بیا  مقدوني سترسکندر  له ۳۲۳ څخه تر ۳۵۶ کالونو د مسیحیت څخه مخکې  افغانستان اشغال کړو. ده هڅه وکړه چې خلک تر خپلی ولکې لاندې راولي ، سکندر هم  د افغانانو ولسې پرلپسي   سر سختو پاڅونو په ترڅ کې مات شو.

د مسیحیت  څخه ۵۰ کاله ورسته د کنشکاه پادشاه په مشرې د کوشانیانو سلسله رامنځته شوه او  ورسره د افغانانو د ګندهارا ستر  کلتور  د خپل ځلانده شتمنې  لوړې کچې ته ورسیده .

د مسیحیت  څخه ۵۵۰ کاله ورسته پارسیانو بیا د افغانستا ن ځیني برخي لاندې کړو .

افغان تاریخ ته په کتوسره له ۵۵۰  کاله د مسیحیت څخه  را په دېخوا د ایرانیانو یرغلګرې  جګړې او د     ا فغانانو  دفاعې جګړې ،بیا  په ۱۷۹۵ او په ۱۸۳۲ ، ۱۸۳۳  کالونو کې  دایرانیانو له خوا د افغانستان خراسان ولایت  ونیول  . په ۱۸۰۵ کال   کې د افغانانو سرسخته مقاومت  دایرانیانو په وړاندې  د هرات له ښار څخه په میړانه دفاع کول  . دجګړو  تاریخ  دا ښیي  چې دافغانستان  په لودیدیځ کې ګاوندې هیواد زموږ سره  تر نننه ژوره  سیاسي، تاریخي، جغرافیایي، مذهبي او کولتوري دښمنۍ لري .

په ۱۸۳۴ کال کې دافغانستان په سهیل کې سیکانو دافغانستان ښار پیښور لاندې کړ و، افغانانو  د وزیر اکبر خان په مشري سیکانو ته په جمرود کې دجنرال هرې سنګ  دووژل  سره  سم سخته ماته ورکړه .

افغانستان په ورستیوسلو کالونو کې پنځه ځله د نړیوالوزبرځواکونو دیرغلونو سره مخامخ شوي دی .     په نولسمه او شلمه پیړۍ کې افغانستان  د بهرنیوزبرځواکونو هیوادو  دلوی لوبي دلوبو ستډیوم  وګرځیدو. د ۱۸۳۸ څخه تر ۱۹۱۹ کالونو پوري افغانانو دري ځله د انګرېزانو له امپراتوري سره  دفاعې  او د خپلواکې  دګټلو لپاره جګړي کړي دي . افغانستان د انګرېزي امپراتوري  او د روس د تزار ي امپراتوري دجګړو ډګر وګرځید،افغانان یې په  ډیره ظالمانه او ناروا  ټوګه  نه یواځې سره وویشل بلکې افغانستان خپل ستراتجیک سیمې لکه پیښور،کویټه اوسمندري لار یې  په موقت ډول له لاسه ورکړي. د ۱۹۷۹ څخه تر ۱۹۸۹ کالونو کې افغانستان  د سړې جګړي له امله د پخوانې شوروي اتحاد له یرغل سره مخامخ شو . د دوهمينړیوالي جګړې څخه ورسته  د انګرېزانو او روسانوامپراتورېو جګړې  په مرکزي اسیا کې  دوام درلود،بیا ورسته  دا جګړه د پخواني شوروي  اتحاد  سیال متحده ایالاتو له خوا  پرمخ بیول کیده . د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر د وومې نېټې څخه  را په دې خوا افغانستان د متحده ایالاتو او انګرېزي ځواکو له یرغل سره مخاخ دی . د زبرځواکو هیوادو یرغلګري جګړې د افغان ولس له سخت  مقاومت سره مخامخ  شوي دي . دا ظالمانه  او د هر نړیوال  قانون او نورم خلاف یرغلونه یې د چریکې جګړو له لارې ګټلې دي او یرغلګرځواکونه  یې له افغانستان څخه وتلو ته مجبور کړي دي .                                په افغانستان کې  ډیرو یرغلګرو پوځونوخپل  مړه او ژوندي علایم پريښي دي .لکه یونانیانو،عربو، منګلولیایانو،مغلو،هندوانو،سیکانو،ایرانیانو،انګریزانو، د روسانود ورسا تړون غړي هیوادونه او د امریکایې ناټو تړون غړې هیوادونه چې شمیر یې له  څلویښتو څخه ډیر  دي، په افغانستان کې  همداوس فعال حضور لري  .

افغانان یوه  بېسارې او بې کچه  مینه له خپلواکې ،له خپل برخلیک ټاکنې  او له خپل ملي ویښ کولتور سره لري، ځکه چې بهرنیانو څو ځله له دوی څخه دا لوړ  ملي ویاړونه ارزښتونه  په زرو او ظلم  سره اخیستلي دي  .

دخپلواکي سره  دغه  ټینګه مینه او کلکه  اراده  د دې لامل هم شوي چې افغانان په خپلو قبیلو او قومونو کې ځانونه  خپلواک احساس وي اوقبیلویت ته مخه کړي تر  هغه چې یو واحدځواکمن ملت ته مخه کړي .

په نولسمه پیړۍ کې  مسوول انګرېزي  جګپوړیو پوځیانو،انګرېزي سیاستپوهانو  او ورسته  انګرېزي تاریخپوهانو دا یې نه شوه  تشرح  کولي ،چې څنګه دسرکښو پښتانو  بې نظمه  خپلواکې ډلې  یواځي په توروسمبال  دبرتانیې نړیوال  تجربه لرونکې، په وسلوسمبال ، دنوم او ښان  پوځونو فوتوحات په ټپه  ودروي  . په ۱۸۴۲ کال افغانانو  د افغان او انګلیس  لومړۍ جګړه کې  انګرېزانو ته په نړیواله کچه  بېسارې ماته ورکړي . د انګرېزانو په ستر ګو کې دغه سر کښه خپلواک  پښتانه  ډیر ژر په توریالي جنګیاليو بدل شول ،لکه  دستر سکندر د زړور سرتیرو په شان ورته ولیدل شول . انګرېزانو ته د ستر سکندر سرتیرو څخه ورسته  دافغان اریایې ولس  سرتیرو په لومړۍ ځل  له شرمه ډګه  ماته وکړه . دنړۍ په تاریخ  کې دافغانانو برۍ لکه  دجرمنیانو برۍ  د روم پر امپراتوري باندې ستایل  اولمنځل شوي  دی .

په ۱۸۱۵ کال کې یو بل انګرېزي  افغانیکپوه یا  افغانستان پلټوونکې   ښاغلي  الفیستون  په خپل ستر  استندرد اثر کې په نامه « د افغانانو سیاسي او ټولنیز اورګانیزیشن  «   دی د کتاب په یو برخه کې د پښتونو په اړه  داسي لیکي . د پښتونوقومونو له انارشي ډکه خپلواکې  او اړیکې  د سکاټلندي قومونو یا د یوناني رومي جمهوري غوښتونکو قومونو  او ولسونو په څیرده ،لیکوال  پښتانه له دغو اروپایې  ولسي قومي جوړښتونو سره  په یوه کچه پرتله کړي دي .  ده په خپل اثر کې دافغانانو اودځینو اروپایي قومونو دمیړاني، اتلولي  او خپلمنځي اړیکې  په ډیر ښه ډول  سره پرتله کړي دي  .                                                افغان شاعرانو او لیکوالانو دافغانانو د ننګیليتوب ،ټوریاليتوب  اتلولي  ښکلي انځور ونه په خپلو لیکنو، شعرونو او لنډېوکې کښلي دي . دغه  لیکنې او اثار ډیر زر په  افغان ولس کې خپارشوي او  په ولس کې له ډیر ګرانښت سره مخامخ شوي دي ، لویدیځوال لیکوالو کله چې د انګرېرانو د پوځې ماتي په اړه لیکلنې کړي ، دوی له همدې زړه کښوونکې  له میړاني او اتلولي  ډکو افغاني اثارو څخه پخپلو اثارو کې هم  کاراخیستي دی .په  همدي پوهنیزوادبي  ګډو چاروکې د افغانانو د شخصیت او کرکټر  یو ایډیال انځور  نړیوالو ته وړاندي  شوي دی . په دغه اثاروکې دپښتون  حماسي انځور بیا د دودیزه قومي سیستم  پښتونوالي  سره یو ځای  ګډ ښودل کیږي . نړیوال له دې لاري  هم دافغانانوله  تورې ،میړاني ، اتلوالي او ایدیالوجیک فکر سره مخامخ او اشنا شوي  دي .

 

۲.  دافغان دولتونوځواک او سیاست

په ۱۷۰۷ کال کې هوتکیانو د میرویس نیکه په مشري د یوي لویې جرګې څخه ورسته د صفوي دولت د ظلم ګورګین په وړاندې پا څون وکړو او د هوتکیانو دولت رامنځته شو. د همدي  دولت پر بنسټ

په ۱۷۴۷ کال کې د لوی ټولواک ستر احمد شاه بابا له خوا د محاصر افغانستان  بنسټ کیښودل شو .     په اتلسمه پیړۍ کې د افغان  دوراني امپراتوري  د اسلامي نړۍ د یوي ستري امپراتوري   نړیوال  تاریخ لیکلي دی .

 په ۱۹۷۳ کال د پادشاهي پر تاج باندې د یو شمیر پرلپسې جګړوسره  سره د دوراني  امپراتوي د سلسلي   ورستي پادشاه   دملت بابا اعلیحضرت  محمد ظاهر شاه  پادشاهي ته د پاۍ ټکې کیښودل شو .

له کله نه چې په نولسمه پیړۍ کې دافغاني مډرن دولت بنسټ ایښودلې شوي دی، دافغانستان   د دولتونو سیاسي  ځواک پر دوو برخو باندې متمرکز شوي دی،  له یوې خوا یو مرکزي باثباته خپلواک دولت ،له بلې خوا دولت   هڅه کړي  خپل ټولنیز سیاسي ځواک له پلازمېنه څخه بهر په کلیوالي او قبایلې سیمو کې ټینګ کړي .په خواشیني سره د دولت سیاسي لاس د پلازمېني څخه  ټول افغانستان ته وونه رسیدو . په  کابل او څو نور ستر ښارونه  کې نسبي  دولتي اداري سیستم شتون درلود، نور ۹۰ سلنې  افغان ولس  په قبایلي کلیوالي چاپیریال کې بوخت او خپل  ژوند یې  پرته  له دولتي ځواک شتون  یا دوی سولیز ژوند پرته له  دولتي  قانون  څخه  کړي دی . دکابل  په دولتونو کې د کلیوالي افغانستان  یا  قبایلي ټولني اراده نه   په قوانیونوکې ، نه د حکومتونو دسیاست په اجنداکې  تمثیلده او حکومتونو قبایلي ولس  خپل برخلیک او الله  (ج ) ته سپارلي  دي .

دکلیوالي سیمو خلکو  په کابل  کې حکومتونوته  دپردېو او د دښمن حکومتونو په سترګه کتلي دي . حکومتونو به له دوی څخه مالیه را ټولوله او دوی به یې عسکري ته راغوښتل ، بې له دې چې حکومت په بدل کې خلکو ته د ژونداسانتیاوي برابري کړي  او نور پرمختیایې پروګرامونه پلي کړي . دولت  به د دوی له ملي منافعو څخه دفاع نه شوه کولي اوخلک مجبور ووچې  پخپله خپلو سیموکې عمل وکړي  .

 

په ټولو افغانانو کې په خاصه ټوګه په پښتونو کې د یوواحد افغان ولس یا واحد افغان ملت جوړونې فکر او احساس ډیر ژور او جدي دی . ځکه د نړۍ تاریخ او نړیوال سیاست  پښتانه  د افغانستان  د دولتي ولس  په څیر پېژني او د دولت فورم،دولتي  ایدیالوجۍ،ملي يوالي اوملي دولت جوړولو مشروعیت  هم  دوی ته ور په غاړه کړي دی . بې له شکه له یوي خوا پښتنوننني افغانستان یې  له ډیرو سختو سیاسي جګړیزو حالاتو څخه رایستلې دی،له بلې خوا په خواشیني سره  د افغانانو پښتنود ځینو سیاسي مشرانو د خپل منځي اختلافاتو،قومي  تربګنیو، لنډفکري ،په نړیوال سیاست  اوحکومتوالي   کې د لږو تجربو  له امله افغانستان   اوسنیو حالاتو ته هم ور ټیل وهلي دی .

په ورستیو څه باندې سلوکالونو کې دلوی افغانستان ټوله خاوره دهیڅ کوم ټولواک له خواد یو واحد ملت او د دولت په ادارې چوکاټ کې اداره شوي  نه ده . دبیلګې په توګه د افغانستان  پښتونخوا او قبایلي خاوره .

افغاني دولتونو  هیڅ دعمل ځواک  نه لرولو چې عدالت ،امنیت  او ټولنیز ژوند خلکو ته  په افغاني بڼه تامین کړي ، تر څوافغان  ولس  له دې  لارې  په خپله  ځان ته مالې مرسته وکړي اوخلک ځان په دولت کې  احساس کړي  .افغان ولس د ورستیو  درې لسیزو دولتونو ته  د پردېو له خوا جوړ شوي  نړیدونکې  کاغذي ساختمانونو په څیر کتلې دي .له یوې خوا  دغو دولتونو خلک خپلو مسوولیتونو ته  او دخپلو رواه او نارواه غوښتونو ته اړیستل ، له بلې خوادغې  دولتونو دافغان ولس هیلوته ،مدني رښتو یا حقوقو ته، ټولنیزو تاریخې منل شویو ارزښتونو ته په عمل  کې هیچ پام او درناوي نه  دی کړي .له همدې امله د دولت او ملت ترمنځ  هیچ کوم تولنیز تړون  تر نننه رامنځته نشو. د دولت د عمل  او کاري ځواک دنه لرولو له وجهې په ټولنه کې وفاداري  له دولت سره نه وو. په افغانستان کې  د عمل ځواک له سیمه یزو مخورو قومي مشرانو،خانانو،سپین ږیرو او دینې علماو سره ده  .

په افغاني ټولنه کې د خانانو او قومي مخور مشرانو څخه ورسته  دینې علماو او ملایانو خپل ټاکل شوي ځای درلود . دوی  دواړو په ټولنه کې په ګډه سره ټولنیز عدالت ، امن  او نظم  ساتلي وو .دینې علماو په کومه قضیه کې چې د اسلام  دسپیځلۍ دین سریع احکام پلې کیده، هغه یې  پلې کول . په قومي جرګو کې به یې د صالح اشخاصو رول لوبه وو.  په ځینو مواردو کې به ملایانوپه  ټولنه کې  دخانان سره سیالې  هم کوله .                                                                                                                                                                                

په افغانستان کې  د ملي ایدیالوجې،دملي تاریخ  فلسفه دپلې کولو هڅه  لاد وخته  پیل شوي ده . لکه   پښتونولي ،ټولنیز ملي سیاست،د خپلواکې جشن ،لویه جرګه،ملي بیرغ ،ملي سندره یاسرود،ملي اټن   اوملي افغاني کالي . به له دې چې  افغاني ملي تاریخي  هویت ته  له اسلامي  مذهبي  اړخه ورته  مشروحیت ورکړل شي .

په افغانستان کې خانانو ددولت او سیمه یزو خلکو، قومونوترمنځ  د پله  ډنده درلوده . ددولت او ولس اړیکې به له همدې لارې ټینګېدي . دولت به د خلکو په ټولنیزو چاروکې مستقیمألاسوهنه نشواي کولې او یا مستقیم بدلون  یې نه شو راوستلي .                                                                                                                                           افغان قومي او مذهبې مشرانو په دودیز ډول د یو خاص نظم او سیستم له لاري خپل پیوستون له افغان ولس سره ساتلو، تر هغه چې پر دولت باندې حساب وکړي .                                                                                                  هر څوک چې شتمني  لري خان نه بلل کیږي ، بلکې خان  هغه څوک دی  چې د پښتنوپه ټولنه کې عقل ، مسوولیت ، توره ، پښتي په خپل ځان اوفکرکې یوه کړي ،خپله شتمني له خوارولس سره شریکه کړي .

خان یا د قوم مشر  په یو اځې  ټوګه دخلکو واکمن نه  دی،خان  د ولس  لمنځه لومړنۍ  سړی دی .

د افغانستان  توپوګرافیکه غرني  او د درو عراضي افغانانو ته د قبیلوي ژوند شرایط  هم مساعد کړي  دي . یو لامل هم همدا کیداي شي چې ولي افغانان تراوسه په قبیلوي ټولنه کې  ښکیل او لا پاتي دي  . دوی خپل  پیوستون له خپلي سیمې ،قوم، قومي مشر، سپین ږیري ، دیني علما او مذهب سره په ګروپې ډول  تړلي دی، ترهغه چې دوی   دیو واحد ملت په څیر  افغانستان  کې ځان  را څرګند کړي .

کله چې د افغانانو خپلواکې د بهرنیو یرغلګرو له خوا تر ګواښ لاندې راشي ، بیا په افغانانو کې  دیو واحد ملت احساسات په بیړني ټوګه  راژوندي کیږي ، دوی په ګډه او ورورګلوي کې پرته له قومي، سمتي، توکمیزه اوژبنیزه توپیرونوڅخه  دخپل  ګډ پلارني هیوادافغانستان څخه دفاع اوساتنه کوي

پښتانه په خپل منځ کې نوره  دبیلوالي  پولي نه پیژني،نن ټول لروبر افغان  ملت را ویښ شوي  ځان  یو واحد ملت احساسوي او  په همدي لاره کې  د بري  په لور روان دي  .افغان قبایل له هغه مهاله چې بشر یت فکر کوي دوی په خپله پر خپل  ځان حکومت کړي ،له همدي امله پښتانه  په یو مرکزي  مشرتابه  باندې  لږ عادت  لري  او  دهیواد ملي  او قضایې قوانینو  دوی  ته لږ ارزښت لري ،ځکه د  دولتوتو  له خواد دوی  لرغوني دودنو او ارزښتونو ته   د دولت په قوانینو کې ډیر لږ پام شوي  . 

دافغانستان قوانین مجبور دي چې د ولس له فکرونو څخه راووځي او له هغه څه نه خبرې وکړي چې  هغه قبابلي لوستي ځوان سړي  ته د قانون په ویلو سره دا فکر او احساس وشي چې دغه قانون د ده له  زړه  او  د ده  د څوزرکلني  ستر  انساني کولتور پښتونوالي سره  تړو لري . قانون باید د ده په ژبه وي ،ځکه ژبه د حقوقي معیارنو وړونکې او د قانون د اوامرو د تطبیقولو یوه وسیله په ټولنه کې  ګڼل کیږي  .

۳ .  پښتونوالي یا افغانیت  د افغانانو دننګ  او دسوله یز ګډ ژوند کوډکس

زموږ  پښتني ټولنه د نړۍ له لرغونو ټولنو څخه یوه ټولنه ده . پښتونوالي یا افغانیت دافغانانو دتاریخ  په اوږدو کې  دملي احساس،ملي  هویت  او ټولنیز ژوندانه  په برخه کې یوه ستره برخلیک ټاکونکي ونډه درلودلي ده .پښتونوالي د پښتونو افغانانو  په فکرونو کې  د لرغونو زمانو څخه  دیوي  پټي خزاني  په څیر ساتل شوي  ده .

د پښتونوالي فلسفه نه لیکلي شوي حقوقي نورمونه ،ارزښتونو،اخلاقي  اصول او دودیزه  ټولنیز قانون  دی  چې د پښتنو دقبایلي ټولني دلرغوني دودونو اودنن ورځي  دمدني  ټولني ترمنځه  خورامهم  اړخونه او اړیکي جوړوي .پښتونوالي دپښتون  دهویت پیژندپاڼه ده .پښتونوالي په نړۍ کې دافغان دژوند ژوندلیک ثبوت دی .

دپښتونوالي ټرمینالوجۍانسان ته ریښتینوالي،ښیګنه، د ارادې ځواکمنتوب،نه ماتیدونکې،نه تسلمیدونکې افغاني لوړهویت ، لوړ کرکټر  اوعالي  همت ور زده کوي  . پښتونوالي د پښتونو  دولسي منځلاریتوب ،د سولیزه  ژونداو د ورورګلوي لاره ده، پښتونوالي د زغم او زغملو ستر کولتور  دی . په پښتونوالي کې انسانیت ،افغانیت ، اسلامیت ،بشري حقوق ،انساني کرامت ،دیوي متمدني   ټولني ټولنیز  نورمونه او ارزښتونه  شته .  پښتونوالي  نږدي سل ټرمینالوجیک اصول  یا اصطلاګانې لري ، له دغې اصولوڅخه یو څو په لاندې ډول دي . جرګه،مشر،میلمستیایا میلمه پالنه، ننګ ،تیږه ، روغه ،عزت، میړانه ، شمله ،غیرت، بدرګه، اشر، ننواتي  او بدل  دي، چې له نننۍ متمدني نړۍ نه هم یو قدم مخته انساني دودونه  او ارزښتونه دي او هر انسان ته د منلو وړ  نورمونه  دي . په پښتونوالي کې دانسان  او انسانیت بیه ډیره لوړه ده .                                   

 د بلګې په ډول  بدل  اکثرآ  په غلطه مانا یعني  انتقام  ژباړل یا تفسیر کیږي چې  داسي نه ده ، بدل  یعني  هر هغه ناوړه غیرانساني  عمل  یا جرم چې ترسره شوي دی ،یواځې هغه  نا حقه  ناراوه  عمل باید بیرته پرځای شي . پښتانه  هغه بدي  چې په روغه نه وي بدله شوي ، چا ته یې نه پریږدي . د هري بدي لپاره ننواتي په کار نه ده .متل دی ،هغه خوند چې په بښنه کې شته ،په انتقام کې نشنه .                                                                                                                             ننواتي ،له هر انسان سره چې ده کوم  بې ننګه  او بې ناموسه  عمل نه وي ترسره کړي ننواتي کیږي ،پښتون په ننواتي کې  د خپل سر دښمن ته په خپل کور کې  پناه اوځای هم  ورکوي او دهغه امنیت   د خپل دسر په بیه هم ساتي .د دغي افغاني ستر کولتور  او مدني انساني پدیدي  په اړه  د نړۍ د فلم جوړولو ستري کمپنۍ هالیوډ یو فلم په نامه د (  کندهار کې روسي سرو لښکرو ټانک )  جوړکړي .  ددغه فلم  اصلي ټکی د پښتونولي فلسفه ،میلمه پالنه، میړانه  او د افغاني هویت  نه ماتیدونکي نه تسلمیدونکي  کرکټر او ریښتینولي  دی . په فلم کې نړیوالو ته د پښتني ټولني  متمدن  ټولنیز نورم  او دپښتونوالي  کوډ څرنګوالي په  ډیر ښه  ډول  ښودل کیږي .        ننواتي بیا کله چې د دوو پښتنو کورنیو یا قومونو ترمنځ شخړه رامنځ ته شي، بیا د روغې جوړې د کولو لپاره  هغي کورنۍ یا قوم  چې خپله ګناه اوغلطي منلي وي،د بښني لپاره ننواتي ورځي،ننواتي دموضوع د څرنګوالي پوري هم اړه لري . د ښه سړي او د بد سړي توپیر په دې کې دی چې ښه سړي  په خپله غلطي او ګناه اعتراف کوي .

پښتونوالي د افغان  قبایلو ایدیالوجۍ بنسټ جوړوي  چې تشریعي حقوقي  نورمونه او اخلاقي  اصول لري .

پښتونوالي تراسلام  مخکې د افغانانو د قبیلوي ټولني  د خپلواکې ،مقاومت ، ټولنیز، سولیز  دودیزه  ژوند نه لیکل شوي   اصول  او قانون  وو .پښتونوالي  د پښتنو د ننګ اوعزت کوډکس  یا د یو با عزته ژوند شیفر دی .  پښتونوالي  د افغانانو د ژوندانه یوه ځانګړي فلسفه ده .پښتونوالي  دځمکې پر مخ د هر با عزته انسان لپاره  د ننګ ،غیرت  او انساني ژوند یوسینګار تون ګرځیدلي شي،پښتونوالي په لوی افغانستان کې  تراوسه  دافغانانو ترمنځ د ګډ سولیز  ژوند اصلي ا صول  او د ملي یووالي منځ  زړي جوړوي  .

په افغانستان کې  داسلام سپیڅلۍ  دین الهي  احکام او ارزښتونه  له افغانې زاړ و ټولنیزو ارزښتونو، دودونو، نورمونو او نرخونو سره  ګډ شوي دی . له دې امله پښتونوالي یا افغانیت  له اسلامیت  سره په ټکر کې نه ده . اسلام په افغانستان کې  لکه د نړۍ نور اسلامي هیوادنو په شان  خپل  افغاني روحیه  او رنګ  لري .

 د پښتونوالي اصول  په هیڅ  صورت دقران کریم او د اسلامي شریعت  سریع  احکام  له پامه نه نشي  غورځولي  او نه یې ماتولي شي  . ځکه پښتونوالي دانسانانو  نه لیکل شوي قانون دی اود اسلامي شریعت  سریع احکام الهي  احکام دي . هغه حقوق چې الله ( ج  ) خپل بنده ورکړي پښتونوالي  هغه مني ،ورته درنښت لري  او د همدغو حقوقو، احکامود پلي کولو ننګه هم کوي  .ځکه دپښتونوالي ارزښتونه  هم د انساني ژوند، ټولنیز امن نظم او عدالت لپاره  رامنځته شوي دي . دا هغه  ټولنیز نورمونه  دی چې  ریښې یې له  اسلام څخه  نه بلکې څو زره کاله مخې کې له اسلام  څخه له  پښتونوالي  څخه اخیستل شوي دي . دا ټولنیز ارزښتونه او دودنه  په پښتونوکې دي .د پښتونوالي  ارزښتونه او ټولنیز نورمونه  دیوي  ډیري  زاړه پالي  ټولني ارزښتونه او نه لیکل شوي  پاتي دي ، په شفاهي اوشیفر ي  یا  د کوډ په  ډول یو پښت څخه بل ته همداسي سینه پر سینه او خوله پر خوله رالیږل کیږي . دپښتونوالي اصول  بیا په ځینو وختونو کې دلنډۍ یا  د شعر په بڼه  هم لیکلي شوي  ده .

دا ټولنیز ارزښتونه او منل شوي نورمونه په ټولنه کې د ټولنیزه مساوات ، ټولنیزعدالت او ټولنیز امن او نظم  لپاره رامنځ ته شوي دي . د پښتونو په ټولنه کې دپښتونوالي نورمونه او انساني ارزښتونه موږ ته ښیې  چې پښتنه ټولنه  له لرغونو زمانو څخه کمه ابتدایي  ټولنه نه وه،بلکې  زموږ  نیکونو له پخواڅخه  دیوي   ایدیالوجیکي،پوهي، متفکره او په عدالت ولاړي  ټولني بنسټ ایښودلي دی .

 دافغانانو  دتاریخ  او د پښتونوالي  په اړه  د نړۍ په تاریخي کتابونو کې  اود نړیوالي  مدني ټولني هر توکمپوه ،ټولنپو ه او حقوقپوه په خپلو لیکنو او څیړنو کې د پښتونو د لرغوني انساني ټولنیزو نورمونو څخه په عزت او درنښت یاده ونه کړي ده  .دوی هم اقرار کوي چې پښتني ټولنه  له پخوا څخه کومه ابتدایې،اسانه ټولنه نه وو.

پښتونوالي یا پښتون اوسیدل   دودیزه قومي قانون دی چې یو پښتون بایدپه څه ډول په  ټولنه کې یو پښتون ووسي .  ځکه هرڅوک پښتون کیدي نشي . په لومړي سر کې پښتونوالي  د پښتونو د عزت کوډکس دی،عزت او ننګ  د پښتون یوه ستره انساني معنوي  شتمنۍده .په پښتونوالي کې  خپل سري عمل  او یا پریکړه نشته، هره پریکړه جرګې ته دپوره واک ورکولوڅخه ورسته   ټاکل کیږي، دجرګې فیصله  د قومي لښکر له خوا خامخا عملي کیږي.

د پښتونوالي ځیني  اصول  بیا د افغانستان د مډرنو دولتونو له خوا  د هیواد په اساسي قانون کې هم تصویب شوي دي .  د محاصر افغانستان بنسټ د  لوی کندهارد شیر سرخ   په لویه جرګه کې  ايښودل شوي  دی .

د ۱۹۳۱ کال د اساسي قانون  په  لویه جرګه کې  لویه جرګه  دافغانستان دملي سیاست،د دولت  دریګوني ځواکونو څخه  پاس د دولت یو عالي اورګان  په څیر تصویبه  شوي .مرکې، جرګې او لویې جرګې په افغانانوکې یومنلي شوي  نورم او دود دی ،چې دوی د خپل عامه ژوندانه چارې ، شخړي ،قضیې  پرې حل اوفصل کوي . جرګه د یوې خاصې پریکړې لپاره راغوښتل کیږي . د جرګې غړې ټول مساوي حقوق لري،په جرګه کې هر څوک په ازاده توګه  دویلو حق لري ،دجرګې مشر مشرتوب نه کوي ،بلکې دې یواځې دجرګې لومړنۍ سړی وي .

دافغان دولتونو په تاریخ کې افغان دولتي  چارواکو او مشرانو تل  لویه جرګه په دولتي کچه رابللې ده. دولت غواړي  له دغه لارې  خپلو دولتي پریکړو ته مشروعیت ورکړي ، لکه د  ۱۹۶۴ کال  لویه جرګې د دولت دولتي فورم وټاکلو. افغانستان یې یو مشروطه شاهي دولت  اعلان کړو او د هیواد  ولسواکه اساسي قانون   د لویه جرګې له خواتصویب  شواو ورسره لویي جرګې  پریکړه وکړه چې د افغانستان قوانین باید د اسلامي شریعت  سره په ټکر کې نه وي  .د ښځو د ټاکنو رښته یا حق، ښوونځي  ته  د ماشومانواجباري تګ  فیصله وشوه .                  لویو جرګو د هیواد په  تاریخ  کې  دافغانانو د ملي وحدت ، دافغانانو د خپلواکې ملي احساس ،د هیواد په ولسواکېزه کولو کې   ستره برخلیک ټاکوونکې برخه اخیستي ده  . دپښتونو ټولنه د نړۍ له سترو دودیزو ټولنې څخه ګڼل کیږي . جرګې او مرکې  دافغان  ولس  یو ډیر  زوړ او لرغوني کولتور  دی .

د څو لسیزو جګړو، ترخوتجربو، کډوالیو، ټولنیزو او اقتصادي کمزوتیاو  زموږ  په افغاني ټولنه کې بنسټیز بدلونه راوستي دي . د دیرش کلني جګړو په ترڅ  کې دپښتونو د لرغوني دودنو او ارزښتونو ترمنځ اعتماد او اعتبارډیر سخت  او دپام وړ اغیزمن شوي دی  او په خواشیني سره  څوک د جرګو پریکړو ته  سر نه ګدي .

په افغانستان کې بېرنیو حالاتو،خوارځواکیو،بي امنیتیو،جنګ جګړو،د مخدره توکو دولت ،په دولت کې مافیایې  کړي ، ادارې  فساد، دعدالت  او بې برې قضایې اورګانود نشتولي له امله ډیرې خلکو  یوځل بیا خپلو  دودیزه کلیوالي، کورنۍ او قبایلي ارزښتونو ته مخ  وراړولې دی . دا دپښتونو  د زرګونو کالونو قومي اصول  دی .  په ځینو پښتني سیموکې د جرګو اومرکو واک او اختیار د پردیو پنجابي، عربي ،اوزبکو اوچیچینایي سخت دریځه  اسلامي بنسټپالو په واک کې دي . دوی دقوماندان ملا په اشاره د پریکړو واک له قومي  پښتونو مشرانوڅخه دجهادپه مهال کې اخیستي دی، دوی له سختدریزه اسلامي فکر څخه په  پریکړوکې کار اخلي .   

موږ  ټول په دې ډیر ښه پوهیږو چې ډیرو خلکو د اسلام  له سپیڅلۍ نامه او قانون څخه په پوهه او یا نا پوهي کې ناوړه ګته اخیستي ده .همداسي د پښتونو په  څوزره کلن نه لیکل شوي قانون کې غیر انساني ،غیر اسلامي او غیرمدني افغاني دودونه په پوهه او یا ناپوهي  کې ورګډ  کړل شوي دي . هر غیر انساني ،غیر اسلامي  او غیر افغاني عمل له پښتونوالي سره تړو نه لري . هغه یو جنایې  جرمي عمل  دی ،پښتانه  او پښتي یې نه مني .    د جرګو پریکړې  چې په  ډیرو کې  د پښتونوالي له حقوقي نورمونو څخه کار اخیستل کیږي  د کم تجربه او کم عمره  خلک  په لاس کې دي چې  دوی د پښتونوالي  اصیل  مدني ، انساني ، افغاني توکې او بلاخره د پښتونوالي په فلسفه، ټولنیز عدالت ،اصولو او مقرراتوباندې سم نه پوهیږي ، پریکړي  او فیصلي  د زورو او شتمن سړې په ګټه هم کوي، طبعي  ده چې دا پریکړي او فیصلي د  پښتونو لپاره دمنلو وړ نه دي  . له همدي سره دپښتونوالي ارزښتونه  خلکو ته بي ارزښته  کیږي  او پریکړې نه عملي کیږي . دغو بې مخو بې سټو پریکړو  او فیصلو زموږ  افغاني ټولنه له نورسیاسي،ټولنیزو،حقوقي ،نویو خپل منځې تریګنیو اوکړکیچونو سره مخامخ  کړي ده .کله چې تاریخ ،کولتور  ټولنیز اخلاق ،مورال ، لرغوني دودیزه ارزښتونه  اومخورتجربه لرونکې قومي  مشران لمنځه ولاړ شي ، په ټولنه کې یوه تشه رامنځته کیږي . ټولنیزه وفاداري  اعتماد او اعتبارلمنځه ځي ،یواځي د زور او زر  یا د مادیاتو کولتور چې موږ یې  اوس په سترګو وینو په ټولنه کې حاکم کیږي .

هیله ده  دافغانستان   پوهنتونونه  د ژبواو دبیاتو،ټولنپوهني ،د تاریخ او فلسفي پوهنځې  هیوادپال  افغان محصلین  په دې برخه کې پوهنیزه څیړني وکړي ، ورسره دافغانستان قانون جوړونکې اورګانونه د افغانان دپښتونوالي ځیني نورمونه د نوي مدني ټولني د قانون په چوکاټ کې له سره ولیکي او د غیر انساني،غیر اسلامي اوغیر افغاني ، له ویري ،نفرت اچوونکو او  دښمنیو، تربګنیو ډکو  پریکړو، فیصلو مخه ونیسي .

۴  .  پایله

نن نه یواځې دافغانستان  په ښارونو بلکې په کلیوالي سیمې کې افغاني کولتور اودودیزه  ټولنه ډیره سخته زیانمنه  شوي ده . دافغانستان  له تیرتاریخ  څخه باید موږ زده کړه وکړو،چې دولس او ملت جوړونې پړونو لپاره د دودیز نظم ،قبیلوي سیستم  او د نن ورځ مډرن دولت ترمنځ   په یو مناسب ډول جوړ جاړي راشي . په افغانستان کې او د نړۍ په ډیرو  دولتونو او ولسونو کې ملي لرغوني ارزښتونه ،دودنه  د تولنیز ثبات ،امن او نظم  خورامهم توکې دي . افغانان  که خپل ګډ کور، ملي کولتور ، ټولنه،ټولنیزې  نورمونه ، دودونه اوافغاني  لوړ مورال ساتل غواړي، نوباید ریښتني   پښتي،پښتو   یا پښتونوالي  بیا را ژوندي کړې  .

پښتونوالي د ارزښتونو او د نورمونو سیستم دی چې د یو افغان  انفرادي یا شخصي ، ټولنیز ژوند  ډول  او دیو پښتون د اوسیدلو بڼه ورښیې او بلاخره افغانیت ورښیې چې یو پښتون دنړۍ څخه  په څه  ډول یوانځور اخیستي  دی . پښتونوالي ټوله په ننګ اوبې ننګي،په توره او عقل،په ورورګلوي او ټولنپوهنه باندي راڅرخي .

پښتون مجبور دی د پښتونوالي د اصولو پر بنسټ  لومړۍ دهر کمزوري انسان تر شاودریږي ،بیا د خپلی کورنۍ ، قوم او د خپل ټول  مظلوم  بې دفاع  لروبر افغان ولس تر شه ودریږي .

 دیرش کلني اوږدې جګړې  د افغانانو  ټول  مادي او معنوي بنستونه له منځه وړي او هغه چې پاتي دی په بې کچه   توګه  کمزوري شوي دي .زموږ په  افغاني ټولنه کې ډیر نور ارزښتونه  هم له ګواښ سر ه  مخامخ شوي دي . په تیر بیا پښتونوالي له سترو کړکیچونه  او ګواښونو سره مخامخه ده .  د پښتونو دودیزه قومي مخور خانان او قومي  مشران په خپل  طبعي مرګ او دچا له خوا قصدآ وژل شوي دي .دا په دې مانا نه ده چې د پښتونو قبایلي دودونه او د واک سیستم ورک او یا وژل شوي دی . د پښتونو د واکمني زوړ او پخواني سیستم  هغه مهال بیر ته راګرځي چې  دولت  دافغان قبایلي ولس  هغه منل شوي انساني   ارزښتونه او دودونه په ریښتني ټوګه په خپلو قوانیونو کې منعکس کړي . تر څو پښتانه په دولت کې د خپل ځواکمن ملي هویت احساس وکړي  او دوی له  قبیلویت څخه ورو ورو ملت جوړوني او ملي یووالي ته مخه کړي .ورسره د دوی قبایلي ځواک او سیستم د ننني مډرني ټولني او اسلامي هویت په چوکاټ کې  قانونآ تنظیم شي .له یوې خوابه د پښتونو له لاسه وتلې واک او ځواک بیر ته را وګرځې اوله بلي خوابه افغانستان  بیا په خپلو پښو ودریږي .  یوه ارامه،سولیزه افغاني مدني ټولنه دخپلو ملي حقه حقوقو سره په سیمه کې  په خپلو مټو اوستنو راڅرګنده شي .

داسي هم نه ده چې قبایل  اوس هم په  اوسني نړیوال کلي کې  دولتي قانون یانظام نه مني ،دوی دنړۍ د نورو ولسونو په پرتله  په ټولنه کې د قانون تشه د پخواڅخه ډیره ښه احساس کړي ده ،له همدي امله دوی د پښتونوالي  ټولنیز قانون  ته  په خپله ټولنه کې وده ورکړي ده . د قبایلو په ځینوبرخوکې  د انګریز د ایف . سي . ار.   غیر انساني  تور قانون  او په ځینو برخو کې  بیا د دولتي قانون  دنه شتون له امله  پښتانه له  د ډیرو بشري حقوقو او د ژوند له اسانتیاو څخه محرومه شوي،د نړېوالو له نورمال ودې څخه  په انذوا  کې ساتل  شوي  دي .  هغو دولتونو چې د افغانستان قبایل له پامه غورځولي، قبایلو هم هغه دولتونو له پامه خورځولي دي،  دا د دې لامل شوي چې دافغان دولتونو  بې ثباته اود لمنځه  تللو لاړ ورته خلاصه  شي .يرغلګرو دولتونو چې پرافغان دولتونو برید کړي،دوی ته هم  ددې  ټکې  پته وي چې دافغان دولت اوافغان ولس  ترمنځ  نورما ل اړیکې نشته . 

قبایل د افغانستان په سياسي، پوځې او کولتوري ژوند کې یو ځانګړي سیاسي بیړني د غبرګون ستر برخلیک ټاکوونکې  ځواکمن ځواک دی  . قبایلي ځواک  هیڅکله افغانستان یې له پامه غورځولي نه دی او د افغان ولس یوه خورا  ستره مهمه بر خه ده . پښتونوالي دپښتونو د بیا یوالي ، اتحاد او اتفاق لپاره خورا مهم توکې دی . افغانان باید په خپله د خپل  افغاني ،لرغوني منځلاري ملي  کولتور اوملي  تاریخ  سمه پالنه  او درنښت وکړي .  زموږ ډنده ده  چې افغاني لرغوني  ټولنیز  ارزښتونه په امانت سره خپلو راتلونکې نسلو نو ته  ور وسپارو .هو       پښتون ضدقوقونه اوبې کولتوره انسان زموږ ځواکمن افغاني احساس او لرغوني ارزښتونو ته درنښت نه لري .

    

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

- بېرته شاته