د لغمان پوهنتون لنډه پيژندنه
عزیز رحمن « ذکي »
د لغمان پوهنتون دتأسيس فرمان د جلالتمآب ولسمشر له خوا د ١٣٨٩ هـشکال دقوس مياشتې په ۶تاريخ لاسليک شوی،او د يادې مياشتې په ۲۷تاريخدلغمان والي صاحب ،د لوړو زدکړو وزير صاحب،دجمهوري رياست علمي او فرهنګي چارو مشاور وزيرصاحبله خوا ، د کابل پوهنتون ، تعليم او تربيې پوهنتون او ننګرهار پوهنتون رئيسانو، د لوړو زده کړو وزارت معينانو او رئيسانو، د ولا يت وکيلانو ، ولايتي شورا غړيو ، دولايت نورو مشرانو او چارواکيو په محضرکېدسلطان غازي بابا په ښارګوټيکېد بنسټ ډبرې په ايښودلو او پټۍ په پرېکولو سره رسماً افتتاح شو.
Ø لغمان پوهنتون لپاره دسلطان غازي په ښارګوټي کې ٤٣ هکتاره ځمکه ورکړل شوېده، چې د يو باب تدريسي تعمير تهداب ډبره د والي صاحب او مرستندوی ( دکتور/ ايروز ) له خوا ايښودل شوي ، چې کار به يې په لنډ راتلونکيکې پيل شي،ان شاءالله.
Øد پوهنتون اداري،تدريسيچارو اود محصلينو ليليې لپاره موقتې ودانۍ په پام کې نيول شوي او استفادې ته تيارې دي.
Ø دلغمان پوهنتون فعلاً دوه پوهنځيلري:
۱ـ د زراعت پوهنځی ،دوه څانګې لري:(زراعتي اقتصاد / چاپيريال ساتنه او ځنګلداري)
۲ـ د ادبياتو او بشري علومو پوهنځى ، داهم دوه څانګې لري: (ژورناليزم /لايبريري ساينس).
Øتدريسيچارې به د ننګرهار پوهنتون محترمواستاذانو او د لغمان پوهنتون خپلواستاذانو له خوا چې تقرر يې په نظر کې دی، پرمخ وړل کيږي.
Øدلغمان پوهنتون لپاره د ۱۳۹۰ کال په تشکيل کې ١٠ تنه استاذان ٦ تنه مامورين او ٦ تنه اجيران په نظرکې نيول شويدي.
Ø راروان تعلمي کال لپاره ٣٠٠ تنه محصلين له مختلفو ولاياتو څخه لغمان پوهنتون تهد لوړو زدهکړو وزارت له خوا معرفي شوي ، چې ثبت نام يې داسد مياشتې له اولې او درسونه به يې د سنبلې په ١٥ مه د الله تعالى په مرسته پيل شي.
Ø دلغمان جديد التأسيس پوهنتون نهادونو تکميل پورې چارې به يې دننګرهار پوهنتون په مرسته ترسره کيږي.
Ø د پوهنتون ادرس: لغمان ولايت/مهترلام ښار/سلطان غازيبابا ښارګوټى.