(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
د شهید استاد حکیم خان تڼیوال یاد
22 November 2007
استاد حکیم تڼیوال د ګل صاحبخان زوی ؤ چې پلار یی د تڼیو د قوم یو د پوهو مشرانو نه ؤ. ګل صاحبخان د افغانستان د استقلال او آزادۍ ګټولو په جګړو کې یو له وتلو غازیانو څخه و، چې د ټنیو د قوم لښکرې یی د هغې وخت د پکتیا د یوه ډېر ستر سړی نائب سالارببرک خان ترڅنګ قومانده کولې. د ګل صاحبخان نوم دخوست د تڼیو اوځدراڼو مشرانو په هغه لست کې موندلی شئ چې د افغانستان در مسیر تاریخ په نوم د افغانستان د تکړه تاریخ پوه ښاغلی غبار له خوا لیکل او خپور شویدی. (۷۶۴مخ)
استاد حکیم تڼیوال د خوست د تڼیو په سیمه د حسارک په کلی کې چې د څټی د چشن غره لمن ده زیږدلی و. هلته ښوونځی نه و او هغه وختونه په دې سیمه کې چا خپل اولادونه ښووځیو ته نه ورکول، خو د خدای بښلی حکیم تڼیوال پلار چې د زده کړې په وړتیا اواهمیت ښه پوهیدلو،نه یوازې خپل زوی او وراره بلکه د خپلو کلیوالوڅخه څو نور کسان هم وهڅول چې خپل زامن ښوونځی ته ورکړې او د هغو هلکانو بوج هم ده په خپله غاړه واخیست.
ښاغلی ګل صاحبخان خپل زوی، وراره او څو تنه نور کلیوال په هغو وختونو کې چې د خوست څخه تر ګردېز پورې هېڅ موټر نه و،په پښو بوتلل،د ګردېز نه یی د لرګیو په لارۍ کې سپاره کړل اوکابل ته یی ورسول،هلته یی د رحمان بابا په ښوونځی کې نیږدې تر یوه میاشت خواری وروسته چې په دفترونو ورسره وګرځیدلو،شامل کړل.
استادحکیم تڼیوال د خدای پاک ورکړی استعداد له امله د رحمان بابا ښوونځی د لومړی ټولګی نه بیا تردولسم پورې په ډېره ښه درجه ولوست اوتل د خپل ټولګی مشر(اول نمره)و. هغه وختونه چې حکیم خان د دولسم ټولګی نه فارغیدلو، د پوهنې وزارت جرمنی، فرانسې، انګلستان اوڅو نورو اروپایی هېوادونو سره قراردادونه لرل، چې هرکال یی د خوشالخان بابا اورحمان بابا له ښوونځیو(لیسو) فارغانو نه لس لس تنوته د لوړو زده کړو دلپاره بورسونه ورکول، نو حکیم تڼیوال چې د دولسم ټولګی څخه اول نمره خلاص شوی و، ددې حق څخه برخمن و اوهغه ؤ چې د کابل د اقتصاد پوهنځی د لومړی ټولګی نه المان ته د لوړو زده کړو لپاره د پوهنې وزارت له خوا ولېږل شو. حکیم خان په المان کې تر ماسټرۍ پورې لوړې زده کړې د فلسفې په څانګه کې په اعلی کچه پای ته ورسولې او چې د زده کړو له بشپړولو وروسته وطن ته راوګرځیدلو،د ادبیاتو پوهنځی د فلسفې په ډېپارټمنټ کې استاد وټاکل شو. د هغې وخت نه بیا د شوروی د سرولښکرو په افغانستان د ورننوتلو تر وخته یی ډېر شاګردان وروزل. دشوروی اتحاد د پوځونو تر راتللو څو میاشتې وروسته یی کابل پوهنتون پرېښود او د خوست له لارې پاکستان لوری ته په پوله واوښت.
استاد حکیم تڼیوال د استاد رسول امین سره کوم چې دده سره په یوه پوهنځی کې استاد و او دهغو وختونو یی انډیوالی لرله،په پیښور ښار کې یی هم د روڼ اندو په راټولولو او دهغوی د یو اوبل سره په نیږدې کولو او ساتلو او یو بل سره د هجرت په سختو وختونو کې مرستو کولو لپاره ستره ونډه او دروند بار په غاړه اخستی و او تر پایه پورې تر څو چې په پاکستان کې اوسیدلو دغه چارې یی پر مخ بېولې. دوی دواړو یو اخبار چلولو چې مسؤل مدیر یی رسول امین او مرستیال یی استاد حکیم تڼیوال و، دوی د لیکوالانو اتحادیه جوړه کړی وه چې مشر یی رسول امین او مرستیال یی حکیم خان تڼیوال و، دوی د استادانو اتحادیه جوړه وه چې مشر یی حکیم تڼیوال او مرستیال یی رسول امین و.
استاد حکیم تڼیوال تر وسه وسه پورې هلته په پیښور کې د استادانو سره ډېرې مرستې کولې، هغه استادان چې نوی به هلته لاړل هغوی ته به یی پر مشورو او لارښوونو برسیره که د هغوی کار به په کوم دفتر کې ستونزه پیدا کولو، دی به په دفترونو ورسره ګرځیدلو او چارې به یی ورسمولې.
استاد حکیم خان به د مهاجرو د کمشنرۍ دفتر ته د استادانو غوښتنلیکونه د اتحادیی په استازیتوب ټاپه او لاسلیک کول.
د استاد حکیم خان ډېره مینه وه چې هرڅومره زرکابل ته لاړشی خو کله چې په کابل کې د جګړه مارو ډلو تر منځ کورنۍ جګړې پیل شولې،کابل ته یی د تللو هیله ورژیدله اوبیا هغه وخت چې کابل ته طالبان ورننوتل نو ناهیلی یی لاډېره شوه او ویی پتیئله چې د خپلې کورنۍ سره استرالیا ته وکوچیږی. تر هغې وخته په استرالیا کې پاتې شولو چې طالبانو حکومت ړنګ شو.
استاد حکیم تڼیوال د بن له جرګې وروسته کابل ته راغلو چې خپلې پخوانۍ دندې(کابل پوهنتون استادۍ)ته دوام ورکړی. لږه موده وروسته هغه د جمهور رئس حامد کرزی له خوا وغوښتل شو او د خوست ولایت والی یی وټاکلو. د خوست ولایت په هغو سختو وختونو کې چې تر ده دمخه کوم والی ګمارل شوی و، هغه د ځدراڼو د دریخېلو د قوت لرونکی،پیاوړی قوم مشر ؤ. هغې نه غوښتل چې ولایت پرېږدی. هلته شخړې جوړې شولې خو استاد حکیم خان د هغې پوهې،علمی ځیرکۍ اوپه قومی چارو او جرګو کې د تجربې او پوهې له امله په حکیمانه دول وکړای شول چې بل لوری قانع کړی او د ډېرو ویرجنو پېښو مخه ونیسی.
استاد حکیم تڼیوال وکړی شول چې جمهور رئس کرزی قانع کړی اود هغې امر ترلاسه کړی چې د احمدشاه بابا پوهنتون د پیښور څخه خوست ته یوسی چې دا دهېواد اوددې سیمې خلکو لپاره ستر نه هېریدونکی خدمت دی اوتل به روڼ اندی د دغه نه هیریدونکی کار له امله دده یاد ساتی. ده دخوست د روڼ اندو په راټولیدو او د مختلفو اتحادیو په جوړولو کې ستره ونډه درلودله. د خوست ځوان روڼ اندو اوس په خپله سیمه کې پوره پرمخ تګونه کړی اود هېواد د نورو سیمو روڼ اندو سره ډېر ښه نیږدې اړیکی پالی. په هره چاره کې دښو اړېکو په پاللو کې د بری ستر راز پروت دی. دا څرګنده خبره ده چې هر هغه څوک په ځانګړی او ډله ایزه ژوندانه کې بریالی دی چې د ښو اړېکو ساتلو حوصله،توان اوطاقت ولری.
استاد حکیم خان هم یو د هغو کسانو څخه و، چې د هرچا سره یی ښې اړېکی پاللې او د پوره حوصلې درلودونکی ؤ.
استاد حکیم خان وروسته د لنډ وخت لپاره د کانو او صنایعو چارو وزیر وټاکل شو چې بیا وروسته د کابل واکمنو د هېواد د لویدیځ زون آمر او هرات والی اسماعیل خان سره ددې څوکۍ په ورکړې جوړجاړی راغی او حکیم تڼیوال د هغې خدای ورکړی بې کبره او حلیم طبعیت له امله په ډېره مینه دا څوکۍ هغې ته پرېښودله. دی بیا د کرزی له خوا د پکتیا ولایت والی وټاکل شو اود تېرکال(۱۳۸۵)تر دې وختونو پورې یی په ډېر صداقت او بشپړې ایماندارۍ هلته د ټولو مېشتو قومونو د ولسونو،مشرانو او روڼ اندو په ګډون په سیمه کې د سولې د ټینګولو، بیا آبادولو او ښوونې- روزنې په برخو کې هلې ځلې وکړلې. په پای کې دا د هېواد ستر عالم،پوه ،تجربه لرونکی،په وطن او خپلو ولسونو مين انسان د افغانستان د نه پخلا کیدونکو بهرنیو دښمنانو د توطیو ښکار شو او د بم په ځانمرګی برید کې په شهادت ورسید.
روح دی یی تل ښاد وی او فردوس جنت دی یی خدای پاک نصیب کړی!
De Ustad Hakim Khan Taniwal Yaad
Soorgul tanai
-
بېرته شاته |