(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
ډاکتره عاقله حکمت چې ما پېژندله
بي بي حاجي ډاکتره عاقله حکمت چې ما پېژندله
ډاکتر سيد نصير احمد
نن مې په برېښنا پاڼو کې يو زړه بوږنونکی خبر ولوست. په خبر کې راغلي ول، چې امريکايانو د افغان ولس په بې وزلو بيا ځمکه په وينو سره کړه او د کابل کندهار په لويه لار يې د سيد آباد په سيمه کې ملکي خلک وويشتل، چې يو شمېر يې د ډاکترې عاقلې په شمول په شهادت ورسول او نور يې ټپيان کړل، نو پرنګي نن بيا يو شمېر کورنۍ د وېر په ټغر کېنولې او يو شمېر هلکان او نجونه يې يتيمان کړل او د مور له مينې او سېوري يې محروم کړل.
بي بي حاجي زما د ترور لور وه او په کابل کې يې دې نړۍ ته سترګې غړولې وې. ما وروسته له ډېرې مودې خپله د ترور لور په ۱۳۶۲ لېږديز کال په قلعه واحد د دوی په کور کې وليدله. هغه مهال بي بي حاجي د طب پوهنتون په پنځم کال کې وه او زه په يوولسم ټولګي کې د حبيبيې په ليسه کې وم. وروسته د ماسپښين له ډوډۍ مو د انسان د جينتيګ په اړه بحث شو. ما هغه مهال ډېر څه له بي بي حاجي ډاکترې عاقلې زده کړل، چې له حقه تېر نه شم، د بي بي حاجي هغه بحث او توضېحاتو زه ډېر اغېزمن کړم، چې وروسته له ښوونځي زما د مسلکي زده کړو په ټاکنه کې يې غوره رول ولوباوه. کله چې ما ښوونځی پای ته ورساوه، نو زه هم له هېواده بهر ته د لوړو زده کړو لپاره ولاړم، خو د افغانستان ژوند داسې له کړکېچونو ډک شو، چې ما او همدا ډول ډېرو نورو افغانانو د دې امکانات نه درلودل، چې افغانستان ته ستانه شي، چې خپل خپلوان له نېژدې وويني او د خپلوانو له بشري مينې مستفيد شي، خو له بده مرغه په افغانانو داسې ټکه رالوېدلې ده، چې يوه غميزه لا پای ته نوي رسېدلې، دويمه ټکه پرې راولوېږي، نو د افغانستان له بدمرغيو سره سم ما هم له خپلوانو سره اړېکې نه درلودې او له خپلې کورنۍ او بي بي حاجي سره هم زما اړيکې وشړېدلې. د ۲۰۰۶ ميلادي کال په بهير کې زه په دې وتوانېدم، چې افغانستان ته لاړ شم. په افغانستان کې مې د افغاني غميزې پرهارونه د افغانستان د بېلابېلو ولايتونو او ښارونو د دېوالونو پر مخ وليدل. ما أورېدلي ؤ، چې په ځينو ملکونو کې مجرمين چانواري کېږي، خو په افغانستان کې هر شی له انسانه نېولې تر حيوانه پورې چانواري شوي ول، چې حتی دېوالونه هم لکه چلوصاف سوروي سوروي ول او د پوهې مرجعې څه چې جوماتونه هم په کنډوالو اوښتي ول. په ۲۰۰۶ کال د بي بي حاجي کره غزني ته هم لاړم، خورا مېلمه پاله وه. اوس نو هغه پېغله ډاکتره نه وه، مګر د څو زامنو او لوڼو مور وه او په سيمه کې د نسايي او ولادي متخصصه وه. شهيدې عاقلې به ډېر ښه پوهنيز بحث کاوه او تل به يې د روغتياپالنې په اړه پوښتنې کولې. ما په لوېديزه نړۍ کې ژوند کړی او کار مې هم په لوېديزه ټولنه کې دی، خو د بي بي حاجي پوهه د پراخې تجربې پر بنسټ ولاړه وه، نو د هرې ناروغي يو ځانګړی انځور يې درلود. بي بي حاجي به تل د افغانانو د ناخوالو او په تېره د بې سوادي او ناپوهي په اړه ځورېدله، مګر هېڅکله نه ناامېده کېدله او د خلکو په روغتياپالنه کې يې نه ستړېکېدونکې هلې ځلې کولې او د افغانستان له ټولو ناامنيو سره بيا هم له هېواده بهر ته ولاړه نه او تل له خپلو خلکو سره پاتې شوه او د خلکو په درملنه کې يې ونډه واخيسته.
سږ ۲۰۱۱ ميلادي کال د مارچ په مياشت کې زما پلار مرحوم سيد عبدالاحمد بلبل نوربابا په حق ورسېد، زه هم کابل ته تللی وم، د حمل په مياشت کې مې بيا بي بي حاجي پخپل کور کې په کابل کې وليدله. له نېکه مرغه زما د کورنۍ ګڼشمېر غړي د لوړو زده کړو خاوندان دي، خو هرڅوک خپل ځای لري، نو مېرمن عاقلې هم زموږ په کورنۍ کې يو ځانګړی ځای درلود. مېرمن عاقله د طب ډاکتره وه او د نسايي ولادي په برخه کې څانګپوهه وه، چې په افغانستان کې د دا ډول لوړو زده کړو مېرمنې د ګوتو په شمار دي.