دپښتوژبي کارپوهانوته ترخې سپینې خبرې
لیکوال : پوهنوال ډاکترنظرمحمد سلطانزی ځدراڼ
کله چې زه دلراوبر ، بینوا،دعوت ..........اوداسې نورې وېبپاڼې لولم نو ډیرئ پښتوژبي کارپوهان دخپلې مورنۍ ژبې پرځای په درې ژبه ،انګلیسي ژبه اونوروژبوعلمي اوسیاسي مضمونونه لیکي . نوموړې کړنلاره زماپه نظر دامانالري چې په هغوی باندې خپله مورهم ګرانه نه ده . په بله وینا،دې ته یې ملاماته ده چې په پښتوژبه کتابونه ولیکي ترڅوپښتوژبه هم دعلمي ژبوپه لیکه کې ځای ترلاسه کړي . هغوی نه یوازی داچې پښتوژبه لانوره هم دعلم څخه لیرې ساتي بلکې دلوی څښتن (ج) امرهم نه پرځای کوي . داځکه چې د اسلام مبارک دين دلارښوونوسره سم دخپلې مورنۍ ژبې پالل اوعلمي کول ديوه قوم او ملت نه يواځې طبيعي حق بلکې مهمه فريضه او دنده ګڼل کيږي چې په ورځني ژوند کې يې ترسره کړي. په دې تړاو په قران شريف کې راغلي دي : ( سورت القصص ٧٦ آيت شريف )
وَابْتَغِ فِيمَا آتَاكَ اللَّهُ الدَّارَ الآخِرَةَ وَلا تَنسَ نَصِيبَكَ مِنَ الدُّنْيَا وَأَحْسِن كَمَا أَحْسَنَ اللَّهُ إِلَيْكَ وَلا تَبْغِ الْفَسَادَ فِي الأَرْضِ إِنَّ اللَّهَ لا يُحِبُّ الْمُفْسِدِينَ -
ژباړه : او مه هيروه برخه خپله ( څه شی چې دتا په نصيب شوي دي لکه مال اومورنۍ ژبه اونور ) په دې نړې کې او مرسته کوه (له بندګانو دالله سره) لکه چې احسان کړې دی الله له تاسره.
دا په دې مانا چې ژبه هم دلوې خداې (ج) دډیرونعمتونوڅخه يومهم او سترنعمت دئ چې د بنده په نصيب شوی دی . له پورته يادشوي مبارک ايات شريف څخه دانتيجه هم اخلو چې پخپله ژبه دوګړوتر منځ نه يوا ځې دخبرو اترو اودپوهيدلویوه وسيله ده بلکې ديوه قوم دپيدايښت سره تړلئ طبيعي او بشري حق ،ځانګړئ خدايي نصيب اويومنل شوئ نعمت ګڼل کيږي. نو له دې کبله دايوه مشروع کړنلاره ده چې دغه نصيب يا برخه بايد په ملي اونړيواله کچه وروزل شي اوورڅخه دفاع او ملا تړ وشي. په دې اړوندباندې غواړم چې اوس لږڅه رڼاواچوم.
دبیلګې په توګه دقدرمن دکتور فیض لله کاکړخوراعلمي مضمون مې په لراوبر ویبپاڼه کې ترسترګوشو. دمضمون عنوان دی:
فواید صحی روزه از دیدگاه طب عصری
خپروونکی : د لراوبر اداره
ليک : دکتور فیض لله کاکړ
نېټه : ١١ / ٥ / ١٣٩٠ | 2011-08-02
دیوې خواډیرخوشحاله شوم چې په هیوادکې دومره بې ساری پوه اوتکړه پښتون کارپوه لکه دکتور فیض لله کاکړلرو. خومضمون په دري ژبه لیکل شوی دی اودري ژبه هم دافغانستان رسمي ژبه ده . دبلې خواډیرخفه شوم چې مضمون په پښتوژبه نه دی لیکل شوی . داځکه چې په هیوادکې پوره دري ژبي کارپوهان شته دي چې دطب په څانګه کې بې شمیره مضمونونه خپروي . همدارنګه خبري رسنی لکه تلویزیون،ورځپاڼې اورادیوهمداسې درواخله چې په دري ژبه خپرونې کوي . په بله وینادپښتوژبې اودرې ژبې ترمنځ دتعادل پرنسیپ په هیڅ ډول نه مراعات کیږي .که څه هم په دري ژبه لیکل دهیوادځوان نسل ته ښه خدمت دی ،خودهیوادپه پښتوژبوسیموکې زده کوونکي په مورنۍ ژبه پښتولوست اولیکل کوي . دهغوی لپاره په پښتوژبه علمي مضمونونه ددرې ژبې په پرتله ډیراسانه اوګټورتمامیږي. بلخوادنړۍ په هرګوټ کې په ملیونوپښتانه ژوندکوي چې دمهاجرت له کبله یوازې په پښتوژبه اوداوسیدونکي هیوادپه ژبه باندې پوهیږي .زماپوښتنه داده چې داښاغلي کارپوهان په نړۍ کې دمهاجروپښتنو،دکوزېخواپښتنواوپخپله دهیواددننه پښتنوپه هکله هیّڅ ډول فرهنګي مسؤلیت نه حس کوي ؟
دمسلکي کارپوهانوڅخه زما هیله:
دپښتوژبې علمي کولوپه موخه دهیوادمسلکي کارپوهانوڅخه هیله کوم چې دکمپیوتري اسانتیاووپه درلودلوسره هرڅوک په خپل مسلک کې په پښتوژبه کتابونه ولیکي اویایې وژباړي . زماپه اندیوازې دمسلکي پوهې اودپرمخ تللې ټکنالوژي په مرسته کیدای شي چې پښتانه دنن ورځې اقتصادي ، فرهنګي اوسیاسي غمیزې څخه ځانونه راوباسي . دپښتنوترمنځ دبې اتفاقی اصلي سرچینه دعلم څخه بې بر خې پاتې کیدل دي.
هغه چا چې کوم وخت دلراوبراویادبېنواوېبپاڼې ته یوه مقاله لیکلي وي په دې پوهیږي چې دیوه پوهنیزمضمون لیکل څومره ستونځمن کار دی . دبیلګې په توګه دلیکوال حوصله ،دپښتوګرامر ،مسلکي پوهه ،پریمانه وخت ،دماخذونوراټولول اودپښتوژبې سره مینه اونورهغه څه دي چې ورته اړتیالیدل کیږي . نو له دې کبله زه هغو لیکوالانوته چې دلراوبر، بېنوا اونورووېبپاڼو سره دلیکنې مرسته کوي، کوروداني وایم . موږ لیکوالان دې لړۍ ته مجبوریوچې پايښت ورکړو. داځکه چې موږدخپلې مورنۍ ژبې دعلمې کولو اودپرمختیاپوروړي یو.
هغه څوک چې لوی څښتن (ج) یې مسلکي پوهه په نصیب کړیده په ټولنه کې ترنوروټولوډیرنیکمرغه کسان دي . داځکه چې په دې اړوندد قرآن شریف په درېیمه سپاره ، دویم سوره او۲۶۸ ایت کې راغلي دي:

سورة البقرة - ۲۶۸-۲- (( يُؤْتِي الْحِكْمَةَ مَن يَشَاء وَمَن يُؤْتَ الْحِكْمَةَ فَقَدْ أُوتِيَ خَيْرًا كَثِيرًا وَمَا يَذَّكَّرُ إِلاَّ أُوْلُواْ الأَلْبَابِ))
ژباړه : هغه (خدای) پوهه اوهوشیاري ورکوي ،چاته چې وغواړي ، اوچاته چې پوهه اوهوشیاري ورکړل شوه ،نوپه رښتیاچې هغوته ډیرخیرورکړشو(ډیره لویه ښېګړه ورسره شوې)
دلیکوال دزړه خبرې:
زه لاتنکی ځوان وم اوپه کابل کې درحمن بابا لیسې په لسم ټولګي کې مې درس لوستلو، خوکله به چې ښارته راغلم نوخامخابه دکابل کتابتون ته یوځل ورتللم . په دې ترځ کې به ډیرخواښینی شوم چې دپښتوژبې کتابونه به زماترسترګونه کیده. په داسې حال کې چې په نوروژبولکه دري ، عربي ،انګلیسي اوفرانسوي ژبه پریمانه کتابونه موجودوو. ماته به تل داپوښتنه پیداکیده چې ولې په پښتوژبه دومره لږاویابیخي کتابونه شتون نه لري ؟ په خپلوسترګودغه لیدلي حال زه دومره وځورولم چې ماپه همغه وخت کې دځان سره پریکړه وکړه چې زمااړینه دنده به دتحصیل څخه وروسته داوي چې په پښتوژبه علمي کتابونه ولیکم . اوس په دې ډیرخوشحاله یم اوویاړم چې دسلطانزي کورنۍ دوه نوروعلمي غړویانې زما وراره دانستیزي څانګې متخصص ډاکترصالح محمدسلطانزی اوزما زوی دفیزوتیراپي زده کوونکی وحیدسلطانزی په مرسته زمایوه پخوانۍ هیله ترسره کیږي .
په دې مانا چې دلوی څښتن (ج) څخه ډیرشکرکوم چې موږددووکالونوپه موده کې وکولای شول دوینې سرطان ناروغۍ په هکله یوارزښتمن دویم کتاب چمتوکړو. دغه طبی کتاب چې عنوان یې دی:
( دوینې سرطان پيژندنه ،درملنه اومخنیوی ) همدااوس دچاپه راووتلو . دسرطان ناروغۍ په وروستیوکالونوکې په هیوادکې دنوروناروغیودډلې په څنګ کې یوه نوې اوغټه برخه جوړوي چې ډیروګړي پرې اخته کیږي . ددې ناورین په پام کې نیولوسره لیکوالانوپریکړه وکړه چې دنوموړې ناروغۍ ددرملنې ،پيژندنې اومخنیوي په هکله په نړیوال پيژندل شوي معیارونوسره بشپړمالومات راټول کړي اوددرسي کتاب په توګه ولیکي . همدالامل دی چې دنوموړې ناروغۍ دپيژندنې اودرملنې زده کړه دطب زده کوونکو، طبې پرسونل اوښوونکولپاره ډیره اړینه ده. په خواشينی سره بایدوویل شي چې په هیوادکې لاتراوسه پورې دسرطان ناروغۍ بشپړدرملنه اوپر وخت سم تشخیص نه شي ترسره کیدای اوډیرناروغان دې ته اړکیږي چې ددرملنې په موخه بهرنیو هیوادونوته ولاړشي.
ماتراوسه پورې ترخپله وسه هڅه وکړه چې په خپلوترلاسه شوو مسلکي څانګو یاني هستوي فزیک اورادیوتیراپي کې دپښتوژبې دعلمي کیدوپه موخه کتابونه اومقالې ولیکم. خوڅرنګه چې اوس داووشپېتوکالو(۶۷) عمرلرم نوکیدای شي چې ډیروخت دنوروکتابونود لیکلولپاره پاتې نه وي . خوهغه څه شی چې ترټولو ماځوروي دادی چې مسلکي پښتانه پوهان ولې په خپله مورنۍ ژبه کتابونه نه لیکي ؟
په دې اړونددرحمان بابالاندې شعریادته راغی.
اوس مې ځای پــــــــــه داجهان کې پاتې نــه شو
خـــــــــــــوځېدلی ترچـــــــــــهل وترپــــنجاه یم
درقیب علاج اســـــــــــــــان دی بلا داشــــــــوه
زه رحمان لــــــــــه خپلــــــه یاره ناوېـــــسا ه یم

خوما دځان سره هوډکړیدی چې ترهغه وخته پورې چې زه ژوندی وم اوفزیکي اوروغتیايي توان ولرم په مورنۍ ژبه پښتو به دکتابونولیکلوته دوام ورکړم. خوټول دغه ډول غوښتنې دخپل وس سره ترسره کیدای شي . په دې اړوندد قرآن شریف په درېیمه سپاره ، دویمه سوره او۲۷۸ ایت کې راغلي دي:
سورة البقرة - ۲۶۶-۲-(( لاَ يُكَلِّفُ اللَّهُ نَفْسًا إِلاَّ وُسْعَهَا لَهَا مَا كَسَبَتْ وَعَلَيْهَا مَا اكْتَسَبَتْ... ))
ژباړه : نه کوي تکلیف الله پرهیڅ نفس باندې مګرپه اندازه دطاقت دده.

په پاې کې غواړم چې په دې اړوند دیوه نامتوشاعر شعرلوستونکوته وړاندې کړم.
ښه یې ښه یې چې په سل ژبودانايې
ولې مه کیږه نادان دخپلې ژبې
(مستغني)
ولې مه کیږه نادان دخپلې ژبې
(مستغني)
یادونه : په هرپښتون چې خپله مورګرانه وي په پښتوژبه لیکل ، ویل اولوستل کوي
(پای)
(پای)
written by: Pohanwal Dr. Nazar Mohammad Sultanzai Zadran