استادخلیلی طنزیه شعرونه
پوهنمل محمود نظری
استاد خلیل الله خلیلی طنزیه شعرونه
استاد خلیل الله خلیلید میرزا محمد حسین خانزوی په کال( ۱۲۸۶ ل) کې د کابل په جهان ارا کښې زېږېدلی دی هغه د مرحوم ميرزا محمد حسين خانصافی زوی و ،چې امان الله خان پانسي کړ .
خلیلید ظاهر شاه په وخت کې د مطبوعاتو د رییساو په عربستان بیا
په عراق کې دافغانستان دسفیردندې تر سره کړی دی بیا په پیښاور کې مهاجر سوی دی
هغه( ۵۱ ) چاپ اونا چاپه اثرونه لري ، چې څو مشهور يې دادي :
د اشعارو دیوان دوټوکه،رباعيات،ناهيد دکابلاتله لور، یوعيارلهخراسانه ، هغه جنت چې په اور کې وسو،دسره کفنه مېندي...
خلیلییوځیرک ،ظریف ، حاضر جوابه او بذله ویونکی شاعر و چې له موسیقي سره یې مینه لرله
وايي خلیلیپه مشهد کښې میلمه و په دی میلمستیا کې «هندیه» دغازی امان الله خان لور او «کاظم ملک » د هغې میړه چې ایرانی و هم ناست وه، هغوی نه پوهېده چې د خلیلی پلار امان الله خان پانسي کړی دی .
خلیلی داشعر ووایه :
ژباړه:
نه وایم چې تر ټولو ښه ګهر يې
تر ټولو دنامی سړی میرمن سوې يې
وطن دی چپه کړی بندي یې
پلار دی وژلی بې پلاره پاته سوې یې
ومی سپارله زنهار ته داسکندري
ته پوه سه او سبا او دا داوري
سيد محمود فرخ دا پېښه ټولو میلمنو ته رسوا کړه ،هندیې خپل د لاس د زرو ګوتمۍ چې د امان الله خان مهر یې درلود خلیلی ته ورکړه په داسې حال کې چې خلیلي ژړل هغه يې په غیږ کښې ونیوله.
دخلیليشعرونه دوې برخې لري یوه یې د طبیعت دښکلا، مینې او ځواني ده او دویمه برخه يې فلسفي ، حکمي او انتقادي ده .
دخلیلي په شعرونو کې طنزی توکي ډیر لیدل کیږي چې دا توکپ دهغه د پيغام په ښه رسولو کې لوی رول لوبوي، د هغه په طنزی شعرونو کې نیوکې او غندنې اصلي موضوعات ټاکي ، هغه غواړي ټولنیز ي ، سیاسي اواخلاقي ناخوالې وښیي او وغندي نو دا ناخوالی په هجو اوهزل بیانو ي .
د خلیلي د طنزی شعرونو منځپانګه عموماً د پردو نا دوده کړه ، د خلکو غوړه مالي ، ملګرو ملتونو دومخی ، دبشری حقوق ریا کاری ،دچارواکو تیر ایستنه او درواغ ا و نوری بنیادی موضوعات جوړوي
د هغه یوه طنزی – هزلی غزل دځان په هکله داسې دی:
ژباړه:
نه شاه ته عرض لرم ، نه له وزیره ویره
امید نه له صدره ،نه کار سره له مدیره
نه منصب غواړم نه عاشق د څوکۍ یمه
بس ده را ته یو ډوډۍ اوفقیرې خوټه
خلیلي دا نړۍ د حیلې او چل نړۍ بولی او وايي دلته هر سړی دوه مخه لری یو يی زموږ خواته او بل په حجاب کې دی افسوس څوک دا فرصت نه لری چې په سترګو دا تر نقاب لاندی ناشولټه مخونه وویني.
ژباړه:
لري دوه مخه هر یو چي دی په دې دنیا کي
یومخ یې موږ ته اوبل یې په حجاب کي
څوک دا حق نه لري چې وګوري افسوس
دا ناشولټه مخونه لاندي په نقاب کي
پوهنمل محمود نظری
۲
د هغه د هیواد وضعې په لیدو په مایوسې وايي زما بې حاصله زړه ، توپان وهلي ښار ته پاته کیږي :
ژباړه:
قلم مې په لاس کې یخنی وهلی نخل ته پاته کیږي
مشواڼۍ له وچ مغزي د مړې خولې ته پاته کیږي
نه پيوند د پرون سره نه امید د سباسته
زما بې حاصله زړه ،توپان وهلي ښار ته پاته کیږي
هغه په طنز پردو ته پلندر وايي او د هغو له لاسه اب حیات زهر بولې او وايي که مې یار په خنجر یا تبر ووهي هغه د پردو د دارو ماته ښه دی .
ژباړه:
زهر دی ماته اب حیات د پلندر
خوشاله یم چې په تیغ د خپل پلار مړ سم
د پردو دوا نه غواړم ، که یار
مي په کاری خنجر ووهی یا تبر هم
هغه د خپل وخت سیاست غندي او په طنز وايي :
ژباړه:
ویل می داروښانه ستوري څه پلټي هر ماښام
ول زموږ رونډوالي ته ګوري بینايي
ویل مې دې سیاسیمدار څه پټ کړي په زړه کې
ول خوشاله دی په پټولو د خپل رسوایي
خلیلی بیا هم د وطن ظالېم واک لرونکی د ټپوسانو سره پرتله کوي او وايي هغو تل ویښ دی هر چیری چې دمړی جسد ووینی په منډه ځان ورته رسوی او هغه خوري اوبیا په طنز وايي دا شوکماران ډیر پاخه او مسلکی دی چې ان ویده اوښه مهاروي.
ژباړه:
د زمانې ټپوسان ویښ دي
لوېیدلی شی ژرپورته کوي
څوک چې خوار سي پایمال سي
معرض د ذلت او زوال سي
داتجربه کاره شوکمار
ویده اوښه کړی مهار
د خلیلی د وطن د وضع په هکله داسې وايي :
ژباړه:
تر څو خواجه ملاتړی دا وطن به سي زیراو زبر
تر هغه باغبان خبر یږي بڼ به نیزار وي نه چمن
یو ګام مخ یو ګام شاته، بند دی په خپل کار کي
داووم سیاست یو ډول لیوه او میږی ته دی چلن
خلیلی وايي دا قافله هیڅ ځای ته نه رسي ځکه دکاروان رهبر خپله ړوند دی دهغه پسې تګ څه ګټه لري ؟
ژباړه:
ویل مي دا قافله تر کوم ځایه نه رسي
ګرځي را ګرځي د ناپيدا منزل پسې
ول چې خپله رهبر ته موددوست لاره مالومه نه ده
څله ځئ د دغسې نابینا رهبر پسې
ول ورسه د پير مغان د پښو خاورې سه
د هغه له وره بل ځای ښه موندلی نسې
۳
استادخلیلي د هیواد وضعې په هلکه په طنز وايي :
ژباړه:
په دې بڼ کې یو نشته چې توپير وکړي
ریز د بلبل اوقمري سره دکغکِغ د کارغه او زغن
نه هغه حریف، چې ووايي زما په نظم واه واه
نه هغه ملګری، چي ووايي زما په نثر احسن
خلیلي د ملګرو میلتونو د سازمان د راز پرده پورته کوي او په طنز وايي دا ښکلې ماڼۍ یو قفس دی چې هلته يې د سولې ملایکه بندي کړې ده. د هغه د رنګا رنګو بیرغونه په رپیدومه غولیږئ ، دا ه د مکر مقام دی ،هغه د زورواکو وسله ده او نا دارو هیوادو ته لکه بې ثمره وله ده چې هیچکله میوه نه ورکوي، دا ښکلی ماڼۍ منځ خالي لوړ اوازه ډول دی
ژباړه:
درواغ ده خبره دعوا د سولی
اوهغه انجمن د حقوق سازان
لوبغاړی د واک دی او تذویر
ډک ترې هغه لوړ ساختمان
بیا ددې سازمان کړو ته ګوته نیسي او دی پوښتونو ته ،چې د هغه موخه څه شي ده ؟ د چا په چوپرکې ده ؟ او دچا لپاره کار کوي ؟ ځوابونه وايي :
ژباړه:
د دې ښکلې ماڼۍ ټول نخشونه دی پر ډبره
دمساوات ، د بشردحقوقو ب او سوله د امم
که مساوات همدا وی چې موږ يې وینو
په انسان یې توپیر نشته د شتون او عدم
چې د لویدیځوالو څو تنه ولوېږی زندان ته
څه چغې چې نه راپورته کیږي له ماڼۍ څخه پی هم
لاکن که یو ازاد هیواد ډوب شي په وینو کې
چا نه دی لیدلی تراوسه دهغه په اوریځو کې خم
څوک نه پوښتي چې دا افغان ملت په څه
وژل کیږي د خنجر په څوکه د ستم
هغه په لاندی بولله کې د یو ملت دخلکو تر منځ ډیر زیات توپیر په طنز سره داسې بیانوي :
ژباړه:
هغه یو تیز رفتاره خر رانیوی له سویسه
لکه طاووس خرامان ځي په لوري د چمنا
او هغه بل په تڼاکو پښو تر نیمو شپو
له بلخ څخه رهی سو په خوا د شرنا
دهغه یو چې لږ دروندسو خوب
درملنې ته ځي خواته د لندن ، پاریس اوبنا
هغه بل چې ځان له وطنه قربان کړ
ورته نشته یوه ریښکۍ چې یې وتړي ذقنا
زموږ هیواد د دضدونو هیواد دی
ډیر غرایب لري چي دی پټ او علنا
په دې ښار کې لکه یوروپ شته ماڼۍ
چي رسیږي د هغه سر تر غرفات پرنا
لکه هغه رنګینه اطلسی پینه چې ګنډل شوی وی
لکه هغه رنګینه اطلسی پینه چې ګنډل شوی وی
څو ځایه نامتناسب په زاړه پيرهنا
نوربیا