(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د جنګ او سولې مساله یوه ده

لیک: عبدالهادی حیران

یو ملګری مې وايي سوله په افغانستان کې لویه مسله ده. او ریښتیا وايي، سوله هم لکه جنګ یوه مسله ده. خو عجیبه دا چې د جنګ او سولې دواړو مساله یوه ده. کومو خلکو چې جنګ روان کړی دی هغوی سوله هم غواړي. کوم چې سوله غواړي هغوی د جنګ لپاره هر څه کوي. د شهادتونو یو باران دی چې په افغانستان کې به سوله او سوکالي راولي. د سردار داود شهید رحمه الله نه نیولې تر سردار محمد شهید رحمه الله پورې په تېرو څو لسیزو کې چا چا د سولې لپاره لومړی نور او بیا ځان، او یا لومړی ځان او بیا نور نه دي وژلي؟

کومو خلکو چې سردار داود له بچو سره شهیدولو د هغوی مفکوره دا وه چې په وطن کې سوله او سوکالي راولي؛ کومو چې سردار محمد د شهادت لپاره هڅولو د هغوی عقیده هم دا ده چې وطن ته سوله او ازادي راولي. یواځینی توپیر یې دا دی چې هغوی سوله د برې پولې د پورې غاړه وطنونو نه راروانه کړې وه او دوی د لرې پولې د پورې غاړه نه راروانه کړې ده. د سولې دا ګوډ خر چې به لا نور څومره شهادتونه شیندي او رارسېږي به مالومه نه ده. خو دا مالومه ده چې خر هماغه دی فقط کته یې بدله ده. د سولې د دې بدمرغه خر دوه پښې ګوډې دي او په یوه سترګه ړوند دی. نو په پاتې دوو پښو د تګ په ځای یواځې لغتې وهي. او چې هر څوک یې په لغته ووهل د پاسه پرې سپور د سولې پېغمبر ناره وهي چې سوله او سوکالي یې راوستې ده. د دې لغتې تازه شهید احمد ولي کرزی رحمه الله دی چې د شهید سردار محمد رحمه الله په لغته وهل شوی دی. ورپسې یو بل بې نومه شهید رحمه الله خو په دواړو سترګو ړوند و چې د جومات په ملا امام یې هم اسره ونکړه او یوې پګړۍ بله پګړۍ په شهادت ورسوله. داسې ښکاري چې د سولې په خر سپور پېغمبر هم په یوه سترګه ړوند دی (او که په دواړو ړوند وي هم څه شک پکې نشته، بیا نو رحمه الله او غفرله دواړه دی). داسې نه چې یواځې د هغې غاړې د سولې خر په دغه حال دی. د دې بلې غاړي د سولې خر لا په بتر حال دی. د دې خر لکۍ د شهیدانو د مشر ورور کرزي بارکَ الله (چې سرزوره مخالفان یې بارک اوبامه تلفظ کوي) په لاس کې ده او د هېواد د هغه سر نه تر دې سره ټول جنګسالاران یې پرې سپاره کړي دي چې ناره یې "شورا" او هدف "شوروا" دی. دوی هم یو وخت د شهادتونو ډېر شوقیان وو، هر یو یې ځان ځان ته ړوند پېغمبر و چې فقط خپل ځان ورته پېغمبر ښکارېده، دا نور ورته ابو جهل او ابو لهب. اوس هم یو بل ته هماغسې ښکاري خو سوله به راولي، البته د سولې په کوم خر چې سپاره شوي دي که هغه بېچاره ژوندی پاتې شو او دوی یې تر منزله ورسول. او منزل خو یې مالوم دی چې د مسالو وطن دی. هغوی ورته هلته مصالحې وايي چې یو څه مصلحت ته ورنږدې توری دی. مصالحې او مصلحتونه! ویل کېږي چې مصلحت د هغوی تګلاره او مصالحې یا مسالې یې شوق دی. په دې شوق یې زمونږ دانشوران هم داسې راړولي دي چې "دانه خواره" یې ترې جوړ کړي دي. همدغسې یو "دانه خور" یوه ورځ په کابل کې د سولې په کښتۍ کې سپور یو دفتر ته راغی ویل د سولې لپاره کنفرانس جوړوم. په ډېر شوقي انداز يې په غوړه خېټه لاس راښکو او وې ویل: "ولا نن سبا پیسې په سوله کې دي." که اوښتی وي هم شک پکې نشته. دواړه، بلکې ټولې خواوې شهیدانو ته اړتیا لري چې سوله راولي. شهید سردار محمد رحمه الله او شهید احمد ولي کرزی رحمه الله دواړه د یو کور او یو کلي نه د شهادت په کښتۍ کې سپاره شول، د دواړو فاتحې واخیستل شوې، دواړو وطن ته سوله راوستله. او دواړه به په جنت کې.... په جنت کې چې هر څه کوي هغه یې خپل کار دی. خو مهمه پوښتنه دا ده چې که هر شهید دوه اویا حورې ترلاسه کوي نو یواځې د افغانستان د شهیدانو د حورو شمېر به کومې اندازې ته رسېدلی وي؟

www.hadihairan.com
writen by:Abdul Hadi Hairan
- بېرته شاته