د کار په بازار کې د ګړندیو بدلونو اړتیا
دګلوبا لیسم دچټکې ودې په پایله کې انسانان هره ورځ تر بلې زیات نیغ په نیغه د نړیوالو سیالیو تر اغیزو لاندي راځي. یوازې په دې دوران کې د پانګې او پیداوارو تر څنګ ، دکار قوه او ټولنیزخدمتونه هم د ملی مارکیټ په پولو کې نه، بلکې په نړیوال بازار کې سیالیو ته وړاندې کیږی او په ملی پولو کې د اخيستلو او خرڅولو د متاع پر ځای په نړیوالو کالیو بدلیږی. په دې توګه ورځ تر بلې په ځانګړو هیوادونو کې د کار په بازار کې رقابتونه او د کار موندلو شرایط سختیږی.
نن دروسیې، چین ، او هند د کار قوه کولای شی د شمالی امریکا او اروپا په بازارونو کې هم سیالی وکړی. دنورو آسیایی او افریقایی هيوادو ماهران هم د کار د موندلو له پاره په اروپا او امریکا کې د انټرنیټ له لارې بې مصرفه او آسانه ځانونه کاندیدولای او کار موندلای شی. د کار نړیوال، امریکایی او اروپایی مارکیټ ته د یادو هیوادونو د بشری ځواکونو ننوتل دهغو شمیر زیاتوی او په نړیوال بازار کې د زیاتې عرضې له کبله د تقاضا کچه ټیټېږی او دکار د ځواک نرخ کموی.
زموږ ګران هیواد افغانستان نه یوازې چې په نورماله توګه دنورو هیوادونو په څیر د ګلوبالیسم د ودې له قوانینو سره د نړیوالو پروسو تر اغیزې لاندی راغلی، بلکې د ډیرو بهرنیوهیوادونو د پوځي شتون له کبله د نړیوالو پوځی عملیاتو او د وسلو د ازمویلو په لابراتوار بدل شوی دی. په ملکي څانګو کې د بیلا بیلو مرستندویه ټولنو د عملی کړو وړو په پایله کې په ځانګړی ډول د بین المللی پیداوارو، پانګې، ټولنیزو خدمتونو او د کار د بشری قوې د رقابتونو په ډګر اوښتی. ډیر بهرنی ماهران او کارګران په افغانستان کې په کار بوخت دی او د افغانی ماهرانو او کارګرانو ځای یې تنګ کړی دی. همدا اوس زموږ په هیواد کې د کار ځواک هم په ژور بدلون کې دی. د پانګونې شکلونه په چټکۍ بدلون مومی، د بوختیا ډولونه زیاتیږی، د کار شکلونه بدلیږی، زاړه یې له موده لویږی او نوی وده کوی. په تولیدی او خدماتی سکټورونو کې نوې څانګې رامنځته کیږی، ورسره جوخت د پوهې نویې مسلکی رشتې هم منځ ته راځی او وده کوی. د پوهې او تخصصی درجې اهمیت ورځ تر بلې زیاتیږی او د دندو او مشغولتیاوو نوی شکلونه را منځته کیږی.