خوبونو دنيا
ليک :: تعجب اپريدے
نظر ګل ماما نن ډير خوشحاله ؤ د کور خوا ته ئې د لختى په غاړه د توت يخ سيورى ته کټ اچولے ؤ ميښو ته د ګيا اچولو نه پس راغے او د کټ په لنګه چيلم ته کيښناستو. چيلم ئې ځان ته ښۀ ډک کړو او چې تيلے ئې پرې باندې ووهلو نو آدم کاکا هم د پټو له طرفه د ګيا پنډ په سر اولور په ترخ کښې ټومبلے راورسيدو. وئيل ئې نظريه نن خو ډير خوشحاله ښکارې. نظر ګل ماما ورته وئيل هو! خبره چې د خوشحالۍ واورې نو خوشحاله به نۀ ئې. ادم کاکا هم ورسره په کټ کيښناستو او نظر ګل ماما د چيلم نه لوخړې وويستلې.
نظر ګل ماما ورته وئيل هن واخله د چيلم نه څو کشه ونيسه. ادم کاکا هم دچيلم لوګى د نظر ګل ماما په جمګۍ کښې خوارۀ وارۀ کړل او بيا ئې په داسې انداز کښې نظر ګل ماما ته مخ ورواوړلو لکه چې وائى هن اوس ما هم خبر کړه چې څۀ د خوشحالۍ خبر دې اوريدلے دے. نظر ګل ماما چيلم يو خوا ته کړو او بالښت ئې د ادم کاکا شا ته راکش کړو، وې وئيل ادميه ډډه شه او زما خبرې ته غوږ ونيسه. ادم کاکا وئيل ټيک ده اوس قصه کوه څۀ خبره ده. نظر ګل ماما څپلۍ وويستې او په لنګه ورته نيغ کيښناستو. وئيل ئې ادميه! خبره دا ده چې حکومت د عوامو د غربت ختمولو او په ملک کښې دبې روزګارۍ ختمولو اعلان وکړو د نرخونو کنټرول ساتلو دپاره ئې هم د کميټۍ قايمولو اعلان وکړو اوس به انشاء الله غريب عوامو ته ډيره فائده ورسى.
آدم کاکا چې بالښت ته ئې تکيه وهلې وه يو دم په کټ کښې رانيغ شو او نظر ګل ماما ته ئې ډير په بې قرارۍ ووئيل ښۀ نور؟ نظر ګل ماما وئيل خو هم دغه خبره ده کنه، ادم کاکا ورته وئيل يره نظريه عمر دې تير شو خو تراوسه د پاکستان دسياست دانانو په بې معنې او خوشو تقريرونو او په اسمبلۍ کښې د غريب عوامو په نامه د بلونو او کاغذى فنډونو پاس کيدو په خوش فهمۍ کښې اوسې پريږده مړه ساده سړيه ما وئيل چې کۀ چرته دې د کار خبره اوريدلې دده؟ آدم کاکا نظر ګل ماما ته داسې په غصه شو لکه چې کنځل ئې ورته کړى وى. نظر ګل ماما ورته وئيل نا نو دا د خوشحالۍ خبره نۀ ده؟ ادم کاکا ورته وئيل نظريه! دا په ويښه خوبونه د پاکستان عوام د تيرو اوؤ پنځوسو کالو نه وينى.
دا صرف دفترى او کاغذى بلونه او فنډونه دى چې دعوام د فلاح بهبود دپاره پاس کيږى. دا هم نۀ وايم چې نۀ پاس کيږى. پاس کيږى خو هغو اوچتو ماڼو ته پاس کيږى چرته چې صرف هم هغه خلق ختے شى څوک چې ئې پاس کوى. بلونه پاس شى او غريب عوام فيل شى يعنې پاس پسې نشى ختے. ساده سړيه چا چې په زندګۍ کښې غربت ليدلے نۀ وى نو دهغۀ سره به دغريب د ضرورتونو څۀ احساس وى. نظر ګل ماما ملامته غوندې شو وې وئيل نو دااحساس به څنګه پيدا شى؟ ادم کاکا وئيل دا به داسې پيدا شى اوس غوږ راته ونيسه.
د خوبونو په دنيا کښې مۀ اوسه. په اسمبلۍ کښې ناست واکداران د يخ اے سى لاندې بې دبجلۍ په خولو کښې د لمبيدلى عوام د تقدير فيصلې به هله کوى چې دغه واکداران د څه مودې دپاره دبنګلو په ځاې په لرو بانډو کښې په کچه کور کښې استوګن شى. په دياړۍ پسې ټکرې وخورى په ګينټو ګينټو د سړک په غاړه د سورلو د ګادى انتظار وکړى او بيا په ګاډى کښې په ولاړې ګينټه دوه سفر وکړى، بچى په معمولى سرکارى سکول کښې داخل کړى، په باران کښې ټوله شپه د کوټې د څڅيدو او راغورځيدو له ويرې سره دبچو په ويښه تيره کړى، د بچو جامې پيزار نۀ وى او نۀ ئې د اخستو وس کيږى. سحر د کوره په وتو ورپسې د اوړو ، غوړو، چينى، او داسې د نور سامان د نشت والى اواز وشى. بچى ئې بيماران وى د ډاکټر د فيس او په دوايانو دوه زره روپۍ لګى او په جيب کښې ئې دوه سوه روپۍ وى په سل روپۍ دياړۍ ورځ ګرمۍ ته تيره کړى او ماښام کور ته د رارسيدو سره ورته بيا په کور کښې هيڅ نشته. خبره راياده شى، د ډير قرض په وجه دوکانداران قرض ورنۀ کړى بچى ئې په مودو مودو فروټ، غوښه ونۀ خورى.
د سکول د کاپو ، کتابونو اخستو جوګه نۀ وى. دګرمۍ او ماشو له کبله ماشومان ورته ژاړى. د يو پکى د اخستو وس ئې نۀ کيږى. د يخو اوبو په ارمان وى ، په قرض پور ستړے شى، په هفته کښې دوه ورځې دياړى ملاؤ شى او پنځۀ ورځې بې روزګاره وګرځى. په مزدورۍ ئې لاسونه تڼاکې وى. نظريه چې ددې تودو سړو نه تير شى نو هله به ورته احساس وشى او پته به ورته ولګى چې په غريب څۀ تيريږى نظر ګل ماما سوړ اسويلے وويستو او وې وئيل ادميه بلکل اوس پوهه شوم او يو ځل ئې بيا په جمګۍ کښې د چيلم ډډوزې جوړې کړې.