(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
د پښتنو د ټاټوبی نوم نن په رسمی توګه پښتونخوا شو
[19.Apr.2010 - 13:09] 19/04/2010
نن د ۲۰۱۰ ع کال اپریل د میاشتی په ۱۹ مه نیټه د ګل (دوشنبی) په ورځ د پیپلز پارټئ شریک چیرمین اوپاکستان جمهور ریس ښاغلی اصف علي زرداري په ائین کې شوي بدلونونه لاس لیک کړل او اوس د صوبه سرحد نوم په رسمي توگه خیبر پښتونخوا کیښودل شو
د اسلام آباد صدارتي مانړۍ کې د اتلسم ائیني بدلون لاس لیک کولو غونډی ته د وینا په وخت صدر اصف علي زرداري وویل چې دپښتنو صوبې ته د خیبر پښتونخوا نوم ورکړی کیدو د لارې د سیمې پښتنو ته بالاخر خپل شناخت ورکړی شو.
په غونډه کی د عوامي نیشنل گوند مشر اسفندیار ولي خان سره د یوشمیر نورو سیاسي مشرانوگډون کړی ؤ
- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته |