(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
دوایرسي هېپاتیت پېژندنه،درملنه اومخنیوی
لیکوال : پوهنوال ډاکترنظرمحمد سلطانزی (ځدراڼ(
18/09/2011
سریزه:
هیپاتیت یانې زیړی دینې یوې ساري ناروغي ته ویل کیږي چې په پایله کې دینې التهاب لامل ګرځي
. هیپاتیت ناروغۍ پخپله له منځه ځي اویاداچې په فیبروز
Fibrosis اویا سېروز
Cirrhosisناروغۍ اوړي . که دهیپاتیت ناروغي دشپږومیاشتوڅخه لنډه موده دوام ولري دحادهیپاتیت اوکه زیات وخت دوام پیداکړي نودکرونیک یانې مزمنې هیپاتیت په نوم یادیږي . نوموړې ناروغي د وایروسونو لکه
A, B, C, D, E,.بکتریاوو،مرخیړيو ،پارازیت ،مخدره موادو،الکهول ، زهرجنو موادو اودواګانو په واسطه منځ ته راځي . دهیپاتیت وایرس دپېژندنې لپاره په وینه کې دانتي باډي تشخیص کول دي چې داړونده انتيجن پروړاندې یې ایمیون سیستم جوړوي
. بلخواپه وینه کې دینې انزایمونولکه
PT/INR, aPTT اندازه کول دي
.
۱
- هیپاتیت
Aناروغۍ
(hepatitis A) :دینې انتان حاده ناروغۍ ده چې د
Aوایرس په واسطه منځ ته راځي اوددوومیاشتوڅخه ترشپږومیاشتوپورې دوام کوي . دهيپاتیت
Aوایرس ناروغۍ په درېیمه نړۍ کې په تیره بیاپه کوچنیانوکې ډیره زیاته ده
. داځکه چې هلته دیوې خوادومره پاکې اوبه نه شته او بلخو انظافت هم نه مراعات کیږي . دغه ناروغۍ دموادغايطه – خولې
fecal-oral routeله لارې بدن ته ننوځي او په وایرس
Aککړشووغذايي موادو(میوه،ترکاري ،ډوډی،بحري حیوانات،موشل)، دڅښلوککړې اوبه اویادککړشوي شخص سره دتماس له لارې اوهمدارنګه دجنسي تماس په واسطه لېږدي
. دککړې وینې له لارې هم انتقال کیدای شي . ډیرناروغان کومه نښه نه لري اویازکام ته ورته نښې لري . شدیدزېړی نه لیدل کیږي . نوموړې ناروغي پخپله له منځه ځي اوهیڅ کله دینې په مزمنه هیپاتیت ناروغۍ نه اوړي . دناروغې داخته کیدلو څخه ترکلینیکي نښورابرسیره کیدو پورې موده
Incubation periodلږڅه اته ویشت ورځې اټکل کیږي . دیوې میاشتې څخه وروسته تبه ،ضعیفوالی ،دسترګوزیړتوب ،نس ناستې ،نس دردي ،زړه بدي،غایطه مواد سپین رنګه اومتیازې یې توررنګه کلینیکي نښې کیدای شي . نوموړی وایرس دوینې له لارې ینې ته ننوځي او په خړومتیازوکې دبدن څخه وځي . په همدې موده کې موادغايطه په وایرس
Aککړشوي وی اودانتان احتمال یې ډیردی . دناروغ په وینه کې دایمون سیستم ځواب تردریومیاشتوپورې انتي باډي (ایمونوګلوبولین
Anti-HAV-IgM) اودټول عمر په موده کې انتي باډي
Anti-HAV-IgGپیژندل کیدای شي . لومړی کلینیکي نښې یې دینې التهاب څخه دوه اونۍ وروسته پیل کیږي . دهیپاتیت ناروغۍ په حاد پړاوکې دینې انزایم
(ALT)اندازه دنارمل په پرتله ډیره پورته ځی . دمخنیوي په موخه دنظافت ساتنه
واکسیناسیون ،پخه شوې غوښه، دمیووپوستکی لیرې کول ،جوش شوې شودې اودجوش شوو اوبو څښل دي . لومړی واکسین ترڅلورواونۍپورې اغیزمن دی اودویم واکسین وروسته له شپږومیاشتو څخه کارول کیږي . په دې ډول سړی دلسوکالونولپاره دهیپاتیت وایرس
Aدناروغۍ څخه په امن کې ساتل کیدای شي . ددرملنې لپاره استراحت کول،دغوړوڅخه پرهیزکول اوډیرې اوبه څښل دي . دمخینوي په موخه ،نظافت ساتنه ،واکسین ، روغتیاساتنه اړین ده . دوایرس
Aواکسین دغیرفعال هیپاتیت
Aوایرس څخه جوړشوي وي اوپه دووپړاوونوکې ترسره کیږي . دلومړي پړاوڅخه شپږ میاشتې وروسته دویم پړاوواکسین ورکول کیږي چې لس کاله معافیت ښيي
. دځینوکیمیاوي موادو لکه کلورین، فورمالین،پېراسیتک اسیداوماورای بنفش وړانګوپه مټ وایرس
Aغیرفعال کیدای شي . دهیپاتیت
A ناروغې پروړاندې واکسین شته دي چې دغیرفعال وایرس
Aڅخه جوړي دي خودبدن معافیتي سیستم دغه واکسین دژوندي وایرس
A په صفت تشخیص کوي . دبیلګې په توګه لکه:
Avaxim،
Havrix،
Epaxal ،او
Vaqtaهرهغه څوک چې په خطرکې وي لکه دروغتون پرسونل سمدلاسه اوهغه څوک چې نوروهیوادونوته سفرکوي اړین ده چې دوه اونۍ ترمخه واکسین وکړي
.