د کويټي د ۷م اکتوبر تاریخي او سیاسی اهمیت
لیک: فایق خان یوسفزی لندن
هر ملت د خپلو ملي، جغرافیايي، اقتصادي، تاریخي، او کلتوری پولو د ساتنې او د ګړندی پرمختګ لپاره يو ملی سیاسی ګوند ته اړتیا لری. دغه سیاسی ګوندونه که یو اړخ ته د ملت په نبض ګوتې ساتی نو بل اړخ ته د ملي ناروغو درملنه کوی او د نورو ناروغو مخ نیوی کوی. هسی خو په ۷ م اکتوبر ۱۹۸۳م کال کې د کويټی په يو جمات کې راغونډ شوي يو څو سوه پښتانه به د هغه وخت ظالمانو حکمرانانو او جاسوسانو ته ډير لږ ښکاره شوی وی او کیدلی شی په زړه کې يي خندلی وی چې دا خواري کښان او بې وزله افغانان هسی ځانونه د پنجاب په مرمیو وژني خو نن به خامخا احساس ورته شوی وی چې د کويټی په دغه جمات کې د ګران مشر مامود خان اڅکزﺉ په مشرﺉ کې راغونډ شوی خلک عام خلک نه وو. نه دغه خلک لیونیان و، نه څه لالچ په مخه راخيستی و. بلکه د آمو د رود نه ونیسی تر اباسیند تر څنډو او د بولان د دری نه واخلی تر چترال تر هسکو څوکو د افغان خاوری ريښتونی بچیان و چې پریکړه يي کړی وه چې د خان شهید، باچا خان، فقیر ايپي، کاکاجی صنوبر حسین مهمند، عبدالرحیم پوپلزﺉ، خوشال کاکاجي د بهادر خیلو او نورو مالومو او نامالومو شهیدانو، غازیانو سیاسي مبارزینو او اتلانو د ټاکلو شوو مرامونو نمانځنه يي کوله، يادونه يي کوله، ستايينه يي کوله. چې د کابل، کويټی، پيښور او کندهار زړونه يو ځاي درزیږی ، یو ځاي خوشالیږی او یو ځاي خپه کیږي. دغه خلکو په اصل کې خپلو راتلونکو نسلونو ته هغه ملي بیرغ په لاس ورکولو کوم چې د افغان ملت د یوالی، پوهی، ښکاره ملی مرام، او ساینسی سیاست پیل وکړلو او د خان شهید په فکری چوکاټ کې د يویشتمی پيړی افغانانو / پښتنو ځوانانو، پوهانو او ملت پالو خلکو ته د څرګنده مرام، د عملي مبارزی او د نه ستړی کیدونکی مزل لاره روښانه کړه. د کاکا مامود، داود خان، رمضان، اسلم اولسیار شهادت په اصل کی دښمن ته ډیر په ګرانه بیه پریوتلو او د پښتنی شعور او ملی فکر دغه بوټی نن يوه غټه ونه ده چې هره ورځ په زرګونو نوي بوټی زرغونوي او هم يي ملت پال خلک د سیوری لاندی ساه اخلی.
ملي ګوندونه د نورو قامونو د ښکیلولو په مرام نه جوړیږی خو دا يي مهم مسولیت وی چې د خپل قام ازادی او خپلواکی خوندي کړی. په ۷ اکتوبر د کويټی په ماجت کې راوغنډو شوو خلکو نه د بل چا په حق دعوا لرله او نه يي د چا غلا کړی وه. د ګران مامود خان اڅکزی په مشرﺉ کې دغه خلکو په خپله زمکه د خپل سیاسی واک، اقتصادی واک، ټولنیز واک خبره کوله او د ګران او تاریخی آزاد افغانستان د ملی استقلال د خاوری د بشپړتیا او خپلواکۍ غوښتنه او ساتنه يي کوله . هلته يي د پنجابی هغه توره منګل خلکو ته په ګوته کوله چې د افغانانو په وینو لکه د قصاب د منګولی سره څپېړه جوړه شوی ده. چې د پيښور، کابل، کويټي او کندهار د خلکو مخونه يي په وهلو سره کړی دی.
ملي ګوند د اولس د واک لپاره مبارزه کوی او د هر هغه زورواک مخه نیسی چې د اولس ژبې پریکوی، د دروغو خپرونه کوی او د حق وینا ته څوک نه پریږدي. په اووم اکتوبر باندی دغه خلکو خو نه د ارزانۍ غوښتنه کوله نه يي د پوځي امر نه نوکری او ډالی غوښتلې، نه يي سړکونه غوښتل او نه يي څه بل څه ذاتي ګتې په نظر کې وی، دغه مبارزینو خو خپل انساني، اسلامی او پښتني ازادی غوښتله، د زیاولهک په پرتله خو فیرنګیانو ښه سړکونه، نهرونه او د ریل پټلۍ غځولې خو د دغه پښتنو مشرانو د فیرنګي خلاف هم مبارزه کوله ځکه چې دوی د حکمرانۍ حق غوښتلو، په انسان يي د بل انسان جبر نه منلو، د خپل پلار نیکه ټاټوبی يي خپلواک او لسواک لیدل غوښتل. خو بل اړخ ته دغه پوځي امر او زورواک د خلکو ازادی د خپلو بوټانو لاندی کولې ، خلکو ته د خبرو حقونه يي بندول، نو دا د هر ازادی خوښی او بدلون پال افغان دنده جوړیدله چې د دغه ظالم خلاف يي میدان ته رادانګلی وی.
دغه خلکو د هغه مبارزی تاداو تازه کړو د کومې په اوږدو کې چې خان شهید اودل سمد خان اڅکزﺉ خپل ژوند د شهادت په په ژوندون بدل کړی و. دا د ۷ م اکتوبر رزم وچې نن په ټوله نړﺉ کې د پښتون قام ريښتونی او حلالیان بچي د ټول افغان ملت د ساتنی بیرغونه لوړ ساتي. د ملی ورورولۍ احساسات زلمیان کیږی او د لويي افغانستان هیلې د پیغلتوب په درشل قدمونه ایږدي. دغه د مبارزی ورځ وه چې زمونږه کاروان يي ګړندی کړلو او د پښتو او پښتونولی میینانو د تاریخ په پاڼو کې خپل نومونه ولیکل او خپله خاوره يي په خپلو وینو ولمبوله خو د زیاولهک د جبر او ناروا و په نتیجه کې خوره ویره يي د خلکو د زړونو څخه وویستله. پښتنو زلمیانو په ۷ اکتوبر دا ثابته کړه چې پښتون وطن د داسی سربازانو ډک دی چې د ظلم خلاف میدان ته کفن په سر وردانګي.
دغه ورځ که یو خوا د اسلام په نامه جوړ تش د نوم اسلامی هیواد د خپل پوځ په ذریعه په افغانانو ګولی وچلولی نو بل خوا يي پښتنو ته دا خبره په ډاګه کړه چې د هر ظالم حکمران تر شا پنجاب ولاړ وی او د ارواښاد شیر علی باچا هغه خبره ثابته شوه چې هر هغه څوک چې ځان ته پښتون پال وايي، ځان ته سامراج دښمن وايي او ځان د قوم مالک ګني او بیا هم د پنجاب خلاف میدان ته نه دانګي دغه نه ملت پال دی، نه وطن پال او نه انقلابیان دی بلکه د ملت پالو په جامو کې د پنجاب او د هغه د استخباراتو معاش خواره دلالان دی.
په دغه ورځ دا خبره هم ثابته شوه چې د اسلام په نوم جوړ پاکستانی ګوندونه په اصل کې د استخباراتو معاش خواره دی او د پنجاب لپاره د کشمیر اوبه او د افغانستان خاوره نیسل غواړی، دغه د نوم اسلام پاله ګوندونه په خله د امریکه خلاف نعری وهي خو په خپل ناولی سیاست او ککړ عمل د امریکه د ګټو ساتنه کوی. هغوي سره پټه یارانه لری . د روس د کمیونزم خلاف دی خو د چین کمیونزم يي خوښ دی او د چین سیلونه کوی او میلمستیاګانی د ستوني تیروي. په دغه ورځ دا خبره هم څرګنده شوه چې د الله نیک بندیان د خپل ملت لپاره د موسی علیه سلام د سنتو په لاره د هر ظالم د مرمی مخې ته سینه ایستلی ولاړ وی.
دا هو دغه ۷ اکتوبر وو چې د يو داسی ګوند جوړښت ته يي لاره جوړه کړه چې د تیر پښتوني سیاست سهوې او تېروتنې يي په نظر کې وساتلی او د کابل په ځاي د دهلی سره اړیکی جوړول، د فقیر ایپي، عجب خان افریدی، او پالی خان په ځاي يواحي د ګاندهی لاره اخیستل د پښتنو په تاوان تمام شول. ګاندهي هند ته ګټه وکړه او جناح پنجاب ته ګټه وکړه خو چونکه پښتنو خپل سیاسی ګوند د کانګریس برخه کړی و او د اوراښاد شیرعلی باچا په وینا پښتونستان د کانګریس خواهش کېدلی شو خو ضرورت يي نه و. نو چې کله ګاندهي او نهرو د هند ویش ومنلو او د پښتونستان غوښتنه يي تر پښو لاندی کړه نو د هند د یو مشر ابولکلام په وینا وییل باچاخان داسی لکه څوک چې ګوزن ووهي او بیا يي ګاندهی ته ووییل چې تاسو موږ لېوانو ته واچولو. ارواښاد باچا خان په خپل کتاب زما ژوند او جدوجهد کې لیکلی دی چې
د زړه په باغ مې ږلۍ وشوه
بویه چې بیا بهار راځي سپړي ګلونه
پښتونخوا ملی عوامي ګوند خپل ملي سیاست په ډاګه کړلو او د ارواښاد شیرعلی باچا په وینا د دی ګوند سیاست دوه مرحلې لری. په لومړی مرحله کې د چتراله تر بولانه هغه افغان خاوره سره یو کول چې فیرنګي د ګران افغانستان څخه راجلا کړی ده او بیا د پنجاب په ښکیلاک کې پريښې ده. د دی ټولې افغان سیمې په یوه ټولګه کې د پښتونخوا یا پښتونستان په نوم یو کول لومړی ګام دی او دا مرحله خپله ستراتیژي لری، خپل د مبارزی انداز لری. دويمه او مهمه مرحله د ټول افغان وطن سره تړل دی، يو کول دی چې دا دویمه مرحله ده او دا خپل د مبارزی انداز او ډول لری. خو دواړه مرحلې به سره ګډوډول تاوانی وی خو بیا هم مونږه د دواړو مرحلو تر مينځ د چین دیوال نه اودرو.
په هر قام کې وخت په وخت داسی سربازان زیږي چې د ملت راتلونکو بچو ته د زړه ورتیا ، همت او سرښندنې لاره روښانه کوي. اووم اکتوبر په ريښتیا چې یوه تاریخی ورځ وه او په دغه ورځ چې کوم ملګری شهیدان شول هغوي د یو څو کورنیو غړی نه وو بلکه هغوي د یو ملی خوځښت ریښتینولی، او د خپل ملی مرام سره نه ختمیدونکی مینه د تل لپاره د تاریخ په پاڼو کې په خپله افغانۍ وینه ولیکله. دغه ورځ د چترال غرونه او درې خبر شوی چې بولان ورسره د یو کیدلو لپاره لېواله دی. په دغه ورځ د امو سیند اباسیند ته موسکی شولو چې مونږه هيڅوک نه شی بیلولې. د خان شهید روح به خامخا په دغه ورځ ښادﺉ کړې وي. چې د ملت ژبه بیا په خبرو راغلی ده او د خان شهید شهادت چې د کوم مرام لپاره پښتنو زغملی وی هغه مرام اوس د ټول افغان مرام ګرځیدلی دی. د هغه خلکو خلې هم بندې شوی چې فکر یی کولو چې پښتونخوا د یو څو کسانو نعره ده.
د پوځي امر له خوا د ګران مشر په خلاف د دروغو د مقدمو جوړول او د مشر ډډې ته کیدلو د پښتون وطن ځوانانو ته بلنه ورکړه چې خپله دنده وپیژني او د ملت دغه بوج د ګران مامود خان اڅکزۍ سره وویشي. په دغه وخت کې ډیر پیاوړی او ملت پالو ځوانانو ملي کار ته ملا وتړله او له تر ننه خپله مبارزه کوي. دغه په اصل کې یوازميښت و چې کوم ملت پال په کې بریالی شو هغه نن د باور خاوندان دی. د اووم اکتوبر د پېښې په نتیجه کې نوی مشرتابه زرغونه شوه چې نن هسکې هسکې څانګې لری.
اووم اکتوبر هغه ورځ وه چې پښتنو هغه حدیث مبارک ريښتیا کړلو چې تر ټولو ښه ایمان د جابر حکمران مخکی د حق کلمه وییل دی او پښتونخوا دغه کلمه د زیاوالهکي جابریت د توپکو د شپېلو په مخکی په هسکه غاړه ووییله.
کیدلې شی درباری تاریخ لیکونکو ته دغه ورځه د لیکلو جوګه نه ښکاری خو د پښتنو د ملت پالنی په تاریخ کې دغه ورځ د لوړ اهمیت وړه ورځ ده. چې د ګران ارواښاد شیرعلی باچا د پښتونخوا مزدور کسان پارټۍ او پښتونخوا نیشنل غوامی پارټی سلیخت يي سره جوړ کړو او پښتون قام ته يي خپله ملی پارتي د پښتونخوا ملی عوامي پارټی په شکل کې ورکړه. د سیمې خويي څه داسی دی چې خلک هغه ګوند پياوړې ګڼی چې د واک په څوکۍ ناست وی خو د پښتونخوا ميپ د بریالیتوب ثبوتونه ډير دی. د اجمل خټک يو شعر دی چې
نن ټول خلک د هغه محبوبه سندرې وايي
خټک چې به د ځان سره ژړله کله کله
نن د پښتونخوا میپ هغه دریځ د ټولې نړﺉ دريځ دی چې وییل به يي چې پنجاب غواړی کابل ونیسی او د اسلام اباد بیرغ ورباندی ودروي.نو ځکه نن هر افغان د پنجابی په ناوړه دسیسو خبر دی او د خپل وطن ساتنه کوی. نن د پښتونخوا ميپ هغه دريځ د هر چا دریځ دی چې وییل به يي د پاکستان استخبارات په افغانستان کې لاس وهي او افغانستان ختمول غواړی. نن دا خبره هر څوک مني چې په پنجابی استعماری ریاست کې پښتانه، بلوڅان، سندهیان او سرایکیان د مریانو ژوند کوی. نن هر پښتون افغان غواړی چې د چتراله تر بولانه يوه خپلواکه ولایت پښتونخوا يا پښتونستان ولری. نن هر پښتون دا منی چې د کابل، کندهار، پېښور او کويټې عزت او خداي مه کړه بې عزتی سره تړلې ده. نن هر څوک دا منی چې د پښتو ژبې سره دير زیاتی روان دی او دا غوښتنه د هر پښتون افغان په خله ده چې پښتو دی د سرکار، د دفتر او عدالت ژبه شی. لنډه دا چې مونږه په ډکه خله وییلې شو چې ۷ م اکتوبر ورځ د لر او بر په تاریخ کې د ډيرویاړ ورځ ده او ځکه په ټوله نړﺉ کې ملت پال پښتانه د کويټې د اووم اکتوبر ۱۹۸۳م کال شهیدانو او غازیانو ته د مینې، افتخاراو درناوی پیرزونې وړاندی کوی.
د وطن په ننګ يي کېښوده ککره
سر يي لاړو تر اسمانه ناببره
هسی مه وایه چې مړه شول تل ژوندی دی
نه يي ياد مری نه يي مينه نه خبره