(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
دPSDP د جرمنی دمرکز څانګی نوی ټاکنی په دمئ په میاشت کی تر سره شی
[29.Apr.2010 - 08:15] تیر ۲۰۰۹ م کال دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندPashtoons Social Democratic Party - PSDP د انګلستان د مرکزی څانګی اوسږ کال د فرانکفورت دڅانګی د مشرانو او دمشر تابه جرګی نورو غړو ټاکنی (ایلکشن) تر سره شوی، په جرمنی کی به دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د مرکز د مشرتابه نوی ټاکنی دروان ۲۰۱۰ میلادی کال د مئ په میاشت کی ترسره کیږی. چی د رایو (ؤوټونو) د شمیرنی لپاره د ۲۹/مئ/۲۰۱۰ نیټه ټاکل شوی ده.
ټاکنی به د ګوندد بنسټیزی (منشور) سره سم دډیموکراټیکو (جمهوری) اصولو مطابق،په سیده توګه د پټو رایو (ووټونو) او ازادی ټاکنی په بنسټ د رایو (ووټونو)په قطعی ډیره کی سره تر سره کیږی.
د ګوند دنوی ټاکنو (ایلکشن) لپاره د Pashtoons Social Democratic Party (PSDP) د
ګوند کاری کمیسون ته د ګوند دنوی مشرتابه د پوستونو(عهدو) لپاره د نوماندئ (کاندیدئ) غوښتنلیکونه رارسیدلی ،چی د کاری کمیسون له خوا د هر اړخیزی څیړنی وروسته د ګوند دبنسټیزی(منشور)سره سم د ۲۴ اپریل ۲۰۱۰ نیټی د پریکړی په بنسټ ددغه ښاغلیو
دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند PSDPدمشر (صدر) دندی ته نوماند( کاندید) ښاغلی علی خان محسود
د PSDP د مشر لومړی مرستیال (سینئیر نائب صدر) دندی ته نوماند( کاندید) ښاغلی محمد شیرین ګردیوال
د PSDP د ښځو د چارو د مشری دندی ته نومانده ( کاندیده) میرمن خاپیرئ شینواری
د PSDP د مشر دویم مرستیال (نائب صدر) دندی ته نوماند( کاندید) ښاغلی نصیر خان
د PSDP د مشر دریم مرستیال (نائب صدر) دندی ته نوماند( کاندید) ښاغلی هدایت الله خان بنګش
د PSDP د کورنیو چارو مشردندی ته نوماند( کاندید) ښاغلی خان محمد مبارز څاپی
د PSDP د خپرونو چارومشر دندی ته نوماند( کاندید) ښاغلی عزیز سرشار
د PSDP د مشرتابه دفتر (دارالانشا) مشر دندی ته نوماند( کاندید) ښاغلی ډاکتر شیرولی شیر
د PSDP د پوځی چارو مشر دندی (عهدی) ته نوماند( کاندید) ښاغلی ډوکتور ډګروال حضرت رسول
د PSDP د جنرال سیکرټری مرستیال (ډیپټی ) دندی (عهدی) ته نوماند( کاندید) ښاغلی سید حسن علی شاه باچا
د PSDP دکولتوری چارو مشر دندی (عهدی) ته نوماند( کاندید) ښاغلی عبدالطیف اپریدی
د PSDP د بهرنیو چارو د مشر دندی ته نوماند( کاندید) ښاغلی محمد اقبال لالا
د PSDP د جنرال سیکرټری دندی ته نوماند( کاندید) ښاغلی نصیر ستوری
نوماندی (کاندیدل ) ومنل شول
- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته |