(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر

د ملالۍ ټپه

څه ستړي شوي غوندې توري تر ماغزو را رسي له دغه ښاره له ميونده تر سړو را رسي هغه سړي هغه شمله، شمله سړي مې څه شو د ملالۍ ټپه مې اوس هم تر غوږو را رسي هغه څپې، څپې غرور مې نور له برمه لوېږي څښتنه خير د تورې شرنګ مې تر بنګړو را رسي هغه غليم چې به مې پښې پسې تڼاګې شولې دومره اوږده شو هغه لاس چې تر مرو را رسي ها چې بچو ته يې زما نوم للو، للو كې وايه څومره ښخ پرېوتم چې ماته په ويدو را رسي دا درته اوښكې، كه سره وينه د خيبر ښكاره شوه دا د خيبر د ډډ اواز چې تر سلګو را رسي هغه صنم چې غېږ كې نيسي اوس هم شته سرونه غرور يې دادى چې په زور تر زولنو را رسي هغه وربل هم له دې تورو نه كم نه برېښېږي كوټواله څرك چې يې ددغو تر شملو را رسي


بېرته شاته