(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دعبدالله غمخمورپه شعرونو کې طنزی توکی

پوهنمل محمود نظری
عبدالله غمخور  دکونړ ولايت داسمار دولسوالى دبارګام دکلي په يوي عالمي او روحاني کورنۍ کې د حاجي عبدالودود خان کره  زيږيدلى دی، هغه دافغاني فرهنګ روښانه او ځلانده ستورى او دپښتو شعر او ادب یو مبارز شاعر دی، هغه په پښتو ټولنه، رادیوافغانستان ،  ننګرهارورځپاڼه   اود قابیلوریاست کې دندې تر سره کړي دي .
 غمخور  صاحب هم  د روسو دیرغل پر مهال  پاکستان ته هجرت کړی دی،  د قلم په توره  يې دافغانستان دسپيڅلى جهاد حق ادا کړی دی  او د( ۲۰۱۰ م )کال د جنورى دمياشتى په( ۱۵ )نيټه دپيښور په حيات آبادکې یې له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټي کړى او جنازه يې په کونړکې خاوروته سپارل شوې ده .
.په هیوادكښې بې اتفاقي ، د سياسي شعور كمزورتيا او د سم قيادتنه شتون هغه بدبختۍ او بدمرغۍ دي چې په سياسي ډګر  کښې وجود لري اوهم دا شیان د هغه دشعرونو منځ پاڼګه جوړوي  هغه په ډیر جرات او شهامت دا شیان بیانوي او غندي .    
غمخور صاحب  په خپل یو شعر کي د روس یرغلګر په هکله  خپل احساسات  داسي بیانوي :
 
خپله خاوره به پخپلو وينه سره کړم
په دى خاوره کى زه روس نشم منلى
اندامونه به خپل ټول اره اره کړم
په دى کورکى زه جاسوس نشم منلى
قربانى به دخپل تن ذره ذره کړم
نامحرم او نامانوس نشم منلى
 په پورته شعر کښې اندام اره اره او تن ذره ذره طنزی کنايې دی چې شعرغلو کوی او شعر ته طنزی وږم ورکوي
غمخور  صاحب یو په هیواد مین شاعر و،   چې هر وخت  یې په جرات واقعیتونه بیان ول
کله مجاهدين فاتحين شول او په کوردننه يي جهاد دفساد ښکار شونو بیا هم  هغه چپ  پاته نه شو خپل قلمی جهاد ته يي دوام ورکړ
هرطرف ته غلبله ده په هرځاى کى شراوشور دى
دټوپکوپاچاهى ده بى مرګونه نه چليږي
دجرګوپرى وس ونه شو، دماغونه شو پرى ستړى
په زړو مغزو کى خلکه، نوى فکر نه ځاييږي
چاته وکړم فريادونه ، چاته خاورى په سربادکړم
صاحبدله پاتى نه شو، بيدلان پرى نه پوهيږي
هغه د مجاهدینو اوتوپکو دپاچاهی ( طنزی توري دي) یادونه کوي ، او وايي دا پوچو او زړو ماغزوتو پکیانو ( هجو ده ) باندی   د جرګو او مرکو خبري کومه اغیزه نه کوی .
غمخور  صاحب دوخت بله بدمرغی ته ګوته نیسی ، هغه د افغانانو بی اتفاقی ده هغه غواړی افغانان يي    پایلی ځیر کړی  :
که پښتون دى كه تركمن دىكه تاجك دىپشه يي ، نورستاني  دى، كه ازبك دى
د ملت د تن اعضا دي همه واړههر يو تن مې د چشمانو مردمك دى
په لاندی شعر کې  بی اتفاقی ته  نغوته کوی او بیا  هغه غندی وايي
د تاريخ چيغه ده دا چه محو كيږو
كه نن يو نهشو سبا وركيږو 
كه چيرې يو نه شو نو د بخښلو نه يود زمانې له قهره دخلاصيدو نه يو 
چاته بيا په غټو سترګو د كتلو نه يو
د سيالانو صف ته نور دورتللو نه يو
په دښمنۍ د تاريخ بس اخته كيږو
كه نن يو نه شو سبا وركيږو
غمخور  صاحب دا بی اتفاقی یوه زموږ لویه كمزورتيابولی او په کنايي وايي که متحد نشو بيا په غټو سترګوچاته ( کنایه ده )كتلی نشویانی  تجزیه کیږو .
غمخور  صاحب  وايي په پښتون قام له هر لوري د غمونو او ماتمونو پيټي  باردي . په پښتنو بمبونه  وريږي ، ټانكونه غريږي او توپونه ډزيږي. دا قوم  څوك نه لري ، بهرني دوستان نهلري ، په داخل كې هم همدردان نه لري.

نه مې څوك وو نه مې پكار شوپه يك تنها صورت په ما راغله غمونه
 
۲
غمخورصاحب د وطن په هر غم  ځوریدی ،هغه د هر هغه چا چې دا ملت يي ځوروی او دملت  ارمانو نه او هیلې يې تر پښو لاندې غوبل كړي دياوکول ، په زغرده غندلی دی، که څه هغه  
  یرغلګر روس و یا امریکا ، که څه هغه جهادی مشران وه یا  ګوډاکیان  
غمخمورصاحب په  فسادكکړو مشرانو ته په په پښتنی شهامت  په چغو چغووايي دا امریکا  د خپل غرض لپاره راغلې  ده ، ځانانو خپله  مه غولوی ،هغه زموږ  د امنیت لپاره نه ده  راغلې
د باجوړ ، وزيرستانبه درته څه ووايمپه قندهار كې لوي واړه او زنانه وژني
هر څوك پوهيږي امريكاد خپل غرض د پارهپه لره او بره پښتونخوا كې پښتانه وژني
هغه امریکا ته هم په زغرده  وايي :
د خداى د پاره!
دا بمبارۍ بندې كړئ
غمخمورصاحب افغانی جنګسالاران  هم غندلي دي ، هغه جنګسالاران چېد خوږ وطن خواږه بچيان  په بې رحمۍ سره وژني .

دازمونږ ښكلي ماشومان مه يتيمان كوئ
دا زمونږ مظلومان مه شهيدان كوئ
غمخور صاحب ټول هغه  واک لرونکی  غندلی دی . چې  د ولس په شتمنيو چړچې او ميلې كوي.
هغه د هغه چا پر ضدآواز اوچت كړی ؤ چې د ملت په پيسو يې فيشني موټرې او ښګلې  قصرونه اخيستي  .
غمخور صاحب د دغوټولوپه مقابل كې  خپل  د سوز نه ډګ  آواز اوچت كړی ؤ  او وايي:
په دې وطن كې بې جرمونو څه نه ديشوي
بې له جنګونو او مرګونو  نور څه نه دي شوي

بې  د وحشت له يرغلونو نور څه نه دي شويبې د حسرت له هجرتونو نور څه نه دي شوي
په دې مرګوني ژړغوني حالڅه ووايم په كومه خوله باندې سړو مباركي ووايمپه هر طرف كې د بمبونو غلبلاخوره دهپه لوي اختر كې د مرګي لويه غوغا خوره دهپه غر او سمه د دهشت تورهبلا خوره ده
د ماتمونو د غمونو انګولا خوره دهاوښكې مې څاڅي له چشمانو نهاو س څه ووايم
ملګرو چاته د اختر مباركي ووايم
هغه په دی پورته شعر کې د وطن  ټولنیزه -سیاسی وضع په رښتینی ډول انځور وی بیا وایي په  دې هیواد کې بې غمه څوک نشته  ،چا ته د اختر مبارکي ورکړم؟!
غمخور صاحب بیا هم امید د لاسه نه ورکوي، مګر دا تمه هم نه لري ، چې دده په ژوند کې به  یو  اباد وطن ویني  نو وايي :
داوطن به خداى آباد كړي مونږ به نه يود هر چا زړكى  به ښاد كړي مونږ به نه يودا چې  نن خانه به دوش دي درپه درهدا به هم پخپل  مراد كړي مونږ به نه يو
 هغه رښتیا هم  له خپلو نيمګړ ارمانونو سره له مونږ څخه لاړو.
هغه له پښتونخوا له  دوستانو يوهګيلهلرله،چې په ځای ګیله ده   هغه دا ګیله داسی بیانوي:
كوم وخت چې د وزر سوو پتنګانو سيلونه د غرونو نه راووختل او په پيښور يې سرولګيد نو طمع وه چه زمونږ په زخمونو به د عزيزولۍ او ورورولۍ پټۍ ولګي او دمه بهراكاندي - مګر بدبختانه كومو خلكو ته چې ډير اميدونه  وو هغه د طمې ځاى خالي وخوتنور دی  زاړه ياران  زمونږ په زخمونو مالګې  نه دوړوي او نور دې د ورور ولۍ اوپښتونولۍ نوم په خوله نه اخلي ،ځكه دوي هغه څه وايي چې په  اوريدو يې سړى شرميږي  - له دې امله وايم چه خاموشي يې پرده ده - بياهم كه زړه يې وار نه كوي او خامخا دغهټكي  ګردانوي نو مونږ  به په دې بسمل حالت كې د دې ټپې په ويلو مجبور ه شو:
په ځنكدن   مې حاضر نه شو  ېد جنازې لاندې مه مځه مختورنه
ارواښاد  غمخور صاحب ګيله هم په ځاى ده .   هر وخت يې د  راغلو ميلمنو ميلمه پالنه كوله . د هغواستقبال لپارهبه  د تورخم   په  دراوزه كښې  ورته دریده. ، ملمستياوې به يې ورته كولې  او  ډير  به يې نازول.
- بېرته شاته