(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ماته آئينه

د افسانو مجموعه 
 
ليوني تــــه چـا وئيل چې ٫٫ ژوندون څۀ دے ،،
پــــــــه خنــــــدا شــو وئيـل ٫٫ مــاتـه آئينه ،،  ده
 
 
 
کتاب پېژندنه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
¯    نوم    ـــــــــــــــ  ماته آئينه ( افسانې )
¯    ليکوال ـــــــــــــــ  لا ئق زاده لا ئق
¯    د چاپ کال    ـــــــــــــــ جون ٢٠٠٩ ء
¯    شمېر    ـــــــــــــــ  ١٠٠٠
¯    بيعه         ـــــــــــــــ  سل  روپۍ ( ١٠٠ )
¯    ټائټل        ـــــــــــــــ  بخش سنز جنګي محله پېښور
¯    کمپوزر  ـــــــــــــــ  ارشاد خان ( پښتو اکېډيمي )
¯    چاپ ځائـے    ـــــــــــــــ  ضياء سنز پرنټرز پېښور
 
خورونکي :- د پښتونخوا د پوهنې ديره پېښور
        
  د ملاوېدو درک
 
                                          
Õ              يونيورسټي بک ايجنسي خېبربازار پېښور ښار
Õ              دانش کتابتون محله ډهکي نعلبندي پېښور
Õ              د پښـتو اکېډيمۍ د کتابونو دُکان پېښور يونيورسټي
او ددې ترڅنګه د کتابونو هر لوئے دوکان  
زما دغه ساندې ساندې فکرونه
 
دَ
خدائے بخښلي راحت زاخېلي ، خدائے بخښلي مير مهدي شاه مهدي ، خدائے بخښلي قلندر مومند ، خدائے بخښلي امير حمزه خان شنواري ، خدائے بخښلي ارباب رشيد احمد خان د محترم اجمل خټک، د محترم ګل افضل خان ، محترمې زيتون بانو او محترمې سلمٰى شاهين په درنو نومونو چا چې پښتو افسانه د سيالو سياله کړه
او
د نني دور د ښاغليو پروفېسر اسير منګل ، ډاکټر زبېرت حسرت ، ښاغلي عنايت الله ضياء ، ډاکټر عرفان خټک او محترمې سيده حسينه ګل په خوږو نومونو چې د افسانې د استاذانو په رنګونو کښې د نوؤ نوؤ لارو لټون کوي ـ
 
                      په درناوي  
لا ئق زاده لا ئق
                                                                            جون ٢٠٠٩ء  
 
 
اعزاز
 
ګرانو مينه والو ـ ـ ـ ـ
    که هر څو زما تعلق د پښتو د مردم خيزې خاورې ٫٫ دره آدم خېل ،، سره دے ـ خو زما د ژوند زياته برخه د خپلې خاورې او خپل کور کلي نه لرې په متحده عرب امارات کښې تېره شوې ده ـ بيا هم د خپل وطن او خپلو خلقو سره مينه هر وخت زماپه زړۀ او ذهن کښې ژوندۍ پاتې ده او ژوندۍ به وي ـ
    د شعر و ادب سره زما د ورکوټوالي سره مينه پاتې شوې ده او ـ ـ ـ ـ دې مينې ، دې تعلق ـ ـ ـ ـ ماته ٫٫فنکاري،، اوخودله ـ ما لا شعوري طور ددې صدۍ د لوئے فنکار ٫٫خيال محمد،، نه اثر اخستے دے ـ او بيا چې کله ما د استاد غلام علي زوي ښاغلي ارشد علي په تړون د لا ئق زاده لا ئق سره اوليدل ـ ـ ـ  نو داسې داسې احساس راته اوشو لکه چې دوئي زمــا نــه ورک وو ـ زۀ که هر څو کوشش اوکړم خو د ښاغلي لا ئق زاده لا ئق د شاعرۍ ، د هغۀ د عاجزۍ ، د هغۀ بې غرضې او د هغۀ بې کچه خلوص احاطه په لفظونو کښې نشم کولے ـ زۀ چې د دوئي غزلې د دوئي سندرې لولم نو داسې ګڼم لکه چې دا هر څۀ ئې هم زما دپاره ليکلي دي ـ
    د لا ئق زاده لا ئق شاعري ددې دور ، ددې وخت مکمله ترجماني کوي او دغه وجه ده چې د ددې فکر په ټوله پښتونخوا څۀ چې په ټوله نړۍ کښې مشهور دے ـ
    ٫٫ ماته آئينه ،، که د افسانو مجموعه ده خو بيا هم په دې باندې د لا ئق زاده لا ئق شاعرانه رنګ غالب دے او په دغه شاعرانه او فلسفيانه رنګ کښې هر څوک خپل خپل مخ ليدے شي ـ
    ما دپاره دا اعزاز بس دے چې زۀ په خپل دوستانو کښې دا ٫٫لوئے انسان،، هم لرم ـ زما دا دعا ده چې د دوئي دغه ادبي هلې ځلې دې لا نورې هم پياوړې شي ـ چې پښتانۀ ليکوال ، پښتانۀ فنکاران ترې استفاده کوي ـ زۀ درنه د لا ئق زاده لا ئق هم په دې شعر اجازه غواړم چې :-
خــــېر کــــه زۀ خفه شم خـــو ياران دې خفه نشي
خدايه دا مې سوال دے يو انسان دې خفه نشي
 
                        په مينه او افتخار
                         محمد عباس خان
                         شارجه،متحده عرب امارات
               
 
يـادګـيرنـه
êêê
 
ددې افسانو ټول کردارونه فرضي دي که کوم کردار يا کومه واقعه د چا د کردار يا د ژوند د رښتنې واقعې سره مناسبت لري نو دا به قطعاً يو اتفاق وي ځکه چې ليکوال د ټولنې خبره کوي د چا د ذات نه ـ ـ ـ ـ ـ
 
 
                        لا ئق زاده لا ئق
                          جون ٢٠٠٩ء
 
 
 
 
 
ترتيب
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
 
¯    
 
خپله افسانه
 
¯    
 
شناختي کارډ
 
¯    
 
ټيټې سترګې
 
¯    
 
څادر
 
¯    
 
ليکوال
 
¯    
 
ما معاف کړه
 
¯    
 
خيالے
 
¯    
 
تهينکس ګاډ
 
¯    
 
اخبار
 
¯    
 
تصوير
 
¯    
 
مور
 
¯    
 
تندرونه
 
¯    
 
قتل
 
¯    
 
استاذ ګاډے واپس کړه
 
¯    
 
ماته آئينه
 
¯    
 
اوچې اوښکې
 
¯    
 
اخري خط
 
¯    
 
انصاف
 
¯    
 
د شپې سيورے
 
¯    
 
په تول پوره
 
 
 
 
 
 
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
 
 
 
 
 
 
خپله افسانه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
 
    زۀ چې کله کله يوازې ناست يمنو سترګې پټې کړم او د خپلو ناقراره فکرونو په جلب کښې تر ډېره لرې لرې پورې لاړ شم ـ او بيا زۀ يوې داسې دنيا ته اورسم چرته چې ٫٫ژوند،، د مينې او سکون سندرې وائي چرته چې د يو بې و سه او بې کسه ٫٫ مينې ،، يوه سلګۍ هم په ټول کائنات کښې زلزلې راولي ـ چرته چې نۀ څوک د حالاتو او وختونو ٫٫جبر ،، پېژني او نۀ څوک د ظلم او زياتي د تصور سره اشنا وي ـ دلته د فطرت په غېږه کښې ښکلاګانې او ښائستونو يو بل له جوختې غاړې ورکړې وي ـ دلته د محرومۍ تصور کول هم ډېره لويه ګناه ګڼلے شي ـ زۀ د يوې وړې ذرې غوندې په دغه ښکلاګانو کښې اوتر اوتر ګرځم او بيا مې دغه لېوني فکرونه نور هم لرې بوځي دومره لرې چې زۀ د خپل ځان نه هم ورک شم ـ زۀ او زما ځان د يو بل پــــه تــکل کښې ســرګــردانــه ګرځو ـ او بيا چې کله زۀ د ٫٫ لاشعور،، نه د ٫٫ شعور،، په درشل قدم ږدم نو تيندک وخورم او دغه تيندک سره مې سترګې اوغړېږي شي چې ګېر چاپېره ؤګورم نو هر خوا د ظلم او  وحشت لمبې بلې ښکاري ـ
 په دغه لمبو کښې د يو بې وسه او ناقراره ژوندون وړې وړې سلګۍ ٫٫ سړيتوب  ،، په چپه خوله اوري ـ د حالاتو د جبر د لاسه د مئينانو د ژوبل ژوبل زړونو هره يوه څړيکه زما د زړۀ تل ته رارسي او بيا چې زۀ کله د نيمګړو نيمه خوا ارمانونو په ورانه هديره کښې ځوړند سر ولاړ ملامته ٫٫ احساس ،، ته وګورم نو د خيالونو او فکرونو لړې مې تار په تار شي ـ زما د ٫٫امېد،، آئينه په زمکه راپرېوځي او سره د راپرېوتو ټوټې ټوټې شي ـ
زۀ په دغه ماته ٫٫آئينه ،، کښې ځان ته وګورم ځان راته ټوټې ټوټې ښکاره شي د خپل ځان نه اويرېږم د هر وېښتۀ نه مې خوله روانه شي زۀ په رپېدونکو لاسونو قلم راواخلم دا هر څۀ وليکم ـ څوک ورته شاعري وائي او څوک ورله د افسانو نوم ورکړي ـ خو زۀ د شاعرۍ او د افسانه نګارۍ د رموزو سره اشنا نۀ يم ـ نۀ پوهېږم چې دغه حق مې ٫٫ لاشعوري طور ،، تر کومه حده ادا کړے دے ـ
    دا فېصله به زما لوستونکي او راتلونکي وختونه کوي  زما دپاره دغه بس ده چې د خپلې مور ٫٫ پښتو ژبې ،، په اوربل کښې مې د يو بل ګل د اېښودو هڅه اوکړه ـ هم په دې مې احساس او ضمير دواړه مطمئن دي ـ
 
چې دا ستا قيصه په شونډو زما راغله
احســاساتـــو تـــرېنــه جوړه افسانه کړه
 
 
                     په مينه
                     لا ئق زاده لا ئق   
 
 
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
 
 
 
 
 
 
شناختي کارډ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
 
     د شپې په توره تيارۀ او چُپه چپيا کښېد حادثې اواز تر لرې لرې پورې اوېدے شوے ؤ ـ او د خواؤ شا د نزدې کلو خلقو د حادثې ځائے ته رامنډې وهلې ـ ٫٫ کرمے ،، وړومبے سړے ؤ چې دغه ځائے ته راورسيدو ـ هغۀ په بس کښې د مړو او ژوبلو کسانو اندازه نۀ شوه کولے ـ خو د ژوبلو کسانو زبيرګي ، د زنانؤ ژړا او د ماشومانو چغې ئې اوريدې ـ هغۀ يو نظر اسمان ته وکتل چې ورباندې د تورو او ګورو ګورو وريځو داسې تور څادر خو ؤ چې نۀ خو ورکښې د ستورو څۀ نخښې ليدے شوې او نۀ ترې د سپوږمۍ رڼا سترګې ښکاره کولے شوې ـ بيا ئې د خپلې بيټرۍ پۀ رڼا د يو پړق دپاره ژوبل کسانو ته وکتل ـ د حادثې د زپلو کسانو په زړونو کښې دغه پړق د امېد ډيوې بلې کړې خو کرمي بيا بيټري بله نۀ کړه او په توره تيارۀ کښې ئې ځان ژوبل کسانو ته ورسولو هغه يو يو کس ته ورنزدې کېدو او خپل رپيدونکي لاسونه به ئې د هغۀ په جېبونو تپول ـ خو چې کله به ژوبل کس زبيرګے اوکړو نو زر به ئې ترې لاسونه راښکل ـ
     او بيا هغه ٫٫ يو داسې ژوبل کس ،، ته نزدې ورغے چې ډېر دروند زبيرګے ئې کولو ـ کرمي  يوه اوږده ساه راښکه او په اطمينان سره ئې ورله په جيبونو لاسونه ووهل څۀ کاغذونه ئې ترې راويستل خو دا پوهه نۀ شو چې دا روپۍ دي او که نور څۀ کاغذونه ـ ـ ـ او بيا ـ ـ ـ  په دغه توره تيارۀ کښې د هغۀ ددغه ژوبل سړي په لاس ګړۍ ته پام شو چې ورکښې د ٫٫ ژوند رفتار،، ځلا کوله ـ کرمي لاس ور اوږد کړو او ګړۍ ئې ترې جېب ته کړه ـ
     کرمي به لا نور کسان لټول چې د لرې نه ئې رڼاګانې وليدې چې د حادثې لوري ته را روانې وې ـ هغۀ زر په دغه تيارۀ کښې يو اړخ ته شو او چې بيا د کلو خلق د ژوبل کسانو د امداد دپاره رارسېدل نو کرمي ځان خپل کورته رسولے ؤ ـ
     هغه د پنجو په سر خپل کټ له ورغے ـ په کور کښې چپه چپيا وه ـ هغۀ ګړۍ په لاس کړه او په کټ کښې ئې پښې وغزولې اړخونه ئې بدلول رابدلول او په زړۀ کښې ئې د ګړۍ د قيمت په حقله اندازې لګولې ـ يوه منصوبه به ئې جوړه کړه زر به ئې هغه ورانه کړه ـ او بيا به ئې  په بله منصوبه سوچونه شروع کړل ـ په دغه ذهني کشمکش کښې د کرمي سترګې ورغلې ـ
     چې کله د سحر رڼا لګېده نو مور ئې مانځۀ له پاڅېدلې وه ـ هغې په خوب اودۀ کرمي ته په ژور نظر وکتل او چې بيا ئې د هغۀ په لاس ګړۍ ته پام شو نو زړۀ ئې بې اختياره ودانګل ـ هغه په چاقو قدمونو د کرمي خوا له ورغله او هغه ئې خوب نه راويښ کړوـ کرمي په خوبولو سترګو مور ته په غصه وکتل او ورته ئې ووې ٫٫ څۀ چل دے ،، مور ترې نه په وار خطايۍ تپوس وکړو چې ٫٫ دا ګړۍ چرته وه؟ ،، کرمي ورته سمدستي جواب ورکړو ٫٫ ـ ـ ـ  دا ـ ـ ـ  دا خو زما د يو ملګري ده ،، مور ئې زوئے ته په غور وکتل په اُوچو شونډو ئې ژبه راښکله او ورته ئې ووې ٫٫ هلکه بهانې مۀ جوړوه ـ سمه خبره وکړه دا ګړۍ چرته وه ـ کـــرمے د مــور په دوباره پوښتنه لږ وُيريدو او مور ته ئې ووې ٫٫دا ـ ـ ـ خو ما اخستې ده د بر کلي د اول خان نه ،، مور ئې په سواليه نظر کرمي ته اوکتل ـ اوئې وئيل ٫٫ په سترګو ړوندې شې دا خو دې د پلار ګړۍ ده ،، د کرمي د سر نه لکه چې شنۀ لوخړه ختلې وي ـ د هغۀ د سترګو نه سمدستي خوب وتښتېدو ـ په مرۍ کښې ئې لاړې اوچې شوې ـ مور ته ئې برند برند وکتل او په رپېدونکو لاسونو ئې جېب ته لاس کړو ـ چې د جېب نه ئې کاغذونه راووېستل او ورته ئې وکتل نو وړومبے نظر ئې د خپل پلار په شناختي کارډ پريوتو چې په سرو وينو لړلے وو ـ     
 
چې خپل ٫٫ ارمان ،، په وينو سور وينمه
پــــــه خپـــلــو سـترګـو مې باور نۀ راځي
 
 
 
 
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
 
 
 
 
 
 
 
 
ټيټې سترګې
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
 
     د مور د مرګ نه پس به ماشومه ٫٫ ناز پري ،، د مشر خان په کور کښې يو خوا ته غلې ناسته وه ـ که ٫٫ غټې بي بي ،، به ورته د څۀ کار ووئيل نو هغې به په چپه خوله کار وکړو ـ او بيا به يو خوا ته يوازې يوازې کښېناسته ـ خو وخت سره سره هغې دغه د ژوند غم له په خپله سينه کښې ځائے ورکړو او د خپلې مور په رنګ ئې د ٫٫ نائيکانو ،، خدمت ته ملا وتړله ـ او بيا چې څو کاله پس د هغې د معصوميت سره ٫٫ ځوانۍ ،، مستي شروع کړه نو د هغې په سور سپين مخ د رنګونو پټ پټاڼي سېوا کېدل ـ په زړو او خيرنو جامو کښې به پرې هم د چا دا ګمان نۀ راتلو چې ګني ٫٫ نازپري،، ددې کور نوکره ده ـ د مشر خان لوڼه به د نازپري ښائست ته ټينګېدے نۀ شوې ځکه نو په وړه وړه خبره به ئې تنګوله ـ خو نازپري دغه ٫٫نازونو،، ته ځان نيولے ؤ ـ ځکه چې د خدائے پاک په لويه دنيا کښې د هغې د ډاډ ځائے هم دغه کور ؤ ـ
     يوه ورځ چې ٫٫ غټه بي بي ،، د خپل کشري ورور وادۀ له بر کندي ته لاړه نو نازپري ئې کور کښې پاتې کړه ـ خو دا څۀ نوې خبره نۀ وه ځکه چې د غټې بي بي په هغې اعتماد ؤ ـ ٫٫نازپري،، چې د کور کارونه راغونډول نو بيا د پاسه غرمه وه ـ هغې د خپلې خوښې هغه جامې راواخستې کومې چې ئې درې کاله وړاندې ورکوټي اختر له جوړې کړې وې ـ هغې يو نظر دغه جامو ته اوکتل د ځان سره مسکې شوه او بيا د ماسپښين د مانځۀ د تيارۍ دپاره غسل خانې ته ننوته ـ هغې په خپل بدن په خوندخونداوبۀ اچولې او ورسره وسره ئې په شونډو کښې يوه داسې سندره الول کېده چې هغه پرې پخپله هم نۀ پوهېده ـ دا غالباً د هغې د مايوسۍ اظهار ؤ چې کله کله به د لاشعور نه تر شعور پورې رارسيدو او بيابه د شونډو په سرونو کښې ورکېده د هغې سترګې پټې وې چې دغه ساعت د غسل خانې دروازه په درز خلاصه شوه ـ د ناز پري سترګې بقې او خــوله وازه پاتې شوه ـ مخامخ مشر خان ولاړ ؤ ـ هغې که هر څو د ځان را انغاړلو کوشش کولو خو د مشر خان د سترګو پردې شليدلې وې ـ د غسل خانې ور يو ځل بيا پورې شو او دا ځل چې خلاصيدو نو ناز پري ترې کوزې سترګې راووته ـ هغې په خپله بې وسه ورځ ډېرې اوښــکې توې کړې ـ ذهن ته ئې ډېرې خبرې راغلې خو د هر سوچ او هــر فــکر انجام د هغې د رسوايۍ نه سېوا بل هېڅ هم نۀ ؤ ـ
     ددې واقعې نه پس به ٫٫نازپري،، په کور کښې خاموشه خاموشه ناسته وه ـ ٫٫ غټې بي بي ،، ترې څو ځله پوښتنه هم وکړه خو هر ځل د هغې په مخ تودې تودې اوښکې يو بل پسې وزغليدې او خاموشه پاتې شوه ـ څو ورځې پس چې کله مشر خان د کلي د ٫٫جرګې،، نه واپس کور ته راتلو نو د خپل کور نه ٫٫قبــلې اړخ،، تــه ئې د جـوارو په پټي کښې خپل نوکر ٫٫ تور ګل ،، سره د چا پټې پټې خبرې واؤريدې ـ مشر خان دغه خبرو ته پښه نيولے شو د هغۀ ذهن ته ډېر څۀ راغلل ـ غاړه ئې تازه کړه او چې کله ئې د جوارو پټي ته د ننوتو اراده کوله نو جوار وړقېدل ـ ـ ـ ـ د خان تلوسه نوره هم سېوا شوه او بيا ساعت تېر نۀ ؤ چې د هغۀ پېغله لور د جوارو د پټي نه راووته او کوزې سترګې په شغ کور ته ننوته ـ
کـــــه دې ســـترګې د شـعــور کلـــه بينا کړې
د خپل ذات په آئينه کښې به ٫٫ ځان ،، وينې
 
 
 
 
 
 
 
څـــادر
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
 
     هغه د څۀ ساعت دپاره ځوړند سرولاړ ؤ او د سوچونو په لوئے درياب کښې ئې غوپې وهلې ـ بيا ئې سر راپورته کړو ـ يو نظر ئې د خپل کچه او خاؤرين کور ٫٫برګو،، ته وکتل چې جولاګانو ورکښې جالې جوړې کړې وې ـ بيا ئې خپلو لاسونو وکتل کوم چې داسې چاؤدلي وو لکه چې چا په تېرۀ چاړۀ غوڅ کړي وي ـ د هغۀ د لاسونو رنګ که هر څو سُور سپين ؤ ـ ولې ٫٫جاولو،، بېخي تور کړے ؤ ـ د هغۀ سترګو کښې يو څو اوښکو يو بل له غاړې ورکړې خو هغۀ دا فېصله ونۀ کړے شوه چې دا د خوشحالۍ اوښکې دي او که د خپلې بې وسه ورځ اظهار دے ـ
     د هغۀ بوډۍ مور چې د کلونو راسې د ټي بي مريضه وه د ټولې شپې د ټوخېدو نه پس ايله اوس غلې شوې وه ـ پېغله خور ئې د سحر رڼا لګېدو سره ٫٫چينې،، ته اوبو له تلې وه ـ هغه څۀ فکر يوړو بيا ئې د خپلې بوډۍ مور په مخ سترګې ښخې کړې چې ورباندې وخت د ټول ژوند ناکړدې بې ترتيبه ليکلې وې ـ د هغې سترګې پټې وې او د سپينو وېښتو نه ئې شليدلے تور سرپيچک يو طرف ته خوئېدلے ؤ هغۀ په دوېم نظر په خپلې مور باندې خورې بړستنې ته وکتل ـ چې دومره خيرنه شوې وه چې د ٫٫رنګ،، ئې هډو پته نۀ لګېده ولې مور ئې پرې اوس هم مئينه وه ځکه چې دا د هغې د وادۀ نخښه وه ـ
هغۀ يو ډېر اوږد اسوېلے وکړو ـ او د خپل کور هغه المارۍ له ورغے کومې چې لا تر اوسه پورې ٫٫ور،، نۀ ؤ ليدلے ـ هغۀ د المارۍ په بره تاخ کښې پروت قرآن شريف را اوچت کړو هغه قرآن شريف چې د  ٫٫ تبرک،، دپاره د دوي په کور کښې پروت ؤ ـ ولې د کلونو تېرېدو باوجود لا اوسه چا پرانستے هم نۀ ؤ ـ هغۀ يو ساعت قرآن شريف خپلو سترګو پورې کلک نيولے ؤـ  بيا ئې د هغې د لاندې پرتې څو روپۍ راواخستې ـ په ژور نظر ئې روپو ته وکتل ـ وښکي ئې تښتېدل ځان سره ئې ووې ٫٫ نن نه صبا له که خېر وي،، هغه روپۍ يو ځل بيا د قرآن شريف لاندې کېښودې او ځان سره ئې غلي غوندې وخندل ـ
     د هغۀ نوم ٫٫ کشمال خان ،، ؤ ـ ولې غريبۍ کشمالے کړے ؤـ د لوئے کلي نه لرې په يوه بانډه کښې وسيدو ـ په ټوله بانډه کښې لس پنځلس کورونه او يو جومات ؤ او هم دغه د کشمالي دنيا وه ـ د هغۀ پلار به کلي ته روزانه د لرګو ګېډے راؤړو ـ او د هغې په پېسو به ئې ٫٫کډه ،، ساتله ـ د پلار د مرګ نه پس چې کشمالي په وړمبي ځل تبر په اوږه کړو نو مور ئې ورته بې اختياره په ژړاشوه ـ او سينې ته ئې راجوخت کړو ـ د هغۀ په نازکو اوسرو سپينو لاسونو کښې تبر کله ښۀ ښکارېدو خو غريبۍ ورسره هم دغه ٫٫ ښۀ ،، کولے شو ـ ځکه نو ورو ورو عادت شو او بيا ئې دغه معمول ؤ چې سحر وختي به ئې د لرګو ګېډے په شا کړو کلي ته به راغے او چې کله به لرګي خرڅ شول نو څۀ به ئې د مور دوائي شوه او څۀ ٫٫چائې ګوړه،، ـ
 هغۀ به دا هر څۀ د خپل خيرن او شيلدلي څادر په پڅکي پورې وتړل او کور ته به ستړے ستړے روان شو ـ  چې کله د کلي د لوئے سکول خوا ته ورسېدو نو د څۀ ساعت دپاره به اورېدو ـ هر ماشوم ته به ئې په زير زير کتل ـ او چې د سکول ماشومانو به په اوچت اواز د قرآن پاک تلاوت کولو نو کشمالے به ورته ځوړند سر ولاړ ؤ ـ په مخ به ئې غټې غټې اوښکې راتلې او هر يو ټکے به ئې د زړۀ تل ته کوزيدو ـ هغۀ به هر ځل ځان سره وئيل چې ٫٫ دا ځل به کۀ خېر وي د جومات د مولوي صېب نه سبق شروع کوم ،، خو غريبۍ مسلمانۍ ته نۀ پرېښودوـ
     د لوئے سکول نه وړاندې د بسونو او ټانګو اډه وه چې ورته بالکل مخامخ د ټوکو يو غټ دوکان ؤ ـ په دغه دوکان کښې به هره ورځ ټوکي خرڅېدل ـ کشمالے به کله کله ددغه ټوکو د رنګونو تماشې ته پښه نيولے شو ـ خو چې کله به ئې خپلې څيرې لمنې ته وکتل نو په اوچو شونډو به ئې ژبه راښکله او د هاغه ځائے نه به چاق چاق روان شو ـ ولې د څو مياشتو راسې به کشمالے دغه دوکان ته هره ورځ ودرېدو ـ لږ ساعت نه ډېر ساعت ـ هغۀ به په دوکان کښې مخامخ يو ځوړند څادر ته کتل او د دغه څادر د هر تار په هر يو رنګ کښې به ورته خپله پېغله خور ٫٫ ګل جانه ،، ښکارېده ـ
هغۀ به په خيال او تصور کښې دغه څادر ګل جانې ته په سر کړو ـ ورته به ئې په غور وکتل ـ په سترګو کښې به ئې د خوشحالۍ اوښکې لاړې راغلې ـ هغه به ئې په تندي ښکل کړه ـ سينې ته به ئې راجوخته کړه او ورته به ئې ووې چې ٫٫ ګل جانې زۀ نن ډېر خوشحاله ،، خو هره ورځ به د لارو بسونو هارنونو د کشمالي د فکرونو دغه رنګينه سلسله شلوله ـ هغۀ ځآن سره دا کلکه فېصله کړې وه چې هم دا څادر به خپلې خور له يوه ورځ خا مخا اخلي ـ ځکه نو د څو مياشتو راسې به ئې هره ورځ د لرګو د پېسو نه څو روپۍ بچت کولې او غلې غوندې به ئې د قرآن پاک د سېوري لاندې کېښودې ـ هغۀ دوه درې ځله ګل جانې ته ذکر هم کړے ؤ خو ګل جانه به ورته د خندا شنه شوه او ورته به ئې وئيل چې ٫٫لالا تا دې خدائے لري زما د سر څادر خو تۀ ئې ،، کشمالے به د خپلې خور په دې خبرو ډېر خوشحالېدو ـ
نن چې کله ګل جانه سحر وختي اوبو له لاړه ـ نو د کشمالي دغه د مودو ارمان راؤپاريدو ـ خو ځان سره ئې ووې ٫٫نن نه سبا له کخېر وي ،، ـ
 د خيالونو د ګرداب نه د راوتو نه پس هغۀ ګېډے په شا کړو او کلي ته راغے ـ نن د هغۀ ګېډے ګران خرڅ شو ځکه نو مور له ئې دوائي هم واخسته او ځان ته ئې د دوؤ روپو کباب هم واخستل ـ کباب د هغۀ ډېر خوښ ووـ خو د غريبۍ پرې مړه ګېډه هم سود نۀ وه ـ نن چې هغه کلي ته راغلو نو د ټوکو لوئے دوکان ته په ډېر اعتماد سره اودرېدو څادر ته ئې لاندې باندې وکتل ولې لاس ئې ورنزدې نۀ کړۀ ځکه چې جېب ئې خالي وو ـ
     کشمالي ټوله شپه د خوشحالۍ نه پۀ ويښه تېره کړه ـ کله به ئې وئيل چې هسې نه ګل جانه په دغه څادر کښې د نظره شي ـ کله به ئې سوچ کولو چې هسې نه چې څوک ئې رانه رشته وغواړي ـ ګل جانه د ورور د احساساتو نه خبر وه ځکه نو ورسره ويښه ناسته وه ـ کشمالي ورته څو څو ځله ووې چې  ٫٫ جينۍ اوده شه ،، خو هغې به ورته ووې چې ٫٫ماله خوب نۀ راځي ،، اخر شپه صبا شوه کشمالي نن خپلې هاغه جامې واغوستې کومې چې ئې پينځۀ کاله وړاندې غټ  اختر له جوړې کړې وې خو په هر ورکوټي او لوئے اختر کښې د اغوستو باوجود لا اوس هم نوې وې ـ د پلاسټکو هغه بوټان ئې په پښو کړل په کومو پورې چې ورله خور په ډېره مينه رنګا رنګ ټوټې کلکې کړې وې ـ په وېښتو کښې ئې ډېره موده پس ګومنز ووهله ـ نن هغه لرګي نۀ راؤړل ځکه نو چاق چاق روان شو ـ په لاره چې به ورله څوک هم مخې له ورغلل نو کشمالي به ورته د څۀ تپوس نه بغېر ووئيل چې ٫٫ کلي کښې مې څۀ کار دے ،، چې څو قدمه به لاړو نو رو غوندې به ئې په جېب  لاس ووهلو او دا تسلي به ئې وکړه چې د قرآن پاک د سېوري نه را اخستې روپۍ لا اوس هم د هغۀ په جېب کښې دي ـ
     چې کلي ته راؤرسېدو نو نېغ د ټوکو لوئے دوکان ته ورغے او د څۀ تپوس  نه بغېر په ړومبي ځل څادر ته نزدې ودرېدو ـ څادر ئې په ګوتو کښې واړولو را واړولو ـ د هغۀ په سختو او چاؤدلو ګوتو هغه څادر نور هم نرم لګېدو ـ دوکاندار کشمالي ته لاندې باندې وکتل خو د هغۀ په مخ د اعتماد په وجه غلے پاتې شو ـ ٫٫ دا په څو روپۍ دے؟ ،، کشمالي غلي غوندې ووې ـ ٫٫ په دولس سوه ،، دوکاندار خبره په لنډو کړه او د کشمالي د سر نه لکه چې شنه لوخړه ختلې وي ـ هغۀ چرته په عمر کښې هم دا سوچ نۀ ؤ کړے چې د څادر قيمت دولس سوه روپۍ هم کېدے شي ـ
     د کشمالي په سترګو تيارۀ خوره وه ـ د دوکان نه يوې ډډې ته کښېناستو او خپل جېب ئې راؤسپړدو ـ هغۀ په رپېدونکو لاسونو د خپلو پينځو مياشتو جمع کړې روپۍ شمارلې ـ دوه درې ځله ترې شمېر هم خطا شو خو بيا ئې حوصله وکړه او چې ټولې روپۍ ئې شمار کړې نو ايله پنځۀ سوه او درې اويا اوختې ـ
د هغۀ په تندي خوله راماته شوه ـ او مرۍ ئې ونښته ـ بيا ئې زړۀ ته راغلل چې ٫٫ زۀ به خپل ګېډے دې دوکاندار سره ټيکه کړم او په څو ورځو کښې به ورته د ګل جانې د څادر قيمت پوره کړم ،، دغه وخت هغۀ نه د خپلې بودۍ مور علاج او د خيټې غوښتنې بيخي هيرې وې ـ هغه راپاڅېدو خو دا ځل ئې داسې محسوسه کړه لکه چې د ټولې دنيا بوج هم د هغۀ په سر وي ـ دوکان ته ورغے خو هلته څادر نۀ ښکاريدو ـ په هغۀ سر وچورليدو او د خولې نه ئې بې اختياره وختل ٫٫ ـ ـ ـ ـ  آغه ـ ـ ـ ـ ـ  آغه څادر؟ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ،، دوکاندر به څۀ وئېل غوښتل چې د موټر هارن د کشمالي پام سړک طرف ته راؤګرځولو د دوکان مخې ته ولاړ موټر کښې يوه ديسي ميم صېبه ناسته وه ـ د هغې په مخ باندې د ميک اپ ٫٫ پيخې ،، واضحه ښکارېدې ـ د هغې سر سرتور ؤ ځکه نو کشمالي د حيا نه ښکته وکتۀ او چې په دوېم نظر ئې ميم صېبې ته کتل نو د هغې هم هاغه څادر په سر ؤ ـ د هغۀ په ذهن کښې د ګل جانې خيال په تيزۍ سره چورلک وخوړو ـ زر ئې مخ دوکاندار ته راواړولوـ ٫٫ د ـ ـ ـ ـ داسې بل څادر شته ـ ـ ـ ـ  ،، ٫٫ ولې نشته خو په نغدو،، دوکاندار د هغۀ په لاس کښې پنځۀ سوه او درې اويا روپۍ ليدلې وې د کشمالي په سترګو کښې منت او بې وسۍ غاړې وکړې خو دوکاندر هغۀ ته هډو ونۀ کتل ـ هغۀ د خپل ضمير سره خپله غريبه ورځ ژړله او په درنو قدمونو د لوئے دوکان نه روان شو ـ هغه د فکرونو يوې داسې چپې په مخه کړے ؤ چې نۀ ورته د ګاډو د شور احساس ؤ او نۀ د کلي د خلقو ـ د هغۀ زړۀ راډک شوے ؤ ـ خو  ژړلے ئې نۀ شو ـ نن هغه د کلي د لوئے سکول په خوا کښې هډو پښه نيولے نۀ شو ـ د قرآن پاک اياتونه هغۀ واؤريدل خو په وړومبي ځل ئې د زړۀ تل ته کوز نۀ شول ـ د هغۀ ذهن ته ډېر داسې سوالونه راتلل چې تر اوسه ئې په هغې سوچ کول کفر ګڼلے ؤ ـ
     هغۀ به کله پورته اسمان ته اوکتل او کله به ئې لکه د لېونو د ځان سره خبرې شروع کړې ـ د هغۀ مرۍ اوچه وه او چې کله به ورته د خپلې خور خيال لکه د دېوال مخې ته اودرېدو نو هغۀ به يوه کريکه اووهله ـ د کلي خلقو د کشمالي دغه لېونتوب ته کتل خو چاته هم دا معلومه نۀ وه چې د هغۀ دننه انسان ټوټې ټوټې شوے دے ـ او چې کله هغه د بازار د يوې غاړې نه بلې ته منډه وهله نو بيا د يو موټر د لاندې راپرېوتے ؤ ـ د کلي خلقو رامنډې کړې ـ د کشمالي په مخ تودې تودې وينې راماتې وې ـ هغه په خپل لاس کښې لا اوس هم هاغه روپۍ کلکې نيولې وې ـ  د کومو په لوئے ډاډ چې هغه د خپلې خور د څادر د اخستو دپاره بازار ته راغلے ؤ ـ د موټر نه دوه کسان وارخطا راکوز شول ـ د هغوي د مخ رنګونه تختيدلي وو ـ په دغه دوؤ کسانو کښې يوه هاغه ميم صېب هم وه د چا په سر چې کشمالي د خپلې خور ٫٫ارمان،، ليدلے ؤ ـ
ميم صېب چې د خلقو په ګڼه ګوڼه کښې کشمالي ته اوکتل نو خوله ئې وازه پاتې شوه ـ د هغې د مخ نه رنګونه په تيزۍ سره والوتل ـ هغې د کشمالي په مخ د وينو سيلاب نشو ليدے ـ په رپيدونکو لاسو نو ئې د سر نه څادر راکوز کړو او چې کله ئې د هغۀ په مخ اچولو نو د کشمالي په سترګو کښې سلګۍ سلګۍ ارمان يو ځل بيا مسکے شوـ خو هغۀ د خپلو جذبو اظهار نۀ شو کولے ـ هغه خپل هاغه رپېدونکے لاس ميم صېب ته ور اوږد کړوـ په کوم کښې هغۀ لا اوس هم هاغه پنځۀ سوه او درې اويا روپۍ کلکې نيولې وې ـ ـ ـ د کلي خلقو يو بل ته په سواليه نظرونو کتل ـ ـ ـ  او ـ ـ ـ  د کشمالي لاس هم هاغسې عزېدلے پاتې شو ـ ـ ـ  هغه يو دوه ځله اوږده ساه راښکه او بيا ئې توده وينه په سړېدو شوه ـ
     ساعت پس چې کله د کلي خلقو د کشمالي مړے د هغۀ کور ته وړلو نو په دغه خلقو کښې هاغه ميم صېب هم ځوړند سر روانه وه ـ بل خوا ٫٫ ګل جانه ،، لا اوس هم د خپل کور قبلې اړخ ته د لوئے ګټ په سر ناسته د خپل لالا په انتظار وه ـ هغې چې د خپل کلي په لور دغه روانه ګڼه ګوڼه اوليده ـ ـ ـ  نو زړۀ ئې اودرزېدو ـ ذهن ته ئې ډېرې وسوسې راغلې ـ ـ ـ هغې په خپلې مور پسې دننه کوټې ته منډې کړې ـ مور ئې ټوخي په سر را اخستې وه ـ ـ ـ او چې کله ورته ګل جانې خبره اوکړه ـ خو د هغې په مرۍ کښې لاړې اونختې ـ ساه ئې راماته شوه ـ
     هغه لا د مور خوا کښې ناسته وه چې د ګڼو کسانو خبرې ئې واؤريدې ـ هغې په وار خطايۍ د کوټې نه باهر رامنډه کړه ـ هغې يو ځل د خلقو خاموشۍ ته اوکتل او بيا ئې په کټ غوړېدلي ٫٫ څادر ،، ته اوکتل ـ څو لحظې لکه د بُت خاموشه ولاړه وه ـ ـ او چې بيا ئې په رپېدونکو لاسونو د کټ نه څادر راښکلو نو د خپل لالا په وينې وينې مخ ئې سترګې اولګېدې ـ هغې بې اختياره چغې کړې ـ ـ ـ  ٫٫ دا چا ؟ لا لا ـ ـ ـ  دا ولې؟ ،، هغې په دواړه لاسه خپل مخ وهلو ـ ـ ـ وېښتۀ ئې شوکول ـ خو د هغې د دلاسې دپاره څوک هم نۀ وو ـ څوک هم نه ـ
او چې کله په ژړا ژړا د هغې مرۍ اونخته نو لکه د لېونو په خپل ورور راپرېوته او چې په سلګو سلګو ئې د خپل لالا مخ ته په غور اُوکتل  ـ نو داسې ئې محسوسه کړه لکه چې هغه ورته په مسکا کښې وائي ٫٫ زما لېونۍ ـ ـ ـ زما ګل جانې ـ ـ ـ  مــۀ ژاړه ـ ـ ـ تۀ ولې خفه کېږې ـ ـ ـ تــۀ اوګوره کنه ـ ـ ـ ٫٫ ما ـ ـ ـ ما ـ ـ ـ خو درله دادے ٫٫ څادر ،، راؤړے دے  ،،  ـ
 
چې خنــدا ئې پـرې تر مرګه پيرزو نشي
د غريب سړي ٫٫ لوئے جرم ،، غريبي ده
 
 
 
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
ليکوال
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
 
    هغۀ په يو داسې ماحول کښې سترګې غړولې وې چرته چې د ٫٫پښتون کلتور ،، روايات لا اوس هم ټول ژوندي وو ـ ګودرونه اباد وو اخترونه لا ګرم وو او د کلي په کوڅو کښې به لا اوس پټ پڼاڼې او چندروګانې کېدې ـ په حجرو کښې به د شپې تر ناوخته پورې د ستار د ترنګ او د منګي د ټنګ سره لا اوس هم ټپې او چاربيتې وئيلے کېدې ـ او که چرې به حجرې ته کوم مشر راننوتو نو په هر لور به خاموشي خوره شوه ـ د چيلم لوګي به په برګو کښې ورک شول او د ستار اواز به ورو ورو غلے شو ـ زلمو به د مشر خبرو ته غوږ نيولے ؤ او تر هاغې به ئې څۀ نۀ وئيل تر څو به چې مشر واپس نۀ ؤ تلے .
     د کلي پېغلو به کله کله په ګودر مازيګر ګرم کړو او په خندا خندا به ئې يو بل ښۀ په اوبو وويشتل ـ خو چې کله به د ماښام په تروږمۍ کښې دغه پېغلې لوندې خوشتې کورونو ته راغلې نو نۀ خو به ورته مور پلار څۀ وئيل او نۀ به ورته زلمو وروڼو غاښونه چيچل ـ ځکه چې دا ددغه کلي ٫٫روايات،، ووـ
قبلې اړخ ته د کلي لوئے ډاګ ؤ ـ چرته به چې هر مازيګر زلمو کبډي کوله ـ ددې لوبې تماشې ته به د کلي ماشومان هم ناست وو او بوډاګان هم ـ فرق صرف دومره ؤ چې ماشومانو به د ٫٫سبا،، انتظار کولو او مشرانو به ٫٫ پرون،، پسې منګلې مروړلې ـ کله کله به د کلي ځنې ماشومانو اتڼ واچولو په ګډا ګډا به دغه لوئے ډاګ ته راغلل ـ لوبه به ودرېده ـ ځوانان به هم په اتڼ کښې شريک شول بوډاګانو نه به د عمر احساس لرې لاړو او ټول به دغه اتڼ ته د خندا نه شنۀ پراتۀ وو ـ د کلي پېغلې او مشرانې زنانه به هم ددې اتڼ تماشې ته راووتې ـ
ژوند کښې مسته سادګي وه ـ په ټول کلي کښې پنځۀ شپږ کورونه پاخۀ وو ولې د دغه پخو او کچه کورونو تر مېنځه ٫٫فاصله،، نۀ وه او ټول خلق به په ښۀ او بده کښې يو بل سره اوږه په اوږه ولاړ وو ـ
     هغۀ په کچه خاؤرين کور کښې سترګې وغړولې ـ د خړپوسو او ماشوم والي نه پس چې هغۀ څنګه د پوهې او شعور په درشل قدم کېښودو نو وخت سره سره د کلي روايات او اقدار هم بدليدل ـ کور په کور د اوبو نلکې لګېدې او ګودرونه شاړيدل ـ بيټکونه جوړېدل او حجرې ورانېدې ـ کشران هوښياريدل او مشران په معاشره بوج ګڼلے کېدل ـ ولې هغۀ ددغه بدلون نه بې پروا ؤ د هغۀ په ذهن کښې د ماضي ښکلاګانې او د ماشوم ولي يادونه ټول محفوظ ووـ او چې کله ئې دغه يادونه د لفظونه په چوکاټ کښې ځائے کړل نو هر چا ورته ٫٫ليکوال،، ووې ـ د فطرت د ښکلاګانو اولسي ليکوال ـ ـ ـ د هغۀ دغه اولسي رنګ په هر چا ښۀ لګېدو ځکه نو په لږ وخت کښې ډېرو خلقو وپېژندو ـ
     په دغه ډېرو خلقو کښې يوه ٫٫ روبي ،، هم وه ـ چې د ليکوال د ښځې خپلوانه وه ـ ځکه نو هغه به اکثر ٫٫ روبي،، کره ښار ته تلو ـ هغې به هر ځل ليکوال ته په ډېره مينه ٫٫ هرکله راشه،، ووې ـ ليکوال به ورته خپله نوې ليکنه واؤروله ـ هغې به داد ورکړو او ليکوال ته به ډاډ ملاؤ شو ـ داسې ډېر وختونه تېر شول او بيا يوه ورځ ليکوال د خپل کلي په ساده حسن يو نظم وليکلو ـ داسې نظم چې ليکوال ئې پخپله په بيا بيا لوستو نه مړېدو ـ هغه په دې سوچ ډېر خوشحاله ؤ چې کله دا نظم په مشاعره کښې واؤروي نو څومره داد به واخلي ـ
بيا ئې زړۀ ته راغلل چې دا نظم اول ٫٫ روبي ،، ته اورول پکار دي ـ ځکه نو د څۀ سوچ نه بغېر ښار ته روان شو ـ چې کله د ٫٫ روبي ،، کور ته ورسېدو نو په وړومبي ځل پښه نيولے شو ـ زړۀ ئې بې واره غوندې ودانګل ، خو پوهه نۀ شو چې څنګه ئې دروازه بيرته کړه نو روبي د خندا نه شنه شوه ٫٫ ماوئيل تاسو به نن خامخا راځئ ـ ـ ـ  دا ـ ـ ـ  دا زما زړۀ وئيل او خبر ئې ليکوال صېب ـ ـ ـ زړۀ چرې هم دروغ نۀ وائي ،، هغې دا هر څۀ په يوه ساه ووې او ليکوال لا ساه نۀ وه اخستې چې ٫٫ روبي ،، په منډه منډه اخبار په لاس راغله ـ ٫٫ دا اوګورئ ليکوال صېب زۀ د تيرې يوې اوونې نه ستاسو ليکلې دا افسانه بيا بيا ګورم ،، ـ
د ليکوال په مخ د خوا اعتمادۍ اثار نور هم واضحه شول ـ هغۀ د روبي د لاس  نه اخبار واخستو ډېر ساعت ئې خپلې افسانې او عکس ته کتل او چې سر ئې راپورته کړو نو روبي لا هغسې د خندا نه شنه ولاړه وه ـ د هغې وړې سترګې نورې هم وړې شوې وې ـ او په غنم رنګي مخ ئې حيا او ښکلا داسې چورلکونه خوړل چې ليکوال ئې په خپل ګرداب کښې ښکيل کړوـ د هغۀ د زړۀ درزا په وړومبي ځل دومره سېوا شوې وه خو هغۀ خپلو دغه احساساتو له نوم نۀ شو ورکولے ـ ٫٫روبي،، ښکته کتل او ليکوال د هغې د مخ په غوړيدلي کتاب کښې د خپل ژوند فالونه کتل ـ هغۀ په دغه ټول لټون کښې د خپل ځان نه ورک ورک واپس کور ته روان وو او هله ورته د ٫٫ ځان ،، احساس وشو چې د ښار په لوئے بازار کښې ورته چا اواز وکړو چې ٫٫ ليکوال صېب غاړې ته شه شاته دې ټرک را روان دے ،،ـ
د ليکوال د حساس ذهن دپاره دا معمولي واقعه نۀ وه ـ ٫٫ روبي ،، د هغۀ زړۀ ته  داسې راننوتې وه چې هغۀ ته د خپل زړۀ درزا ښکارېده ـ هغه به ټوله ټوله ورځ يوازې ناست ؤ ـ ځان  سره به ئې ژړل ولې د ٫٫ روبي ،، نوم اخستل د هغۀ دپاره ګران وو ـ د ليکوال په دې ناڅاپه خاموشى د هغۀ ښځه هم څو څو ځله شکمنه شوه ـ خو هر ځل ئې زړۀ له په ٫٫ دروغه ،، دلاسه ورکړه کلونه تېرېدل او د روبي مينه د ليکوال په زړۀ کښې نوره هم سېوا کېده ـ
او بيا يوه ورځ ليکوال ـ ـ ـ د خپل فراق او نا قرارۍ په لمبو کښې ژوندي ساتلي ټول ليکونه راغونډ کړل او په دې خيال ٫٫ روبي ،، کره لاړو چې هغې ته د خپلې لېونۍ ٫٫ مينې،، قيصه په تفصيل سره بيان کړي چې څنګه ورسېدو نو د روبي په ليدو ئې داسې محسوسه کړه لکه چې هغه هم ددۀ په انتظار وه ـ دا ځل ئې ورله د معمول خلاف په خپل لاس چائې هم پخې کړې ـ د روبي مور هغې ته ځو ځله ووې چې ٫٫ په کور کښې نوکرانې شته نو تۀ ولې ځان له تکليف ورکوې،، ـ خو هغې ضد کولو او مور ئې زړۀ نۀ شو ماتولے ـ
ليکوال لا د چايو نه دوه ګوټه نۀ وو اخستي چې روبي ورته ووې ـ ٫٫ تاسو چائې وڅښئ  بيا درسره زما څو ذاتي خبرې دي،، ـ دا ئې ووې او څۀ کار پسې لاړه ـ د ليکوال په مرۍ کښې چائې غوټه شوې د هغۀ د زړۀ درزا سېوا شوه ـ هغه د روبي ٫٫ذاتي ،، خبرو اورېدو ته ډېر لېواله ؤ ـ هغۀ ډېر کوشش وکړو ولې چائې ئې ونۀ څښلې شوې ـ ساعت تېر نۀ ؤ چې روبي راغله او هغۀ ته مخامخ کښېناسته ـ د ليکوال رنګ وتښتېدوـ د هغۀ د وجود هر رګ ټوپونه وهل ـ څۀ ساعت روبي ښکته کتل او غلې ناسته وه ـ ليکوال د هغې د خاموشۍ نه ډېر مطلبونه اخستل ځکه نو رپېدونکي وښکي ئې بيا بيا تښتېدل راتښتېدل ـ زۀ ستاسو د ليک قدر کوم ـ روبې ورو غوندې ووې ليکوال هېڅ ونۀ وئيل صرف سر ئې وخوزولو او يو نظر ئې په خپل لاس کښې د ليکونو مجموعې ته وکتل ـ روبي مخ بلخوا واړولو او وې وئيل ٫٫ تاسو ډېر ليکل کوئ ،، ډېره پوهه لرئ علم لرئ خو په يوه خبره مو هډو سوچ نۀ دے کړے ،، د ليکوال په مخ ډېر سوالونه راغلل ـ هغۀ روبي ته په غور اوکتل ٫٫ تاسو دا سوچ نۀ دے کړے چې که چرې يو سړے خپلو ماشومانو بچو او ښځې له دومره لويه دوکه ورکولے شي نو د هغۀ په مينه يقين لرل بې وقوفي ده او که نا؟ ،، دا ئې ووې او په شغ د کمرې نه ووته ـ
د ليکوال د ټول وجود نه لکه چې ساه وتې وي ـ د هغۀ نه خپل ليکونه خوارۀ وارۀ په زمکه پرېوتل ـ خو په رپېدونکو لاسونو ئې بيا راغونډ کړل ـ د هغۀ مرۍ وچه وه او چې راپاڅېدو نو داسې ئې محسوسه کړه لکه چې د کمرې ټول ديوالونه چاپېره چورلي ـ په راښکلو قدمونو د ٫٫ روبي ،، د کوره راووتو هغۀ د خپل ژوند د ټولو نه لويه بازي بائيللې وه ـ ځان ورته مجرم مجرم ښکاريدوـ د خپل ځان مجرم ـ ـ ـ د خپلې ښځې مجرم او د خپلو وړو وړو بچو مجرم ـ چې کله کلي ته ورسېدو نو د خپل کور دروازه ئې په درز بيرته کړه او په وړومبي ځل ئې دا محسوسه کړه چې د خپل کور ديوالونه هغه خوري ـ نېغ خپلې کمرې ته ورغے ـ په کټ کښې خو اور پرېوتو او په چغو چغو په ژړا شو ـ چې کله ئې لږه ساه واخسته نو ګېر چاپېره کمرې ته ئې وکتل ـ هلته کاغذونه ګډ وډ پراتۀ ووـ صندوقونه تس نس کړے شوي وو او ټولې جامې جوړې  خورې ورې پرتې وې ـ د هغۀ په خپلو سترګو باور نۀ راتلو ـ په وار خطايۍ د کټ نه راپاڅېدو څو ځله ئې سترګې ومږلې ـ مخامخ په ميز د روبي تصوير پروت ؤ ـ هغۀ په تندۍ دغه تصوير را اوچت کړو ـ نو ورسره ئې د خپلې ښځې ليک هم لاس ته راغے ـ
٫٫ تاته دې روبي مبارک شي ـ ما ستا هر څۀ ولوستل د وضاحت کولو هېڅ ضرورت نشته ځکه چې ما ډېر صبر کړے دے زۀ خپلو بچو سره ستا کور پرېږدم چرته ځم ؟ دا ماته هم پته نشته خو تۀ ـ ـ ـ تۀ زمونږ دلټون کوشش مۀ کوه ،، ـ
ليکوال دا هر څۀ څو څو ځله ولوستل ـ د ٫٫ روبي ،، تصوير ته ئې کتل او بيا لکه د لېونو د خپلې کمرې نه راووتو په کور کښې چپه چپيا وه ـ هغۀ يو  خوا بل خوا منډې وهلي خپلو بچو او ښځې ته ئې اوازونه کول خو هلته څوک هم نۀ وو ـ هغۀ په رپېدونکو لاسونو خپل ټول ليکونه راغونډ کړل او څۀ ساعت پس شعرونه سوزېدل ،افسانې لمبه کېدې ، تکلونه لوخړه کېدل ، نظمونه ايره کېدل او ليکوال ورته د خندا شين ؤ ـ کله به ئې ٫٫ روبي ،، يادوله ـ کله خپله ماشومه لور ٫٫ خوږه،، او کله به ئې خپلې ښځې ته نعرې وهلې ـ هغه په داسې حال کښې د کوره راووتو چې ګرېوان ئې شلېدلے ؤ وېښتۀ ئې ګډ وډ وو او د کلي په هره کوڅه کښې ئې په چغو چغو ژړل ـ هغه پښې ابله پښې هر طرف ته منډې وهلي خو چا ورله هم دلاسه نۀ ورکوله ځکه چې که دا کلے هر څو هم هاغه ؤ ـ ولې اوس ئې ٫٫ اقدار ،، او ٫٫ روايات ،، بدل وو ـ دلته ځان ځاني وه او هر سړے د ځان په غم اخته ؤ ـ
څو مياشتې خو د کلي خلقو ليکوال ببر سر او شلېدلے ګرېوان يو خوا بل خوا وليدو ـ ولې بيا ئې هېڅ پته ونۀ لګيده چې چرته لاړو ـ اوس چې کله د څوارلسمې سپوږمۍ وي نو د کلي قبلې اړخ ته د غرۀ د سر نه د هغۀ د ټپو او چاربيتو اواز صفا اورېدے شي او چې کله ځول او طوفان وي نو د کلي خلق په لارو کوڅو کښې د هغۀ خنداګانې اوري ـ مشران وائي چې ليکوال د کلي په هر کور او هره کوڅۀ کښې موجود دے خو چاته ځان نۀ ښائي ـ
 
چې د مينې د لمبو په اور کښې سوزي
هـــاغــه روح بــه تــر ابــده په سلګو وي
 
 
 
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
 
 
 
 
 
 
 
 
ما معاف کــړه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
 
٫٫ ما خو په څو ځله قسم وکړوماريې زۀ ـ ـ ـ زۀ په ډېرو زيارتونو وګرځېدم ـ ډېرې توبې مې وويستې ولې زړۀ بادشاه دے ځکه نو مانه هر وخت ٫٫تا،، غواړي ـ تا ماريې صرف او صرف تاـ ـ ـ زۀ نۀ پوهېږم چې تا نه څنګه زړۀ صبر کړم اخر څنګه ؟ ـ ـ ـ تۀ چې ماته په چپله خوله داسې خواږۀ خواږۀ ګورې نو لېونے زړۀ مې ډېر څۀ غواړي ـ ـ ـ ولې زۀ هېڅ نۀ شم کولے ـ ـ ـ زما معصوم ارمان دا کله مني چې زما او ستا تر مېنځه ډېره لويه فاصله ده تا په نازونو کښې سترګې غړولي دي او زه په غمونو کښې رالوئے شوے يم ـ ـ ـ زۀ خو د خاؤرو د داسې کچه کور اوسېدونکے يم کوم کور چې په ټول عمر کښې د خوشحالۍ خوب هم نۀ دے ليدلے ـ ـ ـ منم چې زۀ تا له محلونه نۀ شم جوړولے ـ ـ ـ ولې د زړۀ په محل کښې مې د ډېرې مودې راسې ساتلې ئې ـ ـ ـ زما په هره ساه کښې او زما د وينې په هره قطره کښې ستا مقدس ارمان خوندي دے ـ ـ ـ ماريې ما که خدائے پاک ته په سلګو سلګو ژړلي دي نو زما هرې سلګۍ او هرې اوښکې ترې نه ستا سوال کړے دے ـ ـ ـ د خپلې هرې خوشحالۍ په بدل کښې د خپلې هر تمنا او هر خواهش په بدل کښې خو ماريې ته خاموشه ولې ئې ؟ څۀ خو ووايه کنه ـ ـ ـ دا خاموشي ـ ـ ـ دا خاموشي خو ما خوري ـ ـ ـ  څۀ خو ووايه کنه اے بس دمره چې يو ځل راته ٫٫ خپل ،، ووايه ـ ـ ـ بيا مې هېر کړه ـ د همېشه دپاره ـ ـ ـ  زۀ درته منت کوم ـ ماريې منت درته کوم ـ ـ ـ تۀ ـ ـ ـ  تۀ ګورې نه ؟ ـ ـ ـ  د حالاتو او وختونو سېوري مونږ پسې دي ـ ـ ـ زۀ ويرېږم ـ ـ ـ  زۀ ـ ـ ـ  زما په وجود خو ـ ـ ـ زما په وجود خو توده توده خوله راماته شوه ـ ـ ـ ماته الله هو ووايه ـ ـ ـ ما اودۀ کړه ماريې ما اودۀ کړه تۀ ـ ـ ـ تۀ زما په سينه سر کېږده ـ ـ ـ او ـ ـ ـ او هم دغه شان چې ماله خوب راشي چې زۀ اودۀ شم ماريې چې زۀ اودۀ شم ،،ـ
هغۀ سترګې پټې کړې او د ماريې تصوير ئې سينې پورې جوخت کړو ـ د هغۀ وړو وړو سلګو هغه دخيال په نيلۍ سور کړو ـ او د حسرتونو او ارمانونو په جلب کښې ئې ډېر لرې بوتلو ـ ډيوه لا اوس هم د هغۀ سرته بليده ـ باران کم شوے ؤ خو چې کله کله به شيبه تيزه شوه ـ هغۀ به داسې محسوسه کړه لکه چې په کوټه څوک منډې وهي د هغۀ ټول وجود به په رپېدو شو او د ماريې تصوير ئې سينې سره نور هم جوخت کړو ـ
٫٫ ماريه ،، د هغۀ د ډېرې مودې راسې خوښه وه ولې نن ئې په زړۀ بې اختياره راورېدلې وه ـ هغۀ ته د سپوږمۍ په رڼا کښې د ماريې خبرې رايادې شوې ـ هغۀ په دغه شپه هم ډېر ژړلي وو ـ ولې ماريې ته پته نۀ وه بيا ورته د هغې ټول خطونه راياد شول چې پکښې مينه وه او د مينې غوښتنه وه ـ هغۀ بې اختياره اسويلي کول چې ناګهانه چا دروازه وټکوله ـ هغۀ سترګې وغړولې ډيوه ئې راواخسته او په درنو قدمونو دروازې له ورغے ـ د هغۀ په مخ اوښکې روانې وې دروازه بيا بيا وهلے کېده اوچې کله هغۀ دروازه خلاصه کړه نو هلته څوک هم نۀ وو ـ د شپې په توره تيارۀ کښې د باران شېبو يو بل پورې خنداکوله ـ هغه د څۀ ساعت دپاره په دروازه کښې شکمن شانتې ولاړ ؤ او د ډيوې په تته رڼا کښې ئې اخوا دېخوا کتل ـ بيا ئې دروازه بنده کړه او لا کمرې ته رارسېدلے نۀ ؤ چې دروازه بيا ووهلے شوه خو دا ځل ورسره د ماريې اواز هم ملګرے ؤ ـ ٫٫شابه دروازه بيرته کړه ټوله لونده شومه ،، د هغۀ د پښو نه لکه چې زمکه تختيدلي وي ـ د کمرې په مينځ کښې اټاله ودريدو اواز بيا راغے ٫٫ هسې دې دومره يادولم شابه دروازه بېرته کړه،، هغۀ د ماريې اواز اورېدو ولې نۀ پوهېدو چې څۀ وکړي ـ په زړۀ کښې ئې ډېرې وسوسې تلې راتلې ـ د دروازې درزېدل ورو ورو سېوا کېدل او ورسره د ماريې د ژړا اواز هم راتلو ـ
هغۀ يو ځل بيا ډيوه راواخسته د باران شېبې ښې تيزې شوې وې ـ او بيا چې څنګه هغۀ دروازه بيرته کړه نو چا ورله په مخ يوه درنه څپېړه ورکړه او دغه څپېړې سره اسمان وبرېښېدوـ هغۀ په دغه رڼا کښې په خپله دروازه کښې يو سېورے وليدو چې په بق بق خاندي ـ د هغۀ وجود وبُوږنېدو ـ دروازه ئې په درز بنده کړه او چې کمرې ته راننوتو نو ډيوه ئې ايله په تاخ کښې اېښودې وه چې په کټ کښې خور وور راپرېوتو ـ د هغۀ په مخ توده توده خوله راماته شوه ـ ټول ساه ساه شو ـ د هغۀ د سترګو وړاندې هاغه سېوري چورلکونه خوړل ـ هغۀ د دروازې نه بهر اوس هم د ماريې خنداګانې اورېدې ـ په رپېدونکو لاسونو ئې د ماريې تصوير يو ځل بيا سينې سره جوخت کړو ـ ٫٫ زۀ ويرېږم ـ ـ  لېونۍ ما اودۀ کړه ـ ـ ـ ما اودۀ کړه،، هغۀ دومره قدر اووې او بيا ئې سترګې پټې کړې او هله ئې سترګې وغړېدې چې دروازه چا بيا وټکوله ـ هغۀ يو نظر بهر وکتل باران ودرېدلے ؤ شپه تېره شوې وه او توده غرمه وه ـ هغه په ډېره مشکله د کټ نه راپاڅيدو ـ سترغلي ئې پړسيدلي وو او سترګې ئې تر اوسه سرې وې ـ هغه په راکښلو قدمونو دروازې ته ورغے او چې دروازه ئې بېرته کړه نو مخامخ ډاکي ولاړ ؤ ـ هغۀ له ئې يو خط ورکړو او په شغ لاړو ـ
هغۀ لفافې ته وکتل زړۀ ئې اختياره ودانګل د شپې ټول واقعات ئې ذهن ته راغلل په رپېدونکو لاسونو ئې د ماريې رالېږلے خط پرانستو ـ هغې د نورو ډېرو خبرو نه علاوه په واضحه ټکو کښې ليکلي وو چې ٫٫ ما معاف کړه ـ ـ ـ  ،، د ٫٫معاف،، ټکي سره په هغۀ سر وچورليدو او ځان ورته د هاغه سوال ګري په شان ښکاره شو څوک په ټوله ورځ د ښار په بازارونو کښې ګرځي او هر چا ته لاس نيسي ولې هر شتۀ من او په کور پوره سړے ورته په ډېر نفرت او سپکاوي سره وائي ٫٫معاف کړه ،، د هغۀ په مخ ناقراره اوښکې په يو بل پسې زغلېدې د ماضي هر يو ياد ورته نيمګړے خوب ښکاريدو هغه کمرې ته دننه راغے د ماريې تصوير ئې راواخستو ، د حسرت او ارمان په ډکو سترګو ئې ورته وکتل ـ هغۀ داسې محسوسه کړه لکه چې د ماريې تصوير هم د هغۀ غريبۍ پورې خاندي او ورته وائي چې :-
پېوند د شال او شړۍ نۀ شي
پۀ رڼا ورځې باندې مۀ وينه خوبونه
 
 
 
 
 
 
 
 
خيالے
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
 
    هغوي دواړه د ورکوټوالي ملګري ووـ د کلي لارې کوڅې د هغوي د پټ پټاڼو د هغوي د چندروګانو او نورو معصومو جذباتو ګواه وې ـ او چې د کومې ورځې نه د مينې احساس د هغوي لاشعور نه شعور ته راغلے ؤ ـ نو يو بل ئې خوښ شوي وو ـ ولې د دواړو تر مېنځه ډېره فاصله وه ـ ګلالۍ د ٫٫ خان ګل کاکا ،، لور وه او ٫٫ شېر ګل ،، د هغوي د کور پېدائشي نوکر ؤ ـ پېدائشي ځکه چې د هغۀ پلار نيکۀ هم ددې کور نمک خوارۀ پاتې شوي وو ـ
ګلالۍ د دولت په فاصلو عقيده نۀ لرله ځکه نو څو څو ځله ئې شېر ګل ته د خپلې مينې اظهار کړے ؤ ـ ولې شېر ګل دومره همت نۀ شو کولے ـ د خان ګل کاکا په زړۀ د لور دا عادتونه جوړ نۀ وو خو غږ ئې ځکه نۀ شو کولے چې ګلالۍ نيازبينه وه او د هغې زړۀ ماتول ورته ګران ښکارېدل ـ چې ايله پېغله شوه نو خپل ورارۀ سره ئې د ژوند په زندان کښې ښکېل کړه ـ هغې ډېر وژړل ولې اخر ئې د ٫٫ پښتو،، په کرښه سر کېښودو ـ خو د وادۀ نه پس هغې د سکون ساه چرې هم وانخسته ـ د هغې خاوند د پلار ايکي يو زوئے ؤ ځکه نو چا ورته ٫٫ ښۀ خبره ،، هم نۀ شوه کولے ـ هغه به ټوله ټوله شپه يارانو سره بهر ګرځېدو ـ او ګلالۍ به د شېر ګل په غم کښې اوښکې تويولې ـ بلخوا د ګلالۍ د وادۀ نه پس د شېر ګل مزه هم ورو وروکمېده ـ هر وخت به په سوچونو کښې ډوب ناست ؤ ـ ولې دا احساس ئې چا له هم نۀ ورکولو چې ګني هغۀ ته د ګلالۍ نه بغېر دا هر څۀ نيمګړي ښکاري ـ
د وادۀ نه يو کال پس د ګلالۍ خاوند امريکې ته په سېل لاړو او ګلالۍ پلار کره راغله ـ کله کله به ئې شېر ګل وليدو ـ دواړو به يو بل ته وکتل او د يو بل په مجبورۍ به ئې د صبر ساه راښکه ـ
او بيا يوه ورځ چې د ګلالۍ د کور ټول خلق د محمد خان د زوئے وادۀ له بر کندي ته لاړل نو په خوشي کور کښې د ګلالۍ جذبات راؤلړزېدل ـ د هغې په زړۀ کښې ناقراري غورځنګونه شروع کړل ـ اخر صبر نۀ شوه ـ د لوئې دروازې نه ئې سر راښکاره کړو او په حجره کښې ځوړند سر ناست شېر ګل ته ئې اواز کړوـ د شېر ګل دپاره دا د نۀ منلو خبره وه ځکه  نو زړۀ ئې درز اوخوړو ـ د کټ نه راپاڅېدو خو بيا اټاله ودرېدوـ دې فکر يوړو چې ورشي او که نا ـ خو چې ګلالۍ بيا اواز کړو نو ـ ـ  شېر ګل نزدې ورغے ـ هغې ته ورته کور ته د دننه راتلو اشاره وکړه ـ ـ ـ او بيا لږ ساعت پس دواړه په خوشې کمره کښې يو بل ته مخامخ ناست ووـ دګلالۍ زړۀ بې اختياره  درزېدو ـ هغې يوه خبره کوله او د شېر ګل په مخ د وار خطايۍ رنګونو نور څۀ وئيل ـ
د څۀ ساعت دپاره خاموشي وه ـ بيا ګلالۍ په رپېدونکو شونډو ووې ٫٫ ماته وګوره زۀ جينۍ يم او هغه هم يوه پښتنه جينۍ بيا هم زۀ هر څۀ کولے شم او تۀ خو زلمے ئې تکړه ئې نو ولې دې رنګ داسې زيړ تښتېدلے دے شېر ګله د زلمو سره بزدلي خوند نۀ کوي ،، هغې د شېر ګل په سترګو کښې د ننوتو کوشش وکړو ـ خو شېر ګل ترې سترګې بلخوا واړولې ـ ٫٫ زۀ ستا په جذباتو پوهېږم ګلالۍ ـ ـ ـ  خو ،، د هغۀ خبره په مرۍ کښې ونښته ـ او ګلالۍ د هغۀ په مخ د مجبورۍ رنګونو ته وکتل ـ ٫٫خېر دے تۀ هېڅ مۀ کوه دا ټول کار به زۀ وکړم ،، تۀ بۀ بېګا ته د کوټې نه بهر څملې دا زما حکم دے ،، ګلالۍ دومره قدرې ووې او په څۀ کار پسې پاڅېده ـ
د شېر ګل په مرۍ کښې لاړې اوچې شوې ـ هغه د خان کاکا په نمک رالوئے شوے ؤ ـ ځکه نو چرې ئې هم داسې نۀ شو کولے چې د پلار نيکۀ د کلونو په خدمت باندې اور پورې کړي ـ هغه په دې هم پوهېدو چې که چرې خان کاکا په دې هر څۀ خبر شو نو هغه به يوه لحظه هم ژوندے پرې نۀ ږدي ـ هغه هېڅ فېصله نۀ شوه کولے ـ د کور نه بهر راووتو ـ په حجره کښې ئې چيلم دوه درې ځله ډک کړو خو هېڅ خوند ئې ورنۀ کړو ـ کله به ئې وئيل چې ٫٫ بيګا ته هډو کور ته نۀ ځم ،، او کله به ورته د مينې او جذباتو احساس ډاډ ګيرنه ورکړه چې ٫٫ ګورې نا ـ ـ ـ ګلالۍ ستا دپاره څومره لوئې قربانۍ ورکولو ته تياره ده ـ اخر تۀ زلمې ئې پښتون ئې نو بيا ولې د يوې بې وسه پېغلې د جذباتو قدر نۀ شې کولے ،، ـ
په دې فکرونو او لا محدوده سوچونو کښې ماښام شوـ د مور او پلار د بيابيا منت باوجود شېر ګل ورټۍ ونۀ خوړه او سم د ماښام نه ئې د کوټې نه بهر په پروت کټ کښې پښې وغزولې ـ هغۀ څو ځله سترګې پټې کړې او هر ځل ئې د خپل زړۀ هر درز داسې محسوس کړو لکه چې ګلالۍ را روانه وي ـ هغه خوشحاله هم ؤ او وار خطا هم ـ پلار ورته ووې چې ٫٫ هلکه د ژمي شپه ده بهر مۀ څمله ناروغه به شې ،، خو هغۀ ورته صرف دومره ووې چې ٫٫ دننه مې ساه ډوبېږي ،، مور ئې ورباندې ډوبه بړستن واچوله او پخپله دننه کوټې ته لاړه ـ
شپه يخه وه ـ د غرونو په سرونو  واؤرې شوې وې ـ خو د مازيګر نه پس موسم صفا شوے ؤ ځکه نو د څوارلسمې د سپوږمۍ شغلې نورې هم يخې وې چې څنګه څنګه شپه پخيده ـ د شېر ګل تلوسه نوره هم سېوا کېده ـ دوه درې ځله د پيشو د پښو ښکالو سره په کټ کښې رانېغ شو ـ کله کله به ئې چې پلار دننه په کوټه په ډډه واؤړېدو نو دلته به شېر ګل غوږونه نېغ کړل ـ چې کله شپه  ښۀ اوغزېده نو د هغوي د کور دروازه ورو غوندې بيرته شوه ـ په شېر ګل يوه تبه تله او بله راتله ـ هغۀ د ور خلاصېدو نه پس د ګلالۍ د پښو ښکالو اورېدۀ چې ورو ورو د هغۀ کټ پورې راورسېده ـ هغۀ په ځان پورې بړستن نوره هم کلکه کړه خو ساعت تېر نۀ ؤ چې ٫٫ چا ،، بړستن ورو غوندې راښکه او بيا غلي غوندې د شېر ګل خوا ته راوختل ـ د شېر ګل ساه بنده وه او ټول وجود ئې خوله خوله ؤ هغه نۀ پوهېدو چې څۀ وکړي ـ
څۀ ساعت خاموشي وه او بيا په شېر ګل چا ورو غوندې پښه واچوله ـ هغه غوښتل چې چغې کړي خو د ويرې نه ترې اواز هم نۀ شو ختلے ـ ساعت تېر نۀ ؤ چې چا ترې لاسونه هم چاپېر کړل ـ د شېر ګل په ذهن کښې د رسوايۍ هېبتناک احساس راؤپارېدو د هغۀ په مرۍ کښې لاړې اوچې شوې ـ د وينې چلن ئې نور هم سېوا شو او د شپې د تېرېدو احساس ورته هله وشو چې کله ئې د پلار خبرې واؤرېدې ـ ٫٫ دا خو دپاسه سره غرمه ده او شېر ګل بچے مې نن هډو د پاڅېدو نوم نۀ اخلي ،،
د شېر ګل د ټول وجود نه لکه چې دم ختلے وي ـ هغه بړستن په ځان پورې نوره هم کلکه کړه ـ لاس اوس هم د هغۀ د غاړې نه چاپېره ؤ ـ د هغۀ هر يو رګ بې اختياره دانګل او د پلار د بې عزتۍ احساس په يو دوه کښې اټاله کړے ؤ ـ هغه نۀ پوهېدو چې خپلې مور او پلار سره به څنګه سترګې لګوي ـ هغه د پلار خبرو ته غوږونه نېغ کړي ووـ ٫٫ د خان کاکا زوم بيګا د امريکې نه واپس راغلے دے چې شېر ګل پاڅي نو هلته ئې ولېږه او زۀ څاروؤ له ګياه راوړم ـ هغه د پلار د پښو اواز اورېدو ـ چې دکوره ووتو ولې د پلار دې خبرې د شېر ګل په ذهن کښې يو بل طوفان راپورته کړو ـ هغه نۀ پوهېدو چې د خان د زوم سره به څنګه سترګې لګوي ـ مور ئې ورته درې ځله اوازونه وکړل ـ خو شېر ګل ځان نا غرضه کړو ـ هغې ځان سره ووې ٫٫ ته خو په سړيتوب نۀ پوهېږې خو اودرېږه چې دا بړستن درنه ګوزار کړم چې پاڅې او که نا ،، د شېر ګل د سر نه شنه لوخړه وخته ـ هغه د مور د هر قدم اواز داسې اورېدو لکه چې زړۀ له ئې څوک د پلک ګوزارونه را اچوي ـ
چې مور ئې کټ ته نزدې راغله نو بړستن ئې ترې په درز لرې ګوزار کړه ـ شېر ګل زړۀ کلک ونيولو او سترګې ئې پټې کړې ٫٫وې دا خو ٫٫خيالے،، هم راغلے دے ،، خو شېر ګل د مور په دې خبره هډو پوهه نۀ شو ـ د مور نه ئې مخ واړولو او چې سترګې ئې پرانستې نو کشر ورور خيالي ترې دواړه لاس چاپېره کړي وو ـ شېر ګل يوه اوږده ساه راښکه او چې ئې اوکتل نو د څو ورځو ٫٫دياړۍ ،، ستړے کړے خيالے لا اوس هم بې غمه اودۀ ؤ ـ
 
څــوک تـــر ســـحــره ارمــانـونــه ژاړي
څوک بې پروا په خوب اودۀ پراتۀ دي
 
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
تهينکس ګاډ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
 
هغوي دواړه خاموشه ولاړ وو ـ کله کله به ئې يو بل ته وکتل ولې بيا به ئې سترګې ښکته کړې ـ دواړو د يو بل د زړۀ درزار اورېدۀ ـ ولې چا هم دا همت نۀ شو کولے چې دغه اظهار په شونډو راولي ـ په دېوال باندې يو جولا چاق چاق خپلې جالې ته روان ؤ ـ هغوي دواړو د جولا د پنجو اواز هم اورېدے شو او په جاله کښې د نښتي ماشي د څانګونو شور هم ـ د کړکۍ په نرو نرو چاؤدونو کښې خوږه خوږه هوا راتله چې د کړکۍ پردې ئې خوزولې  دوي د پردو د خوزيدو دغه اواز هم اورېدو ـ په دې دومره خاموشۍ کښې ٫٫ يو خاموشه اظهار ،، د مينې خبرې کولې او دوي دواړه په سترګو سترګو کښې په دغه خاموشه اظهار پوهېدل ـ ٫٫ جمال ،، چې د ډېر وخت نه د ٫٫ شميم،، په مخ سترګې ښـخې کړې وې بې اختياره  ووې ٫٫ ش ـ ـ ـ شميم،، شميم لکه چې د يو ژور خوب نه راپورته شوې وي ـ ٫٫هن،، هغې غلي غوندې ووې ـ جمال په اوچو شونډو ژبه راښکه د زړۀ خبره شونډو له راغله او د هغۀ د زړۀ درزا د قابو نه بهر وتله ٫٫ تۀ دا خپل لاس زما په سينه کېږده نو پوهه به شې چې زۀ څۀ وئيل غواړم ،، شميم داسې محسوسه کړه لکه چې جمال عن د هغې د زړۀ خبره کړې وي ـ د څۀ سوچ نه بغېر ئې منګل د هغۀ په سينه کېښوده ـ او مخ ئې بلخوا واړولو ـ د جمال د وجود هرې ذرې اور واخستو ـ هغه په خپلو رګونو کښې د شميم د بدن ګرم والے محسوس کړو ـ
هغۀ غوښتل چې شميم د خپلې سينې سره جوخته کړي خو چې باهر ئې د هغې د پلار خبرې واؤرېدې نو وبوږنېدو ـ هغه د شميم لاس  په خپلې سينې پورې کلک ونيولو ـ ٫٫ تۀ پوهه شوې ؟ هغۀ په نښتي اواز کښې ووے ـ ٫٫ خدائے پاک دې ما مړه کړي ،، د شميم په سترګو کښې د مجبورۍ اوښکې لاړې راغلې ـ جمال د هغې په خوله لاس کېښودو ـ او بيا ئې د هغې مخ په دواړو لاسونو کښې ونيوؤ ـ ٫٫ داسې مۀ وايه شميم په ما اعتماد کوه ، مکمل اعتماد،،  ٫٫ زما په تا مکمل اعتماد دے ـ خو خدائے خبر جماله ـ ـ ـ خدائے خبر چې دا زړۀ مې ولې کله کله دا خبره نۀ مني تا خو زۀ په داسې امتحان کښې اچولې يم چې زۀ ئې هډو په چل نۀ پوهېږم ـ ما خو چرې دا سوچ هم نۀ ؤ کړے ـ دا هر څۀ څنګه اوشو،، ـ شميم يو نظر ښکته وکتل او بيا ئې د جمال سترګو ته سترګې راواړولې ـ ٫٫کاش وخت هم په دې ځائے اودرېدے شوے چې ما خپل پاتې ټول عمر تاته په کتو تېر کړے وے ـ کاش تا ټول عمر هم زما سوچ کولے شوے،، ـ هغې دومره قدرې ووې او بيا ئې خپلې اوښکې قابو نۀ کړے شوې ـ جمال د هغې هرې اوښکې ته د خپلې مينې بندونه وهل او هغه ئې دلاسه کوله ـ ٫٫شميم زما دې ستا په دې پاکه مينه قسم وي چې ما نۀ ددې نه وړاندې د چا داسې سوچ کړے دے او نه دې خدائے پاک زما په زړۀ او ذهن کښې ستا نه سېوا بل څوک ځائے کړي ،، ـ
په دې اورېدو خدائے خبر شميم ته څۀ خبره راياده شوه هغې خپلې اوښکې اوچې کړې اوپه رپېدونکوشونډو ئې ووې ـ ٫٫جماله ماله داسې کول نۀ وو پکار ځکه چې زمونږه تر مېنځه ډېره لويه فاصله ده دا ما څۀ وکړل ـ ـ ـ  زۀ څومره کم عقله يم ،، هغه د کټ لنګې ته کښېناسته او په دواړه لاسونو کښې ئې خپل مخ کلک ونيو ـ جمال څۀ ساعت اټاله اودرېدو بيا ئې په غريو کښې ووې ـ ٫٫ شميم تۀ د جذبو په صداقت ايمان لرې ،، شميم سر وخوزولو او جمال خپله خبره اوږده کړه ـ ٫٫ زۀ د مينې تقدس د جذباتو په لمبو کښې نۀ شم ستي کولے ـ تۀ باور لره چې کۀ چرې ټول عمر راسره داسې په خوا کښې ناسته ئې نو زۀ به درته ګورم ـ شميم زۀ يو شډل پښتون يم او د يوې پښتنې پېغلې مجبوريانې پېژنم ،،  د شميم زړۀ له خدائے خبر چې بيا څۀ راغلل وړو وړو سلګو وينوه ـ ٫٫ تۀ نۀ پوهېږې ،، هغې دومره قدرې ووې او بيا سلګو سره هټکو ونيوه ـ
د کمرې نه بهر د شميم مور چا سره په خبرو تيزه تيزه لګيا وه او دلته د جمال په زړۀ کښې د مينې طوفان غورځنګونه وهل ـ ٫٫ شميم داسې مۀ کوه څوک به راننوځي ،، راځي دې کنه زۀ د چا نه ويرېږم خو نه،، شميم په اعتماد ووې ـ که هر څو د هغې لهجه کښې اعتماد ؤ خو د جمال نه ساګ سيلۍ وړے ؤ ـ هغه په درنو قدمونو شميم ته ورنزدې شو او په رپېدونکو لاسونو ئې راپاڅوله د شميم زړۀ نور صبر ونۀ کړو او جمال ته ورتر غاړه وته هغه ټوله لکه د پاڼې رپېده ـ د جمال په ټول بدن کښې د شميم د بدن ګرم والي چورلکونه خوړل ـ هغه د شميم مخ دواړو لاسونو کښې کلک ونيوؤ ـ د اوښکو ډکې سترګې ئې ورله ښکلې کړې ـ د شميم د هر اندام نه لکه چې ساه ختلې وي او جمال د خپل کېفيت اندازه ونۀ لګولې شوه ـ هغه څۀ ساعت خپلې شونډې د شميم په سترګوايښې وې ـ
او چې بيا ئې کله خپلې رپېدونکې شونډې د شميم په زيړو تښتيدلو شونډو اېښودې نو د کمرې دروازه په درز بيرته شوه او جمال د کرسۍ نه سر د لاندې راپرېوتو ـ نوکر په وار خطايۍ رامنډې کړې ٫٫ ســر ـ ـ ـ خېر خو دے کنه ،، هغه جمال د فرش نه راپورته کړو ـ جمال په بقو سترګو يو نظر نوکر ته وکتل ٫٫ يو ګلاس اوبۀ،، هغه په اوچو شونډو ژبه راښکه ـ د هغۀ زړۀ اوس هم بې اختياره دانګل سترګې ئې پټې کړې يوه اږده ساه ئې راښکه او د خولې نه ئې بې اختياره وختل ٫٫تهينکس ګاډ ،، (THANKS GOD)
 
داسې حــــالا تــــو زورولے يـــمه
چې تصور دې هم کولے نۀ شم
 
 
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
 
 
 
 
 
 
 
 
 
اخبار
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
 
صوبيدار نېک عمل خاند خپلې نوکرۍ اخري سلوټ هم دومره په چستۍ سره وکړو چې هډو د چا يقين نۀ راتلو چې ګني د هغۀ عمر پوره پنځوسو کالو ته رسېدلے دے ـ هغه د خپل ريټائرمنټ کاغذونه د کرنل صېب نه په ډېر احترام راواخستل او چې کله ئې په دوېم ځل لاس تندي ته پورته کولو نو کرنل صېب ته ئې په ژور نظر وکتل او لکه د نور کله په شان ئې دا ځل هم داسې محسوسه کړه لکه چې د هغۀ په وړاندې د هغۀ زلمے زوئے ارشد ولاړ وي ـ
صوبېدار نېک عمل خان فوځ ته په دې ارمان راغلے ؤ چې هغه به هم يوه ورځ لوئے افسر شي ولې د تعليم د کمي په وجه ايله د صوبېدارۍ عهدې ته رسيدلے ؤ ـ خو هغه مايوسه نۀ ؤ او د خپل ارمان د تکميل دپاره ئې سترګې د خپل زلمي زوي ارشد په لور وې ـ ارشد اوس اوس د دولسم امتحان پاس کړے ؤ ـ پلار به د شپې تر ناوخته پورې زوي ته د خپلې نوکرۍ د زمانې قيصې کولې ـ او زلمي ارشد ته به ئې وئيل چې زۀ د هغه ورځې په ارمان يم چې تا د فوځ د يو لوئے افسر په وردۍ کښې ووينم ـ هغه ته د پلار د جذباتو علم ؤ ځکه نو د آئي ايس ايس بي د امتحان دپاره ئې ټول ضروري کتابونه راجمع کړي وو ـ
او بيا هغه ورځ هم راغله چې ارشد د کمېشن په وړومبني ټسټ کښې د پاس کېدو نه پس کواټ ته د آئي ايس ايس بي دپاره لاړو ـ او د مقابلې په دغه منډه کښې د خپلو ملګرو نه په هر قدم وړاندې لاړو ـ د څو ورځو د امتحان نه پس چې هغه کور ته واپس راتلو نو په مخ ئې يقين او اعتماد دواړو چورلکونه خوړل ـ د ارشد په ليدو د صوبېدار نېک عمل خان زړۀ د خوشحالۍ نه بې اختياره ودانګل او د زوي نه د څۀ اورېدو نه وړاندې ئې په درز سلوټ وکړو ـ ارشد د خندا شين شو ـ او پلار ته بې اختياره ورتر غاړه وتو او بيا د شپې تر ناوخته پورې ارشد خپلې مور خپل پلار او ماشومې خور ته د آئي ايس ايس بي د ټريننګ قيصې کولې ـ او هغوي ټول ورته غوږ غوږ وو ـ
د رزلټ د انتظار دغه څو ورځې ډېرې ګرانې وې ـ مور ئې په نفلونو او دعاګانو نۀ ستړې کېده ـ ماشومې خور ئې خپلې جوړه جامې او لس  روژې منلې وې او پلار ئې وړاندې نه د خيرات دپاره د ٫٫ګوندل ،، نه مېښه راوستې وه ـ ارشد ته د ټول کور ددې ناقرارۍ او انتظار احساس ؤ ځکه نو د پلار په مشوره د رزلټ د پوښتنې دپاره کواټ ته روان شو ـ هغه د خيالونو او فکرونو يو لوئے سېلاب په مخه کړے ؤ ـ هغه په فلائنګ کوچ کښې د ناستو کسانو په خبرو نۀ پوهېدو ـ هغه داسې محسوسو له لکه چې دا د هغۀ ماتحت سپايان دي ـ په زړۀ زړۀ کښې ئې هغوي ته د چپ کيناستو حکمونه هم ورکول ـ په فلائنګ کوچ کښې غږېدونکې موسيقي د هغۀ په ذهن کښې داسې الول کېده لکه چې دا هغۀ ته فوځي بينډ غږېږي ـ د سړک په خوا خوا ولاړې ونې هغه ته د سلامۍ په غرض ولاړ کسان ښکارېدل ـ فلائنګ کوچ لکه د سيلۍ روان ؤ ـ او چې کله ئې د يو ټرک نه لار اخسته نو مخامخ ورله بس راغے. خلقو يو جړق واؤرېدو او بيا نۀ د چا د ژړا اواز راغے او نۀ د چا سلګۍ واؤرېدې شوې ـ په فلائنګ کوچ د چا د ګاډي ګمان نۀ راتلو ـ او په حادثه کښې په مړو کسانو د بنيادمو يقين نۀ شو کېدے ـ په سوونو خلق راتلل ورېدل وارخطا کېدل توبې ئې ويستلې او په مخه تلل ـ
بيا صبا له د اخبار په وړومبۍ صفحه ددې حادثې خبر په لويو کرښو کښې چاپ شوے ؤ ـ ـ ـ د اخبار په دوېمه صفحه په آئي ايس ايس بي کښې د کاميابو کسانو نومونه چاپ شوي وو ـ چې پکښې د ارشد نوم هم ؤ ـ ـ ـ او د اخبار د درېمې صفحې په اخري برخه کښې په وينو لړلے يو مسخ شوے تصوير چاپ شوے ؤ چې لاندې ئې ورته ليکلي وو ـ
٫٫ د فلائنګ کوچ په حادثه کښې مړ شوے هغه بد قسمه زلمے چې لا تر اوسه ئې د وارثانو پته ونۀ لګېده ،، ـ
 
کږه وږه کرښه د شګو په سر
وخته ! لا جوړ نۀ ووم چې وران دې کړمه
 
 
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
 
 
 
 
 
 
تصوير
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
 
ټوله ورځ باران ورېدلے ؤ ـ او چې کله د ژمي دغه يخه ورځ د تيارو په تورتم کښې ورو ورو ورکېده نو د اسمان په مخ وريځو په يو بل پسې منډې وهلې ـ سپوږمۍ به کله کله وريځو د تور څادر نه د لږ ساعت دپاره مخ راښکاره کړو ـ يو نظر به  ئې په کائناتو خپلې پلوشې خورې کړې ـ بيا به ئې لکه د ناوې سترګې د وريځو په پلوشو کښې پټې کړې ـ ساعت تېر نۀ ؤ چې د اسمان برېښنا سېوا شوه ـ او بيا ددغه برېښنا سره په غرونو د تندرونو پرېوتو آوازونه هم هر چا واؤرېدۀ خو په کلي کښې داسې خاموشي خوره وه لکه چې هر چا د خپلو کورونو نه کډې کړي وي ـ د باران څاڅکي داسې بې ترتيبه راپرېوتل لکه چې څۀ رنګې چې څوک چاله په مخ درنې درنې څپېړې ورکوي ـ
سيفور په دغه زول او طوفان کښې ګوډ ګوډ روان ؤ ـ چې کله به د هغۀ په لمدو جامو داسمان برېښنا اولګېده نو د هغۀ په ګس مټ او ښۍ خپه به د باران د اوبو سره ګډې وډې وينې ښکاره شوې ـ هغه په ځان پسې ځان راښکلو ولې په شونډو ئې زبيرګے نۀ راوستو ـ او بيا چې کله هغه يوې دروازې ته نزدې شو نو رو غوندې ئې دروازه اوټکوله ـ هغه دروازې ته د ارمان او حسرت په نظر کتل ـ او چې په دوېم ځل ئې دروازه اوټکوله نو ـ ـ ـ  دروازه خلاصه شوه ـ يو سپين ږيرے باباسيفور ته مخامخ راغے ـ سيفور د هغۀ سترګو ته اوکتل ـ اسمان اوبرېښېدوـ او بابا پوهه شو ـ چې سړے ډېر ژوبل دے ـ هغۀ سيفور ته دروازه خلاصه کړه ـ ـ ـ او ورته ئې ددننه راتلو اووئيل ـ
سيفور يوه اږده ساه راښکه ـ بابا هغه له اوږه ورکړه او دروازې ته نزدې کمرې ته ئې دننه کړو ـ سيفور د يخنۍ نه رپېدوـ او بابا ته د موسم احساس ؤ ـ هغۀ زر زر هور بل کړو ـ او چې کله د هور رڼا په سيفور اولګېده نو بابا د هغۀ زخمونه واضح اوليدل ـ
دواړو به يو بل ته په ژور نظر کتل خو چا هم خبره نشوه کولے ـ اخر بابا غلي غوندې اووے ٫٫ ستا خو لکه چې زخمونه ډېر ژور دي ـ اودرېږه چې څۀ پټۍ درله اوکړم ،، بابا چې څنګه په پټۍ پسې پاڅېدو نو سيفور ورته بيا په ډېر غور اوکتل ـ بابا څۀ ټوکي اوسوزول او چې د سيفور په زخمونو ئې پهې لګولې نو سيفور داسې محسوسه وله لکه د هغۀ په زړۀ ټکورنه لګي ـ چې کله د سيفور لږه تسلي اوشوه ـ نو بابا ورته ګرم څادر راواخستو ـ او ورته ئې اووے چې اودۀ شه چې کله صبا راؤخېژي نو ـ ـ ـ بيا به پخپله مخه ځې ـ  سيفور بابا ته يو ځل بيا په غور اوکتل ـ بابا د هغۀ د سترګو په تجسس او سوالونو پوهېدو ـ په ډېر چل ئې ترې د زخمونو سوب اوپوښتو ـ سيفور خبره الول کړه او دومره قدرې اووے چې دشمنان راپسې  وو ـ دغه څو ډزه په مقابله کښې لګېدلے يم ـ او که چرې تاسو راله امن نۀ وے راکړے نو ـ ـ ـ ،،
د بابا او سيفور چې کله خبرې اوږدې شوې نو بل خوا د عبدالجبار خان بي بي په کور کښې حيرانه اودريده  او دې فکر يوړه  چې په دې توره تيارۀ کښې د هغوي نوکر په خپله وړه کوټه کښې د چا سره خبرې کوي ـ هغه د ګوتو په سرونو کوټې ته نزدې راغله ـ څۀ ساعت ئې خبرو ته غوږ اونيوۀ ـ بيا ئې د ورۀ په چوند کښې غلې تماشه اوکړه ـ د هغې نظر د اور په لمبو کښې د سيفور په مخ پرېوتو ـ زړۀ ته ئې ډېرې وسوسې او سوالونه راغلل خو ـ ـ ـ ـ خو خاموشه پاتې شوه ـ
د سيفور په مخ ناقراري واضحه ښکارېده ـ هغه اړخونه بدلول او د سپين ږيري بابا سره ئې خبرې بدلولې رابدلولې ـ ٫٫ما په ژوند کښې ډېر څۀ ليدلي دي ـ د خپل هوس دپاره مې ډېرې وينې توې کړي دي خو ـ ـ ـ  اوس ملامته يم ـ ماته احساس کېږي چې که پردي سل کورونه وران کړې خپل يو نشې آباده ولې،، ـ باباددې خبرې سره سر اُوخوزولو ـ او بيا ئې سيفور ته اوئيل ـ ٫٫مېلمه چرته خپل زړۀ دې هم درد کړے دے ـ سيفور د لږ ساعت لپاره په سوچ کښې لاړو بيا ئې ـ يو سوړ اسويلے  اوکړوـ ٫٫ هو بابا يوه واقعه داسې ده چې زما په دې مجرم ذهن کښې هر وخت ازغي ازغي کېږي ـ زما په ضمير بيا بيا چکونه لګوي ـ خو ـ ـ ـ  بابا چې کله د عقل سترګې ړندې وي او سړے خپل غرض را اخستے وي نو هاغه څۀ کوې چې د انسانيت  ترې هم ويره کېږي،، ـ ٫٫هو تارښتيا اووے،، ـ بابا د سيفور د خبرې تائيد اوکړو ـ ٫٫ تا راته قيصه کوله،، ـ سيفور په اوچو شونډو ژبه راښکله ـ ٫٫ بابا دا هم داسې د ژمي ورځې شپې وې ـ ماته چا اووئيل چې د امان کوټ کلي د عبدالجبار خان نوکري پوره شوې ده ـ لوئے افسر دے ـ او نن صبا به د پينشن پنډ روپۍ را اخلي ـ د عبدالجبار خان د نوم د اورېدو سره د بابا غوږونه اودرېدل ـ او په وازه خوله ئې اووے ٫٫بيا،،؟ سيفور اړخ بدل کړو او قيصه ئې بيا شروع کړه ـ بيا زۀ په دې غم کښې اخته شوم  چې دامرغۍ مې د ګوتو نه اونۀ ځي ځکه نو د هغۀ څارنه مې شروع کړه ـ او چې په کومه ورځ هغه د بينک نه پسې راواخستې نو زۀ هم په بينک کښې ولاړ ووم ـ د هغۀ په لاس کښې دومره ډېرو روپو زما د ضمير سترګې ړندې کړې ـ چې هغه د بينک نه اووتو نو زۀ ورپسې شوم ـ هغه چې په ما پوهه شو نو د ځان د خلاصي دپاره ئې ډېرې منډې اووهلې خو اخر زما د پنجې د لاندې راغے ـ ـ ـ بابا هغۀ ماته ئې ډېر منتونه اوکړل خو ما د هغۀ نه د هغۀ د څلوېښتو کالو خواري په لږ ساعت کښې اوتروړله ـ او چې کله مې زړۀ ته راغلل چې داسې نه صبا له زما د جرم پته اولګي نو د څۀ سوچ نه بغېر مې دوه درې ډزه په سر اوويشتو ـ بابا ـ ـ ـ  زۀ هر څۀ هېرولے شم خو د عبدالجبار خان هاغه اخري سلګۍ هاغه سواليه نظر نشم هېرولے ـ کله هم نه ،، ـ
چې څنګه سيفور دا قيصه کوله نو د بابا د مخ رنګونه بدليدل رابدليدل ـ ـ ـ چې کله د اور لمبه تيزه شوه نو سيفور د بابا د مخ  تښتېدلي رنګونه اوليدل ـ خو هېڅ ئې اونۀ وئيل ـ بابا غلے غوندې پاڅېدوـ دروازه ئې خلاصه کړه ـ او چې کور ته دننه شو ـ نو سيفور د اور د لمبې په رڼا کښې مخامخ په دېوال د عبدالجبار خان عکس اوليدو ـ د هغۀ سترګې بقې را اووتې په مرۍ کښې ئې لاړې اوچې شوې ـ هغه لکه د بُت مخامخ عکس ته کتل بل خوا بابا ساه ساه په ټوپک پسې منډه کړه ـ چې څنګه ئې ټوپک ته لاس کړو نو د شانه نه ورته چا په اوږه لاس کيخودو ـ بابا اوبوګنيدو ـ چې شاته ئې اوکتل نو مشره بي بي ولاړه وه ـ د هغې په سترګو د هور لمبو چورلکونه خوړل ـ بابا به څۀ وئيل چې مشرې بي بي ورته اووے ٫٫ ما هر څۀ واؤريدل ـ زما په زړۀ کښې ستانه د انتقام اور ډېر سېوا دے ـ خو دا د يو پښتون کور دے ـ او د پښتون کور ته چې څوک د امن دپاره راشي نو په هغۀ ډز کول نۀ پښتو ده او نۀ غيرت دے ـ بابا نن سيفور زخمي دے او په زخمي لاس پورته کول نوره هم بده خبره ده ـ ورشه او د کوره ئې باهر کړه ،، ـ
سيفور دا هر څۀ په خپلو غوږونو واؤرېدل ـ هغۀ ته ځان نور هم مجرم ښکاره شو ـ او چې کله بابا خپلې  کوټې ته راتلو نو بيا سيفور د شپې په تيارۀ کښې په تيزۍ سره وتلے ؤ ـ بابا ورپسې  باهر ته منډې کړې خو د شپې په تورتم کښې هغۀ ته هېڅ نۀ ښکارېدل ـ ـ ـ څو لحظې پس د ټول کلي خلقو يو ډز واؤريدو ددغه ډز د اورېدو سره د عبدالجبار خان د ښځې زړۀ ته ډېر سوالونه راغلل خو هغې خپل نوکر ته هېڅ اونۀ وئيل ـ
او بيا صبا له د کلي په لارو کوڅو کښې هر چا دا خبره کوله چې د بې شميره بې ګناه کسانو قاتل سيفوري بيګاه په نيمه شپه کښې ٫٫ خپل ځان ،، پخپله اوويشتو ـ
چې احساس شي ملامته ضمير ويخ شي
نو ژوندون بيا د ژونــدون په اوږو بار وي
 
 
 
 
 
 
 
مــور
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
 
    شپه د خاموشۍ په غېږ کښې اودۀ وه ـ د اسمان په مخ اوښان اوښان وريځې يو بل پسې روانې وې ـ سپوږمۍ به کله کله د وريځو د مينځ نه غلې غوندې د کائنات د ښکلا ننداره وکړه ـ ستورو ته به ئې په چپه خوله څۀ ووئيل او پناه به شوه ـ شپه که هر څومره خاموشه وه ولې کله کله به چرته لرې يو سپي د خپل ستړي ژوند نه فرياد شروع کړو ـ د کلي نورو ٫٫سپو،، به دغه فرياد سره خپله ژړا هم شروع کړه ـ او تر ډېره وخته به ټولو خپل خپل ارمانونه وژړل ـ د کلي د سپو په دې سلګو کښې به د خانانو د کور د سپو سلګۍ نۀ وې شاملې ـ هغوي به په قهر او غضب غپا کوله لکه چې د کلي سپو ته هم دا وائي چې د خانانو خوب مۀ خرابوئ ـ
د  کلي د نورو خلقو په شان ٫٫ لېونۍ ،،هم بې غمه اوده وه ـ خو د هغې په مخ د بيمارۍ نخښې واضحه ښکارېدې ـ هغه د وادۀ نه وړاندې سعيده وه مور به ورته کله کله د مينې نه بختوره وې ـ خو چې د خاوند کور ته راغله نو د ډېرې مينې نه ٫٫ لېونۍ ،، شوه ـ خاوند به چې کله هغې ته ٫٫ لېونۍ ،، ووئيل نو سعيده به د خندا نه شنه شوه ـ او خپل ماشوم والے به ورته ياد شوـ کله چې شپه نوره هم وغزيده نو لېونۍ په خوب کښې چغه کړه د هغې خاوند چغې سره راوېښ شو او چې کله ئې رڼآ بله کړه نو وار خطا شو ـ لېونۍ په کټ کښې ناسته ټوله رپېده رنګ ئې زيړ تښتېدلے ؤ ـ په غټو غټو سترګو کښې ئې غټې اوښکې تلې راتلې ـ وېښتۀ ئې ګډ وډ وو ـ په مخ ئې داسې خولې راماتې وې لکه چې لپه لپه اوبۀ ئې پرې اچولي وي ـ د هغې ساه راماته وه ـ او هره سلګۍ ئې اخري ښکارېده ـ د هغې خاوند داسې خاموشه ولاړ ؤ لکه چې يو بُت خپل حس نۀ لري ـ هغه نۀ پوهېدو چې څۀ وکړي ـ بيا ئې زړۀ له څۀ راغلل په درنو قدمونو د لېونۍ خواله راغے ـ او چې کله ئې د هغې په سر لاس کېښودو نو داسې ئې محسوسه کړه لکه چې د هغې ټول وجود اور اخستے وي ـ د مخ نه ئې ورله خوله اوچه کړه ولې د هغې په حالت کښې څۀ فرق رانغے ـ خاوند ئې ورته بيا بيا اوازونه وکړل ولې لېونۍ د زبيرګي نه علاوه نور هېڅ هم نۀ شو وئيلے ـ
د يو ساعت سوچ نه پس د لېونۍ خاوند يوه اوږده ساه راښکله پاڅېدو او د خاورو منګي نه ئې يو ګلاس اوبۀ راواخستې چې کله اوبۀ د لېونۍ حلق ته اورسيدې نو سترګې ئې پرانستې ـ د هغې د خاوند په سترګو کښې د خوشحالۍ اوښکې راغلې ـ لېونۍ په ډېر ارمان خپل خاوند ته وکتل اول مسکۍ شوه بيا ئې ووې ما وبخښه خپله لېونۍ معاف کړه ـ د هغې د خاوند زړۀ داسې جټکه وخوړه لکه چې د هغۀ په سينه کښې طوفان راغلے وي ـ په اوچو شونډو ئې ژبه راښکله او لېونۍ ته ئې ووې داسې خبره مۀ کوه ـ لېونۍ يو ځل بيا خاوند ته په غور وکتل او وې وئيل زۀ نوره ژوندۍ نۀ شم پاتې کېدے د هغې د خاوند په مخ ډېر رنګونه لاړۀ راغلل ـ هغۀ يو ځل بره چت ته وکتل بيا ئې د شپې خاموشۍ ته وکتل هغۀ په يوه ساه ووې تۀ ـ ـ ـ تۀ وار خطا کېږه مه ـ ـ ـ بس چې که خېر وي دا شپه تېره شي نو زۀ به دې لوئے هسپتال ته بوځم ـ
د هسپتال د نوم په اورېدو د لېونۍ په مخ لړۍ لړۍ اوښکې راماتې شوې ـ د هغې د هسپتال د نوم نه نفرت ؤ ـ خاوند ئې چې کله هم د هسپتال خبره کړې وه لېونۍ ورته دواړه لاسه جوړه کړي ووـ چې ٫٫ د هسپتال نه د هغې د خپلو برګو د لاندې مرګ خوښ دے ،، د اسمان په مخ وريځې نورې هم ګورې شوې ـ د سپو غپا ورو ورو کمېده او د چرګانو بانګونه اورېدے شول ـ لېونۍ خپله بيماري ژړله او د هغې خاوند خپله بې وسي ـ
شپه سبا شوه خو د کلي خلقو ته ددې قيامت پته نۀ لګيده په ټول کلي کښې صرف نازو ترور داسې ښځه وه چې د لېونۍ خاوند ورته ټوله قيصه کړې وه ـ څوک چې نن مجبوره وه ـ ـ ـ  د بيمارۍ د لاسه او د خپلې بې وسۍ د لاسه ـ
صبا له لېونۍ د ګاډي په سيټ کښې پټې سترګې پرته د لوئے هسپتال په لور روانه وه ـ د هغې سر د نازو ترور په زنګون پروت ؤ او د هغې خاوند د غمونو او فکرونو يو لوئے سيلاب په مخه کړے ؤ ـ
د لوئے هسپتال په وارډونو کښې نن هم ګڼه ګوڼه وه ـ د زنانه ډاکټرې د کمرې مخې ته داسې غوبل جوړ ؤ لکه چې هسپتال نۀوي د کبډي مېدان وي ـ اکثر زنانه داسې ښکاريدې لکه چې د مرض د نوم نه نا اشنا وي د هغوي په مخونو د ميک اپ نخښې هم د لرې نه ليدے شوې ـ چې کله به د ډاکټرې د کمرې دروازه بيرته شوه نو دې سنګار شوؤ ښځو به ټېل جوړ کړو ـ داسې ټېل چې پکښې د هډونو ماتېدو خطره وه ـ غټې او مضبوطې زنانه به دننه لاړې او بيمارې بې وسه او بې کسه زنانه به هم دغسې د خدائے په اسره پاتې شوې ـ د هسپتال يو غټ پټ نوکر هم په دې پردو زنانه ؤ کښې بې ضرورته تلو راتلو ولې د چا ورته د غږ کولو همت نشو کېدے ـ
د لېونۍ خاوند دا هر څۀ ليدل او په دې خبره پوهېدو چې لېونۍ ولې هسپتال نه نفرت کوي ـ د يو ساعت دپاره د هغۀ زړۀ ته هم دا خبره راغله چې واپس کلي ته لاړ شي او د لېونۍ د قسمت فېصله وخت ته پرېږدي ـ هغه ګېر چاپېره کتل چې ناګهانه ئې ډاکټر سردار په نظر راغے د هغۀ په خپلو سترګو يقين نۀ راتلو چې سردار دلته څنګه راتلے شي ـ ډاکټر سردار د لېونۍ ورور ؤ ـ ولې لېونۍ ونۀ ليدو ـ ځکه چې د هغې سترګې پټې وې ـ خو چې سترګې ئې غړولې نو د هسپتال په وارډ کښې پرته وه ـ د هغې ورور د هغې سرته ولاړ ؤ د لېونۍ په سترګو کښې غټې غټې اوښکې راغلې خو دا ځل په دغه اوښکو کښې بې وسي نه وه ـ اعتماد ؤ حوصله وه ځکه چې د هغې وينه د هغې سر ته ولاړه وه ـ
ورځ تېره شوې وه او د ماښام لړې خورې وې د هسپتال په وارډ کښې ښځو داسې ګپ ګرم کړے ؤ چې هډو د ختمېدو نوم ئې نۀ اخستو هر چا خپله خپله وئيله ـ څوک د بيمارۍ د لاسه پټې سترګې پرتې د خپل انجام په انتظار وې ـ ولې د هرې مريضې سره چې کومې درې درې نورې زنانه دېره وې د هغوي د خولو ټپولو دپاره هېڅوک نۀ وو ـ لېونۍ هم په يو کټ کښې غزېدلې پرته وه ـ کله کله به ئې سترګې راپورته کړې ـ ګېر چاپېره به ئې وکتل او بيا به ئې سترګې پټې کړې ـ د هغې خاوند دوه درې ځله وارډ ته راغے د لېونۍ په اوچو شونډو ئې نظر پرېوتو ـ په زړۀ کښې به ئې ډېر څۀ راغلل ولې هېڅ به ئې نۀ وئيل اوبيا ډاکټر سردار وارخطا وارخطا وارډ ته راننوتو نو د لېونۍ د خاوند تلوسه سېوا شوه ـ هغۀ د سردار خولې ته کتل ـ سردار د خپل تندي نه خوَله اوچه کړه او بيا ئې يو سوړ اسوېلي سره اووې ٫٫ صبا له به اپرېشن وي ،،
د اپرېشن د نوم سره د لېونۍ د خاوند رنګ زيړ وتښتېدو لېونۍ سر راپورته کړو او په سلګو سلګو کښې ئې ووې زما نور ژوند نۀ دے پکار ـ زۀ مرګ غواړم زۀ به خود کشي وکړم ـ زما خاوند هسې هم مانه ستړے شوے دے ـ ددۀ به لار خلاصه شي ـ او زۀ به د سکون ساه واخلم او بيا هغه په بق بق وژړېده ـ ډاکټر سردار هغې له تسلي ورکړه د نشې څو ستنې ئې ورته ولګولې او بيا په شغ د وارډ نه بهر ووتو ـ د لېونۍ خاوند يو ځل لېونۍ ته وکتل د هغې سترګې پټې وې هغۀ په درنو قدمونو د وارډ نه بهر راووتو ـ هغۀد شپې په توره تيارۀ کښې بره اسمان ته کتل او په سترګو کښې ئې اوښکې تلې راتلې ـ
هغه د فکرونو سېلاب په مخه اخستے ؤ لېونۍ په هغۀ ګرانه وه ـ ددې باوجود چې لېونۍ هغۀ ته مينه نۀ وه ورکړې ـ ددې باوجود چې لېونۍ د خپل خاوند هره وړه خبره لويه کړې ده ـ چرې هم داسې موقع نۀ وه راغلې چې لېونۍ د خپل خاوند مشوره منلي وي ـ هغې هر ځل د خپل خاوند په معمولي خبره اوښکې توئې کړې وې او خاوند ئې په زړۀ کښې ځان ته د لېونۍ په وادۀ کولو ستغې سپورې وئيلې ـ ولې نن هغۀ ته د لېونۍ دا ټول عادتونه ښۀ ښکارېدل هغۀ لېونۍ نه د جدا ژوند سوچ هم نۀ شو کولے ـ او بلخوا د لېونۍ زړۀ د ژوند نه موړ ؤ ـ هغه د بيمارۍ د لاسه دومره تنګه راغلې وه چې خاوند ته ئې هم نۀ شو کتلے ـ
د هسپتال شپه هم ورو ورو وغزېده او اخر سبا شوـ لېونۍ لا اوس هم د نشې د لاسه پټې سترګې پرته وه ـ ډاکټر سردار وارډ ته راغے ـ د لېونۍ خاوند ته ئې غلي غوندې څۀ ووې او بيا چې د هسپتال په وارډونو کښې د معمول غوبل جوړېدو نو لېونۍ د اپرېشن په تخته پرته وه ـ د هغې خاوند د اپرېشن د کمرې نه بهر وارخطا ولاړ ؤ ـ هغۀ به کله ځان ته د لاسې ورکولې او کله به لکه د لېونو ځان سره لګيا شو ـ
نازو ترور چې ټوله شپه ئې د هسپتال په کلکو سيمټو روڼه کړې وه ـ د اپرېشن د کمرې په دروازه کښې ناسته وه ـ
خلق تلل راتلل ـ ـ ـ ـ  او بيادوه ګېنټې پس د اپريشن د کمرې نه يو سټرېچر راووتو چې دوؤ کسانو نيولے ؤ ـ د هغوي مخونه په سپينو کپړو پټ وو او په سټرېچر سپين څادر غوړېدلے ؤ سټرېچر يو شغ سره د زنانه ؤ د وارډ نه ګس اړخ ته يوې کمرې ته ورسولے شو ـ دا هر څۀ د لېونۍ د خاوند مخې نه تېر شو خو د هغۀ په خپلو سترګو يقين نۀ راتلو د هغۀ زړۀ درزېدو او قسم قسم وسوسې ئې ذهن ته راتلې ـ هغه لکه د لېونو سټرېچر پسې کمرې ته منډه کړه ـ سړي بهر راووتل ولې هېڅ ئې ونۀ وئيل د لېونۍ خاوند نېغ کمرې ته لاړو لېونۍ په کټ کښې خوره وره پرته وه د هغې سترګې پټې وې ـ په شونډو ئې ګز ګز پتري ولاړ وو ـ هغې مسلسل زبيرګي کول ـ لمبې اوس هم د هغې په سر بليدې ـ او د هغې خاوند په زړۀ کښې ډېر څۀ کرل رېبل ـ دغه ساعت ډاکتر سردار کمرې ته راغے ـ د هغۀ په مخ د خوشحالۍ نخښې واضحه ښکارېدې ـ هغۀ يو ساعت د لېونۍ کټ ته ودرېدو د هغې په تندي ئې لاس کېښودو او بيا د نازو خواله ورغے چې د ډېر وخت راسې خاموشه ناسته وه ـ سردار هغې ته څۀ ووئيل او چې هغې خپل پلو پورته کړو نو په غېږ کښې ئې يوه وړه او ښکلې ماشومه پرته وه ـ ډاکټر د خندا نه شين شو او وې وئيل ٫٫ دا خو زرقېشده ،، د لېونۍ خاوند په ژور نظر ماشومې ته وکتل مسکے شو او ځان سره ئې په چپه خوله ووئيل ٫٫ زرقېش ،، ـ
ورځ يو ځل بيا ستړې وه او د مازيګر په غېږ کښې د اودۀ کېدو په غرض روانه شوې وه ـ چې لېونۍ سترګې وغړولې نو يو ځل ئې خپل خاوند ته وکتل مسکۍ شوه ـ بيا ئې سترګې پټې کړې او  چې د ماښام تيارۀ خورېده نو لېونۍ نه د هغې خوئېندې وروڼه او مور پلار چاپېره ناست ووـ لېونۍ خپله ماشومه زرقېش پخپلې سينې پورې جوخته نيولې وه او لکه د لېونو ځان سره په خندا خندا لګيا وه ـ ٫٫ زۀ مرګ نۀ غواړم ـ زۀ ژوند غواړم ډېر ژوند ـ ـ ـ د خپلې ماشومې زرقېش دپاره د خپلې زرقېش دپاره ،، د هغې په سينه کښې د مور د مينې احساسات راپارېدلي وو ـ خوئېندې وروڼه ئې خاموشه وو او د مور په سترګو کښې ئې د خوشحالۍ اوښکې تلې راتلې ـ
چې يـو فکـر ئې ادراک کولے نشي
مور د هاغه عظمتونو خلاصه ده
 
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
 
 
 
 
 
تـنــدرونـه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
 
د ګل مرجانې په سترګو کښې ناقلاره اوښکې تلې راتلې ـ هغې ته نۀ خو د شپې د تورې تيارې احساس ؤ او نۀ د موسم د ناکړدو نه خبر وه ـ نۀ ئې د اسمان په برېښنا څۀ کار ؤ او نۀ ورسره د ځان فکر ؤ ـ خو چې کله به ئې په لرې واؤرينو څوکو د تندر د پرېوتو اواز واؤرېدو نو اسمان ته به ئې د حسرت په نظر وکتل او داسې به ئې محسوسه کړه لکه چې دغه تندرونه د هغې په زړۀ پرېوځي ـ
هغه د خپلې خيمې نه بهر ولاړه وه ـ کله به چې د اسمان برېښنادخيمو په کلي خوره شوه نوګل مرجانې ته به خاموشه او خالي کوڅې تر نظره شوې په هر لوري چپه چپيا خوره وه ـ خودهغې روح ناقلاره ؤ کله به ئې اسمان ته کتل اوکله به ئې په لنډنظرخپلې خيمې ته کتل چې پکښې دلالټين تته رڼاخوره وه  
د ګل مرجانې څوارلس کلن زوئے ٫٫ شين ګل ،، د موسم نه بې پرواه په ژور خوب اودۀ ؤ خو د هغې ماشومه لور ٫٫وږمه،، لا هغسې ويښه وه ـ ګل مرجانه د څۀ سوچ کولو نه پس په درنو قدمونو خيمې ته راغله په خپلې لور راټيټه شوه او په تندي ئې ښکل کړه خو د ٫٫ وږمې ،، تبې لا اوس هم د کمېدو نوم لا نۀ اخستوـ د هغې په سترګو کښې د بې وسۍ اوښکې لړۍ شوې ـ ځان سره پټه پټۀ وژړېده ـ هغې خپلې ماشومې لور ته څۀ وئيل غوښتل چې بيا ئې د تندر د راپرېوتو اواز واؤرېدو اوښکې ئې په خپل خيرن شليدلي پيڅکي اوچې کړې ـ او بيا د خيمې نه بهر راووته ـ اسمان ته ئې وکتل او د وريځو زغليدو سره د هغې فکرونه هم په شا وزغلېدل ـ هغې ته ياد شول چې ٫٫سيد اغا،، به هغه په ورکوټوالي څومره چيړله او چې کله به ئې ورته د وادۀ خبرې وکړې نو دا به وشرمېده او ورته به ئې وئيل چې د ٫٫ ماما زويه ،، ما سره دا خبرې مۀ کوه ـ د ژوند هېڅ پته نۀ لګي ،، او بيا هغه ورځ هم راغله چې ګل مرجانه د سيد اغا کور ته په سره ډولۍ کښې راغله ـ په هغه ورځ ګل مرجانه څومره خوشحاله وه دومره چې هغې ئې تصور هم نۀ ؤ کړے ـ
د وادۀ نه پس به چې اغا سحر وختي دفتر ته لاړو نو ګل مرجانه به ورته تر ماښامه پورې په دروازه کښې ولاړه وه ـ او چې تر څو به اغا کور تۀ نۀ ؤ راغلے ـ ګل مرجانې به ګوټ اوبۀ قدرې هم نۀ څښلې ـ اغا خو څو څو ځله پوهه کړه چې ٫٫ لېونۍ زۀ خو په دفتر کښې ډېر څۀ وخورم وڅښم تۀ ولې داسې ځان وږې تږې ساتې ،، ګل مرجانه به ورته په خندا شوه او ورته به ئې وئيل چې ٫٫ د ماما زويه تانه بغېر مې هېڅ شي ته هم زړۀ نۀ کېږي اغا به د مينې په ډکو سترګو ګل مرجانې ته وکتل او بيا به دواړه د خندا نه شنه شول ـ
او بيا چې کله د ګل مرجانې غېږه په شين ګل ډکه شوه نو مينه نوره هم سېوا شوه ـ ګل مرجانې ته هغه شپه هم ياده شوه چې کله اغا ساه نيولې کور ته راغے او ګل مرجانې ته ئې ووې چې ٫٫ زمونږ په پاکه خاوره استعماري قواؤ قدم ايښے دے ـ د ترور لورې اوس وطن ته د قربانۍ ضرورت دے ـ تۀ راته ووايه چې زۀ څۀ وکړم ـ د ګل مرجانې په سترګو کښې غټې غټې اوښکې راغلې ـ زړۀ ئې بې اختياره غوندې ودانګل او په رپېدونکو شونډو ئې اغا ته ووې ـ د ماما زويه زۀ پښتنه يم زما په رګونو کښې هم د ننګيالي پلار وينه زغلي ـ په دې جهاد کښې ما د ځان نه بيله مۀ ګڼه ـ اغا يوه اوږده ساه راښکله لکه چې زړۀ نه ئې ډېر لوئے بوج سپک شوے وي ـ بيا ئې په خپلو شونډو ژبه راښکله او په نښتي اواز کښې ئې ووې ٫٫ د ترور لورې ستا جدائي ډېره ګرانه ده ، خو ددې نه بغېر بله لار نشته چې تا او شين ګل نورو مهاجرو سره يو ځائے پاکستان ته لاړ شئ ـ فکر مۀ کوه زۀ به هم ډېر زر درشم ـ ډېر زر ،، دا ئې ووې او مخ ئې بل خوا واړولو ـ
ګل مرجانې ته هغه ورځ هم ياده شوه ـ چې سيد اغا هغه يوې قافلې سره ملګرې کړه ـ ګل مرجانې مخ په دواړه لاسونو کلک نيولے ؤ او چې کله ئې صبر جوابي شو نو په بق بق وژړېده قافله د کوزې پښتونخوا په لوري روانه وه ـ سيد اغا د لاس په خوزولو هغې ته په مخه ښه وئيل او ګل مرجانې خپل ګران افغانستان ته په اخري نظر کتل او وړو وړو سلګو سره ئې وئيل ٫٫ زما د پلار نيکۀ وطنه په خدائے دې سپارم ،، ـ
ګل مرجانه خپل زوي شين ګل سره پېښور سره نزدې يو کيمپ ته راغله ـ د ډېرو منتونو او زارو نه پس ورته يوه خيمه ورکړے شوه او هغې ايله د سکون ساه واخسته ـ د راشن دپاره ئې روزانه د متعلقه واکمنو ستغې سپورې اورېدې خو په زړۀ ئې زغم تېرولوـ د هجرت په څلورمه مياشت ئې لور وشوه ـ ٫٫وږمه ،، چې ايله د دريو کالو شوه نو د مور نه ئې د پلار پوښتنې شروع کړې ـ خو ګل مرجانې به هر ځل هغې له دلاسې ورکولې او د شپې به ئې ورته د اودۀ کېدو نه وړاندې د پلار قيصې کولې ـ وږمې به د مور په غېږ کښې سر ايښودے ؤ او د خپل بابا په فکر کښې به اوده شوه ـ
ګل مرجانې د اسمان په مخ وريځې څارلې او د ماضي ددغه يادونو په جلب کښې دومره لرې تلې وه چې ځان ترې هم ورک ؤ ـ د هغې په سپين مخ تودې تودې اوښکې يو بل پسې زغلېدې ـ چې ناګهانه ئې په اوږه چا لاس کېښودو ـ هغه وبوږنېده او چې په وار خطايۍ ئې مخ شاته راواړولو نو خوبولے شين ګل ولاړ ؤ ـ ګل مرجانې زر زر خپلې اوښکې اوچې کړې او په غريو نيولي اواز کښې ئې ووې ٫٫ بچيه تۀ ولې ويښ شوے ئې ،، ٫٫ مورې دا تپوس زۀ تانه کوم چې په دې نيمه شپه کښې تۀ د خيمې نه بهر په اسمانونو کښې څۀ لټوې ،، شين ګل په ژور نظر مور ته وکتل ـ سيلۍ نوره هم سېوا شوه ـ ګل مرجانې زوي له هېڅ جواب ورنۀ کړو ـ او په درنو قدمونو د ٫٫وږمې ،، خواله لاړه ـ لس کلنې ماشومې ٫٫ وږمې ،، سترګې وغړولې ـ مور په تندي ښکل کړه او شين ګل پوهه شو چې مور مې د وږمې د تبې دلاسه سرګردانه ده ـ زر زر ئې خپل څادر راواخستو او چې کله د خيمې نه بهر وتو نو مور د پلو نه راونيوؤ ٫٫ په دې نيمه شپه چرته ځې ،، مور ترې په هېبت پوښتنه وکړه ٫٫ زۀ ورځم چې د خور دپاره څۀ دوائي راپېدا کړم،، شين ګل ساه نيولي ووې ګل مرجانې يو سوړ اسوېلے وکړو ـ شين ګل ئې خپلې خوا ته رانزدې کړو ـ او په ژړغوني اواز ئې ووې چې ٫٫ کم عقله په نيمه شپه دوائي چرته ده ،، هغې په يو لنډ نظر وږمې ته وکتل او بيا د يو ساعت دپاره فکر يوړه ـ هغې شين ګل ته د ډېر سوچ نه پس ووې ٫٫ تۀ د وږمې سره کښېنه زۀ دا دے راځم ،، شين ګل به څۀ وئيل چې مور ئې په شغ د خيمې نه ووته او شين ګل غلے ولاړ پاتې شو ـ
د اسمان برېښنا نوره هم سېوا شوه ـ د باران څاڅکي ورو ورو سېوا کېدل او ګل مرجانې د اسمان په برېښنا کښې د خپل نامعلومه منزل لارې لټولې ـ هغه چې کله د مقبرې خوا ته ورسيده نو پښه نيولې شوه ـ هغې داسې محسوسه کړه لکه چې په اوږو باندې ئې يو دروند اسماني بوج راپرېوتے وي ـ ګل مرجانې د اسمان په برېښنا کښې قبرونو ته وکتل ـ هغې ته په قبرونو ولاړې شنې او سپينې جنډې داسې ښکاره شوې لکه چې دې پورې خاندي ـ هغه په يو ځائے اټاله ودرېده ـ
دغه ساعت په لرې غرونو يو بل تندر راپرېوتو او دغه تندر سره چې په قبرونو کومه رڼا خوره شوه نو ګل مرجانې پکښې خپل سيد اغا هم وليدو ـ چې سپينې جامې ئې اغوستې  وې او د خندا نه شين د ګل مرجانې په لور را روان ؤ ـ د ګل مرجانې په ټول وجود وېښتۀ نېغ ودرېدل ـ چې کله به اسمان وبرېښېدو نو هغې به سيد اغا هم د خندا شين ليدو ـ او چې کله به تياره خوره شوه نو سيد اغا به په دغه تيارو کښې ورک شو ـ څۀ ساعت تېر نۀ ؤ چې د لالټين يوه تته شان رڼا په دغه ځول کښې ښکاره شوه ـ ګل مرجانه نوره هم خوله خوله شوه ـ رڼا د هغې خوا ته نزدې راغله ـ هغه شين ګل ؤ په وارخطايۍ ئې مور ته ووې مورې ! زر واپس شه په وږمې څۀ چل شوے دے ـ
ګل مرجانې چې يو ځل بيا د مقبرې لور ته وکتل نو داسې ئې محسوسه کړه لکه چې سيد اغا د مړو په خنداګانو کښې ورک شوے وي ـ په درنو قدمونو خيمې ته راورسيده او بيا چې د لالټين په تته رڼا کښې په وږمې راښکته شوه نو وږمې ورو غوندې سترګې وغړولې او دومره قدرې ئې ووې ٫٫مورې بابا به مې کله راځي ،، هغې ٫٫ وږمه ،، څو څو ځلې ښکل کړه سترګې ئې د اوښکو راډکې شوې او څۀ جواب ته ئې خوله جوړوله چې د خيمې نه بهر ئې د سيد اغا خندا واؤريده هغې په وار خطايۍ کښې شاته وکتل او چې بيا ئې مخ وږمې ته راګرځولو نو د وږمې سترګې وازې پاتې شوې وې ـ لکه چې د خپل ناليدلي پلار د راتلو لارې ته ګوري ـ
تۀ رانغلې زۀ دا ستا په انتظار ووم
په ککو کښې مې ارمان شو سترګې سترګې
                  ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
 
 
                                             
 
 
 
 
قتل
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
 
د ساده کلي په سادګۍکښې لا اوس هم مستي په غورځنګ وه په ګودرونو کښې به هر مازيګر ښکلاګانو يو بل له غاړې ورکولې ـ په تنورونو به د پېغلو خنداګانو نوره ګرمي پېدا کوله ـ د چنار په لوړو ښاخونو کښې به ټالونو ٫٫ ژوند،، له جوټې ورکولې ـ کورونه ٫٫ خړ ،، وو خو ضميرونه پاک وو ـ کوڅې ٫٫ تنګې ،، وې خو زړونه فراخه وو ـ ديوالونه کچه وو خو ٫٫لوظونه ،، پاخۀ وو ـ په جوماتونو کښې به تر ناوخته خلقو د کلي په مسئلو خبرې کولې او په حجرو کښې به لاس اوس هم د رباب تارونو د وختونو نغمې وئيلې ـ
جمال او مرجانه هم د ژوند د رباب ٫٫ دوه نغمې ،، وې د جمال د ځوانۍ او ښائست خبرې به په ګودرونو او تنورونو کېدې ـ خو د مرجانې د پېغلتوب خبره د چا په خوله نۀ شوه راتلے ـ
د دواړو د کليو تر مينځه ايله دوه ميله فاصله وه ـ ځکه نو غم ښادي شريکه وه ـ مرجانه د ورکوټوالي نه د جمال په نوم وه ـ جمال د کمال خان زوئے ؤ او کمال خان د مرجانې د پلار د مودو يار ؤ ـ دواړو د ځوانۍ ډېر رنګونه په يو بل شيندلي وو او د وخت تېرېدو باوجود لا اوس هم په دغه رنګونو کښې ځلا وه ـ او بيا چې کله د رباب دغه دواړه نغمې په يو سر کښې ځائے شوې نو په ټوله ٫٫ علاقه ،، کښې خوشحالي وه ـ مرجانه د جمال په کتو نۀ مړېده او جمال د مرجانې په سترګو کښې ورک ؤ ـ
کشماله د مرجانې کشره خور وه او نعيم ئې مشر ورور ؤ چې په فوځ کښې مېجر ؤ ـ مېجر صېب به کله کله په چوټۍ کلي ته راتلو او هر ځل به ئې تر ناوخته پورې کشمالې ته د فوځ قيصې کولې ـ که هر څو هغې دغه قيصې څو څو ځله اوريدلې وې خو د ورور د زړۀ دپاره به ئې ورته هر ځل غوږ نيولے ؤ ځکه چې مېجر صېب په کشمالې ډېر زيات مئين ؤ او کشمالې ته ددغه مينې پوره پوره احساس ؤ ـ
بلخوا جمال د مرجانې په ټول ټبر ګران ؤ ـ ولې کشمالې به په هره خبره کښې د هغۀ ذکر کولو او چې کله مرجانه وادۀ شوه نو کشماله به اکثر هم خور کره وه ـ هغې به چې کله جمال ته په ډېر مينه ٫٫ بهائي جان ،، وئيلو نو د هغۀ په سترګو کښې به د خوشحالۍ اوښکې لاړې راغلې او د زړۀ د رباب هر يو تار به ئې داسې نغمه شروع کړه چې هغه به پرې پخپله  هم نۀ پوهېدو ـ
د وادۀ نه يو نيم کال پس چې کله مرجانه د وړومبي ماشوم د کېدو په موقعه ناروغه شوه نو کشماله د هغې د خدمت دپاره په دؤ راغله د خور خدمت سره سره به چې له هغې جمال له جامې استري کولې هغۀ ته به ئې روټۍ اېښوده د هغۀ پېزار به ئې پالش کولو نو زړۀ او ضمير به ئې د يو بل نه داسې عجيبه عجيبه پوښتنې کولې چې د کشمالې نه به يوه دوه خطا شول ـ د ځان سره به ئې ډېر څۀ وئيل کوم چې صرف هغې اوريدے شول ـ
چې کله د مرجانې ماشوم د څلوېښتو ورځو شو نو هغه پلار کره لاړه ـ کشماله په دغه ورځ ډېره خوشحاله وه ـ مرجانې مور ته د خپلې ناروغتيا قيصې کولې او کشمالې د ٫٫ بهائي جان،، نه په دروغه ګيلې مانې کولې ـ ورځ تېره شوه ـ او چې کله ماښام تيارۀ خوريده نو مېجر صېب هم راغے ـ په کور کښې خنداګانو جوختې غاړې ورکړې ـ کشماله په کور کښې توده توده ګرځېده او چې کله شپه په غزيدو شوه نو کشمالې د کور په لويه کوټه کښې خپل ورور او ٫٫ بهائي جان ،، له کټونه سم کړل ـ خبرې وشوې ـ ګيلې ترسره شوې او بيا په کور کښې ورو ورو اوازونه ورکېدل ـ
ټول خلق اودۀ شول ولې کشمالې له خوب نۀ ورتلو ـ هغې بيا بيا اړخونه بدلول ـ چې کله به ورله يو نازک غوندې خيال ضمير اوتخنولو نو د هغې د زړۀ درزا به سېوا شوه ـ په کټ کښې به ئې سر راپورته کړو ـ ولې ګېر چاپېره به د خاموشۍ نه علاوه هېڅ نۀ وو ـ کله کله به ئې د سوچ په ولوونو کښې جمال ونښتو ـ د هغۀ ځوانۍ او ښائست ته به فکر يوړه ـ زړۀ به ورته ډېر څۀ ووئيل خو هغې ته به ځان ډېر لوئے مجرم ښکاره شو ـ زر زر به ئې توبه وويسته او سترګې به ئې پټې کړې چې کله شپه توره هم پخه شوه نو مخامخ په ځوړند لالټين کښې تيل خلاص شول او ساعت تېر نۀ ؤ چې ټول کور په تيارو کښې ورک شو ـ دې تيارو د کشمالې زړۀ نور هم ناقراره کړو ـ جمال د هغې په ذهن او سوچ کښې د خندا شين ولاړ ؤ ـ ځان سره د څۀ سوچ کولو نه پس هغه د کټ نه راپاڅېده ـ ګېر چاپېره ئې تورې تيارې ته وکتل ـ بيا د سر وېښتۀ سم کړل او د پنجو په سرونو د کور لوئې کوټې طرف ته روانه شوه ـ د هغې په هر رګ کښې وينې ټوپونه وهل ـ ساه ئې لنډه لنډه کېده ـ لاسونه او پښې ئې رپېدل خو ٫٫ زړۀ ،، لکه د ماشوم د لاسه نيولې وه ـ
کوټه لرې نۀ وه او ساعت تېر نۀ ؤ چې کشماله د جمال د کټ سر ته ولاړه وه ـ يو څو ځله ئې اوږده ساه راښکه او بيا ئې په رپېدونکي لاسونه د جمال په ٫٫ سر ،، کېښودل ـ هغې داسې محسوسه کړه لکه چې د وجود په هر رګ کښې ئې د اور لمبو چورلک خوړلے وي ـ هغه نۀ پوهېده چې څۀ وکړي جمال په ډوب خوب اودۀ ؤ او کشماله ايله د کټ بازو ته انډول شوې وه چې د کټ بازوګانو چغې کړې ـ د کشمالې نه لکه چې ساه ختلې وي ـ زر دجمال د کټ خوا ته کښېناسته ـ مېجر صېب په خپل کټ کښې ډډه بدله کړه او چې بيا کشماله په دغه تورتم کښې د چا په ښکالو هم پوهه شوه نو نوره هم وارخطا شوه او په خړپوسو خړپوسو د کوټې نه بهر راووته ـ
د هغې د رګ رګ نه خوله روانه وه ـ او چې څنګه خپل کټ ته ورسېده نو خوره وره پړمخې راپرېوته ـ هغې ځان سره په چغو چغو ژړل د زړۀ درزا ئې دومره سېوا شوه چې د هغې د برداشت نه ووته ـ او کله چې دغه درزا ورو ورو کمېده نو د هغې ژړا هم ورو ورو د شپې په خاموشۍ کښې ورکېده او چې کله بيا د چاپېرچل نه د شپې تور څادر راغونډېدو او د صبا سترګه راختله نو کشماله په خپل کټ کښې بقې سترګې مړه پرته وه ـ
 
تـــا مې د حال پو‌ښتنه اونکړله
د زړۀ خبره وه په زړۀ پاتې شوه
 
 
 
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
استاذ ګاډے واپس کړه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
 
٫٫ جنت ګل ،، اسمان ته  وکتلـ او بيا ئې يوه اوږده ساه راښکه بېلچه ئې په اوږه کړه او ستړے ستړے د کلي په لور روان شو ـ د ماښام تيارۀ خورېدونکې وه خو د کلي ځنې زميدار لا اوس هم په خپلو کارونو کښې بوخت ووـ جنت ګل ددغه کلي والو سيوري ليدل چې د سپوږمۍ په کچه رڼا کښې تت تت ښکارېدل ـ هغه ټوله ورځ په پټي کښې تېره کړې وه خو د اوبو د کمي په وجه ئې اوبۀ خور سرته نۀ ؤ رسولے ـ د هغۀ خولې له دوه درې ځله يوه ټپه راغله اوبيا ئې داسې د ذهن نه په بېرته لاړه چې جنت ګل ئې د لفظونو اندازه هم ونۀ لګولې شوه ـ
کلے دومره لرې نۀ ؤ ـ جنت ګل چې کلي ته راؤرسېدو نو بيا په کورونو کښې رڼاګانې بلې کړے شوې وې ـ هغه د خيالونو په ژور سيلاب کښې د ځان نه ورک ؤ ـ ځکه نو ورته دا پته اونۀ لګيده چې کله د خپل کور دروازې ته راؤرسيدو ـ هغه بېلچه په درز دروازه کښې ګزار کړه ـ خپلې جامې ئې دوه درې ځله اوڅنډلې اوبيا د خپل محلت لوئې حجرې ته ورغے ـ
په حجره کښې د ټنګ ټکور محفل تود ؤ ـ او چې کله به چا د منګي د ټنګ او د ستار د ترنګ سره ٫٫ ټپه ،، پورته کړه نو جنت ګل به په دغه ناقراره جذبو کښې خپل تت شان عکس ښکارېدو ـ هغه په فکرونو کښې ورک ورک يو اړخ ته پخه ډډه وهلې وه ـ او د ټولې ورځې د ستومانۍ د ويستو دپاره ئې د کلي د زلمو مخونو ته په زير زير کتل ـ
کلے د ټولو شريک ؤ ـ ځکه نو ورکښې هر يو مخ د بل سره اشنا ؤ ـ دا ددغه کلي معمول وو او جنت ګل ددې ساده باده ښائستونو يوه حصه وه ـ
چې کله شپه په غزېدو شوه نو د کلي خلق  ورو ورو په خورېدو شو ځکه نو جنت ګل ته هم دا احساس وشو چې هغۀ د ماښام روټۍ هم نۀ ده خوړلې ـ هغه کور ته په داسې حال کښې ننوتو چې په زړۀ کښې ئې يوې داسې وسوسې لتې وهلې چې هغۀ ئې احساس نۀ شو کولے ـ په کور کښې ډيوه تته شان بليده جنت ګل چې نزدې ورغے نو ښځه ئې ورپسې راپاڅېده او په رپېدونکو شونډو ئې ورته ووې ٫٫ ښۀ ده چې کور ته راغلې ،، جنت ګل د ډيوې په تته رڼا کښې د هغې په مخ راغلې اوښکې وليدې ـ زړۀ ئې يو نرے غوندې درز وخوړو ـ ٫٫ خېر خو دے کنه ،، د هغۀ مرۍ ونښته ـ ښځې ئې په خپل شليدلي پيڅکي اوښکې وچې کړې او جنت ګل ته ئې مخ را واړولو ـ ٫٫ د نازکې تبه هډو کمېږې نه ،، هغې دومره قدر له ووې او بيا ئې خپلې ماشومې لور ٫٫نازکې،، ته وکتل چې اوس هم د نغري په غاړه په پورت کټ کښې پټې سترګې پرته وه جنت ګل چې نزدې ورغے او د لور په تندي ئې لاس کېښودو نو د وجود په هر رګ کښې ئې ګرمي خوره شوه ـ هغه خپلې ښځې ته هېڅ ونۀ وئيل خو په درنو قدمونو واپس د کور نه راووتو ـ
ساعت پس کور ته د لالټين يوه رڼا رادننه شوه ـ د جنت ګل ښځې په دغه رڼا کښې اندازه لګولے شوه چې دا د کلي بابو صېب دے چې ورپسې جنت ګل د بابوصېب صندوقچه په لاس را روان ؤ ـ بابو صېب چې کله د نغري خوا ته ورغے او د نازکې په تندي ئې لاس کېښودو نو لا شعوري طور ئې د خولې نه وختل چې ٫٫ اُف دا خو ډېره زياته تبه ده ،، هغۀ د ماشومې په تندي لونده کپړه څو ځله کېښوده اوبيائې ورله څۀ شربت ورکړو ـ بابوصېب جنت ګل ته تسلي ورکړه او ورته ئې ووې چې ٫٫دې شربت سره به دا ښۀ شي خو ښۀ به دا وي چې صبا له ئې د ښار لوئے هسپتال ته ورسوئ ،، ـ د جنت ګل په مرۍ کښې لاړې ونښتې ـ بابو صېب ته ئې په سوالي نظرونو وکتل خو بابو صېب د هغۀ په وړاندې هېڅ ونۀ وئيل او صندوقچه  په لاس واپس روان شو ـ
 جنت ګل ماشومې لور ته او بيا خپلې ښځې ته وکتل څوک چې سر تور سر وارخطا ولاړه وه ـ ٫٫ حوصله کوه،، هغۀ خپلې ښځې ته ووې ساعت تېر نۀ ؤ چې ماشومې زبيرګے وکړو او په نښتې ژبه ئې اوبۀ وغوښتې ـ جنت ګل خپلې ښځې ته وکتل د هغې په مخ لکه چې د اطمينان نښې ښکاره شوې وې ـ ماشومې ته ئې زر اوبۀ ورکړې ـ د اوبو سره هغې سترګې وغړولې اول ئې پلار ته وکتل او بيا ئې مور ته وکتل او بيا ئې سترګې پټې کړې شپه ورو ورو غزيده او عن تر دې چې د سحر اذان وشو خو جنت ګل او د هغۀ ښځې دواړو يو بل ته په سواليه نظرونو کتل ـ
سحر له د نازکې تبه بيا سېوا شوې وه ـ سترګې ئې پټې وې ـ چې کله رڼا خوره شوه نو جنت ګل د کلي د اډې نه ټيکسي موټر راوستو ـ مور نازکه په اوږه واچوله او په جنت ګل پسې شاته شاته روانه شوه ـ او بيا چې دوي په ټيکسي کښې کښېناستل نو ډرائيور ته ئې ووې چې ٫٫ تادي کوه په لاره کښې چرته ايسار نۀ شو ،،
ټيکسي د کلي نه څو فرلانګه تلے ؤ چې د ٫٫ قانون واکدارانو،، د تلاشۍ دپاره ودرولو ـ جنت ګل ورته په رپېدونکو شونډو خبره وکړه ـ او هغوي ځکه ومنله چې جنت ګل ئې پېژندو ـ ولې وړاندې ګام په ګام په روډ کښې لوئې لوئې تيږې پرتې وې ـ او ددغو تيږو سره ټوپک په لاس د قانون واکداران ،، ولاړ ووـ هغوي به راتلل د جنت ګل نه به ئې تپوسونه کول ـ د ګاډي تلاشي به ئې اخسته او بيا به ئې د تلو اشاره کوله ـ جنت ګل څو کسانو ته په غصه دا هم ووې چې ٫٫دا د اسلام تقاضا نۀ ده چې بل مسلمان ورور ته دې تکليف ورسولے شي ـ اخر هم زۀ ددې خاورې اوسېدونکے يم ـ او بيا زما سره زنانه ده ـ لږ سوچ اوکړئ سړيتوب هم څۀ شے دے ـ ٫٫ خو د هغوي د خان د حکم تابعدار ،،وو د اسلام او د کلتوري رواياتونــه  ـ د ښار لوئې هسپتال ته ايله د يوې ګينټې لار وه او جنت ګل په پنځو ګينټو کښې لا هلته نۀ ؤ رسيدلے ـ د قانون واکمنو سره د خپلې نوکرۍ غم ؤ ـ او جنت ګل د ځان په غم اخته ؤ ـ
چې لوئې هسپتال ته ايله دوه فرلانګه لار پاتې شوه نو د جنت ګل ښځې ورو غوندې د هغۀ په اوږه لاس کېښودو ـ جنت ګل په هېبت مخ راواړولو هغې د خپلې  ښځې په سترګو کښې ئې غټې غټې اوښکې وليدې  څۀ تپوس به ئې کولو چې ښځې ئې ٫٫نازکې،، ته اوکتل  او چې د جنت ګل سترګې په ماشومې نازکې ولګيدې نو د هغې سترګې وازې پاتې شوې وې ـ د جنت ګل د سترګو نه دوه غټې اوښکې لاړې او د ږيرې په وېښتو کښې ورکې شوې ـ هغۀ په رپېدونکو شونډو د ټيکسي ډرائيور ته دومره قدر له ووې ٫٫ استاذ ګاډے واپس کړه ،، ـ
 
د ارمان جولۍ مې تشه درنه يوړه
وخته څومره لېونے جبر دې اوکـړو
 
 
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
 
 
 
 
 
 
 
مـاتـه آئينـه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
 
لکه د نور کله په شان دا همد لاهور يو عام مازيګر ؤ ـ ټول ښار په لوګو کښې پټ ؤ ـ ولې د شاهي جومات په لوړو منارو لا اوس هم د شفق رنګونه واضحه ښکارېدل ـ ددغه رنګونو په سيوري کښې چا په خوند خوند د قرآن پاک تلاوت کولو او څوک د مازيګر د نمانځۀ نه پس د امام صېب خبرو اورېدو ته غلي ناست ووـ بلخوا جومات سره په ډېره لږه فاصله کښې د ٫٫ شاهي محلې ،، خنداګانې هم واضحه اورېدے شوې ـ
چې څنګه څنګه د ورځې په مخ د تورې شپې تور څادر خورېدو نو د ګونګروګانو شړنګا سره خنداګانې نورې هم سېوا کېدې ـ خو دا څۀ نوې خبره نۀ وه ـ شاهي محلې د ډېرو کلونو راسې د ژوند دا تماشې ليدلې وې ـ
٫٫ ضميرګل ،، به د هغه ورځې نه هر مازيګر په شاهي محلې کښې ځوړند سر روان ؤـ کله نه چې هغه د خپل کلي نه لاهور ته راغلے ؤ ـ نو د ډېر کوششونو نه پس ورته  معمولي غوندې نوکري په لاس ورغلې وه ـ هغۀ د شاهي محلې نه څو قدمه قبلې اړخ ته يو کوارټر په کرايه نيولے ؤـ دغه کوارټر که هر څو تنګ ؤ خو چې ضمير ګل به ورته د ماښام په خړه کښې ستړے ستومانه راغے او په کټ کښې به خور وور پرېوتو نو داسې به دمه شو لکه چې د مور غېږه کښې ئې سر اېښودے وي ـ
ضمير ګل د شاهي محلې د ٫٫ ادابو ،، نه ښۀ خبر ؤ خو غريبي ئې لويه مجبوري وه ـ او ددغه مجبورۍ د مخه هغۀ په خپله وړه کمره کښې يو اړخ ته د خپلې ٫٫ مينې ،، عکس لګولے ؤ او بل اړخ ته ئې يوه ٫٫ آئينه ،، لګولې وه چې ضمير ګل به ور کښې کله کله د خپلې جل وهلې ځوانۍ څارنه کوله او چې کله به ئې د زړۀ تارونو د شاهي محلې نغمه وچېړله ـ نو ضمير ګﻻ به د خپلې ٫٫مينې،، عکس ته وکتل ـ خپلې حيا او پښتو به ورله سترګې ښکته کړې او ضمير ګل به زر غوږونو ته ګوتې يوړې  ٫٫ توبه خدايه توبه ،، هغۀ به د ځان سره ووې ـ
دا د هغۀ د کلونو معمول ؤ خو نن د هغۀ زړۀ ډوب ډوب کېدو د خپل کار نه وختي رااووتو او تر ډېره ناوخته په شاهي محله کښې ستړے ستړے ګرځېدو ـ کله به د خورو اوربلونو تماشې ته ودريدو کله به ئې د ګونګروګانوشړنګا سره د زړۀ درزا سېوا شوه او کله به ئې د شاهي محلې غټ خيټو د لالانو ته په ژور نظر لاندې باندې کتل ـ د هغۀ ذهن ته به ډېر داسې سوالونه راغلل چې د جواب په چل به ئې نۀ پوهېدو ـ
د ماښام تيارې په خورېدو وې او ضمير ګل ساعت پس خپل کوارټر ته اورسېدو ـ هغۀ په مات زړۀ د کوارټر دروازه خلاصه کړه ـ او د خور اسمان لاندې په کټ کښې داسې خور وور پرېوتو چې پېزار ويستو ته ئې هم خيال نۀ شو ـ په اسمان کښې ستورو پټ پټاڼې شروع کړي وو ـ ضمير ګل دغه ستورو پسې سترګې ګرځولې شپه په غزيدو وه خو ضمير ګل له بيخي خوب نۀ ورتلو ـ هغۀ بيا بيا اړخونه بدلول ـ د څه ساعت دپاره ئې يو ځل بيا اسمان ته وکتل ـ هلته وريځې يو بل پسې زغـلېدې اوضمير ګل داسې محسوسوله لکه چې ټول اسمان پــه منــډو شــوے وي ـ بيــا وريځــو پــه دغه منډو کښې يو بل لـه جوختې غاړې ورکړې او ګټان ګټان د ضمير ګل د سر دپاسه جرګه جرګه شوې ـ د هغۀ ساه ډوبه ډوبه شوه ـ مرۍ ئې ونښته ـ
٫٫ وريځې ،، د هغۀ په ذهن کښې الول کېدې هغه راپاڅېدو دوه درې ګوټه اوبۀ ئې په ډېر زور د مرۍ نه تيرې کړې ـ او بيا د شپې په توره تيارۀ کښې په درنو قدمونو بهر ووتو ـ هغۀ ته د کوارټر د بندولو خيال هم رانغے او لږه شيبه پس په داسې حال کښې کوارټر ته واپس راغے چې ٫٫ د زړۀ درزا ،، ئې نوره هم سېوا شوې وه ـ د هغۀ په هر رګ کښې زلزله وه ـ د تندي خوله ئې اوچه کړه او بيا نېغ کمرې ته ننوتو هغه په ٫٫آئينه،، کښې د ځان کتو دپاره لکه بُت اورېدو خو ٫٫ آئينه،، په مينځ بيله شوه ـ ضمير ګل خپل ټوټې ټوټې مخ ته نۀ شو کتلے ساه ئې راماته شوه او په وارخطايۍ ئې ٫٫ عکس ،، ته مخ راواړولو ـ ٫٫ عکس ،، هم ضمير ګل سره سترګې ونۀ لګولے شوې او په درز پړ مخې راپرېوتو ـ ضمير ګل په درنو قدمونو ٫٫عکس،، ته نزدې ورغلوـ په رپېدونکو لاسونو ئې عکس راپورته کړو او چې کله ئې د عکس سترګو ته وکتل نو د خولې نه ئې بې اختياره کريکه ووته ځکه چې ٫٫ عکس،، ټول په وينو کښې لړلے شوے ؤ ـ
چې مې د فکر آئينه ماته شوه
اوس به د ځان تصوير په څۀ کښې ګورم
                    
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
 
 
 
 
 
 
 
اوچې اوښکې
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
 
٫٫ ښه نصېبه ،، د رحيم الله خان د کور پېدائشي نوکره وه ـ هغې ته ياد وو چې ايله د لسو کالو وه نو مور به ورته د کور کار سره سره د خانانو د ٫٫ نازونو،، خبرې کولې ـ او بيا وخت هغې ته هر څۀ زده کړل ـ د مور د مرګ نه پس چې کله د ښه نصېبې په ژوند کښې د اميد اخري رڼا لتې وټکولې نو هغې د صبر ساه واخسته او خپل ټول ارمانونه ئې د ٫٫ خانانو،، د کور سره وتړل ـ هغه به د سحر نه تر شپې ناوخته پورې د کور په کارونو کښې داسې بوخته وه چې خپل ځان به ترې نه هېر ؤ او اکثر به نهره اوده شوه ـ هغه ماشومه وه ـ پېغله شوه خو د پېغلتوب بې فکري ئې ونۀ ليده ـ چرته  ئې په ډکه خوله ونۀ خندل او د وخت د ظلم ، جبر او ناکړدو احساس ورته هله وشو چې کله موده پس ئې د لوئې اختر په دوېمه ورځ په آئينه کښې خپل ځان ته وکتل ـ
د هغې په مخ کښې د وختونو کرښې واضحه ښکارېدې ـ په تورو ويښتو کښې ئې ٫٫ سپين ډکي ،، يو بل سره غاړه وتي وو ـ د هغې زړۀ ډوب ډوب شو ـ ژوند ورته په خپل کمزوري وجود ډېر لوئې بار ښکاره شو ـ او د بار دغه احساس د ښه نصېبې د ارمانونو ملا بې وخته ماته کړه ـ هغه به چې کله د فرش صفايۍ ته برنده کښېناسته نو بيا به راپاڅېدے نۀ شوه ـ د وجود په هر رګ کښې ئې نينې ورتيدې ـ ولې هغې به چاته هم ګيله نۀ کوله ـ او بيا ورو ورو دغه کمزورۍ ښه نصېبه دکټ کړه ـ هغه به ټوله ورځ اوشپه ټوخيده ـ دوه درې ځلې ئې دکور په کارونو پسې د راپاڅېدو کوشش وکړو خو ونۀ شوه ـ
يوه شپه چې کشر خان ناوخته کور ته راغے او په يخنۍ کښې ئې ښه نصېبه بهر په دالان کښې په ټوخيدو وليده نو خپل نوکر ٫٫ بهادر خان کاکا ،، ته ئې ډېرې بدې ردې ووې او ورته ئې ووې چې ٫٫ دا کور دے څۀ هسپتال خو نۀ دے ،، بهادر کاکا شپه په شپه ښه نصېبې له د خان د بنګلې نه په ډېر لږه فاصله کښې د څاروؤ په غوجل کښې کټ برابر کړو او ښه نصېبه د کور نه غوجل ته په داسې حال کښې ورسيده چې د خپلې مور د لاس د لوګو وهلې بړستنې نه علاوه ورسره نور هېڅ هم نۀ وو ـ هغه به يوازې پرته وه ـ مشر خان د کلي د مسئلو نه نۀ ؤ اوزګار او ٫٫ بېګم صېب ،، د بيمارۍ نه کرکه کوله ـ صرف بهادرکاکا ؤ چې کله کله به ئې ښه نصېبې له ډاډ ورکړوـ
د څو مياشتو پرله پسې ناروغتيا ښه نصېبه کمزورې کړه هغه به هر وخت د فکرونو سيلاب په مخه کړې وه ـ يوه ورځ هغې ته خپل ماشوم والے بې اختياره ياد شو چې کله هغه ناروغه وه او مور ورله د مشر خان په وېنا ډاکټر راوستے ؤ او بيا د يوې ستنې وهلو سره هغه جګه جوړه شوې وه ـ ددې سوچ سره د هغې په پتري پتري شونډو نرۍ مسکا خوره شوه ـ د هغې په بې وسه زړۀ کښې يو معصوم غوندې ارمان راؤپاريدو چې ٫٫ کېدے شي مشر خان ته زما د بيمارۍ پته ولګي او بيا راله ډاکټر راولي ،، ـ څو ورځې هغه د امېد او ٫٫مايوسۍ ،، سره په جنګ وه ـ خو بله ورځ ئې په رښتيا د خان خبرې واؤرېدې چې ٫٫ هلکه بهادره لاړ شه او د ښار هغه لوئې ډاکټر راوله ـ
دې اورېدو سره د ښه نصېبې په کمزوري مخ پيکه رنګونه غاړې ورکړې ـ هغې د بړستنې نه سر رابهر کړو ـ اوبيا ئې چې کله د بنګلې نه د موټر د وتو اواز واؤريدو نو د سکون يوه اوږده ساه ئې راښکه ـ هغې ته ځان په رښتيا ٫٫خوش نصېبه،، ښکارېدو ـ د ډېرې خوشحالۍ نه ئې سر په خيرنه بړستنه کښې کلک پټ کړو او د ډاکټر راتلو ته ئې غوږونه نېغ ونيول ـ د هغې زړۀ بې اختياره درزېدو خو په دغه درزا کښې يو پټ سکون ؤ چې ښه نصېبې له ئې تسلي ورکوله ـ
د ډېر ساعت د خاموشۍ نه پس ښه نصېبې د مشر خان رعب دار اواز واؤرېدو ـ٫٫ زما کشري بچي بيګاه ټوله شپه شوګيره کړې ده ـ څنګه ښۀ به شي او که نا ،، د ښه نصېبې وار خطا شو چې ګني د کشر خان طبيعت ډېر خراب دے ـ د يو ساعت دپاره ترې خپله بيماري هېره شوه ځکه چې کشر خان د هغې لاسو کښې لوئے شوے ؤ ـ د بنګلې نه دوه موټرې په يو بل پسې ووتې د موټرو اواز ورو ورو لرې کېدو ـ او عن تر دې چې غېب شوـ ښه نصېبې په کټ کښې ډډه بدله کړه ـ او چې مخامخ ئې وکتل نو بهادر کاکا ولاړ ؤ ـ د هغۀ په مخ مايوسي خوره وه او دغه مايوسي د ښه نصېبې تلوسه نوره هم سېوا کړه ـ
بهادر کاکا نزدې راغے ښه نصېبې ورته په رپېدونکو شونډو څۀ وئيل غوښتل چې بهادر کاکا پخپله خبره راواخستله ـ ٫٫ کشر خان بيګا ټوله شپه خوب نۀ دے کړے يره خو عجيبه دنيا ده ،، ښه نصېبې ترې نه په وارخطايۍ تپوس وکړوـ ٫٫ نو ګني خدائے مکړه ناروغه دے ،، ـ خان نۀ دے ناروغه د هغۀ سپے ټائيګر ناجوړه دے ـ او مشر خان ورله د ښار لوئے ډاکټر راوستے وو ـ د بهادر کاکا خبرې سره په ښه نصېبې سر وچورليدو په مخ ئې دوه کږې وږې اوښکې راغلې ځان ورته ډېر بې څوکه ښکاره شو ـ هغې د حسرت په ډکو سترګو مخامخ د رحيم الله خان لورې بنګلې ته وکتل چې پکښې د ښه نصېبې د ماشوم والي او ځوانۍ سيوري تت شان ښکارېدل ـ هغې دغه سېورو ته په سلګو سلګو ژړل او سېورو د هغې په بې وسۍ په بق بق خندا کوله ـ
 
څوک د چا په مجبورۍ پورې خندا کړي
څوک پـه خپل نصيب په چغو چغو ژاړي
 
 
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
آخري خط
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
 
رېل ګاډي څو کريکې ووهلې ـ او بيا يو درز سره وخوزيدو ـ سهېل دغه درز په خپله سينه کښې محسوس کړو ـ هغه د سګريټ نه يو دومره اوږد کش راښکو چې سګريټ  ورسره لمبه شو ولې هغه دغه لمبه ونۀ ليده ـ او دا غالباً ځکه چې د هغۀ په زړۀ کښې ددې نه زياتې لمبې بلې وې ـ هغه د ريل ګاډي د کهړکۍ نه سر رابهر کړو ـ په سټېشن کښې ولاړو کسانو مسافرو ته ئې لاسونه خوزول ـ او مسافرو ورنه د لاسونو په خوزولو د رخصتيدو اجازت اخستو ـ سهېل هر چا ته په ژور نظر کتل ـ د جدايۍ احساس له ئې لفظونه لټول خو چې کله ئې سترګې په ٫٫ سيما ، ولګيدې نو خوله ئې وازه پاتې شوه ـ د هغه په خپلو سترګو باور نۀ راتلو ـ د هغۀ د خولې نه لا شعوري طور يوه چغه وخته ـ هغه د کهړکۍ نه لاس بهر کړو ـ
سيما لکه د ماشومانو په سهېل پسې رامنډې کړې هغه لا سهېل ته نزدې شوې نۀ وه چې د ګاډي رفتار ترې نه ښۀ لرې کړه ـ سيما په سټېشن ساه ساه اټاله پاتې شوه ـ د هغې لاسونه بې اختياره خوزيدل او چې کله ريل ګاډے د نظر د حد نه ووتو نو د سيما په خپل مخ لړۍ لړۍ اوښکو ته پام شو ـ هغې زر زر په لوپټه اوښکې اوچې کړې او ځوړند سر د ريلوے سټېشن نه بهر روانه شوه ـ
سهېل او سيما دواړه د يونيورسټۍ ملګري وو ـ په دوه کاله کښې هغوي يو بل ته دومره رانزدې شوي وو چې د وخت فاصلې ئې د خيال نه وتې وې ـ سهېل د ډېر لرې نه يونيورسټۍ ته د ځان په لټون پسې راوتے ؤ او سيما د ښار د يوې داسې کورنۍ حيا وه کومه چې په دولت هم مړه وه او د شرافت ټس ئې هم خور وو ـ سهېل څو څو ځله د سيما کور ته تلے ؤ او ځکه نو د هغې پلار او وروڼو پېژندو ولې د سهېل دروند خوئي او حياناکې ځوانۍ دغه تګ راتګ هر ځل دروند کړے ؤ ـ د يونيورسټۍ دوه کاله داسې د سترګو په رپ کښې تېر شول ـ چې نه ئې سهېل احساس وکړے شو او نه سيما ته دغه اندازه ولګيده خو نن چې کله د شپاړسم پاس کولو نه پس سهېل کلي ته روان شو نو دزړۀ تارونو ئې د ماضي يوه نغمه اچېړله ـ هغه ددغه نغمې په هر ترنګ اوښکې توې کړې ـ خو وخت ددغه اوښکو هېڅ پروا نۀ شوه کولے ـ
کلي ته د رارسېدونه پس هغۀ څو ځله دا فيصله وکړه چې پلار ته د سيما په حقله خبره وکړي خو هر ځل به ورله ٫٫پښتو،، د ارمان په مرۍ پښه کېښوده ـ څۀ مده خو هغه په دغه ذهني اضطراب کښې راګير ؤ خو په هغه ورځ ئې د سر نه لمبه وخته چې پلار ئې ددۀ د ترۀ لور سره د کوژدن خبره وکړه مور به ورته د ترۀ د لور خبرې کولې او د سهېل په مخ به رنګونو په يو بل پسې منډې وهلې ـ هغه څو ځله اراده وکړه چې چغې کړي او دنيا ته د خپلې مينې قيصه بيان کړي خو د ٫٫خانداني رواياتو ،، او د مشرانو د ٫٫ عزت ،، تر مخه ئې هر ځل په مرۍ کښې لاړې اوچې شوې ـ د سهېل ملګرو خندل او هغۀ په خپلې مجبورۍ اوښکې تويولې ـ
کوژدن وشوه ـ سندرې ووئيلے شوې ـ مبارکيانې واخستے شو ې خو سهېل به چپه خوله يوازې يوازې ګرځېدو ـ هغه نه پوهېدو چې څۀ فيصله اوکړي خو د سيما راليږلي خط د هغۀ په ذهن کښې يو طوفان راپورته کړو ـ ٫٫ پرون راته چا ستا د کوژدن خبره وکړه ډېر څۀ مې درته ليکل غوښتل خو په زړۀ مې د صبر تيږه کېښوده ـ زۀ خفه نۀ يم خو دا يو ارمان مې ژوند ته نۀ پرېږډي ـ چې کاش ما هم دغه جينۍ يو ځلې ليدلے وې اخر ستا د ترۀ لور ده لکه ستا  به ښائسته وي ـ زما کوژدن هم پرون مازيګر د ماما زوئے سره وشوه ـ تۀ خفه کېږه مه ـ دا د نصېبونو خبرې دي ـ د سيما دا څو کرښې خط د سهېل د ډېرو معصومو ارمانونو قتل ؤ ـ هغه د ځان نه بيا بيا دا تپوس کولو چې اخر سيما ته دا هر څۀ چا ووئيل خو چې د هغې دکوژدن خبرې ته فکر يوړو نو د وينې رفتار ئې سېوا شو ـ د هغې په بې وفايۍ ئې زړۀ له دلاسې ورکړې ـ د دلاسو دا ورځې هم داسې تيرېدې ـ د کوژدن نه څۀ موده پس چې کله د سهېل وادۀ وشو نو د ژوند په هر قدم هغه سيما ياده کړه ـ د ترۀ لور څو څو ځله د سهېل دا خاموشي محسوس کړه خو په مطلب ئې ونۀ رسيدۀ ـ
کال پس چې کله سهېل د يو زوئے پلار شو نو د ماضي يادونه ئې د ذهن نه وويستل ـ او د نوي ژوند سره ئې نوې اشنائي جوړه کړه ـ ولې د اشنايۍ دغه آئينې هله ٫٫درز،، وکړو چې پوره درې کاله پس د سيما دوېم خط راغې هغې دا ځل هم يو څو ټکي ليکلي وو ـ ٫٫ زۀ ستا د زوئے د کېدو نه خبر شوم يقين وکړه ډېره خوشحاله شوم ـ او هن رښتيازما هم يوه لور شوې ده بالکل زما په شان ـ ستا زوئے به بيخي ستا په رنګ وي ـ خو خفه په دې يم چې ليدے ئې نۀ شم ـ زما دپاره ورسره ډېره مينه کوه،، ـ
د خط لوستو سره د سهېل په ذهن کښې د سيما او د هغې د ماشومې تصويرونه لاړل راغلل هغۀ غوښتل چې لاړ شي او د سيما لور يو نظر وويني ـ خو اوس دا خبره ګرانه وه ـ سهېل خط د يونيورسټۍ د ورځو په ډائرۍ کښې ٫٫ خوندي،، کېښودو ـ او بيا ئې ژوند ته لاسونه ورکړل ـ هغۀ د نوکرۍ په ځائے په کلي کښې يوه وړه فيکټري ولګوله ـ چې د سحر نه تر ماښامه پورې به هم هلته په کار کښې اخته وو ـ
لس کاله پس د سهېل کاروبار په خوريدو وو ـ د هغۀ د ژوند تقاضې بدلې وې ـ يوه ورځ چې د کار نه ناوخته راغے نو ماشومان ټول اودۀ شوي وو ـ ښځې ورته ډوډۍ ورکړه او هغۀ لا نمړۍ نۀ وه پورته کړې چې ښځې ورته وې ٫٫ نن دې څۀ چيټۍ د کور په پته راغلې ده ـ خدائے خبر چې د چا ده ،، د سهېل رنګ زيړ وتښتېدو ـ هغۀ ښځې ته د چيټۍ د راخستو ووئيل ـ هغه په خط پسې پاڅېده او د سهېل ذهن ته بې شمېره سوالونه پرله پسې راغلل ـ چې ښځې څنګه لفافه سهېل ته په لاس کښې ورکړه نو د هغۀ زړۀ يو درز وخوړو ـ زر زر ئې خط پرانستو ـ د سيما ددې خط سره د سهېل زړۀ د ماضي نغمه يو ځل بيا په خوند خوند وچېړله ـ
٫٫ پرون مې دا زړۀ ډېر ډوب ډوب کېدو نو ماشومان مې ځان سره کړل او په يونيورسټۍ کښې د هغه ګورې ونې سيوري ته کښېناستم چرته به چې ما او تاکله کله مازيګر تر ډېر ناوخته پورې ناست وو ـ ماشومانو لوبې کولې او ماته دا احساس کېدو چې تۀ کله ښارته راځې نو ددې ونې سيوري له به خا مخا راځې او لکه څنګه چې زۀ دلته پرون د ځوانۍ په سيوري پسې ورکه ورکه ګرځېدم دغه رنګ به تاته هم ددې ونې لاندې زما خيال سيورے سيورے کېږي ،، ـ
د سهېل شونډې سپينې وتښتېدې روټۍ ئې هم دغسې پرېښوده او نېغ خپلې کمرې ته لاړو ښځې ترېنه تپوس ونۀ کړو ځکه چې د هغې ذهن له ددغه تپوس دپاره الفاظ نۀ راتلل ـ لکه د نور کله د سيما دې ياد هم وخت سره سره د سهېل د زړۀ نه کډه وکړه ـ
پنځويشت کاله پس بيا د سهېل بچي زلمي ووـ هغوي د فيکټرۍ لمن نوره هم فراخه کړې وه ـ او ځکه نو سهېل به اکثر يوازې يوازې ناست ؤ ـ کله به ئې اوږدې اوږدې ناولې کتلې او کله کله به ئې د ځوانۍ د وخت په تصويرونو پسې چشمې لګولې ـ يوه ورځ چې هغه په کور کښې بالخت ته ډډه وهلې وه او د نسيم حجازي ليکلے ناول ئې لوستو نو چا د دروازه ووهله ـ سهېل په درنو قدمونو دروازې ته ووتو ـ د ډاکي نه ئې خط واخستو ـ د چشمو په ګوټونو کښې ئې ورته لاندې باندې وکتل ـ د کمزوري وجود کمزوري زړۀ ئې په سينه کښې بې اختياره ودانګل ـ سيما ته د پنځويشت کاله د تېرېدو احساس ؤ هغې دا ځل ليکلي ووـ
٫٫ پرون چې مې کله په آئينه کښې د خپل مخ کتاب لوستو نو په خپل سر کښې سپينو ويښتو ته فکر يوړم ـ ستا د سر ويښتۀ خو به هم سپين شوي وي کنه او په دغه سپينو ويښتو کښې به تۀ څومره ښکلے او دروند ښکارې ـ زۀ هره لحظه تا د تصور په سترګو وينم او تۀ چې کله يوازې شې نو کله کله به دې زما خيال خامخا چيړي ،،
سهېل څو څو ځله دا خط ولوستو ـ خولې له ئې بې اختياره راغلل ٫٫ واقعي چې لېونۍ ده ،،  او بيا په درنو قدمونو د آئينې مخې له ورغے خپلو سپينو ويښتو ته ئې وکتل اول مسکے شو او بيا ئې د زړۀ د تل نه يو سوړ اسويلے د شونډو سرونو له راغے ـ خو په خوله ئې هېڅ هم ونۀ وئيل ـ
څو کاله پس د سهېل د زامنو ودونه وشو لوڼه ئې د پردو کورنو شوې او د هغۀ په ژوند د تنهايۍ تورې وريځې ګورې ګورې شوې ـ هغه به ټوله ورځ يوازې په خپله کمره کښې ناست ؤ ـ د کتابونو لوستونه ئې زړۀ موړ شو ـ خو په دغه تنهايۍ کښې ئې يو پارسل نوې هنګامه راپورته کړه ـ هغۀ د ډاکي نه په رپېدونکو لاسونو دغه پارسل واخستو ـ د پارسل دپاسه ليکلو ته ئې په چشمو کښې په غور وکتل د سيما د خط پېژندو سره هغه د ځان سره غلي غوندې اوخندل او بيا ئې اووے ٫٫ تۀ ګوره لېونۍ زۀ پرې اوس هم ګران يم ،، بيا ئې ډېر په احتياط پارسل پرانستو په هغې کښې د سهېل خطونه ، د هغۀ د لاس ډېرې داسې نخښې چې د سهيل نه پخپله هم هيرې وې ـ سهېل ددې هر څۀ نه زيات د سيما خط لوستو ته لېواله ؤ ـ د پارسل په ويخ کښې يوه لفافه د سهېل په نوم وه سهېل زر زر په رپېدونکو لاسو لفافه پرانسته ـ او چې خط ته ئې په غور اوکتل نو په نظر کښې ئې داسې جذبې الول شوې  ـ
٫٫ ما وبخښه سهېله ! ما وبخښه ځکه چې زه مړه يم ـ پوره څلوېښت کاله وړاندې په هغه ورځ چې کله ما ستا د کوژدنې خبر اورېدلے ؤ ـ دا ټول خطونه ما خپلې يوې ملګرې له دې وصيت سره ورکړي وو چې تاته ئې په مناسبو وختونو درؤلېږي ـ تۀ زما نه خفه نشې ځکه چې ستا نه بغېر بل چاته د کتو سوچ هم نشو کولے ـ خپله لېونۍ سيمه وبخښه ،، ـ
د ٫٫خودکشۍ،، د احساس سره د سهېل د رپېدونکو لاسونو نه خط پرېوتو ـ او چې د هغۀ زامن راتلل نو د سيما ليک د هغۀ په سينه پروت ووـ او سترګې ئې وازې پاتې شوې وې ـ
 
کــه وختونه دي تېر شوي زما مينې
خو زما په هره ساه کښې لا اوسېږې
 
 
 
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
انصاف
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
 
هغۀ يو نظر د باچا خان چوک په مېنځ کښې ددغه ٫٫لوئے پښتون،، يادګار ته وکتل ـ بيا ئې د ترخ د جېب نه د نظر چشمې راوويستې ـ په رپېدونکو لاسونو ئې سترګو ته يوړې او چې دا ځل ئې يادګار ته وکتل نو د باچا خان په مخ ئې لپه لپه خاورې وليدې ـ د هغۀ ذهن ته د باچا خان هغه ټولې مبارزې راغلې کومې چې هغۀ فرنګي سره صرف او صرف د پښتون قام د سرلوړۍ دپاره کړې وې ـ ځان سره ئې دومره قدرې اوې ٫٫افسوس دے بې قدره قامه ،، بيا ئې رکشو او لارو بسونو ته فکر شو چې د څۀ قسم قاعدې او اصولو نه بغېر ئې يو بل نه د وړاندې کېدو کوشش کولو ـ هغۀ څۀ ساعت دغه تماشه کوله او بيا چې کله نورو خلقو د سړک د يوې غاړې نه بلې غاړې ته ٫٫منډې،، وهلې نو هغه ورسره هم په دؤ دؤ او ساه ساه بلې غاړې ته راغے ـ
دلته ئې بله لوبه وليده او هغه دا چې د پيدل تلونکو په لاره کښې قدم په قدم نايان ناست وو چا ږيرې خريلې چا ويښتۀ جوړول او بيا به ئې دغه ټول ويښتۀ د لارې په غاړه د اوبو نالۍ ته غورځول ـ هغۀ څۀ ساعت دا هر څۀ وليدل روانېدو سره ئې ووې ٫٫ افسوس دے بې حسه خلقه،، هغۀ د خپل اوږد کوټ د جېب نه رومال راوويستو او پوزې ته ئې ونيو چې څو قدمه وړاندې لاړو نو هلته د رود په غاړه مردار سپي ، چرګان او پيشوګان پراتۀ وو چې ټول سخا شوي وو او بدبُو ئې تر لرې لرې پورې خوريده ـ هر چا پوزې نيولې وې ـ او په منډه تيريدل راتيريدل خو چا کښې دا همت نۀ وو چې ددې زياتي تپوس ئې کړے وے ـ
هغۀ نيت وکړو چې د ځناورو د هسپتال په لوئې ډاکټر پسې ورشي او ورته ووائي چې يه ٫٫ د خدائے نيک بخته دا مردار ځناور څوک لارې ته راګزارئ ،،؟ لا په دې سوچ کښې ورک ؤ چې مخامخ ئې څو کسه پوليس واله وليدل چې د روډ په بله غاړه ولاړ دي ـ هغۀ چشمې د پوزې د سر نه په سترګو پورې جوختې کړې بيا ئې پوليسو ته لږ په غور وکتل ـ نو پوهـ شو چې دا د ټريفک د محکمې لوئے دفتر دے ـ هغۀ ځان سره ووې چې دا د مردارو ځناور بدبُوخو به په دې لوئے لوئے افسرانو هم لګي کنه نو بيا څۀ وجه ده چې دوي ددې بې حسۍ مخ نيوے نۀ شي کولے ـ
زړۀ ورته ووې ٫٫ چپ کښې ئې خېر دے ،، اسوېلے ئې وکړو او په درنو قدمونو وړاندې روان شو د پيدل تلونکو لار هم په ډېرې بې دردۍ سره ماته کړې شوې وه ـ هغۀ به قدم په قدم ماتې لارې ته کتل اوهر قدم سره به ئې وئيل ٫٫ عجيبه خلق دي په خپل تاوان هم نۀ پوهېږي ،، څو قدمه وړاندې ئې د ريډيو پاکستان نوم ليکلے وليدوـ هغۀ دغه نوم ته په ژور نظر وکتل او بيا ئې د ريډيو پاکستان لوړ بلډنګ ته وکتل زړۀ له ئې څۀ راغلل ځان سره مسکے شو خو نور ئې هېڅ ونۀ وئيل او بيا څۀ ساعت پس هغه د وزير صېب د دفتر مخې ته غلے ولاړ ؤ ـ
د هغۀ نوم غمخور ؤ ـ د خپلې خاورې خواخوږے د خپل وطن خير خواه او د هر چا په غم شريک ـ ولې خپل غم ئې دومره دروند ؤ چې غم خور له ئې بې وخته ملا ماته کړې وه او دغه غم د هغۀ د ښځې د څو کالو راسې مسلسله بيماري وه ـ چې هغه ئې تر لرې لرې پورې په علاج کولو ستړے کړے ؤ او د مايوسۍ نه پس ئې د الله پاک فيصلې ته سترګې نيولې وې ـ
د هغۀ په کور کښې د ښځې نه علاوه ايکې يو زوئے مُراد ؤ چې د نوکرۍ زندان د خپلې ناروغه مور نه ډېر لرې کړے ؤ هغۀ ډېر ځله خپلو افسرانو ته جولۍ غوړولې وه چې بدلي ئې کلي ته وکړي خو دا منت د هغوي ذهن ته نۀ پريوتو ځکه چې نۀ خو مراد سره لوئے سفارش ؤ او نۀ ورله د افسرانو د خوشحالولو هنر ورتلو ـ
غمخور کاکا خو اول زوئے له تسلي ورکوله خو چې د ښځې ناروغتيا ورله د حوصلې څټ ومروړلوـ نو د خپل کلي په ٫٫ممبر صېب ،، پسې ننواتې لاړو او د ډېرو منتونو نه پس ئې د هغۀ نه د ٫٫ وزير صېب ،، په نوم د مراد د بدلۍ دپاره سفارش راواخستوـ او نن هغه په دې ارمان او په دې اميد د ٫٫ وزير صېب،، سلام له راغلے ؤ ـ
هغه څۀ ساعت خاموشه ولاړ ؤ ـ خو چې کله په دغه انتظار انتظار ستړے شو نو د وزير د دفتر مخې ته ولاړ نري نروچکي سړي ته ئې ووې ٫٫ يا هلکه هغه وزير صېب چرته دے،، هغۀ پوزه وچوڼله ـ په څو ډکو بريتو ئې لاس راښکو او په تاؤ کړي څټ ئې ووې ٫٫ صېب ميټنګ کښې دے ،، غمخور کاکا د ميټنګ په مطلب دومره پوهه شو چې ګني اوزګار نۀ دے ـ نو څۀ ساعت ئې بيا انتظار وکړو ـ هغه لا په دوېم ځل پوره پوښتنه نۀ وه کړې ـ هغه سړي ورته په غصه کښې ووې ٫٫درته مې وئيلي نۀ دي چې صېب په ميټنګ کښې دے تۀ خو هډو په خبره پوهېږې نه ،، د غمخور کاکا د سر نه لوخړه وخته ـ زړۀ ته ئې راغلل چې ورشي او دغه نري نروچکي سړي له څټ لکه د چرګوړي تاؤ کړي خو چې خپل عمر ته ئې پام شو نو غلے پاتې شو ـ
هغه لا د وزير صېب په انتظار کښې ؤ چې هغه نرے نروچکے سړے د څۀ کار دپاره بهر ووتو ـ غمخور کاکا د هغۀ وتو سره کليمه درسته کړه او د څۀ اجازت نه بغير ئې د وزير صېب د دفتر دروازه ئې په درز خلاصه کړه ـ هغۀ د ننوتو سره د وزير صېب په کړس کړس خندا واؤريده ـ چې مخامخ ئې وکتل نو وزير صېب يو څو جينکو سره په خبرو کښې ورک ؤ ـ چې په غمخور کاکا ئې سترګې ولګيدې نو تندے ئې تريو کړو او په غصه ئې ووې ٫٫ څۀ دي بوډا ،، غمخور زر زر لاس ور اوږد کړو او ورته ئې ووې ٫٫ دا ـ ـ ـ ـ د ممبر صېب خط دے ـ د مراد د بدلۍ دپاره ،، وزير صېب په ماته زړۀ خط واخستو او د خط د لوستو په ځائے ئې د ټلۍ په بټن ګوتې کېښودې ـ ساعت تېر نۀ ؤ چې هغه نرے نروچکے سړے ساه ساه کمرې ته راننوتو او وزېر صېب ته ئې د احترام دپاره سر ښکته کړو بيا ئې يو نظر غمخور کاکا ته وکتل ـ د بريتو څو ډکي وېښتۀ ئې نېغ ودرېدل هغۀ به لا څۀ وئيل چې وزير صېب پرې سترګې راسرې کړې ٫٫درته مې شل ځله وئيلي دي چې زۀ کله په ميټنګ کښې يم نو ماته دا خلق مۀ راپرېږده ـ خو تۀ غالباً د شرافت په ژبه نۀ پوهېږې ،، ـ
نوکر د څۀ وئيلو نه بغېر غمخور کاکا د لاس نه ونيوؤ او په ديکو ديکو ئې د کمرې نه وويستو ـ او چې کله د کمرې نه بهر ووتو د ٫٫ صېب ،، نوکر ورته دومره ستغې سپورې ووې چې بهر ټولو ولاړو کسانو يو بل ته وکتل ـ غمخور کاکا صرف دومره قدرې ووې چې ٫٫ ارمان ارمان دے بد نصيبه قامه چې داسې خلق مو مشري کوي ،، او بيا ـ ـ ـ ـ ساه ساه د هغه ځائے نه روان شو د ماښام په توره تيارۀ کښې چې کله کور ته راغے نو ښځې ورته په سواليه نظر وکتل ـ غمخور کاکا ورته دومره قدرې ووې ـ مراد به دې کور ته راشي وزير صېب ته مې د ممبر صېب خط په خپل لاس رسولے دے ـ او بيا څو ورځې پس چې مراد ځوړند سر کور ته راننوتو نو د هغۀ په لاس کښې د بدلۍ د ارډر په ځائے نوکرۍ نه د ويستو حکم ؤ ـ
 
د انصاف طمع به څوک د چانه اوکړي
چې څوک غل دے څوک د غلو د لارې مل دے
 
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
 
 
 
 
 
 
 
د شپې سيورے
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
 
ټوله ورځ واؤرې وريدلې وې خو د اسمان په مخ لا اوس هم تورې او ګورې وريځې ګرځېدې راګرځېدې ـ کله کله به اوښان اوښان يو خوا بل خوا روانې شوې او په مينځ کښې به ئې سپوږمۍ داسې مخ راښکاره کړو لکه د ډېر عمر سترونده پښتنه چې د دروازې په چوند کښې مخ راښکاره کړي ـ شپه يخه وه او د سپوږمۍ په تته رڼا کښې ګير چاپېره غرونه داسې ښکارېدل لکه چې د سپينو واؤرو لوئے لوئے بُتان د خاموشۍ په ژبه يو بل ته ډېر څۀ وئيل غواړي ـ چې شپه په غزيدو شوه نو ورسره نرۍ نرۍ يخه سيلۍ راوالوته ـ خو ساعت تېر نۀ ؤ چې ددغه سيلۍ رفتار په سېوا کېدو شو او بيا دومره سېوا شوه چې د ځول شکل ئې اختيار کړو ـ تورو او ګورو وريځو يو بل له نورې هم جوختې غاړې ورکړې ـ ګېر چاپيره داسې نوره تيارۀ خوره شوه چې د ژمي شپه ترې هم ويريده ـ او چې کله به سيلۍ د کلي په کورونو کښې چورلک وخوړو نو د تاخونو لوښي به په زمکه داسې راغورزېدل چې اواز به ئې تر لرې لرې پورې اورېدے کېدے شوـ د کلي سپو به د اسمان برېښيدو ته ؤغپل خو يخنۍ به ورله زر خولېې ټپې کړې ـ کله کله به چرته لرې د ونو د ښاخونو د ماتېدو او د کچه دېوالونو د غورزېدو اواز هم راغے ـ خو نۀ په ځول او طوفان کښې کمے راتلو او نۀ فطرت د چا د جونګړو په ورانېدو ملاله ؤ ـ څۀ ساعت پس سيلۍ سره د باران غټ غټ څاڅکي داسې کاږۀ واږۀ راپرېوتل ـ لکه چې د ډېر زغم او صبر نه پس د يو مئين په مخ ناقراره اوښکې کږې وږې روانې شي ـ
په دې ځول او طوفان کښې سياله د ځان نه بې پروا د لوئې مقبرې په بڼ کښې د لوئے چنار ونې لاندې ولاړه وه ـ سيلۍ د بڼ ټولې ونې ټېل ناټېل کولې او کله کله به ئې د سيالې د مخ نه څادر هم پورته کړو ـ خو هغې به څادر په سر سم کړو او په توره تيارۀ کښې به ئې تور اسمان ته وکتل ـ چې کله به د سيلۍ زور سره د بڼ د ونو شور په فضا ګانو کښې خوريدو نو سيالې به داسې محسوسوله لکه چې هغوي هم د چا په بې وسۍ ژړا کوي ـ
هغې به دغه ژړا اورېده او ورسره به ئې په سپين مخ د حسرت او ارمان اوښکې لړۍ کېدې ـ چې شپه نوره هم وغزېده نو د مقبرې په مېنځ کښې يوه رڼا ښکاره شوه ـ سياله وبوږنېده رڼا ته ئې په غور وکتل ـ رڼا په دغه ځول او طوفان کښې څۀ ساعت په ځائے ولاړه وه ـ او بيا د هغې په لور را روانه شوه ـ په رڼا پسې شاته يو سيورے را روان ؤ ـ ځول دنيا په مخه اخستې وه ـ او سياله دغه سيوري ته فکر وړې وه ـ
رڼا چې کله د چنار لاندې له راغله نو د سيالې نه په څۀ فاصله باندې ودريده ـ ولې سيوري لا اوس هم د مقبرې په ونو کښې د سيلۍ په ټال جوټې خوړې ـ سيالې ساه راښکلې وه ـ ولې په خپلو وړو سلګو ئې اوس هم لاس نۀ رسېدو ـ ٫٫ تۀ څوک ئې،، سيوري پوښتنه وکړه ـ د سيالې ټول وجود وبوږنيدو ـ په يخه يخنۍ کښې ئې په تندي توده توده خوله راماته شوه ـ په رپېدونکو شونډو ئې ووې ٫٫ زۀ ـ ـ ـ  زۀ سياله يم د خان بهادر لور،، سيوري يو اوږده ساه راښکله او سيالې د هغۀ د ساه ګرمي محسوس کړه ـ ٫٫ په دې ځول او طوفان کښې دلته څۀ کوې ،، سيوري بيا پوښتنه وکړه ـ سياله ټوله خوله شوه ـ بې اختياره ئې د خولې نه وختل ٫٫ زۀ په ـ ـ ـ  زۀ په خپل ګل باچا پسې راغلې يم ،، څوک ګل باچا ـ ـ ـ د چا ګل باچا ،، د سيوري په لهجه کښې تجسس ؤ ـ وار خطائي وه ـ
سيالۍ نۀ غوښتل چې وړاندې څۀ ووائي څو ناقراره سلګو ئې د زړۀ خبره خولې ته راوسته هغې په غور سيوري ته وکتل او بيا ئې ټوله قيصه بيان کړه ـ هغه قيصه ، کومې چې د سيالې ژوند ناقراره کړے ؤ ـ او ځان ورته مجرم ښکارېدو ـ د هغه ګل باچا قيصه څوک چې په سيالې مئين ؤ ـ خو غريب ؤ او ځکه نو چې کله د خان بهادر خان زلمے زوئے د هغې د مينې په دنيا شکمن شو نو د داسې ځول او طوفان په شپه ئې په چاړو ټوټې ټوتې کړے ؤ ـ او د هغۀ لاش ئې بيا د کلي لوئے نهر ته اچولے ؤ ـ خو د قاتل پته ئې ځکه نه وه لګېدلې چې د کلي په تاڼه کښې د هغۀ د بوډا او غريب پلار د خبرې اورېدو دپاره هېڅوک هم نۀ ووـ دا راز صرف او صرف سيالې ته معلوم ؤ ـ خو غږ ئې ځکه نۀ شو کولے چې په کور کلي کښې ئې د پلار نيکۀ په لمن داغ لګېدو ـ
د ګل باچا د مرګ نه پس به چې کله هم د ځول او طوفان شپه وه نو سياله به مقبرې ته راتله او ترنيمو نيمو شپو به د لوئې چنار د ونې لاندې ولاړه وه ـ او د خپل ارمان په مزار به ئې اوښکې تويولې ـ سيالې چې د ګل باچا د اخري سلګو قيصه کوله نو  پخپله هم سلګو نيولې وه ـ خو چې زړۀ ئې راډک شو نو بق بق په ژړا شوه ـ د هغې ژړا سره اسمان ډېر زيات وبرېښېدو او د سيالې سترګې د سيوري په مخ پرېوتې ـ د هغه ګرېوان شلېدلے ؤ ـ د هغه سر سرتور ؤ او د ږيرې ويښتۀ ئې ګډ وډ ؤ ـ په يو لاس کښې ئې رڼا نيولې وه او په بل لاس ئې خپلې اوښکې اوچولې ـ
د سيالې خوله وازه پاتې شوه ـ بيا ئې په وار خطايۍ ووې ـ ٫٫ بابا تۀ خو هم ژاړې ولې ،، سيوري به لا څۀ جواب ورکولو چې ځول او طوفان نور هم سېوا شو ـ ورسره د باران کږې وږې شيبې هم راغلې ـ په مقبره کښې د ونو د څانګو د ماتيدو او دمړو د خنداګانو اوازونه سېوا کېدل ـ رڼا د سيالې د مخ نه ورو ورو په بيرته روانه شوه ـ او هغې رڼا پسې روان سيورے هم وليدو ـ د هغې ټول وجود د ويرې نه خوله خوله ؤ او ذهن ته ئې ډېر سوالونه راتلل ـ رڼا چې کله د قبرونو مينځ ته ورسيده نو د څۀ ساعت د بليدو نه پس مړه شوه ـ د مړو خنداګانې نورې هم سېوا شوې او بيا چې سبا شو نو د کلي خلقو د برچم ٫٫ شمالے کاکا،، د خپل ځواني مرګ زوئے ٫٫ ګل باچا،، د قبر سر ته مړ بيا موندو ـ
پــه سلګو کښې هم اظهار کولے نشي
لويه خدايه څوک مجبوره پېدا نکړې
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
 
 
 
 
 
 
 
په تول پوره
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
 
د ٫٫ لونګين ،، پلار به چې کله د مشاعرې نه کور ته راغلو ـ ـ ـ  نو لونګين به پسې دروازې ته ورمنډې کړې  پلار به ورته د خندا شين شو ـ لونګين به ئې په غېږه کښې اوچت واخستوـ په دواړه مخه به ئې ښکل کړو ـ او لا ساه به ئې اخستې نۀړ وه ـ چې لونګين به ترې په تته ژبه تپوسونه شروع کړل ـ
٫٫ لونګين ،، ايله د پينځو کالو ؤ هغه د خپل پلار ګلاب دين ايک يو زوئے ؤـ ګلاب دين په خپله ټوله علاقه کښې مشهور ؤ ـ د هغه نه بغېر به هره مشاعره نيمګړې وه ـ ځکه چې هغه د شعر په ټولو رموزوپوهه ووـ د هغۀ د فکر الوت د هغۀ د ذهن وسعت دومره سېوا ؤ چې د وخت هر پوهاند به ورته په درنه سترګه کتل ـ
که يو خوا د هغه د شعرونو غږ خور وو نو بل خوا د هغۀ په مزاج کښې عاجزي وه ـ د هغۀ په عادتونو کښې سادګي وه ـ او د هغۀ په ناسته پاسته کښې ډېر دروندوالے ؤ ـ ډلې ډلې شاعران به د هغه ليدو ته راتلل  او کله هم داسې نه وه شوې چې هغه کوم مېلمه شاعر د مېلمستيا نه بغېر پرېخودے وي ـ په ٫٫ لونګين ،، د خپل بابا دا ټول عادتونه خواږۀ لګېدل ـ ـ ـ  هغه به د خپل بابا نه هر ځل د مشاعرو د قيصې اوريدې ـ  او څو ځله خو د خپل بابا سره مشاعرو ته هم تلے ؤ ـ هغه به هر شعر ته غوږ نيولے ؤ ـ لونګين چې څنګه څنګه د ځوانۍ په درشل قدم ايخودو نود هغۀ دننه ناقراره انسان نور هم ناقراره شوے ؤ ـ هغه به کله شعر کله افسانه اوليکله او چې خپل بابا ته به ئې واؤروله نو هغه به په تندي ښکل کړو ـ د هغه په سترګو کښې به ئې خپل ځان ته اوکتل او دا تسلي به ئې اوشوه  چې هو ـ ـ ـ زما نه پس به لونګين د پښتو د خدمت پېټے په سر اخلي ـ
وختونو اړخونه بدلول رابدلول او لونګين ـ ـ ـ  د ژوند د مشاهدو سره اشنا کېدو ـ ـ ـ  چې څنګه د ٫٫ لونګين،، د ذهن  په دنياګۍ کښې وسعت راتلو نو بل خوا د ګلاب دين شمار په استاذانو کښې کېدو ـ ـ ـ  د هغه شعر دومره عظمت ته رسېدلے وو ـ چې په حجره جومات کښې به د هغه شعرونه د مثال په توګه وئيلے کېدل ـ د وخت ټولو هنر مندانو د ځان دپاره دا افتخار ګڼلو ـ چې د ګلاب دين بابا شعرونه دې اووائي ـ
د خپل بابا په وجه د لونګين ادبي دنيا هم ډېره فراخه شوې وه ـ يوه ورځ چې کله هغه په يو ادبي محفل کښې ناست وو نو چا ورته اووې ٫٫ ته سپين ګل چنار پېژنې ،، ؟ د نوم د اوريدو سره لکه چې لونګين په سوچ کښې لاړو ـ د خولې نه ئې بې اختياره اوختل هو دا نوم مې چرته ٫٫ يو ځل ،، اورېدلے دے ـ ملګري ورته مخ راواړولو او په خندا ئې اووې ٫٫ عجيبه سړے ئې ٫٫ چنار ،، صېب خو پوره د پنځوسو کتابونو ليکوال دے او تائې ايله يو ځل نوم اوريدلے دے ؟ او بيا هغه ملګري لونګين ته د ٫٫ چنار صېب،، دومره صفتونه اوکړل چې د هغۀ په ذهن کښې د ٫٫ چنار صېب ،، ډېرې خاکې جوړې او ورانې شوې ـ
هغه ډېر ناقراره وو ـ او دا ئې غوښتل چې اوس زر تر زره د چنار صېب ليدو ته لاړ شي ـ د ملګري نه ئې ټول معلومات ترلاسه کړل د چنار صېب کلے دومره لرې نۀ وو ـ خو لار ئې ورکه ورکه وه ـ ځکه نو د لږ کړاؤ نه پس هغه د چنار صېب کلي ته را اورسيدو ـ هلته ئې دوه درې کسانو نه تپوس پوښتنه اوکړه خو چا ورته هم د چنار صېب درک ورنکړو ـ ـ ـ لونګين د لږ ساعت دپاره اټاله ودريدو ـ او دې سوچ يوړو چې ٫٫ زۀ بل کلي ته خو نۀ يم راغلے ـ او که کلے دا وي نو خلق ورکښې دومره لوئے ليکوال څنګه نۀ پېژني ،،ـ هغه په ذهني کشمکش کښې اخته وو چې ناڅاپي ورته يو بوډا کاکا اووے چې ٫٫ مېلمه تۀ ـ ـ ـ ـ هاغه اټي وال چنارے خو نۀ يادوې ،، لونګين ورته اووے نه بابا ـ ـ ـ زۀ سپين ګل شاعر يادوم ـ ـ ـ بوډا کاکا د ځان سره په لاسونو څۀ خبرې اوکړې او په مخه لاړو ـ کوڅه کښې دوه درې ماشومانو په دوړو کښې لوبې کولې ـ لونګين چې کله هغوي ته د چنار ګل نامه ياده کړه نو هغوي ورته اووے چې ٫٫ ـ ـ ـ او ـ ـ ـ او ـ ـ ـ مونږ ئې پېژنو،، ددې اورېدو سره د لونګين لاړې تيرې شوې ـ
هغه چې د سپين ګل کور ته اورسيدو نو يو نظر ئې د کور دروازې ته په غور اوکتل ـ ساعت پس د دروازې په ور کښې يو سړے راښکاره شو ـ د هغه عمر دومره زيات نۀ ؤ ـ په ونه چنار هم نۀ ؤ او په رنګ سپين هم نۀ ؤ ـ سړي لونګين ته په غور اوکتل ـ ٫٫ لکه چې شاعر ئې؟ ،، لونګين په اوچو شونډو ژبه راښکه ـ ـ ـ  ٫٫او جې،، ـ ـ ـ زۀ ـ ـ ـ  د سپين ګل چنار ليدو ته راغلے يم ـ ـ ـ  دا د هغوي کور دے ؟ ددې تپوس سره چنار صېب په بق بق اوخندل ـ لونګين د هغه خندا او په خوله کښې پرتو نسوارو ته فکر يوړو ـ زۀ چنار يم کنه ـ ـ ـ د خدائے زوره وره ـ څنګه راغلے ئې ؟ د لونګين نه يوه دوه خطا شو ـ او اټاله اودريدو ـ
چې کله لونګين د چنار صېب سره کيناستو او خوله ئې تپوس ته جوړوله ـ نو چنار صېب اووے ٫٫ ځلميه پوره اتيا کتابونه مې ليکلي دي ـ ډېر واړه خلق مې ٫٫ سړي ،، کړي دي ـ او زما هومره کار به ادب کښې چا هم نۀ دےکړے ـ عن تر هاغه حمزه پورې ـ ـ ـ  او دا اوس چې ځان ته ليکوال وائي په دوئي کښې خو يو زۀ ليکوال نۀ ګڼم ـ ـ ـ او ځلميه ـ ـ ـ دوئي صرف په کرسو ناست دي ـ د ادب نه څۀ خبر دي ـ
لونګين دا ټولې خبرې اورېدې ـ خو نۀ پوهېدو چې ـ ـ ـ څنګه په خبره کښې وار واخلي ـ اخر ئې زړۀ ټينګ نۀ کړو وئے وئيل ٫٫ چنار صېب تاسو دومره زيات کار کړے دے او اوس هم شپه او ورځ لګيا ئي ـ ـ ـ  خو تاسو څوک په دې خپل کلي کښې هم نۀ پېژني ـ دا ولې ،، چنار صېب بيا يو ځل په بق بق اُوخندل ـ ٫٫ مېلمه ـ ـ ـ دا کلے څۀ چې ددې دور يو ليکوال نۀ زما په قدر پوهېږي او نۀ زما په دې ليکلو ـ خويوه خبره درته کوم ګورې ـ ـ ـ راتلونکي څېړنکار به زما په دې ٫٫ تخليقاتو،، لوئې لوئې څېړنې کوي ،، ـ  لونګين به کله د چنار صېب خندا ته کتل او کله به دې سوچ يوړو چې که د چنار صېب په دې ليکلو نن د چا غوږ نۀ ګرېږي او څوک ورته درنښت نۀ ورکوي ـ نو راتلونکے وخت به ورته څۀ نظر اوکړي ـ ليک خو هاغه ليک دے چې د خپل دور ترجماني اوکړي او خلق ئې قبول کړي ـ
او بيا چنار صېب د نسوارو يو تازه چونډۍ د شونډې د لاندې کړه ـ ٫٫ مېلمه ،، قسم دے چې دا ريډيو ، ټيلي ويژن واله راپسې منډې وهي ـ د فن کارانو د ټيليفونو نه تنګ راغلم خو دا فنکاران زما د شاعرۍ حق نشي ادا کولے ـ او هسې زۀ هم داسې يم ـ ـ ــ دې ادارو ته څۀ خاص توجه نۀ ورکوم ـ ورک ئې کړه دوئي به څۀ وي او معيار به ئې څۀ وي ،، ـ ددې خبرې د اوريدو سره د لونګين د خپو نه خاورې اوتختيدې ـ د هغۀ په خپلو غوږونو باور نۀ راتلو ـ د چنار په فلسفه د هغۀ ذهن کار نۀ کولوـ وخت د هغۀ په کمزورو اوږو نور بوجهـ کېدو نو ځکه هغه د چنار صېب نه اجازت واخستوـ او چنار صېب هم په زړۀ کښې شکر اوويستوـ
لونګين په درنو قدمونو د چنار صېب د کلي نه روان شو ـ ـ ـ د ځان سره ئې کرل رېبل کول ـ ـ ـ څو ورځې وړاندې چې د هغۀ په ذهن کښې د چنار صېب کوم تصوير جوړ شوے ؤـ د هغې رنګونه الوتي وو ـ د هغه د ليکلو نه بيخي زړۀ موړ شوے ؤ ـ
چې ماښام تيارۀ خوريده نو لونګين کور ته خفه خفه راننوتو ـ ستړے ستړے په کټ کښې پرېوتوـ ـ ـ  چې دغه ساعت ئې پلار کور ته راغے ـ ولې لونګينه ځويه ـ جوړخو ئې کنه ،، ـ هغۀ د خپل بچي نه پوښتنه وکړه ـ او بيا لونګين پلار ته ټوله قيصه تيره کړه ـ
پلار په ډېره مينه لونګين خپلې سينې ته راجوخت کړو ـ او په خندا ئې ورته اووے ٫٫ بچے مۀ خفه کېږه  دا په شمار نۀ ده په معيار ده،، ـ ددې خبرې سره لونګين ته د خپلو ټولو سوالونو جواب ملاؤ شوے وو د هغه ذهن ته د سپين ګل چنار عکس يو ځل بيا راغے چې د نوم او قد و قامت تر مينځه ئې ډېر لوئے تضاد ټيټې سترګې ملامته ولاړ ووـ هغۀ د ځان سره اووے ـ هو ـ ـ ـ  زما بابا رښتيا وائي چې په شمار نۀ ده په معيار ده ـ
 
کـــه هــــر څـــو د ځان صفت په خپله اوکړي
خو ګونګټ ته څوک ٫٫بورا،، وئيلے نۀ شي
         
               
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
 
زما
نور چاپ کتابونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
 
 
١
محنت کا پهل
د ماشومانو لپاره قيصه چې زما د سکول په ورځو شپو کښې په کال ١٩٧٥ء کښې چاپ شو ـ
٢
ګيلې
د کالج  په ورځو شپو کښې د ليونو احساساتو٫٫ وړومبۍ شعري مجموعه،، چې په کال ١٩٧٨ء کښې چاپ شوه ـ 
٣
ويښ خوبونه
د يونيورسټۍ په ورځو شپو کښې مرتب کړے شوې دويمه شعري مجموعه چې په کال ١٩٨١ء کښې چاپ شوه ـ
٤
ګل بانو ظفرخان
د بر سوات يوه اولسي قيصه چې په منظوم شکل کښې په کال١٩٨٢ءکښې چاپ شوه ـ
٥
صلو عليه واله
وړمبے نعتيه مجموعه چې په کال ١٩٨٩ء کښې چاپ شوه او په کال ١٩٩١ء کښې ورته د پاکستان پخواني صدر خدائے بخښلي غلام اسحاق خان ايوارډ ورکړو ـ
٦
راځئ چې بيا اوخاندو
د پښتو د معياري لطيفو مجموعه چې دوه ځله چاپ او خوره شوه ـ په وړمبي ځل په کال ١٩٩٢ء او په دويم ځل په ٢٠٠٦ء کښې چاپ شوه ـ
٧
ستا په نوم
د شاعرۍ دويمه مجموعه چې په کال ١٩٩٣ء کښې چاپ او خوره شوه ـ
٨
ډالۍ
په دې کتاب کښې د عبدالحميد بابا او علي خان بابا هاغه منتخب غزلې شاملې دي کومې چې ديو بل سره فکري مناسبت لري ـ
٩
ديوان احمد دين طالب
د نوموړي شاعر دا ديوان د مکملې ديباچې او د لټون نه پس د نوي کلام سره چاپ شوے او خور شوے دے ـ
١٠
اوښکې او لمبې
د کشمير د خونړو حالا تو په حقله د سليم ګرديزي د کتاب ٫٫ میں نے کشمیر جلتے دیکھا،،دا ترجمه د يوې ډېرې تفصيلي ديباچې سره په کال ١٩٩٧ء کښې خوره شوه ـ 
١١
مشکڼې
د شاعرۍ دا دريمه مجموعه په کال ٢٠٠٢ء کښې خوره شوه چې ورکښې د غزلو نه علاوه آزاد نظمونه او قطعې هم شاملې دي ـ
١٢
لېونتوب
د ازاد نظمونو، قطعاتو او غزلو دا مجموعه په کال ٢٠٠٥ء کښې بيا په کال ٢٠٠٦ء او بيا په کال ٢٠٠٧ء کښې چاپ شوې ده ـ
١٣
جلوې
د جديد نعتونو دا مجموعه په کال ٢٠٠٦ء کښې چاپ شوه چې ورته د پاکستان پخواني وزيراعظم شوکت عزيز ايوارډ ورکړو ـ او دا هم ددې کتاب برکت وو چې زۀ د حکومت پاکستان له خوا په خصوصي توګه ٫٫عمرې،، ته اولېږلے شوم ـ
١٤
لېونۍ سندرې
د منتخب فلمي او غېر فلمي هاغه سندرو مجموعه چې د ادب په چوکاټ کښې ځائے کړے شوي دي په دې کتاب کښې ګڼ نظمونه هم شامل دي ـ چې په کال ٢٠٠٧ء کښې چاپ شوے دےـ
١٥
ډاکټر کبير ستورے 
ژونداومبارزه
د بره پښتونخوا د لوئے مبارز خدائے بخښلي ډاکټر کبير ستوري د ژوند او ملي خدمت په حواله دا کتاب د ډېرو پوهانو، روشن فکرانو او ليکوالو احساسات لري ـ چې په کال ٢٠٠٧ء کښې چاپ شوے دے ـ
١٦
ما هېرولے نۀ شې
په لنډو بحرونو کښې د غزلو دا مجموعه په کال ٢٠٠٨ء کښې چاپ شوې ده ـ چې په اخره کښې دوه ٫٫ لېونۍ سندرې ،، هم لري ـ
١٧
اے ګنبد خضرٰى
په حرم شريف کښې د ليکلو نعتونو دا مجموعه چې د هر لفظ ليکلو ئې زما روح ته سکون او زړۀ ته اطمينان رابخښلے دے ـ
١٨
ماته آئينه
( دريم چاپ )
د افسانو دا مجموعه  چې هره ٫٫ الميه ،، ئې ستاسو د توجه پامته داره ده ـ
کتابونه مې ډېر اوليکل لا ئقه
لا د شــــعر په رموزو نۀ پوهېږم
 
 
                            لا ئق زاده لا ئق 
                            جون   ٢٠٠٩ء
 
- بېرته شاته