(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دمولوي صالح محمد هوتك په لیکونو او شعرونوکي طنز

 

  

پوهنمل محمود نظری
صالح محمد هوتك د فيض محمد خان زوى؛ په( ۱۲۶۷ ل )كال د كندهار ښار په يوه روښان اندی كورنۍ كې زېږېدلى او لومړنۍ زده كړې يې په خپل كورني چاپيريال كې ترسره كړې ده او له كوچنيتوبه د خپل مورنۍ نيكه عبدالروف خان خاكي تر روزنې لاندې و.
مولوي صالح محمد تر مدیریت لاندې د كندهار لومړی اونیزه  (طلوع افغان) په پښتو او دري ژبو خپريدله. او هم يي خپل نظمونه د سراج الاخبار ورځپاڼي ته د چاپ لپاره لیږل
د صالح محمد کندهاري  ددډیرولیکنواو شعرونو منځ پانګه  طنزی توکي جوړوي  او  په  دغه   وسله يي دپښتونناوړو دودونو غندله،  په  ټولنیزپسات یې نیوکې  کولې، په تنبلانو  شاګردانویېملنډې وهلی،اود یرغلګرو بد نیتونه يي  رسوا کول
 دهوتك صاحب طنزی لیکنې لکه د شریف او ظریفکیسه،د ښه درس کیسه   او نورې لیکنې  چې ټولنیز ارزښت  یې د پام وړ دی یادولی  سو.
مولوي صالح  محمددعبدالهادي  داويیو ښکلیطنزیشعر« پهقفس کې د بندي  بلبل ژړا»
په پښتونظم وژباړیاوپه سراج الاخبار کې یېخپورکړ چېموخه یېازاد ژوندو
  د هغه  څو بیتونه داسېدي:
یو سحر زما تر غوږ شوله بلبله
په قفس کې یې ژړل دا یې ویله
چې بندي شوم د صیاد له سخته دله
ولې نه پوښتي څوک حال زما یو له بله
ولې نسته بې فغانه کاروبار زما
ولې حبس ابدي راغی په  وار زما
دا نظم یېپه داسې  مهال کې په سراج الاخبار کې خپور کړ چې افغانستان  بشپړه خپلواکي نه لرلهنو ځکه یېد سراج الاخبار  په مینه والو کې یوه لویه هنګامه پیداکړه
په سراج الاخبار كې لومړنى چاپ سوى پښتو شعرهم  د مولوي صالح محمد خان دى چې په(۱۲۹۲ل) كال دعبدالرحمن خان لودين له يوې يادونې سره نشر سو، د مولوي صالح محمد د شعرونو خپريدلو دوام وكړ د لومړۍ نړيوالې جګړې په ترڅ كېکله چېانګريزانو د تركيې د اسلامي هېواد پر ضد لښكر كشي كوله د افغانستان ملت يې سخت وپاراوه، انګريزانو هڅه كوله چې افغانستان بې طرفه پاتې سي او د افغانستان له تر لاس لاندې امير نه يې د بې طرفۍ ژمنه واخيسته، د سراج الاخبار د(۱۲۹۴)كال د وري په (۲۶)نېټې په ګڼه كې د مولوي صالح محمد د يوه شعر خپورسو چې پكې راغلي وو:
ته كره د زمكې ګوره
نظر وكړه زما وروره
دنيا ده پر شور راغلې
تورېدلې ، قهريدلې
لوى دول چې په دنيا دي
په يورپ ، كه په ايشيا دي
ټول په جنګ سره اخته دي
په سرو وينو آغشته دي
انګريزان په وير اخته دي
ډېر مغموم خورا خپه دي
همت ګوره د تركانو
د روميانو ، عثمانيانو
انګريزانود افغانستان بې طرفۍ ته يې په شك وكتل، لومړى يې په برتانوي هند كې د اخبار د دې ګنې د خپريدلو مخه ونيوله او د برتانوي هند فارن سكرټري د صوبه سرحد چيف كمشنر ته وليكل : (( د كابل د شاهي مدرسې يوه تن صالح محمد نومي په پښتو يو شعر ويلى چې خداى المان د برتانيې پر ضد پاڅولى څرنګه چې شعر په پښتو دى نو مطلب يې دا دى چې په صوبه سرحد كې هم نشر سي نو په برتانوي هند كې د سراج الاخبار د اپريل د ۱۶ګڼې د خپريدو مخه ونيسئ !)) او ورپسې يې د انګليس د ((سي . آى . ډي)) يعنې استخباراتو رييس ته راپور وركړ او بيا نو د هند وايسرا د افغانستان امير ته يو له سرټكونې ډك ليك وليكه څو د سراج الاخبار غوسمنه ژبه بنده كړي او بيا نو تر لاس لاندې امير ځواب وركوي چې د سراج الاخبار مدير ته ويل سوي چې پاروونكي مطالب نشر نه كړي او همدا وو چې په سراج الاخبار كې دپښتو نشراتو لومړۍ څپه غلې سوه او څرنګه چې علامه محمود طرزي ته د دې كار دوام د سراج الاخبار په مرګ تماميده نو ځكه يې مصلحتاً د څه وخت له پاره د پښتو شعرونو خپرول وځنډول
د مولوي صالح  محمد د هغې طنزی کیسوڅو بېلګې راوړو
 هغه دیوه ورځ غیرحاضريپه طنزی کیسه کې لیکي:
ظریف خپل ملګري شریف ته وویل :  راځه نن درس ته نه ځو  چېرته بل ځای  ته لاړ سو سیل وکړو
شریف په ډېرې  هوښیارۍ سره ورنه ځان خلاص کړ  او ورته  یې وویل :  زه د سبق په ورځ  سیل او تماشا ته  نه سم تلای
ظریف له ناکامه ځان  له ولاړ او ورځ یې په سیل تېره کړه . او زړه یې په دې ښه کاوه چې یوه ورځ غیرحاضري  په سبق کې  کوم تاثیر نسي  کولای ، په راتلونکي ورځ چې مکتب  ته ولاړ نو په درس نه پوهېده او نا امیدي ورته پیدا سوه .... (داکیسه ترپایه)
همدارنګه «د ښه درس »تر سر لیک   لاندې  یوه بله په زړه پورې  طنزی  کیسه کېکاږلي 
درې لټ شاګردان چې خپل درسونه  یې تیار کړي نه وو د مکتب نه وتښتېدل  او یوه ځنګله تهلاړل هلته په ځنګل کې دوی  د موږک بچی ولید او په دې ارزو کې سول چې په ده باندې  ساعت تیري وکړي  او خپل پام ورباندې غلط کړي ، نو دوی دغه موږک  بچي ته پیشنهاد وکړ چې دوی سره لوبې وکړي . مګر ده د دوی غوښتنه ونه منله ځکه  ده ډېر کار درلود  او مجبور  وو چې ټول  ژمي د پاره خوراک ، څښاک  او توښه  برابره  کړي .... دوی چې څو قدمه وړاندې  تېر سول هلته یې  ؛سوی؛ ولیدله . دوی سوی ته هم پیشنهاد وکړ چې  موږ  سره لوبې وکړه . مګر هغې منفي  ځواب ورکړ  او د دوی غوښتنه یې ونه منله .... وړاندې لاړل  هلته  چې ګوري مرغۍ په نظر ورغله . دا مرغۍ بې  پروا چرېدله او خوږې  نغمې یې ویلې . هلکانو فکر وکړ چې دا خو هېڅ کار نه لري او موږ سره په ساعت تیري اخته سي مګر مرغۍ ردځواب ورکړ..... (دا کیسهتر پایه)
د مولوي صالح محمد  مهم اثار: پښتو ژبه: په دوه ټوكه كې ،د پښتو صرف و نحو،پښتو اطاعت اولى الامر ،پښتو مثنوي او داسې نور دی
د مولوي صالح محمد په حبیبیه لیسې کې د ښوونکی  دنده او هم دوې دورې د نهمې او لسمې دورې کي  دکندهار د  خلکو له خوا  په ملی شورا کی وکیل و
دغه نوميالى شخصيت په( ۱۳۳۹لمريز )كال د وږي د مياشتې په څلورمه نيټه د اويا كلونو عمر په شاوخوا په كابل كې وفات او په كندهار كې خاور ته وسپارل سو

 

۲
مولوي صالح محمد هوتك  یو طنزی شعر په  کال(  ۱۹۱۴م)د اپريل په شپاړسمه دسراجالاخبار په ۲۶مه ګڼه كېخپورسو چې د لومړي نړيوال جنګ اړخونه پكي انځور سوي وه،دی طنز دانګرېزي استعمار زړه ولړزاوه،هغه شعر دا دى .
ته كره د زمكې ګوره
نظر وكه زما وروره
دنيا ده پرشور راغلې
توريدلې قهريدلې
لوي دول چې پر دنيا دي
پر يورپ كه پر ايشيا دي
ټول په جنګ سره اخته دي
په سرو وينو اغشته دي
جرمن دى خداى ګمارلې
روس انګريز ته شكارلې
انګريزان په وير اخته دي
ډير مضموم خورا خپه دي
همت ګوره د تركانو
د روميانو عثمانيانو
ښه فرصت دى خداى راكړى
ښه موقع دي پيداكړي
چې كفار سره اخته وي
په سرو وينو اغشته دي
شكر يې وكۍ چې شي زياد
كافران ټول برباد
انگريزانو دغه شعر ديوپاڅون پيل وگڼلو او امير حبيب الله اړسو،چې دمولوي صالح  محمد خان او سراج الاخبار پر غلي کولوپښتانه ووېروي
دغه شعر د خپريدو نه وروسته د سراج الاخبار خپريدل د يو كاللپاره  ځنډ یږي
كه څه هم په سراج الاخبار كې خپاره سوي شعرونه دهنري اړخهكمزورى وه،خو دا شعرونه د مضمون او منځ پانګي،فكر او مانا له مخېد نورو شعرونو سره جوت توپیر د رلود، دې شعرونو  په پښتو كې د نوي سياسي او ټولنيز شعر بنسټکیښوداود نوي رياليستيكیپښتو او دري ادب لپارهیې لاره  پرانیستله
  دهغه وخت ډیر داسې شعرونه په مولوي صالح محمد پورې اړه درلوده،د هيواد په رسنیوكې لومړى طنزیشعرهم په   مولوي صالح محمد پورې اړه درلودهچې دهیواد د  خړ پړ سياسي حالتبیان یې کړی  دی
د هغه یو طنزی شعر  داسې دی  :
په كابل كي چې اوسيږي بار به وړې د صندلۍ
كه له لوږې هلاكيږي غم به خورې د صندلۍ
كه دې څه هم د ستار نه وي او په پښو دې پيزار نه وي
خورا ښه او لوى تلتك به رغوي د صندلۍ
كه دې څه خو نه كوچنۍ وي لويشت په لويشته دا كمكۍ وي
لس په لس كې لوى نغرى به جوړوي د صندلۍ
شكوه مه كوه افغانه صندلۍ عظيم نعمت دى
څه ښه خوند كه تودې شپې او مركې د صندلۍ
دمولويصالح محمد خان يوبلشعر داسې دی
دا څه عجب دوران دى
چې راغلى پر افغان دى
رنګارنګه ترقي ده
څه عجب محبوب عنوان دى

  

  - بېرته شاته