(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ملاقاتونه

د اختر نه يوه ورځ وړاندې زما جونګړې ته د پښتو ژبې‌ دوه ستر شخصيات ښاغلې ماصل خان اتش او محترم هارون رشيد خټک صيب تشريف راوړې وو.
اتش صيب خو خالص زما ستړي مشي له راغلې وو خو هارون رشيد خټک د ستړي مه شي سره سره ما سره په خيبر ټي وي ميلمه هم وو.
مونږ درې واړه زمونږ په ځائي کښې کيناستو..هاروب الرشيد ګيله وکړه چې تاسې او وزير بادشاه جانان خير اباد ته د اباسين پښتو ادبي جرګې پروګرام ته ولې را نغلئ؟
ما ورته اوئيل چې اول ستا مننه چې زه او وزير بادشاه جانان دې په دې د مخ کتنې په دې دستوره کښې مشران ميلمانه کړي وو خو رشتيا خبره دا ده
چې ستا په دغه دستوره کښې د اےاين پي وزير خصوصي ميلمه وو او خبر ئې په اخبار کښې هم شايع شوې وو نو په دوئي پسې خو خودکش ګرځي او ما ته مرګ په داسې حال کښې بلکل قبول نه دےچې سر مې يو جائي پروت وي او لاسونه بل ځائي او وغيره وغيره.

بيا لاړو په حيات اباد کښې مو په ټي وي کښې ""خبره د کتاب ده"" شو وکړه او ماسپخين مازيګر رخصت شو.
په دې ورځ د پروګرام کوربه پروفيسر ناصر علي سيد زما نه خفه هم شو.

ملاقاتونه
زمونږ په ټي وي د شو وخت 11 بجې وو او مونږ ته ئې 10.30 بجې وخت راکړې وو.
د جمعې ورځ وه او مونږ په خپلو کښې وئيلي وو چې په حيات اباد کښې به د ريکارډنګ نه په وخت فارغ شو نو بيا به د جمعې مونځ او ورپسې د پروفيسر جهانزيب نياز صيب سره ملاقات بيا نيغ زمونږ کور ته به ځو .هلته به ډوډئ خورو..
وروستو بيا د ميلمانو د ډاکټر اقبال نسيم خټک صيب سره د ليدلو کتلو وخت ټاکلي شوې وو،او بيا د هغې نه پس خير اباد ته رخصتيدل وو.
چې مونږ ،زه،نجيب(زماوراره)هارون خټک،ماصل خان اتش او د هغه زوئي حيات اباد ته ورسيدو نو مونړ د پروګرام کوربه ته ټيلفون وکړو چې هلکه څنګه رارسيدلې ئې.؟
هغه اوئيل چې زه خو له کور کښې يم ځکه چې د پروګرام پروډيوسره اغلي انيلا خالد څه ضروري کار د وجې نه نه شي راتللې او پروګرام به بل پروډيوسر محمد اقبال ريکارډ کوي.
نو بس زه درواننيږم.

ما ملګرو ته اوئيل چې ځئ چې اول لالا(جهانزيب نياز صيب)له ورشو.
هلته چې ورسيدو نو لالا ډير خوسحال شو ..يو خو بيمار وو بل هغه هم زما غوندې د ملک نه بهر تللې وو او په رياض کښې د خپل ځوئي کيمونټي وئيلفئير اتاشي سره ډيره وو.نو ډيره موده پس مو سره ملاقاتونه وشول.
ښۀ خوشحاله شو او ملګرو ته ئې ګيډئ ګيډئ کتابونه هم ورکړل او خپل دوه اوږده اوږده نظمونه ئې هم راته ارشاد کړل.

دغه وخت د پروفيسر ناصر علي سيد ټيلفون هم راغلو چې ريکارډنګ له ځان راورسوئ.
مونږ چې ورغلو نو دولس نيمې بجې وے.
پروډيوسر اوئيل چې سټوډيو خو خالي ده او هر څه تيار دي خو يو ټيکنيکل مسئله ده.
مونږ‌ ورته متوجه شو هغه اوئيل چې ريکارډنګ د يوې ګهنټې دےخو د جمعي ورځ ده او مونځ به رانه قضا شي.

مړه خو مونځ له سل بهانې جوړې شوي او خلکو ارشادات جاري کړل چې په يوه نيمه بجه مونځ کيږي
او تر هغې به فارغ شو.

خير ريکارډنګ شروع کيدلو نه وړاندې په سيټ او کيمرو وغيره هم وخت ولګيدو او چې پروګرام شروع شو نو پاو کم دوه بجې ختم شو.
مونځ لاړو ..مونږ کوز راکوز شو او ما کوربه ته اوئيل چې مونږ ځو.هغه اوئيل چې زه هم درسره ځم.
خير مونږ پينځه کسان پوره وو او ما زړه کښې دا خيال وکړو چې کوربه تر څو اوزګاريږي نو مونږ به رسيدلې وو او بيا به ورله نجيب راستون شي او دې به هم زمونږ کور ته راولي.

مونږ ايله رنګ روډ ته رارسيلي وو چې د پروفيسر صيب رنګ راغلو چې زه درنه هير شومه.،
ما ورته اوئيل چې تا پسې زه ګاډي راليږم لږ انتظآر وکړه مونږ بس رسيدو والا يو او ته هسې هم مونږ سره نه ځائيدې.د مخکښې نه پيځه کسان يو.
دغه د نه ځائيدو خبره د هغه زړه ته پريوته او لږه شيبه پس ئې ټيليفون وکړو چې تاسو تکليف مه کوئ ما ځان له ټيکسي راوغوښتو او بس ما نه بې غمه شئ.

ما ورته ډير اوئيل خو هغه هم د نر بچې په صفا ټکو کښې اوئيل چې بس زما زړه ته دا خبره پريوتله،
چې زه د فيروز سره واقعي نه ځائيدم.نو ځکه مې ټيکسي وکړو.
مړه خو په دې خبره ئې مړ کړم.او ډير زياتې شرمندګئ سره مخ شوم.

ئيمه حصه
نن سحر زما ځائي ته دوه نور نوموړي شاعران راغلل.
يو د غلنئ غلام حسين محب وو چې ښۀ شاعر،ستر اديب دے، د دوران مجلې مديراعلي او محقق او ماهر تعليم هم دے.

بل ورسره زما د قطر ملګرې،شاعر او اديب ښاغلې نياز محمد مهمند صيب دے
دواړه خالصتا زما ملاقات ته د غلنئ ګنداو نه راغلي وو.

د غرمې ډوډئ نه وروستو مونږ درې واړه د وزيربادشاه جانان صيب کور ځنګلي ته لاړو هلته د وړاندې نه د پښتو مشهور شاعر او د حمزه بابا هم عصر او د پښتو د اولين افسانه نګار راحت زاخيلي شاګر او د ډيرو ټولنو روح روان پيدائيس 1929 دروند مشر ښاغلې حاجي ګل صوفي او هم د هغه هم عصر حميد افريدےناست وو .

بس راشه که ئې ګورې په يو ځائي چې شپږ اوه شاعران سره ملګري شي نو مشاعره به څنګه نه کيږي.
خميد ګل افريدي نه صبر ونشو او غاړې ته زوړنده کڅوړې ته ئې لاس کړو. وئيل ئې چې يارانو زه خو والله که صبريدلې شم خپل يو نظم دوه به اوائيم.
يو په موجوده حالاتو او بل په مينه.
مړه راشه که توديږې!!!
حميد ګل افريدي76 کلن لکه د طوطي په مخه په چغار وو او بل چا له ئې موقع نه ورکوله
د کولډ درنګ يو لوئي ګلاس ئې په دوه ګوټه تمام کړو او ورپسې ئې د سور کړي چرګ دم (ډرم سټک) ته لاس کړو.او ورپسې بيا شروع شو.
شاعري ئې ډيره مستانه وه.ان پړه شاعر دےخو زبردسته شاعري کوي.
دا ټول کمال د حاجي ګل صوفي دےد پبو اوسيدونکې او 79 کاله عمر لري .دا شاعران په دره ادم خيلو کښې هغه او ميا عبدالرحمن لوګي په 60.s
کښې او 70ز کښې ټولنې جوړې کړې وےچې نن سبا د طاهر افريدي او جانان صيب غوندې شاعران پکښې نوم پيدا کړو.

ډير په مشکله حاجي ګل صوفي حميد ګل بابا راقابو کړو او ورته ئې اوئيل چې ظاليمه دا نور شاعران هم ناست دي ما خو خدائي شته چې خپل کاعذ جيب ته اچولې وو او طمع مې غوڅه شوې وه چې ګنې د حميدګل بابا پرته به بل څوک شعر واوروي خو حاجي ګل صوفي بابا چې کله ورته غصه شو نو بيا ئې ماته بلنه راکړه.
زه هيڅ کله هم شعرونو په جيب کښې نه ګرځووم خونن زما په جيب کښې پاو کم دوه غزلےپراتےوے.

ما هغه په منډا منډا اوئيلې چې د پاسه مازيګر وو او اوږد تګ هم وو.بل د کور نه راپسې ټيليفونون کيدل چې ما پسې بيا نن په پلوسئ کښې دهماکه شوې وه خو الله خير کړې وو.
زما قسمت داسې دےچې څنګه چرته په څه بهانه دکوره اووځم نو راپسې نزدې دهماکه اوشي او دغه شان ټول کور په لړزان شي.

ما پسې نيازمحمد مهمند يوه قطعه او يو ډير ښکلې نظم په ياده اوئيلو چې حميد بابا ئې چپ کړو.

د جانان او حميد ګل بابا په مينحځ د ډک سيګريټي لوخړې هم راوچتې شوےچې دا بوئي ئې په ما ډيره موده پس ډير ښه اوليګدو خو دا شکر دےچې زه هيڅ قسمه نشه نه کووم او فقط شنې چائي لکه د افغانانو ډيرې څښم.

نياز محمد نه وروستو جانان صيب ډير دړديدلي دوه نظمونه(ازاد) اوئيل چې ماحول ئې بيخې غريو نيولې کړو.
بيا ورپسې غلام حسن محب صيب ډير خوندور غزل وړاندې کړو او د سامعينو نه ئې داد واخيستو.
حميد بابا غلې وو .ما وئيل جوړ خفه شو خو جانان راته اوئيل چې سيګريټې غلې کړې دے.

په مح‌ پسې حاجي ګل صوفې خپل خوندور کلام واورولو او په محفل ئې سنجيدګي خوره کړه.
د استاذانو په کلام کښې هسې هم اثر وي.

ماښام نه لږ وړاندې‌مونږ راستنه شو.ميلمانوته مې د ايساريدو ستونه هم وکړل خو هغوئي هم د شپې په نيت نه وو راغلي او بيرته ستانه شو.

په کور کښې مې وئيلي وو چې لږ د دې ميلمانو سره بهر اوځم .کورواله راته تنبيه راکړې وه چۀ لرې به نه ځې.او نه به د جانان صيب کور ته ځې چې هغه لرې هم دےاو خطرناک هم.
ما ورته اوئيل چې ته بيغمه شه زه لرې نه ځم خو کم عقل کار مې دا اوکړو چې
ماښام حجرې ته وتلم نو هغې ته مې اوئيل چې ما پسې هلک مه راليږه زه نن ډوډئ نه خورم ،د جانان کره مې د چائيو سره سورکړې چرګ خوړلې دے.
هغې هن اوئيل او راته ئې اوئيل چې ته نه شرميږې چې مونږ د منع کوو ته بيا هغلته ځې.او بيا تا خو وئيلي وو چې جانان کره نه ځم.
ما ورته بيا نور څه وئيلي وےسيوا د دې نه چې په رنګ روډ دا بل جانان دے.بس سر مې ټيټ کړو او تند د حجرې په طرف لاړم
- بېرته شاته