(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د کابل سفر

ليکوال: اسرار د طورو
د کابل له سفر څخه  یو څه برخه
رالیږنه :جهانګیر خان پښتونخوا

يو څو خبرې

"اسرار د طورو" د پښتو ادب يؤ داسې ښکلی نوم اؤ ترکيب دی چې يؤ خپل ځانګړی انفراديت لرى. دا ترکيب د يؤ پښتون او د کلى د تړون عجيبه ثقافتى کيفيت او معنويت لرى. اسرار په طورو او طورو په اسرار ښائسته ښکارى. دی د طورو يو علامت ګرځېدلی دی.
زما چې کله د شعروادب سره تعلق پيدا شو نو دا نوم د دغه وخت د اخبارونو او مجلو يو ضرورت ګرځېدلی ؤ. د دوئ شاعرۍ زمونږ دپاره د لارښودنې کار کولو او دوى په غېر رسمى توګه زمونږه استاذان وو. خو دا يو ډېر عجيبه اتفاق دی چې سره د يوې علاقې سره تعلق لرلو زما د دوئ سره چرته ملاقات شوی نۀ ؤ. خو چې خدای کوله نو د اجمل خټک پحقله په کابل کښې د سيمينار په حواله په کابل پوهنتون کښې د "لوړو زده کړو د وزارت" په ګيسټ هاوس کښې مونږ دواړه د يوې کمرې ملګرى شو.
"اسرار د طورو" د يوې علمى او ادبى کورنۍ سره تعلق لرى. د هغوئ درنې څټې او پښتنى خويونو د دغې علمى کورنۍ او د مردان د پښتونولۍ يو ښکلی امتزاج درلود. هغه ماته ډېر دور اندېش، زيرک او د سړې سينې څښتن او قدرمن مشر ښکاره شو.
زه هم په سکول کښې څوارلس کاله استاذ پاتې شوی يم او کله چې ماته دا پته ولګېده چې دو‌ئ په سکول سائيډ باندې پرنسپل پاتې شوی دی نو په ما د دوئ د شخصيت د جلالى رغوڼې نور خوف او يره هم خوره شوه. خو د دې جلالى رغوڼې څښتن شخصيت چې به کله خبرې کولې نو ټول به جمال جمال ؤ.
اسرار صاحب ډېر پرهېزګاره سړی دی. پخپل وخت نمونځونه او نفلونه به ئې کول.
مونږ چې به کله ستړى ستومانه د ماښام د ډوډۍ خوړلو نه وروستو په کټونو کښې پرېوتو نو زۀ به ډېر زر اودۀ شوم او اسرار صاحب به رانه داسې ويښ پاتې شو. د اسرار صاحب دا عادت ؤ چې هغوئ له به په ملاسته ملاسته کښې د يو اوږد ګپ نه پس خوب ورتللو او ما به لا سر لګولی نۀ ؤ چې په خړېدو به شوم. زۀ په دې ډېر خفه يم چې ما د اسرار صاحب د خوب د راتللو د دغه خرامانى انداز غوښتنې پوره نکړی شوې.
اسرار صاحب کښې يؤ کمال دا هم ؤ چې هغوئ به د يو منظر يا ماحول نه متاثره شو نو ډېر زر به ئې خپل دغه ښائسته جذبات د يو تخليق په شکل کښې مربوط کړل او مونږ ته به ئې واؤرول. زمونږ د ټولو ملګرو په مينځ کښې به اکثر د اجمل خټک په خواهش مشاعرې کېدې.
تر کومه حده چې د اسرار صاحب په دې کوچنۍ سفرنامه کښې د واقعاتو، حالاتو او لمحاتو په ليک کښې د قېدولو خبره ده نو دا د اختصار باوجود د تفصيل عجيبه ښائست لرى. ژبه ئې د يوسف زۍ لهجې د خوږلت او عام فهمۍ سره سره د مردان ادبى زرخېزۍ او د شنو شنو فصلونو نظر خېزۍ هم لرى. چرته چرته پکښې د نظم ګډون د سفرنامې د بيان په شوخۍ کښې نور خوند هم پيدا کوى.
د اسرار صاحب د ځنو القابو نه د هغوئ د ژور نفسياتى بصيرت تصديق هم کېږى او په خصوصى توګه ئې چې زما په باره کښې په يو نظم کښې کوم حقيقت څرګند کړی دی هغه زما د "اندرون" يوه ښکلې تصوير کشى ده او زه تصديق کوم چې دا زما په حقله يوه تاريخى رائې ده.
په دې نظم کښې چې هغوى ما سره د مينې او محبت د کوم نسبت اظهار کړی دی نو ماته د خپل يو ورک همدرد پته ولګېده چې دا څوک دی؟ او هغه ماته معلومه شوه چې دا ګوندې "اسرار د طورو" دی. لکه څنګه چې ما په دې شعر کښې پوښتلی دی:
ډاکټر پروېز مهجور خوېشکی
١٥مئ ٢٠٠٦ء
بسم الله الرحمن الرحيم
د افغانستان د لوړو زده کړو د وزارت له خوا د پياوړى ليکوال او نوميالى شاعر اجمل خټک د زوکړې د اتيايمې کاليزې علمى څېړنيز سيمينار د اپرېل ٢٠٠٦ء په ١٩ او ٢٠ تاريخ په کابل کښې اوشو. د افغانستان د اساسى قانون له مخې دولت به د علم، فرهنګ، ادب او هنر د پرمختګ لپاره اغېزمن پروګرامونه جوړوى او په دې ټولو برخو کښې به علمى څېړنې هڅوى او ملاتړ به ئې کوى.
ماته د اپرېل په اولنۍ هفته کښې ستر اجمل خټک صېب ټيليفون وکړو چې تۀ به مونږ سره د کابل سيمينار ته لا ړ شې؟ ما فکر وکړو چې اجمل خټک د پښتون قوم د ازادۍ او سوکالۍ دپاره بې درېغه قربانۍ ورکړې دى. نن د افغانستان حالات ښۀ نۀ دى. ولې بيا هم په علمى او ادبى سنګر د پياوړى اجمل خټک د کار قدر کوى نو زۀ کۀ هر څو د بائى پاس اپرېشن چپو وهلی يم د خټک صېب په قافله کښې به ځم. هغوئ ماته په يؤ ټاکلى سرخط د مقالې ليکلو دعوت هم راکړو. بيا د خټک صېب ځوى ايمل خان خټک ما سره په فون تماس ونيوو. په ١٢ اپرېل ٢٠٠٦ء مې خپل پاسپورټ ايمل خان ته ورکړو. مقاله مې د اجمل خټک صېب په شخصيت وليکله.
په ١٧ اپرېل ٢٠٠٦ء د ګل په ورځ د سحر اوۀ بجې د سپين جومات پېښور په خوا کښې د ټولو ملګرو جمع کېدل وو. ما په راحت اباد کښې منن دى کره شپه وکړه. او بيا سحر اوؤ بجو له اشرف على په خپل ګاډى کښې سپين جومات ته ورسولم. سعديه بى بى، اطهر على او منن راسره هم وو.
ګران سيف الرحمن سليم د ګلوزو (پېښور) نه راغلی ؤ. د ٧٦ کالو دا ځوان زلمی بوډا د پښتو ممتاز شاعر دی. ګران طاهر افريدی راغلی ؤ چې د بوړه ايف ار د مير اکبر خان ځوى دی. د جرس مدير پاتې دی او ځانګړی افسانه نګار دی. سفرنامې ئې هم چاپ دى. ډېر ښۀ سړی دی. هغه د کراچۍ نه راغلی ؤ.
څلورم ملګری شوکت شرار صېب انجينئر ؤ چې د سوات مينګورې نه راغلی ؤ. پنځم زۀ اسرار د طورو وم. په سروبۍ کښې روک شوی ووم خو بيا راته ښاغلى انورزېب مانېروال راياد کړل چې تۀ موجود ئې. ايمل خان هم راورسېد. کوچ تيار ؤ. بېګونه سمبال شو. پاسپورټونه ايمل خان راکړل. کوچ د اسلاميه کالج د ګېټ مخې ته د درې پروفيسرانو اباسين يوسفزى، پروېز مهجور او ډاکټر ياسين اقبال په انتظار کښې ودرېدۀ. دوئ پاؤ کم اتۀ بجې راورسېدل او د پاکستانى افسرانو روايت ئې قائم وساتۀ.
پروفيسر اباسين يوسفزی د خانپور ادينزو (دير) د برادرخان ملک ځوى دی. قابل استاد، شاعر او کمپيئر دی. د هر چا خوښ دی. په ټى وى ئې دنيا وينى او مينه ورسره کوى.
پروفېسر ډاکټر مهجور د پښتو اکېډمۍ پېښور غړی دی. د خويشکو (نوښار) د زرين خان ځوى دی. محقق دی. صوفى شاعر دی. نيک انسان دی.
ډاکټر ياسين اقبال د تولاندۍ (صوابۍ) د پرنسپل محمد يعقوب خان قابل ځوى دی. پى ايچ ډى ئې د سائنس په يوه شعبه کښې کړې ده. په ميټريل انجينئرنګ کښې مهارت لرى. د پښتو شاعر دی. په قام مئين دی. زما د ځوانى مرګ خورئى اشفاق د لوبو دا ملګری ماته خپل خورئی ښکارى.
مونږ لس تنه په فلائنګ کوچ کښې طورخم ته ورسېدو. پاسپورټونه او بېګونه وکتی شول. يو صاحب چائی راکړې او په افغانستان وردننه شو.
کلونه اوشو چې افغانستان د اور په لمبو سوزى او د هېواد مادى او معنوى وجود ئې په غم اخته کړی دی. ځوانان مړۀ، ودانۍ لوټې لوټې او مال حال تالا ترغه شو. که خارجى خواخوږى وو که وطن وال جنګيالى وو. د جهاد په نوم راغلى دوستان وو خو هېواد ئې برباد او قبيلې ئې بې کوره کړې. او بيا د مذهب په نوم وطن لا زيات کړون وليد. بيا نو په خارج کښې ناستو افغانانو ليکوالو دنيا ته خپل فرياد ورسوو. په امريکا، ناروی، جرمنى، پېښور او کوئټه کښې د افغانانو اخبارونه، مجلې او کتابونه چاپېدل چې د افغانستان دننه پس جنګى واکمنى ئې دنيا ته ښکاره کړه. او نن په افغانستان کښې د سوزېدلى ګلستان د بيا ابادولو کوشش په جمهورى طريقه کېږى. په دغه هېواد کښې انتخابات شوى دى. د قامى جرګې وکيلانو په ووټ وزيران ټاکلى دى. صدر حامد کرزئى قابل او قامى غړى د ځان صلاح کار کړى دى. د پوهاند سيد اميرشاه حسن يار غوندې تکړه عالم ته ئې د لوړو زده کړو د وزارت دنده په غاړه کړې ده. او د پښتو ژبې ستر محقق، نقاد او عالم زلمی هېوادمل ئې د مطالعاتى چارو صلاح کار ټاکلی دی. د دې دپاره چې په جنګ زپلى وطن کښې د زده کړې عمل ته په تُندۍ وده ورکړى. په دې ضمن کښې په مختلفو علمى، ادبى او سائنسى موضوعاتو د علمى څېړنې سيمينارونه کېږى او نوی مترقى اسلامى جمهورى افغانستان جوړېږى.
مونږ چې د طورخم په مقام افغانستان ته دننه شو نو وموليدل چې د دواړو غاړو نه خلق پاکستان او افغانستان ته ځى راځى. مونږ سره د افغانستان مامورينو په رَڼه ټنډه پخېر راغلاست وکړو. په نياز ئې چائی راکړې. د سرحد مسئول په خوږو خبرو ونمانځلو او په درناوى ئې د جلال اباد په لور په دوه کوچونو کښې رخصت کړو.
د ننګرهار والى طورخم ته زمونږ مخې ته خپل استازی رالېږلی ؤ. په جلال اباد کښې د قبائلى چارو رئيس محترم شاه پور خان صېب زمونږ استقبال وکړو. دغلته سفارتکار بابرى صېب هم ؤ. غالباً د افغانستان په وخت يوه بجه د جلال اباد په ښار کښې مونږ ډوډۍ وخوړه، د ماسپښين مونځ مو وکړو او بيا ګاډو ته وختو. رئيس صېب راسره ؤ.
په جلال اباد کښې د حضرت باچاخان مزار دی. مونږ ټولو هلته حاضرى وکړه. يو قارى د کلام پاک تلاوت وکړو. بيا مو د بابا دپاره د مغفرت دعا وکړه. د بابا د مزار عمارت مرمت او ارائش غواړى. دلته د بابا په نوم يوه ليسه جوړول پکار دى چې ورو ورو د پوهنتون درجې ته ورسى. دا کار په لره پښتونخوا کښې د بابا د شتمنو عقيدتمندانو د وَسْ خبره ده. د هغوئ په ډله کښې داسې جاګيردار او سرمايه دار شته چې د افغانستان د زده کړو د وزارت سره تماس ونيسى او د باچاخان په نوم د هلکانو او جينکو دپاره يوه ليسه جوړه کړى. د باچاخان په مزار شېرمحمد نومې يؤ څوکيدار مقرر ؤ. باچاخان د ازادۍ مجاهد ؤ، مصلح ؤ، د صبر جنګ ئې کولو، د تشدد خلاف ؤ او ديندار پښتون مسلمان ؤ.
وړاندې د افغانستان د نوموړى شاعر استاذ ګل پاچا الفت قبر ؤ. د ګل پاچا الفت د پلار نوم ميرسيد باچا ؤ. مونږ د استاد الفت په مزار په جمع فاتحه وکړه. ګل پاچا الفت يؤ خندان ظريف طبع او د سمندر تل ته رسېدونکی ذهين انسان ؤ. زړۀ ئې د مينې ډک ؤ. نظم او نثر دواړه ئې ښکلى وو. بې کينې سړی ؤ. په خوئى خصلت او لفظونو کښې ئې ښکلا وه. الله پاک دې ورله مرتبي اوچتې کړى.
دلته رئيس صېب پاتې شو او مونږ وړاندې لاړو. په جلال اباد کښې د ننګرهار د قومى ټى وى نه ښاغلی نصير احمد صافى زمونږ ځينو ملګرو سره په اختصار خبرې وکړې او زمونږ عکسونه ئې واخستل. ما د ټى وى د نمائنده د يؤ سوال په جواب کښې ووئيل:
" زۀ محسوسؤم چې په خپل کور کښې ګرځم. مونږ د پېښور او مردان د سيمې پښتانۀ د کابل د درياب او د اباسين اوبۀ څښو او د دې دريابونو په اوبو خپلې زمکې اوبۀ کوو. زمونږ ژبه، نسل، کلتور او دين يؤ دی. مونږ د يؤ بل وروڼه يو. نو دا وطن راته خپل کور ښکارى."
هم دا ډول خبرې سليم راز او سيف الرحمن سليم هم وکړې. عموماً زمونږ د ټولو دغه ډول تاثرات وو. په جلال اباد کښې د پوهنځى يؤ استاد ته ما خپل دوه کتابونه ورکړل.
اوس مونږ سروبى ته په درينجکو روان شو. ما خپل يؤ لاس په سينه کلک ايښی ؤ او په بل مې وړاندينی سيټ کلک نيولی ؤ. ما سره د خپلې شلېدلې سينې غم ؤ خو چاته مې اظهار نۀ کوؤ. د غرونو سيل زما فکر ته مېدان فراخ کړی ؤ. چې سروبى ته ورسېدو نو څلورنيمې بجې وې. دلته مو اودس وکړو. بيا مو د مازيګر مونځ وکړو او شنې چائې مو نوش کړې. او بيا فلائنګ کوچ ته اوختو. مونږ ټول لس تنه وو. زما نه په شمېر کښې ځان ورک شوی ؤ. انور زېب انجينئر خبر کړم چې تۀ خو دا دی موجود ئې. او د خندا يوه لطيفه ئې ميندۀ کړه. اوس مونږ د لَته بَند په لاره روان شو. دا لار وه که سړک ؤ! د ټينک يا بلډوزر دپاره خو بده نۀ وه خو د ژوبل افغانستان په غاړو غرونو کښې د اسلام اباد د سړکونو توقع هم لېونتوب دی. دا کوږ ووږ سړک هم دم غنيمت ؤ. ما د ډرائيور نه تپوس اوکړو:
"باچا ستا نوم څۀ دی؟"
وئيل ئې "خان زاده".
ما وی "خان زاده تۀ خو زمونږ د مردان ژبه وائې".
"صېب زۀ ډېره موده په مردان کښې ووم".
" مردان کښې دې څۀ کار کولو؟."
" صېب ما به ټرک چلولو. کراچۍ پورې به تلم. ډېره موده مې خان زاده خان له غنم راوړل. دا ډېر ښۀ خلق وو. مزدورى به ئې په وخت راکوله او ډوډۍ به ئې هم راکوله".
"خان زاده! دا چې مونږ ئې په جلال اباد کښې زيارت وکړو دا بابا تا ليدلی ؤ؟
" او صېب دا خان ډېر نر سړی ؤ. ما ئې جنازه هم ليدلې وه. د ډاکټر نجيب زمانه وه"
"خان زاده! دا طالبان څوک وو؟"
" صېب والله دا خو رقم رقم خلق وو. په دوئ کښې د دې خاؤرې فرزندان وو. خفه کېږه مۀ. ستاسو د خاؤرې پښتانۀ پکې وو. پنجابيان، ايرانيان او عرب پکښې وو. او نور خلق وو".
د لَته بند لار مونږ وار بې واره په لتو وهلو. د انور زېب نرۍ ملا خو دړدونه کول. دا ځوان سړی د ملا دړد بيا روستو هم ډېر په عذاب کړی ؤ. تبې نيولی ؤ.
زمونږ ډرائيور ډېر په هُنر او چابک دستۍ فلائنګ کوچ زغلولو. د ماښام مونځ به مونږ په بت خاک کښې کوو. په لار کښې ملا عمر کلی راغی. دلته د چينار د ونې لاندې د پلاسټک په کرسو کښېناستو. قهوه نوشِ جان شوه. دا يؤ ښکلی ځائی ؤ. چينې پکښې وې. په بت خاک کښې مو د ماښام مونځ وکړو. نو د بګرامۍ په اولسوالۍ ورغلو. او د بجلو په پړق پړوق کښې د موټرو په ګورم کښې د افغانستان په مرکزى ښار کابل وردننه شو. د کابل ښار غوړېدلی ګلزار ؤ. ښکته هم رڼاګانې وې او ګېرچاپېر په غرونو هم برقى چراغونه ځلېدل. اتۀ بجې د ماسخوتن مونږ د کابل افغانستان د عالى تحصيلاتو مرکز ته ورسېدو.
دلته محترم پروفيسر صابر خويشکى مُعينِ وزارتِ تحصيلاتِ عالى او رئيس د ليليه (مهمان خانې) مونږ ته په مينه او محبت پخېر راغلاست ووئيل او د اوسېدلو دپاره ئې کمرې راکړې. زۀ او ګران ډاکټر مهجور صېب د خويشکو (نوښار) چې د پښتو اکېډمۍ پېښور پروفيسر دی په يوه کوټګۍ کښې راغلو. دې کوټګۍ کښې د ضرورت فرنيچر ؤ او ورسره جُخت تشناب هم ؤ.
د کابل هوا خوږه او رُوح افزا وه. مونږ غسل اوکړو مونځ مو اوکړو، ډوډۍ مو اوخوړه او بيا اودۀ شو.
په ١٨ اپرېل ٢٠٠٦ء زۀ وختى ويښ شوم. د مانځۀ نه پس ناست ووم فکر اوړی ووم " دا په تېرو شلو پنځه ويشتو کلونو کښې په افغانانو څۀ تېر شول. مرګونه، لوټ، تالان، هجرت، د ابادو منزلونو او کورونو ورانول، نړؤل، سوزؤل. د پوهنځيو، ليسو او پوهنتونونو بندول او ورانؤل. د سپينو، تورو او غنم رنګه خارجيانو د دې غريب او ښکلى وطن په جمال اور لګؤل د ستم  ګرۍ يوه خونړۍ کيسه ده.
خو نن د افغانستان د بيا ابادولو هڅې کېږى. د نوى حکومت په جوړېدو تعليمى ادارې په غزېدو دى. په دغه تعليمى ادارو کښې په مجموعى ډول د زده کړې کوونکو شمېر په زرګونو دی. يوازې د کابل په پوهنتون کښې د محصلينو شمېره شپږو زرو هلکانو او جينکو ته نزدې شوې ده. د څلور سوو نه زيات استاذان پکښې کار کوى. دا تعليمى زيار جارى دی. په هرات، کندهار، بلخ، تخار، ننګرهار، خوست، جوزجان، بدخشان، کندوز، سمنګان او فارياب کښې تعليمى هلې ځلې روانې دى. دولت سره د پيسو پنګه کمه ده. د عمارتونو کار اټال دی. وران کورونه کنډر کنډر عمارتونه بيا جوړول غواړى. د امنيت مسئله هم ده. ما فکر کولو چې که افغانان يؤ ځل بيا په مينه او محبت يؤ بل ته غاړه ورکړى، د تورو، سپينو او غنم رنګه خارجيانو نه ځان اوساتى، ټولې قبيلې يوه جرګه يؤ ملت شى نو ډېر زر به دا ژوبل شوی ملک اباد شى. پرونی غم هېرول او د سبا فکر کول دى.
په ١٨ اپرېل ٢٠٠٦ء د مازيګر شپږ بجې ګاډى راغلۀ او مونږ د حفاظتى مامورينو په شرکت د کابل د ښار انټرکانټى نينټل هوټل ته لاړو. ګران اجمل خټک او ډاکټر خورشيد عالم په دغه هوټل کښې وو. ډاکټر راج ولى شاه خټک هم په خپل امتيازى مزاج د "لَته بَند" د لَتُو نه ځان بچ کړی ؤ. سليم راز د طبقاتى ټولنې د امتيازاتو نه پخوا هم ګيله من ؤ او نن هم دی. ما سره د خپلې شلېدلې سينې فکر ؤ. خو د اجمل خټک ضُعف او ناروغتيا لا زيات فکرمند کړی ووم. او په دې خبره بې انتها خوشحاله ووم چې د افغانستان دولت او د لوړو زده کړو وزارت په دولتى سطح د پښتون قوم د بې جوړې انقلابى شاعر او ممتاز نثرنګار د علمى او ادبى خدماتو قدر کوى او د پوهنځو او پوهنتون طالب علمان د هغۀ د علم او فکر او فن ځنې استفاده کوى.
د انټرکانټى ننټل په ډيوډۍ(Lobby) کښې ښاغلی اعتماد خان هم موجود ؤ. د اټک پټروليم لميټډ دا کنټرى ريپريزينټيټيو د اجمل خټک ملاقات له راغلی ؤ. دا صاحب په کابل کښې ملازمت کوى. دلته يؤ زلمی هلک ؤ چې د هغۀ مور شاعره وه. د خټک صېب ملاقات له ئې ځوى رالېږلی ؤ. خټک صېب هغه پېژنده. نوم ئې زما نه هېر دی. خټک صېب د ډاکټر خورشيد عالم د قربانۍ، د هغۀ د جدوجهد او د سليم راز د هلک وانۍ د جوش يوه واقعه بيان کړه. د کراچۍ په هفته وار اخبار کښې چا "حياناک" د باچاخان خلاف يؤ ازارى بيان ورکړی ؤ. سليم راز د اخبار دفتر ته د ملګرو سره لاړ او د باچاخانپه عزت ئې ننګ اوکړو. هغه بيان باز توبه ګار شو او په خپل پُوچ بيان ئې د ستومانۍ اظهار هم په دغه اخبار کښې چاپ کړو.
دغلته مونږ وار په وار خپل شعرونه واؤرول. د انټرکانټ دغه لابى به زمونږ دا مشاعره او د ځنې شاعرانو لطيفې يادې ساتى. خټک صېب دې شعرونو ته يؤ دَمْ تازه شو:
په دغه مشاعره کښې د سيف الرحمن سليم غزل بوډاګانو کښې ځوانى پيدا کړه او د سليم راز د يؤ شعر مصرع خو سمه د کابل د مڼو مربه وه:
"زما خپله تجربه ده"
سليم راز د رڼا په طلب کښې هم د خپل خيالى چراغ نه علاوه بل چراغ پسې نۀ ځى. ځنې صوفيان خو نۀ په دېر وى او نۀ په حرم. بس په رڼا مئين وى.
اباسين د عام و خاص خوښ شخصيت دی. او په هره موقع د خپل تخلص حق ادا کوى. ډاکټر ياسين، ډاکټر خورشيد عالم او طاهر افريدى د يورپ خبرې کولې. او اباسين د "ياد ساته" په غزل کښې د نوابِ دير هغه دير په اباسين لاهو کړو. د لطيفه ګويۍ په حقله زما رائې دا ده چې د يؤ اديب او تعليم يافته پښتون په ژبه خواږۀ پاستۀ الفاظ راتلل ښه خبره ده. بيا پروفېسر خو زۀAbbot ګڼم. نو د دو‌ئ په ژبه پاکيزه لفظونه ډېر ښۀ لګى.
په ١٩ اپرېل ٢٠٠٦ء د عالى تحصيلاتو د وزارت په مرکز کښې په يو لوئى هال کښې په نهه نيمې بجې د سيمينار افتتاح اوشوه. په ډپه د افغانستان د تعليم مرکزى وزير محترم پوهاند امير شاه حسن يار او د زده کړو د محکمې رئيسان، مسئولين او محققين پروفيسران ناست وو. د افغانستان اسلامى جمهوريت د لوړو زده کړو وزارت دا سيمينار د نوميالى شاعر، پياوړى ليکوال او ټولنيز شخصيت اجمل خټک د زوکړې د اتيايمې کليزې د علمى څېړنيز سيمينار په نوم ترتيب کړی ؤ. دا د ١٣٨٥لمريز کال د وري دېرشمه نېټه او د چارشنبې ورځ وه. د مجلس صدر زمونږ مشر ملګری ښاغلی سيف الرحمن سليم ؤ. په خوا کښې ورسره ګران اجمل خټک ناست ؤ.
د قرآن عظيم الشان د تلاوت نه وروسته د افغانستان د اسلامى جمهوريت د جمهور رئيس پېغام پوهاند دکتور سيد امير شاه حسن يار (وزير تعليم) واؤرولو.
د پوهنې د وزارت پېغام ښاغلى محمد صديق پتمن واؤرولو.
د اطلاعاتو او فرهنګ او ګرځندوى د وزارت پېغام هم واؤرولی شو.
د کابل پوهنتون پېغام ډاکټر عبدالحئ نظيفى وړاندې کړو.
د کابل د روزنې او ښوونې د پوهنتون پېغام پوهنمل شېرزاد ووئيلو.
د ننګرهار د پوهنتون پېغام پوهندوى امان الله حميدزى راؤړی ؤ.
د دې نه پس محترم اباسين يوسفزى دد اجمل خټک په شخصيت يؤ ښکلی نظم واؤرولو.
دې ټولو شخصيتونو او ادارو د علم او ادب او د شعر او فکر په حواله او د پياوړى اجمل خټک د فولادى عزم او نۀ ستومانه کېدونکې پاکې انسانى جذبې په حواله د دې لوړ پښتون د فکر او خدمت څېړنې ته تبريکات وړاندې کړل. او د افغان قوم د ملى روايت مطابق ئې خټک صېب او د هغۀ ملګرو ته د مينې او ورورولۍ په ژبه تود هرکلی ووئيلو. په اخر کښې اجمل خټک په ناروغه وجود او په خوږه ژبه د افغانستان د اسلامى جمهوريت د رئيس اعلٰى حامد کرزى، د هغۀ د صلاح کار محقق اديب شاعر پوهاند زلمى هېوادمل، د ستر پوهاند دکتور سيد امير شاه حسن يار (وزير تعليم)، د دولت د همکارانو، د کابل او ننګرهار د پوهنتونونو د عالمانو، پروفېسرانو او د افغانستان د ټولو وروڼو تشکر اوکړو چې هغۀ او د هغۀ ملګرو له ئې دومره عزت ورکړو. هغۀ په جذباتى انداز کښې ووئيل چې:
" زما مور او خور به په مزدورۍ پردې مېچنې اوړولې او زما تربيت ئې اوکړو."
هغۀ ووئيل " زۀ د ټولو قومونو د ازادۍ قائل يم. د ظلم خلاف يم. ظالم که مغل دی که افغان دی، زۀ د هغۀ مخالف يم." هغۀ زياته کړه " زۀ مظلوم يم او خارجيانو ته وايم چې تاريخ دروغ نۀ وائى. افغان هغه قوم دی چې په رضا به درسره دوزخ ته لاړ شى خو په زور ئې جنت ته هم نشئ بوتلی."
هغۀ زياته کړه چې "پاکستان اقبال ته څۀ څۀ نۀ وائى. اقبال وائى:
دا افغان ملت د ايشيا په وجود کښې زړۀ دی. که زړۀ بې قراره وى نو د ايشيا وجود به بې قراره وى او چې ايشيا کښې بې قرارى وى نو دنيا کښې به امن نۀ وى."
اجمل خټک ووې:
پښتو او د افغانستان غټهژبهده. دلته  فارسى  هم شته تاجک او ازبک هم شته. ترکمن هم شته. دا ټول افغانان دى. په دې ژبو تاسو ګېرچاپېر ګاونډيانو سره د ورورولۍ تعلقات جوړولی شئ. د لرې پښتونخوا اوسېدونکى ستاسو وروڼه دى. يؤ نسل، يوه ژبه، يؤ دين، يؤ کلتور لرو. پاکستان، ايران، تاجکستان، ازبکستان اؤ ترکمنستان، ټولو قومونو سره ستاسو ورورولى جوړېدی شى. دا ورورولى ستاسو په ګټه ده. دا ورورولى د ايشياء په ګټه ده او دا ورورولى د ګردې نړۍ په ګټه ده. نن دنيا ته د امن ضرورت دی. چې امن راشى نو ترقى به اوشى. زۀ خو رڼا وينم. ماته ښکارى. ستاسو مستقبل زمونږ مستقبل روښانه دی.
د دې نه پس د ډوډۍ او مانځۀ وقفه وه.
د سيمينار دويم نشست دوه نيمې بجې د سيمينار په هال کښې پېل شو. د سمينيار د رئيس په اجازت ښاغلى اديب حبيب الله رفيع د اجمل خټک په کتاب "دا زۀ پاګل ووم" يوه علمى مقاله وړاندې کړه او دا ئې د "رپورتاژ" يوه ښه نمونه ثابته کړه. د ښاغلى عبدالله بختانى په سوال د "خاطره" او "رپورتاژ" په مينځ کښې ښاغلى رفيع صېب يوه کرښه راښکله. ځنې نورې مقالې هم ولوستی شوې. د افغانستان اديبان په پښتو او درى ژبو کښې د يورپى څېړنکارو په طريقِ کار (Method) د يؤ ادبى علمى تخليق جايزه اخلى. نو زۀ د خپلو اکثرو ليکوالو نه او خصوصاً د خپل ځان په مقابله کښې د تحقيق په کار کښې دوئ غوره ګڼم.
بيا ما د محترم اجمل خټک په شخصيت مقاله وړاندې کړه. د مقالې په اورېدو ټول سامعين مطمئن وو. ګران اباسين يوسفزى غوښتل چې يؤ څو زياتې چپې د خټک په تصنيفاتو ورغلی وی. ما د هغوئ د تجويز مننه وکړه او عرض مې اوکړو چې په سيمينار کښې د اورؤلو په خاطر د سامعينو خاطر او د وخت احترام ملحوظ ؤ ګنې نو د مقالې نه کتاب جوړېدی شو:
"مغل يم چې به نۀ کؤم خاطر د پښتنو؟"
(
اسرار د طورو)
زما د مقالې نه وروستو پروفېسر پروېز مهجور صېب يؤ ښکلی نظم واؤرولو. د ډاکټر راج ولى شاه مقاله هم په دغه اولنۍ ورځ سامعينو واؤرېده. د دويم نشست د اختتام نه پس مونږ خپلو ځايونو ته راغلو. په دغه ماښام د اريانا ټيليويژن له خوا د ډوډۍ بلنه وه. د ټى وى دپاره يوه مشاعره هم ريکارډ شوه. د مشاعرې Compare اباسين يوسفزی ؤ.
په ٢٠ اپرېل ٢٠٠٦ء د پنجشنبې ورځ وه. په نهه نيمې بجې د سيمينار افتتاح د رئيسِ محفل استاد رهنورد زرياب په امر وشوه. مرستيال ئې دکتور راج ولى شاه خټک ؤ او منشى پوهندوى احمد شاه زغم ؤ.
د ارواښاد پوهاند رښتين مقاله د پوهندوى ډاکټره زرغونه زيور له خوا وړاندې شوه چې په اجمل خټک ليکلی شوې وه. مېرمن زرغونه زيور د ارواښاد رښيتن لور ده. پوهاند رښتين لوئى اديب ؤ. د مقالې ژبه د ښائسته نثر اعلٰى نمونه وه. د محترمې خور زرغونه زيور انداز د لوستو هم ډېر ښۀ ؤ. خو بيا ورته د خپل پلار په شکسته تحرير لوستو کښې تکليف ؤ نو اباسين يوسفزى ته ئې د لوستلو ووئيل. د هغۀ پرې سمی رانۀ غلو نو دکتور راج ولى شاه کاغذونه ترلاسه کړل او په تعجيل ئې مقاله ترسره کړه. زرغونه صاحبه خو په سټه روغه ښکارېده ولې دکتور زيور صاحب جراحت رنځولی ؤ. الله دې دواړه خوشحاله کړى.
بيا پوهيالى ګل احمد يما په فارسۍ ژبه د اجمل خټک په مشهور کتاب "د غېرت چغه" باندې مقاله ووئيله او غالباً په پښتو ئې نظم ووئيلو. (د يما بېګم او هغه دواړه وروسته زمونږ کمرې ته راغلل. مهجور سره ئې د بايزيد انصارى په حقله خبرې کول غرض وو. د "خانه نويسندگانِ جهان در افغانستان" په حقله ئې هم څۀ وئيل غوښتل خو په ژبه ئې نۀ پوهېدو. او بله دا چې رئيس د مهمان خانې او د سيکورټى مامورينو "نيرې چارې ته مېلمانۀ پرې نۀ ښودل".
هغوئ يؤ درک راکړ... (Email:    info@rahapen) چې ... (دا خو جمله معترضه وه.
د يما صېب نه وړاندې سليم راز يوه ښه مقاله وئيلې وه او د خټک صېب انقلابى شاعرى ئې مخې ته راوړې وه. د سليم راز مخصوص انداز دی. دا تکړه اديب، ترقى پسند ليکوال او شاعر دی. د تنظيم سازۍ هنر ورځى. سياسى فکر لرى.
د کوئټې د "لمبه" مجلې مدير ښاغلى صادق ژړک " د ژوند چغې" ته لنډه کتنه کړې وه. مقاله ئې ښه وه. د دۀ نه وروسته مونږ د پير محمد کاروان ښکلی شعر واؤرېدلو. ورپسې د سرمحقق عبدالله بختانى خدمتګار د خټک صېب په دوه کتابونو "د ژوند قيصه" او "د ژوند چغه" باندې يؤ علمى بحث ؤ خو دا مقاله پاتې شوه.
د سيمينار په دوېمه ورځ د سهار په غونډه کښې د ښاغلى دکتور خورشيد عالم مقاله وه " زۀ اجمل خټک څنګه پېژنم؟" د خورشيدعالم قيصۍ ډېره خوږه وه. دړدمنه وه. د اجمل يؤ تصوير هم ؤ په دغه قيصه کښې. ډاکټر يؤ همدرد انسان، د مينې ډک انسان، يؤ مکمل انسان ليدلی ؤ. هغۀ زلمى خورشيد ته د ژوند لار اوښؤله. د بهر دنيا ئې ورته په ګوته کړه. د ګوټ نه ئې راوويست. هغۀ د اجمل په شکل کښې يؤ دردمند انسان وليد چې قومى عالمى درد لرى. دا قيصۍ د ډاکټر خورشيد عالم ذاتى قيصۍ هم وه او زمونږ قومى سانحه هم. نۀ پوهېږم دا مقاله وه که الهامى افسانه وه. زۀ خو ورته فکر اوړی وو
په دغه ورځ د ډوډۍ او د مانځۀ د وقفې نه پس په اخرى نشست کښې رئيس د جرس ايډيټر، د افسانو ليکوال طاهر افريدی ؤ. مرستيال ئې محمود صافی ؤ چې د تعليم او تربيتى پوهنتون استاد ؤ. منشى پوهندوى احمدشاه زغم ؤ.
اوس نو د سرمحقق عبدالله بختانى خدمتګار د مقالې وار ؤ. هغوى د اجمل خټک په دوه کتابونو "قيصه زما د ادبى ژوند" او " د ژوند چغه" مقاله ليکلې وه. ضمناً ئې د خپلې کتب خانې د تالان قيصه وکړه ( دغه شان ماته په ١٦ اپرېل ٢٠٠٦ء خور نجيبې بى بى د خپل ارواښاد بابا محمد امين خوږياڼى د کتب خانې او کور د تالا کېدو ذکر کړی ؤ). بختانى خدمتګار زياته کړه چې د اجمل خټک کوم کاغذونه ما سره وو هغه مې د کابل نه لرې په خپل کور کښې ايښى وو. هلته هغه د تالان نه بچ وو نو ما اجمل خټک ته ورسول.
رئيس د محفل طاهر افريدى د وخت چپې قابو ساتلې نو محترم خدمتګار خپله مقاله په لنډو ختمه کړه. د سوالونو په وقفه کښې ښاغلى رسول امين د نوى انسانى علومو په حواله ووې چې "پښتون ملت نۀ دی، قبائل دى. افغانستان دې ټولو ګاونډيانو سره روغه ساتى." په دې نکته نور ټينګار ونۀ شو. ارواښاد خادم خو وائى "پښتون د ملت نوم دی" (نوې رڼا مخ ٤٠١).
بيا ډاکټر ياسين اقبال خپله مقاله وړاندې کړه او د اجمل صېب قام دوستى ئې واضحه کړه.
اباسين د اجمل خټک په شاعرۍ خبرې اوکړې خو رئيس ئې د کمرې د ملګرتيا پرواه ونۀ کړه او حکم ئې جارى کړو چې وخت لږ دی. اباسين د طاهر په طهارت خانه کښې د ډېر وخت د اخستو ګيله او نۀ کړه او لکه د منونکى تلميذ ئې مقاله ختمه کړه.
د پوهنمل محمد آقا شېرزاد مقاله "د اجمل خټک په شاعرۍ کښې بديعى ښکلاوې" فنى مقاله وه. ځنې شاعرانو د مينې او اخلاص نه ډک خواږۀ شعرونه ووئيل. مونږ د پوهنيار محمد نور خېرى، د ښاغلى کاتب پاڅون، د کمال الدين مستان او د باز محمد عابد تشکر د مينې او ورورولۍ په ژبه کوو.
بيا د اجمل خټک صېب د کتاب "د وخت چغه" نه ښاغلى اباسين يوسفزى "نوى کال ته" نومې نظم واؤرولو. خټک صېب ډېر خوشحاله شو او بيا بيا ئې د اباسين صوتى اهنګ وستايۀ. رئيس صېب ورته هم په مينه مينه کتل. رُومېټ ئې ؤ کنه. ورته خوشحالېدۀ.
د جمهور رئيس صلاحکار زلمى هېوادمل صېب ښکلې پستې علمى خبرو او د مقاله نګارانو د اغلاطو اصلاح ډېر خوند اوکړو. هغوى پوهانو روڼو او خوئيندو ته تشکر ووئيل. پوهاند امير شاه حسن يار د مقالو په کتاب چاپ کولو پوهان خوشحالهکړل. پروفيسر صابر خويشکى معين د وزارتِ تعليم وفرمائيل "مجموعه مقالاتِ شما چاپ شود".
پوهاند سيد امير شاه حسن يار چې دا مهال د لوړو زده کړو د وزارت دنده په غاړه لرى ووئيل چې مونږ د يوې داسې علمى تحقيقاتى ادارې د جوړولو اراده لرو چې د خوشحال خان خټک او د هغۀ د اولاد په علمى او ادبى کار به تحقيق کوى.
پياوړى اجمل خټک د افغانستان د اسلا مى جمهوريت د جمهور رئيس اعلٰى حضرت حامد کرزى صېب، د وزير تعليم سيد امير شاه حسن يار صېب، د لوړ اديب زلمى هېوادمل صېب، د پوهانو روڼو لوڼو، خوئيندو، مشرانو او کشرانو تشکر وکړو او د افغانستان د روښانه مستقبل امېد ئې ښکاره کړو. او دعا ئې وکړه چې الله پاک دې دا ملک او دا قوم اباد کړى.
هغۀ ووئيل: زۀ، زما قلم او زما ژوند زما نۀ دی. دا زما د لوئى قام د لوئې ورورولۍ دی، د غريب اولس دی. هغۀ دا هم ووئيل چې د لوړو زده کړو وزير صېب د کومې ادارې د جوړولو اعلان وکړو دا دې شخصى نۀ وى فکرى اداره دې وى.
د دعا نه پس دا تقريب پاى ته ورسېدو. واپس خپلو کمرو ته راغلو. زما ذهن کښې د ستر خوشحال خان خټک يؤ موزون فکر ګوڼېدۀ:
درست پښتون له قندهار تر اټکه
سره يؤ د ننګ په کار پټ او اشکار
په ٢١ اپريل ٢٠٠٦ء مونږ ټول ملګرى د اجمل خټک بابا په قافله کښې "ګل غونډۍ" ته لاړو. دا د جمعې ورځ وه. "ګل غونډۍ" د پروان د ولايت يؤ ډېر ښکلی مقام دی. دلته د غرونو جلال هم شته او د غر د چينو او ګلونو جمال هم شته. هوا ئې ډېره خوږه ده. د "ګل غونډۍ" لمن ډېره ويړه ده. دلته سېلانيان په  موټرو کښې د لرې لرې نه د خپلو بچو سره راځى، اخلی پخلی کوى او د ښکلا خوندونه اخلى.
د پروان والى ښاغلی عبدالجبار تقوى دی. دا يؤ ښائسته ځوان دی. د فارسۍ شاعر دی، په پښتو ژبه پوهېږى. تقوٰى دار دی، خوش لباس دی او خوش ګفتار دی. خندان، ګل افشان دی. د ولايت تعميرِ نو ته متوجه دی. پياوړی اجمل خټک او مونږ ئې مېلمانۀ وو. د جمهور رئيس سلاکار ستر اديب زلمی هېوادمل په دغه سفر کښې زمونږ رهبر ؤ. د ولايت د والى سره مونږ هغۀ (د جمهور رئيس صېب سلاکار) متعارف کړو. دهغوئ پېژندګلو ئې مونږ سره اوکړه. بيا د چايو دور شروع شو. د جمعې مانځه له د مسجد په لور دواړه صاحبان لاړل. مونږ د "ګل غونډۍ" دپاسه مونځ وکړو. د کېمرو خاوندان د عکسونو جمع کولو په دنده مشغول وو.
د مانځۀ نه وړاندې دلته په چل چل کښې يوه ښکلې مشاعره وشوه. د سيف الرحمن سليم صېب د غزل په اورېدو تقوى صېب ووئيل:
"سليم صېب بابا دی خو خبرې د زلمو کوى".
د مانځۀ نه وروسته د ګل غونډې دپاسه په هال کښې د والى صېب عبدالجبار تقوى د طرفه مېلمستيا وه، تقوى صېب د ډوډۍ په مېز د ټولو نعمتونو سره د زړۀ مينه او د افغانانو د روايتى مېزبانۍ ټول خواږۀ ايښى وو. بيا قوماندان صېب خو د غوښې قاشونه د مېلمنو خُلو ته په کمال نيازمندۍ رسول. او والى صېب مسلسل د درې شپو دپاره د پاتې کېدو سَتُونه کول. چې واپس راتلو نو د مينې سوغاتونه ئې راکړل. زۀ د ولايت د ښکلا او د ګل غونډۍ د جمال او د والى صېب د حُسنِ سلوک او خنده جبينۍ ځنې ډېر متاثر شوم. بيا چې محترم زلمى هېوادمل ګل بهار ته بوتلو، د سيند په غاړه غاړه مو د باغونو او شنو پټو جنتونه وليدل او د افغانانو په سترګو کښې مو د مينې او محبت رڼا وليده نو دا مو يقين پيدا شو چې افغانان به ډېر زر بيا خپل وطن اباد کړى. خارجيان که تور دى که سپين هغوئ به دا قوم پرېږدى چې د امن په فضا کښې ساه واخلى او د ټولې ايشياء د سکون باعث شى. د افغانستان نه چارچاپېره چين، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، ايران او پاکستان پراتۀ دى. دا ټول ملکونه به د افغانانو په اطمينان قرار ومومى. د پامير نه تر هراته پورې د هندوکُش د غرونو دا سلسلې به افغانستان د کوهِ بابا نه راوتې دريابونو د کابل، د هلمند، د ارغنداب او د هرات په اوبو سېراب ووينى. او د غرونو دا وطن به باغونه باغونه شى.
زۀ چې د ګل غونډۍ او ګل بهار او جبل السراج د ښائسته يادونو سره کابل ته راغلم نو مترنم خيالونه مې په کاغذ رقم کړ
زما دا نظم لوړ اديب او د جمهور رئيس صلاحکار زلمې هېوادمل ښاغلى تقوٰى صېب ته ورسولو. هغوى په فون ماته د تشکر پېغام راکړو. زۀ د هغوئ د بيا ملاقات تږی يم.
مونږ په دغه ورځ په "کابل اِنْ" کښې د ماښام ډوډۍ د سرحدونو، قومونو او قبائلو د چارو د وزير محترم عبدالکريم (براهوى) سره وه. ګران براهوى په رڼه ټنډه اجمل خټک او د هغۀ سره راغلو ملګرو ته پخېر راغلاست ووئيل او د مېلمنو په راتګ ئې د مننې څرګندونه وکړه. په ځواب کښې خټک صېب يوه لنډه خو له محتوا ډکه وېنا وکړه. وئيل چې:
" ستاسو د مينې تشکر. د وياړ ځای دی چې د افغانستان د بيا جوړولو بهير په بيړه روان دی. تاسو زمونږ د مينې او وينې وروڼه يئ. مونږ ټول يؤ قوم يو. د مينې او ورورولۍ په لور به چټک ګامونه اخلو. ستاسو د مينې تشکر." (د هغوئ د وېنا مفهوم)
وزير صېب مونږ ته تحائف هم راکړل او په مينه ئې الوداع کړو.
بيا نو خپلې کمرې ته راغلو. مونځونه مو اوکړل او اودۀ شو. ما خوب ليدۀ چې ماته ظهور الحق لالا ........ وائى "سبک د ليکونکى فکر او شخصيت دی سبک سپين او سرۀ زر ويلى کول او قالب کولو ته وائى. د ليکونکى فکر او شخصيت د هغۀ سبک دی. د اجمل خټک ژبه د هغۀ د ملت څهره ده". چې راويښ شوم نو ظهور الحق لالا نۀ ؤ. مُلا اذان کولو. وئيل ئې " اَلصلوٰةُ خَيْر مِنَ النوم". زۀ راپاڅېدم. مونځ مې اوکړو. مهجور صېب هم بيدار ؤ. مونځ ئې وکړو. د مهمان خانې په صحن کښې ئې قدمونه اخستل. او بيا ناشتې ته وبللی شو.
په ٢٢ اپرېل مونږ د تعليم او تربيه پوهنتون ته لاړو. دا پوهنتون د افغانستان (کابل) د ټولو نه په عمر کوچنی پوهنتون دی. ماته يؤ صاحب ووئيل چې د پوهنتون درجې ته په ١٣٨٢هـ ش / ٢٠٠٣ء کښې رسېدلی دی. په دې حساب د دوه نيمو کالو خبره شوه. دا اداره ډېر کار کوى. زرګونه محصلين ئې تربيه کړل او کوى ئې. دلته هلکان او جينکۍ دواړه تربيه کېږى. جينکۍ د پړدې او حيا په لباس کښې وى.
په دغه ورځ مونږ د کابل ښار ته بوتلی شو. د غرمې ډوډۍ مو په يؤ عام هوټل کښې وخوړه او ملګرو څۀ خريدارى (Shopping) هم وکړه. په بازار کښې يؤ ځوان د اباسين په ليدو ډېر خوشحاله شو. د ټى وى په حواله ئې وپېژندۀ.
ماښام مونږ د انجينئر عارف نورزى مېلمانۀ وو. دا صاحب په اسمبلۍ کښې د يوې چوکۍ مالک دی او د مينې، محبت او ورورولۍ داعى دی. مېلمنو له ئې په ډالۍ کښې پټکى ورکړل. ښاغلى اجمل خټک خو بيا دغه دستار پاکستان ته په سر راؤړو. شمله دې جګه اوسى.
په دغه مقام کښې زما ملاقات د شربت جان د ماما د ځوى سره اوشو. شربت جان زما د کاکا انيس جان مرحوم ځوى دی. ډېر خوشحال شوم. د شربت جان د خيريت نه ئې خبر کړم. الله دې زمونږ د وينې او مينې ټول عزيزان اباد او ښېرازه لرى.
په ٢٣ اپرېل د سه شنبې ورځ وه. مونږ کابل پوهنتون ته لاړو. دا لويه علمى اداره په ١٣٢٥ق هـ کښې جوړه شوې ده. دا لويه يونيورسټى (پوهنتون) د يونيسکو په شين کتاب کښې رجسټرډ ده او سند (ډګرى ډپلومه) ئې بين المللى اعتماد لرى. په دې پوهنتون کښې ګڼ شمېر علمى شعبې بيا علمى تحقيقى او تدريسى کار ته راژوندۍ شوې دى. د استاذانو اثار او مقالات د چاپولو دپاره د کابل پوهنتون مجلات لرى. دا مقالې که د سائنس او طبعى علومو وى او که د اجتماعى علومو وى.
د کابل د پوهنتون ټول کالجونه (پوهنځى) د دنيا د ترقى يافته يورپى ملکونو د تعليمى ادارو سره تماس او تړون ساتى.
دا د  علمونو مرکز اندرونى جنګونو په تېر دور کښې ډېر زورلی او لوټلی دی. نو اوس په نوې جذبه کار کوى. د نوو علمونو شعبې پکښې اجراء شوې دى. کتب خانه ئې بيا ځان ته کتابونه راکاږى. د I.T. او کمپيوټر شعبې پکښې کار کوى. په کالجونو (پوهنځو) کښې د کمپيوټر تعليم و تدريس کېږى.
په دغه ورځ مونږ د کابل ښار ته بوتلی شو. د غرمې ډوډۍ مونږ د پښتو څانګې ته لاړو. دلته پخوانى قيمتى کتابونه تالا ترغه شوى وو. اوس بيا دا خزانه په ډکېدو ده. استاذان کم دى، شاګردان ډېر دى نو د نورو استاذانو ضرورت دی. دلته هلکان او جينکۍ دواړه سبقونه وائى. معلومېږى چې ډېر زر به دا تعليمى مرکزونه پرمختګ وکړى او افغانستان به يؤ ودان او چراغان وطن شى.
د پېښور د پښتو اکېډمۍ نه زمونږ په وفد کښې شاملو پروفيسرانو د کابل د پوهنتون د پښتو شعبې استاذانو سره لوظ وکړو چې کتابونه به ورته ولېږى.
د هغې نه پس مونږ ټول د پياوړى شاعر اجمل خټک سره د موټرو په کاروان کښې آرګ(Arg) ته لاړو. دا محرابى عمارتونه او محرابى دروازې او محرابى ګذرګاهونه شاهى محلات او قصرونه وو چې د افغانستان د شاهى دور يادګارونه دى.
د آرګپه يوه حصه کښې د افغانستان د اسلامى جمهورى دولت د جمهور رئيس اعلى حضرت حامد کرزى دفتر دی. دې لوړ قومى سياسى حکمران د ښاغلى اجمل خټک په درناوى کښې مونږ ټولو ته په ٢٣ اپرېل ٢٠٠٦ء د غرمې د ډوډۍ بلنه راکړې وه. د جمهور رئيس سلاکار محترم زلمی هېوادمل په دغه دوره کښې زمونږ رهبر کوربه ؤ. مونږ يؤ محرابى هال کښې د ډوډۍ مېزونو ته په کرسو کښېناستو. کوربنو منتظمينو مونږ ته ځايونه راکول. دروازې ته نزدې د مېزونو په پلنو پرته کرسۍ خالى وه. د هغې ښى لاس ته په اوږدو اولنۍ کرسۍ کښې اجمل خټک کښېناست. دېخوا ته په اوږدو ښاغلی سيف الرحمن سليم صېب ؤ. د هغۀ کيڼ لاس ته زۀ کښېناستم. راسره نزدې ډاکټر خورشيد عالم ؤ. او د اسې دا اوږد مېز دواړو غاړو ته ډک شو. مېزبانانو په طريقه د خوراک لوښى کېښودل. سلاد، وريژې، تيکې، مربې، اوبۀ وغېره په مېز کېښودی شوې. د ډوډۍ ټکړې خوراک ته په انتظار وې. په دې کښې د دروازې نه بهر يؤ ښکلی د خندا ډک اواز د تود او مينه ناک سلام او د محبت نه ډکو جملو سره غوږ ته راغی چې اجمل خټک ئې مخاطب کړی ؤ. دا د افغانستان د جمهور رئيس اعلى حضرت حامد کرزى اواز ؤ. مونږ ټول احتراماً اودرېدو. هغوى خټک صېب ته غاړه ورکړه او ټولو مېلمنو ته ئې پخېرراغلاست ووئيل. او بيا ئې وفرمائيل "تاسو مهربانى وکړئ کښېنئ، دا چې څۀ حاضر دى وبه ئې خورو نو بيا به مصافحې وکړو."
ډاکټر خورشيد عالم د جمهور رئيس په ځواب کښې ووئيل " تشکر- پياز دې وى خو په نياز دې وى". او بيا مونږ بسم الله کړه. رئيس صېب کم خوراکه ؤ. نزدې ناستو مېلمنو ته ئې رکېبۍ نيولې "دا واخلئ". ولاړو کوربنو به هم مېلمنو ته د خوراک څيزونه نيؤل "صېب دا واخلئ". مونږ په بې تکلفۍ د خپل کور په شانې ډوډۍ وخوړه او چې د کاشوغو او رکېبو ټنګار بس شو نو اعلى حضرت راپاڅېد، وئيل ئې "اوس به ګړه بړه وکړو د خوراک په وخت کښې ربړه نۀ وى پکار."
بيا هغوى يؤ يؤ مېلمه ته نزدې شو. غاړه ئې ورکړه او د مسکا خوشبو ئې خورې شوې. چې کښېناستو نو صدر کرزى صېب سره ښاغلى زلمى هېوادمل په ډېر درناوى د مېلمنو پېژندګلو وکړه. او په مېز د ناستو دولتى همکارانو تعارف ئې د مېلمنو سره وکړو. خټک صېب د جمهور رئيس او د ټول افغان اولس شکريه ادا کړه او د ارواښاد عبدالاحد کرزى ذکر ئې وکړو چې يؤ ملى مشر ؤ، د قندهار ولايت ؤ او د جلالتماب حامد کرزى پلار ؤ. چې شهيد کړل شو.
بيا جمهور رئيس وفرمائيل چې تاسو له به تکليف درکوو چائی به اخوا بل ځای کښې څښو. د غنى خان د نظم (د فريد خان د مور په نوم خط) ذکر ئې وکړو چې دا زما خوښ دی. د اباسين تعريف ئې وکړو. د اجمل خټک ئې ډېر احترام کولو. زما د پېژندګلو په وخت محترم زلمى د طورو حواله ورکړه. وئيل ئې "ښۀ شاعر دی، عالم دی". چې بل هال ته تلو نو جمهور رئيس به خټک صېب ته تکيه ورکؤله. زر به نور څوک راغلل خټک صېب له به ئې تکيه ورکړه. يؤ ځای ودرېد، اشاره ئې وکړه " دا د امير عبدالرحمان خان (1880-1901ء) کور دی. مرمت غواړى، زۀ به ئې انتظام کوم". " دا غټې ګُورې ونې دى په اُوړى کښې مونږ دلته دفتر کوو."
بيا د چايو دپاره هال ته لاړو. جمهور رئيس وفرمائيل:
"تاسو د پښتو ژبې اديبان او شاعران يئ. کوم قوم چې خپله ژبه او خپل کلتور پرېږدى هغه قوم ورک شى".
چای نوش کېدې.
جمهور رئيس ووئيل " مونږ د جمهوريت تجربه کوو. زمونږ د کابينې وزيران د اسمبلۍ د وکيلانو (ممبرانو) په ووټ جوړېږى. د پارليمانى نظام په مقابله کښې دا زيات جمهورى طرز دی."
جمهور رئيس ووئيل "د کوم قوم جغرافيه چې نۀ وى، هغه قوم هيڅ هم نۀ وى."
زمونږ يؤ ملګرى سوال وکړو " دا ممتنع ووټ څۀ وى؟" نو ښاغلى ځواب ورکړو:
"په ائين کښې د ممتنع رائې څۀ حيثيت نشته. ووټ خو يا صحيح وى يا مسترد. دا ممتنع هغه ووټ وى چې نۀ د چا په حق کښې وى او نۀ مسترد وى. زۀ خو وايم چې د دولت وکيل ولې يوه واضحه فيصله نۀ شى کولی؟".
اوس نو د اجازت سوال خټک صېب وکړو او دعا ئې وکړه. او مونږ د افغانستان د ټولو نه په منصب د لوړ سړى شائسته اخلاق او پښتنه رويه وليده او د هغۀ مينه مو د ځانه سره راؤړه.
زۀ چې بيا ځای ته راغلم نو يؤ څو شعرونه مې په دې تاثر کښې وليکل. هغه مې اجمل خټک صېب ته ورکړل. هغۀ وکتل او ښاغلى زلمى هېوادمل ته ئې وسپارل.
د دې نه پس د خوشحال خان خټک ليسې ته لاړو. دلته هال د هلکانو او مشرانو نه ډک ؤ. دا يؤ لوئى هال ؤ. سټېج جوړ ؤ. د صوت اله لګېدلې وه. د غونډې رئيس د صدارت په ډپه ناست ؤ. کمپيئر د ليسې يؤ صاحب ؤ. څۀ وخت پس اجمل خټک صېب هم راغی. د تلاوت نه پس يؤ هلک تقرير وکړو. دا تقريب د ادارې خلقو د خټک صېب د اتيايمې کليزې په سلسله کښې کولو. د سرحدونو، قومونو او قبائلى چارو وزير محترم عبدالکريم براهوى او د هغۀ معين محمد عمر ببرکزی هم وو. د قرآن عظيم الشان د تلاوت نه پس يؤ هلک په تقرير کښې د خوشحال خان خټک او د اجمل خټک د ننګ او پت خبرې وکړې. بيا معين د وزارت تقرير وکړو. ورپسې ماته د تقرير بلنه وشوه. ما د علم او هنر او د جديد سائنس او ټيکنالوجۍ تدريس ته د مشرانو توجه د راګرځولو هڅه وکړه چې خپلو بچو له دا تعليم ورکول غواړى. د ورورولۍ او د مينې پېغام مې ورکړو. پروفيسر راج ولى شاه خټک يؤ مؤثر تقرير وکړو. د پت او پښتو خبره ئې وکړه. راز، اباسين او سليم صاحبانو ښکلى ښکلى شعرونه ووئيل. هلکانو ترانه ووئيله. بيا اجمل خټک صېب دوه خبرې وکړې. خپلو شهيدانو ملګرو پسې ژړا ورتله. د ورورولۍ او مينې پېغام ئې ورکړو. د چايو نه پس په مېدان کښې د خټکو د قبائيلى اتڼ مظاهره وه. درې ډولکى هنرمندو ووهل. ډولکو ته هلکانو د رومالونو سره په ګډا کښې د شجاعت مظاهره وکړه. ډولکى ډېر غټ وو او د هنرمندو جبې ږيرې وې. زما ملګرى وى ائى پى تاج که دا ډولکى ليدلى وی نو ټول به ئې چورلندى کړى وو. .
ما چې د جمهور رئيس اعلٰى حضرت حامد کرزى د ملاقات په تاثر کښې کوم شعرونه وئيلى وو هغه دا دى:
په ٢٤ اپرېل ٢٠٠٦ء د دوشنبې ورځ وه. مونږ محسوسوله چې ډالۍ ټپالۍ دويم بېګ غواړى. زما د کمرې ملګری پروفيسر پروېز مهجور صېب د يؤ ذاتى ضرورت په وجه په خپله مخه په ٢٣ اپرېل د مهمان خانې نه پېښور ته روان شو. هره کله چې د سيکورټى عسکر د هغوئ د تګ نه خبر شو نو رنګونه ئې ووهل او ډېر پرېشانه شو. خو مارغۀ الوتلی ؤ. مونږ تسلى ورکړه چې مهجور خپل کور ته تلی دی. تاسو غم مۀ کوئ. ماښام بيا ما راشد على[4]سره په فون رابطه وکړه. هغۀ راته ووئيل چې مهجور صېب امانت سلامت رارسېدلی دی او مونږ ته ئې ستاسو د فلائيټ درک راکړی دی.
مونږ درې ملګرى د عسکرو په نګرانۍ کښې د کابل بازار ته لاړو. بېګونه (بوجۍ) مو واخستې او بېرته راغلو کډه مو وتړله. او بيا په ګاډو کښې کښېناستو. د الوتکو ډګر ته بوتلی شو. دوه هيلى کاپټرونه زمونږ دپاره مختص وو. وروختو او د شمالى علاقو په لور روان شو. زمونږ هدف د پنج شېر دره وه. د دې درې په شاؤخوا د کاپيسا، لغمان، نورستان او کنړ ولايتونه دى.
اوس مونږ د هوائى ډګر په لور روان وو. زۀ د الله پاک شان ته حيران ووم چې فقيران ئې په بادشاهانو ونمانځل. اجمل خټک يؤ ملنګ شاعر دی. دا پياوړی انسان د دنيادارو په نزد يؤ بې ماله بې جاګيره بنده دی. غيرت د وخت د فرعون او قارون مبارزې ته ودرؤلی دی. د "هوښيارانو" پيرانو اؤ د نمايشى مليانو په خيال دا د مستبدو قوتونو مخالف پښتون لېونی شاعر دی. او په کاڼو د ويشتو دی. خو د زړونو په تخت ناست لوئى حکمران (ج) مونږ لس دولس طالبانِ علم و ادب په دې خبره ګواه کولو چې غېرتى الله د قلم په محراب کښې د شاهانو او واکدارانو پت من سرونه د احترام په توګه ټيټوى. زما د فکر تسلسل د موټر د بريک په لګېدو مات شو.
په هوائى ډګر د کابل د ولايت ډېر ثقه ناک والى صاحب دين محمد او د افغانستان پخوانی صدر او اوسنى سينئر وزير هدايت امين ارسلا سره ملاقات وشو. هغوئ ډالۍ هم راکړې او چې د پى ائى ا ی جهاز ته راوختو نو ډېر ستړى وو. خو د الوتکې نه مو د افغانستان د خوږو روڼو خوئيندو، کاڼو بوټو او غرونو ته په مينه مينه کتل. ان چې د خپل خوږ وطن د ګلونو ښار پېښور ته راورسېدو. د خټک صېب نه رارخصت شو. د ملګرو نه مو اجازت واخست. د محترم راج ولى شاه خټک صېب نه راجدا شو. او شوکت على شرار صېب شاه سعود ځان سره په ګاډى کښې کښېنوو. د منن[5]، اطهر على، سعديې، اشرف على او زرقا بى بى نه مو اجازت واخست. او تېر ماسخوتن الله تعالٰى خپل کور ته راورسولو. عروج[6] راته ډېره خوشحاله شوه.
نوټس:
زما ماشوم نمسی
په کابل کښې چې کله لوټ تالان ؤ نو د سابق قاضى القضاة محمد امين خوګياڼى کور او کُتب خانه پکښې هم تالا ترغه شول.
اجمل خټک
زما ځوىزما ماشومان  نمسى او د هغوى والدينزما درې کلنه نمسۍ
د چاپ حقوق يې خوندي دي
د کتاب نوم: د کابل سفر
ليکوال: اسرار د طورو
موبايل:0302-8188390
ايميل: [email protected]
کمپوزنګ: عبدالهادي حيران
موبايل:0345-9027648
ايميل: [email protected]
د چاپ نېټه: مئ ٢٠٠٦
 
- بېرته شاته