(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دښاغلی لایق زاده لایق ادبې زیار

لیک:  نصیر ستوری،  جرمني

ستــا د خـــــــــایست ګــلونه ډیـــر دی
ځولئ مې تنګه زه به کوم یو ټولومــــه

 پښتني کولتور او ادب د هر اړخه موړ او بډایه دی، په ټولیزه  او فطري توګه  پښتانه امن خوښی قام دی.  شعر، شاعرئ  او موسیقی  سره مینه لری. هر هغه  لوستي او نا لوستي پښتانه چې د خپل کولتور نه پردی  شوی نه وی نولږی او یا ډیري  پښتو لنډئ او ټپې به ئې خامخا زده وی.
د پښتو د ادب په  اسمان  ډیر ځلانده ستوري ځلېدلی دی او پښتون ملت چې زرګونه کاله روڼ پیښلیک (تاریخ) لری   په خپله خاوره ډیرویاړلی نومیالي،منلي پوهان، ادیبان، شاعران او لیکوالان   زیږولی دی چې د پښتنی کولتور د سمسورتیا او بډاینی لپاره ئی نه ستړی کېدونکې هلې ځلې کړی او لا کوی ئی ،پدی  ډله کې  ښاغلی لائق زاده لائق  ځلانده او وتلی نوم  او شهرت لری.
ښاغلی لائق زاده لائق   پیدایشی شاعر دی، د پښتو ژبی منلی او وتلی  ادیب ،ژورنالست  او څیړونکې  دی   یو ډیر اړخیز سړیتوب (شخصیت) دی  د ادب په ډګر کې په ټولو لارو ګرځیدلی دی ،دخپل لوړ تفکر، پوهی، هنر ، مهارت او پوره تجربی له امله د ادب په ټولو برخو  برلاسی دی اوپه ادبی بهیر کی یو ځانګړی مقام لری. د خپل ژوند ډیره برخه ئی د خپلی مورنئ ژبی (پښتو) او پښتنی کولتور د چوپړ  لپاره وقف کړی ده . د پښتون قام او پښتنو د ابادئ ،سوکالئ،امن،پوهی او بیدارئ  لپاره ئی قلم پورته  کړی دی ،د پښتنی کولتور لمن  ئی  په  ارزښتناکو لیکنو،شعرونو، نظمومونو، نثرونو، افسانو،لنډوکېسو، کالمونو،مقالو، ډرامو او په څیړنو ښکلی او غنی کړی ده، د ګڼو لیکوالانو او شاعرانو  په کتابونو ئی سریزي لیکلی دی.  دلیک ژبه ئې  روانه،ساده او اسانه ده. ټول خلک پرې پوهیږی
ښاغلی لایق صیب د ۲۰۱۱ع کال د اکتوبر په میاشت کې  د اروپائی سفر په لړ کی  جرمنی ته راغلی ؤ، نوموړی دلته هم  خپلی ادبی  هلې ځلې جاری وساتلی د ګڼ شمېر ادیبانو، شاعرانو، لیکوالانو،  سیاستوالواو ژورنالستانو سره ئی لیدني کتني وکړی،په بون ښار کی ئی د المان غږ راډیو او په پراګ کی ئی دازادئ او مشال راډیو له کارکوونکواو ملګروسره دنظریو بدلون وکړ او په هغه ادبی  بنډار کی ئی هم ګډون وکړ چی  دده په ویاړ دکولن په ښار کی جوړ شوی ؤ،د«خوبونو تعبیرونو» په نامه سفرنامه  ئی ولیکله  چی  د «ماته ائینه » د افسانو په بڼه به په سفر نامه کې  یو ځانګړی  نوښت وی.
دغه  راز د نوموړی د ډیرو نوروګټورو لیکنواوکتابونو ترڅنګ «فنکار نه مری» هغه څیړنیز کتاب دی چی تازه چاپ شوی دی. «فنکار نه مری»   د پښتنی کولتور او ادب  په برخه  کی یوه ډیره ګټوره پلټنیزه څیړنه ده چې ډیرو کلونو په ترڅ کی تر سره شوی ده او دپښتو ژبی د پنځوسو هغه هنرمندانو ژوند لیکونه  او حال احوال ئی پکې خوندی کړی چې اوس زمونږ سره جسمانی موجود نه دی. دا څیړنه  ئی  بی ساری او ډیره ارزښتناکه  ده.
د فن او هنر په برخه کې هم د ښاغلی لائق صیب  هلې ځلې پوره د ستاینی او قدردانئ وړدی، د ګڼ شمېر نامتو پښتنو سندرغاړو لارښونه ئی کړی، روزلي  او پاللی  ئی دی ،له دوئ سره  ئی دفن او هنر په برخه کې پوره پوره مرسته کړی ده چې له دغه ډلی څخه د بیلګی په توکه د مېرمن  نازیه اقبال، د پښتو موسیقئ د بابا استاد خیال محمد کشر ځوی  ښاغلی وصال خیال، ښاغلی خالد ملک،ښاغلی ماسټر رحیم ګل،مېرمن غزاله جاوید او داسی نورو هنرمندانو نومونه د یادونی وړ دی
.
د پښتو موسیقئ د نامتوکمپوزرانو او موسیقی جوړونکو استاذانوهر یو  ښاغلی ماسټر علی حیدر، استاد نظیر ګل،ښاغلی  شاکر زیب نوشیروی، ښاغلی نظر محمد زرو،ښاغلی فرخ زیب نوشیروی اوداسی نورو سره ئی دموسیقئ  په ډګر،ددوئ  په پیژندګلوئ کې پوره ونډه لرلی ده.
له ۸۰۰نه زیات  شعرونه ئی  د پښتونخوا د بیلابیلو پیژندل شویو او نامتوسندرغاړواو هنرمندانوله خوا په راډیو، تلویزیون،فلمونو،حجرو،دیرو او نورو محفلونو کې ویل شوی دی چی پدی سره ئی د نالوستو پښتنو غوږونو ته هم خپل  پیغام رسولی دی.
د ښاغلی لایق صیب په اثارو او ادبی هلو ځلو لیکنی به خپلو درنو پوهانو  ته پریږدواو دده ادبی ژوند ته  به یو ځغلند نظر واچوو:
ښاغلی لایق زاده لایق د
۱۹۵۹ع کال د جنور ئ د مېاشتي په پنځلسمه نیټه د پښتونخوا دسوات په ښکلی سیلانی سیمه کې  دمدین په کلې کې  دونیا ته سترګي غړولی دی. لومړنئ زدکړه ئی د خپل کلي د هائی سکول (لیسی) او لوړی زده کړی  ئی،په سیاست، پښتو ادب او اردو ادب کې سر ته رسولی دی ، د وکالت  ډګرئ او په پښتو ادب کې د انرز خصوصی سندونه هم لاس ته راوړی دی.د ورکوټی والی راهیسی ئی د پښتو ادب لمن ټینګه نیولي ده، د شعر لیکل  ئی د ۱۹۷۱ع کال  راهیسی شروع کړی دی د شاعرئ  سربیره ئی د نثر او څیړني  په برخه کې   پوره زیار ګاللی دی.
د نورو ګڼو ادبی هلوځلو تر څنګ ئی په
۱۹۷۸  کې په جهانزیب کالج سوات کې د سرحد سټوډنټس فیدریشن بنسټ  هم کېښوده چې د مترقې ذهن  پوهیدونکي (سټوډنټان) پکې راټول  شول.
ښاغلی لایق زاده لایق   په
۱۹۸۳ع کال کې دژورنالیزم په ډګر کې دپیښور راډیو د پروډیو سر په توګه د خپل عملی ژوند پیل وکړ ،د ګڼو ورځپاڼو او مجلو سرسره د وحدت ورځپاڼـی همیشنی  قلمې همکار پاتي شوی دی. دښونځی  (سکول) او کالج   په دوران کې ئی ګڼ  شمېر افساني او شعرونه په «ایلم» مجله کې خپاره شوی دی. له ۳۷۰زیاتې ريډیائی ډرامي ئی لیکلی او   نشر شوی دی.
ښاغلی لایق زاده لایق د پیښوراود کوهاټ راډیود ډایرکټر د دندی  سربیره  په ګڼو  بیلابیلو سرکاري  لوړو کرسیوهم کار کړی دی،چې دپښتون  قامي وحدت ستر لاښود ښاغلی محمد افضل خان لالا (د پاکستان په مرکزې کابینه کې  وزیر ؤ) پرایویټ سکرټری هم پاتی شو دی.
د ادبي او کلتوري خدمتونو په دی لړ کې چې کله په کال
۱۹۹۸کې  په پیښور کې د پښتونخوا د پوهني دیره جوړه شوه نو ښاغلی  لایق زاده لایق ئی د مشر او ښاغلی عبدالبصیر بیدار ئی دمرستیال په  توګه وټاکل شول چې دپوهني دیرې په چوکاټ  کې  ئی تر اوسه   له سلو زیات کتابونه  چاپ کړی اوګڼ شمېر د موسیقئ ماښامي ئی جوړ کړی دی ، د ګڼو پښتنو پوهانو،شاعرانو او ادیبانو د کتابونو سریزی  ئی لیکلی د کتابونو په چاپ  او پروف کې  ئی ورسره هر اړخیزه مرسته کړی او ددوئ  لیکنو ته کتابی شکل ورکړی دی.
دغه راز نوموړی ته دده د ادبی خدمتونو له امله  د پاکستان سره سره په بهرنیو هیوادونو کې  له
۲۲څخه زیات  ایوارډونه اوستاینلکونه ورکړی شوی دی.

زه چې كتاب پسې كتاب ليكم
حال د زړګى خانه خراب ليكم
د لېونتوب د هرې ساه په نامه
يـو بې عنوانه اضطراب ليكم

په ادبی تاریخ کې دښاغلی لایق زاده لایق ادبی زیاراو لیکنی ځانګړی ځای لری، د ادب  په بیلابیلو برخو کې ئی ۲۴پنډپنډ ارزښتناک او ګټورکتابونه  لیکلی ،او خپلی  ټولني ته وړاندی کړی دی ،چی په لاندی ډول دی:
د محنت مېوه (د ماشومانو لپاره)، ګیلې (شعري ټولګه)، ویښ خوبونه (شعري ټولګه)،ستاپه نوم (شعري ټولګه)،راځئ چې بیا وخاندو (دمنتخبو ټوکو ټکالو ټولګه)،ګلبانو او ظفر خان (ولسي قیصه)،اوښکې او لمبې (د کشمېر په هکله)، د احمددین طالب دیوان (د خصوصي مقدمي او اضافو سره)، ډالئ (د علی خان بابا او عبدالحمېد بابا د شاعري موازنه)،مشکڼي(شعري ټولګه)، لیونتوب (شعري ټولګه)،صل علیه واعلیه (نعتیه  ټولګه)چې دی نعتیه ټولګی ته  د پاکستان جمهور ریس  له خوا په
۱۹۹۱ع کال کې ایوارډ ورکړل شو، جلوي (نعتیه ټولګه)چې ورته په کال ۲۰۰۷کې وزیر اعظم له خوا  ایوارډ ورکړل شوی دی.، ما هیرولي نه شی (شعري ټولکه)،ډاکتر کبیر ستوری ژوند او مبارزه (د ارواښاد کبیر ستوری د لیک او شخصیت په حواله د بیلابیلو لیکوالو د تاثراتو ټولګه)، ای ګمبد خضرا (نعتیه ټولکه)چې ورته د پاکستان وزیر اعظم له خواپه کال ۲۰۱۰کې ایوارډ ورکړل شو، ماته آئینه ( د افسانو ټولګه)چې نن سبا د خیبر تلویزیون په پرده د لنډو ډرامو په بڼه خپریږی ،فنکار نه مری (څیړنه) پدی څیړنه کې د تیرو هیرو اوازونو په نوم د پنځوسوسندرغاړو او فنکارانو ژوند لیکونه   او حال احوال راټول شوی دی،« ځلنده ستوری» چې دسوات د ماما خیلو منظوم تاریخدی، راز و نیاز (نعتیه ټولګه)، ته به ما یادوی (شعری ټولګه)، وراني کرښي (شعري ټولګه)، خوبونه تعبیرونه (دیورپ سفرنامه) د لیک لاندی.

د تکـــړه  قــلـم لیـکـنه نـ­ــه  ورانـیــــــږی
کـه ئـی ووینـــــځی هرڅوئی ښه صفــا کښې
دتــکړه قـــلم رنګ پـــوخ وی نـه څـریــږی
ستوری ویل پوخ وی دژوندپه پرمختیاکې

ښاغلی لایق صیب په تکړه قلم لیکني کوی   او داسی یوه ورځ به ئی  تیره کړی نه وی چې شعر، نظم او یا نثر به ئی لیکلی نه وی  تر هغی نه ویده کېږی چې څه ئی لیکلی نه وی . په هره لیکنه او شعر کې ئی  د امن  ، دمینی ،ورورولئ، انسانیت او د قامي احساس د بیدارئ ارزښتناک   او اغیزمن پیغام  پروت دی ،فکر او ذهن ئی پښتون دی ، د پښتنو د امن اوسوکالئ ارمان په زړه کې لری . په قلم او لیکنو دی برکت وی
زما په اند د ښاغلی لایق صیب د ژوند او ادبی هلو ځلو په هر اړخ دکتابونو دلیکلو  اړتیا ده. پښتانه پوهان،
څیړونکي او  د قلم خاوندان بایده دی  چې دی برخی ته پام راوګرځوی  د خپلی ژبی او ادب د ټولو چوپړیانو د ژوند او ادبی هلو ځلو بیلابیل اړخونه راوسپړی او پښتون قام ته ددوئ خدمتونه  او کارنامې وخت په وخت وړاندی کړی.

په درناوی
داڅو شعرونه ئی د بیلګي  په توګه  درنو مینه والو ته ډالی کوم

پـــردۍ ژبـــــه زده کـــول څـــه ګـــنـاه نــه ده
خــپــلــــه ژبـــــــه هـیــرول لــــویـــه ګـــنــاه ده
پټې سترګـــې د اغــیـــارو پـــه یـــارۍ کــې
ځــــان لـــه قـــامـــه بیـــلــول لــویـه ګــنـاه ده

***
چـــی لوټلی زه د هر جبر قارون یــــم
زما لویه ګناه داده چې پښتــون یم
بــدنام کړی چې
دهر دور قانون یــم
زما لویه ګناه داده چې
پښتــون یم

بل خرڅ کړی یمه خپلو رهـــبرانــــــو
د وختونو په بی رحمه دلالانـــــــــــو
په مخ مخ یمه وهلې غـاصـبـانــــــــو
چې
حالاتو په دار کړی نن پرون یم
زما لویه ګناه داده چې
پښتــون یم

په خپل کورکې یم بیکوره پاتی شوی
زور لرم خو یم بی زوره پـاتــی شـــــــوی
په شته مور کې یم بی موره پاتی شوی
داچې هروخت کې دخپل ځان په لټون یم
زما لـــــویه ګناه داده چې پښتــون یم

چې راټول شم د سلګو بدل په اخلم
ددی واړه مــــــــحرومو بدل به اخلم
د هر ظلم او ســخــتــو بــدل به اخلم
لا مړ نه یم زه په تمه د بـــدلـــــون یم
زما لویه ګناه داده چې پښتــون یم

***
زه د عقل او شعور په درشل ناست یم
د اسمان په وسعـتــونــــو مې نظر دی
دا زما په دی وړه غـــــوندی سینه کې
لیــوني زړګـــی د ډیر څــــه نه خبر دی

***
شپه پـــــخه شوه خوغریبـه وده نه شوه
شوګیرو د ډیرو شپـــــــــــــو نه زنګوله
د خوب حق د هغی نه ؤ خو بس داچی
دورکوټـی خان ځانګو ئی ځـنـګـــوله

***
چی مې کړی ستا د حسن شاعــری ده
مــــــــا بیـللی د ژوند هــره جـــواری ده
لیونتوب په محبت کې نور څه نه دی
د احـساس او د جــذبــو نــا قلاری ده

***
لمبه لمبه دی کړم ارمــــــان دی کړمـــــه
لیونئ مېنی څومره ګــــران دی کړمــــه
کــــــږه وږه کــرښه د شــګــو په ســــــــــــر
وخته لا جوړ نه وم چې وران دی کړمه

***
منم چې ښكلي په دنيا كښې ډېر دي
په ټول يورپ او ايشيا كښې ډېر دي
خو زما يار د ټولو ښكلو نه بـدل دی
هـم ربـــاعي ده، هــــــــم غــــــزل دی

***
زه د شــعـر پـــه رمــوزنـــو نـه پـوهــیــږم
دا لــیــکل د لـیــونــۍ مېــنــې اعجـاز دی
محــبـــــت مــې د ټـــــول عـــمـر اثـانـه ده
یو احساس دی چې هم ناز دی هم نیاز دی
***
دا منم چې پښتون قام له هر يو قامه
غيرتي دى هم پياوړى په ريښتيا دى
خو احساس چې د وحدت ورسره نشته
په نړۍ کې ځکه هر چرته رسوا دى
***
زه د لر او بر خبرې ډيرې اورم
خو عمل په چا کې نشته دا ريښتيا دي
خود سري ورباندې لوبې کړي لايقه
غږ يې يو دى خو فکرونه يې جدا دي
***
چې شعور او احساس دواړه بيدار نه شي
د پښتون په يو مرکز راټولول څه اسان ندي
نفرتونه چې له زړونو وتي نه وي
تر منزله رسيدل څه اسان ندي

***
تر کومې به د خوب په ټال ځنګيږئ پښتنو
که نن چيرې ويښ نه شوئ نو ورکيږئ پښتنو
ځوانۍ مو کړلې خاورې په چرګانو جنګولو
د سپو په جنګولو مړزانو جنګولو
له ځانه نه خبريږئ تباه کيږئ پښتونو
که نن چيرې وريښ نه شوئ نو ورکيږئ پښتنو

***
مونږ د پت ښيګڼې تورې وفا نه يو
هسې  ډيرې د پښتو سندرې وايو
لا قدم مو د عمل اخيستې نه وي
د منزل د رسيدو سندرې وايو

***
چې د ذات په اينو کې بنديوان يو
ناخبره د خپل ځان او د جهان يو
لا تر اوسه مو منزل په ګوته نه کړو
خبر نه يو چې په کومه لار روان يو



ليونتوب په محبت کې نور څه ندي
د احساس او د جذبو ناقراري ده
مونږه کړې د حالاتو په لمبو
ښه په نره ښه په نره دلداري ده
***
محبت چې په ټول کلي کې رسوا شي
ليونتوب هله پوره شي مکمل شي
يه ملګرو دغه فکر ليونې کړم
دغه خلک څنګه ژر داسې بدل شي

***
زه د عقل او شعور په درشل ناست يم
د اسمان په وسعتونو مې نظر دى
دا زما په دې وړه غوندې سينه کې
ليونې زړګې د ډير څه نه خبر دى

***
تکل ستا د رضا کوم په خپله عاجزۍ کې
سجده که د ريا وي نو سجده مې پکار نده
غورځنګ چې د احساس په دنياګۍ کې پيدا نه کړي
دليل مې پکار ندې عقيده مې پکار نده

***
د ليونتوب نه مې خبر دى زړګى
بيا هم زما سره په شر دې زړګى
پدې حالاتو کې چې مينه غواړي
څومره بې زوره زورور دى زړګى
***
زه د شعر په رموزو نه پوهيږم
دا ليکل د ليونۍ مينې اعجاز دى
محبت مې د ټول عمر اثاثه ده
يو احساس دى چې هم ناز دى هم نياز دى

***
چې راټول شم د سلګو بدل به اخلم
د دې واړه محرومو بدل به اخلم
د هر جبر او سلګو بدل به اخلم
لا مړ نه يم خو په تمه د بدلون يم
زما لويه ګناه دا ده چې پښتون يم
De Khagali Layaq Zada Layaq Adabizyar
By: Nasir Stori
- بېرته شاته